نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دپښتودیوی وتلی رسنی دخبریال خبری رپورټ پښتو املاء اولیکدود...!!
رښتینی
17.10.2008
دپښتودیوی وتلی رسنی دخبریال خبری رپورټ پښتو املاء اولیکدود...!!
دعليشرواوتريزيو ولسوالۍ (په امنيي قوماندان باندي )دورځي ١٠بجوپه شاوخواکې ځانمرګي بريدشوي (چې له امله يوتن ټپي شوي )خونوره کومه مرګ ژوبله نلري.
دخوست امنيي قوماندانۍ دامنيت اميرسمونوال محمديعقوب ..........ویب پاڼی ته وويل چې دغه بريدددغه ولسوالۍ په امنيي قوماندان (شرين )(شوي )هغه وخت شوي چې نوموړي ولسوالۍ ته دننوتلوپه حال کې (وو )
دي وايي چې ځان وژوونکې لومړۍ پوليسو(وپيژندو)اوورباندي يي ډزي وکړي چې وروسته نوموړي پخپل ځان پوري تړلي چاوديدونکوتوکوته انفجارورکړچې له امله يې يوتن پوليس ټپي شو
دي وايي چې تراوسه دبريدکوونکې هويت نه دي ثايت شوي خوداسي مالوميږي چې بريدکوونکې (به )پاکستاني تبعه به وي ځکه چې دغه ولسوالۍ د قبايلي سيمي کورمي ايجنسۍ سره ډيره نيږدي (پراته) ده
دعليشروولسوالۍ په امنيي قوماندان (شرين) باندي دغه ځان وژونکې بريدپه داسي حال کې ترسره کيږي چې څه وخت وړاندي دباک ولسوالۍ په ښار(کوټي )کې هم په پوليسوورته ځانمرګی بريدترسره شوي (وو)چې مرګ ژوبله يې هم درلوده
--------------------------------------------------
په پورتنی رپورټ کی می ځینی تیروتنی په قوسینو کی بندی
کړی دی خو له دقیقی کتنی وروسته نوری هم پيداکیدلی شی
او دجملو ناسموالی می لا نده راسپړلی
کیدی شی ځینی ټایپی تیروتنی وبلل شی خو ایا یوخبریال
دخپل څوکرښي رپورټ ټایپي تیروتنی هم نشی اصلاح کولی
دخبریال او رسنۍ نوم ته اړتیا نشته هغه رسنۍ او ښاغلی خبریال
خپل کار پیژنی نو باید په پرده کی خپلوکړموته ځیر شی
په مینه
Re: دپښتودیوی وتلی رسنی دخبریال خبری رپورټ پښتو املاء اولیکدود...!!
Ghairat
17.10.2008
په سمون کې هم تيروتنې ؟
دپښتودیوی (يوې) وتلی (وتلې) رسنی (رسنۍ) دخبریال خبری (خبري) رپورټ پښتو املاء اولیکدود...!!
دعليشرواوتريزيو (د)ولسوالۍ (په امنيي قوماندان باند(ې) )دورځي (د)١٠بجوپه شاوخواکې (ځانمرګی) بريد(شوی) (چې له امله (يې) يوتن ټپي شو(ی) )خونوره کومه مرګ ژوبله نلري.
دخوست (د) امنيتي قوماندانۍ دامنيت اميرسمونوال محمديعقوب ..........ویب پاڼی (پاڼې) ته وويل چې دغه بريدددغه ولسوالۍ په امنيتي قوماندان (شېرين )
هغه وخت شوي (شوی) چې نوموړي (ی) ولسوالۍ ته دننوتلوپه حال کې (و )
دي وايي چې ځان وژوونکې ( وژونکی)لومړۍ (ومړی) پوليسو(وپيژندو)(وپيژندۀ) اوورباندي يي ډزي وکړي( اوورباندې يې ډزې وکړې) چې وروسته نوموړي پخپل ځان پوري تړلي چاوديدونکوتوکوته انفجارورکړچې له امله يې يوتن پوليس ټپي شو
دي (دئ) وايي چې تراوسه دبريدکوونکې (کوونکي) هويت نه دي (نه دی) ثابت شوي (شوی) خوداسي (داسې) مالوميږي چې بريدکوونکې( بريدکوونکی) (به )پاکستاني (ی) تبعه به وي ځکه چې دغه ولسوالۍ د قبايلي سيمي کورمي ايجنسۍ سره ډيره نيږدي (پراته)(نږدې پرته) ده
دعليشروولسوالۍ په امنيتي قوماندان (شرين) باندي (ې) دغه ځان وژونکې (ی) بريدپه داسي(ې) حال کې ترسره کيږي چې څه وخت وړاندي (ې) دباک ولسوالۍ په ښار(ګوټي )کې هم په پوليسوورته ځانمرګی بريدترسره شوي (ی و) (وو)چې مرګ ژوبله يې هم درلوده
--------------------------------------------------
په پورتنی رپورټ کی (ې)می (مې) ځینی ( ځینې) تیروتنی (تېروتنې) په قوسینو کی بندی (ندې کړې دي)
کړی دی خو له دقیقی کتنی وروسته نوری هم پيداکیدلی شی (دقیقې کتنې وروسته نورې هم پيداکیدلی شي)
او دجملو ناسموالی می لا نده (لا ندی )ر اسپړلی
کیدی شی ځینی ټایپی تیروتنی وبلل شی (کېدی شي ځینې ټایپي تېروتنې وبلل شي )....
