د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يو طالب العلم چي پخوا مي د جهاد نيت درلود

Helmand.M
23.10.2008

www.taand.com

يو طالب العلم چي پخوا مي د جهاد نيت درلود

په کوټه ښار کي ما له تيرو لسو کلونو راهيسي زده کړې کولې او د چالو باوړۍ په يوه مدرسه کي مي سبق وايه، له دي مدرسې څخه زما ګڼ ملګري د کوټې د نورو مدرسو په څير افغانستان ته د جهاد لپاره راتلل.

په کوټه کي پاکستاني او افغان ملايانو موږ ته هميشه داسي تبليغات کول چي هوري کفار راغلي او وطن يي اشغال کړى، صليبي جنګ روان دى او هرچا ته دا ديني فريضه ورپه غاړه ده چي خپله ايماني او انساني وجيبه ترسره کړي. موږ يي هم جهاد ته تيار کړو.
موږ ته داسي ويل کيدل چي اول بايد د ملي اردو او پوليسو عسکر ووژنئ، دا ځکه چي دوى د کفارو ملګرتيا کوي او د کفارو سترګي دي.

د روان کال د سنبلي په مياشت کي زه هم د خپلي مدرسي له درو تنو انډيوالانو سره د افغانستان کندهار ولايت ته د جهاد په نيت رهي سوم..
کله چي په چمن کي له سرحد څخه سپين بولدک ته واوښتو، نو دوه دوه کسان سره جلا سوو او بيا مو په کندهار کي په ټاکلي ځای کي سره پيدا کړل.
په کندهار ښار کي له يوي شپي تيرولو وروسته ژړۍ، پنجوايي، سنځري او د ميوند ولسوالۍ ته ولاړو. موږ څلور سره انډيوالان په سنځري او ژړۍ کي سره يو ځای وو خو کله چي ميوند ولسوالۍ ته راتلم نو يوازي يو انډيوال مي راسره و.

نژدي يوه مياشت په ميوند ولسوالۍ کي وم او کله کله به د ګرشک بازارته هم ورتلم، په يخچال، ميرمندو، نهرسراج او نورو سيمو کي به د انډيوالانو سره اوسيدم.
په ميوند کي مو د خارجيانو په ډيرو کتارونو حملي وکړي او د هغوی موټرونه مو وسوځول. خو زياتره به مو پوليس او د ملي اردو عسکر وژل. چي بيا به ملګرو تر پيښي وروسته کوټي ته زنګونه وهل او پر خپلو مشرانو يي زيرى کاوه.
ددي تر څنګ ما به ډير وخت ليدل چي ګڼ بيګناه کسان به زموږ د انډيوالانو لخوا راوستل کيدل، څوک به يي د جاسوسۍ په تور نيولي وو، څوک له حکومت سره د کومک په تور، څوک د موسسي او دولت د کارکوونکي په نوم، څوک د معلمۍ په ګناه او داسي نور...

ما چي نيژدي دا دوي مياشتي په کندهار کي تيري کړي نو يوازي مي په تعرضي حملو کي برخه اخيستي ده نه مي څوک د جاسوس په تور وژلی او نه په داسي وژنو کي شريک سوی يم. هغه څوک چي په ژوند يي د مرغۍ وينه هم نه وي تويي کړي د انسان وژل ورته سخت کار دى.
خو کله چي د تلي پر پنځه ويشتمه زموږ انډيوالانو په ميوند ولسوالي کي څو بس موټران له سړک څخه راوګرځول نو د بس تقريبا پينځوس مسافر يي د ميوند ولسوالۍ يوي بيخي ليري او د غره ساحي ته راوستل. ما چي کله له خپل انډيوال څخه پوښتنه وکړه نو هغه راته وويل چي د ملي اردو کسان مو نيولي دي. موږ ته دغسي راپور راغلى دى.

کله چي هغه ځای ته ورغلم نو مازيګر ناوخته وو د بس مسافر يي ټول کښينولي وو. د دوی رنګونه الوتلي او تک ژړ سوي وو. دا مسافر ټول نازک ځوانان وو، زموږ قوماندان ورته وويل: کله چي تاسو له کابله کندهار ته راتلئ نو موږ ته راپور راغی، موږ ښه خبر يو چي تاسو د څه لپاره راغلي ياست. په مسافرو کي يو نفر چي برګ دسمال يي پر غاړه تړلی و پوښتنه وکړه چي د څه شي لپاره راغلي يو، زموږ قوماندان ورته وويل: د ګلاب منګل زامنو، تاسو راغلئ چي په ملي اردو کي شموليت وکړئ او زموږ پر خلاف وجنګيږئ.

هغه ځوان په قسمونو شروع وکړه چي پخپل ايمان مي دي قسم وي موږ هرات ته ځو او د مزدورۍ لپاره ايران ته روان يو، په رب مو دي قسم وي چي په ټول عمر مو له ګلاب منګل سره خبري هم نه دي کړي او نه مو ورسره ليدلي دي. خو قوماندان ورته وويل موږ پوهيږو چي له تاسو سره څه وکړو، ستاسو چاره به وکړو، قوماندان طالبانو ته مخ راواړاوه چي بس رخصتوو يي له خيره. ما هم فکر وکړ چي بس ايله کوي يي خو انډيوال مي راته وويل چي هغي بلي دنيا ته يي رخصتوي.

ډير مي زړه درد وکړ او هغه ځوان مي جګ سترګو ته ولاړ و، کله چي ماښام رانيژدي سو نو مسافر يي څلور، څلور او پينځه پينځه سره وويشل. کومو کورونو ته چي يي دغه کسان وسپارل نو پر هري ډلي زياتو طالبانو پيره کوله.

د ماخوستن تر لمانځه وروسته تقريبا پنځوس طالبان په همدغه کلي کي سره راټول سول چي ددي کسانو په اړه فيصله وکړو، زه هغه وخت پخپل قوماندان شکمن سوم کله چي هغه په ټيليفون په کوټه کي له کوم کس سره خبري کولي. اول خو زه نه پوهيدم چي هغه له چا سره خبري کوي خو کله چي هغه د کچلاغ، پښتون اباد، موسی کالوني پښتون اباد او کچره روډ نومونه واخستل نو پوه سوم چي په کوټه کي له چا سره خبري کوي. له هغي خوا يي مشوري اخيستي.

قوماندان ورته ويل چي سم ځوانان دي ډيرو يي ږيري خريلي او تيار انګريزان دي، ته بيغمه اوسه داسي کار به يي ور وکړو چي ته وايي شاباس.
قوماندان له هغه کس نه خدای پاماني واخيسته او ټيليفون يي بند کړ. موږ ته يي وويل چي طالبانو يو بل ټيليفون لا پاته دي چي هغه هم راسي نو دوی به د جهنم کندي ته ور وغورځوئ.

