اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
پوښتنه
Ghairat
12.10.2008
درنو دوستانو او محترمو اسنادانو تاسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته!
د کوشان په لهجه شړل شوي سلوادور دالي داسې یوه پوښتنه رالیږلې، که چا لازمه وبلله ځواب دې ورته ولیکي ، نوموړې اوس هم د ټول افغان لوستونکې پاتې شوی دی :
۱ــ که يې د قران او حديث په استناد راته څرګنده کړئ چې ادم ولې د شيطان خبره ومنله ؟؟
۲ــ وايي چې کله خدای ادم خلق کړ نو شيطان ته يې وويلې چې ادم ته سر ټيټ کړي ، خو شيطان ونمنله . همدا خو په خپله يو جرم دی چې په جنت کې سړی د خدای خبره ونمني . نو دا چې شيطان د خدای خبره په جنت کې ونمنله، ولې د خدای له خوا مجازات نشو ؟؟
۳ــ غير له دې چې شيطان په جنت کې د خدای خبره ونمنله ، شر او فساد يې هم په جنت کې جوړ کړ ، یعنې ادم ته يې ځان داسې ښکاره کړ چې هغه پرې وغولېده . خو بيا هم مجازات نشو .
نو دلته خو ادم يوه ګناه کړې وه ، او داسې سخته جزا ورته ورکړل شوه چې د جنت نه ووېستل شوو . خو شيطان چې په جنت کې یې د خداې نافرماني کړې او شر او فساد يې رامنځته کړی ، يعنې دوه ګناوې يې ږکړي ، ولې بیا هم مجازات نشو او لا تر اوسه پورې هم د دې توان لري چې د ادم اولاده وغولوي . د همدې خبرې منطق په څه کې دی ؟؟
Re: پوښتنه
pattang
12.10.2008
غيرت خانه سلام عليکم !
دکوشان ليک چېرې دی ? داسې مالوميږي چې تاسوته يې شخصي رالېږلی
وي ٠ په هر صورت زما له خوا څخه سلامونه ورته وايه ،او ورته و وايه چې دی دا پوښتنه ولې له خپلوعيسوي او يهودي ملايانو څخه نکوي ? هغوی هم اسماني کتابونه لري ٠ اول دې دی مونږ ته د هغوی نظر وړاندې کړي، بيا به مونږ هم
اسلامي ځواب ورکړو ٠
[quote:ecd1a69663][quote:ecd1a69663="Ghairat"]درنو دوستانو او محترمو اسنادانو تاسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته!
د کوشان په لهجه شړل شوي سلوادور دالي داسې یوه پوښتنه رالیږلې، که چا لازمه وبلله ځواب دې ورته ولیکي ، نوموړې اوس هم د ټول افغان لوستونکې پاتې شوی دی :
۱ــ که يې د قران او حديث په استناد راته څرګنده کړئ چې ادم ولې د شيطان خبره ومنله ؟؟
۲ــ وايي چې کله خدای ادم خلق کړ نو شيطان ته يې وويلې چې ادم ته سر ټيټ کړي ، خو شيطان ونمنله . همدا خو په خپله يو جرم دی چې په جنت کې سړی د خدای خبره ونمني . نو دا چې شيطان د خدای خبره په جنت کې ونمنله، ولې د خدای له خوا مجازات نشو ؟؟
۳ــ غير له دې چې شيطان په جنت کې د خدای خبره ونمنله ، شر او فساد يې هم په جنت کې جوړ کړ ، یعنې ادم ته يې ځان داسې ښکاره کړ چې هغه پرې وغولېده . خو بيا هم مجازات نشو .
