د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سرچينه: د ايټاليا مطبوعات

pattang
23.10.2008

سرچينه: د ايټاليا مطبوعات

د خپريدو نیټه: د اکتوبر 20مه

د پاکستان د استخباراتو آی ایس آی پخواني مشر متقاعد ډگرجنرال حمید گل د سولی د خبرو د پیل کېدلو دپاره د طالبانو شرایط پېشنهاد کړي دي او واېې چې هغوي به هغه وخت د سولی له خبرو سره موافقه وکړی چی دوي د یوه سیاسی قدرت په حيث وپېژندل سي، د افغانستان څخه د بین المللی قواو د وتلو دپاله نېټه وټاکله سي او د طالبانو ټول بندیان آزاد شي. جنرال حمید گل وویل هغه په دې عقیده دی چی د طالبانو سره مشر ملامحمد عمر سره د سولی خبری دي پر مخ ولاړي سي.متقاعد جنرال حمید گل د ایټالیې یوې ورځپاڼی او د لوېدیځو هیوادونو د خبری موسسو یوې وړې ډلي ته په وینا کی وویل پاکستان هم باید په دغه راز خبرو کی برخه ولري. حمید گل وویل زه طالبان پیژنم، ما د هغاوی سره د ډېره وخته همکاري کړې ده او زه ویلای سم چی هغوی به د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي سره هیڅ وخت خبری ونه کړي . ځکه چی دوی هغه د خارجیانو گوډاگی بولي. حمید گل وویل په متحده ایالاتو کی د جمهوری ریاست انتخابات اوس حاضر د طالبانو سره د سولی د هر راز خبرو د پیل کېدلو په مخ کی یو له څو خنډونو څخه دی.
حمید گل وویل پخواني جمهور ریس مشرف د ټروریزم په مقابل کی له متحده ایالاتو سره د لاس په یو کولو سره داسی غلطی وکړه چی د بخښلو نه ده. حمید گل وویل داسی ښکاري چی د جمهوری ریاست دپاره دواړه کاندیدان، بارک اوباما او جان مکېن غواړی چی په افغانستان کی هغه پالیسی تعقیب کړي چی دا اوه کاله روانه ده او زه فکر کوم چی د دې پالیسی دوام به په افغانستان کی د یوې فاجعې لامل شي . حمید گل وویل په پاکستان کی ټروریسټی فعالیتونه پراخېږی، ډېر ژور اقتصادی بحران پکښی روان دی او امریکا سره مخالفت ورځ په ورځ زور اخلي او هیواد د سقوط له خطر سره مخامخ دی.ده وویل دغی وضع د ترهگرۍ سره د جگړې بریالیتوب او د پاکستان د اټومی وسلو مصونیت له خطر سره مخامخ کړی دی. دا وضع دونه خطرناکه ده چی ښایی په پاکستان کی داخلی جنگ پیل سي او یا د اېران په ډول اسلامی انقلاب پیل سي. حمید گل وویل پخواني جمهور ریس مشرف دترهگرۍ په مقابل کې له متحده ایالاتو سره د لاس په یو کولو سره داسی غلطی وکړه چی د بخښلو نه ده. خو د آصف علی زرداري پر پالیسیو باندی هم انتقاد وکړ او وې ویل چی هغه یو ملکی د یکتاتور دی او د پرویز مشرف پالیسیو ته یې دوام ورکړی دی. ده وویل دا ضروری ده چی په هیواد کی پارلمان ته داسی واک ورکړه سي لکه په یوه ډیموکراټیک سسټم کی چی ورکول کېږی. حمید گل د پاکستان په صؤبه سرحد کی د طالبانو د عملیاتو په باب وویل سړی په دقیق ډول دا نه سی ویلای چی د افغانستان سره په سرحدی سیمه کی به څونه طالبان فعالیت کوی خو کېدلای سی چی شمېر یې له پنځه لسو څخه تر شلو زرو پوری ورسېږی. حمید گل خبرداری ورکړ چی هر څونه چی امریکا د سرحد څخه دې خواته خپلی حملو ته زور ورکوی په هغه اندازه به خلک د طالبانو ملاتړ زیاتوی. په شمالی او جنوبی وزیریستان کی ډېر زیات کلیوال د طالبانو طرفداری کوي او په دې عقیده دي چی پر دوي باندي د طالبانو سره همکاري کول واجب دي.