زه حيران پاتي سوم او په زړه کي مي ويل چي خدايه دا کسان خو موږ په ميوند کي نيولي نو په کوټه ناست خلک په دي څه خبر دي چي دا مسافر څوک دي، له کوم ځايه راغلي او چيري روان دي.
ما همدا سوچ کاوه چي قوماندان ته بيا ټيليفون راغی، قوماندان له السلام عليکم وروسته ورته وويل چي ته بيغمه اوس د خدای په قران که يو هم د ژوند څکه راڅه وکړي.
ما ويل خدايه دا مسافر خو قسمونه خوري چي د مزدورۍ لپاره ايران ته روان دي نو قوماندان څنګه وايي چي وژنو يي. بيا مي هم زړه ته نه لويده او ويل مي چي کيدای سي بيرته يي پريږدي.
وروسته قوماندان طالبانو ته وويل چي تاسو هم ورسئ او په هغو کورونو له نورو طالبانو سره پيره وکړئ، ما چي په کوم کور پيره کوله نو د هغه کور د ميلمنو په خونه کي څلور مسافر وو. که څه هم په هغوی پسي د خوني دروازه قلف وه خو بيا به هم کله کله په خونه راګرځيدو.

يو وار تقريبا دوه بجي وي د دروازي ټک سو کله چي په خونه راوګرځيدم نو هيڅ شی نه ښکاريده، چي دروازي ته ور نيژدي سوم نو دوه ځوانان د دروازي تر چولي راګوري او دوه نور ناست دي ژاړي ما ورته وويل څه کوئ هغوی په ژړا ويل چي د خدای لپاره وروره، په خدای قسم چي موږ د مزدورۍ لپاره روان وو، قاچاقبر ته مو پيسي ورکړي دي، چي ومو رسوي.
ما ورته وويل چي چپ سئ که دا نور طالبانو راخبر سي وهي مو. نور دوی هم غلي سول ما د دروازي له چولو له هغوی سره خبري پيل کړي، يوه ځوان چي سلګۍ يي وهلي راته وويل ګوره وروره زه يو بل کشر ورور او دري خوندي لرم، مور مي سپين سري او پلار مي بوډا دی که خدای ناخواسته په ما څه وسي نو هغوی به څه کوي. ما ورته وويل ورورکه زه څنګه وکړم هغه قوماندان خو تا وليد چي لکه ليوه داسي دی او څوک ورته څه نه سي ويلی.
هغه ځوان ويل چي د خدای لپاره په موږ رحم وکړه ما ورته ويل چي بس اوس بيده سئ سبا له خيره به ګورو زه کوښښ کوم چي يو څه وکړم.
کله چي سهار سو نو څلور واړه مو د لمانځه د ادا کولو لپاره را وايستل، د دوی له شکلونو معلوميده چي يوه يي هم خوب نه دی کړی ځکه د ټولو سترګي سري او ډير وارخطا وو.

دوی لمونځونه ادا کړل او د سهار چای يي هم په همدغه کور کي وڅښلي، تقريبا سهار اوه بجي وي چي قوماندان په کلي کي د غونډي لپاره مشخص ځای ته وغوښتلو.

کله چي هلته ورغلو نو د تيري شپي دوه چنده طالبان حاضر وو، قوماندان وويل چي ددي کسانو په اړه فيصله سوي او ټول بايد ووژل سي او دا زموږ د علماوو متفقه رايه ده. ما ورته وويل چي قوماندان صاحب مسافر خو وايي چي موږ ايران ته د مزدورۍ لپاره ځو او قسمونه خوري چي نه په ملي اردو کي دي او نه له ګلاب منګل سره پيژني. قوماندان راته وويل چي خير ستا دومره وخت نه دی وتلی له دي شيانو سره به اموخته سي، هغه زياته کړه موږ او تاسو په دي پوهيږو چي څنګه څوک ووژنو او فيصله نه سو کولی، فيصله کول د نورو علماوو کرامو کار دی.

قوماندان وويل چي مولوي صاحب ته مي ډير ټيليفونونه وکړل خو د هغه ټيليفون جواب نه وايي، د قوماندان يو انډيوال ورته وويل چي يوفون يي ډير وخت بند وي په وارد ورته زنګ ووهه، قوماندان ويل چي وارد يي هم کار نه کوي، هغه کس ورته وويل چي د وارد دري نمبرونه لري، تا په ټولو ورته زنګ وواهه، قوماندان ويل چي نه زما سره يي د وارد يو نمبر دی، هغه طالب يو بل نمبر ورکړ، کله چي يي زنګ ورته وواهه نو روخ سو. قوماندان ورته ويل چي مولوي صاحب ټليفون دي کار نه کاوه، که څه هم نورو مولوي صاحبانو به د فيصلی په اړه له تا سره حال کړی وی خو ما غوښتل چي پخپله خبري درسره وکړم.

په دي وخت کي قوماندان د ټليفون لوډ سپيکر چالان کړ او موږ يي هم ږغ واوريده، مولوي صاحب ورته ويل چي زه له نورو مولوي صاحبانو سره حاضر وم بس زما هم هغه فيصله ده بس د ټولو سرونه ووهئ.

له همدي سره يي خدای پاماني واخيسته، قوماندان ما ته وکتل ګوره طالبه، دا د ټولو علماوو ګډه فيصله ده، اوس خو به دي قناعت حاصل سوی وي. ما ورته وويل چي قوماندان صاحب هغوی خو په کوټه کي ناست دي، څه بزرګان خو نه دي چي ددي خلکو په ګناه پوه سي. قوماندان په خوشکه صرف دومره راته وويل چي: که بزرګان نه دي نو له بزرګانو کم هم نه دي او په دي اړه د نورو خبرو ضرورت نسته.

قوماندان وويل چي طالبانو دا کسان ټول له کلی وباسئ او پام مو وي چي لاسونه يي بايد تړلي وي. موږ هم کسان په موټر سايکلونو سپاره کړل او له کلي مو وايستل. کله چي د کلي غرب خواته لوی مانده ته ورسيدو نو د مسافرو هري ډلي ته چي څلور، څلور يا پنځه پنځه نفره وو، طالبان له ټوپکونو سره ورته ولاړ وو، ما لا دلته هم فکر کاوه چي له هغه برايي ځوان سره به چي ډيري زارۍ يي راته کړي وي يو کومک وکړای سم.

