اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
شيعه ګان وپيژنۍ (څلورمه برخه)
كابل جان
15.09.2008
لومړي فصل
عزتمندو دا فصل به دري ؤ مبحثونو ته تقسيموم او د هر مبحث څخه به په مستقله توګه معلومات ذكر كوم :
لومړي مبحث : د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) عقيده د الله - جلَّ جلاله - د ربوبيت باره كښي .
دوهم مبحث : د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) عقيده د الله - جلَّ جلاله - د ألوهيت باره كښي .
دريم مبحث : د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) عقيده د الله - جلَّ جلاله - د نومونو او صفتونو باره كښي .
د لومړي فصل أوله برخه :
لومړي مبحث
د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) عقيده د الله - جلَّ جلاله - د ربوبيت باره كښي او په هغي رد :
- د ربوبيت معنى دا ده چي انسان عقيده ولري ، او كلك إيمان او باور ولري چي يواځي او يواځي الله - جلَّ جَلالُه ـ د ټولو مخلوقاتو پيدا كونكي دي ، او يواځي هغه روزي وركونكي دي ، او په ټوله دنيا كښي يواځي هغه مالك او متصرف دي ، او د هغه څخه بغير بل خالق او رازق او مالك او متصرف په ټوله دنيا كښي نشته ، ټول واك د هغه ده ، هغه چي څه وغواړي هغه به كيږي - او دا ـ الحمد لله ـ د ټولو مسلمانانو عقيده ده .
او هر چي شيعه ګان ( رافضه ) دي نو هغوي دا دعوه كوي چي دوې الله - جلَّ جلاله - په ربوبيت كښي يو ګڼي ، او د هغه سره بل څوك د هغه په ربوبيت كښي نه شريكوي ، خو دا د دوې دعوه او د خولي وينا ده ، او په حقيقت كښي دوي د الله - جلَّ جلاله ـ سره د هغه په ربوبيت كښي هم شريك جوړوي ، او هغه يو نه ګڼي ، او د هغه د ربوبيت صفات نورو مخلوقاتو ته وركوي .
نو اوس به مونږه او تاسي پوښتنه وكړو چي أيا دا شيعه ګان ( رافضه ) پدي خپله خبره او دعوه كښي رشتيني دي او كه دروغژن ؟ او چي أيا د دوې دا دعوه صحيحه ده او كه غلطه ؟ نو ځواب دا دي چي دا دعوه سل په سلو كښي غلطه او باطله ده ؛ او دغه شيعه ګان په خپله دعوه كښي دروغژن دي ، ځكه چي د هري دعوي لپاره دليل او اثبات پكار وي - او دعوه بغير د دليل څخه د ناپوهانو كار دي ـ او د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) سره په دي خپله خبره باندي هيڅ قسمه روغ او سلامته دليل نشته ، نه نقلي دليل - چي قرآن كريم او سنت د نبي صلى الله عليه وسلم دي - او نه عقلي دليل .
او ددي وجه دا ده چي د ټولو مسلمانانو په نزد غټ دليل قرآن شريف دي ، چي الله - جلَّ جلاله ـ د ټولو خلكو لپاره دليل او رڼا راليګلي دي ، نو الله ـ جل جلاله ـ فرمائي :
(يا أيها الناس قد جاءكم برهان من ربكم وأنزلنا إليكم نورا مبينا) سورت النساء آيت : ١٧٤ .
ترجمه : اي خلكو په تحقيق سره راغلي دي تاسي ته ښكاره دليل لطرفه د پالونكي ستاسو نه او راليګلي ده مونږه تاسي ته رڼا ښكاره .
او همدارنګه د هغه حفاظت ئي هم كړي دي ، د څوارلسو سوو ( 1400 ) كلونو څخه زيات وخت ورباندي تير شوي دي ـ والحمد لله ـ په هغه كښي هيڅ بدلون او تغير ندي راغلي ؛ ځكه چي دا يوه نبوي معجزه ده ، نو الله ـ جل جلاله ـ د قرآن شريف د حفاظت په باره كښي په ډيرو تاكيداتو سره فرمائي :
(إنا نحن نزلنا الذكر وإنا له لحافظون)، سورت الحجر آيت : ٩ .
