د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زړه لړزونکي حقايق/ Afghanistan in Blut und Chaos

pattang
16.10.2008

له لومړي مخ څخه :
زړه لړزونکي حقايق

ډاکتر اباسين

٢٧ / ٧ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-10-18 20:06:00 م
درنو لوستونکو
د تېرې پنځشنبې په ورځ (١٦ـ ١٠ـ ٢٠٠٨ ) دالمان په پارلمان کې يوځل بيا په افغانستان کې د الماني پوځ د ماموريت د مودې غزول او د سرتيرو شمير زياتول مطرح شول . په دې تړاو کريستوف هورستل ، په افغانستان او پاکستان کې د حکومت او اقتصادي تشبثاتو مشاور دالمان په مطبوعاتو کې له يو لړ زړه لړزونکو حقايقو پرده پورته کړه چې ژباړه يې په ﻻندې ډول تاسو ته وړاندې کوم :

16.10.2008 Neues Deutschland
Von Christoph R. Hörstel

Afghanistan in Blut und Chaos
د المان د Neues Deutschland له ورځپاڼې څخه :

......................................افغانستان په وینو او ګډوډۍ کې
د یوه عیني شاهدقضاوت :
د بهرنیو تجربه له ماتې سره مخ ده.

د کرېستوف ، ر. هورستل لیکنه :