کله چي مو دوی له موټر سايکلونو راکښته کړل نو هغه د برايي ځوان راته وويل چي دلته مو ولي راوستو له همدي سره په ژړا سو او ويل يي خدايه لکه چي اخره مو ده، دي ځوان په زوره زوره ژړل، مور و پلار ته يي ناري وهلي او د خپل ورور او خويندو نومونه يي اخستل.

له همدي سره د مانده په سر کي ټکونه شروع سول چي يو ځای ورسره چيغي سوي، ځکه دا کسان دومره سره لري نه وو تقريبا د دري سوه ميترو په فاصله کي وو. کله چي د مانده په سر کي ټکونه او ژړاوي شروع سوي نو ټولو مسافرو په چيغو شروع وکړه.

په همدي وخت کي مي قوماندا وليده چي د مانده په غاړه په موټر سايکل سپور را روان و او د طالبانو هري ډلي ته به يي ويل چي ولئ يي.

زه له درو نورو طالبانو سره د مانده په اخر کي دغو مسافرو ته ولاړ وم، کله چي قوماندان موږ ته راورسيده نو ويل يي تاسي ولي ورته ګورئ، بسم الله کړئ، زما لاسونو هيڅ کار نه کاوته، زما سره دوو تنو نورو طالبانو دوه مسافر چي ناست وو په سرونو وويشتل، خو هغه ځوان چي د شپي يي ژړل او يو بل مسافر لا ژوندی و او ټک نه و ورباندي سوی، قوماندان راته ويل چي هله د دغو کار هم ورخلاص کړئ، ما د هغه ځوان يوي او بلي خوا ته خطايي ټکونه وکړل او هغه ځوان ځان وغورځاوه، قوماندان ويل يا طالبه داسي نه کيږي، داسي يي وله، زما له مخي يي هغه ځوان په يوه پښه وويشت هغه ټوپونه وهل او چيغي يي وهلي.

قوماندان نور هم رانژدي سو او هغه ځوان يي پر سر دوه مرمۍ وويشت.

کله چي يي دا ځوان وواژه نو قوماندان ويل چي نور راځئ او يو نفر دلته پاته سئ، کله چي بيرته روان سو نو د مانده په سر کي مي د څلور پينځو ځوانان سرونه وليدل، چي جسدونه يي په مانده کي پراته او سرونه يي د مانده غاړي ته راغورځولي و.

په دي وخت کي مي ضمير ولړزيده او د جهاد په نوم مي د ظلم او بربريت انتها وليده، هلته مي فيصله وکړه چي زه نور طالب نه يم په دا سبا يي له ميونده را روان سوم چي بس نور به سيده خپل کور ته ځم، سبا چي کله سړک ته راغلم نو د هلمند يو بس موټر ته ورختم، په موټر کي همدا بحث روان او خلکو ويل چي طالبانو څلويښت کسان وژلي.

ما به هر وخت فکر کاوه چي په افغانستان کي به روان حالت کټ مټ هغسي وي لکه څنګه چي ما په کوټه کي اوريدل خو پوه سوم چي دلته نور څه دي، د جهاد او بهرنيانو پر وړاندي د مبارزي په نوم د عامو خلکو په خاصه توګه زما د خپلو پښتنو قتل عام روان دی.

زما په ذهن کي د هغو زرګونو ترخو خاطرې زياتي ژوندۍ دي چي زړه او ضمير مي دردوي، که چيري يې ونه وژلم دا ډول خاطرې به يوه په يوه تاسو ته بيان کړمه، که چيري يې ووژلم الله جل جلاله دي مغفرت راته وکړي. که څوک زما د ساتني ضمانت کولاى سي او د طالب وحشيانو له منګولو څخه مي ژغوري تماس دي راسره ونيسي، زما د ايميل ادرس دا دى:

ghlamsarwar@gmail.com

ما خپلي دا څو کرښي د خپل يوه ملګري په مرسته په کمپيوټر وليکلې، زه خپله کمپيوټر نه لرم. هغه ته هم اجرونه غواړم.

يو طالب العلم چي پخوا مي د جهاد نيت درلود


باتور
23.10.2008

ښاغلي پخواني طالب ته !

د ګوډاګي حکومت د پروپاګند د دفتر د ليکوالانو په مرسته دي ډېره ښه هراړخيزه ليکنه کړي . .
په دې دردناکه ليکنه دي نه يوازي زه، بلکه هر هغه څوک چي ځان ته انسان وايي او د عقل او منطق نه يو څه برخوردار وي، متاثر کړل . . خدای پاک دي ټول هغه بېګناه خلګ چي د بېځايه ظلم قرباني سوي وي وبښي . . آمين .

لېکن د يرغلګرو د ړندو بمباريو قربانيان هم مه هېروه! او په دې هم پوه سه چي د طالبانو په قطار کي صرف هغه څوک نه دي ولاړ چي د کوټي يا د کوم بل ځای د امرونو د پرځای کولو لپاره د خلکو سرونه له تنه جلا کوي . . د بمباريو او نورو حملو د مرګ ژوبلي پاته کسان ټول له طالبانو سره ولاړ دي او له هغو سره خواخوږي لري . .

ستا په مرچ او مساله باندي سمباله سوي قصه کي خو طالبانو لا اقل هغه خلک محاکمه کړل .

ستا په وينا:

[color=darkred:c9ab6f5c87] د ماخوستن تر لمانځه وروسته تقريبا پنځوس طالبان په همدغه کلي کي سره راټول سول چي ددي کسانو په اړه فيصله وکړي .[/color:c9ab6f5c87]

او له محکمې نه وروسته يې بيا د سهار د لمنځو د ادا کولو او چای د چښلو نه وروسته اعدام کړل . .

ته يو وار ورشه له هغو خلګو نه چي هره ورځ د يرغلګرو د بمونو قربانيان کېږي وپوښته چي آيا هغوي هم د بمونو د اورولو مخکي کومه محکمه دايره کړي وه او که نه ( ولو که په ظاهري ډول ) . . او يا د بم د راکوزيدا نه مخکي چا د سهار د لمانځه او يا د چای يا د اوبو د چښلو مجال درلود او که نه . .