په مینه
رښتینی
17.10.2008
ښاغلی غیرت مننه او کورمو ودان خو تاسو باید لنډ ویلی وی
چی یی ګانی مو ټولی غلطی دی ځکه له یی ګانو پرته نوری تیروتنی
خوتاسو هم ندی نیولی او متاسفانه چی له ماسره دپښتو دیی ګانو ګروپ په
کیبورډ کی نشته اوتاسویواځی یوه تیروتنه نیولی چی هغه هم تاسو
ته راجع کیږی او هغه په دی جمله کی
[code:1:4de3aa902a]او دجملو ناسموالی می لا نده (لا ندی )ر اسپړلی[/code:1:4de3aa902a]
دلته زما موخه داده چی دجملو تیروتنی می تر اوسه پوری نه دی راسپړلی
خو تاسو له هغه نه (لاندی) جوړ کړی خو بیا هم ډیره مننه
Ghairat
18.10.2008
دروند ورور حامد صیب اسلام علیکم و رحمت الله !
خبره دې په ګل بدله، خو ماته ستاسې په کیبورټ کې د یا کانو هیڅ ډول کمی نه بریښي ، ځکه تاسو په خپلو دې عباراتو کې وګورئ :
۱ــ سقیله (ی):
[quote:36bae92e4a]دپښتودیوی وتلی رسنی دخبریال خبری رپورټ پښتو املاء اولیکدود...!! [/quote:36bae92e4a] دلته مو دغه (ی) کارولې ، فلهذا شته!
۲ــ د تأتیث لکۍ داره (ۍ) :
[quote:36bae92e4a]دعليشرواوتريزيو ولسوالۍ (په امنيي قوماندان باندي )[/quote:36bae92e4a]
(ۍ) مو ۴ ځایه د ولسوالۍ او یو یا دوه ځلې لاندې د ( قوماندانۍ) په ویوني کې
کارولې، نولهذا په کیبورت کې مو شته!
۳ــ (ې) . د (چې) په حرف کې مو هر چېرې (ې) سمه کارولې، نو شته!
۴ــ معروفه(ي) خو مو سخته ډیره کا رولې ، چې مٍثال ته هم اړتیا نه لري، نو په کیبورت کې مو شته!
اوس به وګورو چې پنځمه ،امریه (ئ) هم کارېدلې که نه :
.............................................................................................
متأسفانه ټول متن یو ریپوټ دی او امر په کې نشته، که نه تاسو به امریه (ئ) هم کارولې وای ، ځکه څنګه چې نورې څلور واړه یاګانې مو په کیبورت کې شته او ټولې موکارولې هم دي، نو په غالب ګمان دغه (ئ) هم لرئ ! په کیبورت کې مو د (س)،(ي) ،(ې) او (ې) د تکمو په سر پاسنی توری وګورئ، انشأالله یو به یې حتمأ دغه (ئ) وي .
اوپاتې شوه داچې [quote:36bae92e4a]دجملو ناسموالی می لا نده راسپړلی [/quote:36bae92e4a]
په دې کې مې یواځې ناسم تأنیث ( نده ) په سم مذکر ( ندی ) اړولی، ځکه سموالی او ناسموالی په پښتو کې د تذکیر صیغه ده ، نو د لاندې باندې مطلب ترې ما هم نه دی اخیستی ، خو داچې تاسې خپله (لانده ) په (لانه ده) اوورسره زما ( لا ندی ) هم
په (لا نه دی) بشپړ کړی، ډیره مننه کوم !
