نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د طالبانواسلامی امارت او د هغو د چارواکوکړنې د تصویر په روایت
Lotfollah
17.10.2008
ګرانو دوستانو سلامونه
له دې وروستیو خپرو شوو خبرونو څخه داسې ښکاري چې د سعودی عربستان پادشاه په منځګړیتوب د افغانستان د شخړې خواوو تر منځ خبرې پیل شوي دي. دا چې د شخړې یو اړخ طالبان دي بده به نه وي چې د تصویرونو په مرسته دطالبان کرام د واکمنۍ یادونه وشی.
۱ - د افغان فلم آرشیف د ځینو فلمونو سوځول:
http://www.youtube.com/watch?v=t0jmcfq_Vqg
Lotfollah
18.10.2008
۲ - طالبان او د افغان ښځې
http://www.youtube.com/watch?v=24LNQfIxbXI&feature=related
ډاکتر څپاند
18.10.2008
طالبان دانسان دازادی ضد،دافغانی کلتور،فرهنګ او دهيواد د پيشرفت او ترقی
دښمنان وه٠هغو په مخصوصوپاکستانی مدرسو کی زدکړی کړی وی او هلته د هغوی ماغزه ويزل شوی وه٠
زه دا دطالبانو ګناه نه بلکه د هغه چا ګناه ګڼم چه طالبانو ته يي دا رنګه ښونه
او روزنه ورکړی وه٠
بينظير بوتو پخپله مصاحبه کی داسی ويلی وه:
دطالبانو دتحريک منځ ته راتګ د انګليس په نظرياتو،دسعودی په مالی مرسته
او د پاکستان په لوژستيکی مرستی سره ايجاد شوی دی٠
دافغان استخباراتو يوه پياوړی کارپوه دطالبانو دنظام دمنځ ته راتلو په هکله
په ١٩٩٦ کي داسی ویلی وه:غربيانو په افغانستان کی د طالبی نظام په رامنځ ته
کولو سره،دټولی نړی بنيادګرو اوتندروه مسلمانانو لپاره په افغانستان کی
يوه هډه جوړه کړه،نتيجه به داوی چه ديوی خوا به دا تند روان په اسانی سره
په يوه هيواد کی تر کتنی لاندی وی،او بله داچه که غرب وغواړی په يوه حمله
کی به اکثریت اسلامی تندروان په دسته جمعی ډول نابود کړی٠
لکه چه تاريخ وښوله،دا پيشګویی کاملا صحت او دقت درلود٠
مګر اوس چه هر سړی د غربيانو په مقابل کی جنګيږی نو هغه طالب نشي ګنل
کيدی،په زرګونو داسی خلک شته چه د طالبانو او دهغو د نظرياتو سره هرګز
موافق ندی،خو د طالب سره يو مشترک هدف لری يعنی دهيوادازادول٠
رابه شو د کرزی لالا حکومت ته:دا ګوډاګۍ اداره د يوڅو تنو بی سويه او
بی تجربه هلکانو اداره ده چه فقط دخپلو بادارانو داوامرو د اجرا وظيفه په
غاړه لری٠ورسره په نظام کی ټول هغه پخوانی غله ، ادمکشان او جنايتکاران
ناست دی چه پخوا به يي دجهادي يا انقلابی اويا دموکرات تر نامه لاندی
جنايتونه کول٠
خلاصه دا چه اوسنې دولت دیوه ډیران (کثافتدانی) حيثيت لری او ملا عمر او دهغه نږدی ياران هم هغه کثافات دی چه ژر يا روسته
به ددی ډیران سره وصلت پيدا کړی٠
که څوک په رښتيا سره ددی هيواد او ددی هيواد د اوسيدونکو (افغانانو)
په غم کی وی او غواړی چه ورته خدمت وکړی،نوورته ښایی چه ددی ډیران
او کثافتدانۍ نه دباندی،افغانی ملی،وطنپاله او دموکراتيک قوتونو په لټه
کی شی٠
داخوان،طالب او کمونست،په ليکو کی کيدای شی ځينی روښانه او وطنپاله
