اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
حديث شريف څرنګه تشريح کوۍ
ع کريم حليمي
17.09.2008
قدرمن اومکرم کابل جان صاحب ، سلام عليک
وروره ! دغه لاندي حديث شريف څرنګه تشريح کوۍ
حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ مُوسَى، حَدَّثَنَا هِشَامٌ، عَنْ مَعْمَرٍ، وَحَدَّثَنِي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مُحَمَّدٍ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّزَّاقِ، أَخْبَرَنَا مَعْمَرٌ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ـ رضى الله عنهما ـ قَالَ لَمَّا حُضِرَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَفِي الْبَيْتِ رِجَالٌ فِيهِمْ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم [color=red:8e139d1c0d]" هَلُمَّ أَكْتُبْ لَكُمْ كِتَابًا لاَ تَضِلُّوا بَعْدَهُ "[/color:8e139d1c0d]. فَقَالَ عُمَرُ إِنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَدْ غَلَبَ عَلَيْهِ الْوَجَعُ وَعِنْدَكُمُ الْقُرْآنُ، حَسْبُنَا كِتَابُ اللَّهِ فَاخْتَلَفَ أَهْلُ الْبَيْتِ فَاخْتَصَمُوا، مِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ قَرِّبُوا يَكْتُبْ لَكُمُ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم كِتَابًا لَنْ تَضِلُّوا بَعْدَهُ، وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ مَا قَالَ عُمَرُ فَلَمَّا أَكْثَرُوا اللَّغْوَ وَالاِخْتِلاَفَ عِنْدَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم[color=cyan:8e139d1c0d] " قُومُوا ".[/color:8e139d1c0d] قَالَ عُبَيْدُ اللَّهِ فَكَانَ ابْنُ عَبَّاسٍ يَقُولُ إِنَّ الرَّزِيَّةَ كُلَّ الرَّزِيَّةِ مَا حَالَ بَيْنَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَبَيْنَ أَنْ يَكْتُبَ لَهُمْ ذَلِكَ الْكِتَابَ مِنِ اخْتِلاَفِهِمْ وَلَغَطِهِمْ
په مينه ، مننه
و.افغان
23.10.2008
زه هم له محترم ورور کابل جان څخه غوښتنه کوم چې دغه حدیث توجیه کړي،
ځکه چې دشیعه ګانو علماء په دی حدیث باندی ډیر استدلال کوي.
او حدیث هم سندا او متنا صحیح دی.
په درنښت
ع کريم حليمي
25.10.2008
ډير ګران او مکرم استاد وهاج ساپي صاحب او کابل جان صاحب
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
کابل جان صاحب !!!
کله چه مبارک په کور کښي د مرګ پر بستره پروت وو ، اصحاب کرام او
حضرت عمر بن الخطاب رضى الله عنه هم ور سره ؤ ،مبارک وفرمايل چه
راسئ چه تاسوته څه وليکم چه لاَ تَضِلُّوا بَعْدَهُ يعني چه ورسته ګمراه
،منحرف نه سئ نو حضرت عمر بن الخطاب وويل "چه مبارک ډير سخت مريض دی يا داسي ئې وويل چه ناروغۍ زور پر وکړی ( معنا سرسام سوو )
تاسو قران لری ، نو دا د خدای کتاب کافي او کفايت کوي زموږ له پاره
د حضارو يو دبل سره مشاجره ،اختلاف سؤ ، يوه ويل چه ور نيزدې سه
چه اعلاميه درته وليکي ، چه ورسته منحرف ،ګمراه نه سې ،او بل يوه بيا
داسي ويل لکه حضرت عمر بن الخطاب چه وويل ، نو دا نقد اوانتقادونه
نعرې او ژړاوي سوې د خواږه نبي صلی الله عليه وسلم په حضور کښي
نو سردار عالم و فرمايل چه " قُومُوا " ولاړېږئ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
کابل جان صاحب تاسي څه فکر کوئ چه په دغه ورځ رفض پېښ سوی
که نه ؟؟؟؟؟
په درنښت
رښتینی
25.10.2008
محترم حلیمی صاحب لیکی :
[code:1:67add5487a]يا داسي ئې وويل چه ناروغۍ زور پر وکړی (پرتي وايي معنا سرسام سوو ) [/code:1:67add5487a]
جناب مشر حلیمی صاحب که په دی تشریح تجدید نظر وکئ ښه به وی
ځکه دپیغمبر په شان کی به داډول الفاظ مناسب نه وی او(پرتی) زما
په اند دهغه چا خبرو ته وایی چی اعصاب یی کار نکوی او دماغی توا
زن یی هم نه وی برابر او شاید په پیغمبر به داسی حالت نه راځی
ستاسودتوجه په هیله
په مینه
ع کريم حليمي
27.10.2008
ډېر ګران او مکرم حامد صاحب ، ښې هيلي
لمړی به ووايو چه : رَبَّنَا ظلَمْنَا أَنفُسنَا وَ إِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَ تَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ
الْخَسرِينَ،
رَبَّنَا لا تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطأْنَا، وَ اعْف عَنَّا وَ اغْفِرْ لَنَا وَ ارْحَمْنَا أَنت مَوْلَانَا
فَانصرْنَا عَلى الْقَوْمِ الْكفِرِينَ ، امين يا رب العالمين ، تقولو امين يا رب العالمين. ...