[color=blue:36bae92e4a]د ورورۍ په توده مینه او وینه![/color:36bae92e4a]
رښتینی
18.10.2008
[code:1:ed2795bbb2]په پورتنی رپورټ کی می ځینی تیروتنی په قوسینو کی بندی
کړی دی خو له دقیقی کتنی وروسته نوری هم پيداکیدلی شی
او دجملو ناسموالی می لا نده راسپړلی
کیدی شی ځینی ټایپی تیروتنی وبلل شی خو ایا یوخبریال
دخپل څوکرښي رپورټ ټایپي تیروتنی هم نشی اصلاح کولی
دخبریال او رسنۍ نوم ته اړتیا نشته هغه رسنۍ او ښاغلی خبریال
خپل کار پیژنی نو باید په پرده کی خپلوکړموته ځیر شی [/code:1:ed2795bbb2]
------------------------------------------------------------
ښاغلی غیرت مننه خو داد یی ګانو ګروپ دښاغلی خبریال په ریپوټ
کی ده چی ما راکاپی کړی دی او او زما له لوری ټایپ شوی لیکنه داپورته ده
او بل دیی ګانو په اړه زه ډیر تساهل کوم خدای شته چندان می ندی مراعت کړی
البته بیا هم مننه خو داخبریال خو به ستاد ماما زوی نه وی :) :)
په مینه
ډاکتر څپاند
18.10.2008
ګرانو دوستانو!
متاسفانه دپښتو ليک لوست ته دنورو ژبو په پر تله خورا لږ کار شوی دی٠
دکابل په پوهنتون کی خو پښتو اصلا رواج نه وه او دسرحد په داړو خواووکی
دنورو ژبو سره ورګډه شوی ده٠
سره ددی چه دا ځای دپښتو د ګرامر دبحث ځای ندی،مګر رښتيا خبره خو داده
چه ددی بحث ولوستونکی زيات او پدی توګه که څوک وکولای شی چه نورو
پښتنو يا دپښتو مينانوسره مرسته وکړی او پدی بحث کی
ګرامری ښوونی تر سره کړی،نو دابه پښتو ته يو خدمت وی٠
زه پخپله د (ی،ې،ي،ۍ او ئ)په استعمال کی ستونځی لرم٠هيله چه مرسته
وکړی٠
[color=red:67d1412329]دی،سړی،سپی[/color:67d1412329]
[color=darkred:67d1412329]ډوډی،کيږدی[/color:67d1412329]
[color=red:67d1412329]پيتاوی[/color:67d1412329]
[color=darkred:67d1412329]مستی،شدی[/color:67d1412329]
دی(لکه پدی جمله کی:انګریزان کابل ته رغلی [color=red:67d1412329]دی[/color:67d1412329])
او نور ډولونه یی،
په درناوی٠
pattang
18.10.2008
زه پخپله د (ی،ې،ي،ۍ او ئ)په استعمال کی ستونځی لرم٠هيله چه مرسته
وکړی٠
[color=red:0e2f2739c9]دی،سړی،سپی[/color:0e2f2739c9] روغ دي ٠ سړی روغ دی ، سپی روغ دی
[color=darkred:0e2f2739c9]ډوډی،کيږدی[/color:0e2f2739c9] نه داسې نه : ډوډۍ، کيږدۍ/ کېږده
[color=red:0e2f2739c9]پيتاوی[/color:0e2f2739c9] روغ دی ٠
[color=darkred:0e2f2739c9]مستی،شدی[/color:0e2f2739c9] نه داسې نه : مستې ، شدې
دی(لکه پدی جمله کی:انګریزان کابل ته رغلی [color=red:0e2f2739c9]دی[/color:0e2f2739c9])
نه داسې : .... راغلي دي ٠
او نور ډولونه یی (يې) ،
[quote:0e2f2739c9="Sapand Safi"]ګرانو دوستانو!
