د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د فرض او د واجب تر منځ توپير څه دى؟

عبدالله
19.10.2008

اسلام عليكم و رحمة الله و بركاته!
ګرانو مسلمانو وروڼو او خويندو ، هيله ده چې روغ او رمټ اوسئ.
زما پوښتنه دا ده چې د فرض او د واجب تر منځ توپير څه دى؟

كه څه هم چې مې په ښونځي كښې او په ځينو نورو ځايونو كښې په دې هكله څه لوستي دي، خو بيا هم سر مې پې نه دى خلاص شوى او موضوع راته سمه جوته نه ده.

څنګه چې زه پوه شوى يم دا دى چې په اصل كښې د فرض او د واجب تر منځ هېڅ كوم فرق نشته، يعنى دواړه د الله تعالى (ج) اوامرو ته ويل كيږي چې د قرآن عظيم الشان له آياتو څخه ثابت كيږي. د فرض او د واجب تر منځ يو خفيف فرق يوازې زمونږ د حنفيانو په مذهب كښې شته چې د وجوب ثبوت يې راته نه دى معلوم.

نه پوهېږم چې سم پوه شوى يم كه نه؟ كه په دې هكله څه رڼا واچول شي ډېر به ښه شي.

ستاسو نه ډېره منه
د الله په امان
عبدالله


عبد السلام
21.10.2008

يوځل بيا سلامونه وړاندې کوم،
ترکو مه چې زه پوه يم فرض او واجب دواړه هغه دي چې په قطعی دليل ثابت شوي وي ٠ دامام صاحب په مذهب فر ق يې دا دئ چې درسول الله (ص) له خوا د فرايضو په ادا کې ترک ندئ راغلي ولې دواجبات په اداکې کله ترک واقع شوئ دئ٠ حکم يې دا دئ چې ددواړو تاریکین کنهګاره ولې، دفرض منکر ددينه بهر او دواجب منکر بیاهم ګنهګار ګڼل کيږي٠

په درناوي



ع کريم حليمي
22.10.2008

درنو او مکرمو وړونو ، عبدالله صاحب او عبالسلام صاحب ، لوستونکو 
السلام عليکم و رحمته الله و برکاته 
پوښتنه - د فرض او د واجب تر منځ توپير څه دى؟
جواب - ټول قران په مجموع کښي فرض دی ، منکر ئې کافر ، حتی که له يوه حرفه 
ئې منکره سې ، نو کافر سوې ، 
واجب -يعني لازم او ضرور ، حج فرض دی اما پر هرسري نه  واجب کيږي 
ولي چه سفر بېله  زاد او راحلې امکان نه لري ، نو څوک چه توښه د سفر نه 
لري ، حج فرض دی خو پر ده باندي لازم (واجب ) نه دي ، يعني پر دغه سړي 
فرض حج لاندی واجب سوی 

قاتلوا فرض دي ، خو پر چا نه واجب کيږي ، قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُوا الْجِزْيَةَ عَنْ يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ

ولي که کوم  عذر ولرې ، او معذرت شرعي وي نو معاف سوې دغه فرض حکم 
لازم (واجب) نه سوو ، که معذره نه وې ، نو قاتلوا يا دا د الله فرمان درباندي 
واجب سوو ،  نو که د قاتلوا له عمله منکره سوې ، ګنهکار سوې 

نو ته پوښتنه وکړې چه : دا د لمانځه نيت ولي د فرضو کوو 
په دې سبب چه په لمانځه کولو هيڅ عذري شرعي نسته ، معذرت نسته 
هو ! بعضي مجانين معذر دي ، 
لا اله الا الله محمد رسول الله  فرض مطلق ده يا فرض عين 

درود  يو ځلي ويل په ژوند کي پر هر مسلمان فرض دی 
او که چا واورېده چه : قوله تعالى : يا أيها الذين آمنوا صلوا عليه وسلموا تسليما
نو درته لازمه سوه چه ووايو چه : اللهم صلي وسلم علا سيدنا ورسولنا محمد  

هو ! بعضي پوهان وايي چه له دي څخه دامعنا چه درود وواياست ، او د الله 
د رسول خبري ومنئ او عملي جامي په واغوندئ ،تسليم سئ 


رښتینی
22.10.2008

سلامونه او نیکی هیلی !