ګرانه حامد صاحب !
ونبي عليه وسلم ته د ملائکي په سترګه مه ګوره ، مبارک انسان وو
وَ لا أَقُولُ لَكُمْ إِنى [color=red:df895c3f48]مَلَكٌ[/color:df895c3f48] إِنْ أَتَّبِعُ[color=blue:df895c3f48]
إِلا مَا يُوحَى إِلىَّ [/color:df895c3f48]قُلْ هَلْ يَستَوِى الاَعْمَى وَ الْبَصِيرُ أَ فَلا تَتَفَكَّرُونَ
حَدَّثَنَا عَبْدَانُ، عَنْ أَبِي حَمْزَةَ، عَنِ الأَعْمَشِ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ التَّيْمِيِّ، عَنِ الْحَارِثِ بْنِ سُوَيْدٍ،
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ دَخَلْتُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَهْوَ يُوعَكُ فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ
إِنَّكَ تُوعَكُ وَعْكًا شَدِيدًا. قَالَ [color=cyan:df895c3f48]" أَجَلْ إِنِّي
أُوعَكُ كَمَا يُوعَكُ رَجُلاَنِ مِنْكُمْ "[/color:df895c3f48]. قُلْتُ ذَلِكَ أَنَّ لَكَ أَجْرَيْنِ قَالَ " أَجَلْ ذَلِكَ
كَذَلِكَ، مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُصِيبُهُ أَذًى شَوْكَةٌ فَمَا فَوْقَهَا، إِلاَّ كَفَّرَ اللَّهُ بِهَا سَيِّئَاتِهِ،
كَمَا تَحُطُّ الشَّجَرَةُ وَرَقَهَا "
لکه څومره چه ئې لوړ مقام درلود او لري ئې ، مريضي او تبه ئې دوه چنده وه
يعني دوه چنده زحمت پر تېرېدلی ، او اجر ئې هم دوه چنده ورکول کېدئ
ومونږ مسلمانانو ته نه ښايي چه له نبي ص څخه د انسانيت مقام واخلو او
او ملائکو مقام ور کړو ، بايد ده چه ځانونه وساتو ، نه غواړم چه په
وَ لا الضالِّينَ
کښي حساب سم ، ولي چه نصارا خپل نبي د انسانيت له مقامه خارج کړ
نو کله چه تبه پېښيږي ، سرسامي ئې عکس العمل دی ، ولي چه دماغ د ١٠٠
درجي حرارت الا ١٠٢ درجې پوري مقاومت لري ،تر دې چه حرارت لوړ سي
سرسامي ور سره تړلې ده ،
هو ! که انبيا سرسام سي ، بيا هم د خپلي حافظي څخه خبري کوي ،
خو که فاسق سړی سرسام سي هم له خپلي حافظې څخه خبري کوي ، د بدو
خلکو حافظه په بدو خبرو ډګه وي ، او چه سرسام سي نو حيواني او شيطاني
ږغيږي٠ د نبيانو په حافظه کښي بل څه نسته بېله اسماني اخلاقو ، که چيري
داسي پېښه سي چه تبه ئې شديده سي بيا هم اخلاقي ږغېږي
لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ
چون چه نبي ص يو حريص انسان ؤ ، او د امت په غم کښي ډېر حرص درلودئ
د مال ، دولت ، جلا حريص نه ؤ
نور بحث به درسره وکم ، که رب غوښتي وه
که تاسو دا د أَكْتُبْ لَكُمْ حديث ترجمه کړي ښه به وي ، نو به زما خطا را معلومه
سي ، رب دي اجر درکړي
په مينه،درنښت
و.افغان
27.10.2008
معزز او مکرم مولانا حلیمي صیب، او ګران ورور حامد ته سلامونه او سپيڅلي پیرزونې:
السلام علیکم
دروند حامد صاحب:
ستاسو انديښنه پر ځاي ده، خو دمحترم حلیمي صاحب خبره او ژباړه هم دواړه پر ځاي بريښي
ستاسو انديښنه په دی پر ځاي ده چې د پيغمبرانو علیهم السلام خولې همیشه په حق خوزیږي.
