اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
Piracy: داينترنېت غلا،ايا غلا ده
مېلمه
25.10.2008
سلام٠
د ټول افغان د پر ليکه کېدو نه تر نن ورځې پورې د ټو ل افغان داېمي لوستونکی پاتې شوې يم او فوروم هم لولم٠ يوه ورځې مې د اسلام ه خونه کې د غلا او ثبوت په باره کې د ښاغلي وهاج يوه مفصله ليکنه ولوسته٠ ليکنه جالبه او پوهنيزه وه، خو يوه کرښه مې تر سترګو شوه او دا وهاج صيب داسې ليکلي وه
[quote:b9a216f972]د اينترنېت غلا غلا نه ده[/quote:b9a216f972]
دا غلا ولې غلا نه ده؟
که څوک ځواب ليکلی شي مهرباني به يې وي
Re: Piracy: داينترنېت غلا،ايا غلا ده
و.افغان
25.10.2008
[quote:1a75809094="مېلمه"]سلام٠
د ټول افغان د پر ليکه کېدو نه تر نن ورځې پورې د ټو ل افغان داېمي لوستونکی پاتې شوې يم او فوروم هم لولم٠ يوه ورځې مې د اسلام ه خونه کې د غلا او ثبوت په باره کې د ښاغلي وهاج يوه مفصله ليکنه ولوسته٠ ليکنه جالبه او پوهنيزه وه، خو يوه کرښه مې تر سترګو شوه او دا وهاج صيب داسې ليکلي وه
[quote:1a75809094]د اينترنېت غلا غلا نه ده[/quote:1a75809094]
دا غلا ولې غلا نه ده؟
که څوک ځواب ليکلی شي مهرباني به يې وي[/quote:1a75809094]
محترما!
سلامونه مې ومنه!
ما دا نه دي ویلي، چې لغة ورته غلا نه ویل کیږي، کیداي شي دغلا اطلاق پرې وشي،
خو دهغی غلا اطلاق پری نه کیږي، دکومې په شرعي ثبوت سره چې اسلامي شرعه
دلاس پریکولو حکم صادروي.
دغی غلا کی یو شرط منتفي دی، چې هغه ته حرز وايي، مثلا ستا انټرنټي حساب کې چې کومي پيسې پرتي دي، شرعا ورته محروزي نه ویل کیږي.
ددی دا مانا هم نه شوه، چې دا کار روا دی، یا به پری کوونکي ته سزا نه ورکول کیږي.
دا کار حرام دی، او قاضي به يي کوونکي ته مناسبه سزا ورکوي، چې امکان لري، کله
کله دغه سزا په ځيني حالاتو کې تعزیرا مرګ ته هم ورسیږي.
په درنښت
jankhan
26.10.2008
[quote:8f61cde15c="مېلمه"]داينترنېت غلا،ايا غلا ده
[/quote:8f61cde15c]
السلام عليكم
ميلمه وروره : لومړۍ دا چي ستړي مه شي ، او دټول أفغان فوروم ته پخير راغلي، ستا ددي پوښتني په ځواب كي بايد دا ووايم چي:
دانټرنټ له لاري غلا كول ( بنك وهل او يا هم دچا پيسي له بنك نه ويستل .....) دا بلكل غلا ده ، او سزا يي په شرعه كي لاس پريكول دي.
ددي مثال داسي دي لكه: يو شخص چي په يوه كوټه كي سامان يا پيسي ايښي وي ، او بيا يي هغي كوټي ته قلف اچولي وي ، نو يو تن راشي او دا قلف مات كړي، او له كوټي نه سامان غلا كړي ، په شرعه كي دداسي شخص لپاره سزا څه ده؟ څرګنده خبره ده چي سزا يي لاس پريكول دي، ځكه چي دغه شخص محروز مال غلا كړي.
كه انټرنټ ته راشو، كه چيرته يو شخص دبل شخص له (account) يا حساب نه غلا كوي، نو خامخا به دا غل هغه شفرونه او كوډونه له منځه وړي كوم چي دي شخص خپل account ته وركړي دي، او بيا به غلا كوي.
نو دغه شفرونه يا password خو دقلف مثال لري، دا خو مال محروز دي؛ ولي چي هغي ته password وركړ شوي دي، ځكه هيڅ څوك هم دومره بي وقوفه نه دي چي هغه ( account ) چي دۍ په كي خپلي پيسي ږدي password يي نه وي وركړي.
نو ددي password ماتول يا له منځه وړل داسي مثال لري لكه دكوټي قلف ماتول او بيا غلا كول.