که فقهی اصطلاحاتو ته وکتل شی نو فرض هغه دی چی په قطعی دلیل سره ثابت شوی وی او واجب هغه چی په ظنی دلیل سره ثابت شوی وی که څه هم کله کله فرض
د واجب او واجب دفرضو په معنا هم کارول کیږی خو داحنافو په نزد ددوی دواړم
مفاهیم سره بیل دی نو دفرضو سم تعریف داسی دی : کوم شی چی په قطعی دلیل سره ثابت اوبی له عذره پریښودل یی مطلقا دذم او بدی وړ وی هغه فرض دی .او دواجب تعریف هم کټ مټ داده خو چی یواځی دقطعی توری په ظنی واړول شی

او د فرضو منکر کافر ده دواجبو نده کافر او که په فرضو کی څوک تاویل وکړی او په هغه عمل پریږدی نو دا کس فاسق بلل کیږی او په واجبو کی داسی نده

په مینه


عبدالله
22.10.2008

ګرانو او عزتمنو وروڼو السلام عليكم و رحمة الله و بركاته!

ستاسو له تفصيلاتو او توضيحاتو څخه يوه نړۍ مننه. الله تعالى (ج) دې تاسو ته اجرونه او جنتونه په نصيب كړي.

[quote:953a18c9b3="حامد"][...] که فقهی اصطلاحاتو ته وکتل شی نو فرض هغه دی چی په قطعی دليل سره ثابت شوی وی او واجب هغه چی په ظنی دليل سره ثابت شوی وی [...][/quote:953a18c9b3]
لكه څنګه چې زه ستاسو له ليكنو څخه پوه شوم تاسو درېواړه د فرض او واجب په تعريف كښې سره يو يئ او ما چې كوم تعريفونه په ښونځي كښې يا په نورو ځايونو كښې لوستي دي ستاسو تعريف ته ورته وو. خو متاسفانه بايد ووايم چې زه سره له دومره مفصلو تشريحاتو بيا هم په موضوع پوه نه شوم. زما ستونزه د فرض او د واجب په تعريف كښې ده. د "قطعى دليل" او "ظنى دليل" څخه مقصد څه دى. په تحت اللفظى معنى يې پوهېږم - قطعى يعنى ثابت يا پرته له شك نه او ظنى يعنى شكى - خو په مفهوم يې سم نه پوهېږم.

"قطعى دليل" يا "ظنى دليل" يعنې څه؟ كه دغه دواړه اصطلاحات د يو څو بېلګوسره روښانه كړئ ډېر به ښه شي.

په درنښت
عبدالله


jankhan
22.10.2008

درنو او محترمو ورونو!! السلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،،،،،
محترمو! ستاسو په إجازه زه به هم تاسو سره يو څه معلومات شريك كړم.
دجمهورو علماوو ( امام شافعي ، امام مالك، امام أحمد حنبل رحمة الله عليهم اجمعين) په نزد فرض او واجب دواړه يو دي، دفرضو اطلاق په واجب كيږي او دواجبو اطلاق په فرض كيږي، ياني مترادف كلمات دي هيڅ توپير يي منځ كي نشته نه لفظاً او نه معناً.
مګر په لمونځ او حج كي دركن او واجب ترمنځ توپير كوي، كه چيرته له يو تن څخه په لمانځه يا حج كي ركن عمداً يا سهواً پاتي شو، نو لمونځ يا حج يي باطل شو ، او كه چيرته تري واجب پاتي شو نو په لمانځه كي په هغه سجده سهوه لازمه شوه، او په حج كي ورباندي يو ګډ يا ( دم ) لازميږي. باقي په نورو عباداتو كي يي دجمهورو علماوو په نزد فرق نشته. لكه: حج فرض دي ، كله په انسان واجبيږي؟ هر كله چي شروط دحج پوره شي.
همدارنګه لمونځ فرض دي، كله واجبيږي؟ كله چي انسان مكلف شي.
همدارنګه روژه فرض ده، او واجب ده په هر مسلمان مكلف باندي چي روژه ونيسي. او ديته مكرم مولانا حليمي صاحب هم په خپله ليكنه كي اشاره كړي ده.
دويم : د امام ابو حنيفة ( رحمة الله عليه ) مذهب:
داحنافو په نزد د فرض او واجب تر منځ توپير په لاندي ډول دي:
1: كوم شي چي په قطعي دليل سره ثابت شوي وي نه په ظني دليل سره نو هغه فرض بلل كيږي ، [color=darkred:ee2ea98966]لكه قرآن كريم او سنة متواترة [/color:ee2ea98966]، نو دا قطعي دليل دي، دمثال په طور: [color=red:ee2ea98966]لمونځ په قرآن كريم او سنة متواترة سره ثابت شوي دي نو دا فرض عين دي.[/color:ee2ea98966]او واجب هغه دي چي په ظني دليل سره ثابت شوي وي، [color=darkred:ee2ea98966]لكه خبر آحاد چي يو تن يا دوه شخصو روايت كړي وي.[/color:ee2ea98966] [color=red:ee2ea98966]دمثال په طور: دغټ أختر قرباني، دا په خبر آحاد سره ثابت شوي نو واجب شوه نه فرض.[/color:ee2ea98966]2: منكر دفرض كافر دي، او منكر دواجب كافر نه دي.
3: لزوم په فرضو كي زيات دي له واجب څخه، نوله دي كبله تارك د فرضو سزا سخته وي له تارك دواجب څخه.
او په آخر كي دامام سيوطي رحمه الله يو شعر ليكم وايي:
والفرض و الواجب ذو ترادف ..................... ومال نعمان إلى التخالف.

