نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دنړی اقتصادی ناورین
ډوکتر څپاند
16.10.2008
[color=red:748f38494c]دنړی اقتصادی ناورین[/color:748f38494c]
درنو هيواد والو،
زه په اقتصاد کی خاص تحصيلات نلرم،دا موضوع می د خبرونو او انترنت نه را اخيستی(زما خپل برداشت)غلتي حتما لری، هيله ده چه په سړه سينه اصلاح کړی شی٠
په تيرو څوو اونيو کی د نړی دراکړی ور کړی بازارونه دسخت تاوان او جنجال سره
مامخ شوه٠
[color=red:748f38494c]جنجال په څه کی دی ؟[/color:748f38494c]
جنجال پدی پيداشو چه په بازارونو کی د بانکوالاو تر منځ اعتماد له منځ ولاړ،
نتيجه دا شوه چه بانکونو يو بل ته د پور دورکولو نه ډډه وکړه٠ددی په پايله کی
د اسهامو نرخونه په بي ساری ډول راټیټ شوه٠مانا دا چه عاموخلکوچه خپلی
پيسی یی په بانکونوکی په ګټه اچولی وی او اسهام یی خریداری کړی وو،دغه
راز سترو سرمايدارانو چه ميليونونه يی په اسهامو کی زير مه کړی،د سخت
تاوان سره لاس او ګریوان شوه٠
[color=darkred:748f38494c]دبانکونو تر منځ بی اعتمادی او د اسهامو ارزښت را ټيټيدل، ولی؟[/color:748f38494c]
ددي سبب پيداکول خورا ګران کار دی،مګر څرګنده علتونه به یی ياد کړو٠
کله چه شوروی اتحاد دسقوط خواته روان شو او بيا يي کاملا سقوط و کړ نو د
نړی دپانګو کنترول او اداره په مطلق ډول د امريکی،جاپان،اروپا او نوروسترو
پانګوالو لاس ته ورغله٠دوی پخپل وار دتوليداتو زياتوالی ته په بي ساری ډول
کش ورکړ،پايله دا شوه چه عرضه تر تقاضا ډيره زياته شوه،مګر داچه شيان په
ډیره لوړه بيه تمام شوی وه ، "داقتصاد دابتدايي قانون،عرضه،تقاضا"
له کنترل نه ووته٠
پدی تولېداتو کی په امريکی کی د هستوګنی دکورونو جوړولهم شامل وو.
[color=red:748f38494c]سوال،ولی تولید کنترول نشو؟[/color:748f38494c]
ځواب دادی چه په پانګوالی نظام کی دولتی کنترول سوسياليزم ګڼلی شی،او
او سوسياليزم خو د پانګوالی له نظره يو ناقص اقتصادی نظام دی٠
په انفرادی ډول دتوليد کنترول ناممکنه بريښی٠
[color=darkred:748f38494c]ددی ناتار دحل په خاطر په غربی نړی کی څه اقدامات وشوه؟[/color:748f38494c]
په ټولو غربی هیوادو کی دولتونو د ازاد بازار د اقتصادی قوانينواورسمو رواج په خلاف، يوه زيات اندازه دولتی سرمايه دبانکونونو او بازارونو د اعتبار دلوړولو لپاره پکار واچوله٠دغه راز غربی دولتونو بانکوالاوته دولتی تضمين ورکړ چه د يوه
بانک د احتمالی سقوط په وجه رسيدلی تاوان به دولت ورکوی٠دغه راز په بانکونو کی د خلکو د زيرموضمانت ،ددولتونو لخوا وشو٠
[color=red:748f38494c]ايا پخوا هم په پانګوالی نظام کی داسی جنجالونه پيښ شوی وه؟[/color:748f38494c]
هو،مګر په هغه وخت کی دولت نه غوښتل په سيخه بازارونه ددولت په پيسو تر
تاثير لاند راولی٠
غربی نړی په پخوا کی د جنګونو په وسيله وبازارونوته ثبات ورکاوه:
[color=darkred:748f38494c]١ پر عراق باندی حمله "او کويټ ازادول"[/color:748f38494c]
٢[color=red:748f38494c] په بالکان باندي حمله او ديګوسلاويا تجزيه[/color:748f38494c]
[color=darkred:748f38494c]٣ دافغانستان اشغال[/color:748f38494c]
[color=red:748f38494c]٤ دعراق اشغال[/color:748f38494c]
مګر اوس اوس نړیوال حالات داسی دی چه غربی نړی د يوه نوی جنګ د شروع
کولو اماده ګی نه لری٠
دنفتو انحصار هم د ويزويلا،ايران اوروسیی دنقش له امله د امريکی په مطلق
کنترول کی ندی٠
په درناوی،
عبد السلام
16.10.2008
ښاغلی فريد بې صدا! سلامونه وړاندې کوم،
وروره؛ په زړه پورې موضوع مو راسپړلي ،او ډير ښه معلومات مو ورکړی٠
دليکنې څخه مو ډيره مننه٠
ستاسو ليکنې ماسره داسوال پيداکړ ،که يې ځواب کړي خوشحاله به شم ٠
تاسوليکلې:
[quote:76fe5817ad]
سوال،ولی تولید کنترول نشو؟
ځواب دادی چه په پانګوالی نظام کی دولتی کنترول سوسياليزم ګڼلی شی،او
او سوسياليزم خو د پانګوالی له نظره يو ناقص اقتصادی نظام دی٠
[/quote:76fe5817ad]
زما سوال دا دئ چې : پانګوال نظام ولې سوسياليزم ناقص ګڼي؟
او يا په بله معنی دسوسياليزاوکپيتليزم تر منځه توپر په څه کې دئ؟
په درنښت
ډوکتر څپاند
16.10.2008
محترم عبدالسلام زماسلامونه هم ومنی٠
پانګوالی نظام پدی عقيده دی چه دتوليد وسايل لکه فابريکی،
کرایی کورونه،ښونځي،پوهنتونونه،بانکونه،روغتونونه،ترانسپورتی لاری
حتی معدنونه او دريابونه که د خلکو شخصی ملکيت وی نو خورا ډيره توجه
ورته کیږی او دکيفيت او کميت سطحه د هميش لپاره لوړه ځی٠دولت د قوانينو
دوضعی او تطبيق وظيفه په غاړه لری٠مګردا قوانين دهميش لپاره پانګوال ته
اجازه ور کوی چه نرخونه د ازاد اقتصاد دبازار پر بنيادوضع کړی،يعنی داچه
دولت هيڅکله هم نرخونه نه کنترولوی(البته ځينی استثناات شته لکه په ځينو
هيوادو کی د پترولو د قيمت کنترول)٠دولت ماليات را ټول او بيا د هغی نه و
بيکارانو ته معاشونه،دروغتونو،مکتبونو،پوهنتونونو،نظاميانو او نور
معاشات او مصارف ورکول کيږی٠
حال داچه په سوسياليستی نظام کی د توليد وسايل تقريبا په مطلق ډول د دولت
په اداره او کنترول کی وی٠دولت نرخونه کنترولوی،دولت داجناسو دکميت اندازه او تر يوي زياتی اندازی
پوری دشيانو د کيفيت مراقبت هم کوی٠مګر دپانګوالی پوهانو په عقيده،داډول
دولتی کنترول،دافرادو د جواب دهی يا دمسوليت احساس سطی ته کمښت
ور کوی٠ددی دواړو عقايدو مدافعين پخپلو نظرياتو او ليکنو کی په انسانی او
حتی حيوانی مسالونو او تجربو اتکا کوی٠
هيله ده چه سوال مو څه ناڅه ځواب شوی وی٠
په درناوی
فهيم صافي
16.10.2008
ورونو:
السلام عليكم
دنيا كي د اقتصادي مسلسلو دازماتو يوازيني حل لاره داسلام اقتصادي
نظام دي او بس
ان شاء الله رأسماليت به هم داسي درز خوري لكه سنكه جي اشتراكيت وخوړه
والسلام
عبد السلام
17.10.2008
بې صدا صاحب! ډیره مننه کور موودان معلومات مو په زړه پوري او ګټور دي ،زحمت مو وبښﺉ،
په درناوي
ډاکتر وطنمل
26.10.2008
درنو لوستونکو ! ښاغلي پتنګ د اسلامی اقتصادي سیستم دت څیړلو غوښتنه په یو بل سرلیک سره کړې وه، د وهاج ساپي صیب په وړاندیز دهغې څخه څو لیکنې دلته رااړوم او پاتې نورې یې باید ړنګې شي. هیله ده په اصلي سکالو (
اسلاامي اقتصاد) وغږیږئ .