او كه څوك وايي چي دا مال محروز نه ده ، هغه دي په خپله خبره دليل وړاندي كړي چي ولي مال محروز نه ده؟
په درنښت
و.افغان
26.10.2008
محترم جانخان صاحب:
که تاسو وخت لرۍ، او دا لاندینۍ فتوا پښتو ژبې ته وژباړۍ، ډیره به ښه وي، او که نه نو
زه به يي وروسته وژباړم.
یو ټکی ته مو توجه غواړم چی ددې فتوا په آخر کی ددغی رنګ غلا په اړه علماوو ولې
حکم مبهم پريښې دی؟
او په دغه ابهام کې حکمت څه دی؟
[color=white:a937f2dc54]
والنظر في هذه الشروط , وتنزيلها على السرقة راجع إلى القضاء الشرعي " انتهى .
[/color:a937f2dc54]
اختراق مواقع البنوك وتحويل أموال منها هل تعدُّ سرقة توجب القطع ؟
هل يعتبر اختراق مواقع البنوك عن طريق الإنترنت وتحويل مبالغ مالية من البنك إلى حساب المخترق , هل يعتبر ذلك سرقة ؟ وهل يقام على المخترق حد السرقة ؟
الحمد لله
السرقة حرام ، بل هي من كبائر الذنوب ، حتى قال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( وَلَا يَسْرِقُ السَّارِقُ حِينَ يَسْرِقُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ ) رواه البخاري (5578) ومسلم (57) .
ولا شك أن اختراق مواقع البنوك وتحويل الأموال منها أمر محرّم ، وأكل لأموال الناس بالباطل .
وأما كون ذلك يوجب قطع اليد ، فالأمر في ذلك راجع إلى القاضي الشرعي الذي رفعت له القضية .
وقطع يد السارق لا بد له من شروط ، منها أن يكون المال مسروقاً من حرز ( وهو ما يُحفظ فيه المال عادة )
قال الإمام القرطبي رحمه الله : " اتفق جمهور الناس على أن القطع لا يكون إلا على مَن أخرج مِن حرزٍ ما يجب فيه القطع ...
الحزر هو : ما نُصب عادةً لحفظ أموال الناس ، وهو يختلف في كل شيء بحسب حاله .
قال ابن المنذر : ليس في هذا الباب خبر ثابت لا مقال فيه لأهل العلم ، وإنما ذلك كالإجماع من أهل العلم " انتهى .
" تفسير القرطبي " ( 6 / 162 ) .
وسئل علماء اللجنة الدائمة للإفتاء :
ما هي شروط قطع اليد في السرقة ؟ .
فأجابوا :
" يشترط لقطع يد السارق تسعة شروط :
1. السرقة ، وهي : أخذ المال مختفياً ، فإن اختطفه أو اختلسه : فلا قطع عليه .
2. أن يكون السارق مكلَّفاً ، فلا يجب الحد على الصبي ، ولا المجنون .
3. أن يكون المسروق نِصاباً ، فلا قطع فيما دونه ، والنصاب : ربع دينار من الذهب ، أو ما قيمته ذلك من غيره .
4. أن يكون المسروق مما يتمول عادة .
5. أن يكون المسروق مما لا شبهة فيه .
6. أن يسرق مِن حرز .
7. أن يُخرجه مِن الحرز .
8. أن تثبت السرقة عند الحاكم بشهادة عدلين ، أو إقرار من السارق .
9. أن يأتي مالك المسروق ويدعيه .
والنظر في هذه الشروط , وتنزيلها على السرقة راجع إلى القضاء الشرعي " انتهى .
الشيخ عبد العزيز بن باز ، الشيخ صالح الفوزان ، الشيخ عبد العزيز آل الشيخ ، الشيخ بكر أبو زيد .
" فتاوى اللجنة الدائمة " ( 22 / 223 ، 224 ) .
والله أعلم
http://www.islam-qa.com/ar/ref/101781
و.افغان
26.10.2008
دپورتنۍ فتوا ژباړه:
پوه عالم محمد صالح المنجد څخه پوښتنه کیږي، چې آیا دبنکونو ګورتپاڼو ته په غیر قانوني ډول ننوتلو، او ترې په غیر شرعي لارې خپل حساب ته پيسې حواله کولو باندی
دلاس پریکول شرعا لازمیږي؟
آیا ددغه هاکر (مخترق) دغه کار ته غلا ویل کیږي، آیا دغلا حد (لاس پریکول) يي په حق کې واجبيږي؟
ځواب:
غلا حرامه ده، دلویو کبیرة ګناهونو څخه ده، تر دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (نه کوي یو غل غلا داسی وخت کی چې دی په غلا لګیا وي او دې دی مؤمن وي ---- ژباړن: معنی دا چې دغه وخت کې ترې ایمان ځي) صحیح البخاري 5578، صحیح مسلم 57.