نو دلته خو ادم يوه ګناه کړې وه ، او داسې سخته جزا ورته ورکړل شوه چې د جنت نه ووېستل شوو . خو شيطان چې په جنت کې یې د خداې نافرماني کړې او شر او فساد يې رامنځته کړی ، يعنې دوه ګناوې يې ږکړي ، ولې بیا هم مجازات نشو او لا تر اوسه پورې هم د دې توان لري چې د ادم اولاده وغولوي . د همدې خبرې منطق په څه کې دی ؟؟[/quote:ecd1a69663][/quote:ecd1a69663]
ع کريم حليمي
12.10.2008
مکرم او محترم غيرت صاحب ، سلامونه او احترامات مي ومنۍ
کوشان صاحبه ، سَلاَمٌ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى، أَمَّا بَعْدُ
لاَ نَعْبُدَ إِلاَّ اللَّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا
[quote:504ecaf9d9]نو دلته خو ادم يوه ګناه کړې وه ، او داسې سخته جزا ورته ورکړل شوه چې د جنت نه ووېستل شوو . خو شيطان چې په جنت کې یې د خداې نافرماني کړې او شر او فساد يې رامنځته کړی ، يعنې دوه ګناوې يې ږکړي ، ولې بیا هم مجازات نشو او لا تر اوسه پورې هم د دې توان لري چې د ادم اولاده وغولوي . د همدې خبرې منطق په څه کې دی ؟؟[/quote:504ecaf9d9]
هر ذروح او ژندي چه خلق شي ،تر يو څه وخته هيڅ مسؤليت نلري ،او روزنه
ئې د نورو پر غاړه وي ، حيوانات او مرغان چه ساده ژوند لري نو له ٨ هفتو
څخه دوو کالو پوري ئې مسؤل مور او پلار وي ، او انسان چه ډير مغلق ژوند
لري ، نو ١٤ کاله يا تر بلاغت تر وخته بې مسؤليته ګرځي يعني ١٤ کاله تجربوي
زده کړي کوي ، نو ادم هم تجربوي زده کړي په باغ کښي وکړي ، نو هيڅ
خطا ئې په ګناهونو کښي نه حسابيږي ، ته چه کوچنی وې هم دي ټوله خطا وي
د ګناهونوپه قطار کښي نه حسابيږي
دا يو طبعي قانون دی ، ايه کريمې ته ضرورت به وي ؟؟؟؟
Ghairat
12.10.2008
دروند او محترم استاد مولینا حلیمي صاحب السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته!
د کوشان پوښتنه د ادم (ع) نه مجازات مطلب نه دی، بلکې د آدم صفی الله له جنت څخه په ویستلو مجازات کول اوپه دنیا د شیطان نۀ مجازات کیدلو موخه یې مطلب دی۰
ښايي کوشان له دې خبر نه وي چې الله تعالی د آدم له پیدایښټ نه لا مخکې ملایکو ته فرمایلي وو چې زه په ځمکه خپل خلیفه ټاکم او ددې له پاره آدم پیدا کوم۰
نو که تاسې پوره معلومات ورته ایرایه کړئ ښه به وي۰
په درنښت
پتنګ خانه وروره ښې چارې!
سلوادور کوشان ستاسې په نامه دغه پوښتنه زما په پته رالیږلې وه ، هغه قصدأ دا تور په مونږ لګوي چې کواکې پتنګ او غیرت دواړه یو نفر دی۰ :lol: :lol: :lol:
ع کريم حليمي
13.10.2008
ډېر مکرم او محترم غيرت صاحب ، وعليکم السلام و رحمته الله و برکاته
[quote:ce63bafb54]بلکې د آدم صفی الله له جنت څخه په ویستلو مجازات کول اوپه دنیا د شیطان نۀ مجازات کیدلو موخه یې مطلب دی۰ [/quote:ce63bafb54]
د ادم رايستلوته مجازات نه ويل کيږي او نه ئې ګناه کړې وه ، ادم ع
أسف او نَدم وو ،نه ګناهکاره
چه له باغه ئې و ايستلی نو ډېر تأَسف ئې کاوه ، او خدای ج خو هم توبه قبلوي
او هم خورا ډېر مهربانه رب دي ، نو کله چه ئې رب العزت ته د ربناظلمناانفسنا
٠٠٠٠٠٠٠٠ نعرې وکړې ، نو رب العزت ئې نعره واورېده
تر دغه وخته رب العرت ټولوته په يوه سترګه ګوري نو داسي ئې ورته و فرمايل
قلنااهبطو منهاجميعا يعني کوز سۍ له باغه ټول
خبره دلته خرابه سوه چه ادم د ربنا ظلمناانفسنا نعرې وهلې خو ابلس خوله
ګل کړې وه ، له دنيا څه خارج دګناه مفهوم نسته والله اعلم
او داسي ئې ورته و فرمايل او خبر ئې کړه دواړه چه ; فمن تبع هدای فلا خوف
عليهم ولاهم يحزنون
په فمن کښي ابلس ته هم اشاره ده ، هر لار ښوونه چه کيږي له اسمانه،دا ښودني
به په فراست يا حدس او يا به کشف وي او يا به په الهام وي او يا به وحي وي
که هر چا پيروي وکړه ،نو نسته هغه ته خوف او غمګيني
اما شيطان پر هغه د انکار او تکبر پر خره چپه سپور ، نو خامخابه ورسي رب ته سره د خپلو ملګرو ،
رب العزت ښه پوهيږي چه ولي بعضي مخلوقات پرېږدي ترطغيان پوري
لکه شيطان او ملګړي ئې ، دا يوازي الله ښه پوهيږي