ترجمه : خاماخا خاص مونږه راليګلي دي قرآن او يقينا مونږه خاص ده لره خاماخا ساتونكي يو .
د قران شريف باره كښي پوره تفصيل به په مستقل فصل ( د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) عقيده د قرآن كريم باره كښي ) هلته راشي ـ إن شاء الله تعالى ـ خو دلته مقصد دا دي چي دغه د مسلمانانو په نزد غټ دليل ( قرآن شريف ) د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) سره هيڅ قدر او قيمت نه لري ؛ ځكه چي دا شيعه ګان ( رافضه ) دي قرآن كريم ته محرَّف وائي ، او محفوظ ئي نه ګڼي ، او دا وائي چي په هغه كښي لاس وهلي شوي دي، او ...او... او دا هم وائي : چي قرآن ( 17 زره ) آياتونه وه ، لكه دا روايت د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) غټ ملا محمد بن يعقوب الكليني ( ت 328هـ ) په خپل كتاب الكافي ، ( ج 2 / ص 634 ) كتاب فضل القرآن كښي راوړي دي ، هغه وائي :" عن أبي عبد الله عليه السلام قال : إن القرآن الذي جاء به جبرائيل عليه السلام إلى محمد صلى الله عليه وآله سبعة عشر ألف آية " .
ترجمه : د ابو عبد الله ( جعفر صادق چي دوي ورباندي دروغ وائي ) څخه روايت دي هغه وفرمائيل : يقينا هغه قرآن چي جبرائيل عليه السلام محمد صلى الله عليه و آله ته راوړي وه اولس زره ( 17000 ) آياتونه وه .
محترمو مسلمانانو: او حال دا دي چي د قرآن شريف آياتونه ( 6263 ) آياتونه دي ، لكه څنګه چي راغلي دي هماغسي محفوظ هم ساتل شوي دي .
نو عزتمندو: ددي وجي څخه ددي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) لپاره زمونږه قرآن كريم دليل نشي جوړيدلي .
د لومړي فصل دوهمه برخه :
او پاتي شو سنت د نبي أكرم ، نو دوې خو هغه نه مني ؛ ځكه چي دا سنت خو مسلمانانو ته صحابه كرامو رسولي دي ، او دوې خو صحابه كرام د دين اسلام څخه وباسي ، او هغوي ته كفار او مرتدين وائي ، چي ددي تفصيل به هم پوره په مستقل فصل ( د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) عقيده د صحابه كرامو باره كښي ) ـ إن شاء الله تعالى ـ راشي ، نو په سنتو د نبي أكرم صلى الله عليه وسلم باندي هم د دوي استدلال صحيح نشو .
او كه دوي د اهل بيتو هغه ويناګاني ، او كارونه په دليل كښي وړاندي كوي چي هغه دوي په خپلو كتابونو كښي ذكر كړي دي ، نو هغه خو د دوه ؤ وجهو څخه نه منل كيږي .
لومړي وجه : او هغه دا ده چي دوي په خپله دا اقرار كوي چي د دوي په كتابونو كښي په زرونو روايات چي اهل بيتو ته ئي نسبت كيږي دروغ او يا كمزوري دي ، او يا د نامعلومو خلكو لخوا روايت شوي دي ، او په حقيقت كښي هغه د اسلام او د اهل بيتو دښمنانو لپاره د شخصي أهدافو د خپلو ځانونو لخواؤ جوړ كړي دي ، او زمونږه په كتابونو كښي ئي ځاي په ځاي كړي دي .
عزتمندو مسلمانانو : زه به د دوي ددي اقرار او اعتراف يو حقيقي او واقعي مثال وړاندي كړم .
د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) د مذهب يو ډير غټ كتاب چي هغه ته الكافي نوم اخستل كيږي ، او مؤلف ئي محمد بن يعقوب الكليني دي ، او د دوي د مذهب ډيرو ملايانو د هغه توصيف هم كړي دي ، لكه د هغه په مقدمة ( سريزه ) الكافي ( ص 25 ) كښي راغلي دي :" يعتقد بعض العلماء أنه عرض على القائم ( المهدي ) - صلوات الله عليه - فاستحسنه وقال :" كاف لشيعتنا " .
