د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دسیرت ریښتونی کیسی

رښتینی
19.09.2008

دسیرت ځینی ریښتونی کیسی چی دمطالعی په دوران کی ماته ډیری
دلچسپی ښکاره شی له تاسو سره یی شریکوم داهم تاسو او دحضرت
محمد صلی الله علیه وسلم دمشری لور دژوند کیسه :

--------------------------------------------------------------------

زنب بنت محمد یعنی درسول الله صلی الله علیه وسلم مشره لور حضرت زینب رضی الله عنها دابوالعاص ابن الربیع میرمن وه داډیره هوښیاره ،ډیره مینناکه اوډیره وفا داره میرمن وه دلته ددی اوابو العاص بن الربیع ژوند ته لنډه کتنه کوو او ددوی دواده کیسه را اخلو او له واده وروسته ددوی دواړودمینی داستان داسپړو چی ددوی په خپلوکی څومره زیاته مینه وه او دوی په خپله مینه کی څومره ستونزی لیدلی اوګاللی دی ؟؟!!


ابوالعاص دزینب دخاله زوی واودلویی خدیجی خوریی و دی دقریشو له اشرافونه و اوپه رسول الله ډیرګران و ابوالعاص له نبوت نه مخکی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی اوورته ویی ویل غواړم ستا له مشری لور زینب سره واده وکړم رسول الله ورته وویل : زه به له دی سره خوښه وکړم رسول الله زینب ته وویل ستاترورزۍ راغلی و او غوښتل یی له تاسره واده وکړی ستاڅنګه خوښه ده؟دزینب مخ له حیا تک سور شو او ویی خندل .


رسول الله پوهه شو او له ابوالعاص سره دزینب په کوژده رازی شو اوله ابوالعاص سره دزینب کوژده وشوه اودلته دابوالعاص اوزینب دمینی داستان پیل شو زینب ابوالعاص ته واده شوه اودوخت په تیریدلوسره دعلی او امامه مور شوه تردی ددوی ژوند په خوشالی کی راروان وخواوس دستونزو او مشکلاتو لړۍ په پیل کیدوشوه او
هغه داسی چی :

حضرت محمد ته دنبوت لوی نعمت ورپه برخه شو اوپیغمبر شو داوخت ابوالعاص په کورنه و اوچیرته په سفر تللی و کله چی کورته راغی مېرمن ېی مسلمانه شوی وه دی چی له سفرنه کورته داورسیدی دی ورته ووېل چی ستاله پاره ېولوی زېرۍ لرم دی ېې سمدستی په موخه پوهه شو اوولاړشو له کوره ووت او زېنب حېرانه درېانه پاتی شوه له شا ورپسی روانه شوه او ورته وېل ېی:
زماپلارپېغمبر شواو ما هم په هغه اېمان راوړ ده ورته ووېل مخکی دی ماته ولی نه ویل ؟ له دی ځایه دزینب او ابوالعاص ژوند ته ترخوشپو رامخه کړه او ددوی دواړوپه منځ کی ډیری لویی لویی ستونزی پیداشوی چی هغه دعقیدی اوګروهی ستونزی وی زینب ابوالعاص ته وویل : زه نشم کولی خپل پلاردروغژن وبولم اونه زماپلار دروغژن دی هغه ریښتونی او امین دی .

اوبل یواځی زه خونه یم مسلمانه شوی زما مور اوخوندی ټولی مسلمانی شوی دی زمادتره زوی علی ابن ابی طالب هم مسلمان شوی دی اوستا دتره زوی عثمان پن عفان هم مسلمان شوی دی اوستا ملګری ابوبکرهم مسلمان شوی دی ابوالعاص وویل :ماته دا خوند نه راکوی چی خلک را پوری ووایی ده خو خپل قام سپک کړ اودخپلی ښځی له پاره یی دپلردنودین ته شا کړه اوداخبره دی چی زه نشم کولی اسلام ومنم که نه ستا په پلارکی زه کومه بدی نه وینم
بیایی زینب ته وویل :نوله دی کبله لطفا ته زما عذر ومنه ؟زینب ورته وویل چی زه ستا عذر ونه منم نو دچا عذر به منم زه ستا میرمن یم او حق ته درسیدلوپه لاره کی به خامخا له تا سره مرسته کوم چی وکولی شی حق ته ورسیږی .
هوکی ! زینب دابوالعاص له پاره شل کاله
په دی خبره ولاړه وه !!!