و.افغان
30.10.2008

درنو وروڼو !
تاریخ دا په ثبوت رسولې ده، چې له هیوادونو او وطنونو څخه په نره دفاع همیشه
مذهبي ځواکونو کړيده، او له مذهبې ځواکونو پرته نور ځواکونو خو یا بهرنیانو ته دراتګ
زمینه برابره کړیده، په عمدي ډول يي جاسوسي ورته کړیده، او يا يي خپل ځواک دخپل
ملت دزورونې، وژنې، او تباهۍ لپاره کارولې دی، او دبهرني ښکیلاګ په وړاندی يي
بیا دتيښتی لار غوره کړيده.
هو په هغو مذهبي ځواکونو کې چې دنړۍ سره دسیاسي تعامل، دولي علاقاتو، او چاپيریال څخه لیري پاتی شوي وي یو مشکل شته، چې کله کله دمذهب تر چتر لاندې له نورو
له خوا غیر شعوري استخدامیږي،
اګر چې دوي خپله دښه نیت او اخلاص په بنا مقاومت کوي.
دغه نیمګړتیا ځمونږ دوطن مذهبي ځواک کې هم شته دی، او دحل لاره يي داده چي
په وطن مین سیاستپوهان، قانونپوهان، په دولي علاقاتو کې تجربه کاران دهغوي دترشید لپاره په اخلاص کار وکړي، او خپله لار
له هغوي څخه بیله نه کړي.
پرون امريکا په دومره غرور سره راغله چې نه يي افغان پيژانده، نه افغانستان، او نه
دافغان حکومت استقلالیت، کرزي او ریاست جمهوري څخه نیولې تر کوچني وزیره او وزاراته پوري، هغوي ټولو ته
حیثیت او حرمت نه لرلو،
طالب خو يي له یوې مخې له ملا عمر څخه نیولې تر هر تش په نوم طالبه پورې په اور سوځول.
خو نن ددغه ځوانان دمټ په زور دوي پوه شول، چې افغانان څوک دي، او افغانستان
دچا وطن دی، نن طالب سره دوي خبرو ته آماده کیږي، او غواړي چي په یوه دسترخوان
وسره کښينی.
څه وخت مخکې پغمان ته تللی ووم، نو هلته په یوه مجلس کې دپخواني مجاهدينو
قومندانان هم ناست وو، کوم چې اوسني دولت کی امني دندی لري، نو یو بل ته يي سره ویل، والله چې دا طالب نه وي، او په امريکایانو دا حملی
نه وي، نو په خداي مونږ دامریکانو له لاسه یوه ورځ هم ژوندی پاته نه شو.

په درنښت.


ډاکتر څپاند
16.11.2008

میرویس میوند عمرخیل

٢٤ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-14 11:47:00 م

څو ورځې دمخه د پاکستانی طالبانو هغه تصویرونه رسنیو وښودل کوم چې د امریکا زغره واله ګاډې د طالبانو تر ولکی لاندی دی.

دا د امریکایانو تیروتنه نه ده او نه هم هغوې دومره کم عقل دی چې په هیڅ هم نه پوهیږی ، خو دا هرڅه د یو سیاسی او استخباراتی پلان له مخې په منظم ډول ترسره کیږی.
څو میاشتی وړاندې هم همداسې ګنګوسې وی چې امریکایان او انګلیسان له طالبانو سره په غیری مستقیم ډول مرستی کوی او هغوې اکمالوی ، د امریکایانو او انګلیسانو پالیسی دا مهالې ګونګه ده.
د افغانستان پارلمان دغه موضوع چې ولې طالبانو ته امریکایان او انګلیسان مرستی ویشی وڅیړله او په دې اړه یې د افغانستان د دفاع وزیر، د ملی امنیت عمومی ریس او د کورنیو چارو له وزیر څخه پوښتنې ترسره کړې . پایله داسې شوه چې په جنوبی ولایتونو کې امریکایان او انګلیسان د تیروتنې له امله د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې مرستی غورځولی .
ولس مشر کرزی برټانیوی ډیپلومات چې کلونه کلونه یې په افغانستان او پاکستان کې استخباراتی چارې ترسره کاوه له هیواد څخه په دې تور چې له طالبانو سره مرستی کوی وشړه .
غواړم یو څه وړاندې پر موضوع او استخباراتی کړیو وغږیږم