څيری راپيداشی چه دعام ولس داصلی رهبری تر سيوری لاندی د هيواد د ازادی
ابادی،ترقی او دموکراسی لپاره خدمت وکړی٠
متاسفان تر اوسه پوری داسی يو تشکل او نيرو نده را ښکاره شوی،مګر
که موږ په پرنسيب کی ور سره موافق اوسو، کيدای شی چه داسی يو جنبش
ايجادکړی شی٠
په درناوی
Lotfollah
20.10.2008
۳ - څنګه طالبانو د نړۍ کلتوری میراث تخریب کړ
http://www.youtube.com/watch?v=SSDihK9ZDAQ&feature=related
Temor lang
20.10.2008
زه خو مخکې هم ویلی وم چې طالب د انګریزانو او امریکایانو په لاس جور شوی خلک دي٠ کرزی خو مخکې پخپله طالب وو او امریکایانو سره هم تلل راتلل درلود٠ زه خو فکر کوم چی دغه اسلام او حتا د مکه واکمنان هم پ خپله انګریزان دې٠
Lotfollah
22.10.2008
۴ - د پښتنو مظلومو بچیو ته د علم او پوهې پر ځای د ځانوژنې تعلیم:
http://www.youtube.com/watch?v=dhqPJCdj42I&feature=related
Lotfollah
23.10.2008
طالبان د لغماني ځوانانو د مړو په بدل کې پسې اخلي
http://www.tolafghan.com/home/detail/11430
pattang
23.10.2008
د cia پرو پا ګنده ، که وي نو دا به دکرزي او cia بې ناموسه طالبان وي او نه
هغه اصلي طالبان .
[quote:b6942beb39="Lotfollah"]طالبان د لغماني ځوانانو د مړو په بدل کې پسې اخلي
http://www.tolafghan.com/home/detail/11430[/quote:b6942beb39]
و.افغان
23.10.2008
لطف الله صاحب:
یو دمقاومت شرعیت او قانونیت دی،
او بل په مقاومت کې پيښيدونکې غلطۍ دې.
دامریکا په وړاندی مبارزه دافغان شرعي او قانوني حق دی، دنړۍ هیڅ ځواک نه شي
کولاي چې دا حق له افغانانو واخلي.
خو کومې غلطۍ چې مقاومت کې کېږي، یا په مقاومت ورتپل کیږي، باید دوطن علماء،
ولسي مشران، او ملتپاله پوهه خلک ورته ويښ ناست وي، چې دداسی کړنو دپيښيدو مخه په کلکه ونیسي.
په عراق کې علما داشغالګرانو پر ضد دمقاومت دجواز بلکه دوجوب فتوا ورکوي،
خو له دی سره سره مجاهدینو ته دا فتوا هم ورکوي، چې دحکومتي پولیسو وژل تاسو
ته یواځي هغه وخت کې روا کیږي، چې ستاسو وژنې ته راشي، او یا په جګړه کې داشغالګرو څخه رامخته شي، او له هغوي دفاع پیل کړي.
همدارنګه پولیسوته هم ښوونه کوي چې دامریکا په ضد دمقاومت کوونکو مخه مه ډب کوۍ، او مه ورسره جګړه کوۍ، دواړه دیوې خاورې بچي یاستۍ،
نن که ستا مجاهد ملګری داشغالګر په ضد دجګړې له امله دعام ولس
دخدمت څخه لرې پاتی دی،
نو ستا وظیفه داده چې دخپلو خلکو حفاظت وکړي.
خداي دې وکړو چې ځمونږ دوطن بچې په دی خبرو پوه شي، او له نړيوالو سره دسیاست کولو چل زده کړي.
Lotfollah
23.10.2008
هغه څه چې عیان دی بیان ته ضرورت نلري:
http://benawa.com/fullstory.php?id=21630
طالبان و کشتار افراد ملكي در جنوب كشور
منبع : خبرگزاري صداي افغان
فرمانده پليس ولايت قندهار از ربوده شدن و قتل افراد ملكي به دست شبه نظاميان طالبان در اين ولايت خبر داد.