دټوکو په حالت کې هم حق وايي، په مریضۍ، او دسخت تبې حالت کې هم حق وايي،
بر عکس نور عادي خلک کيداي شې دمریضتیا او سختی تبی حالت کې سرسام شي
نو په کاواکو پیل وکړي.
عمر رضي الله عنه سره له دی چی یو جلیل القدر صحابي وو، فقیه وو، خو ډیر شرعي
مسائل او ډیرې پيغمبري مرغلرې دهغه علم ته نه وې رسیدلې.
نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې کله دوفات په ناروغۍ مریض وو، ډیره سخته تبه
يي وه، حتا چې ساعت به يي ټوټه په اوبه کې لمدوله او په تندی به يي کيښوده، او په ډیر
لږ وخت کی هغه ټوټه ژر وچه شوه.
نو کله چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم هوډ وکړ او ددغی تبې په حالت کې وويل: راشۍ
چې داسی یو لیک تاسو ته ولیکم چې له هغه وروسته به تاسی نه ګمراه کیږۍ،
دې وخت کې عمر رضي الله عنه فکر وکړ، چې کیداي شي نبي کریم صلی الله علیه وسلم
هم لکه دنورو انسانانو غوندې دسختی تبې په حالت غیر مقصودي خبرې کوي، ((خو حقیقت داسی نه وو))، نو له نورو صحابه کرامو يي وغوښتل:
استفهموا رسول الله صلی الله علیه وسلم:
دنبي کریم صلی الله علیه وسلم دحال خبر واخلۍ
أ هجر؟
آیا غیر مقصودي خبرې يي وکړې، آیا هغه خبرې يي وکړې، کومي چې نور انسانان دسختی
مریضي او تبې په حالت کي کوي.
نو ويي ويل: په پيغمبر صلی الله عليه وسلم باندی درد زیات شوی دی، او مونږ سره
دخداي جل جلاله کتاب شته دی، په دی کې ځينې صحابه کرام دعمر رضي الله عنه خبرو
ته ترجیح وکړه، او ځینو نورو دا خبره ومنله، یو غالمغال رامنځ ته شو، نو حقیقت خو دا وه
چې پيغمبر په هیڅ حالت کې غیر مقصودي خبرې نه کوي، نبې کریم صلی الله علیه وسلم
غوصه شو، او ټول يي وويستل.
له دی وروسته نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه درد او تبه لاړل، څو ورځي ښه هم وو،
خو له دغه لیک له لیکلو څخه خپله صرف نظر شو.
دا چې دا لیک دڅه په اړه وه، نو دا مالومه نه ده، خو دیته نږدې یو بل نږدی حدیث موجود
دی، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم دخپلې مریضتیا په حالت کې کله چې لمانځه ته
ابو بکر رضي الله عنه مخکې کیدو ، عائشي رضي الله عنها ته بیان کړې وو:
صحيح مسلم م ت محمد فؤاد عبد الباقي/5 - (ج 4 / ص 1857)
11 - ( 2387 ) حدثنا عبيدالله بن سعيد حدثنا يزيد بن هارون أخبرنا إبراهيم بن سعد حدثنا صالح بن كيسان عن الزهري عن عروة عن عائشة قالت
: قال لي رسول الله صلى الله عليه و سلم في مرضه ادعي لي أبا بكر وأخاك حتى أكتب كتابا فإني أخاف أن يتمنى متمن ويقول قائل أنا أولى ويأبى الله والمؤمنون إلا أبا بكر .
عائشة رضي الله عنها وايي: ما ته نبي کريم صلی الله علیه وسلم دخپلې مريضتیا حالت کی
وویل: ما ته ابو بکر او ورور دی راوغواړه، تر څو چې تاسو ته یو داسی لیک ولیکم،
ځکه چې زه ويریږم چې یو آرزو کوونکې آرزو ونه کړي (مطلب خلافت او مشرۍ ته)
او یو وويونکې څه ونه وايي چې زه مستحق یم (په مشرۍ او خلافت) او نه غواړي خداي
جل جلاله او مؤمنان مګر أبو بکر.
