د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

شيعه ګان وپيژنۍ (دريمه برخه)

كابل جان
13.09.2008

د سريزي شپږمه برخه :
هر كله چي د مسلمانانو حكم د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) په نزد د كافرانو دي ، نو ددي وجي دغه شيعه ګان ( رافضه ) د مسلمانانو وينو تويولوته ، او د هغوي مالونو لوټولو ته جائز وائي . راځي چي دي باره كښي د دوي د يو بل غټ ملا روايت وګورو چي بيا په جعفر صادق ـ رحمه الله تعالى ـ باندي څه دروغ تړي ، محمد ابن بابويه القمي الرافضي په خپل كتاب علل الشرائع ( ص 326 ) كښي دا روايت راوړي دي :" ...عن داؤد بن فرقد قال : قلت لأبي عبد الله ( الإمام جعفر الصادق ) عليه السلام ما تقول في قتل الناصب ، قال : حلال الدم لكني أتقي عليك فإن قدرت أن تقلب عليه حائطا أو تغرقه في ماء لكيلا يشهد ( ) به عليك فافعل ، قلت : فما ترى في ماله ، قال توه ما قدرت عليه " .
ترجمه : داؤد بن فرقد وائي : ما جعفر صادق ته وويل ته څه وائي په وژلو د ناصبي كښي ؟ هغه وويل : وينه ئي حلاله ده ، ليكن زه په تا ويريږم ، كچرته طاقت لري چي يو ديوال ورباندي واړوي ، او يا ئي په اوبو كښي غرق ( ډوب ) كړي ـ ددي لپاره چي په تا ګواهي ونكړي ـ نو دا كار وكه ، ما ورته وويل : نو ته څه وائي په مال د هغه كښي ؟ وي ويل : وائيخله په څومره چي قادر شوي .
او د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) يو بل غټ ملا نعمت الله الجزائري رافضي په خپل كتاب الأنوار النعمانية ( ج 2 / ص 307 ) كښي همدغه مخكني باطله روايت ددي خبري په دليل كښي وړاندى كړي چي د مسلمانانو وژل او د هغوي مالونه تالا كول جائز دي ، هغه وائي :" الثاني في جواز قتلهم ( المسلمين ) و استباحة أموالهم ... " .
ترجمه : دوهمه خبره په جائز والي د وژلو د مسلمانانو او حلال والي د مالونو د دوي كښي ده .
او بيا ئي دوه نيمي كرښي وروسته دغه مخكني باطله روايت راوړي دي .
عزتمندو مسلمانانو : دا مخكني كفري عقائد چي اشاره ورته وشوه ، د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) عقائد دي ، د هغوي په كتابونو كښي موجودى دي . نو زه به - إن شاء الله تعالى - د هغوي هره عقيده د هغوي د كتابونو څخه په جدا جدا فصلونو كښي ذكر كوم سره د اختصار نه ، او بيا به د قرآن كريم او د نبي  د سنت په رڼا كښي ورباندى رد كوم ، او په تائيد كښي به د مسلمانانو د ځينو علماء كرامو - رحمة الله عليهم - څخه ځيني وينا ګاني ذكر كوم .
خو مخكښي د شروع نه په موضوع او مقصدي خبره كښي ، غواړم چي ځيني مقدماتي خبري ذكر كړم .

د سريزي اوومه برخه :
ځيني مقدماتي خبري
د شيعه ګانو( رافضه ؤ ) عقائد به د هغوي د كتابونو څخه ذكر كوم .
د هغوى د ملايانو وينا ګاني كه په عربي ژبه يا په بله ژبه وي نو هغه به په هماغه ژبه را نقل كوم ، او د كتاب نوم او د مجلد او صفحي لمبري به هم ورسره ليكم ، د مجلد سره به يواځي ( ج ) او د صفحي سره به يواځي ( ص ) ليكم ، او د دواړو په منځ كښي به داسي علامه ( / ) وركوم ، او بيا به ئي پښتو ژبي ته ترجمه كوم ، پدي خاطر چي زمونږ مسلمانان پښتانه وروڼه او خويندي ورباند ښه پوه شي ، او دغه منافقان ښه وپيژني ، او ځانونه ترينه وساتي .