"مطيع الله " گفت: طالبان چهل فرد ملكي را در مسير کابل – قندهار و در ولسوالي"ميوند" ربودند و اجساد شش نفر از آنان از ديروز تاکنون به دست آمده است.
وي تصريح کرد : اين افراد کساني بودند که از کابل حرکت کردند و قصد داشتند به قندهار بروند.
فرمانده پليس قندهار گفت: شبه نظاميان طالبان، دستگير شدگان را به دو گروه تقسيم کردند و انان را در مناطق جداگانه نگهداري مي کنند.
به گفته شاهدان عيني افراد طالبان 27 نفر از مسافران ربوده شده را کشته اند.
[color=white:7c96e09006]به گفته شاهدان ، شبه نظاميان طالبان تعداد زيادي از اين افراد را سربريده اند.[/color:7c96e09006]
[color=red:7c96e09006]"قاري يوسف احمدي" سخنگوي گروه طالبان هم روزيكشنبه در مصاحبه با رسانه ها با بيان اينکه افراد طالبان 27 گروگان خود را کشته اند ، مدعي شد:[/color:7c96e09006] اين افراد غيرنظامي نبودند بلکه سربازان اردوي ملي هستند که با لباس غيرنظامي سفر مي کردند.
ژنرال "محمد ظاهر عظيمي" سخنگوي وزارت دفاع ملي هم کشته شدن نيروهاي ارتش ملي را رد کرد .
http://www.avapress.com/vdcf.md0iw6dx1giaw.html?PHPSESSID=c864846ca2dce587e1b14d7a02b68f91
http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2008/10/081019_dn_kandahar_casualties.shtml
ډاکتر څپاند
24.10.2008
محترم وهاج ساپی صيب،سلامونه٠
تاسو ليکلي "په عراق کې علما داشغالګرانو پر ضد دمقاومت دجواز بلکه دوجوب فتوا ورکوي،"
سوال دادی چه ايا په سعودی کی علما نشته؟اويا داچه دسعودی علما او زموږ
طالبان بيا سره په نهايت کی ديوه ورخه اوبیږی؟
په سعودی کی خو تر عراق او افغانستان نه پخوا،دصدام حسين نه د حمايت
تر پلمې لاندي امريکايي قوتونه ځایپځاي شوی دی،نو ولی ټول ورته په
چپه خله ناست دي؟؟
زه فکر کوم چه دا النګاري تنکي ځوانانو وژنه د هغوطالبنماوو په لاس سرته
رسیدلي دي چه انګريزی اليکپټری سلاح اومهمات ورته رسوی!
Lotfollah
24.10.2008
ګرانو مسلمانو ورونو، تر یوه او بل نامه لاندې د دغو جنایت کارو طالبانوکړنې توجیه کول نه اسلامی ده او نه افغانی. دوی د پښتنو د تباهۍ ملا تړلې ده.
دا غمجنه کیسه ولولﺉ:
http://www.tolafghan.com/home/detail/11434
و.افغان
24.10.2008
[quote:d7fb84be10="Sapand Safi"]
سوال دادی چه ايا په سعودی کی علما نشته؟اويا داچه دسعودی علما او زموږ
طالبان بيا سره په نهايت کی ديوه ورخه اوبیږی؟
په سعودی کی خو تر عراق او افغانستان نه پخوا،دصدام حسين نه د حمايت
تر پلمې لاندي امريکايي قوتونه ځایپځاي شوی دی،نو ولی ټول ورته په
چپه خله ناست دي؟؟[/quote:d7fb84be10]
ښاغلی څپاند صاحب:
لومړۍ دا چې زه دسعودي مدافع وکیل نه یم، چې زه تاسو ته دهغوي له خوا وغږیږم،
خو خپل نظر به درته ولیکم:
ما دا څو کاله دلته تیر کړل،
دسعودي دپايتخت په شمول نورو ښارونو کې ګرځیدلی یم،
تر اوسه پوری ما یو امریکايي فوځي نه دی لیدلې،
نه چا ویلي دي: چې د چا په کور ورختلې، او يا يي دچا دښځو تالاشۍ اخیستي،
نه چا په بازار کي لیدلي، په دی مانا
که شته دي،نو یا خو په خپلو فوځي بحري بیړیو کې دي، او یا هغو فوځي اډو کې دي، چې
دهغوي لپاره خاص شوي دي، او دا خبره هم پخوانۍ خبره ده.