نن د پنځشنبې په ورځ د المان پارلمان په افغانستان کې د الماني پوځیانو ماموریت دا ځل د ۱۲ پرځای د ۱۴ میاشتو له پاره غزوي چې په راتلونکې کال کې
د المان د پارلماني ټولټاکنو څخه یې هم وخت اوړي . سربیره په در به د آلماني پوځ شمیر له ۳۵۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته لوړ شي، په دلسې حال کې چې د روانې ۷ کلنې جګړې بهیر په ډاګه کوي چې هر ځل د نړیوالو پوځونو د شمیر د زیاتولو سره ‍‍ جګړې لاپراختیا موندلې ده. د لاندینۍ لیکنې لیکوال د خپلې مستقیمې تجربې او د سر په سترګو د لیدلي حال څخه ریپوټ راکوي :
د ۲۰۰۱ کال د مني په شپو ورځو کې ، کله چې ره د لویدیځ د یواځیني تلویزیوني رېپورټر په توګه د طالبانو د یوې آزادې ویزې سره په افغانستان کې وم ، ددې حقیقت له پاره مې ګڼ شمیر ٍثبوتونه په خپلو سترګو ولیدل چې د متحده ایالاتو
هوايي ځواکونو قصدا ً ملکې هدفونه تر برید لاندې نیول .
له هغه وروسته د ولسمشر د مرستیال حاجي قدیر د سلاکار په توګه زما دنده په ۲۰۰۲ کتل کې هغه وخت پای ته ورسیده چې نوموړې ووژل شو.د نوموړي د ورور حاجي دین محمد سره ، چې د ننګرهار ولی و ، د سلاکار په توګه زما دنده د ټول ولایتي حکومت په همکارۍ د افغانستان د یوه ولایت له پاره د ودې او پراختیا د شتراتیژي دټاکلو یوه نوې لار او طریقه رامنځته کول و.
په افغانستانکې د ملګرو ملتو د مرستو دماموریت یوناما (UNAMA) ، د ملکی ــ پوځي همکارۍ (CIMIC) او بیلابیلو نه دولتي ټولنو مخکښ کارمندان حاضر وو. خو لویدیځوالورسمی مقاماتو هیڅ علاقه نه لرله چې زمونږ له ښو تجربې څخه د هیواد په نورو برخو کې هم کار واخلي .
خیانت کارانه د ودې او پراختیا له پیسو څخه ناوړه ګټه اخیستل و: سلاکارانوته داسې معاشونه تادیه کید چې د یوې ورځې زر(۱۰۰۰) امریکا یې ډالره ورکول کیږي. پیسې د بی کنتروله پروژو او داسې مرستو له پاره ورکول کېږی چې تر ۴۰ سلمو پورې پیسې بیرته مرستندویه هیوادونو ته ستنېږي . په دې توګه به په راروان ژمي کې په لیرې پرتو سمو او ګوښه پرتو درو کې افغانان یوځل بیا د سختې لوږې سره لاس او ګریوان شي.
په هغو ښونیزو کورسونو کې چې د نړیوال سوله ساتی ځواکونو له ډلې څخه دالمان د پوځي مشرانو دغوره شوو کسانو له پاره ځانګړي شوي وو، ما د نړۍ په دې سیمې کې د متحده ایالاتو موخې او علایق داسې روښانه کول :
چین او ایران باید محاصره او د روسیې باید مخه ډب شي . همدارنګه د نفتو او غاز د د پایپلاینونو د کنترولولو له پاره د امریکا متحده ایلات هڅه کوي چې د
اوږدې مودې له پاره پر مرکزي اسیا خپل تسلط او ولکه د ترهګرۍ ضد جګړو په نامه تأمینه کړي . ددې له پاره یوه سپین سترګې شتراتیژي هم په کارلویدلې او هغه د پاکستان د استخباراتی سازمان په مرسته ټیک ټاک د مقاومت د اسلامی غورځنګ سره مرسته کول دي، څو د زیاتیدو پوځي شتون له پاره یوه پلمه په لاس موجوده وي.
د کورس یو برخوال جنرال هم کله نقیض نظر نه دی څرګند کړی . داچې دالمان حکومت په دې طرزالعمل له کال راهیسې بیا بیا خبریږي ، داحقیقت ماته یوداسې لوړ پوړي کارمند په دې وروستیو کې تایید کړ، چې دوضعې په اړه د استخباراتو ونیزه راپورونوته لار لري .
تر ټولو ټکان ورکونکی جنایت په ډاګه او اعلا شوې توګه د یورانمو د وسلو
استعمالول دي ــــ په تیره بیا دUSA له خوا . نوموړې وسله د لګیدلی کسانو په بدن کې جینیتیک تخریب رامنځته کوي کوي چې که په زرګونو نه وي نو د سلګونو سخت معیبو ماشومانو زیږیدل او یا په تدریجي مرګ زوند له لاسه ورکول یې ناوړې پایلې دي . دا یو جنګي جنایت دي چې زه یې آرامه ولسوژنه بولم. په کابل کې د لویدیځوالو د روغتونو په شمول ټول روغتونونه کلک انکار کوي چې د خپلوډاکترانو د رسمي لوړې پّه خلاف د انساجود نمونو په لابراتواري معاینو پواسطه د اړونده جنایاتو ثبوتونه وړاندې کړي. د امریکا متحده ایالات په څرګنده
د جګړې د پراختیا سیاست تعقیبوي. په دې تړاو د یادونې وړ ده چې د نیشه توکو په قاچاق کې لاسلرونکي جنګ سالارانو ته په شفاهي او ورځنۍ توګه د بیرته اخیستو وړ لایسنسونه ورکول کیږي د ناتو له خوا ددې هیواد په کنترولو لو
او د ولسي وګړو په ځپلو ګومارل کیږي . المان هم په دې معامله کې برخه اخلي، څو خپل پوځونه د طالبانو له بریدونو څخه وساتي. په داسې حال کې چې اشغالګرهیوادونه د افغاني پولیسو په روزنه فکر کوي، نوموړی پولیس د اړونده وزیر تر کچې پورې د نېشه توکو په سوداګرۍ سخت بوخت دي . د افغانستان د قومي اړیکو دفتر ( Tribal Liaison Office« (TLO
وايي چې «هیڅوک د یوې ولسوالۍ د پولیسو د قوماندان په توګه نشي ټاکل کیدای بی له دې چې دنیشه توکو د قاچاق اړونده مشر پرې خپله موافقه نه وي ښودلې. »
د ناتو د پوخ ځینې برخې اوس غواړي د نیسه یي توکو د قاچاق سالارو پر ضد عمل وکړي. خو هغوی به طبعا ً دا هڅې وکړي چې یواځې دهغو قاچاقسالارانو پر ضد عمل وکړي چې له حده زیات له طالبانو سره همکاري کوي. او حتی په ې انتخاب کې به هم له سختې ماتې سره مخامخ شي او رولنه ګډوډی به نوره بشپړه کړيږ
نو په دې ډول USA او متحدین یې دا شتراتیژي تعقیبوي چې د نظم هر ډول موجوده او لا پاتې شکل د پښتنو د قامي ژوند قانون «پښتونولي » چې له څو سوو کالو راهیسې دوام لري هم له منڅه یوسي . مرګ، وژل، شکنجه ، زور زیاتی او زنداني کولو ډیره پراختیا موندلې ، هېڅ یو وزارت له بډې خوړلو او درغلیو څخه پاک نه دی. د کابل اداره یوه ظاهری او مصنوعی اداره ده، چې امن او نه عدالت په کې شته . په ملی اردو کې د جلب شویو پوځیانو شمیر لږ او د تښتېدلو هغو سره یې دشمیر کچه یو برابر وي .
د هندوکش په لمنو کې د روان کړکېج یو حل یواځې د پاکستان له پاره د حل له پلان سره جوخت او همزمان منځته راتلای شي . په افغانستان کې د US-Operation
»Enduring Freedom« (OEF) باید قطع شي ، د ایساف ماموریت ډیر محدود او دودې او پراختیا مرستې لږ تر لږه درې لرابره شي) ټول بهرني پوځونه باید په تدریجي ډول په پنځوکالو په ترڅ کې ووځي ۰ د افغانستان له پاره د حل یوه افغاني لار په نړیواله کچه د مداخلو منع کول ( د ملګرو ملتو د پندیزونو له شونتیاو سره) او د طالبانو په شمول له ټولو خواوسره تماسونه او اړیکې نیول غواړي ۰

