اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
نړيوال اقتصادي بحران اسباب او عوامل
jankhan
24.10.2008
محترمو ورونو : نن سبا چي نړيوال اقتصاد په كوم بحران كي راګير دي له هيچا څخه پټه نه ده.
روزانه مونږ او تاسي دميډيا له لاري اورو او وينو چي د غرب اقتصاد له مفلس كيدو او مكمل ختميدو سره مخ دي.
ددي بحران دمخنيوي لپاره په غرب كي ډير كنفرنسونه او غونډي جوړي شوي چي ددي اسباب مالوم كړي ، مګر هيڅ نتيجه ورنكړه، خو په زړه پوري خبره داده چي غربيانو پخپله په دي اعتراف وكړ چي يواځي اسلامي اقتصادي نظام مونږ له دي بحران څخه ويستلاي شي او بس.
دغربيانو دا اعتراف داسلام دمبارك دين په حقانيت او شموليت باندي يو ستر دليل دي ، چي داسلام مبارك دين يو شامل كامل او دزندګۍ د ټولو جوانبو لپاره كه هغه سياسي وي او كه اقتصادي ، معاملات وي او كه عبادات په هر وخت او هر زمان كي مناسب دي.
راځو ديته چي اصلا اقتصاد څه مانا : د اقتصاد دا كلمه له قصد څخه اخيستل شوي او قصد وايي: عدل او انصاف ته، نو تاسو څه فكر كوۍ چي آيا غربي اقتصادي نظام يا په بل عبارت ( رأسمالي ) نظام كي دعدل كومه نښه نښانه ليدل كيزي؟؟؟ له يوي مخي [color=darkred:ff8902a879]سود او ربا [/color:ff8902a879]ده، بس يواځنۍ هدف مال جمع كول دي كه هغه غلا له لاري وي ، يا په زور اخستل وي او يا هم په [color=red:ff8902a879]سود او ربا [/color:ff8902a879]سره وي، او يا دغريبو خلكو خوړل وي، بس هدف مال جمع كول دي.
نو زما په اند ددي يواځنۍ سبب داسلامي تعاليمو څخه انحراف او ګرځيدل دي ، او يواځنۍ دحل لاره يي بيرته اسلامي اقتصاد ته رجوع كول د ي، لكه څرنګه چي غربيانو په دي اعتراف هم كړي دي ، ځكه الله تعالى په قرآن كريم كي فرمايي : ( يمحق الله الربا ويربي الصدقات ) . صدق الله العظيم.
مفهوم ددي آيت كريمه دادي: چي الله جل جلاله [color=darkred:ff8902a879]دربا او سود مال [/color:ff8902a879]له منځه وړي او يا يي بركت ختموي ، چي ددي مال خاوند تري په دنيا كي هيڅ فايده نشي اخستلاي، او په آخرت كي به له سختي سزا سره مخ كيږي.
او كوم چي دصدقاتو او زكاتونو اموال دي ( اسلامي اقتصاد) نو په هغه كي الله باك بركت او زيادت راولي. (تفسير ابن كثير) .
نو محترمو! الله پاک أصدق القائلين دي ، انسان ته مهلت وركوي ، ولو كه د ډيري مودي (وخت) لپاره وي ، مګر هيڅ كله ورنه غافله كيږي نه.
نو درنو ورونو! نن سبا چي د امريكا يا غرب اقتصادي نظام له مفلس كيدو او ختميدو سره مخ دي ، دا دالله پاك د هغي وعدي په اساس كوم چي يي په دي آيت كريمه كي له سود خورو سره كړي ده: ( يمحق الله الربا ويربي الصدقات).
او بل ځاي كي فرمايي: [color=white:ff8902a879]( يا أيها الذين آمنوا اتقوا الله وذروا ما بقي من الربا إن كنتم مؤمنين * فإن لم تفعلوا فاذنوا بحرب من الله ورسوله وإن تبتم فلكم رؤوس أموالكم لا تظلمون ولا تظلمون*) .[/color:ff8902a879]
ستاسو دشننو او تبصرو په هيله.
په درنښت او سلامونو.
همدرد
25.10.2008
پس له سلامه
جانخانه وروره ډيره دلچسپه، جالبه، او له اوسني وخت سره مناسبه سكالو مو رامنځ ته كړي، مونژ او تاسو ته پكار دي چي له دي فرصت نه ګټه واخلو ، خپل قلمونه ګړندي كړو او داسلام ددين ځانګړتياوي او فضيلتونه خلكو ته وروپيژنو. خوشاله او سوكاله اوسي
په درناوۍ