متاسفانه دپښتو ليک لوست ته دنورو ژبو په پر تله خورا لږ کار شوی دی٠
دکابل په پوهنتون کی خو پښتو اصلا رواج نه وه او دسرحد په داړو خواووکی
دنورو ژبو سره ورګډه شوی ده٠
سره ددی چه دا ځای دپښتو د ګرامر دبحث ځای ندی،مګر رښتيا خبره خو داده
چه ددی بحث ولوستونکی زيات او پدی توګه که څوک وکولای شی چه نورو
پښتنو يا دپښتو مينانوسره مرسته وکړی او پدی بحث کی
ګرامری ښوونی تر سره کړی،نو دابه پښتو ته يو خدمت وی٠
زه پخپله د (ی،ې،ي،ۍ او ئ)په استعمال کی ستونځی لرم٠هيله چه مرسته
وکړی٠
[color=red:0e2f2739c9]دی،سړی،سپی[/color:0e2f2739c9]
[color=darkred:0e2f2739c9]ډوډی،کيږدی[/color:0e2f2739c9]
[color=red:0e2f2739c9]پيتاوی[/color:0e2f2739c9]
[color=darkred:0e2f2739c9]مستی،شدی[/color:0e2f2739c9]
دی(لکه پدی جمله کی:انګریزان کابل ته رغلی [color=red:0e2f2739c9]دی[/color:0e2f2739c9])
او نور ډولونه یی،
په درناوی٠[/quote:0e2f2739c9]
ډاکتر څپاند
19.10.2008
دا جمله څه معنی ورکوي؟
طالب ویاند ذبيح الله مجاهدددغي وژني پړه منلي او ولس مشرکرزي بیاپدغه وژنه [color=red:bc01f96bf9]خورابدمنلي [/color:bc01f96bf9]دي.
موږ ددی پرځای داسی وايو :بې عقله کرزی پدغه وژنه خفګان ښکارکړی،اويا
..............پدی پيښه سخت خفه(متاثر)شوی،مګر د [color=brown:bc01f96bf9]بد منلی دي[/color:bc01f96bf9] کلمه يوه اختراع يا نوښت دی ک څنګه؟
اوياهم په دی جمله کي "ډلي یونیفورم نه وو اغوستی اوځينو يی [color=red:bc01f96bf9]رډبرالا[/color:bc01f96bf9] روژه هم خوړله."
دغه راز ځني نوی کلمات په پښتو ژبه کی رامنځ ته کړی شوي دی چه ماخذ او
مصدر يي ندی معلوم،لکه :اند،موخه اونور
دنظر خاوندان دې مرسته وکړي٠
رښتینی
19.10.2008
سلامونه او نیکی هیلی
دالاندی جملی نه اختراع یا نوښت ده او نه بله بلا ده بلکی دادمحلی
ژبی توری کارول شوی دی زموږ په سیمئیزه پښتو کی هم دا توری شته
ویل کیږی فلانی په دی کار بده منی اوداسی نور خو نن ځینی خبریالان
داډول توری کاروی او که څوک ګوته ورته ونیسی هغه دیی ګانو په لومه
کی لتاړ شی :) :)
[code:1:fde5108f4c]طالب ویاند ذبيح الله مجاهدددغي وژني پړه منلي او ولس مشرکرزي بیاپدغه وژنه خورابدمنلي دي. [/code:1:fde5108f4c]
[code:1:fde5108f4c]ډلي یونیفورم نه وو اغوستی اوځينو يی رډبرالا روژه هم خوړله." [/code:1:fde5108f4c]
[color=darkred:fde5108f4c]رډ برالا[/color:fde5108f4c] یوتقریبا مکروه محلی توری دی خو
ځینی خبریالان یی شاید دابتکار اونوښت په نیت کاروی او ګومان کوی
چی دابه هم دپښتو جوپړ وی !!
په مینه
pattang
19.10.2008
سلامونه او نیکی(نېکې ) هیلی (هيلې)
دالاندی(ې) جملی(ې) نه اختراع یا نوښت ده(ده/دی) او نه بله بلا ده بلکی(ې) داد(ې )محلی (محلي) ژبی(ې) توری(ي) کارول شوی(ي) دی (ي) زموږ په سیمئیزه پښتو کی(کې) هم دا توری (ي)شته ویل کیږی فلانی په دی (ې)کار بده منی (ي) اوداسی(ې) نور خو نن ځینی(ې) خبریالان داډول توری (ي)کاروی(ي) او که څوک ګوته ورته ونیسی(ي) هغه دیی(يې) ګانو په لومه
کی (ې)لتاړ شی(ي) :) :)
Ghairat
19.10.2008
واه واه نام خدی ! يې ګانې دې ډیرې ښې او پر ځای کارولې دي، د جایزې وړ یې!
خو اوس مې صرف سلامونه ومنه!