درې کاله مخکې ملک عبد الله اعلان وکړ، چې په سعودي کې مونږ یواځي لس زره
امریکايي فوځیان لرو، چې دسعودي فوځ دتربیت لپاره دلته پاته دي.
اوسمهال په عراق کې امریکایان غواړي، چی یوه اږدمهاله امني اتفاقیه له عراقي
حکومت سره لاسلیک کړي، چې په دی کار باندی سعودي ډیر اندیښمن دی، سعودي
دا نه غواړي چې امریکایان په عراق کې او یا نوور خلیجي دولتونو کې پاتی شي،
تر اوسه پوری دسعودي رسمي میډیا په عراق کې امریکایان داشغالګرو په نوم یادوي.
دا چې دسعودي حکومت ولې دلته راوستل، نو معلومه خبره ده چې دعراق مخکینۍ
حاکم صدام حسین رحمه الله یو دیکتاتور او اشتراکي فکره قومي سړي وو، (اګر چې
وروسته سیده شو، خو اوبه له ورخه تیرې وې)
له روسي کمونستي رژیم سره يي ډیرې نږدی اړیکي لرلې، او غوښتل يي
چې دزور له لارې دخلیج سیمه تر خپلې ولکې لاندی راولي، او بالفعل يي اقدام هم وکړ،
په ظرف دڅو ساعتونو کې يي کويټ لاندی کړ، په سعودي يي هم توغندي وويشتل،
چې ويل کیږي، دسعودي امیران هغه وخت دسعودي بر سر جدي ته ځانونه رسولي وو،
چې یو خو له توغندیو بچ شي، او بل که صدام سعودي لاندې کړي، نو دوي ته دتيښتي
لار خلاصه وي.
نو ستاسو څه فکر دی، چې یو بهرنې څوک ستا په پاچاهۍ فوځي تیرې کوي، او دولت
او پاچاهي دی له منځه وړي، او ته نور اختیارات ونه لرې؟ نو څه به وکړې؟
په هغه وخت کې سعودي د کار فوځ نه لرلو، او صدام دنړۍ په قوتونو کې څلورم قوت
شمیرل کیده، (کيداي شي دا به تبلیغات هم وو) نو پرته له امریکا هغه چا نه شو پر شا
کولاي، هغه تر آخره په خپلې خوښي له کويټ څخه ونه ووت، (دا چی پروګرام له پیله
امریکا همداسي برابر کړې وه نو بیله خبره ده)
زه نه غواړم چې دسعودي دا کار توجیه یا تبریر کړم.
خو دومره پوښتنه کوم، چې که تاسو په یوه عام ځاي کې یو څوک په زوره له خپله ځايه
پاڅوي، او خپله په هغه ځاي کی کښيني، نو تاسی به دا برداشت کړاي شۍ؟
[quote:d7fb84be10="Sapand Safi"]
زه فکر کوم چه دا النګاري تنکي ځوانانو وژنه د هغوطالبنماوو په لاس سرته
رسیدلي دي چه انګريزی اليکپټری سلاح اومهمات ورته رسوی![/quote:d7fb84be10]
طالبانو تر اوسه داسی شواهد نه دي وړاندی کړي، چې دا کسان دی دملي اردو
کسان وي، نو فکر کیږي، چې ددی رهبري به داسی خلکو کړي وي، چې تاسو یاد
کړي دي.
که چیري طالبان ددی اسناد هم وړاندی کړي، چې دا دملي اردو خلک وو، نو په هیڅ
صورت دوي ته پکار نه وه، چې وژلي يي واي، یو خو دا چې دوي سره په فعلي
جګړه کی نه وو، بله دا چې په ملکي جامه کی وو.