د اختصار لپاره به د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) د ځينو ملايانو ويناګاني راوړم ، چي صرف مونږه مسلمانان د هغوي عقيده وپيژنو ، او په هغي باندي رد مونږه ته اسانه شي .
او كله كله به د يوي خبري د ښه وضاحت لپاره زه خپله خبره د دوؤ داسي قوسونو ( ) په منځ كښي ذكر كوم .
او جمله معترضه به د دوه ؤ داسي علامو ( - - ) په منځ كښي ذكر كوم .
د مسلمانانو د علماء كرامو وينا ګاني كه په هره ژبه وي هغه به په پښتو ژبه ليكم ، سره د ذكر د حوالي څخه او كله كله به د څه فائدي لپاره د هغوي عبارات راوړم او بيا به ئي ترجمه كوم .
د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) د ډلي ډير نومونه دي ، هغه پيژندل پكار دي ، هغه نومونه دادي : الرافضه ، الاثني عشرية ، الجعفرية ، الإمامية ، القطعية ، أصحاب الانتظار ، الخاصة ، الخمينية ، اهل تشيع ، او الشيعة هم ورته ويلي كيږي چي كله يواځي ذكر شي .
خو دي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) ته د رافضه ؤ نوم اخستل بهتره دي ؛ ځكه چي دوي ته پدي نوم اخستلو ډيره زياته غصه ورځي ، ځيني د دوي څخه دا ښكاره وائي : چي تاسي ولي مونږ ته دا نوم اخلي ؟ خو په اصل كښي پدي نامه باندي زيد بن علي بن الحسين - رحمه الله تعالى - چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم  د كورني يو مشر امام تيرشوي دي - هله ونامول چي دي منافقانو د هغه څخه وغوښتل چي د ابو بكر صديق او عمر فاروق - رضي الله عنهما - څخه بيزاري ښكاره كړي ، خو زيد - رحمه الله - د هغه دواړو څخه خپل رضايت او خوشحالتيا ښكاره كړه ، او دا ئي وويل : چي هغه دواړه خو زما د نيكه ( محمد - صلى الله عليه وآله وسلم -) وزيران ول . نو دوي چي د هغه څخه دا خبره واوريده نو هغه ئي پريخوسته ، نو بيا هغه وويل :" رفضتموني فأنتم الرافضة " .
ترجمه : تاسو زه پريخوستم ، نو تاسي پريخوستونكي يي .
نو د هغه وخت نه دوي په رافضه ؤ باندي ونوميدل ، او دا نوم د دوي پوري ونښته ، نو دوي ته رافضه ويل پكار دي .
او رافضه د رفض څخه اخستلي شوي دي ، او رفض په عربي ژبه كښي پريښوستلو او ترك كولو او غورځولو ته وائي ، او دي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) ته د دوه ؤ وجهو څخه رافضه وائي :
لومړي وجه : دا ظالمان د صحابه كرامو  د تابعداري څخه ووتل ، او د هغوي إطاعت ئي پريښوسته ، بلكه هغوي ته ئي كنځل وكړه ، او خصوصا ابو بكر او عمر ـ رضي الله عنهما ـ پسي ئي ډيري بدي ردي وويلي . بلكه دي ظالمانو ټول مسلمانان پريښوستل ، او د دي وجهي نه د مسلمانانو څخه په ډيرو عباداتو كښي جدا دي .
دوهمه وجه : چي دوي د زيد بن علي - رحمه الله ـ تابعداري پريښوسته ، او د هغه د إطاعت څخه ووتل ؛ نو هغه هم پريښوستل ، او دغه نوم ئي هم ورباندى كيښوده .