په درنښت


pattang
23.10.2008

همدرده!
دغه پخپله داسې غمګينه ليکل شوي ده چې دسړي زړه ډېر ورته نری کېږي
خوداسې مالوميږي چې cia لوی لاس لري غواړې چې ملت او طالبا په جنګ
سره واچوي دغه عمل هيڅ شرعي معيار نلري ٠ دتلفون په زريعه قتل غېرې اسلامي
او د بشر د حقوقو ډېر ډېر وحشي او خلاف کاردی ٠ تر هغه وخته چې زه طالب پېژنم
بيله شاهدانو يې داسې کار ندی کړی ٠ د cia پروپاګنده داسې يو ه قوي د روحياتو
سره تړلې پروپاګنده ده چې کشف او پوهيدل يې ډېرډېر سخت کاردی٠


Lotfollah
23.10.2008

دا و حشی نه افغان دي او نه مسلمان ! یو وار د دغو وحشیو وروستۍ کړنه ته ځیر شئ:

http://www.tolafghan.com/home/detail/11430


pattang
23.10.2008

انډيواله ، له کومه ځايه چېرې ? دا زمونږ طالبان ندي٠ خدای خبر داڅه څڼېور تور
مخي دي ٠

[quote:f5b647e574="Lotfollah"]دا و حشی نه افغان دي او نه مسلمان ! یو وار د دغو وحشیو وروستۍ کړنه ته ځیر شئ:

http://www.tolafghan.com/home/detail/11430[/quote:f5b647e574]


ډاکتر څپاند
24.10.2008

اخوانيان او دهغو نوی نسل يعنی طالبان  په حقيقت کی د اسلام ،دانسان دازادی ضد،دافغانی کلتور،فرهنګ او دهيواد د پيشرفت او ترقی دښمنان دي ٠
دالعنتيان د انګليس او د هغه د جيره خوارو سعودی،پاکستان او داسی نورو
نوکرو رژيمو لخوا د اسلام دمقدس دين د بدنامی او بربادی په خاطر تربيه،
تجهيز اولکه دګاډی اسپ په غلطه لاره روان کړی شویدي٠
هغو په مخصوصوپاکستانی مدرسو کی زدکړی کړی او هلته يي ماغزه ويزل شوی دي٠
زه دا داخوانيانوياطالبانو ګناه نه بلکه د هغه چا ګناه ګڼم چه دوی ته يي دا رنګه ښونه او روزنه ورکړی ٠
يو وخت بينظير بوتو پخپله مصاحبه کی داسی ويلی وه:
دطالبانو دتحريک منځ ته راتګ د انګليس په نظرياتو،دسعودی په مالی مرسته
او د پاکستان په لوژستيکی مرستی سره ايجاد شوی دی٠
د کرزی حکومت ،دا ګوډاګۍ اداره د يوڅو تنو بی سويه او
بی تجربه هلکانو اداره ده چه فقط دخپلو بادارانو داوامرو د اجرا وظيفه په
غاړه لری٠ورسره په نظام کی ټول هغه پخوانی غله ، ادمکشان او جنايتکاران
ناست دی چه پخوا به يي دجهادي،طالب، يا انقلابی اويا دموکرات تر نامه لاندی
جنايتونه کول٠
خلاصه دا چه اوسنې دولت دیوه ډیران (کثافتدانی) حيثيت لری اوباقيماند اخوانيان او طالبان هغه کثافات دی چه ژر يا روسته
به ددی ډیران سره وصلت پيدا کړی٠

که څوک په رښتيا سره ددی هيواد او ددی هيواد د اوسيدونکو (افغانانو)
په غم کی وی او غواړی چه ورته خدمت وکړی،نوورته ښایی چه ددی ډیران
او کثافتدانۍ نه دباندی،افغانی ملی،وطنپاله او دموکراتيک قوتونو په لټه
کی شی٠

دالينګار د تنکيو ځوانان دشهادت غميزه نه اولي او نه نه به روستۍ وي٠
ښه په ياد لرم چه حفيظ الله امين او دهغه سرو خلقيانو به د کابل پوهنتون
دليلي نه،هره شپه په لسګونو او کله هم به په سلګونو تنه بيګناه محصلين
پوليګون ته وړل او تل لپاره يي ورک او نابود کړه٠روسته بيا په استلاجهاديانو
پر هر بيچاره د کمونست ټاپه وهله او په مر ميو به يي سوری سوری کړ٠
په کابل کی د احمدشاه نامسعود،ګلبدين،دوستمک،اوايران نوکره ګروپونو
تر منځ جنګونه او دلسګونوزرو خلکو وژل او همدا اوس د  B52 بمباری
اودزرګونو افغانانو وژل،مګر خدای (ج)په افغانانو په غضب شوی دی؟؟


Helmand.M
24.10.2008

13:13 گرينويچ 2008 ,24 اکتوبر

ببرک مياخيل
له جلال اباده

دلغمان خلکو د طالبانو ضد لاريون وکړ
د افغانستان د ختيز ولايت لغمان زرگونو ولسي خلکو د هغه څه په وړاندې لاريون وکړچې وايي وسله والو طالبانويې خواو شاو ٢٧ تنه ځوانان يې يه کندهار کې بي گناه وژلي دي .

لاريون کوونکو پروسله والو طالبانو او امريکايانو د مرگ شعارونه ورکول چې په وينا يې بي گناه ولسي خلک وژني .

د دغو لاريون کوونکو يوې ډلې د کابل جلال اباد لويه لاره هم د څو شيبو لپاره د ټرافيکو پر مخ تړلې وساتله .

قهرجنو مظاهره کوونکو په پاى کې يو پريکړه ليک هم خپور کړ چې په کې له افغان حکومت،ملگرو ملتونو او بشري حقونو له ټولنو غوښتنه شوې چې د طالبانو په لاس د وژل شوو کسانو د قضيي پلټنه دې و کړي.

دوى دغه راز د سويلي ولايت کندهار له اوسيدونکو غوښتنه وکړه چې د پېښې د عامليونو په پيدا کولو او نيولو کې له دوى سره مرسته وکړي او په وينا يې خپله سيمه کې له بدنامۍ وژغوري .

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د طالب وسله والو په لاس د وژل شوو لغماني ځوانانو په وير کې تيره ورځ( پنچشنبه) په دغه ولايت کې رسمي رخصتي او ملي ماتم اعلان شوى و .

دغه راز د حکومتي ادارو \ر ودانيو هم د افغانستان رسمي بيرغ نيم ځوړند و .

په همدغه ورځ د لغمان په ډېرو سيمو کې د وژل شوو کسانو فاتحې واخيستل شوى .

چارواکي وايي لا تر دې دمه له ٢٧ وژل شوو ځوانانو څخه يې يوازې د د دولسومړي خپلو کورنيو ته ليږدول شوي دي .

طالب وسله والو تيره اونۍ دغه ځوانان د افغان ملي اردو سره د کار کولو په تور ووژل .

د وژل شوو کورنۍ وايي چې زامن يې د مزدورۍ لپاره ايران ته روان ول .