ترجمه : ځيني ملايان عقيده لري چي دا كتاب مهدي ( ) ته وړاندي كړي شو ، نو هغه ښه وګڼه ، او وي فرمائيل : دا پوره ده زمونږه ډلي ته .
او دي ته نزدي خبره په كتاب روضات الجنات ( ج 6 / ص 116 ) كښي هم شته ده .
او ځينو پكي دا هم ويلي دي : چي په اسلام كښي دده په شانته بل كتاب ندي ليكلي شوي ، لكه العباس القمي الرافضي په خپل كتاب الكنى والألقاب ( ج 3 / ص 98 ) كښي داسي ويلي دي :" أنه لم يصنف في الإسلام كتاب يوازيه او يدانيه " .
ترجمه : يقينا چي په اسلام كښي هيڅ داسي كتاب ندي ليكلي شوي چي ده ( كافي ) سره برابر وي ، يا ورته نزدي وي .
او ددي په شان خبره په كتاب مستدرك الوسائل للحر العاملي الرافضي ( ج 3 / ص 532 ) كښي هم شته ده .
نو دغه كتاب سره ددي نه چي دومره توصيف ئي هم شوي دي ، د زرونو دروغژنو أحاديثو څخه ډك دي ، او دا د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) په خپل اقرار ، او د دوي يو ملا محمد باقر المجلسي ( ت 1111 هـ ) ددي كتاب په زرونو روايات كمزوره كړي دي ، او د دوي يو بل ملا السيد أبو الفضل بن الحسن البرقعي - چي الله - جل جلاله - ورته اسلام طرف ته هدايت وكړ - إن شاء الله تعالى - او ددي وجي څخه ددي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) په لاسونو ووژل شو - د كافي ډير أحاديث دروغژن ګڼلي دي ، او د كافي په رد كښي ئي كتاب هم ليكلي دي ، او هغه ته ئي نوم ايښي دي ( كسر الصنم ) د بت ماتول .
محترمو : نو دا د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) د لوي او معتبر كتاب حال دي ، د نورو كتابونو به ئي څه حال وي ؟ بغير د كوم شك څخه د نورو حال دده څخه بدتر دې ؛ ځكه چي د دوي ددي نورو كتابونو ليكونكي دى ده په شان د خپلو باطلو عقائدو د خورولو لپاره دده څخه هم دروغ نقل كوي ، او د ځانونو څخه هم دروغ جوړوي او بيا ئي ليكي .
عزتمندو مسلمانانو : دا خو ددي كتاب حال دي د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) په نزد ، او هرچه زمونږه مسلمانان وروڼه او خويندي دي ، نو هغوي - الحمد لله - ددي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) دي كتاب ته ، او داسي نورو كتابونو ته ، هيڅ قسمه قدر او قيمت نه وركوي ، بلكه دا كتابونه د كفر او شرك او دروغو او د نورو بي ځايه خبرو ذخيري ګڼي ، چي د هغي څخه مسلمانان مستغني دي ، او څه حاجت ورته نه لري ؛ ځكه چي د مسلمانانو سره د صادقينو إمامانو كتابونه شته دي ، لكه صحيح د إمام بخاري ـ رحمة الله عليه ـ او صحيح د إمام مسلم ـ رحمه الله ـ او داسي نور د صحيح دين او علم څخه ډك كتابونه .
نو ددي لومړي وجهي څخه د دي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) روايات نه منل كيږي .
د لومړي فصل دريمه برخه :
دوهمه وجه : او هغه داده چي كه چرته بالفرض مونږه مسلمانان د ددي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) روايات او أحاديث وه منو ، نو پدي سره به مونږه په دوي باندي دليل او حجت قائمه وو ، او دوي به ـ د الله - جلَّ جلاله ـ په مرستي اوكومك سره ـ د دوي د كتابونو څخه پړ كوو .