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اکتوبر 08, 2008 9:30 pm عنوان :
Ghairat
--------------------------------------------------------------------------------
پتنګ خانه ښې چارې!
په سرلیک کې دې اسلامي اقتصاد هم ورځای کړی او سکالو دې برې توده او جالبه کړې ، خو په متن کې دې دا بوج بیا په لوستونکو غورځولی ، نو خبره دې بیرته سړه او بیخونده کړې ده ۰ کاشکې د اسلامي اقتصاد یو داسې سیستم ډګر ته وړاندې شي چې د تیوري او پرکتیک له پلوه بشپړ وي چې هم د پانګوال او هم سوسیالستي اشتراکي اقتصاد په وړاندې خپل برلاسی وښودلی شي ۰
هغه وخت چې اسلام مبین دین منځته راتئه، بشري ټولنې له ماقبل فیوډالي ټولنې څخه فیوډالي ټولنې ته د لیږداو پړاونه وهل، نو شک پرته اسلام د وروسته پاتې قبیلوي او د بردګۍ د ستمګرو اقتصادي اړیکو په شاته غورځولو کې پرمختلونکی رول لوبولی دی، خو له فیوډالي افقونو بهر یې هغه وخت څه بشر ته نه مطرح کیدل ۰او له هغه وروسته تر اوسه پورې چا د یږ اسلامي اقتصاد د رامنځته کولو هڅه نه ده کړې۰
يه یو څو عادلانه نخښو نشانو يا عدالتي احساس او غوښتنو سره دیو بیلګړي اقتصاد ي سیستم خو نه په تیوريکې او نه هم په عملی توګه عیاریدای شي ۰
نو د پانګوال مردار خور اقتصاد بدیل او الټرناتیف تر اوسه پورې هیچیرې نه دی پېژندل شوی او نه منځته راغلی دی۰ آیا متأسفانه همداسې نه ده؟
بېرته سر ته
عبد السلام
دغړيتوب نېټه: 25 اګست 2008
ليکنې: 37
ځای: کابل
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اکتوبر 09, 2008 10:44 pm عنوان :
--------------------------------------------------------------------------------
درنو دبحث دوستانو! ټولوته سلامونه اودرناوﺉ وړاندې کوم.
لمړﺉ دښاغلي پتنګ په اقتباس شوي لینکونو چې په جرمنی ژبې دي پوه نشوم ،اوله بلې خوا دښاغلې غیرت موضوع ته لنډه اشاره دمارکسیستی اقتصادی میتود په بڼه هم ډیره لنډه او تنده پرې نه ماتیږي. مکرم مولوی صاحب حلیمی هم خپل نظر په دې هکله بلې خونې ته وړﺉ ، چې ریشتیا ووایم دامقایسه وی بحث ددریو عمده اومهمو اقتصادی فلسفو اواقتصادی کړنلارو تر منځه په داسې حال کې چې نړۍ دستر اقتصادی بحرانه سره مخ ده ډیر په زړه پورې او په ځای دﺉ .
زه به ددردند ورور غیرت صاحب دې یادونې ته دهغوي پام راواړوم چې: حرام یا منع دوه قسمه دي، هغه چې شرعي مجازات نه لري، او هغه چې په شرعه کې مجازات کیږي ۰ قتل، غلا، زنا او کفر مجازات لري، خو دروغ، قیمت فروشي او سود او سلم او نور ډیر حرام شته چې مجازات ورته نه دي ټاکل شوي، اخروي عذاب لري،
نه غیرت صاحب! تاسو ته بهتره معلومه ده چې په هیڅ ټولنيز اصل کې هم غلط عمل بې مجازاتو نه دﺉپاتي . په اسلام کې هم ورته حدود اومجازات ټاکل شوی، دمثال په توګه سود (ربا) چې په کتاب،سنت،اواجماع کې حرام او دکبایرو څخه ګڼل کیږي ،چې حلال ګڼونکی یې کافر ،اوغیر مستحل عامل یې فاسق ګڼل کیږی چې دلمړی دپاره دتوبې په غیر دمرګ سزا،او دفاسق دپاره په شرعه کې نورحدود ټاکل شوي چې هغه عبارت د قید، دورې، اوحتی دسمې څخه شړل په کې شامل دي.