مېلمه
25.10.2008

باتوره، کومه محکمه؟ کوم اثناداو شواهد؟ خبر يې چې په اسلام کې ثبوت او شواهد څومره مهم دي؟

ته په وينو مردار شوي کالي په وينه پرېولې. اشغالګر د خلکو د وژلو د پاره راغلي دي، خو طالبان د ازادۍ چيغې وهي، دا يې فرق دی او ځکه مقايسه کېدای هم نه شي٠

په تنګه، کوم طالب چې ته پېژنې اوس هم هغه طالب دي، هغه وحشيان دي او د پښتنو وژل ورته د مچ وژل دي٠ دا د عربو بچيان او د cia اجنټان د پښتنو د تباهۍ دپاره په کار ګمارل شوي دي٠
د ازادۍ تر شعار لاندې د ځوانانو وينه په جوش راولي او بيا افغان پرې وژني٠
يو څه وخت مخکې دغو وحشيانو ته يو افغان او يو خاجي عسکر په لاس ورغلي وه، افغان يې له تېغه تېر کړ او خارجی يې خوشی کړ٠ دا اوس کوم اسلام شو؟ خارجيان زموږ دناموس سره لوبې کوي که افغانان؟
----------------------------------------------------------------------------
په پای کې د لغمان د مجاهد ولس له خوا طالب چارواکو ته د لغمانيانو ليک هم ولولۍ

له بېنوا څخه په مننه

د لغمان د مجاهد ولس له خوا طالب چارواکو ته د لغمانيانو ليک

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د لغمان ٢٥ تنه ځوانان مو بې ګناه په ډېره بې رحمانه توګه دملي اردو او ملي پوليسو په نامه شهيدان کړل. دا هغه کسان و چې څو ورځې مخکې کله چې دوى د لغمان له کوچني ولايت نه روانېدل ټولو خلکو يې ننداره وکړه.

يوه پنځه ويشت کسيزه ډله له يوه قاچاقبر سره او بله ډله له بل سره، د چا شلېدلې چپلکې په پښو او د چا شلېدلي څپلۍ، چا سره د زړو کاليو پنډکي وو او چا سره نه. څوک روغ او څوک ناروغ او ځينې معيوبين. د الينګار د يوه اوسېدونکي وينا ده چې ما يوه تن ته چې يوه پښه يې معيوبه وه وويل چې ته خو مزدوري هم نه شي کولاى نو ولې ځې؟ خو معيوب کليوال راته وويل چې که چېرې څوک د ورځې يو من اوړه راکړي بيا به هم لاړ نه شم.

له دې نه معلومېږي چې دغه تنکي ځوانان چې د ډېرو عمرونه له ١٧-١٨ کلنۍ نه پورته نه و، کومو مجبوريتونو ايران ته په مخه کړي وو.

زه له ملاعمر او نورو طالب چارواکو نه يو دوه پوښتنې لرم، لومړى خو دا چې تاسې ته خپل وجدان هېڅ هم نه وايي چې د لغمان تر څلور لکو زيات ولس دا چيغې وهي دغه خلک ايران ته د مزدورۍ لپاره تلل، د لغمان د بازار ټول دوکانداران او هغه کسان چې ددوى د تګ پر مهال په بازار کې و نارې سورې وهي چې دوى خو نه ملي اردو کې کار کاوه او نه پوليسو کې موږ ورسره خداي په اماني وکړه، موږ ورته د خپلو خپلوانو مساپرينو لپاره خطونه ورکړل او تاسو بيا هم چيغې وهۍ چې دوى دملي اردو کسان وو؟

دويمه پوښتنه دا چې اوس دلغمان مجاهد ولس ستاسې او امريکايانو ترمنځ څنګه توپير وکړي، څنګه مو سره مقايسه کړي، هغه چې هوايي بمبارونه کوي په شينډډنډ، هسکې مېنې، لغمان او نورو ځايونو کې خلک وژني او هغه چې په لويو لارو کې ولاړ دي او له موټرو خلک د ملي اردو په نامه ښکته کوي او وژني يې.

هو! دلته يو توپير شته هغه دا چې دلته په دوو ظالمانو کې يو ظالم داسې هم شته چې هغه که بې ګناه خلک وژني نو بيا بخښنه هم غواړي، دا هم وايي چې موږ به تحقيق وکړو او عاملينو ته به يې سزا ورکړو، هغوى که بيا دا کار کوي او که نه هغه يې خپل کار دى. کله کله دا پلمه هم کوي چې موږ نه په دې سهوه شوې چې عام خلک او طالبان سره ورته دي، يو ډول قوارې او ږيرې لري چې کله طالبان په عامو خلکو کې ګډ شي موږ ته يې توپير ګران وي او يا هم راپورونه ناسم وو.

خو تاسو ته وايم اى د اسلام پتنګانو!

تاسوته خو د خپل افغان، مسلمان ورور مرګ لکه د مچ مرګ هم نه ښکاري، تاسې خو د بې ګناه خلکو د وژلو نه وروسته دبخښلو غوښتلو جرات هم نه لرئ، تاسو خو دا هم نه وايئ چې له موږ نه اشتباه وشوه، تاسو خو دا هم نه وايئ چې زموږ راپور ناسم و، تاسو خو له چا نه تحقيق هم نه کوئ او تاسو خو بالاخره د خپلو افغانانو مړي هم بې پته کوئ، ايا همدې ته اسلام وايي؟ ايا په همدې اخلاقو پيغمبر (ص) اسلام ټولې دنيا ته خپور کړى؟

تاسو کله هم دا فکر کړئ چې د چا کورونه ورانوئ، څوک بې وروره او څوک بې پلاره کوئ، ايا ستاسې زړه لا هم پر افغانانو سوړ نه دي، هغه چې په مليونونو روسانو وژلي او په زرګونو امريکايانو، ايا تاسو تراوسه کوم امريکايي نه سر پرېکړى او نړۍ ته مو دا ښودلي چې موږ د امريکايانو پر خلاف يو، ستاسې له کړنو خو هره ورځ دا معلومېږي چې تاسو دهمدې غربيانو ګوډاګيان ياست او دا مرګونه، ډله ييزې وژنې د انسانانو سر پرې کول، وحشت خپرول او نور کارونه يوازې او يوازې ددې لپاره کوئ چې په دغه سيمه کې جګړه دوامداره شي.