د سپټمبر ۱۱ نیټې پیښه او د امریکا استخباراتی کړۍ

دبهرنيوچارو لپاره دامريكا د استخباراتو مركزې اداره CID ، دفدارلي پلټنو اداره FBI ، او دمركزى اطلاعاتو سازمان CIA ، چې د سپټمبر د ۱۱ مې نیټې پيښې په اړه په خپلو كارونو كې پاتي راغلل، او په دې ونه توانيدل چې د پيښې مخنيوى وكړي ، او وروسته په دې كې هم پاتي راغلل ترڅو د پيښې په اړه پر واقيعت ولاړ پلټنه وكړي او ددې پيښې عاملين په ګوته كړي، خوبيا هم دغو ادارو د خپل ځان د ويښتيا پر بنسټ، ځينې درواغ او بې ثبوته راپورونه ، پايلې او لاس ته راوړنې په ډاكه كړل ، نه يواځې داچې دوې په خپلو كارونو كې پاتې راغلل بلكي دامريكا په پارلمان اوحتى په ملګرو ملتونو كې هم ددې استخباراتي ادرو پر وړاندې د درواغو شواهدو او لاسته راوړنو او ددوې د نيمگړو معلوماتو په اړه بحثونه وشول، او په نړيواله سياست كې هم دغه د جاسوسې ادارې دخلكو تر نيوكو او پوښتنو لاندې راغلل .
ښايي د سپټمبر ۱۱ مه پيښه يوه دردناكه پيښه وی خو عجيبه پيښه هم دی كه سړى ورته په ځیرسره وگوري نو ښكاره ده چې امريكا ته خپل غليم د تباهي يو ګوزار وركړي ، داسې گوزار چې امريكا پرې هيڅ پوه نشو چې د كوم غليم د لورې پرى ګزار وشو.

پر امریکایی ادارو او کړیو بریدونه

په ۱۹۹۳ ميلادى كال کې پر نړيوال تجارتي مركز لمړنی برید ترسره کیږی خو دا بريد دومر زوره وره نه وې .
په همدې كال د اكتوبر په ۳ او ۴ مه نيټه ۱۸ تنه امريكايي نظاميان په موگاديشو دسومالي په پلازمینه كې وژل كيږي ،امريكايان شكمن كيږي چې اسامه په پيښه كې په غالب ګمان لاس لري.
په ۱۹۹۶ ميلادي كال کې د امريكايي نظامي بيړۍ ډوبيدل چې د چاودنې له امله ورته پيښيږي او ۱۹ امريكايي سرتيري وژل كيږي بيا هم د اسامه نوم د متهمينو په كتار كې راځي .
په ۱۹۹۸ ميلادي كال په نايروبي او دارلسلام كې پر امريكايي سفارتونو دوه بريدونه هم د اسامه د لاس لرلو خبره په ډاكه كوي چې له امله يې ۲۱۳ كسان وژل كيږي ، په همدې ترتيب په ۲۰۰۱ ميلادي كال هم پرامريكا بريدونه كيږي چې له امله يې تر ټولو ستر زيانونه امريكا ته رسيږي بياهم د پخوا پر څير پړه پراسامه اچول كيږي .
امریکایی سیاستوالان څه وایی ؟

پيټر برگن امريكايي ترهگرپيژندونكى د سپتمبر په لمړۍ نيټه كال ۲۰۰۴ ميلادي كې ديوې سترې غونډې پرمهال وايي . پرمونږ بريد چا كړى مونږ يې پيژنو زمونږ ښكاره دښمن دی دا دښمن نه يواځې داچې پر امريكا بريد وكړل بلكې زمونږ پر دوستانو ( اسرائيلو او يهودانو ) هم بريدونه كوي ايا دا دښمن تاسې پيژنی ؟ هو ښكاره ده اسامه او د هغى ډله القاعده .
پيټر برگن هغه امريكايي دی چې پر افغانستان د شورويانو د يرغل پروخت څو ځلې افغانستان ته راغلى و او له اسامه سره يې نژدې اړيكې درلودې او ليدل يې هم ورسره شوي وه .