او هغه داسي چي دي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) په خپلو كتابونو كښي داسي روايات او ويناګاني او عملونه ذكر كړي دي ، چي په هغي كښي دوي د ربوبيت صفات خپلو إمامانو ته وركړي دي ، او هغوي ئي په نورو مخلوقاتو كښي تصرف والا ګڼلي دي ، او بلكه دوي خپل إمام رب او پالونكي د ځمكي ګڼي ، - او په دي سره دوي خپله دعوه په خپله ماته كړه ـ دا خبره د دوي يو معتبر ملا علي بن إبراهيم القمي الرافضي په خپل كتاب تفسير القمي ( ج 2 / ص 253 ) كښي ذكر كړي ده :" ... أنه سمع أبا عبد الله يقول في قوله : (( وأشرقت الأرض بنور ربها )) قال : رب الأرض يعني إمام الأرض " .
ترجمه : راوي د أبو عبد الله ( إمام جعفر صادق ـ رحمه الله تعالى ـ چي دوي ورباندي ښه ډير دروغ وائي ) څخه اوريدلي دي ، هغه ويل پدي وينا د الله - جلَّ جلاله ـ كښي : (( وأشرقت الأرض بنور ربها )) وي فرمائيل : رب د ځمكي يعني إمام د ځمكي .
اي مسلمانانو : نو ددي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) په نزد د ټولي ځمكي رب د دوي إمام دي ، او د مسلمانانو په نزد د ټولي ځمكي رب يواځي أو يواځي الله - جلَّ جلاله ـ دي ، الله - جلَّ جلاله ـ فرمائي :
(قل أغير الله أبغي ربا وهو رب كل شيء)، سورت الأنعام آيت : ١٦٤ .
ترجمه : ورته ووايه چي أيا الله نه بغير بل رب ولټوم او حال دادي چي هغه د هر شي رب دي .
نو الله - جلَّ جلاله ـ وائي : چي زه د هر شي رب يم ، او دا شيعه ګان وائي : چي د ځمكي رب خو إمام دي .
او همدارنګه دوي په علي رضي الله عنه باندي دروغ وائي ، او د هغه څخه په خپلو كتابونو كښي دا نقل كوي چي هغه به د ربوبيت صفات د ځان په باره كښي ذكر كول ، نو دا وينا به ددي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) د كتاب څخه ذكر كړم ، او بيا به ئي ترجمه كړم ، نو بيا به وګورو اي مسلمانانو : چي أيا دا شيعه ګان د الله - جلَّ جلاله ـ د ذرّي په اندازه احترام كوي ؟ او ايا دوي د هغه قدر پيژني ؟ او ايا هغه په ربوبيت د هغه كښي په حقيقت سره يو ګڼي ؟ نو ځواب ددي ټولو پوښتنو دا دي چي دا شيعه ګان ( رافضه ) الله - جلَّ جلاله ـ ښه نه پيژني ، او نه د هغه د ذري په اندازه احترام كوي ؛ نو ځكه خپل إمامان وسره شريكوي ، او هغوي ته د ربوبيت صفات وركوي ، د دوي يو غټ ملا أحمد الأحسائي رافضي په خپل كتاب الرجعه ( ص 205 ) كښي د علي څخه دا راتلونكي خطبه نقل كړي ده ( او په حقيقت كښي علي د دوي او ددي خطبي څخه بيزاره دي ) :" ... وأنا صاحب الجنة والنار أسكن أهل الجنة الجنة وأسكن أهل النار النار ، وإلي إياب الخلق جميعا وأنا الاياب الذي يؤب إليه كل شيء بعد القضاء وإلي حساب الخلق جميعا ... " .
ترجمه : او زه خاوند د جنت او د اور يم ، اوسومه زه جنت والا په جنت كښي ، او اوسومه اور والا په اور كښي ، او خاص ماته راګرځيدل د ټولو خلكو دي ، او زه هغه مرجع يم چي هر شي ورته ګرځي وروستو د فيصلي څخه ، او خاص ماته حساب دي د ټولو خلكو .