[color=white:ee2ea98966]محترمو ورونو: يوه يادونه بايد وكړم او هغه دا چي هركله چي دحديث صحت ثابت شي ياني حديث صحيح وي كه هغه آحاد وي او كه متواتر هغه قطعي دليل دي، . په دي كي دجمهورو علماوو مسلك صحيح او راجح دي او متاخرينو علماوو هم دي مسلك ته ترجيح وركړي ده.[/color:ee2ea98966]
په پوره درنښت او سلامونو.


رښتینی
22.10.2008

ښاغلی جانخان ستاسو له تفصیلی لیکنی نه ډیره مننه
خورا په زړه پوری معلومات مو لیکلی دی خو خو داټول
ستاسو دشعر په لومړی برخه راڅرخی او دشعر دویمه بر
خه مو تږی پری ایښی ده
[color=blue:126c649a9a]ومال نعمان إلى التخالف[/color:126c649a9a]

په مینه


jankhan
23.10.2008

[quote:b206d4ed2e="حامد"]ښاغلی جانخان ستاسو له تفصیلی لیکنی نه ډیره مننه
خورا په زړه پوری معلومات مو لیکلی دی خو خو داټول
ستاسو دشعر په لومړی برخه راڅرخی او دشعر دویمه بر
خه مو تږی پری ایښی ده
[color=blue:b206d4ed2e]ومال نعمان إلى التخالف[/color:b206d4ed2e]

په مینه[/quote:b206d4ed2e]

ګران او منلي ورور حامد صاحب ، او دبحث نورو ګډونوالو ته سلامونه نيكي هيلي او سپيڅلي پيرزويني وړاندي كوم،، السلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،،
حامد صاحب: ستاسو داعتراض په جواب كي بايد ووايم كه چيرته تاسو يو ځل بيا دشعر مانا ته ښه ځير شۍ نو څرګنده به شي چي امام سيوطي ( رحمه الله ) دخپل شعر په لومړۍ برخه كي دجمهورو علماوو مسلك ته اشاره كري ده چي فرض او واجب مترادف كلمات بولي، داسي وايي : ( والفرض والواجب ذو ترادف ).
او دجمهورو علماوو مذهب مي ښه تفصيلي شرحه كړي.
او دشعر په دويمه برخه كي ( ومال نعمان الى التخالف ) د أحنافو مذهب ته اشاره كوي ، كوم چي دفرض او واجب تر منځ توپير كوي، او داحنافو مذهب خو ما واضح كړي دي او دفرض او واجبو تر منځ مي دري توپيرونه هم بيان كړي دي.

[quote:b206d4ed2e]دويم : د امام ابو حنيفة ( رحمة الله عليه ) مذهب:
داحنافو په نزد د فرض او واجب تر منځ توپير په لاندي ډول دي:
1: كوم شي چي په قطعي دليل سره ثابت شوي وي نه په ظني دليل سره نو هغه فرض بلل كيږي ، لكه قرآن كريم او سنة متواترة ، نو دا قطعي دليل دي، دمثال په طور: لمونځ په قرآن كريم او سنة متواترة سره ثابت شوي دي نو دا فرض عين دي.او واجب هغه دي چي په ظني دليل سره ثابت شوي وي، لكه خبر آحاد چي يو تن يا دوه شخصو روايت كړي وي. دمثال په طور: دغټ أختر قرباني، دا په خبر آحاد سره ثابت شوي نو واجب شوه نه فرض.
2:منكر دفرض كافر دي، او منكر دواجب كافر نه دي.
3: لزوم په فرضو كي زيات دي له واجب څخه، نوله دي كبله تارك د فرضو سزا سخته وي له تارك دواجب څخه.[/quote:b206d4ed2e]

اوس به مو انشاء الله اشكال له منځه تللي وي.
په درنښت او سلامونو.


