د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا هم د دفاع وزير دى

شفق
28.09.2008

د محترم استاذ قدرت الله حداد ليكنه:

[color=darkred:dcaa507305]دا هم د دفاع وزير دى، چې له امريکې، ناټو او پاکستان څخه د ځان ساتل غواړي[/color:dcaa507305]
[color=green:dcaa507305]قدرت الله حداد - فرهاد-[/color:dcaa507305]
د دفاع ډډ او ډپ وزير، چې له لومړي سره تر اوسه سم نه دى پېژندل شوى د امريکا د دفاع په وزارت کې يې ويلي دي، چې امريکا، ناټو او پاکستان دې له افغان اجير پوځ سره په گډه د پښتنو سيمو ته لاړ شي او هلته دې د افغانستان د دولت مخالفين وټکوي د دې افغان دولت، چې حامد کرزى ورته جمهور رييس او رحيم وردک يې ددفاع وزير نومول شوي؛ له خپلو اميريالستانو غواړي، چې له مزدور افغان پوڅ سره د پښتون خاورې ته په زور ور ننوځي او په روانه جگړه کې ډېر نو ر پښتانه هم ووژني.

امريکا د امپريالستانو په سر کې ولاړه ده. د چونگښې له خولې يې جوړه کړې قيصه پلې کړې ، چې وايي چونگښې ويل: ما او مار يو سړى وټکاوه.

حامد کرزى، رحيم وردگ او د دوى دولت او حکومت په ٢٠٠١ ع کال کې له شمالي ټلوالې سره يو ځاى امريکا د افغانستان په کابل کې د ناوکۍ واده جوړ کړى، خو طالبانو پرې نه ښودل، چې زامن راوړي او جرړې يې پخې شي. د امپريالستانو دانوې طريقه، چې يو ملت وزبيښي، هلته خپل خلک پيدا کړي بيا هغوى له خپل ملت او ورونو سره وجنگوي. انگلستانو په دې برخه کې پوره ناکامه تجربه درلوده؛ځکه دده پلار افغانستان ته راغلي وه، بويه بيا نه واى راغلي.

لوى افغانستان او لرغونى تاريخ:

رحيم وردک، چې د افغانستان د دفاع وزير درول شوى دى د افغانستان له تاريخه بې خبره دى. د افغانستان له تاريخه څه ، چې رحيم وردک د وردگو له تاريخه هم خبر ته دى، د وردگ نوم يې پر ځان هسې تپلې دي. په ټولو هغو جگړو کې، چې افغانانو له انگريزانو او روسانو سره کړي؛ وردگو په کې لويه برخه درلودلې. کله، چې احمدشاه بابا ١٧٤٧ع - ١٥٢٦ ع کال وردگو ته راورسيد وردگو يوه تاريخي ملمستيا ورته وکړه. داسې، چې له يوه خروار اوړونه يې يوه ډوډۍ پخه کړې وه. اعليحضرت ولي الله احمد شاه بابا ډېر خوشحاله و او له دوى يې يو شمېر خلک له ځان سره کړل. دې ته ورته ځايي قيصې نورې هم شته، چې بويه راټولې شوې واى.

ستر جنرال امريکن. افغان رحيم وردگ ته د محمد جان خان وردگ، چې غونډ مشر و خاطره ليکل کيږي، چې هر څوک يې په توپير پوه شي.

محمد دين شاعر، چې پېښور کې اوسيده ١٨٨٦ع.

[color=brown:dcaa507305]تل کړي جنگ، نه کړي څنگ ،څه عجب دى ځوان

خوري غورځنگ په فرنگ نوم يــــې محـــــمد جان

کــــــــــه (1)جنــــگ د مــــومنـــــانو د نــــبي پــــه ديــــن

وکـــــړ يــــــې، ننــــــگ کړه يې بدرنگ واړه کافران[/color:dcaa507305]

دا دى وردگ . . . چې په څه شان ياديږي او دا بل در واخلئ، چې د خپلو پښتنو وروڼو وژنو ته امريکايان، اروپايان او اوس پاکستانى پوځ غواړي، چې کورونه يې وروسوځوي، زامن او ماشومان يې ورته مړه کړي. پاکستان، اروپا او امريکا نه ده، چې دا کار وکړي.

که يې وکړي بيا به خپل حسان ډېر ژر ورکوي.

