د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغانستان دټولو پوهنتونو د كرهڼې د پوهنځيو د شريكې ويب پاڼې په اړه

Rahmat spesalai
13.09.2008

دټول افغان ويب پاڼې د بحث د فورمې ښاغلو او اغلو ګډونوالو،لوستونكو او چلوونكو
تر هرځه د مخه د مينې سلامونه ومنۍ

غواړم چې د افغانستان د كرهڼې د پوهنځيو د شريكې ويب پاڼې په اړه معلومات له ستاسره شريك كړم

د افغانستان د كرهڼې د پوهنځيو شريكه ويب پاڼه د روان كال ۲۰۰۸ د مۍ په مياشت كښې [color=red:30c4a27bdf]په وچو سيمو كښې د كرهڼې د ځيړنو نړيوال مركز [/color:30c4a27bdf]په مالي مرسته د [color=cyan:30c4a27bdf]ډآكترصاحب نجيب الله ملك [/color:30c4a27bdf]په زيار د انترنيت په مخ راښكاره شوه
چې پته يې داده
http://www.afghanaguniv.org
په انترنيت باندې د ويب پاڼې د راښكاريدو سره سم د افغانستان د ټولوپوهنتود كرهڼې د پوهنځويو نه دوه دوه استادان د ويب پاڼې د چلولو په اړه د اړينو معلوماتو د تر لاسه كولو لپاره د كابل پوهنتون د كرهڼې پوهنځۍ ته په وركشاپ كښې د ګډون لپاره راوغوښتل شول، قدرمنو استادانو ته عملي درى ورځينى وركشاپ ونيول شو په ويب پاڼه كښې د خپلو علمي معلوماتو د خپرلو او نور اړين معلومات وركړل شول.
له نيكه مرغه ووايم كه له بده مرغه : له ستنيدو وروسته هيځ يو استاد هم د ويب پاڼې لپاره هيځ عملي ځه يې ونه كړل . هيځ يوه ليكنه ويب پاڼې ته پورته نه شوه . او نه د بحث په فومه كښې كومه پوښتنه يا لوستونكوته كومه علمي ليكنه يا مقاله تر اوس محاله خپره نه شوه .

اوس نو د ټول افغان ويب پاڼې د بحث فورمې ګډون والو له تاسو نه هيله كوم چې زر تر زره په نوموړې ويب پاڼه كښې كډون وكړى د ويب پاڼې اداري ته د كډون كولو دغوښتنې ايمل وليږى هغه به تاسو ته يوزر نوم او پسورد دركړي.
د ويب پاڼې د اداري د ايمل پته داده.
E-mail: afghanaguniv@gmail.com

وروسته له خپلو زورورو بحثونو سره د نوموړې ويب پاڼې د بحث فورمه د ټول افغان ويب پاڼې د دبحث د فورم په شان ښكلې كړۍ .
د كرهڼې له استادانو هر راز پوښتنې وكړي نور پرينږدى چې په بې غمه زړه چاى درنه و ځښي.
د بحث په فورم د كرهڼې د ټولو برخو ( د بوټو د روزلو ، د بوټود نارغيو، افتونو، د حيواناتو د روزنې...... ) په اړه او حتى كه يوه چرګه مو ناروغه هم وي ورنه و پوښتۍ. انشا الله چې له ځو ځل ځان تيرولو نه ورسته به استادان دې ته مجبور شي چې ستاسو پوښتنو ته ځوابونه ووايي .د ويب پاڼې د چلولو لپاره به و هځيږي . خپلې علمي ليكنې به پكښې خپري كړي .له هغې نه به په ګډه سره استفاده وكړو. اميد لرم چې زمونږ د هيواد د كرهڼې په برخه كښې به رغنده بدلون راشي .

د زړه په ټوله مينه
رحمت
http://www.tolafghan.com/petawona

[img:30c4a27bdf]http://www.afghanaguniv.org/images/header/header_left.jpg[/img:30c4a27bdf]


ياونه

Rahmat spesalai
13.09.2008

يادونه : تر ځو چې ويب پاڼه كښې مو كډون نه وي كړى د ويب پاڼې منځپانګه نشي ليدل كيداى
د بيلګې په ډول د ويب پاڼې بيلا بيلې برخې لكه forum چې د بحث فورمه ده ،Downloads چې دا ډيره مهمه برخه دې چې دا خپله بيا د كرهڼې بيلا بيلې برخې په ځان كښې را نغاړي چې تاسو درنو لوستونكو ته يې د انځور په مټ درپيژنم.
[img]http://www.tolafghan.com/stuff/images/afy/afghan_agri.jp[/img]g


باتور
13.09.2008

محترم او د قدرمن پيتاوال ته د زړه له کومي سلامونه او نېکي هيلي وړاندي کوم.

زه به حتما ستاسو په پاڼه او بحثفورم کي ګډون وکړم، او دومره پوښتني به له استاذانو نه وکړم چي د چي څښلو، د نصوارو اچولو او د رشوت خوړلو وخت نه کړي پيدا.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more