ابوالعاص په خپل کفر پاته شو اوبیا دهجرت وخت راغی زینب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله او ورته ویی ویل :ماته اجازه راکوی چی له خپل میړه سره پاتی شم ؟رسول الله علی الله علیه وسلم ورته وویل : ته کولی شی له خپل میړه اوخپلو اولادونوسره پاته شی .

زینب اوابوالعاص دبدر تر غزا پوری په مکه کی وواودبدر غزا ته د دواړولوریو دتیاری په مهال ابوالعاص هم پریکړه وکړه چی په دی غزا کی دمشرکینو له لوری په غزاکی برخه واخلی اودخپلو قریشو لښکر پیاوړی کړی
یانی دزینب میړه دزینب له پلار سره دجګړی له پاره ډګرته ووت !!!
او زینب له همدی ګړۍ نه ویریدله هغی به ژړل او ویل به یی : خدایه ! زه له هغی ورځی ویریږم چی لمر راختلی وی او زمابچیام یتیمان شوی وی اویاخو می پلار له لاسه ورکړی وی ابو العاص د قریشوپه لښکر کی دبدر په لوری روان شو خونړی جګړه تیره شوه او لنډه داچی ابوالعاص دمسلمانانو په لاس کی بندی کیووت اومکی ته یی خبر راورسید
زینب پوښتنه کوی : زماپلار څه وکړو ؟
چاورته وویل چی مسلمانانو سوبه ترلاسه کړه اوزینب دپلارد سوبی دخبرپه اوریدلوسره لوی څښتن ته په سجده پریوتله او دالله شکر یی وایست وروسته یی پوښتنه وکړه چی زما میړه څه شو؟ورته وول شوو چی هغه له خپل خسر سره بندی شو

دبدردبندیانودخلاصون له پارهم سلمانانوفدیه اعلام کړه اومشرکینو ددبندیانو دخلاصون له په ره فریی راټولول پیل کړل زینب ته هم خبر ورسید چی میړه دی دفدیی په بدل کی راخلاصیدی شی او هغی هم دفدیی برابرولو هڅي پیل کړی خوپه کورکی یی څه پیدانکړل یواځی دمورهغه امیل یی په کور کی و چی هغی به سینه پری ښایسته کوله او همدا امیل یی دابوالعاص ورور ته ورکړ چی دا رسول الله ته ورکړه چی په بدل کی یی زما میړه راخوشۍ کړی .

په مدینه کی رسول الله ناست دی اودفدیوپه بدل کی بندیان خوشی کوی اوپه دی فدیو کی یی دخپلی ګرانی خدای بښلی میرمن حضرت خدیجی دغاړی امیل ولید اوپوښتنه یی وکړه چی دا فدیه دچا ده؟

ورته وویل شوودادابوالعاص بن الربیع فدیه ده په دی سره رسول الله صلی الله علیه وسلم وژړل او ویی ویل دا دخدیجی امیل دی بیا ولاړشو او ویی ویل : ای خلکو موږپه خپل دی زوم یادوست کی کوم بد ندی لیدلی ستاسوخوښه نه ده چی ایله یی کړو ؟اوستاسوخوښه نده چی دا فدیه یی بیرته ورکړو ؟ صحابه و وویل یارسول الله زموږ خوښه ده اورسول الله هغه ته امیل ورکړ او ورته ویی ویل : زینب ته ووایه چی دخدیجی په امیل کی بی اتیاتی مکوه بیا یی ابوالعاص ته وویل :ستاخوښه ده زه له تاسره یوه پټه خبر لرم ؟بیا یی ابوالعاص یوه لوری ته ګوښه کړ او ورته ویی ویل ای ابوالعاصه ! ماته خپل خدای جل جلاله امر کړی دی چی مسلمانه میرمن له کافر میړه نه بیله کړم ایا ته به ماته زما لور را ونه لیږی ؟
ابوالعاص وویل : هو کی راوبه یی لیږم !

