د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په ويښو کې ويده ځلميانو سلام عليکم

pattang
21.09.2008

په ويښو کې ويده ځلميانو سلام عليکم !
وروڼو دغه وړاندېزونه چې تاسو کړي دي ، ايا صليبي اشغالګر پر دې
نه پوهيږي ؟ بېله شرطه هغوی پردې ښه پو هيږي او فوق العاده تحليلي قوه لري ٠ نود سولې غوښتنه له دوی څخه يوه لودګي په طاقت د څلورونده ??٠
ايا دوی پر دې نه پو هيږي چې په افغانانو دوی غيرې حق حمله کړې ده? کوم افغان ترور کړی دی او کوم پيلوټ له افغانستانه پرواز کړی اوپه امريکايې حمله کړې ده? کوم سند دوی لري چې افغانانو پر دې حمله کې مستقيم او يا غيرې مستقيم له حمله کونکو سره لاره لرله?

دامريکا خو دا يو دروغ ندي :

دسور پوستانو له منځه وړل، دکوريا ، ويتنام او عراق حملې او نور فسادونه په ګرده نړۍ کې دخپل نجس سياست لپاره چې هدف يې اقتصاد او اسلحه خرڅول وو او دي ،خو د ميليونو انسانانو د وژنې قاتله دغه امريکا هيڅ وجدان نلري ٠

امريکا هغه ازادي ، ديموکراسي او اقتصادي ژوند چې خپل اولس ته يې غواړي نورو اولسونو ته نه ورکوي ، بلکې ددې کار لپاره دنورو اولسونو وينې څشي٠

تاسو څرنګه سوله غواړۍ ?

ملي پاڅون دې اشغالګرو ته تسليم شي ، کرزی اجنټ، سره له نورو اجنټانو او جنګي جنايتکاران دې خپلې لوړې چوړې کوي او صليبيان دې افغانستان ابادوي ? داسې نده ?
زه خود تاسو په سوله کې بيله دې چې لاسپوڅی دولت او اشغالګرو ته منل او حقوقيت ورکړۍ بل شی نه وينم ٠ ستاسو پلان د جنګي جنايتکارانو او اشغالګرو يوپلان دی چې د افغان او لس د ملي پاڅون پښې او ملا ور ماتوي اود يوه تاريخي خيانت بنسټ د افغان په ټولنه کې په پښو دروي:

سوله هلته راځي چې جنګي جنايتکران محاکمه شي او اشغالګر افغانستان پرېږدي

هر ملت او هره ټولنه بايد خپل سياسي ، اقتصادي او کلتوري لارې پخپله وټاکي او دسياسي ثقل د مرکز ټکی اود محور ستن پخپله پيداکړي٠

ژوندي دې وي دپښتنو جنګيالي مرګ په لاسپوڅيو٠

دپښتولي په مينه پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more