دا پورتنۍ حدیث صحیح مسلم کې راغلی دی، او په نورو ډیرو حديثي مصادرو کې هم
راغلی دی.
کيداي شي نبي کریم صلی الله علیه وسلم دلیک له لیکلو څخه دصرف نظر کیدو سبب دا وو
چې هر هغه څه چې دخداي جل جلاله څخه مقدر او لیکل شوي دي، هغه به ضرور پيښيږي،
لکه دعلي رضي الله عنه او معاوية رضي الله عنه ، جګړه او داسی نور اختلافات، نو
که هغه صلی الله علیه وسلم څومره ددې خبرې په اړه حرص کړې واي، نو دا مشکلات
واقع کيدونکي وو، ځکه خو الله جل جلاله هغه ته فرمايي:
لو أنفقت ما في الأرض جمیعا ما ألفت بین قلوبهم ولکن الله ألف بینهم.
که چیري تا خرچ کړې واي ټول هغه څه چې په زمکه کې دي، دهغوي دزړونو تر منځ به دی
الفت نه واي راوستلاي، مګر الله دهغوي تر منځ الفت راووست.
پاتی دا چې شیعه ګان وايي: چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دی لیک کې لیکل
چې زما څخه وروسته خلیفه به علي رضي الله عنه وي، نو دا خبره سراسر غلطه ده،
او هيڅ کوم دلیل نه لري، او یواځي دعلم الغیب دعوا ده، او په نبي کریم صلی الله
علیه وسلم باندی دروغ تړل دي.
په درنښت
ع کريم حليمي
27.10.2008
محترم او ګران ،استاد قاري صاحب ، او منلي حامد صاحب
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته
استاد قاري صاحب مننه ، الله دي موږ ټولو ته ستا غم نه کوي ، مسلم
ښه ويلي چه :أن الواجب على كل أحد عرف التمييز بين صحيح الروايات
وسقيمها .............
کوم حديث شريف چه تاسو ليکلی ډېر مهم او جدي حديث دي د هر مسلمان
لپاره
کوم کتاب چه زما سره سته ، لوستونکو ته به ئې حواله وليکم ،صحيح مسلم
د هند چاپ سته د پاکستان ،سعودي د لبنان ٠٠٠٠٠٠
که له چاسره هغه ستاسو کتاب نوي ممکن دغه کتاب ور سره وي
صحيح مسلم
دار الکتاب العربي
طبعه جديده مقابله ومخرجه علی کتب السنه السته
تحقيق وتخريج -احمد زهوه ،احمد عنايه
كتاب-فضائل الصحابة رضى الله تعالى عنهم
لمړی باب ، باب من فضائل أبي بكر الصديق رضى الله عنه
الصفحه 999
رقم الحديث 11
حَدَّثَنَا عُبَيْدُ اللَّهِ بْنُ سَعِيدٍ، حَدَّثَنَا يَزِيدُ بْنُ هَارُونَ، أَخْبَرَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ سَعْدٍ، حَدَّثَنَا صَالِحُ بْنُ كَيْسَانَ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، عَنْ عُرْوَةَ، عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ قَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فِي مَرَضِهِ " ادْعِي لِي أَبَا بَكْرٍ وَأَخَاكِ حَتَّى أَكْتُبَ كِتَابًا فَإِنِّي أَخَافُ أَنْ يَتَمَنَّى مُتَمَنٍّ وَيَقُولَ قَائِلٌ أَنَا أَوْلَى . وَيَأْبَى اللَّهُ وَالْمُؤْمِنُونَ إِلاَّ أَبَا بَكْرٍ "
په مينه ، درنښت
رښتینی
27.10.2008
محترم حلیمی صاحب ستاسو له په زړه پور یتشریح نه مننه او له
صافی صاحب نه هم ډیره مننه ما مخکینی خبره ځکه کړی وه چی دحضرت
عمر رضی الله عنه په خبرو کی یواځی داراغلی چی :
[code:1:c85d8110ff]فَقَالَ عُمَرُ إِنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَدْ غَلَبَ عَلَيْهِ الْوَجَعُ [/code:1:c85d8110ff]
او وجع خو فقط درد ته وایی خو بیاهم له تاسو مننه خوشاله اوسئ
په مینه