خدای جل جلاله انسان دیوه بد کار په نیت کولو نه نیسي، تر څو چې يي پیل نه وي کړی،
نو دوي هیڅ حق نه لرلو چې دفقهاوو خبره باعتبار ما یکون يي دوي ته سزا ورکړې ده،
لکه فرعون چې دبنې اسرائيلو ماشومان وژل، ګوندې چې له دوي څخه داسی څوک
راپیدا نه شي چې زما پاچاهي ختمه کړي.
هو! اوسني پاکستاني مولایان چې له آي اس آي سره سریخ دي، هغوي دا فتواوی ورکوي،
چې دافغانستان دحکومت هر رنګه کارکن کافر او په وژلو کي ثواب دی، خو بیا
دپاکستان دفوځ او پولیس په اړه مختلف دريځ لري.
پاکستان ته پکار دي، چې په افغانستان کې دیوه دوست حکومت په لټه کي شيڼ
نه دیوه ګوډاګې حکومت په لټه کې، چې دا دوهم به دهغوي لپاره یوځل بیا ډیر
زیانمن تمام شي،
خو داسي ښکاري چی دپاکستان ماغذه اوس هم سر ته نه دي راغلي، چې یو وار بیا کوښښ کوي، چې میم
زر ما ټوله زما، یو ګوډاګۍ حکومت په افغانستان کې منځ ته راولي، چې داسلام آباد
آډر په کې وچلیږي،
پښتنو خو تر اوسه پاکستانیانو سره اسلامي ورورولي پاللي، او په بدل کې ورسره
هغوي دښمنۍ پاللي،
خو که پښتانه دپاکستان ددی مردار منافق او شرارتي حرکتونو له مخي
مجبور شو، او هندوستان ته يی لاس ورکړ، نو بيابه نه پاکستان وي، او نه يي دا تورې کانی.
په درنښت
ډاکتر څپاند
25.10.2008
محترم وهاج ساپی صيب بيا هم سلامونه،
اول خو دانوی وظيفه دی مبارک شه او دلوی خدای (ج)نه دی بری غواړم٠
که دسعودی شاهانو تاريخ په دقت سره مطالعه کړی نو دا به در ته څرګنده شي
چه دا کورنۍ هميشه دانګليس او امريکې غلامان وه او دی٠متا سفانه د اسلام
دمقدس دين او دمقدسه اماکنو نه دی کورنۍ هميشه ناوړه ګټه اخيستی ده٠
هر بيطرفه شخص به پدی نتيجه ورسیږی چه سعودی عرب ١٠٠٠٠ امريکايي عسکرو ته ضرورت نلری٠که رښتيا هم د نظاميانو تربيه په منځ کی
وی نو دحد اکثر دوه دری سوه نظامی مشاورين ورته کفايت کوی٠
نو دا امريکايي پوځ هلته څه کا؟
ددوی وظيفه داده چه د سعودی تيل د تل لپاره پخپل کنترول کی وساتی،او هم
دسعودی فاسده کورنۍ دسقوط نه مخنيوی وکړی٠
داچه دسعودی دولت په ظاهره ،دمثال په ډول،دعراق اشغال غندی دا فقط او
فقط منافقت دی او بس!
ډاکتر څپاند
26.10.2008
دطالبانو دجبش یوۀ موسس،حامي او دافغانانو ستر دښمن څه ويلي دي؟
سرچينه: د ايټاليا مطبوعات
د خپريدو نیټه: د اکتوبر 20مه(کاپی د بېنوا سایټ نه)
د پاکستان د استخباراتو آی ایس آی پخواني مشر متقاعد ډگرجنرال حمید گل د سولی د خبرو د پیل کېدلو دپاره د طالبانو شرایط پېشنهاد کړي دي او واېې چې هغوي به هغه وخت د سولی له خبرو سره موافقه وکړی چی دوي د یوه سیاسی قدرت په حيث وپېژندل سي، د افغانستان څخه د بین المللی قواو د وتلو دپاله نېټه وټاکله سي او د طالبانو ټول بندیان آزاد شي. جنرال حمید گل وویل هغه په دې عقیده دی چی د طالبانو سره مشر ملامحمد عمر سره د سولی خبری دي پر مخ ولاړي سي.متقاعد جنرال حمید گل د ایټالیې یوې ورځپاڼی او د لوېدیځو هیوادونو د خبری موسسو یوې وړې ډلي ته په وینا کی وویل پاکستان هم باید په دغه راز خبرو کی برخه ولري. حمید گل وویل زه طالبان پیژنم، ما د هغاوی سره د ډېره وخته همکاري کړې ده او زه ویلای سم چی هغوی به د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي سره هیڅ وخت خبری ونه کړي . ځکه چی دوی هغه د خارجیانو گوډاگی بولي. حمید گل وویل په متحده ایالاتو کی د جمهوری ریاست انتخابات اوس حاضر د طالبانو سره د سولی د هر راز خبرو د پیل کېدلو په مخ کی یو له څو خنډونو څخه دی.