مسلمانانو وروڼو : دغه ټول د ربوبيت صفات دي وګوري چي شيعه ګان ئي چاته وركوي ، او د چا صفات ئي ګرځوي ؟ نو يقين سره ويلي شم چي ستاسو ټولو ځواب به هم دا وي چي دوي دغه د ربوبيت صفات د الله - جلَّ جلاله ـ څخه بغير نورو مخلوقاتو ته وركوي ، او هغه كسانو ته ئي وركوي چي دوي ګمان كوي چي هغه د دوي إمامان دي،ـ خو په حقيقت كښي هغه إمامان د دوي ددي كفري عقائدو څخه بيزاره دي ؛ ځكه چي دغه إمامان د قرآن كريم او د نبي د خوږو سنتو تابعدار ول ـ او حال دا دي چي الله - جلَّ جلاله ـ خپل ځان باره كښي فرمائي :
(إن إلينا إيابهم ثم إن علينا حسابهم)، سورت الغاشية : ٢٥ - ٢٦ .
ترجمه : يقينا خاص مونږه ته راګځيدل د دوي ( خلكو ) دي بيا خاص په مونږه باندي حساب د دوي دي .
د لومړي فصل څلورمه برخه :
عزتمندو مسلمانانو : أيا دا معقوله ده چي يو كس دي د قرآن كريم او د نبي صلى الله عليه وسلم د سنتو د تابعداري د وجي إمام ګرځيدلي وي ، او هغه دى بيا د ښكاره او صريحه قرآني آياتونو مخالفت او يا مقابله كوي ؟ او يا دى هغه د ربوبيت صفات خپل ځان لپاره ثابتوي كوم چي الله - جل جلاله ـ خپل ځان لپاره ثابت كړي دي ؟ نو ځواب دا دي چي دا خبره معقوله نده ، او دين إسلام ئي نه برداشت كوي .
نو مونږه مسلمانان پدي إمامانو دا بد ګمان نه كوو ، بلكه يقين سره دا وايو : چي دا إمامان ددي كفري عقائدو او خبرو څخه بيزاره او جدا دي ، او دا كفري خبري دوي پسي د يهودو هغه تابعداران كوي چي اسلام ته د مسلمانانو په جامه كښي ننوتي دي ، او غواړي چي مسلمانان د الله - جل جلاله ـ باره كښي د صحيحى او سالمي عقيدي څخه بله خواته واړوي .
عزتمندو مسلمانانو : د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) په مخكني خبره كښي – كومه چي نقل شوه – دوي علي رضي الله عنه ته د ربوبيت صفات وركړي وه ، خو ددي اقرار ئي نه كوه چي مونږه خپلو إمامانو ته د ربوبيت صفات وركوو ، او يا د ربوبيت صفات په هغوي جاري كيږي ، خو اوس به زه تاسي ته د دوي د يو بل بي لاري ملا هغه وينا ذكر كړم چي په ډاګه دا وائي : چي په دي إمامانو باندي د ربوبيت صفات جاري كيږي ، او دا خبره هله كوي چي غواړي د خپلو هغو دروغژنو رواياتو - چي د دوي إمامانو ته علم غيب ( د پټو شيانوعلم ) ثابتوي - او د هغه قرآني آياتونو - چي علم غيب د الله - جل جلاله ـ څخه بغير د هرچا څخه نفي كوي - په منځ كښي جوړخت راولي، - او حال دا دي چي جوړخت به هيڅ كله د توحيد او كفر په منځ كښي رانشي - نو د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) دا بي لاري ملا سيد عبد الله شبر ( ت ) په خپل كتاب مصابيح الأنوار في حل مشكلات الأخبار ( ج 2 / ص 397، حديث نمبر 222 )، كښي وائي :" ولهم ( الأئمة ) حالة روحانية برزخية أولية تجري عليهم فيها صفات الربوبية وإليه ( ) أشير في الدعاء : لا فرق بينك وبينهم إلا أنهم عبادك المخلصون " .
ترجمه : او دوي ( إمامانو ) لره بل حالت روحاني برزخي لومړني دي ، چي جاري كيږي په هغوي باندي په دي كښي د ربوبيت صفات ، او دي ته اشاره شوي په دوعا كښي : نشته ستا او د دوي په منځ كښي هيڅ جداوالي مګر دا چي دوي ستا مخلصين بنده ګان دي .