د خطرناکو څارګرو ادارو جوړول

دا چې دامريكا استخباراتي ادارې په خپلو كارونو كې پاتې راغلل د سپټمبر د ۱۱ نیټې د پيښې نه وروسته امريكايي جاسوسانو د CIA ترڅنګ دڅار يوه نوی كړۍ پرانیځی .
ددغى کړۍ مركز د امريكا د وير جينا په ايالت كې موقيعت لري ددغې اداری مشر په لومړی سر کې د چارټن په نوم يو امريكايي مامور و .
دغه د جاسوسي اداره په افغانستان ، ایران او پاکستان کې مخفي او پټ چارې ترسره کوی ددوې د کار ځایونه هم د نورو څارګرو ادارو پرڅیر نه ده ددوې دکار ځاى نه پيژندل كيږي عادی امریکایی وګړی نه پوهيږي ، ددوې د کار ځایونواو ودانیو ته دننوتلو لپاره دځانګړو گاډو څخه گټه اخستل كيږي دغه گاډي مخصوص پليټونه لري ښايي داهم ونه پيژندل شي چه دغه گاډي د چا دي .
دغلته هغه څوك زده كړه كولى شى چې پلارونه او مورګانې يي د امريكا د استخباراتو په اداره او يا نظامي پوځ كې دندې لری او یا یې پخوا دندې ترسره کړې .
له زده كوونكو څخه ځانګړې ازموينه اخستل كيږي د زده كوونكو د لوستلو كتابونه د نورو څارګرو زده كړو له ځايونو سره توپير لري .
دوې ځانگړي ټيلفونونه كاروي دوى ته داسې فلمونه ښودل كيږې چي دښمن د الوتكو، ټانګونو موټرو او موټر سايكلونو نه په گټې اخستنې پر دوى حملې كوي .
دغه څانگه ځانگړى كړنى ترسره كوي او دامريكا ددبهرنيوچارو د وزارت او نورو څارګرو ادارو معلومات راټولوي او خپل معلومات پټ ساتی.
دغې څانګې بهرني اتباع وروزل ترڅو راتلوونكي كلونو او او موخو كې ترې گټه واخلي ډیر کسان اوس مهالې ددوې د پلانونو له مخې کار کوی ، او داسې کار چې ډیره ګټه تراخلی او په
همدې توګه دافغانستان او عراق په په چارو كې ډېرکارونه ترسره كوى .
د ايران د بهرنيو چارو وزارت خو لا له پخوا نه هم په ايران كې ددغسې كړيو پر كړنو رسما امريكا ته يې اخطارونه وركړى و، او اوس يې لا ملګرو ملتونو ته ليكونه واستول او په پكى ليكل شوى و چې امريكا د خپلو څارګرو كړيو پواسطه په ايران كې ددوې پرضد كړنى ترسره كوى ، او څو تنه ايران اصل امريكايان يې دغو كړيو ته د فعاليت په تور نيولى هم دى .
د څارګرو استخبارتی کړیو مامورین اوسمهالې کوښښ کوی ترڅو د پاکستان په قبایلی سیمو کې خپلو غړو ته مالی او تخنیکی امکانات برابر کړی ترڅو په سیمه کې ددوې د اهدافو د پلی کیدو لاره برابره شی .
[color=darkred:8aca249ed1]داچې امریکایان په دې ښه پوهیږی چې له تورخم څخه تر پیښور کارخانو سیمې پورې ټول د طالبانو ترواک لاندی دی نو قصدً دخپلو استخباراتی کړیو له لاری داسې چارې ترسره کوی ترڅو د امریکا پوځ دبرید لپاره لاره پرانیځی ، په قبایلی سیمو کې د طالبانو ډیرې داسې ډلی شته چې له امریکایی او انګلیسی څارګرو ادارو سره اړیکی لری .رسره شوی .
سرپاڼه sultanbibi

[پس په ډاګه ویلی شو چې د طالبانو لاس ته د امریکایی جنګی ګاډو ورتلل د امریکایی څارګرو ادارو د پلان له مخې ت
٢٦ / ٨ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-11-16 09:55:45 م
سلام

وروره دا کیدای شی ستاوهم وی او یا به خدای ناخواسته [/color:8aca249ed1]ته د امریکا د هغی شبکی غړی یی چه د اکاریی کړی

ګرانه CIA په کندهارکی د نجونو په مخ تیزاب وشیندل او د بوش ښځه بیا ورباندی د زړه سوی اظهارکوی

تاسی باید لږ ویښ شی او دCIA د ښکاره مداخلو غندنه اول وکړی او بیا یی د پټو

CIA خو د کابل غلامان حمایه کوی او د شمال غله یی په قدرت کینولی دی او ل راځی د CIA د ښکاره بی شبهی غلامانو نه حساب واخلو بیا به په طالبانوکی دهغوی د پټو جاسوسانو مخه .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more