د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ايران ولي د طالبانو څخه بېريږي ؟

ميوندي
20.10.2008

ايران ولي د طالبانو څخه بېريږي ؟

تاند داسي خبر ورکوي :

ایران یوواربیا له طالبانوسره دخبرو مخالفت وکړ

http://www.taand.com/news/index.php?mod=article&cat=ټول%20خبرونه&article=7275

تاند - ایران چې له وسله والوطالبانو سره په مرسته تورن دی ،له دې ډلې سره دلوېدیځو هیوادونو اوافغانستان دحکومت له خبرو سره یوواربیا شدید مخالفت وکړ.
دایران دبهرنیو چارو وزیرمنوچهرمتکي له طالبانوسره پرخبرو دانتقاد په ترڅ کې وویل : له طالبانو سره خبرې په افغانستان کې دناټو تړون دستراتیژیکې ماتې مانا لري .

د افغانستان امنیتي ځواکونو په ځلونو په هرات،فراه اونیمروز کې دایران ساخت ماینونه او وسلې چې وسله والو طالبانو ته رالېږل کېدې نیولي دي .خوسره له دې چې دهرات اوفراه ولایتي اوامیتي چا رواکو دا مسئله نه ده پټه کړې دکابل چارواکوپه غیررسمي ډول ویلي په داسي حالاتوکې چې له پاکستان سره مو اړیکې خرابې دي ،نه شو کولی دایران مداخله په زغرده وغندو.

دایران دباندنیو چارو وزیرمنوچهرمتکي وویل : لوېدیځوالوته دهغه متل سپارښتنه کوم چې وايي : ((څوک چې باد کري ،توپان رېبي .)) افراطیت داسي شی نه دی چې په یوې سیمې کې وي اوپه هماغې سیمې پورې رالنډ پاتې شي .

دا په داسي حال کې ده چې روسیې هم له طالبانو سره دافغانستان دحکومت دخبرواترو مخالفت کړی .خو عملاً یې دافغانستان ګاونډي هیوادونه هڅولي چې په افغانستان کې دطالبانو په وړاندې پرامریکا اوناټو دفشار راوستلو لپاره په خپلوخاورو کې نړیوالوځواکونو ته اډې ورنه کړي .

د روژې دمیاشتې په وروستیو کې دافغانستان دحکومت او وسله والوطالبانوداستازو ترمنځ دعربستان دپاچا ملک عبدالله په بلنه په مکه مکرمه کې یولړ خبرې وشوې .ویل کېږي چې د دغو خبرو بل پړاو دنوازشریف په منځګړتوب په پاکستان کې دوهم وکړ.

ویل کېږي په افغانستان کې دننه هم ایران پلوه ډلو،ورځپاڼو اوتلویزیونونوهم له طالبانو سره دافغانستان دحکومت د احتمالي روغې جوړې پءضد پراخ کمپاین پیل کړی دی .

دا په داسي حال کې ده چې دغو رسنیو تردې مخکې دوسله والوطالبانو د تاوتریخوالولپاره پراخ تبلیغات کول اوحتی ځینومشرانو یې څو واري ویلي چې له طالبانو سره یې خبرې کړي او له هغوی سره په تماس کې دي ٠


عبد السلام
21.10.2008

میوندی صاحب ! سلامونه اونیکې هیلې وړاندې کوم :
عرض دادﺉ چې د ایران د حکومت اودایرانی آخوندانو دومخیزه او منافقه پالیسې دافغانستان په اړه نه نوې ده او نه هم دتعجب وړ. ایران د خپلې پوچې او مضرې ایدیالوژۍ دصادرولو پرته نه اسلام پیژنی او نه انسانیت ، او نه هم کوم بل اخلاقی بنداوبار ، یواځینﺉ شی چې غواړي دټولې نړۍ اړول شیعه ایزم ته دي اوبس . ددوي په پیر همغه لوده طالبان ښه پوهیدل،اوس هم له همدې ویریږي چې دسنی مذهبه سعودیانو په مرسته طالبان یوځل بیا په افغانستان کې را منځته نشي او دعراق غچ وځینې وانخلي.
کنه دغربیانو په وړاندي په پوره زور طالبان تقویه کوي.
دې ته وایی آخوندی سیاست!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more