راغلو دبحث اصل ته چې هغه عبارت ددې درې واړو سيستومو مقايسه ده چې
چې يوڅناڅه زيار ته اړتيا لری ولې دګټې به تش نه وي، که ورونه پرې خپل نظر
څرګند کړي ددوي مهرباني به وي٠
_________________
دازما نظر دﺉ
بېرته سر ته
عبد السلام
دغړيتوب نېټه: 25 اګست 2008
ليکنې: 37
ځای: کابل
د ليکنې نېټه : شنبه اکتوبر 25, 2008 3:40 pm عنوان :
--------------------------------------------------------------------------------
ډیرو درنو اومحترموګډونکوکواولوستونکو! ټولو ته سلام اودرناوﺉ،
جان خان وروره! ریشتا چې په زړه پورې بحث موپرانیستئ دﺉ . سره له دې چې همدې موضوع ته په اشاره ددریو مختلفو سریزو لاندې په تیرو څوورځو کې نور ورونو لکه ښاغلي پتنګ،ښاغلي غیرت،ښاغلي بیصدا، اومحترم مولانا صاحب حلیمي هم یو څه لیکلي دي تاسو اوښاغلي حلیمي داسلام په فوروم کې داسلامي تبلیغ په بڼه دغربی اقتصادي سیستم اوسنۍ ستونځو ته په اشاره ټول غربي اقتصادي سیستم یوه ناکامه تجربه په داسې حال کې ګڼلې چې د اسلامی کامیابه اقتصادی سیستم او عملی شوي تجربې په اړه مو کوم تفصیل ، د(ربا) پرته ورکړﺉ وي. زما هدف دلته دغربی اقتصادی سیستم نه دفاع نده بلکې د اسلامی ،مارکسیستی، اوسرمایه داری دریواړو سیستمونو په باریکیو او جزیاتو ترډیره حد ناپوهی ده. ولې دومره پوه یم چې په غرب کې څوک په اسلامی اقتصاد بوي هم نه وړی. او په مجموعی توکه اکثره غربیان ځانونه دسماوي قوانینو اودینی( ډوګمونو) څخه دپیړیو راهیسې ازاده ګڼي،اودوضعی وصولو پرته دمیتافیزیکی اوامرو منل خرافات اودعقل کمزورتیا ګڼي. دلته دغربیانو یادونه زه ځکه کوم چې تر ننه او تر لڼډو راتلو هم همدغه راسمالی سیستم برلاسﺉ دﺉ، که فرض کړو غربیان سماوي وصولو ته غاړه هم کیږدي په اول قدم کې خپل منحرفه عیسوی دوګمونه به اولااو ارجح ونه ګڼي؟
په هر حال جان خان صاحب، که چیرته تکلیف نوي تاسو اویاهم دبحث دفوروم نور دوستان اول اسلامی اقتصادی سیستم راته شرحه کړﺉ، اوبیا یې دعملی شوې تجربې مثال راکړﺉ ستاسو ډیر لطف به وي.
په درنښت
اور- بل
26.10.2008
درنو ورونو او پتمنوخویندو ته سلامونه !
[quote:60644cf05d]که چیرته تکلیف نوي تاسو اویاهم دبحث دفوروم نور دوستان اول اسلامی اقتصادی سیستم راته شرحه کړﺉ، اوبیا یې دعملی شوې تجربې مثال راکړﺉ ستاسو ډیر لطف به وي[/quote:60644cf05d]
زما په اند هم همدغه یوه تلسټې ستونزه ده چې په اسلام کې یو اسلامي اقتصادپوه چا ونه لیدۀ، اوکه چیرې اسلامي اقتصاد د یو ځانګړي یا بیلګړي اقتصاديسیستم په توګه موجود وای،نو هر اسلامي عالم به یو اقتصاد پوه هم وای،خوداسې نه ده، اسلامي علامان چې په څشی نه پو هیږي هغه دوه بیلګړې اډانې دي چې یوه یې سیاست او بله یې د اقتصاد آډانه ده .
هو، له اقتصاد څخه يوشمیر اسلامي غوښتنې شته.چې له حرامو، فرایضو، سنتو ،مستحباتو جایزو،مبحو چارو او نورو شایدو باید پورې رسیږي، خودا ټول په مجموع کې ښايي یومستقل اقتصادي سیستم جوړ نکړي،نو د محترم استاد خبره ځکه سمه بریښي چې سرمایداري نظام په اسلامکې یوجایز اقتصادي سیتم دی،خو ځینې اسلامي قیودات شته چې په اسلامي هیواد کې باید په سرمایدارۍ باندې
وضع شي لکه د سود منع کول، د زکات ویستل، خیراتونه او صداقات د اسلامي مرستو په توګه تنظیمول ، سوداګریز اسلامي مشارکت اونور چې لست به یې دلته اسلامي پوهان بشپړ کړي!
خوزما له انده دا ټول د سرمایداري سیستم د ریفورم یو اسلامي جز کیدلی شي،نه یومستقل اسلامي اقتصادي سیستم . ځکه تر اوسه پورې بشر دوه اقتصادي سیستمونه پیژندلي دي چې د ملکیت پر بنسټ ولاړ دي :
یو د اقتصاد سرمایداري سیستم دی چې د خصوصي ملکیت د ودې او پراختیا په بنسټولاړ دی اوبل د اقتصاد اشتراکي سیستم دی چې د اشتراکي ملکیت پر بنسټ ولاړ وي ! دا دواړه په ډیر جدیت او حدت سره یو بل نفې کوي، نو دوی یو دریم سیستم ته چې نه د خصوصي اونه اشتراکي ملکیت وده او پراختیا غواړي اږو یا دواړه سره ترکیبوي هډوچانس هم نه ورکوي ـ خوکه دغسې یو سیستم ممکن وي، یا وجود ولري اوهغه بیا اسلامي سیستم وي، باید معرفي او پراخه استقبال یې وشي!
آیا شته داسې یو اسلامي اقتصادي سیستم ؟؟؟؟؟؟؟؟
اوکه ځینې کسان د سویډن په څیر سرمایداري سیستم ته ورته یو اقتصاد ته ، چې اجتماعي عدالت په کې ترنورو سرمایداري هیوادونو زیات په پام کې نیول شوی ، اسلامي اقتصاد وايي نو بیا خوداقتصادي سیستم د مفهوم په اړه اوږده بحثٍ ته اړتیا لیدله کیږي . په دې اړه د اسلامي پوهانو اندئنه څه ده ؟
په درنښت
ډوکتر څپاند
27.10.2008
درنو هيواد والو!
داسلام مقدس دين دبشردژوند په ټولو اړخونو،دهغی نه په اقتصاد کی هم
بدلونونه راوستی دی٠تر اسلام پخوا په نړی کی په سيمه ايز ډول دړی وړی
اقتصادی روابط موجود وه اولاهم په هماغه پخواني شکل ،په ځينو سيمو کی شته٠
اسلام په هغومناسباتو کی کلي تغيرات نه، بلکه ضروري او لازمی
اصلاحات رامنځ ته کړل٠څرنګه چه د اسلام په صدر کی اقتصادی نظام
په ټوله نړی کی ډير ابتدايي وه،نو په اسلام کی د راکړی ورکړی،ميراث،ذکات
عشر او ځينی نور ابتدايي قوانين وضع کړی شوی وه٠
په روستيو دوه دری سوه کالو کی نړۍ ډير زيات پيرفت کړیی،دټولنيزو
روابطواوتوليدی مناسباتو په بدلون سره اقتصادی روابطو هم ډیر رشد وکې٠
متاسفانه په اسلامی هيوادو کی دپيشرت پروسه ډیره بطی ده،نوواضحا
اقتصادی چاروته هم چندان توجه نده شوی٠نو که چيرته څوک هسی په بیبنياده
ډول د اسلام د اقتصادی نظام په هکله جروبحث وکړی،دا به زموږپه ګټه نه وی٠
مګر څرنګه چه د اسلام په صدر کی د يو مقدار بدلونونو په راوستو سره،دوخت
اقتصادی نظام په عادلانه ډول تنظيم شو،نو اوس هم که زموږ مذهبی عالمان
خلکو ته دروا او ناروا تر منځ واټن روښانه کړی،نودنړی ماباقي اقتصادی نظام
به د منلو وړوی٠
پوښتنی:
ايا د چرسو او تريا کو کرنه اوتجارت روا ده؟
ايا داسلام په دښمنانو،په ارزانه بيه دنفتو خرڅلاو روا دی؟
ايا د اسلام ددښمنانو نه دغیرضروری سلاح او مهماتو خریداری روا ده؟
ايا دخيرات،رشوت،قاچاق،اختلاس اونورو ناوړو لارو دعايد نه، د حج دفريضې
اداکول جایز دی؟
ايا دېوه اسلامی هيواد دنظاميانو د معاشاتو تاديه د يوه غير اسلامی هيواد د
بودجې نه روا عمل دی؟
و.افغان
07.11.2008
تکراري وه ړنګه شوه.