حمید گل وویل پخواني جمهور ریس مشرف د ټروریزم په مقابل کی له متحده ایالاتو سره د لاس په یو کولو سره داسی غلطی وکړه چی د بخښلو نه ده. حمید گل وویل داسی ښکاري چی د جمهوری ریاست دپاره دواړه کاندیدان، بارک اوباما او جان مکېن غواړی چی په افغانستان کی هغه پالیسی تعقیب کړي چی دا اوه کاله روانه ده او زه فکر کوم چی د دې پالیسی دوام به په افغانستان کی د یوې فاجعې لامل شي . حمید گل وویل په پاکستان کی ټروریسټی فعالیتونه پراخېږی، ډېر ژور اقتصادی بحران پکښی روان دی او امریکا سره مخالفت ورځ په ورځ زور اخلي او هیواد د سقوط له خطر سره مخامخ دی.ده وویل دغی وضع د ترهگرۍ سره د جگړې بریالیتوب او د پاکستان د اټومی وسلو مصونیت له خطر سره مخامخ کړی دی. دا وضع دونه خطرناکه ده چی ښایی په پاکستان کی داخلی جنگ پیل سي او یا د اېران په ډول اسلامی انقلاب پیل سي. حمید گل وویل پخواني جمهور ریس مشرف دترهگرۍ په مقابل کې له متحده ایالاتو سره د لاس په یو کولو سره داسی غلطی وکړه چی د بخښلو نه ده. خو د آصف علی زرداري پر پالیسیو باندی هم انتقاد وکړ او وې ویل چی هغه یو ملکی د یکتاتور دی او د پرویز مشرف پالیسیو ته یې دوام ورکړی دی. ده وویل دا ضروری ده چی په هیواد کی پارلمان ته داسی واک ورکړه سي لکه په یوه ډیموکراټیک سسټم کی چی ورکول کېږی. حمید گل د پاکستان په صؤبه سرحد کی د طالبانو د عملیاتو په باب وویل سړی په دقیق ډول دا نه سی ویلای چی د افغانستان سره په سرحدی سیمه کی به څونه طالبان فعالیت کوی خو کېدلای سی چی شمېر یې له پنځه لسو څخه تر شلو زرو پوری ورسېږی. حمید گل خبرداری ورکړ چی هر څونه چی امریکا د سرحد څخه دې خواته خپلی حملو ته زور ورکوی په هغه اندازه به خلک د طالبانو ملاتړ زیاتوی. په شمالی او جنوبی وزیریستان کی ډېر زیات کلیوال د طالبانو طرفداری کوي او په دې عقیده دي چی پر دوي باندي د طالبانو سره همکاري کول واجب دي."