او په دی کی هیڅ شک نشته دی، چې دبنکونو د ګورتپاڼو بندو ځایونو ته غیر قانوني ورننوتل، او تری پيسې حواله کول (بل چا ته یا خپل ځان ته يي غیر قانوني لیږل) یو حرام کار او په ناروا دخلکو دمالونو خوړل دي.
خو دا خبره چې آیا دغه کار دلاس پریکول واجبوي او که نه؟ نو دې کی فیصله هغه قاضي ته راجع ده، کوم قاضي ته چې دغه ځانګړي پيښه شوې قضيه پورته کیږي.
دغله لاس پریکول لپاره ځيني شروط لازم دي:
لومړۍ شرط: مال باید دحرز څخه غلا شوې وي، او حرز هغه څه ته ویل کیږي، چې عادة په کې مال ساتل کیږي.
امام قرطبي رحمه الله فرمايي: جمهور دعلماوو (یعنې اکثر او أغلب دعلماوو) اتفاق کړی دی چې دلاس پریکول دهغه چا په حق کې واجبیږي چې له حرز څخه غلا وکړي.
او حرز هغه ته ویل: چې عادة خلک په کې خپل مالونه ساتي، او د حرز مفهوم مختلفو شیانو ته په نظر خپل بڼه بدلوي (ژباړن: مثلا: دپيسو حرز په کور دپيسو ځانګړي بکس دی چې قلف ورته پروت وي، او له سترګو پټ پروت وي، خو بیا دآسانو حرز په کور کې دآسانو طبیله ګڼل کیداي شي، که چیرته پيسې دکور په داخل کی په میدان پرتې وي، نو دا حرز نه دی).
امام ابن المنذر وايي: دحرز په باره کې کوم ثابت حدیث نشته چې علماوو په کې نقد نه وي کړی، مګر دعلماوو پری اجماع ده، (ژباړن: او دعلماوو اجماع حجت دی).
" تفسير القرطبي " ( 6 / 162 ) .
وسئل علماء اللجنة الدائمة للإفتاء :
دسعودي دعلماوو دفتوی ددائمي کمیټي له علماوو څخه پوښتل شوي دي چې
په غلا کی دلاس پريکولو شروط څه دي؟
نو هغوي ځواب ورکړ چي:
دغله دلاس پریکولو لپاره نهه شرطونه اړين دي:
۱- غلا شوي وي: او غلا په پټه دپردی مال اخیستلو ته وايي، که چیري يي په زوره تری وتښتوي، او يايي
اختلاس کړي (یعنی له غفلت څخه يي کار واخلي، توکی تری واخلي او منډه کړي، او سړې پری پوه شي) نو لاس يي نه پریکيږي.
دوهم: غل مکلف وي، ځکه خو په ماشوم او لیوني حد نه لازمیږي.
دریم: غلا شوې څیز نصاب ته رسیدلې وي، که له نصاب ښکته وو نو بیا حد نه لازمیږي، او نصاب دسرو زرو ددینار څلورمه برخه ده، او یا هغه څه قیمت يي ورسره برابر وي.
څلورم: غلا شوې توکی باید له هغو څیزونو څخه وي چې عادتا دمال په توګه کارول کیږي.
پنځم: باید په غلا شوي څیز کې شبهه نه وي. (شبهه دیته وايي، چې داسی ګمان کیږي چې په دغه غلا شوي څیز دغله یو څه اندازه حق وي، مثلا: عام ددولت مال، په دی کې شبهه ده، نو که چا ددولت مال غلا کړ، نو لاس يي نه پریکړ کیږي، خو ددی دا مانا نه ده چې له نورو سزاګانو څخه به بچ کیږي، د سزا ګانو دروندوالې او سپکوالې بیا د هرې قضيي او حالت پورې تړلې دی)
شپږم: غلا له حرز څخه شوي وي.
اووم: له حرز څخه يي بهر وباسي.
اتم: غلا دقاضي په وړاندې په غله باندی ددوه عادلو له لارې، او یا خپله دغل داقرار له لارې په اثبات ورسیږي.
نهم: دغلا شوي څیز خاوند راشي، او قضا ته دعوا وړاندې کړي.
دې شرطونو ته کتنه، او بیا يي دغلا په یوې قضيي تطبيقول شرعي قضا ته راجع دي.