و.افغان
07.11.2008
[color=white:e70b4c0d5c]اسلامي اقتصادي نظام او نورو بشري اقتصادي نظامونو ته څيړنیزه کتنه[/color:e70b4c0d5c]
درنو وروڼو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
اسلامي اقتصادي نظام یو پشپړ اقتصادي نظام دی، خپلې ځانګړتیاوي او امتیازات لري،
چې له نورو بشري اقتصادي نظامونه څخه په ډیرو اړخونو کې توپیر لري، [color=red:e70b4c0d5c]نو دا
سوچ پرځاي نه دی چې اسلامي اقتصادي نظام له یو څو آسماني هدایاتو څخه
عبارت دی چې داوسنۍ نړۍ په اقتصادي بازار کې دنورو اقتصادي نظامونو پر
ځاي دبازار تشه نه شي ډکولاي، [/color:e70b4c0d5c]یواځي په دې عصر
کې داسلامي اقتصاد
دمختلفو اړخونو په تړاو په لسګونه دکتوراه رسالي ليکل شوي دي،
په اسلامي نړۍ کې داسلامي اقتصادي فاکولتي شتون لري، لوي لوي پوهنیز مرکزونه پرې
جوړ شوي دي، په سوونه کتابونه ليکل شوي دي، چې ډیر په تفصیل سره په کی
دقیق اقتصادي مسائل څيړل شوي دي، چې داوسني ټولو اقتصادي راکړې درکړې
لپاره ترې دیو مقنن او منظم پوهغنډ (موسوعة) په حیث ګټه پورته کیداي شي.
[color=white:e70b4c0d5c]همدارنګه دا فکر هم ناسم دی، چې څوک ددی ګمان وکړي، چې
اسلامي اقتصادي نظام له اشتراکي (سوسیاليزم) یا پانګوالي (کپيټالیزم)
نظامونو څخه سر چینه اخلي، او یا اسلامي اقتصادي نظام په دی دوه نظامونو کې دیوه نظام شرحه ده.[/color:e70b4c0d5c]
[color=yellow:e70b4c0d5c]لومړۍ خو دا:[/color:e70b4c0d5c] چې هغه نظام چې بنیاد يي دبندګانو
پیداکونکي دبندګانو دژوند دسوکالۍ لپاره ايښي دی، دهغو نور نظامونو سره چی
د بشر په لاس جوړ شوي دي، ضرور ډیر لوي توپيرونه لري، بلکه دخالق او مخلوق
دکارونو اندازه کول سره یو ډیر ناشوني کار تر سترګو کیږي، خو ددی لپاره چې
دخدايي نظام دسترتیا او لويوالې نښانې په آسانه سره مخلوق ته وروپيژندل شي،
نو باک نه لري چې دخدايي نظام ځانګړتیاوي او دنورو بشري نظامونو مثبت او
منفي اړخونه په ګوتو شي، او دخالق او دمخلوق دنظامونو تر منځ توپیرونه ښکاره
کړاي شي، کوم کار چې دمسلمانانو دایمان دزیاتیدو سبب ګرځي، او عقيده يي لا
نوره کلکيږي چې د اسلام دین دژوند ټولو اړخونو لپاره یو مناسب کامل دین دی، چې هم په کې اقتصاد شته، هم اداره، او هم سیاست،
همدارنګه ددي ستر دين دحقانیت ښکاره کول دکافرو لپاره دهدایت یوه وسیله هم ګرځيدلې شي.
اوس داسلامي اقتصادي نظام او دنورو اقتصادي نظامونو تر منځ توپیرونو ته راځم:
[color=white:e70b4c0d5c]لومړۍ توپیر: په هدف کې:[/color:e70b4c0d5c]
په اسلام کې داقتصادي نظام هدف داوي چې دټولو خلکو اړین حاجتونه پوره کړي،
او دپت باکفایته زندګې ورته برابره کړي، دځمکې په ودانۍ کې، او خداي جل
جلاله په عبادت کې ورسره مرسته وکړي، نو دغه نظام کوښښ کوي چې دمادي
مړښت سره انسان ته روحي مړښت هم وروبخښي، الله جل جلاله فرمايي:
هو أنشأکم من الأرض واستعمرکم فیها
ژباړه: هغه تاسو له دې ځمکې پیدا کړي یۍ، او تاسو ته يي اجازه درکړې چې آباده
يي کړۍ.
همدارنګه دغه ذات جل جلاله ټول ځواکونه دځمکې دآبادۍ اوجوړیدنې لپاره پیدا
کړيدي، چې له هر څه مخکې ترې لومړۍ ګټه اخيستونکې انساني پیدا ده.
ددې په وړاندې دبشر په لاس داقتصاد جوړ شوو نظامونو يواځينې هدف دادوي،
چې تر کومې اندازي شوني وي انسان ته یواځي مادي مړښت وروبخښي، چې په
اشتراکي نظام کې دغه مادي مړښت یواځي (ديوي خیالي نظريي له مخې نه دتطبیق
له مخې) دټولو انسانانو لپاره غوښتل کیږي، او په پانګوالي نظام کې دیو څو پانګوالو دمادي خواهشاتو دمړښت په موخه کارول کیږي.
[color=blue:e70b4c0d5c]دوهم: په تګلارې کې: [/color:e70b4c0d5c]
داسلام اقتصادي نظام په يوې دیني او اخلاقي بنیاد ولاړ نظام دی، چې منشأ يي
حلال او حرام دي، امانتداري ده، ريښتینولي ده، پاکي ده، ټولنیزه مرسته ده،
محبت دی، ورور ګلوي ده، او له دي ټولو سره سره په دی اساس چې اقتصادي
تعاملات هم یوعبادت دی، ځکه چې ددغو تعاملاتو امر خداي جل جلاله په قرآن کې
کړې، او دخداي جل جلاله دحکم په ځاي کول بندګي ده:
الله جل جلاله فرمايي: فکلوا مما زرقکم الله حلالا طیبا.
او نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: طلب الحلال فریضة بعد الفریضة.
ژباړه: دحلالو لټول یا ګټل له فرضو وروسته بل فرض دی.
نو دغه پورتني سببونه دي، چې اسلامي اقتصادي نظام په حرام شوو څیزونو باندې
دتجارت کولو اجازه نه ورکوي، لکه په شرابو، فاحشه خانو، او نورو اباحي موادو
تجارت، چې ټول اسلامي اقتصاد حرام بللي دي، چې په دې توګه ټولنه له هر رنګه ناپاکیو ژغورل کیږي.