ددې مضمون لیکوال Von Christoph R. Hörstel په افغانستان او پاکستان کې د حکومت او اقتصادي تشبثاتو مشاور له ۲۳ کالو راهیسې د دنړۍ په دغې سیمې کې بیا بیا په دندو ګومارل کیږي .
ـــ
نو غیرتي افغانانو تاسې دغه زړه لړزونکی خبر څرنګه ارزوئ ؟؟؟
[code:1:659b33d8e8]
Afghanistan in Blut und Chaos
Urteil eines Augenzeugen: Das Experiment ist gescheitert
10/16/2008 www.neues-deutschland.de
Von Christoph R. Hörstel[/code:1:659b33d8e8]



20.10.2008

درنو دوستانو السلام علیکم !

رښتیا هم دغه لیکنه زړه لړ زونکۍ ده. ځکه چې له بوګنونکو واقعیتونو څخه یې پرده پورته کړې ده .

لومړی داچې امریکایان د پښتنو په تباهۍ پسې راخیستې ده، نر او ښځې، زاړه ، ځوانان او ماشومان ټول وژني او له ولسوژنې څخه کار اخلي، آیا د پښتنو آزادي غوښتونکې څه رنګي ددوی دسیمه ییزو پلانونو مخه ډبوي او دخپلو سترګو اغزی یې بولي؟

دوهم داچې ددې جنایت په لاره کې بن لادن او القاعده، ملا عمر او لوړ پوړي طالبان، ISI او پاکستان، کرزی ، شمالي ټلواله او متحده ملي ضدجبهه له امریکا سره مرسته کوي چې له ډ ‌بلو ډبلو روپو( میلیونو ډالرو) ورکولو څخه پرته دا کار هډو امکان نه لري .

دریم ــ د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ پېښه د CIA, ISI او القاعدې د مشر په دسیسه تر سره شوې او کېدای شی مخکې یا وروسته د طالبانودمشرتابه هغه برخه چې د ISI
سره نږدې تړاو لري هم پرې خبره شوې او ورسره یې منلې وی.

څلورم ــ د بن لادن او ملا عمر نه نیول هم په همدغه اساس ناممکنه شوی او بس .

پنځم ــ طالبانو ته د امریکایانو له خوا د ISI په مرسته له هغو سلاح څخه یوه برخه هم ورکول کیږي چې د پاکستان له لارې یې افغانستان ته قطارونه تیریږي او په دې اړه پخواني خبرونه هم ټول حقیقت دی چې څو ځایه امریکايي الیکوپترو طالبانو ته وسلې غورځولې دي.