[quote:5aeb91370b]نه اختراع یا نوښت ده(ده/دی) او نه بله بلا ده [/quote:5aeb91370b]
يواځې : بلا ښځینه ده او (ده) ورسره سمه ده!، خو نوښت نرینه دی، او ده ورسره ګرامري تیروتنه ده او یواځې په یوه محدوده سیمه ییزه لهجه کې له نرینه او ښځينه له توپیر پرته دواړو ته کارول کیږي، خو سیمه ییزې لهجې باید دګرامري معیار په ځای ونه کارول شي او معیاري لیکدود تعمیم کړو او په دې لاره کې مو بریالیتوب غواړم .
محترم حامد صیب ته سلامونه ، له لاندې اعتراف څخه یې دیره ډیره مننه چې د نر غوندې یې کړی :
[quote:5aeb91370b]بل دیی ګانو په اړه زه ډیر تساهل کوم خدای شته چندان می ندی مراعت کړی [/quote:5aeb91370b]
آلله تعالی دې توفیق درکړي چې
[color=darkblue:5aeb91370b]دیی ګانو په اړه ډیر تساهل نور چندان مراعت نکړئ [/color:5aeb91370b]
[quote:5aeb91370b]خو داخبریال خو به ستاد ماما زوی نه وی [/quote:5aeb91370b]
متأسفانه ، نه!، نوموړی ډیر تالیمن دی، ځکه د ماما زوی ته نه، خو که د کاکا ځوی مې وی او دومره ډیرې تیروتنې یې کولی، یو سوک به مې په خوله ورکړی وی او یا به مې د خبریال په توګه استعفا ته اړویستلی وی! :lol: :lol:
ډیره مینه او درناوی !
sabawoon azadkhial
19.10.2008
غيرت صیب سلامونه
فکرکوم چې ستاسې په ليکنه هم د يي ګانوپه کارونه کې يوه تېروتنه شوې ده. دبېلګې په توګه تاسې لیکی: ډيرې ښې .. ښه به نه وي که داسې وليکل شي (ډېرې ښې..)
ډېر مو په خپله ليکنه کې هرځای (ډير) لیکلی دی چې زما په نظر سم نه دی. اميد چې زما وړه يادونه مو خپه نه کړي.
باتور
19.10.2008
ټولو ته سلامونه !
[color=brown:d643570ba5]د سمون د سمون د سمون، د سمون کوښښ ![/color:d643570ba5]
واه واه نام خدی[color=darkred:d643570ba5](خدای)[/color:d643570ba5] ! يې ګانې [color=brown:d643570ba5]( ګاني )[/color:d643570ba5] دې [color=darkred:d643570ba5](دي)[/color:d643570ba5] ډیرې [color=brown:d643570ba5](ډېري)[/color:d643570ba5] ښې او پر ځای کارولې [color=darkred:d643570ba5](کارولي)[/color:d643570ba5] دي، د جایزې وړ یې!
خو اوس مې [color=brown:d643570ba5](مي)[/color:d643570ba5] صرف سلامونه ومنه!
اقتباس:
نه اختراع یا نوښت ده(ده/دی) او نه بله بلا ده
يواځې [color=darkred:d643570ba5](يواځي)[/color:d643570ba5] : بلا ښځینه ده او (ده) ورسره سمه ده!، خو نوښت نرینه دی [color=brown:d643570ba5](ده)[/color:d643570ba5] ـ[color=darkred:d643570ba5] له نوښت سره (دی) لېکن له نرينه سره بيا بېرته (ده) سمه ده[/color:d643570ba5] ـ ، او ده ورسره ګرامري تیروتنه ده او یواځې [color=brown:d643570ba5](يواځي)[/color:d643570ba5] په یوه محدوده سیمه ییزه لهجه کې [color=darkred:d643570ba5](کي)[/color:d643570ba5] له [color=brown:d643570ba5](د)[/color:d643570ba5] نرینه او ښځينه له توپیر پرته دواړو ته کارول کیږي، خو سیمه ییزې [color=darkred:d643570ba5](ييزي)[/color:d643570ba5] لهجې باید دګرامري معیار په ځای ونه کارول شي او معیاري لیکدود تعمیم کړو او په دې لاره کې مو بریالیتوب غواړم .