خو په مقابل کي دبشر په لاس جوړ شوي اقتصادي نظامونه دين دژوند له ګاډۍ
څخه جدا ګڼې، نو په اقتصادي راکړې ورکړې کې عقيدې، اخلاقو، او سپيڅلتياوو
ته هیڅ ځاي نه ورکوي، بلکه دمیکافيللي په مشهورې مقولي روان وي: هدف ته
رسیدل دهرې وسيلي کارول روا کولې شي، نو په پورته ټولو حرامو شوو څیزونو
تجارت کوي، قانوني فاحشه خانې لري، په شرابو او نورو مخدره موادو تجارت
کوي، په جنسي فیلمونو او نورو اباحي توکو تجارتونه کوي، دټولنې عام نفعه ورته
هیڅ اهمیت نه لري، بلکه تر ټولو مهمه داده چې دوي پيسه لاس ته راوړي.
[color=white:e70b4c0d5c]دریم: په قانونبندۍ کې: [/color:e70b4c0d5c]
داسلام اقتصادي نظام يو لړ کلي قوانین لري، کوم چې داسلام دڅلورو منل شویو
مصادرو څخه راویستل شوي دي، (مصادر: قرآن، سنت، اجماع، اجتهاد =
قیاس) ... همدارنګه دغه قوانین داسلام دلويو پرتمينو اهدافو سره هم کوم تضاد نه
لري، چې هغه دپينځو کلیاتو ساتنه ده: دين، عقل، نفس، ناموس، او مال.
همدارنګه داسلامي اقتصاد دغه عام کلي قواعد له واقعیت، ثبات، او عالميت
څخه هم برخمن دي... چې له دغو دريو ځانګړتیاوو له مخې درنګا رنګ کارونو،
وسیلو، تجارتي اسبابو کارول آسانیږي، دکوم په وجه چې اقتصاد مخ په وړاندي درومي، او دودریدا یا ښکته تګ څخه بچ پاتی کیږي.
خو په بشري اقتصادي نظامونو کې په داسي قوانینو تکيا کیږي، چې ايښودونکې
يي له خطا څخه خالي نه دی، همدارنګه دغه قوانین له مختلفو اندګورونو نه متأثر
کیږي، دکوم اندګور خاوندان چې دحاکميت په چوکیو ناست وي، او کله کله دغه
قوانین دخپلو ګټو لپاره راڅرخوي، فرق نه کوي، چې هغه حاکمیت دې اشتراکي
وي، که پانګوالي وي، او که آزاد برجوازي وي.
نو دغه بشري قوانین په یوه حال نه پاتې کیدونکي دي، ثبات نه لري، بلکه هميشه
په کې بدلونونه، کمۍ، او تضادونه راخيږي، او کله کله خو له الفه تر يا ټول له منځه
ځي، ددې هر څه سبب دادی چې ايښودونکي يي داسی خلک دي، چې له نقصه
خالي نه وي، دټولو انسانانو له حاجتونو خبر نه وي، او پر غیبو دپوهیدو توان هم نه لري.
[color=yellow:e70b4c0d5c]څلورم: په وسائلو او آلاتو کې:[/color:e70b4c0d5c]
داسلام اقتصادي نظام هر هغي وسيلي ته اجازه ورکوي، چې دځمکې او دځمکې
دخلکو دودانۍ او پرمختګ لپاره ترې کار اخيستل کیداي شي، خو په دې شرط
چې روا وسائل وي، نو دغه اقتصادي نظام په ټولو افرادو لازموي چې له هر هغو
نوو وسائلو او پرمختللې ټکنالوجۍ څخه ګته پورته کړي، کومه چې دوي خپلو
موخو ته رسوی، ځکه چې پوهه یا حکمت دمسلمان ورک څیز دی، چې هر چیري يي
پیدا کړي، نو هغه يي له نورو خلکو ډیر مستحق دې، لکه څنګه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي.
ځکه خو دوسايلو او اسبابو په برخه کې داسلامي اقتصاد او نورو وضعي اقتصادي
نظامونو تر منځ ډیر ورته والې تر سترګو کیږي، خو فرق دادی چې اسلامي اقتصاد
دهدفونو، اسبابو، او وسائلو په مشروعيت ډیر ټينګار کوي، کوم چې په نورو
اقتصادي نظامونو کې هیڅ شتون نه لري، خو قانون يي دا ايښي دې: چې په تجارتي
تعاملاتو کې هر څه مباح دي، مګر هغه څه چې دهغه دحراموالي باندې تصريح شوي
وي، نور ټول ژوند په دې لوي بنیادي قرآني قانون ولاړ دي: ما جعل علیکم فی الدین
من حرج. (سورة النحل، 14پاره)، دا رنګه کوم څیزونه چې اسلامي اقتصاد کې حرام
بلل شوي دي، په هغې کې دفرد او دټولنې مصلحت جلبول، او ترې ضرر لرې کول په
نظر کې نيول شوي دي، چې په دی اساس یوه فقهي قاعده ايښودل شوي ده: جلب
المصلحة ودرء المفسدة، خو درء المفسده بیا په جلب المصلحة ډیر کله مخکي
کیداي شي، چې نفع دیوه کس شي، او ضرر ټولې ټولنې ته رسیږي.
[color=white:e70b4c0d5c]پنځم: په بنيادي منظمو ځانګړتیاوو کې:[/color:e70b4c0d5c]
داسلام اقتصادي نظام په یو لړ منظمو بنیادي ځانګړتياوو ولاړ دی ، چې نور
نظامونه ترې بې برخې دي، چې له دغو ځانګړتياوو څخه د زکات نظام دی،
دمضاربې نظام (ګټه تاوان او هر رنګه خطراتو کې شریکوالې) دی، دسود او دټولو
هغو راکړو درکړو حراموالې دی چې په ناروا سره دخلکو دمالونو خوړلو ته لار
برابروي، همدارنګه دټولنیز ژوند سوکالي تضمينوي، او نورې رنګارنګ
ځانګړتیاوي لري، چې انسان ته یو ښه دخوشالې ژوند او دخداي جل جلاله رضا وربخښي.
خو په مقابل کې په اشتراکي او پانګوالي نظام کې دغه رنګ ځانګړتیاوي په پوره
ډول نه لیدل کیږي، او که په جزئي ډول سره په کې پيدا شي نو څرنګوالې به يي
داسلامي نظام سره او نورو نظامونو سره توپير ضرور ولري، دمثال په طور دسود یا
فائدې اخیستلو، دنظام په وجې په اقتصادي تعاملاتو کې يو لړ ګډوډي رامنځ ته
کیږي، چې مالونه ديو څو کسانو لاسونو ته لويږي، او بالآخره دنورو ټولو خلکو
دژوند واګي ددغو دګوتو په شمیر کسانو په لاس کی لویږي، او بیا يي چې هره لوبه
په زړونو کیږي، په نورو يي ترسره کولاي شي، خو اسلامي اقتصادي نظام بیا دداسې سلطي حاصلولو لارې په پوره ډول بندې کړي.
