نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
بوش دشيطان زوی او اداره يې په لوی غم ککړ شول ٠
pattang
26.09.2008
دامريکې اوسنۍ د بوش اداره او هم راتلونکې اداره به يې له ډېره وخته پوري په
سختواقتصادي ستونځو داسې ککړه وي چې اولس به يې هم په دغه اقتصادي اور
کې له ډېره وخته ورسره سوځي ٠
دامريکې ډېرو بانګونو چې په ناسنجول شوي ډول يې د غلطو دلا لانو په مشوره او
مصلحت اولسي خلکو ته داسې پيسې په قرض ورکړې وي چې هغوی يې اوس بېرته
نشي ورکولی او دا پېسي دهغو په جيبونو کې ولوېدې چې دقرضي په پيسو يې او
لسي وګړو ته کورونه جوړکړي وو٠
د امريکا اداره اوس غواړي چې 700 مليارده دالره د غو بانکونو ته ، چې هغوی بيا
له نورواروپايې بانکونو سره هم معاملې کړې دي ، ورکړي ٠
نن يې په خبرو کې و ويل چې د امريکې يو بل لوی بانک هم له پښو لوېدلی او ډېر
غټ نقص يې کړی دی او دادې مانا ورکوي چه دامريکې اداره 700+ x مليارده
پيسوته ضرورت لري چې له اقتصاتي بحران لږ څه ځان پټ ښکاره کړي ( له منځه
يې نشي وړی )
سوال دادی چې د امريکې اداره به دا پيسې له کومه کوي ??
ماله بوش سره په tv کې څو عرب هم وليدل چې برګ برګ پورتو ګاښونه يې په
سرونو کې تړلي وو٠
- بوش اويادانور به يې ماليه پورته کوي ? اولس به پورته کيږي ?
- ملي شتمني به خرڅوي ? بيله طلا ځخه به بل شي هم لري ?
دالر و به خپل قيمت بايلي، داخيستلو قوه به يې کيږي ، دامريکې خلک به څه شي
نشي اخيستي او داروپا صادرات چې هلته موټر او دوا ګاني خرڅوي لوي تاوان
به ويني .
په نتيجه کې به په ټوله نړۍ کې يو اقتصادي (سوپر ګو ) منځ ته راشي٠
بوش اوس کوشش کوي چې د عراق په ګوډاګي اولس مشر مالکي د عراق د تېلو
قانون ژر لاسليک کړي :
د عراق دتيلو د رائيستلو قرار دادونه ټول دامريکايې کمپنويو په لا سونو کې وي
٢٠ په سلو کې دولتي دي نور ټول د امريکې د کمپنويو په لاس کې دي ٠
د تيلو قانون بوش داسي مالکي ته ليکلی دی (دالمان دمونيتور چې يو ډېره
انتقادي اوازاد تلويزوني راپور دی ) :
- دعراق دا زاړه مالوم ذخائر او دا اوس نوي لوي کشف شوي زخائر به دامريکې
او دانګليس د کمپنويو په لاسونو کې وي٠
- عراق به ماليه ترې اخلي
- کارګرانو ته به معاش ورکي خو منيجران او انجينران به يې انګليس او امريکايې
وي٠
- په ازاد بازار کې به د تيلود پلورل نرخ ټاکنه او رايه ور کول امريکايان او انګلسان
کوي . دا پر دې مانا چې پېسي به انګليس او امريکا وړي او دعراق د اولس په خوله
به تورې خاورې وي ٠
داچې دا اقتصادي بحران به دامريکي داشغالېدو موده په افغانستان کې څومره
لنډه کړي يارانو ته يې پرېږدم ٠