تاسې څه فکر کوئ چې تر دې ډله ييزې وژنې وروسته تاسې د امريکايانو هغه تجربه تکرار نه کړه چې د بې ګناه خلکو په وژلو يې ټول ولس د ځان مخالف کړ، تاسې څه فکر کوئ چې تر دې ډله ييزې وژنې او فاجعې وروسته به دلغمان د خلکو په ذهنونو کې ستاسې په اړه څه څه نه ګرځي. موږ تاسې ته خبر درکوو چې دلغمان له خلکو نوره هغه تمه مه لرئ لکه ستاسې د راتګ په وخت کې چې يې ستاسې په غاړو کې ګلونه واچول او د تېښتې په وخت يې خوندي له خپلې سيمې وويستلئ، تاسې ديوه کور کسان نه دي وژلي بلکې د ټول لغمان اولادونه مو وژلي، دا د لغمان د خلکو اولادونه، وريرونه، خوريي او نور دي، په يو نه يو ډول يې ددې غميزې درد ټول لغمان ته رسېدلى. تاسو پر موږ خپل ظلم وکړ، خو په ياد ولرئ چې د لغمان غيرتي قوم چاته خپل غچ نه پرېږدي، دا به تاسو ته په راتلونکي کې معلوم شي.

پاملرنه: دا لیک بینوا ویب پاڼي ته استول شوی خو بینوا ویب پاڼه دا نه شی منلای چی دا لیک د لغمان د ټولو خلکو په استازی توب ترتیب شوی.


باتور
25.10.2008

ښاغلي mehman ته !

د بېنوا پاڼي ښه ويلي چي دا ليک د لغمان دټولو وګړو له نماينده ګي نه برخوردار نه دی .

ته هم دا کوښښ مه کوه چي دلته د يوه mehman په نامه هر څه بد ليکل چي دي زړه وغواړي وکړې !

طالبانو ويلي دي چي دوی به په دې اړه خپل تحقيقات وکړي . . لږ کي صبر وکړه، د دې حادثې اصلي عاملان او
علتونه به هم درته معلوم شي . .

او بله داچي د دې پېښي نه ناوړه استفاده مه کوی . . د لغمان د وګړيو په څېر نور وطنوال هم په دې تکليفو اخته دي،
دا تکليفونه به هغه وخت ورکېږي چي يرغلګر زموږ له وطنه ورک سي .

په درنښت


مېلمه
25.10.2008

ښاغلی باتور، ول دا چې دا mehman څوک دي؟ ما کله بد ليکلي دي؟
ښه اوس به د ټولو لغمانيانو لاسيک راوړلو ته اړ شم که څنګه؟

تحقيقات؟ په اسلامې که څوک قدم ږدي، اول بايد تحقيقات وشي بيا دې سزا ورکوي٠

نه نه، زه ناوړه ګټه ورنه نه اخلم، نور وطنوال په دې غم نه دي اخته، صرف نور پښتانه په دې غم اخته دي٠ دا فرغونيان پښتانه وژنې ٠

پښتانه د ژمي په اوږده خوب ويده دي، کله به راويښيږي؟


pattang
25.10.2008

[img]http://www.weltwoche.ch/taliban- regelbuch/Layeha_Res1024/Layeha_01.jpg[/img]


pattang
25.10.2008

وروڼو پر دې ډېرې خبرې شوي دي ، په تليفون او خوشې شک د انسان وژنه جهالت
او جنايت دي ٠ طالبان خپله مشرتابه او قررات لري دادی وئي لونۍ :
که څه هم په جر مني ژبه ده خو دمشرتابې مادې په پښتو پکښې لوستلی شۍ :

http://www.weltwoche.ch/artikel/default.asp?AssetID=15351&CategoryID=91


ډاکتر څپاند
25.10.2008

ورته ښه زير شه او وګوره چه لغمانيانو خپله هوښيارتيا په څومره ظرافت سره
څرګنده کړی٠

٠[color=red:779bbb8f25] ايا تاسو تراوسه کوم امريکايي نه سر پرېکړى او نړۍ ته مو دا ښودلي چې موږ د امريکايانو پر خلاف يو، ستاسې له کړنو خو هره ورځ دا معلومېږي چې تاسو دهمدې غربيانو ګوډاګيان ياست او دا مرګونه، ډله ييزې وژنې د انسانانو سر پرې کول، وحشت خپرول او نور کارونه يوازې او يوازې ددې لپاره کوئ چې په دغه سيمه کې جګړه دوامداره شي. [/color:779bbb8f25]

محترم پتنګ صيب!
زه پوهيږم چه ستا په وجود ک د افغانيت وينی په جوش دي،مګر لازمه به داوی
چه په سړه سينه دکرزی د خاين دولت او د تاريکوپيړيو جاهلان دواړه په یوه
ډیران ورخښ او د خپل ګران هيواد لپاره ددی ډيران نه دباندی وګړی ولټوو٠


رښتینی
29.10.2008

څرنګه چی چی له روانی موضوع سره دالیکنه هم اړخ لګوی نځکه یی دلته
ږدم او په دی لیکنه کی هم ډیر معقول ټکی شته دی چی په سړه سینه غور کول
پری کول په کار دی :
[color=white:bb514eb115]