د سريزي اتمه برخه :
عزتمندو : خو دا خبره ياده لري چي د زيد بن علي – رحمه الله – اتباعو ته زيديه ويل كيږي ، چي د شيعه ګانو په ټولو ډلو كښي مسلمانانو ته ډيره نزدي ډله ده ، او دا رافضه جعفريه دي زيديه ډلي ته هم ښكاره كافران وائي ؛ ځكه چي هغوي د دوي سره په شرك او كفر او نورو خبائثو كښي شريك ندي .
په شيعه ګانو كښي ډيري ډلي دي ، زما مراد دغه ډله ده چي مخكښي ئى نومونه ذكر شول چي مشهوره په اهل تشيع او جعفريه او رافضه ؤ او شيعه ګانو سره ده ، چي په هر ځاي كښي دا كفري او شركي ( يا علي مدد ) الفاظ ليكي او يا ئي وائي ، او صحابه كرامو  ته كنځلي كوي ، او د محرَّم د مياشتي په لومړنو لسو ورځو كښي لږلږ او په لسمه ورځ ( عاشوراء ) كښي لږ څه ډير خپلو ځانونه ته تعذيبونه وركوي ، او د مسلمانانو د وينو تويولو او مالونو لوټولو د پاره كوښښونه كوي ، او خپلي ګمراهي طرف ته په اخلاص سره دعوت چلوي .
په شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) كښي غټه ناروغتيا ( بيماري ) د منافقت ده ، هغه دا چى دوي په تقيه ( نفاق ) باندي عمل كوي ، او د دوي په نزد د تقيه معنى دا ده : چي په ظاهره كښي مسلمانانو ته هغه څه ښكاره كول چي د مسلمانانو د دين سره موافق او برابر وي ، او په زړه او باطن كښي د هغي خلاف عقيده ساتل ، او دي نفاق ته هغوي دين وائي ، او د هغه فضائل هم بيانوي ، چي - ان شاء الله تعالى - د تقيه په مبحث كښي به هغه ذكر شي ، او رد به هم ورباندي وشي .
اي مسلمانه : د دي يو مثال دا دي كه ته هر شيعي رافضي سره مخامخ شي ، او ورڅخه پوښتنه وكړي چي د مسلمانانو سره موجوده قرآن كريم باره كښي څه عقيده لري ؟ نو هغه به ځواب دركړي چي دا خو د مسلمانانو كتاب دي د الله - جل جلاله - لطرفه راغلي ، او محفوظ دي ، او هيڅ قسمه بدلون او زياتي يا كمي پكښي ندي شوي ، او...، نو د دي شيعي د ځواب څخه دا معلومه شوه چي ده تا سره په تقيه ( منافقت ) باندي عمل وكړ ، او تا ته ئي چل دركړ ، او تا ته ئي ستا د دين او عقيدي موافق ځواب دركړ - ځكه چي هغه د مسلمانانو سره تقيه ( منافقت ) كولو ته دين وائي - او كه ته د دي رافضي څخه قسم كول هم وغواړي ، نو قسم كولو ته به هم تيار شي ؛ ځكه چي دا د هغه عقيده ده چي دغه قرآن شريف چي مسلمانانو سره موجود دي ، پدي كښي ډير تغير او تبديل راغلي دي ، او ډير زياتې او كمې هم پكښي شوي دي . او دا عقيده د دغه رافضي د مذهب په ډيرو كتابونو كښي ذكر ده ، او د هغه ملايان ئي تر اوسني وخته پوري په خپلو محفلونو كښي د منبرونو د پاسه بيانوي ، او ځينو وروستنيو ملايانو ددي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) د خپلو مخكنيو ملايانو اجماع او اتفاق هم ورباندي نقل كړي دې .- چي د دي خبرو وضاحت به - إن شاء الله تعالى - پوره راشي ، او تاسي به ښه معلومه شي چي د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) دين - په خپلو امامانو باندي ، او همدارنګه د نورو مسلمانانو سره - دروغ ويل دي .
أي مسلمانه وروره : كه د دوي پدي عقيده ( تقيه : نفاق ) باندي ښه پوه شوي ، نو د دوي د دين په حقيقت به ډير ښه پوه شي . او - إن شاء الله تعالى - چي د دوي په ظاهري چاپلوسي او نرمي او لږ غونته ښه تعامل باندي به نه تيروزي .