محترم حامد صیب ته سلامونه ، له لاندې [color=brown:d643570ba5](لاندي)[/color:d643570ba5] اعتراف څخه یې دیره ډیره مننه چې د نر غوندې[color=darkred:d643570ba5] (غوندي)[/color:d643570ba5] یې کړی :
اقتباس:
بل دیی ګانو په اړه زه ډیر تساهل کوم خدای شته چندان می ندی مراعت کړی
آلله تعالی دې توفیق درکړي چې [color=brown:d643570ba5](چي)[/color:d643570ba5]
دیی [color=darkred:d643570ba5](يې)[/color:d643570ba5] ګانو په اړه ډیر تساهل نور چندان مراعت نکړئ
اقتباس:
خو داخبریال خو به ستاد ماما زوی نه وی
متأسفانه ، نه!، نوموړی ډیر تالیمن [color=brown:d643570ba5](طالعمن)[/color:d643570ba5] دی، ځکه د ماما زوی ته نه ، خو که د کاکا ځوی مې [color=darkred:d643570ba5](مي)[/color:d643570ba5]وی او دومره ډیرې [color=brown:d643570ba5](ډېري)[/color:d643570ba5] تیروتنې [color=darkred:d643570ba5](تېروتني)[/color:d643570ba5] یې کولی، یو سوک به مې[color=brown:d643570ba5] (مي)[/color:d643570ba5] په خوله ورکړی وی او یا به مې [color=darkred:d643570ba5](مي)[/color:d643570ba5] د خبریال په توګه[color=brown:d643570ba5] (؟)[/color:d643570ba5] استعفا ته اړویستلی وی!
ډیره مینه او درناوی !
[color=darkred:d643570ba5]په درنښت[/color:d643570ba5]
ډاکتر څپاند
20.10.2008
که چيرې دهرې سيمې پښتانه ليکنې پخپلو محلي اسطلاحاتو ډکې کړي نو
خدای خبر که دا وړۍ شړۍ شي٠
دليکنولپاردپښتو ټولنې يو څه رهنمودونه درلودل،مګر تر هغی چه موږ يو
ستندردونه لرو،ښه به دا وی چه دمحلي اسطلاحاتو دليکلو نه مخنيوی وشي٠
باتور
20.10.2008
Safi خانه !
خبره دلته د محلي اصطلاحاتو نه ده . . دلته د يې ګانو د مناسب استعمال په اړه بحث روان دی .
زموږ يې ګاني ډېر منظم او دقيق حساب لري . . په محلي لهجو پوري اړه نه لري .
د مثال په توګه :
[color=darkred:2e9014a142](کي، مي، چي )[/color:2e9014a142] له [color=green:2e9014a142](کې، مې او چې)[/color:2e9014a142] سره فرق لري .
په کور [color=darkred:2e9014a142]کي[/color:2e9014a142] ناست يم . .
په کور[color=green:2e9014a142] کې (کي يې)[/color:2e9014a142] څوک نه سته..
کور[color=darkred:2e9014a142] مي [/color:2e9014a142]لري دی . .
کور [color=green:2e9014a142]مې (مي يې)[/color:2e9014a142] ولېد . .
ټوپونه [color=darkred:2e9014a142]چي[/color:2e9014a142] وهې، وبه پرزې !
ټوپونه [color=green:2e9014a142]چې (چي يې)[/color:2e9014a142] وهل، وپرزېدل .
د ليکونکو اکثريت د (ې) استعمال په ډېره پراخه توګه کوي..
نور بيا
په درنښت
Ghairat
20.10.2008
باتور صیب دآ آ آ څه کوې دا؟
هرڅه په دا بل مخ را اړوې او جوړ شیان ړنګوې که څنکه؟
خبرې به سپینې کوو، تا خو یو دلیل او یو ټکې تشریح هم ورسره نه ده ورکړې چې څه ویل غواړې او دلیل دې څه دی؟ هسې ملنډې وهې که څه؟
دا خو منل شوې یې ګانې دي او پښتو ټولنې د لر او برو پښتنو پوهانو سره په ۳۶۰ غونډو کې پرې پریکړې کړې دي .
په دې باید سره پوه اوسو چې د (کي) تلفظ (آواز) کټ مټ د فارسي له کي(څوک) سره یوشی دی . آیا مونږ (په کور کې ناست یم) کټ مټ د فارسي د (کي) په څېر
( په کور [color=white:78b86fc472]کي[/color:78b86fc472] ناست یم) وایو ؟؟؟؟؟؟؟
که داسې نه وي نو په تلفظ کې فرق یا ستونزه نشته، ستونزه صرف د پښتنو په غیر
دېسیپلین او د قانون په نه مراعت کوولو کې ده ، چې منل شوې قاعدې نه تعمیموي ۰ نو ددې نیمګړتیا د مخنیوي پرځای ته راځې په چئپه خوله او ګونګ ډول له هر ډول دلیل او تشریح پرته ټولې لاسته راوړنې تر پښو لاندې کوې؟ آیا دا هم لیکنه ده چې تا کړې؟
که ته د حکمتیار صیب د لیکنې د تآثیر لاندې راغلی یې ، نو په هغې کې ډیرې سمې خبرې هم شته، هغه یې ولې نه اخلې چې یواځې هغه ناسم ټکي ترې اخلې؟
هو، ته به ډیر دلایل لرې، نو لطفآ دلایل دې وړاندې کړه چې مونږ هم پرې پوه شو او که دلایل نه لرې نو بیا دې لیکنه بیرته واخله او لوستونکي په شک او ترَدُد کې مه ساته!