اوس نوزماسره داشک هيڅ ندی پاتی چه کرزی والا او طالبان ديوه ډیران مرداری دی٠
و.افغان
26.10.2008
[quote:4872462c6a="Sapand Safi"]محترم وهاج ساپی صيب بيا هم سلامونه،
اول خو دانوی وظيفه دی مبارک شه او دلوی خدای (ج)نه دی بری غواړم٠
که دسعودی شاهانو تاريخ په دقت سره مطالعه کړی نو دا به در ته څرګنده شي
چه دا کورنۍ هميشه دانګليس او امريکې غلامان وه او دی٠متا سفانه د اسلام
دمقدس دين او دمقدسه اماکنو نه دی کورنۍ هميشه ناوړه ګټه اخيستی ده٠
هر بيطرفه شخص به پدی نتيجه ورسیږی چه
سعودی عرب ١٠٠٠٠ امريکايي عسکرو ته ضرورت نلری٠
که رښتيا هم د نظاميانو تربيه په منځ کی
وی نو دحد اکثر دوه دری سوه نظامی مشاورين ورته کفايت کوی٠
نو دا امريکايي پوځ هلته څه کا؟
ددوی وظيفه داده چه د سعودی تيل د تل لپاره پخپل کنترول کی وساتی،او هم
دسعودی فاسده کورنۍ دسقوط نه مخنيوی وکړی٠
داچه دسعودی دولت په ظاهره ،دمثال په ډول،دعراق اشغال غندی دا فقط او
فقط منافقت دی او بس![/quote:4872462c6a]
وروره !
مسلمانان له تیرو څلورو پيړیو راپه دیخوا په هر اړخ کې ډير کمزوري شوي دي،
هر یو يي کوښښ کوي، چې په چل او هنر ځان دخپل دښمن دګوذار څخه بچ کړي،
او کوښښ کوي چې خپل دښمن په بل چا ووهي، هر ضعیف دولت کوښښ کوي
چې دځان دحمایت لپاره په غټو دولتو کې ځانته حلیفان او دوستان پيدا کړي،
خو په داسي طریقي سره چې نه سیخ وسوځي نه کباب = متوازن سیاست دآبر قوتونو
تر منځ.
مونږ افغانان خو هر څه سره ډغري وهو، پرته له ډغرو وهلو مو بل څه نه دي زده،
که بهرنۍ دښمن نه وي، نو خپلو منځو کې
سره بیا سرونه جنګوو.
که مونږ دومره پوهه لرلاي چې په افغانستان کې مو دسعودي غوندی یو دولت هم راوستي واي
(دکوم په باره کی چې تاسو ډیر ملاحظات لرۍ او زه يي درسره هم منم)
نو دا به زمونږ ستر برې واي، خو ځمونږ ځوانان اوس دسعودی یا دسعودی همشکله
حکومت باندی هم قناعت نه کوي، بلکه عمري او ابو بکري خلافت راوستل غواړي،
او له شا خوانه خپل دښمن يي په بادو پړڅوي، چې همدا تاسو به عمري او ابو بکري
خلافت راولۍ، دکوم خلافت چې اوسمهال خوب لیدل هم لوي حماقت ګڼل کیداي شي.
په درنښت
stanizy
28.10.2008
تولودرنوليكوالانوته دزره له كومي سلامونه اونيكي هيلي وراندي كوم :
له دي سي كمبيوترمي بشتونه لري ليك يي عربي ده بخشنه غوارم.
غوارم خبل ليك دهغه دارن سري به قيصي سر ه شروكرم جي دخبل كلي سره نيزدي به زنكله راتيريده اودزنكله به مامولي شوريدوسره يي به كلي كي اوازه كده كره جي به دي لاندي زنكله كي مي لس داني زمريان وليدل اولوي غوبل يي جوركريوو خودكليوالو به وربوري خندا اوانكارسر ه يي يويوراكماوو جي بلا خره يي به دي تينكار كاوو جي يوخونو و الله وو
ددي لندي كيسي نه مي مطلب داوو سي زيني دوستان دديرومامولي خبرواوبيشونه
به خبل ذهن كي خوراعجبه اونادر خيالات اواوهام را ونغاري اوبيا نو دكمبيوتر مخي ته كيني اودخبلو خيالونو تولي غوتي ورته راوسبري اوبي له دي جي ورباندي يوه زره سوج هم وكي يو لوي داستان لوستونكوته وراندي كي لكه دايو ملكري جي دجنرال حميدكل مركه يي دلته را زبارلي اوبيا يي به اخير كي ورباندي خبل نظر داسي سركندكري :
[color=yellow:03a85fb69a]اوس نوزماسره داشک هيڅ ندی پاتی چه کرزی والا او طالبان ديوه ډیران مرداری دی٠[/color:03a85fb69a]
كرانه داسي جندرال سه واي ديوه سياسي نظامي سري به توكه به خبله مطالعه لري اوخبره به كوي اوجنرال سي كومي خبري كري داخو زه اوته اونن سبا دمنطقي وروكي ماشوم هم كولي سو هغه خوسي سه ويلي دي اخبارونو اورسنيو نه يي را غوندكري شيان ويلي دي اوبو هيري كي جي طالب سه غواري موقف يي سه دي خوبوشتنه داده سي ستا داشك دومره كمزوره ولي وو سي ددي يوي مركي به لوستلوسره دي كرزي والا اوطالبان ديوه ديران مرداري وبللي اوشك دي وخوت لالالز خبري ته سوج كوه خبره ديره لويه ده دومره هم ساده نده لكه زه اوته يي سي فكركوو جنرالان خو دخبل ملك لباره نران دي كاركوي اوماوتاخويله به يوبل بسي دانترنيت به بانوكي له كرمو خونو اوخوندي زايونو نه اوتي بوتي وولو.