و.افغان
24.10.2008

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

درنو وروڼو!
تاسو ما شاء الله دومره ښکلي تفصیلات ورکړي دي، چې ما سره د اصل موضوع په اړه
نور څه نشته، چې ويي لیکم، خو یو څو ټکو ته اشاره کوم:
لومړۍ دا چې: عربي ژبه کې یو متل دی، چې لا مشاحة فی الاصطلاح، نو دمختلفو
اصطلاحاتو کارولو کې څه ستونځه نشته، په دی شرط چې هر مصطلح څخه هماغه ټاکلی معنا واخیستل شي، دکومي لپاره چې ايښودل شوې، دغه یاد شوي مصطلحات فقهاوو ايښي دي، او بیا
اسلامي فقه کې رواج شوي دي، نو مهمه داده چې مونږ دهرې فقهي مدرسې له اصطلاح
څخه هغه معنی او موخه واخلو، دکومې لپاره چې هغوي دغه مصطلح ايښي دی.
ښاغلي محترم مولانا حليمي صیب ډیر ښه ټکي ته اشاره کړی ده چی، خدايي امر او غوښتنه داده چې مونږ پوره پوره په اسلام کې داخل شو، الله جل جلاله فرمايي:
یا أیها الذین آمنوا ادخلوافی السلم کافة.
بیا په دغو مصطلحاتو باندې ځمونږ پوهیدنه باید ددی لپاره وي، چې په اسلام مو
عمل نور هم ځواکمن شي، او مهمترین په مهمتر او مهم باندې مخکي کړو، مطلب
دا چې دهر اسلامي عمل درجه او منزلت وپيژنو، او ددغی پیژندنی په اساس پری عمل
وکړو.

دوهم دا چی: دامام صاحب دمذهب علماء چې کوم څه ته واجب وايي، نو جمهور ورته
سنت مؤکد وايي، لکه صلاة الوتر، نو کوم احکام چې يي په کولو او نه کولو مرتبیږي،
نتيجه يي په دواړو نظرونو کې یو شانته راخیږي.

دریم ټکی: کوم چې دظني او قطعي خبره ده، نو په دی باره کی باید اهل الاختصاص ته رجوع وشي،
چې آیا دغه خبر (حدیث، اثر، قول، وغیره) دهغوي په نیز دقطعیت او یقين درجه لري،
او که حالت يي دقطعیت او ظنیت محتمل دی، او که ددی دواړو حالتونو څخه ښکته دی؟؟
او په دی برخه کې اهل الاختصاص یواځي داسلام محدثين دي او بس، لکه امام طحاوي، امام بخاري، امام ترمذي، امام احمد، امام آبو داود،
امام نسائي، امام ابن ماجه او داسي نور، رحمة الله علیهم أجمعین.

په درنښت.


عبدالله
29.10.2008

ګرانو وروڼو السلام عليكم و رحمة الله و بركاته،

ستاسو له ليكنو څخه يو ځل بيا ډېر ډېره مننه.
[quote:4d9285916b="jankhan"]او واجب هغه دي چي په ظني دليل سره ثابت شوي وي، لكه خبر آحاد چي يو تن يا دوه شخصو روايت كړي وي.
[/quote:4d9285916b]
آيا د دې نه ستاسو مقصد دا دى چې د يوه امر ثبوت په قرآن عظيم الشان كښې په څرګند ډول نه وي ذكر شوى، خو د هغه امر په هكله ځيني روايات د احاديث شريف په كتابونو كښې موجود وي؟
كه داسې وي، نو بيا د سنت او د واجب تر منځ توپير څه دي؟
[quote:4d9285916b="jankhan"]
يوه يادونه بايد وكړم او هغه دا چي هركله چي دحديث صحت ثابت شي ياني حديث صحيح وي كه هغه آحاد وي او كه متواتر هغه قطعي دليل دي،
[/quote:4d9285916b]
ستاسو د دې خبرې په تصديق سره غواړم چې دغه آيت شريف دلته ذكر وكړم:

مَنْ يُّطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ ۖ وَمَنْ تَوَلَّىٰ فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا - سورة النساء ۸۰يم آيت پنځم جزء

[quote:4d9285916b="وهاج ساپی"]
دوهم دا چی: دامام صاحب دمذهب علماء چې کوم څه ته واجب وايي، نو جمهور ورته
سنت مؤکد وايي، لکه صلاة الوتر ...
[/quote:4d9285916b]
بيا خو زما پورتنۍ پوښتنه (د سنت او د واجب تر منځ توپير) دګران ورور جانخان په ځواب كښې دومره بې ځايه به نه وي، كه څنګه؟

په درناوي
عبدالله


رښتینی
01.11.2008

ښاغلی عبدالله ښی چاری !