د سريزي نهمه برخه :
نوټ : محترمو مسلمانانو : كيديشي ځيني خلك زما پدي ليكنه باندي نيوكه وكړي ، او دغه خلك دوه ډلي دي چي دريمه نه لري .
لومړي ډله : زمونږه هغه ناپوه مسلمانان دي ، چي د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) د حقيقت څخه ناخبره دي ، او خپل پټ دښمنان نه پيژني ، او په زړونو كښي ئي د ښكاره كافرانو سره دښمني وي ، او غواړي چي مسلمانان ورته يو لاس شي ، نو دوي وائي : چي دا خبري په امت كښي اختلاف پيدا كوي ، او امت پدي وخت كښي اتفاق او اتحاد ته اړتيا لري . نو دوي ته زما د وروري نصيحت دا دي ، چي دوي دي ځانونه د حقائقو څخه خبر كړي ، او پدي دي ښه پوه شي چي د پټو دښمنانو خطر زيات دي ، او ددي وجهي څخه الله - جل جلاله ـ د سورت بقره په شروع كښي د ښكاره دښمنانو ( كفارو ) باره كښي دوه آياتونه نازل كړي دي ، او د پټو دښمنانو ( منافقانو ) باره كښي ئي ديارلس آياتونه نازل كړي دي ، دا پدي خاطر چي مسلمانان هغوي ښه وپيژني ، او د هغوي او د هغوي د بدو صفاتو څخه ځانونه وساتي ، خصوصا هغه دښمنان چي دروغ ويلو ته هغوي خپل دين وائي .
دوهمه ډله : د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) ډله ده ، دوي هم په ژبو باندي دا خبره اړوي را اړوي : چي دا خبري په امت كښي اختلاف پيدا كوي ، او مونږه دي وخت كښي اتفاق او اتحاد ته اړتيا لرو . خو د دوي مقصد دا دي چي عوام مسلمانان د دوي د كفري او شركي او د ظلمونو نه ډكو عقائدو څخه ناخبره پاتي شي ، او د دوي د حقائقو څخه خبر نشي ، او پدي سره به دوي د مسلمانانو په ملا تړ وكولي شي چي يوي مشري ته ورسيږي ، او بيا به په مسلمانانو باندي خپلي خبيثي عقيدي لازموي ، او هر ډول ظلمونه به ورباندي كوي ،- لكه دا ظلمونه د خميني رافضي د كودتاه څخه وروسته په ايران كښي وشول -. او كه مسلمانان د دوي څخه ښه خبر شي ، او دوي ښه وپيژني ؛ نو د دوي څخه به ځانونه ساتي ، بلكى د دوي د پروګرامونو په مخكښي به ودريږي ، او د مسلمانانو پر ضد د دوي دسيسي به شنډوي ، نو پدي سره به د دوي دغه باطلي عقيدي نه خوريږي .
يادونه :
او كه هر شيعي رافضي زما په ليكنه رد كول غواړي ، نو لاس ئي خلاص او توره ئي تيره ، خو د الله - جلَّ جَلالُه ـ څخه د وويريږي ، او پدي دوه ؤ لاندني شرطونو باندى دى عمل وكړي :
لومړي شرط : رد به ئي مدلل وي چي په دليل سره خبره كوي ، او د بي انصافي څخه ځان ساتي ، او ګمان نه كوم چي په شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) كښي به منصف انسان وي ، خو بيا هم كيديشي چي پيدا شي .