[color=white:78b86fc472]نور نو : سلامونه ، مینه مینه او درناوی![/color:78b86fc472]
Ghairat
20.10.2008
[quote:d77bf25fb5="sabawoon azadkhial"]غيرت صیب سلامونه
فکرکوم چې ستاسې په ليکنه هم د يي ګانوپه کارونه کې يوه تېروتنه شوې ده. دبېلګې په توګه تاسې لیکی: ډيرې ښې .. ښه به نه وي که داسې وليکل شي (ډېرې ښې..)
ډېر مو په خپله ليکنه کې هرځای (ډير) لیکلی دی چې زما په نظر سم نه دی. اميد چې زما وړه يادونه مو خپه نه کړي.[/quote:d77bf25fb5]
سباوون ازادخیال صیب ډېره ډېره مننه!
د عادت او شعوري کار توپیر همدغه دی :
په ډېرو ځایونو کې مې( ډېر) په شعوري توګه سم لیکلی، خو عادت بد شی دی ، چې پام مې نه وي او یا عجله، نو بیا ډیر راڅخه (ډیر) شوی، پام به کوم ، کور دې ودان او بچیان دې لوی! سلامونه!
باتور
20.10.2008
ټولو ته سلامونه !
محترم غيرتي غيرت ته !
پښتو ټولني که په سمه مفصله توګه پښتو ته خدمت کړی وای، نو موږ به اوس
له دې جنجالونو سره لاس اوګرېوان نه وو. . زه پښتو ټولنه نه ملامتوم . .
د پرسونل او مالي امدادونو د کموالي برسېره يې پښتو ته ډېر خدمتونه کړي.
د حکمتيار خبره هم سمه ده، لېکن هغه صرف د زور، زېر، زورکي او زيرکي په حساب
خبره خُلاصه کړي. . زما په نظر نوري قاعدې هم سته چي د (ي) او (ې) تر منځ توپير ساده کړي.
د مخکنۍ ليکني په بېخ کي مي د نوربيا مطلب دا وو چي دې موضوع ته بيا هم راځم.
خبره دلته د ملنډو نه ده . . منطقي دلايل او تشرېح به هم که خدای کول په مفصله توګه وړاندي کړم. .
تر هغو پوري تاسو په دې لاندي جملو باندي لږکي غور وکړئ .
د مثال په توګه:
د پښتو ټولنه موږ ته وايي چي :
پورې، لاندې، باندې، داسې، هسې، چيرې . . . او داسي نور، بايد په اوږده (ې) وليکل شي
او ولوستل شي، نه په لنډه (ي) .
تاسو دا لاندي جملې ولولئ .
په زړه پوري خبره .
په ما پورې نه کتل . (پوري يې)
دا لاندي مطلب.
د لاس لاندې کار کوم. (لاندي يې)
په ما باندي ظلم مه کوه.
په ما باندې ظلم کاوه. (باندي يې)
چېري وې؟
چېرې وړې؟ (چېري يې)
د (ي) او (ې) په لوستلو او ليکلو کي تقريبا ټول پښتانه ستونزي لري. . په استثناء د قندهاريانو،
هغوی بيا په يې ګانو دومره ری نه وهي.
ستاسو خبره سمه ده. (ي) هم په اکثرو کلمو کي مطلوبه لفظي افاده نه ادا کوي . .
لېکن د (ې) نه په هره کلمه کي سوء استفاده هم سمه نه ده.
کېدای سي چي يوې بلي نوي (ی) ته به ضرورت لرو. :idea:
نور بيا
په درنښت
Ghairat
20.10.2008
درنو لوستونکو او تورزن باتورته سلامونه!