دمیوندوروستۍ پیښه اودخبري رسنیوکارړنګونې

له بینوا ټکی کام نه په مننه

څه دپاسه یوه اونۍ وړاندي په خبري رسنیوکي خبرخپورشـــوچي په میـوندکي طالبانوشاوخوا دیـــرش کسان وژلي چـي په اړه یې حکومت اوطالبانوبیلابېلې ادعاوي کولې حکومت ویل چي داملکي وګــــړي ؤخــوطالبانوبیاویل چي نه دادملي اردوسرتیري ؤچي ډيری یې دلغمان ولایت اوسیـــدونکي اوپـه هلمندکي دحکومتي ځواک دپیاوړي کولولپاره روان ؤدولتي چارواکوپه ســـرکي له دې نه انکاروکړچي ګواکي داکسان دلغمان ولایت اوسیدونکي دي مګروروسته یې ومنله چي داکسان دلغمان دي اودکارلپاره ایران ته روان ؤ،په هرحال داخبره لاهم نه ده سپینه شوې چي داکسان رښتیاهم ملکي وګړي ؤکه دطالبانوله ادعاسره سم دملي پوځ سرتیري ؟
خــوپوښتنه داده چي سمه ده داکسان دملي اردوسرتیري نه ؤ(خوطالبانو لاهم داخبره نه ده منلي زه دیـــوازادنظــــرورکـؤنکي په توګه داشق هسي دخپل مضمون دڅیړنې لپاره غوره کوم) بلکي ملکـــي وګـــړي ؤاودمــزدورۍ لپاره ایران ته روان ؤ هلته یې دخپلې کورنۍ لپاره یوه ګوله مړۍ برابروله چي په لاره کي له داسي ویرجن برخلیک سره مخ شول اوددې پرځای چي خپلوبچیانو ته مـــړۍ راوړې ددوئ مـــړي ورتـــه راوړل شول چي رښتیاهم ډيره بده اوبوږنؤنکي پيښه ده،خو ســــوال دادی چــــي دې پیښې ته ولي دومره هواورکول شوه،څومره چي ددې پیښې نوعیت ؤتر هغه ولي زیاته وپړسول شوه،دلته ولي حکومتي چارواکي دومره داولس په غم کي دي چي هم دلاریون کونکولپاره دلاریون کوله زمینه برابروي هم هلته په لاریون کي وګډونوالوته ویناوي کوي،مړي دپیښې له ځایه په چورلکوکي راوړي اودټپیانودرملنه کوي
سره له دې چي وړاندي تردې ډیرې بدې پیښې رامنځته شوي،خوهلته نه یوازي داچي دحکومت مسئـــولین له اولــــس ســـره پـه غم کي شریک شوي نه دي،بلکه ترپيښې وروسته چي کله عامو خلکوپه لاریون لاس پوري کړی نوامنیتي ځواکونویې پرهغوئ ګولۍ اورولې اوهغوئ یې وژلې هـــم دي،دهــــرات ولایت دشینـډنډپه ولسوالۍ کي چي امریکایانوکومه بمباري وکړه اوپه ترڅ کي یې ترسلوزیات کسان ووژل چي ډيری یې میرمني،ماشومان اوبوډاګا ن ؤدډيروخلکو پوره کـــورونوله منځه ولاړل،واړه بچیان یې ترخاورولاندي شول،سپین ږیري یې په خپلوبستروکي دمرګ په خوب ویده شول اودمیرمنوهارونه یې دخپل تن په وینورنګ شول چي وروسته یې په غبرګون کي دسیمي خلکویولاریون وکړمګرهمدغوحکومتي چارواکوچي نن له لغمانیانو سره ځان په دي غم کي شریک ګڼي پرهغوکړیدلیووګړوډزې وکړي چي یوشمیریې مړه اوځيني هم پکښي ټپیان شول،دجلال ابادپه هسکه مینه کي چي پرواده بمباروشواودناوې په ګډون تر دیـــرشـــوزیــات کسـان پکښي شهیدان شول هلته هم حکومتي چارواکوله هغوخلکوسره داسي خواخوږي ونه ښووده،دنورستان په ولایت کي چي څوځله پرملکي وګړو،پرهغوکاریګروچي په سیمه کي په مزدورۍ بوخت ؤاوان دروغتون پرډاکټرانوهم امریکایې الوتکوبمبارۍ وکړي هم دغوښاغلیولومړی هغه دحکومت مخالف وسلوال وبلل خووروسته چي څرګنده شوه چي دا ددولت مخالف وسلـــوال نه بلکي ملکي وګړي ؤنودپلټنودپيل خبریې ورکړچي دپلټنوپایله یې هرچاته څرګنده ده،دهلمندپه نادعلي ولسوالۍ کي چي امریکایانوکومه بمباري وکړه،دهغې په ترڅ کي ترشلوزیات کسان شهیدان شول او۱۸تنه یې سیمیزواوسیدونکودوالي ددفترمخي ته راوړل چي په سرکي دوالي ویاندوویل : کیدای شي داکسان دطالبانوددرنووسلوپه ډزوکي وژل شوي وي نه دنـــړیــــوالــــوالــوتکوپه بریدکي،خوبیاهم موږبه پلټني وکړوچي ددې کاراصلي عامل څوک دی؟ مګر ورستـــه پـه خپله نړیوالوځواکونواعلان وکړچي دوئ په سیمه کي بمباري کړیده کیدای شي په دې کي ځینو کسانوته مرګ ژوبله اوښتي وي،دوئ به پلټنې وکړي (اوکیدای شي پایلې یې وژلو شویو کسانو ته وسپاري ځکه به یې نوموږته نه ښیې) ایادهغوئ په ویرکي هم دولایت بیرغ نیم ځوړنداودویراعلان وشو،ایادهغوئ په اړه هم خبري رسنیوداسي شورجوړکړ،ایادهغوئ ټپیان هم ددرملنې لپاره روغتون ته ورسول شول؟
دمیـــونـــدتـرپیښې وروسته چي په خوست کي امریکایې ځواکونونهه تنه دملې اردوسرتیري ووژل ایا دهغـــوپــــه اړه هم چادمخالفت ږغ پورته کړ؟ یوازي لغمانیان انسانان دي،دنورواولادونه له بوټي پیدا شـــوي؟ یوازي دلغمانیانوځانونه دومره ګران دي چي له امله یې خلک لاریونوته راوزي ؟ څرګنده خبره ده چي ددې پیښوترشانورترپردې شاته لاسونه کارکوي،دلغمانیانووژنه که په ناحقه هم رامنځته شوي وي نــــودومــره خووالله !که درنه وي لکه دهرات،هلمند،هسکې مېنې،نورستان اونوروسیمو،سمه ده چي ترنوروپيښوبه ډيره بده وي خودهرات ترپیښې په هيڅ حالت کي ډيره درنه،زړه بوږنؤنکي اودمړیو دشمیـــرلـــه مخـــي زیـاته نه ده،ایاهلته هم په کوم ځای کي لاریونونه وشول،ایاهلته هم هغوکسانوته دا ګــــواښـــونه وشول چي که چابیاله امریکایانوسره همکاري کړي وه دهغوکورونه به وسوځول شي اوایا هلته هم دوژل شویوکسانوپه ویرکي دهرات کندهارلاره دڅوساعتونولپاره دټرافیکوپرمخ وتړل شوه،
هلته هم لاریون کؤنکووویل چي ددې کسانوله وژونکوبه غچ اخلو،په هغووارهم دپریکړه لیک له لاري دهغوکسانوله قاتلانوسره دپریکړون،هغوئ ته دځای نه ورکولواوپرهغودمرګ دشعارونوګوزارونه وشول؟ نه!پرهغوبیچاره ګانوخونه چاوژړل ،نه یې دهغوئ په ویرکي لار یون وکړ،نه یې دهغـوکسانو دکـورونودسوځولوګواښ وکړچي امریکایانوته یې ناسم راپور ورکـــــړی ؤ،نه یې دمــــرګ پرکــرزي اومرګ پربوش شعارونه ورکړل،خودلغمانیانوپروژنه ټولو اسمان پرســـرواخیست ،ســـره له دي چي وړاندي هم داسي پیښې رامنځته شوي چي په هغوکي دحکومت په ویناطالبانوعام ملکي افغانان وژلي،ښه بیلګې یې په کابل کي دهندپرسفارت ځانمرګی بریداوپه کندهارکي دسپــــوجنګـــولـــوپــــرمیله حملـه وه چي په دواړه پیښوکي دوژل شویوکسانوشمیره ددې پیښې په پرتله څوچنده زیاته وه،خوهلته هیڅ داسي غبرګون ونه لیدل شو.
ولــي لامل یې څه ؤهغه خوهم دهمدي طالبانوله لوري وژل شوي ؤدنازولیومیلمنوله لوري خونه ؤوژل شـــوي چــــي ســــړي فکـــرکړی وای چي مه یې کوه میلمانه خونوکله کله نخرې کوي،داخو دهمــدغوپردي پالوطالبانواودهیواددښمنانوله خواوژل شوي ؤهغه انسانان نه ؤهغوکورنۍ نه لــــرلې،اولادونـــه یې نه ؤ؟ طالبانوکه ملکي افغانان وژلای نوپه دوزره اووم میلادي کال کي یې ولي هغه څلويښته تنه عسکرونه وژل چي داروزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کي یې نیولي ؤ همدارنګه هغه څه دپاسه سل تنه مزدوران یې ولي ونه وژل چی دفراه په ولایت کي یې نیولي ؤ سره له دي چي هغوکسانودملي اردولپاره په جوړیدونکي ودانۍ کي کارکاوه؟څرګنده شوه چي اوس صلیبي یرغلګرترپوزي راغلي هره ورځ دمړیو کتــــارونه ورروان دي،نه ورځ ورته په خیرده نه شپه،دمرګ بلاداسي پرې روږده شوي چي اوس یواودوه نه بلکه په درجنودرجنو کسان ورڅخه خوري،اوس غواړي چي په داډول پوچوتبلیغاتو سره دمجاهدینونوم بد کړي، ددوئ اوخلکوترمنځ واټن زیات کړي ترڅووکولای شي چي داګټل شوی جهادناکام اوخپله په سترګولیدؤنکې ماتې له منځه یوسي .
مجاهدینوته هم په کارده چي ددښمن دې حربې ته ځیرشي،ځکه په عراق کي دمجاهدینو دکمزوري کیدویوسترلامل همداؤچي دښمن په هغوئ پسي ډیربدپروپاګندپیل کړ،دهغوئ اوخلکوتر منځ یې واټن رامنځته کړاوبالاخره وتوانیدل چي خلکوته دپیسوپه ورکولومجاهدین په سیمه کي کمزوري اوخپل دریځ پیاوړي کړي .دلته هم غواړي ټولې هغه لارې چارې پرکارواچوي چي دوئ یې دخپل بري څرک وبولي،کله داربکیواودقومي مشرانوارانیولوخبري کوي،کله په مطبوعاتو کي دسولې دخبروډنډورې ږغوي اوکله هم دخپلورانیول شویوژورنالیستانو،راډیو ګانو، ټلویزونونو،مجلـواورځپاڼوپه وسیله دمجاهدینودبدنامولوهڅې کوي اوپه دي لاره کي ډیر پر مخ دي،ځکه چي ډالرډیرلري اوزمودټولنې ډیری هغه کسان چي دخبري رسنیوپه فن کي مهارت لـــري خپـل ځانونه،دین،هیواداوپښتونواله ډیرژرپلوري،نومجاهدینوپه ځانګړی ډول مشرانو ته په کارده چي دې ټکي ته پوره پام وکړي ترڅودلوئ څښتن په مرسته راغلي یرغلګر مات او په تورمخ زموږله خوږې خاوري ووزي . په همدي هیله!