زینب دمکی په دروازو کی د ابوالعاص هرکلی ته ولاړه او انتظار کوی کله یی چی سره ولیدل ابوالعاص ورته وویل ماوتا به سره بیلیږو !! زینب وویل ته نو چیرته روان یی چی سر بیلیږو؟ ابوالعاص وویل زه نه ځم چیرته بلکی ته به روانیږی ته به دی پلارته ورځی ! زینب وویل ولی ؟ هغه وویل پلار دی غواړی زما اوستا په منځ کی بیلتون راولی .زینب وویل : ایا ته ترهغه ځایه زما ملګرتیا کولی شی څو ما هغ ته وسپاری آبوالعاص وویل نه .زینب علی او امامه له ځانه سره کړل او مدینی ته روانه شوه زینب په مدینه کی له خپل پلار سره شپږ کاله پاته شوه او په دی موده کی ګڼ شمیر خلکو دی ته خطبی ولیږلی خو دی به په دی تمه ردولی چی کیدی شی ابوالعاص به راشی .

شپږکاله وروسته ابوالعاص له یوی قافلی سره له مکی نه د شام په سفر راووت شام ته په لاره کی په مدینه راغی په مدینه کی یی له څو صحابه وو نه درینب دکور پوښتنه وکړه او هغوی وروښود شپه تیروه خو لا دسهار اذان نه وشوی چی ابوالعاص دزینب دکور دروازه وټکوله زینب را ووتله او چی ابوالعاص یی لید لومړی پوښتنه یی داوه اجئت مسلما؟ یعنی ته مسلمان شوی یی ځکه راغلی ؟ده وویل نه بلکی راتښتیدلی یم .زینب وویل نو اوس ته کولی شی اسلام ومنی ؟ ابوالعاص وویل نه . زینب ورته وویل ته ویریږه مه هرکله راشی ته د علی او امامه پأار او زما ترورزۍ یی

کله چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دسهار له لمانځه نه خلاص شو دجوما ت له اخر نه یی یوغږ واوریدی چی وایی : قداجرت ابا العاص بن الربیع یعنی هغه اواز کوونکی وویل :ما ابوالعاص بن الربیع ته پناه ورکړه . رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل :دا اواز تاسو واوریدی ؟ صحابه کرامو وویل هوکی !هوکی !یارسول الله موږ واوریدی.

زینب وویل: یارسول الله له ما نه ډیر پردی ندی دترور زوی می دی او داولادپلار می دی اوما ده ته پناه هم ورکړه نوکه له ده سره مرساه وشی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ودریدی او ویی ویل : ای خلکو ! دازما زوم سم سړی دی ماپه ده کی کوم بد ندی لیدلی اودی سړی تراوسه پوری ماته دروغ ندی ویلی له ما سره یی وعده وکړه او هغه یی پوره کړه که ستاسو خوښه وی چی ده ته خپل مال ورکړو او پری یی ږدو چی بیرته خپل ښار ته ولا ړ شی نو زه به خوشاله شم اوکه ستاسو نه وی خوښه نو هغه هم ستاسو کار دی او دا ستاسو حق ده زه بیا هم تاسو نه ګرموم .

خلکو وویل یارسول الله زموږ خوښه ده موږ ده ته خپل مال ورکوو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت زینب ته وویل : تاچی چاته پناه ورکړی ده موږ هم هغه ته پناه ورکوو بیا رسول الله دزینب کورته ورغی او ورته ویی ویل : د ابوالعاص ښه میلمه پالنه وکړه ځکه دی ستا ترورزۍ او داولاد پلار دی خو ګوره په هیڅ صورت باید تاته درنږدی نشی ځکه دا کار ناروا ده زینب وویل : سمه ده یارسول الله

بیا زینب ابوالعاص کورته بوتلو او ورته ویی ویل : ایا تاته زمږ بیلتون اسانه ده دابه ښه نه وی چی اسلام ومنی او له موږ سره دلته پاته شی ابوالعاص وویل : نه دا زه نشم کولی خپل مال یی له ځانه سره واخیست او مکی ته روان شو کله چی مکی ت ورسیدی د مکی خلکو ته یی وویل : ای خلکو ! داستاسو مالونه دی ایا ستاسو نور کوم شی پاته دی؟ هغوی وویل : خدای دی تاته نیکه بدله درکړی تاله موږ سره ریښتونی وفا وکړه ابوالعاص ورته وویل : فانی اشهد ان لا اله الا الله وان محمدا رسول الله ابوالعاص دقریشو په مخکی دشهادت کلمه وویله او سمدستی بیرته مدینی ته راستون شو دسهار مهال و چی رسول الله ته ورغی او ورته ویی ویل : یارسول الله پرون دی له ماسره ښیګڼه وکړه اونن زه داده راغلم او وایم چی اشهد ان لا اله الا الله وانک رسول الله