خبره د غیرت نه د پوهاوي ده، مننه چې یو څه مو ولیکل پوه شوم چې موخه مو څه وه . له ورکړ شویو مثالونو څخه مو داسې بریښي چې ستاسې په اند (ي) د وه ډوله تلفظ افاده کوي یو پخپله د معروفې یې او بل هغه اوږده (ې) چې په تلفظ کې رالنډه شوې ادا کیږي او تاسې یې شپږمه یې بولئ ۰ مثلأ تاسې سم مثال ورکړی دی :
........................................[color=blue:76a80688a4]چېري وې؟ [/color:76a80688a4]
دلته درې یې ګانې دي چې لومړۍ او وروستۍ یې تاسو هم اوږده او منځنۍ مو بیا دبڼې له مخې د معروفې (ي) په شکل لیکلې ده.
نو ستونزه دا نه ده چې ددې لنډې ادا کیدونکې يې څخه زه، ته یا بل څوک منکر اوسي، زه یې منم ، ته یې منې او بل هر پښتون یې هم مني چې دا ددواړو یې ګانې ( ې او ي) سره یو څه توپیر لري، او چې توپیر یې مني نو دا هم منلی شي چې دغه توپیر په یوه بل ( شپږمې یې) په شکل تثبیت کیدلی او انځورېرېدلی شي۰ ولې داچې د نوموړې توپیر انځورونه څومره مهمه ده، دا به راتلیزې اود ژبپوهانو متفقې پریکړې ته پریږدو۰
مهمه داده چې که تر هغه وخته پورې دنوموړې یې په کارولو کې د سختو تیروتنو مخنیوی وکړو دابه ډېره ښه وي :
نو ددې له پاره اړینه بریښي چې ددغې یې ګاونډیان یعنې ملینه اوږده یې(ې) او معروفه ژوره (ې) دواړه په تله او ترازو سره وتلو او وګورو چې کومې یوې ته هغه شپږمه یې تر بلې هغې ډیره نږدې ده ، هرې یوې ته چې ډېره نږ دې وي نو تر هغې پورې به یې د همغې یې په شکل لیکو:
ملینه یا اوږده (ې) په دوه معیارونو تعریف شوې چې
۱ـ د مخه توری یې زیر لري
۲ ـ اوږده ویل کېږي
که له دې سره شپږمه يې پرتله کړو، نو لومړی معیار پرې تطبیق دی چې د مخه توری یې زیر لري، خو دویم معیار چې اوده ویل کیږي پرې نه تطبیقیږي . اصل معیار هم دادی چې ملینه یې پخپله د مخکیني توري هم د زېر او هم د هغه اوږدولو وظیفه تر سره کوي ، ولې زمونږ شپږمه یې د اوږدولو دنده نه تر سره کوي ، خو د زیر دنده ښه په نره توګه اجراکوي او د همدې فونیتیک فنکشن په تلسټ ورته لنډه ملینه یې ویلی شو، ځکه مخرج یې کټ مټ یو شی دی، صرف تلفظ کې ۵۰ فیصده تر هغې لنډ ادا کیږي او بس!
[color=white:76a80688a4]نو آیا غوره به نه وي ، تر څو چې د اوږدې (ې) سره یې دعین اواز خو لنډ تلفظ توپیر مهم او د شپږمې یې په شکل په رسمیت پیژندل کیږي ، تر هغه وخته یې صرف په لیکلو کې( نه په تلفظ کې) د نوموړي لنډوالي او اوږود والي څخه تیر شو او په همدغه یو شکل (ې) یې وکاروو؟[/color:76a80688a4]
خو که د معروفې يې سره یې پرتله کړو، نو نه پوهیږم چې څه یې سره ګډ دي او هغه ګډوالی یې څومره غښتلی دی چې د (ې) په شکل نه، بلکې د (ي) په شکل یې ولیکو؟
نو تر هغه چې تاسې په دې اړه فکر کوئ، دا هم ورسره په پام کې ونیسئ چې د معروفې (ي) په تعریف کې ځینې کسان له خیټې څخه دا ورزیاتوي چې ګواکې ددغې یې د مخه توری زوَرَکی لري، حال داچې زه دغسې کومه فتحه ګۍ نه وینم او په مثالونو لکه
.................................................[color=yellow:76a80688a4]غوړي، شړي او لړي [/color:76a80688a4]
کې یوه ([color=red:76a80688a4] ړ[/color:76a80688a4] ) هم زورکی نه لري ، نو ښه به داوي چې د معروفې (ي) تعریف د مخکیني توري د تلفظ پورې نه، بلکې برعکس د مخکیني توری تلفظ د دغې يې پورې وتړو چې همدغه یې دنده ده او بس .
په درنښت!