همدارنګه دټکسونو په نظام کې یو قسم ظلم هم رامنځ ته کیږي، چې خالي لاسه
انسان څخه دهغه دژوند ټکس غواړي، خو اسلام کې زکات په انسان نه بلکه په هغو
ذخیرو دې چې ويره کیږي، دیوه کنز په حیث ونه ساتل شي، او دپرمختګ مخه يي
ونه نیول شي، نو کله چې زکات په ذخیرې لازم شي، نو ذخیره کوونکې کوښښ
کوي، چې هغه ذخیره په تجارت واچوي، او خپل مال زیات کړي، په دې کې هم ددغه شخص ګټه ده، هم ددولت، او هم دعامو نورو خلکو.
داقتصاد علما ټول په یوه خوله دي، چې دسود نظام اقتصادي پرمختګ له خنډونو
سره مخامخوي، تخلف منځ ته راوړي، فقیر نور هم فقیر کیږي، ځکه خو لوي
اقتصاد پوه کینز وايي چي: بیکاري او دبازار سوړوالې به تر هغو له منځه لاړ نشي، تر څو چې سود صفر ٪ ته نه وي راښکته شوې.
ددغې وروستۍ خبرې په اړه نور ډیر تفصیلات هم شته چې داوږدیدو له ویرې ترې تیر شوم.
[color=red:e70b4c0d5c]شپږم: د بازار په تجارتي چټکتیا کې:[/color:e70b4c0d5c]
داسلام اقتصادي نظام دیوه پاک، آزاد، بازار سورې لاندې کوي، چې له هر قسم
دوکي، فریب، جهالت، قمار، او احتکار، څخه پاک وي، اجازه نه ورکوي، چې
درانیوونکي سخت حالت نه بـده ګټه پورته شي.
ټولې هغه راکړې ورکړي چې په ناروا سره دخلکو دمالونو خوړلو ته لار برابروي، نو
اسلام هغه حرامي کړي دي، دتجارانو او عامو خلکو ټول تعاملات يي دذاتي،
اجتماعي، آو دولتي رقابت له لارې کنټرول کړي دي، او دولت ته پوره اجازه
ورکوي، چې په بازار کې په لازم وخت کې تدخل وکړي، که کله داسی کوم څه رامنځ ته شي، چې ضرر يي فرد یا ټولنې ته رسیږي.
نو دپورتنې حالت په رڼا کې هر یو انسان پانګې اچونې ته زړه ښه کوي، او په ډاډه
زړه بازار ته ورنوځي.
خو ددې په وړاندې اشتراکي اقتصادي نظام بيا ديوه داسی بازار دسیوري لاندې
کار کوي، چې په هغه کې تولید او ريټونه ددولت له خوا په دقیق ډول ټاکل شوي
وي، نو په بازار کې فردي تولید يا ريټ هيڅ شتون نه لري، په کوم کارسره چی
بشري ځلیدا او ابتکار وژل کیږي.
همدارنګه پانګوالي نظام بیا بازار ته پوره ازادي ورکوي، راکړي ورکړي لپاره له
رضايته پرته نور کوم قوانین نه لري، داحتکار مخه نه نیسي، له حده تیر انساني
حرصونو مخه نه نیسي، کوم چې ډیر ځله دانسان عقيدي، عقل، ناموس، نفس، او
مال ته لوي زیانونه اړوي، ځکه چې مهمه خبره دپانګوال جب ډکونه وي، نو دغه
نظام دیوه داسی بازار لاندې کار کوي، چې په کې بې خرته آزادي وي، هيڅ رنګه
عقيدوي او اخلاقي حدود نه لري، چې ډیر ځله دبې سارې ګټې په موخه
دآخیستونکي ملا ماتوي، یو له بل سره ددغه کار لپاره سلاګانې او مشوري کوي،
په شريکه احتکار کوي، او داخيستونکې له حالت څخه له اخلاقي نورمونو ډیر لرې ظالمانه ګټه پورته کوي.
نو دپانګوالۍ په پورتنې یاد شوو شرائطو کې هر انسان دیته زړه نه ښه کوي، چې بازار
ته ننوځي، او که نوځي نو ډاډه به نه وي، او ډیر کرته به له روحي تکلیف سره لاس
او ګريوان کیږي، او یا به یي په کلې توګه په بازار باندې اعتماد ختمیږي، دکومې
خبرې مثال چې مونږ او تاسې نن صبا په امريکا او اروپا کې وينو.
[color=white:e70b4c0d5c]اوم: په ملکيت کې: [/color:e70b4c0d5c]
په بنيادي ډول داسلام اقتصادي نظام دخاص ملکيت یا فردي ملکيت په جواز ولاړ
دی، دولت باندې لازموي چې ددغه فردي ملکيت ساتنه وکړي، ددغه فردي پانګې
دډیريدو لپاره لازمه فضا برابره کړي، او بیا په افرادو لازموي چې په خپلو مالونو
کې هغه حقوق ورکړي، کوم چې ددغه ملکيت په سبب په هغوي لازم شوي دي، لکه
زکات، صدقې، جزية، خراج او داسې نور.
همدارنګه دولت ته دا اجازه ورکوي، چې دسرمایه دارانو له پيسو دضرورت په
حالت کې ګټه پورته کړي، کله که دعام المنفعة کارونو لپاره ددولت نور موارد او
پورتني یاد شوي څیزونه بسنه ونه کړي.
همدارنګه په اسلامي شرعه کې عام ملکیت هم وجود لري، چې خپل قوانین او
حدود لري، او دټاکلو عام المنفعة اهدافو لپاره په کار وړل کيږي، او دولت ته حق نه
ورکول کیږي، چې دیوه فرد ملکیت پرته له ضرورته بې عوضه له هغه څخه واخلي،
او په عام المنفعة څيزونو کې يي وکاروي، خو چې کله دفرد او ټولنې دګټو ټکراو
رامنځ ته کیږي، نو ټولنې ته ترجیح ورکول کیږي.
په اسلامي اقتصادي نظام کې دمیراث دقیق نظام دی، چې په منظم ډول فورا په
ورثوو ويشل کیږي، ددې لپاره چې مالونه بيځایه جام پاتی نه شي، او ګټه ترې پورته شي.
خو په پانګوالي نظام کې بیا قانون دادی چې فردي ملکیت لره اعتبار دی، او عام
ملکیت ډیر په تنګو حدودو کي وي، ددولت حقوق په فردي ملکيت کې یواځي
ټکسونه وي، چې ډیر کله جیګ هم وي، ا ودا يي شعار وي: پریږده چې کار وکړي،
پريږده چې روان وي، ځکه خو دغسي دولت یواځي دپانګوالو په لاس کې وي، او هر
رنګه فیصلي، کورني او بهرني سیاستونو له هغوي پالیسۍ وضعه کوي، چې
ددوي کار روان وي، مثلا: دوه مملکتونه په جنګ کړي، چې دخپلې شرکي وسلې
پرې خرڅي کړي، او یا مثلا په یوه مملکت کې دطبیعي ذخیرو لپاره کورنۍ جګړو ته لارې هوارې کړي.