الشيخ عبد العزيز بن باز ، الشيخ صالح الفوزان ، الشيخ عبد العزيز آل الشيخ ، الشيخ بكر أبو زيد .
" فتاوى اللجنة الدائمة " ( 22 / 223 ، 224 ) .
والله أعلم
مېلمه
28.10.2008
سلامونه، ستاسو نه یوه نړۍ مننه.
ع کريم حليمي
29.10.2008
درنو او مکرمو د بحث ملګرو ، السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته
" يَا اَيُّهَا النَّاسُ اِنَّمَا ضَلَّ مَنْ قَبْلَكُمْ اَنَّهُمْ كَانُوا اِذَا سَرَقَ الشَّرِيفُ تَرَكُوهُ، وَاِذَا سَرَقَ الضَّعِيفُ فِيهِمْ اَقَامُوا عَلَيْهِ الْحَدَّ، وَايْمُ اللَّهِ لَوْ اَنَّ فَاطِمَةَ بِنْتَ مُحَمَّدٍ سَرَقَتْ لَقَطَعَ مُحَمَّدٌ يَدَهَا "
هغه قوم تبا کښي - که شريف سري غلا وکړه حد نکړي پرجاري، يعني قومي اوغښتلي سړي
او که ضعيفه سړي يعني بې قومه او بې واسطې غلا وکړه نو بيا حد جاري کړي
4492 - حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى، وَاِسْحَاقُ بْنُ اِبْرَاهِيمَ، وَابْنُ اَبِي عُمَرَ، - وَاللَّفْظُ لِيَحْيَى - قَالَ ابْنُ اَبِي عُمَرَ حَدَّثَنَا وَقَالَ الاخَرَانِ، اَخْبَرَنَا سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، عَنْ عَمْرَةَ، عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقْطَعُ السَّارِقَ فِي [color=cyan:c94a29c159]رُبْعِ دِينَارٍ [/color:c94a29c159]فَصَاعِدًا.
هو ! د عائشې رصي الله عنها څه روايت دی چه په ربع دينار دي دغله لاس پرې
سي ،
خو د مبارک په عصر او ژوند کښي په ربع دينار لاس ندئ پرې کړی
هو ! د مبارک په عصر کښي چا سپر غلا کړی وو ، لاس ئې ور پرې کړ
د سپر د لوړ قيمت شئ دی ، غالب ګمان کوم چه د قيمت خبره ئې په دينارونو
کښيده ، يعني سپر د کښتي بيعي شئ نه وو
د غله لاس هغه وخت پرې کيږي چه خبره قاطع او قطعي وي يعني شک او شبهه
په کښي نه وي
او داچه نن ورځ په اينټرنيټ کښي غلا کيږي ، يو نوی کار دی
د اينټرنيټ غلا هيڅ قياس ته ضرورت نه لري ، غلا غلا ده داکه په
بحر کښي وي Piracy ، که پر وچه وي که اينټرنيټ کښي وي که
په مارس کښي وي
څوک چه فاير وال تات کړي ، لکه قلف چه ئې مات کړ
په دې غلا کښي مادي شواهد نسته ، کله چه مادي شواهد نوي نو هم لاس
نشي پرې کېدلی ، مادي شواهد ضرور دي چه قاضي يې وويني ، يعني غلا
شوی مال ضرورده چه قاضي ئې وويني ، که غلا شوی مال حاضر نه وي
ممکن ده چه يو سړی به بدي او دښمني کوي له يو چا سره او د دروغو شاهيدان
به پر تېر کړي ، که احمد ووايي چه محمود زما آس غلا کړی ، نو ضرور ده
چه آس وجود ولري ، که آس موجود نه وي د لاس قطع نه ده لازمه
اوس خبره داده چه په اينټرنټ په غلاکي مادي شواهد نسته ؟
نو په داسي غلاوو کښي چه غله د مادې سره ټچ نه وي کړی ، نو بيا
علمي شواهد لازم دي ، که په علمي شواهدو سره ثابته سوه چه احمد غلا
کړې ده ، نو واجبه سوه چه حد پر جاري سي ، خو پسله يوه کاله ورسته
به حد پر جاري کيږي ، ولي که چيري په علمي شواهدو کښي خطا پېښه
سوې وي ، نو خامخا د يوه کال په دوران هغه اشتبا ښکاره کيږي ،
معنا دا که نيټ وړک کومه اشتبا کړې وه په سافټ وېړ کښي ، نو بيا
قطع د لاس نسته ، نو بيا هره سياسي جزا چه په مدني قانون کښ وي ،
قيد ، جريمه ، بېګار ، يا يو کال په مدرسو کښي و شاګرانو ته ، خپل
بد عملۍ بيان ورکول چه اطفال عبرت ترې واخلي ،
هر ملک او قوم خپل عرف لري ، مخ ورتوره ول هم يو عرف وو په وطن کښي
و.افغان
29.10.2008
دبحث ټولو ګډونوالو ته یو ځل بیا سلامونه !