شپږم ـــ د طالبانو سره د روغې جوړې په هڅو کې د کرزي د حکومت سستي له یوې خوا او د طالبانو ناممکنې غوښتنې له بلې خوا د امریکا له پاره په همدغه لاره د جګړې اوږدولو او زیاتولو له پاره خدمت وي چې طالب ، القاعده ، کابل او اسلام اباد یې په ګډه ترسره کوي .

۷ ــ بن لادن افغانستان ته رالیږل او طالبان یو ځل قدرت ته رسول له پخوا نه د همدې پلان مقدمات وو چې اوس یې پلي کول روان دي .

۸ ــ په دې پلان کې امریکاپلوه عربي هیوادونه هم بی خبره او بی ونډې نه بریښي، ځکه بن لادن کلک ناسیونالست دی او څومره چې سعودي عربپال دی هومره فلسطینی هم نه دی، نو له سي . آی . ای سره یې پټې ریښې د سعودي له خوښې پرته روانې نه بریښي .
خو داچې دا دومره نادودې ولې د پښتنو سره کیږي او تل دوی ولې ددې ناورینونو
له پاره ټاکل کیږي ، ددې خبرې علت تاسې ګرانو لوستونکو په څه کې وینئ(؟) آیا
په دوی کې د ملي ګټو په ضد پیسه دوستي، قدرت پرستي او شهرت پرستي ډیره ده ، کوم چې کرزي او ملا عمر ته امریکا مفت وربخښلي دي (؟) او که :

[color=red:003005a879]له جنګ پرته پښتانه هسې مجهول دي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ لر او بر په اند رښتیا افغان غول دي[/color:003005a879]


pattang
20.10.2008

د ټول افغان له ادارې څخه ډېره مننه ، هغه مضمون کوم چې ما په جر مني ژبه
دلته را نقل کړی و په ډېره خوږه پښتو يې ژباړلی دی ، بيا هم ډېره ډېره منه٠


Temor lang
22.10.2008

[quote:0d464061ae="پتوال"]درنو دوستانو السلام علیکم !

رښتیا هم دغه لیکنه زړه لړ زونکۍ ده. ځکه چې له بوګنونکو واقعیتونو څخه یې پرده پورته کړې ده .

لومړی داچې امریکایان د پښتنو په تباهۍ پسې راخیستې ده، نر او ښځې، زاړه ، ځوانان او ماشومان ټول وژني او له ولسوژنې څخه کار اخلي، آیا د پښتنو آزادي غوښتونکې څه رنګي ددوی دسیمه ییزو پلانونو مخه ډبوي او دخپلو سترګو اغزی یې بولي؟

دوهم داچې ددې جنایت په لاره کې بن لادن او القاعده، ملا عمر او لوړ پوړي طالبان، ISI او پاکستان، کرزی ، شمالي ټلواله او متحده ملي ضدجبهه له امریکا سره مرسته کوي چې له ډ ‌بلو ډبلو روپو( میلیونو ډالرو) ورکولو څخه پرته دا کار هډو امکان نه لري .

دریم ــ د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ پېښه د CIA, ISI او القاعدې د مشر په دسیسه تر سره شوې او کېدای شی مخکې یا وروسته د طالبانودمشرتابه هغه برخه چې د ISI
سره نږدې تړاو لري هم پرې خبره شوې او ورسره یې منلې وی.

څلورم ــ د بن لادن او ملا عمر نه نیول هم په همدغه اساس ناممکنه شوی او بس .

پنځم ــ طالبانو ته د امریکایانو له خوا د ISI په مرسته له هغو سلاح څخه یوه برخه هم ورکول کیږي چې د پاکستان له لارې یې افغانستان ته قطارونه تیریږي او په دې اړه پخواني خبرونه هم ټول حقیقت دی چې څو ځایه امریکايي الیکوپترو طالبانو ته وسلې غورځولې دي.