ابوالعاص ابن الربیع وویل: یارسول الله ته ماته اجازه راکوی چی زه بیرته زینل ته رجوع وکړم ؟ رسول الله هغه له لاسه ونیو او ورته ویی ویل : راځه ! له ځانه سره یی روان کړ او دواړه دزینب دروازی ته ودریدل دروازه یی وټکوله او دزینب کورته ننووت او زینب ته یی وویل : زینب ! ستاد ترور زوی نن ماته راغی او دشهادت کلمه یی وویله او له مانه یی اجازه وغوښتله چی تاته رجوع وکړی ستا خوښه ده ؟ دزینب مخ له حیا نه سور شو او موسکۍ شوه .

عجیبه ده !! چی له دی پیښی یوکال وروسته زینب وفات شوه تو ابو العاص زښت زیات پسی وژړل ان تردی پوری چی خلکو به ورته کال چی رسول الله صلی الله علیه وسلم به دده اوښکی ورپاکولی او تسلی به یی ورکوله او ده به ورته ویل : یارسول الله!زه په دی دنیاکی له زینب پرته ژوند نشم کولی او هغه و چی یوکال دزینب له مړینی وروسته ابوالعاص هم وفات شو

په مینه


رښتینی
21.09.2008

دحضرت زینب او ابوالعاص یوزوی او یوه لور وو زوی یی علی نومیدی
او لور یی امامه نومیده کله چی علی په مکه او حضرت زینب په مدینه کی
وو علی ته دبنوغاضره په قبیله کی یوی میرمنی تی ورکاوه کله یی چی دتی
موده پوره شوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځانه سره کړتبوالعاص
دامهال لا مشرک و رسول الله وویل : څوک چی له ماسره زما په زامنو کی
شریک دی له هغه نه یی زه ښه مستحق یم چی له ځانه سره یی کړم

کله چی رسول الله صلی الله علیه وسلم مکی ته دفاحی په محال ننووت
علی لا ماشوم و او رسول الله له ځانه سره په خپله سپرلۍ سپور کړی و
او علی لا ماشوم و او بلوغ ته نږدی و چی وفات شو .

او دحضرت زینب بنت رسول الله لور امامه نومیده دا په رسول الله صلی
الله علیه وسلم باندی ډیره زیاته ګرانه وه او هغه چی په روایاتو کی راځی
رسول الله به په لمانځه کی یوه نجلی په شا کړی وه او لمونځ به یی کاوه
هغه همدا امامه وه کله به یی چی رکوع او سجه کوله ښکته به یی کړه او
چی وبه دریدی بیا به یی په شا کړه حضرت عائشه وایی چی له رسول الله
سره یوډیر ښکلی امیل و او یوه ورځ یی وویل چی دابه زه زما دکور هغه
چاته ورکوم چی په ماډیر ګران وی او هغه و چی امامه یی را وغوښتله او
هغه امیل یی ورپه غاړه کړ .

کله چی حضرت امامه رضی الله عنها لویه شوه نو حضرت علی رضی الله عنه
په نکاح کړه او داځکه چی خپلی میرمنی حضرت فاطمی وصیت ورته کړی و چی
زما له مړینی وروسته له امامه په نکاح کوی او کله چی حضرت علی رضی الله عنه
ټپی شو نو وصیت یی وکړ چی مغیره بن نوفل بن الحارث بن عبد المطلب دی له امامی سره نکاح وکړی او دا وصیت یی ځکه وکړ چی دی ویریدی چی معاویه یی
ځانه ته په نکاح نکړی له مغیره نه دامامی یو زوی پیداشو چی یحی نومیدی او هغه
هم په ماشوموالی کی وفات شوی او مؤرخین لیکی چی درسول الله اولاده یواځی له
فاطمی نه پاتی شوی او له هغو نورو دریو لوڼو نه یی اولاد ندی پاته شوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more