خو بيا داشتراکي اقتصادي نظام تر سيوري لاندې عام ملکیت لره اعتبار وي، له
مرکزي حکومت څخه هر څه په تفصیلي ډول ټاکل کیږي، دې وخت ټکسونه کم وي،
او ټيټ هم وي، خو دفردي ملکیت دله منځه وړلو او یا محدودلو په سبب په کارونو
او تولید کې ډیره سستیا رامنځ ته کیږي، دکار کولو ذاتي دافع له منځه ځي، ځکه
اسلامي اقتصادي نظام ددواړو نظامونو ترمنځ یو معتدل با انصافه نظام دی، چې
ددواړو نظامونو ښيګڼو څخه برخمن ، او له ضرري ټکو څخه يي پاک دی.
له پورتنۍ شننې څخه په اثبات رسیږي، چې داسلام اقتصادي نظام او نورو بشري نظامونو تر منځ جوهري شته دی، او دا خبره ناسمه ثابتوي چې وايي: اقتصاد یو
اقتصاد دی، او داسلامي اقتصاد او دنورو تر منځ فرق نه شته، او یا وايي چې:
اسلامي اقتصادي نظام داشتراکیت یا رأسمالیت یوه شرحه ده.
په آخر کې باید ووایم: چې مسلمانان یوه لويه ستونځه لري، مسلمانان ددې لپاره
تیار نه دي، چې دنړۍ قیادت په لاس کې واخلي، بلکه لا ډیره لويه لاره ورته پرته
ده، خو دوي بیا هم ويده دي، که تاسو سوچ کړې وي، چې اروپا او امریکا په ګډه
ونشو کولاي چې اقتصادي بازار وژغوري، او کوم تدابیر چې امریکي او اوروپا
ددغه مشکل له منځه وړلو لپاره نیولي دي، کفایت نه کوي، ځکه خو دبريطانيي
وزیر اعظم سره له سوالي کچکوله عربي خليجي هیوادونو ته سفرونه پیل کړل، چې
له دغه اقتصادي ستونځي څخه مخه په زوال غربي کپيټالیزم بچ کړي.
[color=yellow:e70b4c0d5c]داسلامي اقتصاد پوهانو د عربي لیکنو ژباړل شوي نچوړ.[/color:e70b4c0d5c]
http://www.islamonline.net/servlet/Satellite?pagename=IslamOnline-Arabic-Ask_Scholar/FatwaA/FatwaA&cid=1122528620066
http://islamiccenter.kaau.edu.sa/arabic/Index.htm
http://www.islamway.com/?iw_s=Article&iw_a=view&article_id=202
http://www.uqu.edu.sa/page/ar/395
http://www.islamhouse.com/p/183440
ع کريم حليمي
08.11.2008
ګران او محترم استاد قاري صاحب او ګران Fared Besada صاحب
اسلام عليکم ورحمه الله و برکاته
مکرم استاد قاري صاحب ، ستاسو په اجازه ، غواړم چه دغه لاندي پوښتني
به باب خپل نظر وليکم
[quote:b901b2fcdb]ايا د چرسو او تريا کو کرنه اوتجارت روا ده؟ [/quote:b901b2fcdb]
د اسماني اخلاقو له نظره د ترياکو کرل ناروا نه دي
او په مدني قانون د ترياکو کرد ممنوع دی ، چرس خو د سرطان د مرض
د درد دوا ده ، د کيالفورنيا ډاکتران په رسمي نخسه سره مريضانو ته
جرس ور فرمايي ، اوپه طبعي شکل ترياک خو هم د تسکن دوا ده
او عسکر چه په جنګ کښي زخمي شي اول شئ چه ډاکتر ورکوي هغه
مارفين دي
هو! Abuse ول ئې ناروا دي ،د مفرح اعظم په ترکيب کښي يو جز تارياک دي
د پخوا د عصر ډاکترانو ته ئې طبيبان ويل ، او اکثره هغوۍ ديني علما هم
وه ، مفرح اعظم به ئې جوړه وله ،او ډېره لږ لږ به ئې خوړله يعني لږ dose
فراحت به ئې احساس کاوه ، او که په ډېر مقدار مفرح اعظم وخوړل سي
نو نېشه پېښوي ، دغه نېشه ممنوع ده اما حرامه ئې نسم بللی
نو تجارت ئې ملت ممنوع کړي ، نو وايم چه زاعت او تجارت ئې
حکومت ممنوع کړي، د اسماني اخلاقو له خوا شئ نسته
او که خبره قياس ته و دروې ، تارياک زه پر هيڅ شي نه قياسه وم
په درنښت
ډوکتر څپاند
08.11.2008
ډير محترم ساپې،اودقدر وړ محترم حليمی صيب سلامونه او نيکې هيلئ٠
ستا سو ليکنې دمعلوماتونه ډک دي،خومشکل پدی کی دی چه ايا په ننۍ نړۍ
کی داسې يوهيواد شته چه دهغو اقتصاد په اسلامي اساساتو استوار وي؟
البته دداسې جامعې نشتوالی اسلامي اقتصادی نظام نشي نفی کولای،خوکه
دټولی نړی اقتصادي نظام غير اسلامي وي او فقط يو هيواد مطلق اسلامي
اقتصادي پاليسی تعقيبه کاندي،نو معلومه ده چه نتيجه به ئې اقتصادي ضرر
وي٠
مګرزه به راشم خپل لمړني سوال ته چه روا او نا روا څه دي؟
زما په عقيده که يو سړی دناروا لاری نه عايد په لاس راوړی اوبيا حج ته ځي
يا مسجدونه جوړوي،داسی يوه شخص او داسی يوه ملت ته بايد تفهيم شي
چه دمقدس هدف دلاسته راوړلو پخاطر،دناولي او ناروا اعمالو سرته رسول
په اسلام کي مطلقا ناروا دی٠
و.افغان
09.11.2008
[quote:110b7b60c7="ع کريم حليمي"]
د اسماني اخلاقو له نظره د ترياکو کرل ناروا نه دي
او په مدني قانون د ترياکو کرد ممنوع دی ، چرس خو د سرطان د مرض
د درد دوا ده ، د کيالفورنيا ډاکتران په رسمي نخسه سره مريضانو ته
جرس ور فرمايي ، اوپه طبعي شکل ترياک خو هم د تسکن دوا ده
او عسکر چه په جنګ کښي زخمي شي اول شئ چه ډاکتر ورکوي هغه
مارفين دي
هو! Abuse ول ئې ناروا دي ،د مفرح اعظم په ترکيب کښي يو جز تارياک دي
د پخوا د عصر ډاکترانو ته ئې طبيبان ويل ، او اکثره هغوۍ ديني علما هم
وه ، مفرح اعظم به ئې جوړه وله ،او ډېره لږ لږ به ئې خوړله يعني لږ dose
فراحت به ئې احساس کاوه ، او که په ډېر مقدار مفرح اعظم وخوړل سي
نو نېشه پېښوي ، دغه نېشه ممنوع ده اما حرامه ئې نسم بللی
نو تجارت ئې ملت ممنوع کړي ، نو وايم چه زاعت او تجارت ئې
حکومت ممنوع کړي، د اسماني اخلاقو له خوا شئ نسته
او که خبره قياس ته و دروې ، تارياک زه پر هيڅ شي نه قياسه وم
په درنښت [/quote:110b7b60c7]
درنو وروڼو، هر یو ډاکتر بیصدا صاحب، محترم مولانا حلیمي صاحب، او دبحث نورو
ګډونوالو سلامونه او نیکې هیلي مې یو ځل بیا ومنۍ
زما په نظر چې خداي جل جلاله په دې طبیعت کې هر څه دانساني نفعې لپاره پیدا کړي
دي، هیڅ څیز ته باید دمحض يا مطلق شر صفت ورنه کړل شي.