دوهم شرط : دا دى نه وائي : چي دي خبرو څخه به تير شو ، او دا خبري په اسلامي امت كښي اختلاف پيدا كوي ، ځكه چي دا خبره د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) د دروغژنوالي دليل دي ، او د تقيه ( منافقت ) څخه كار اخستل دي ، او كه چيرته دوي په خپله خبره كښي رشتيني وي ، نو ولي د يوه خوا خپلي د ظلمونو څخه ډكي عقيدي خوروي ، او د بله خوا په مختلفو طريقو سره د مسلمانانو د وژني او د هغوي د مالونو د لوټولو كوښښونه كوي . خو ددي څخه معلوميږي چي دوي د اسلامي امت د اختلاف غم نه كوي ، بلكي دا غواړي چي اسلامي امت د دوي د غلطو او باطلو عقيدو څخه ناخبره پاتي شي ، او دوي وكولي شي چي خپل باطله دين ( رافضيت + يهوديت ) په مسلمانانو كښي خور كړي ، او مسلمانان د خپل حق دي ( اسلام ) څخه بله خوا واړوي .
او په دى مناسبت زه د ځينو رافضه ؤ - چي د مسلمانانو په ټولنه كښي اوسيږي ، او په نرمه ژبه غږيژي، او هر متدين مسلمان ، او د اسلام په مقدس دين باندى غيرت كونكي ته پكار دي چي دا پوښتني وكړي چي ستاسي د دين حقيقت څه شي دي ؟.
آيا تاسو خپل د رافضيت ( شيعه توب ) دين پريښي دي نو ځكه د مسلمانانو سره د هغوي د دين موافق غګيږي ؟. كه چيرته تا سي خپل د رافضيت ( شيعه توب ) دين پريښي وي نو ولي د خپلو مخكنو ملايانو څخه نه بيزاره كيږي ، لكه كليني او عباس القمي او علي بن ابراهيم القمي او مجلسي او خوئي او خميني چي كفري او شركي عقيدي لري ، قرآن شريف محرف ګڼي او صحابه ؤ ته كنځل كوي ، او د مسلمانانو وينو تويولو ته او ما لونو لوټولو ته په انتظار وه ، او هغه ته ئي خپل دين ويلي .
او كه نه ، تاسو خپل د رافضيت او شيعه توب دين ندي پريښي ؟ - او دا ستاسو د حال څخه ښكاره ده او د هغوي كفري او د تيارو څخه ډكي عقيدي په مسلمانانو كښي خوري كړي ، او د مسلمانانو دين د اسلام په جامه كښي خراب كړي ، نو ولي خپلي باطلي عقيدي نه ښكاره او د تقيه ( منافقت ) او مسلمانانو ته د دوكي او چل وركولو څخه كار اخلي ؟ خو تاسو ته زما نصيحت دا دي چي خپل د رافضيت ( شيعه توب ) دين څخه توبه وباسي ځكه چي دا يهوديانو جوړ كړي دي ، او په صحيح اسلام كښي داخل شي . او كه غواړي چي ددى پوښتنو ځواب وكړي نو ډيره ښه ده خو دانه كافي كيږي چي تاسي ووائي : دا خبري په امت كښي اختلاف پيداكوي ، ددي خبرو څخه به مخ واړوو ، او نورو غټو خبرو ته به متوجه شو ؛ ځكه چي ددين خبري غټي خبري دي ، او د قيامت په ورځ باندي جنتي كيدل په ښي او صحيح عقيدي باندى او دوزخي كيدل په غلطي او باطلي عقيدي باندى ولاړ دي . نو ځواب مدلل غواړم . هدانا الله وإياكم إلى الإسلام الصحيح .
او اوس هغه وخت راغي چي شروع وكړو په اصلي مقصدي خبره كښي چي هغه د دوي عقيدي په پوره پراخي سره بيانول دي ، او بيا په هغي باند رد كول دي .
د الله - جل جلاله ـ څخه غواړم چي ټولو مسلمانانو ته حق ښه ښكاره كړي ، او د هغي تابعداري ورته په برخه كړي ، او د بي لارو ډلو څخه ئي وژغوري ، او ټول دى د محمد رسول الله  تابعدار جوړ كړي ، او بي لارو او ګمراهانو ته دي حق طرف ته هدايت وكړي . يا الله ، يا منّان ، يا وهّاب ، مونږ ته په ټولو ويناګانو او عملونو كښي اخلاص را نصيب كړي ، او زمونږ ټول عملونه د خپل مخ او رضا لپاره وګرځي . آمين .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more