دوستانو زه ليكوال هم نه يم اوكه ريشتياووايم دانظرونه اوليكني به تول افغان كي تقريبا ديري يي لولم اوداسي راته جوتيزي جي 95 به سلوكي ددشمني اوكركي نه دكي ليكني كوي اوكله خوداسي وفكر هم راسره بيداشي جي ياره به لوستو زكه نه ارزي جي 95 به سلوكي ليكني ديوسو كسانودي جي به زان يي مختلف نومونه يشي دي نوله دي وجي به ليكنو باندي خبل نظر هم نه ليكم.
به درناوي
ډاکتر څپاند
28.10.2008
ښاغلی ستانيزی سلامونه ومنۍ!
ستاسو د زړه سوی او همدردۍ نه مننه٠
په رښتيا چه هم په انترنت کی يو زيات شمير ليکنې دافرادو دشخصی تحليلونو
اوياهم شخصي اغراضو په وجه کيږی٠مګر داچه تاسو دهغی فيصدی 95ښولیده
زه در سره موافق نيم٠
زه دنورو ليکونکو وکالت نشم کولی، مګر دخپلی ليکنی په هکله چه دکرزی
حکومت او طالبان می ديوه ډیران مرداری ګڼلی،دادی يو څه معلومات ستاسو
خدمت ته وړاندی کيږی٠
کله چه روسی عسکرو په افغنستان بده ورځ راوستی وه او خلک د خپل ژوند
دبچولو لپاره پاکستان ته کډه شوه،امريکااو نورو غربيانو ته طلائي چانس
په لاس ورغی چه خپل دښمن په ګونډو کړي٠جنرال حميدګل يو دهغه لمړنيو
پاکستاني افسرانو د جملی نه وه چه دامريکې او انګريز تر لارښونی لاندی ئی
دافغانستان جنګ ته لمنه وهله٠
کله چه مسعود اوربانی دکابل اداره تر لاسه کړه رباني وحميدګل ته وړانديز وکړ
چه په کابل کی دی دده د سلا کار په توګه دنده تر سره کړی٠
مګر حميدګل دCIA نه بله دنده اخيستی وه او هغه دا چه په افغانستان کی يو
مضبوت مرکزی حکومت تاسيس کړی٠
کله چه طالبانو دافغانستان اداره تر لاسه کړه،دهغو د حکومت په ټوله دوره کی
جنرال حميدګل په راډیو،ټلوېزیون،اخبار او نورو وسايلو کی د طالبانو دوياند
او مدافع شخص په توګه په کراتو مراتو څرګندونی کړي٠اوداهم تصادفی نده چه
اوس چه د کرزی او طالبانو تر منځ دخبرو بحث تود شوی،نړی وال اخباروالا
د حميد ګل سره پدی هکله مصاحبه کوی!
ستا خبره درسته ده چه مسايل ډير مغلق دي،مګر ځيني اړخونه ئی بيا ډیر
روښانه دی او فقط يو شاليد ته ضرورت لری،غټ مثال ئی د جنرال حميدګل
لوبه دافغانستان په مسايلوکی٠
په درناوی