په دنيا کې چې هر څه ضرري او شریر څیزونه دي، دټولو شر او ضرر نسبي دی.
هيڅ یو څیز له پورتنۍ قاعدي څخه مستثنی نه دی، ځکه چې خداي جل جلاله حکیم ذات
دی، او هر څه يي دحکمت او پوهې له مخې پیدا کړي دي، او دهر څیز داستعمال لپاره يي
حد او اندازه ټاکلې ده، نو کله چې له حد او اندازي څخه يي استعمال زیات یا کم شي، نو
دلته دالاهي حکیمو احکاماتو سره ټکراو راځي، او انسان ته دنيايي او اخروي تاوانونه وراړوي.
نو که چیرې دتارياکو، هيرويينو، او نوري زهري کښتونه راواخلو، نو له پورتنۍ منل
شوې قاعدي له مخې ويلي شو: چې دغه کښت نه مطلقا حرام دی، او نه مطلقا حلال دی،
بلکه دانسانیت دضرورت په اندازه يي کښت حلال دی، او له دغه حد څخه زیات کښت يي
حرام دی، نو دلته انسانې ضرورت څه شۍ دی؟
انساني ضرورت دادی چې انسان له دغو زهریله بوټو څخه په تداوۍ کې کار اخلي، خو
ډيرښت يي دانساني نسل په تباهۍ تمامیږي.
دا مونږ چې دناروغۍ په مهال کومې دوايي ګانې کاروو، په دې کی څو سلنه ضرور
زهري مواد وي، چې ميکروبونه له منځه وړي، یا په کې دغه پورتنې نشيي موادګډ شوي
وي، چې دآپريشن په حالت او ورته نورو حالتونو کې ترې کار اخيستل کیږي، نو که یو
ناروغ له ټاکل شوې اندازي زیاته دوا وکاروي، نو په مرګ يي تمامیږي.
نو ددغسې کرهڼې اجازت دضرورت په مهال کې باید دحکومت ددقیق نظارت لاندې
مشخصو کسانو ته ورکړل شي.
خو دغه مفرح اعظم که دناروغۍ دتداوۍ په خاطر کارول کیږي، نو پروا نه کوي، چې
تارياک په کې واچول شي، او که چیرې یواځې دنشې لپاره استعمال شي، او داسې
ښکلې نوم پرې دخلکو دتشویق او ګټې لپاره کيښودل شي، نو دغه نوم دغه څیز نه شي،
حلالولې، ځکه نبې کریم صلی الله علیه وسلم په متفق علیه حديث کې فرمايي:
کل مسکر خمر وکل خمر حرام
هر نيشه کوونکې څیز دشرابو په شان دی، او هر شراب حرام دي،
ځینې خلک خو اوس خمرو (شرابو) ته شراب الروح لقب ورکوي، خو دا لقب یا نوم بدلول
ددغه مشروب ماهیت او جوهر نشي بدلولې، نو دحراموالې حکم يي هم بدلون نه خوري.
او بیا ځمونږ دافغانستان په ځینو مولایانو کې دنشيي توکو په اړه ډیرې نورې ګډې وډې
کاتې شته، چې دشخصي ګټې یا استعمال په خاطر نورو ته هم حرام څیزونه حلالوي،
ځینې يي پيژنم چې دکوکنارو لوي کښتونه يي لرل، تجارتونه يي پرې وکړل، او ښې ډیرې پیسې يي هم په کې پیدا کړې.
په درنښت.
ع کريم حليمي
11.11.2008
ډېر ګران او مکرم استاد قاري صاحب ، قدرمن Fared Besada صاحب
اسلام عليکم ورحمه الله و برکاته
حقيقت درته وايم ، حيا راته دريږي چه ستاسو خبره درغبرګوم ، خو بيا
مي دغه ايه په سر کي راګرځي إِنَّ اللَّهَ لا يَستَحْىِ أَن يَضرِب٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
نو پورته ايات شريف دلاوري راکوي ،
[quote:5e053f55f7]نبې کریم صلی الله علیه وسلم په متفق علیه حديث کې فرمايي:
کل مسکر خمر وکل خمر حرام [/quote:5e053f55f7]
زه ٩٩،٠٥ % ده باوري يم چه پورته حديت متفق عليه نه دي !!!!!
د پورته حديث راوي يو نفر دی (ابن عمر )
هو ! بخاري داسي راوړي چه
" كُلُّ مُسْكِرٍحَرَامٌ "اوهم متفق عليه دی،بخاري/مسلم
او 'كُلُّ مُسْكِرٍحَرَامٌ 'حديث ډېر جامع او وسيع دی ولي چه دغه " كُلُّ شَرَابٍ مُسْكِرٍ حَرَامٌ " څخه معلوميږي ، هرهغه مشروب چه نشه ولري پر هغه قياس د الخمر
کيږي ، لکه بنګاو يا بنګي
نور نو ستاسو له ليکني سره موافق يم
په مينه او درنښت
و.افغان
11.11.2008
مکرم مولانا حلیمي صاحب:
ستاسو له تنبیه څخه يوه نړۍ مننه،
بیشکه چې په حدیثي لفظونو کې ډیر دقت کول پکار دي، او د پخوانیو سلفو طریقه هم داسی وه.
ما چې کوم لفظ لیکلۍ هغه دامام ابو داود رحمه الله دسننو او دامام احمد دمسند لفظ دی، چې دمتفق علیه حدیث شرحه بلل کیداي شي، دکوم لفظ ته چې تاسو محترم اشاره کړې ده.
کل مسکر حرام = ډیر پراخه حکم دی، هر نيشه ورکوونکې څیز حرام دی.
کل مسکر خمر وکل خمر حرام = هر نیشه ورکوونکې څیز دشرابو حکم لري، او دهر شرابو حکم حرمت دی.
دنبي کریم صلی الله علیه وسلم ددغه دويم لفظ نه موخه دا نه ده، چې هر نيشه ورکوونکې څیز ته دشراب نوم ورکړي، بلکه موخه يي داده چې هر نیشه کوونکې څیز ته دشراب حکم ورکړي، نو لاندينۍ لفظ دپورتنې لفظ لپاره مزید وضاحت دی.