مولوي محمدغفورپیروز[/color:bb514eb115]
لیکوال دپکتیا ولایت دزرمت ولسوالی پیښه هیره کړی ده چی هلته هم له پیښی
وروسته په مظاهره کوونکی باړونه وچلول شول او په پیښه کی هم دپنځوسو شاو
خوا کسان ډیر به بیرحمی سره وژل شوی وو

په مینه


Lotfollah
29.10.2008

ګرانو دوستانو سلام علیکم

زه د مولوی صاحب محمدغفورپیروز نظر نه تائیدوم. الغیب عندالله خو د قربانیانو د کورنیو له غبرګون څخه داسې څرګندېږي چې دا خلک ایران ته د کار لپاره په لاره وو. په هر ترتیب دا خلکووسلې یې نه درلودلې او په جګړه کې هم نه وو نیول شوي، نو د دوی د یو شمېر سرونه غوڅول نه انسانی کار دﺉ او نه اسلامی او نه هم افغانی !

زما په نظر هر ډول ناوړه پېښه له هرې خوا چې تر سره کېږي بایدخبری رسنۍ یې په تفصیل خپره کړي او عام خلک هم باید بې تفاوته پاتې نشي او د ځان د دفاع لپاره په هره ممکنه وسیله غبرګون وښیي . پر رسنیو باندې بایدداسې نیوکه ونشي چې ولې دوی د میوند پېښه په تفصیل خپروي او نورې پېښې نه، بلکې له رسنیو څخه باید و غوښتل شي، چې ټولې دا ډول غیر انسانی پېښې هر چا چې کړي وي په تفصیل سره خپرې کړي!

والسلام


pardesi
01.11.2008

دمیوند دخونړی پیښې په وړاندی دمولوی غفورپه لیکنی غبرګون
اول خو داپیښی سره پرتله کول ښه کارندی
دوهم داچه دادمیوند غیرافغانی غیرانسانی اوغیراسلامی ډلیزه وژنه پخپل نوع کی بیساری دی طالبانو بیایوځل خپل کرغیړن اومنحوس مخی را ښکاره کړ٠
دابیګناه اومظلوم ځوانان چه دمزدوری دپاره ایران ته روان وو ددوی سره نه وسلی وی اونه هم عسکری یونوفورم اونه بل ثبوتیه اسناد حکومت پریږده دلغمان اونورولایاتو خلکوداناری وهی چه دابیګناه قربانیان دغریبې لپاره ایران ته روان وو نووحشی طالبانو دوی په څه استناد په شهادت رسولی دی
دمولوی غفورله لیک نه داسی ښکاره کیږی چه غواړی دپښتنو ددوه سیموترمینځ دنفاق بیلوالی ته لمن ووهی اوداډیر خطرناکه پروګرام دی که خدای مکړه داپروګرام رهی شو بیانو دپښتنو تباهی ده دطالبانو دکړونه داسی ښکاری چه دوی نه افغانان دی نه پښتانه دی اونه هم حیح مسلمانان دوی دپښتنو شرم دی اوپښتانه هرڅمره ژردی ځان ددی شرمه خلاص کړی ترڅوپښتانه داکارونکړی دسعادت مخ به ونه وینی

چه خاځی شنی می په قبروی ولاړی
که غلام مړوم راځی توکړی پی لاړی
یابه دابیننګه ملک باغ عد ن کړم
یابه کړم دپښتنو کوڅی ویجاړی

په درناوی پردیسی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more