ګومان کوم ستاله پاره به داکتاب ډیر ګټور وی
که ټول مطالعه کړی الله دی توفیق را او درکړی :

http://library.tolafghan.com/images/thalim_ul_islam.jpg

په مینه


عبدالله
03.11.2008

حامد خانه وروره سلامونه او نېكې هيلې،

له لينك نه مو ډېره مننه.
[quote:88de7b5204="حامد"]ګومان کوم ستاله پاره به داکتاب ډیر ګټور وی [/quote:88de7b5204]
ګرانه، زما په انداسلامي كتابونه د هر مسلمان لپاره ګټور دي نه يوازې څو محدودو كسانو لپاره.
د دې [url=http://www.tolafghan.com/library/thalim_ul_islam/larlik.shtml]كتاب [/url]موضوعات مې په لړليك يې وكتل خو كومه موضوع مې په كښې پيدا نه كړه چې زما دغې ځانګړې پوښتنې سره تړاو ولري.

د الله په امان
عبدالله



ع کريم حليمي
04.11.2008

ګران او مکرم عبدالله صاحب ، السلام عليکم و رحمه الله 
[quote:d26044f14c]مَنْ يُّطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ ۖ وَمَنْ تَوَلَّىٰ فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا - سورة النساء ۸۰يم آيت پنځم جزء [/quote:d26044f14c]

ژباړه - چا چه د رسول اطاعت وکي نو د الله اطاعت ئې وکړ 
او داسي ئې هم فرمايلي چه ;وما ينطق عن الهوى
يعني رسول له نفس نه ،نه ږغيږي ،إلا وحي يوحي
مطلب داسوو چه په مواضيع ديني کښي ،له نفس څه نه ږغيږي 

په زراعت کښي بيا له نفس څه ږغېدلی دی ،نو پخپله ئې ويلي وه چه په 
بزګري نه پوهېږم ، يو نظر مي درکړئ وو 

هو ! هرکله چه مبارک د کوم فعل امر کړئ وي هغه پر موږ واجب کيږي 
په دې سبب ولي چه د مبارک خبري اصلا ترجمه د کتاب الله ده 

او کوم اعمال او عبادات چه مبارک   په نوافلو او مستحباتو سره کړي وه 
وموږ ته سنت بلل کيږي ، امر ئې په  مستحباتو نه حسابيږي 

نوټ - زما غالب ګمان داسي دي چه په عربي ژبه کښي فرض د حکم سره 
استعمالوي او واجب له فعل سره ، مثلاداسي -فلا يجب الحج على غير مسلم،
لأن الحج لا يجب على الصبي قبل سن البلوغ،  فالمجنون لا يجب عليه الحج،

او  صلى الله عليه وسلم بيا واجب لفظ داسي کارولي دی چه : لو قلتُ نَعم لوجبتْ ولما استطعتم... ، که مي ويلي وای چه بلې ، لوجبتْ ... يعني په فرض حکم چه مکلف سوي نو  وَجَب
 ډېر فرائض دي چه عمل ئې پر موږ نه دی واجب ، مثلا قصاص فرض دي 
 بېخي لږ خلک په مکلف کيږي ، 
 
ټول نص حکم الله ته فرض ويل کيږي (قران )، چه په فرضو مکلف سوي ، 
نو درباندي لازم شوو د نص يا د کتاب الله حکم 

او مبارک چه په امريه سره خبره کړې وي ، نو حکم ئې و فرضو 
ته رسيږي ، چه په مکلف سوې ،نو واجب سوو ، د اختر نحر ئې امر کړئ 
حکم ئې وفرضو ته رسيږي ، نو کله چه په مکلف سوي ، درباندي واجبه سوه 
چه اضحيه د عيد يا اختر به کوې 

په درنښت 


عبدالله
05.11.2008

ډېر ګران او محترم حليمى صاحب او نور و محترمو وروڼو،
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته.

ستاسو له دومره مفصلې او څرګندې ليكنې څخه ډېره ډېره مننه. الله تعالى (ج) دې تاسو ته اجرونه او ثوابونه در په برخه كړي چې په دې مهمه او په زړه پورې بحث كښې مو ونډه واخيستله اودې موضوع باندې رڼا واچوله.

ستاسو د روغتيا او سلامتۍ په هيله،

د الله په امان
عبدالله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more