لږ صبر غواړي، دا حالات پاتې کيدونکې نه دي. ډېرو هېوادونو دا خبره کړې ده، چې د افغانستان جگړه د دوى لپاره دومره اړينه نه ده، چې د دوى په خپل هېواد کې ميليون خلک وزگار دي دوى نور د جگړي ځواک نه لري او روانه جگړه ترې پاتې کيږي. په داسې حال کې، چې ډېر افغانان د ډيورند کرښه نه مني او حکومتونو هم منلې نه ده؛نو څنگه کيداى شي، چې د دفاع داسې ډډ او ډپ وزير دا خبره وکړي، چې له خپل قومه هم پټيږي.

بل شاعر بيا داسې وايي.

[color=orange:dcaa507305]محمد جان خان غازي شيهد له دنيا تير شه نه

مړ که امير په ټگۍ گير شه نه[/color:dcaa507305]

د محمد جان خان شهادت د امير عبدالرحمن له لورې شوى. اوس دواړه نشته، خو محمد جان شهيد او غازي يادشو او له امير عبدالرحمان (ټگ) هغه که امير و، خاين هم و. هر څوک دې په دې پوه شي، چې ټول له دې نړۍ څخه تلوونکي دي.

چا ته يو نوم چاته بل نوم پاتي کيږي، د محمد جان په نوم ټول وردگ وياړي او ټولو افغانان ته امير عبدالرحمن يو ملي گنهگار دى ، چې يو پښتون ترې په دوه برخو وېشل شوى پاتې دى.

کومه دسيسه، چې عبدالرحمن خان محمد جان خان ته جوړه کړې وه هغې ته ټگي وايي.

محمد جان خان د امير شېر علي خان په پوځ کې او څار توپچي او په خپلې ځوانۍ کې ښايسته او قوي منصبدار و.

د افغانستان د تاريخ او تاريخي شتون پېژندنه ډېره اړينه خبره ده.

کوم ملي وبالمن، چې په افغانستان کې زرغون شول لومړى کمونستانو په غيږ کې ونيول او د افغانستان تاريخ يې په فيوډالي او کارگري دواړو وويشه. کوم تاريخ، چې کمونستانو ټولنيز جوړښت جوړ کړى و هغه پنځه دورې درلودې، چې له علم سره يې سمون نه درلود. بيا د ډيمورکراسۍ غېږي ته ورسيدل او پانگوالو د خپلو گټو لپاره وکارول. دواړو امپريالستانو د ملي تاريخ او ملي هڅوب د هيرولو لپاره قومونه او ملتونه لاندې کړل.

دوى هڅه وکړه، چې لومړى د هغو کولتور پر اروپايي کلتور بدل کړي. ملي صنايع له منځه يوسي، چې په دې توگه د لاس لاندې ولسونو ملي توليدات په ټپه ودريدل اوس ډېره موده غواړي، چې قوم په دې پوه شي.

په هندوستان کې د گاندي لوى خدمت هند ته همدا و، چې خپل کالي، خپل لوښي او خپل دود يې وساته.

د افغانستان په نولسمه پېړۍ کې هر څه خپل ول . ان ټوپک ،توپ ،کالي، لوښي ،څرمنې، صابون. . . په شلمه پېړۍ کې مو هيڅ شي خپل نه و، ځکه داسې واکمن نه شوپه گوته کولاى، چې هغه ملي استازيتوب وکړاى شي اوس خبره دې ته راورسيده دفاع مو هم نورو ته وسپارل شوه يعنې نړيوال پوځونه راغلل او د ساتنې هيله تر کيږي او د خپل خلک راته دښمنان يادوي او پردي يې راته دوستان کړي دي.

[color=darkred:dcaa507305]هغه يار چې بې وفا دى څه يار نه دى

هغه کار چې بې بقا دى څه کار نه دى[/color:dcaa507305]

رحمان


اختر
28.09.2008

دې عبدالرحيم خان وردګ خو هم د وردګو او هم د ټول پښتون لوی ملت نوم وربد کړه . دغه پنډوس ټپوس چي سينه يې د مډالو او کتار وزمو ډکه او کومانډويی دريشي يې اغوستې دسږ کال د ثور د غميزي په پريډ کي د يوه ډز په اورېدو سره داسي منډي شروع کړې چي کارټوني کرزۍ يې لا شتاته پرېښود!
دغه بې غيرته دغولو ډک جنرال دا سرکښه پښتون ببر سري قوم نشي ماتولای خوابدي بې ننګي به ځانته پريږدي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more