شپږم ـــ د طالبانو سره د روغې جوړې په هڅو کې د کرزي د حکومت سستي له یوې خوا او د طالبانو ناممکنې غوښتنې له بلې خوا د امریکا له پاره په همدغه لاره د جګړې اوږدولو او زیاتولو له پاره خدمت وي چې طالب ، القاعده ، کابل او اسلام اباد یې په ګډه ترسره کوي .

۷ ــ بن لادن افغانستان ته رالیږل او طالبان یو ځل قدرت ته رسول له پخوا نه د همدې پلان مقدمات وو چې اوس یې پلي کول روان دي .

۸ ــ په دې پلان کې امریکاپلوه عربي هیوادونه هم بی خبره او بی ونډې نه بریښي، ځکه بن لادن کلک ناسیونالست دی او څومره چې سعودي عربپال دی هومره فلسطینی هم نه دی، نو له سي . آی . ای سره یې پټې ریښې د سعودي له خوښې پرته روانې نه بریښي .
خو داچې دا دومره نادودې ولې د پښتنو سره کیږي او تل دوی ولې ددې ناورینونو
له پاره ټاکل کیږي ، ددې خبرې علت تاسې ګرانو لوستونکو په څه کې وینئ(؟) آیا
په دوی کې د ملي ګټو په ضد پیسه دوستي، قدرت پرستي او شهرت پرستي ډیره ده ، کوم چې کرزي او ملا عمر ته امریکا مفت وربخښلي دي (؟) او که :

[color=red:0d464061ae]له جنګ پرته پښتانه هسې مجهول دي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ لر او بر په اند رښتیا افغان غول دي[/color:0d464061ae][/quote:0d464061ae]

ستا سره کاملن موافق یم٠ دا طالب او طالب بازی او دغه د بن لادن درامې تول جور شوې کیسې دي٠ اصلي هدف بل ځای دې٠ متاسفانه چې پښتنو خلک دننه په افغانستان کې پدې اره هیځ نپوهیږي٠



22.10.2008

تمور لنګ ، که دا مو رښتیا ویلې وی چې : [quote:f77e041d66]ستا سره کاملن موافق یم٠ [/quote:f77e041d66]نو بیا مو د جملې پاتې برخه هم داسې پوره ولیکئ چې :
[color=white:f77e041d66]دا طالب او طالب بازی او د کابل حکومت او شمالی ټلوالې او بن لادن درامې تول جور شوې کیسې دي٠ [/color:f77e041d66] نو بیا دې د [color=yellow:f77e041d66]کاملن موافق یم [/color:f77e041d66] جمله دوه مخې نه ، بلکې د باور وړ او رښتینی بولم ، ایا همداسې ده ؟


و.افغان
24.10.2008

په اوسني حالت کې هر دریدلې ريښتينی افغان بچې، سوله له جګړي څخه ډیره غوره ګڼي.
خو کرزي او دکرزي داداري خلک نه غواړي او یا خو يي وسه نه لري، چې حقیقي
سولی ته غاړه کیږدي.
کرزي او دکرزي اداره سوله دیته وايي، چې طالبان وسله کیږدي، او هغه ته تسلیم
شي، نو دا خو سوله نه شوه، بلکه په ځان باندی داشغالګرو منل دي.

همدارنګه که طالبان له ځان سره یواځي دجګړي خیار ولري، نو هيڅکله به ونه
توانیږي، چې افغانستان کې سوله راولي، او یا باثباته مستقر، او آزاد حکومت
منځ ته راوړي.
که چیرې امریکا ووځي او طالب اوسنې حکومت په زوره له منځه یوسي، او داوسني حکومت کې
ناست ټول خلک په یوه تله وتلي، نو ددی مانا دا شوه، چې په کابل کې به داسلام آباد
حکومت چلیږي.

افغان طالبان باید دجګړي دحقیقي ګټلو لپاره ځان سره ضرور دسولي خیار ولري،
او بل پردي ته حق ورنه کړي، چې ددغه خیار دجواز او نه جواز فتواوې ورکړي،
چې ددغه خیار لومړنۍ شرط به په کې دبهرنې ځواکونو دوتلو لپاره لنډ مهال ویش ټاکل کیږي،
او په ټاکلې موده کې به له افغانستان څخه پښي سپکوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more