په دې کی شک نشته، چی دا کار غلا ده، خو آیا ټول شرعي شرطونه يي په ځان کې پوره
کړي دي او که نه؟؟
په دی کی اختلاف دی، ځکه خو پورته لويو لويو علماوو په خپلو فتواوو او ځوابونو
کې ابهام غوره کړې دی، هغوي دا ویني چې دلته دحرز شرط په کوم چې ټولو علماوو اجماع
کړې، کمزورې په نظر راځي، نو هغوي دا مسئله مخصوص قاضي ته راجع کړې،
چې هغه په دی ځانګړي قضیه کې څه فیصله کوي.
خو ددی په خاطر چې په قضا کې ګډوډي رامنځ ته نه شي، نو دولت مجبور دی، چی دغی
مختلف فیها مسئلې کې له ډیرو اقوالو څخه یو قول دعمومي قضا لپاره وټاکې، چې
ټول قاضیان پری فیصله وکړي، مطلب دا چې په ټول افغان کې حل کیدونکې نه ده، همدارنګه
نورې ډیري قضايي مسئلې دي چې اختلاف په کې زیات دی، او دحل لاره يي یواځي
دحاکم فیصله ده، چې کوم قول يي چې دقضا لپاره غوره کړ، نو هماغه قانوني لازم شي.
دانټرنت غلا او نورو غلاوو په منځ کې ډیر فرقونه دي،کوم خطرونه ، لکه وژنه، دعزت
لوټل، دبيګناه زخمي کول یا وهل، او نورې ډيري پيښي چې په عادي غلا کې پيښيږي، خو
دانټرنټ غلا کې دا څیزونه نه وي.
زما دا مطلب نه دی چې د انټرنت غل ته دی سزا نه ورکول کیږي، سزا دی ورکړل شي، کوم
چې حکومت يا قضا دهغه لپاره دهغه دجرم مناسب بولي.
رښتینی
29.10.2008
صافی صیب لیکی :
[code:1:4930021631]دانټرنت غلا او نورو غلاوو په منځ کې ډیر فرقونه دي،کوم خطرونه ، لکه وژنه، دعزت
لوټل، دبيګناه زخمي کول یا وهل، او نورې ډيري پيښي چې په عادي غلا کې پيښيږي، خو
دانټرنټ غلا کې دا څیزونه نه وي[/code:1:4930021631]
که چرته په عادی غلا کی داپورته یادی شوی ستونزی رامنځته نشی نو بیا به
د غله لاس نه پریکول کیږی ......؟
البته دنیټ غلا شاید شبهی ولری او دالحدود تندر بالشبهات خبره هم
دفقهی یو اتیاتی اصل دی
په مینه
و.افغان
29.10.2008
حامد صاحب لیکې:
[code:1:4d8cdd04e3]
که چرته په عادی غلا کی داپورته یادی شوی ستونزی رامنځته نشی نو بیا به
د غله لاس نه پریکول کیږی ......؟[/code:1:4d8cdd04e3]
دغه ستونځي شرط کول مې موخه نه وه، موخه می دا وه چې دارنګه کارونه په عادي
غلا کې پيښيږي، او احتمال يي هم ډیر زیات دی، کیداي شي چې کله داسي بيخي پيښ
نه شي، خو حد ضرور تطبيقيږي.
[code:1:4d8cdd04e3] او دالحدود تندر بالشبهات [/code:1:4d8cdd04e3]
والحدود تدرأ بالشبهات.
خیریوسی
29.10.2008
محترمو ورڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسو ټولو په اجازه
کوم خیرخوا وماته په ایمیل کی داسی لیکی نور نو دصحت څخه یې خبر نه
څوک چې په بنک کی حساب لری شاید زیات معلومات ولری
که چیری یوغل تاسو مجبور کړی چې دصراف آلی څخه پیسی ورته راوباسی نو تاسو کولای شی چې پولیس ته داسی خبر ور کړی چې غل په دی نه شی پوه چې تاسو دپولیس مرسته غواړی
نوبه څه کوی !
ستاسو خپل دپاسپورډ کوډ عکس ولیکۍ یعنی که ستاسو پاسپورډ 1425 وی نو تاسو 5241 ولیکی پولیس به ستاسو ومرستی ځان راورسوی
په درناوی