د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

شيعه ګان وپيژنۍ (دويمه برخه)

كابل جان
13.09.2008

د سريزي دريمه برخه :
د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) لنډه پيژندنه
شيعه ګان ( رافضه ) يوه ډله ده چي زمونږه د نبي - صلى الله عليه وآله وسلم - د زماني څخه وروسته د علي - رضي الله عنه - په زمانه كښي را پيدا شوه ، د هغوي مشر عبد الله بن وهب بن سبا دي چي په پټه يهودي وه ، او په ښكاره ئي د اسلام دعوه كوله ، او په زړه كښي ئى د اسلام او مسلمانانو سره ډيره زياته كينه وه ، نو غوښتل ئي چي دين اسلام ته فساد او وراني را داخل كړي ، او مسلمانان د حقي لارى څخه بل خواته واړوي ، نو بله لاره ئى ونه موندله بغير ددى څخه چي د اهل بيتو (كورني د رسول الله صلى الله عليه وسلم  ) سره د محبت دعوه وكړي ، او پدي سره به وكولي شي چي خلكو ته ځان نزدي كړى ، او خلك به دده څخه نفرت نكوي ؛ ځكه چي دا پوهيده چي مسلمانان د اهل بيتو  سره مينه او محبت ساتي ، او د هغوي احترام كوى ، نو ده دا ښكاره كوله چي زه د اهل بيتو څخه دفاع كوم ، او ځان ئي د هغي ډلي سره وتړه چي هغه د علي  سره ولاړه وه ، او په تيريدلو د وخت سره ئي علي رضي الله عنه  په مخكنيو خلفاء راشدينو ( ابو بكر صديق او عمر فاروق او عثمان ذي النورين رضي الله عنهم  ) باندي غوره وګڼه ، دا خبره چي علي رضي الله عنه  ته ورسيده نو اعلان ئي وكړ : كه چا زه په ابو بكر او عمر - رضي الله عنهما - باندي غوره كړم هغه به په درو وهم .
او دى يهودي منافق د دي خبرى سره سره د علي رضي الله  د امامت دعوه هم كوله ، هغه داسي چي په اصل كښي خليفه او امام د مسلمانانو علي  وه او دي ، او په ډير زيركتيا او پټه ئي په مخكنيو خلفاء راشدينو كښي طعن او خبري هم شروع كړي ، او د هغوى سپكاوي ئي بيانوه ، - او دا لومړي هغه كس وه چي د ابو بكر صديق او عمر فاروق او عثمان ذي النورين رضي الله عنهم  او د نورو صحابه كرامو  باره كښي ئي بي ځايه خبري شروع كړلي ، او د هغوي څخه ئي بيزاري ښكاره كړه ، او په هغوي كښي ئي طعن وكړ ، او په علي رضي الله عنه  باندى ئي دروغ وويلي چي هغه ماته پدي حكم كړي دي ، نو علي رضي الله عنه  ونيوه او پوښتنه ئي ورڅخه وكړه ، هغه اقرار وكړ ، علي رضي الله عنه  د هغه د وژلو حكم وكړ ، نو خلكو چغي كړي چي داسي كس ولي وژني چي د اهل بيتو محبت طرف ته دعوت چلوي ، او ستا د دښمنانو څخه بيزاري كوي ، نو بيا ئي مدائن په نامه كلي ته وشړه ، او دا خبره د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) په كتابونو كښي شته ده . النوبختي رافضي په خپل كتاب فِرَق الشيعة ( ص 32 – 44 ) كښي پدي خبره اعتراف كوي . او همدارنګه سعد بن عبدالله الأشعري القمي الرافضي په كتاب المقالات والفرق ( ص 20 ) كښي ذكر كړي ده ، هغه په دي خبره اعتراف كوي .
عزتمندو : نو ددي اعتراف څخه دا ښكاره كيږي چي د دغه يهودي منافق د طعن څخه مخكښي ټول مسلمانان د هغو دري واړو ( ابو بكر صديق او عمر فاروق او عثمان ذي النورين  ) په خلافت او احترام ، او همدارنګه د نورو صحابه كرامو  په احترام ، او د هغوي سره په مينه او محبت متفق وه ،- نو دي يهودي د لومړي ځل لپاره په صحابه كرامو  كښي طعن وكړ ، او بيا دغه طعن كول شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) ته نقل شو ، نو دوي هم په صحابه كرامو  كښي طعن كوي . او همدارنګه دا اعتراف پدي هم دلالت كوي چي علي رضي الله عنه  ددي ظالم په طعن كولو په صحابه كرامو  كښي ډير غصه شوي دي ، تر دي چي د هغه د وژلو حكم ئي هم كړي دي .
ددي يهودي باره كښي د سيد حسين الموسوي كتاب كشف الأسرار وتبرئة الأئمة الأطهار ( ص 9- 13 ) وګوري ، په فارسي ژبه هم ترجمه شوي دي په نوم د ( أهل بيت از خود دفاع ميكند ) .
او دي يهودي ددى فكري - په ناپوهانو كښي - د ځاي نيولو سره سره د علي رضي الله عنه  د اُلوهيت ( الله توب ) دعوه هم وكړه ، او دا ئي وويل چى علي  الله دي ، - والعياذ بالله - او د خپل ځان باره كښي ئي د نبوت او پيامبري دعوه وكړه ، دا خبره چي علي  ته ورسيده ، نو هغه راوغوښته ، او پوښتنه ئي ورڅخه وكړه ، نو هغه اقرار وكړ او وي ويل : زما په زړه كښي دا خبره اچولى شوي ده چي ته الله ئي ، او زه نبي يم ، علي  راونيوه ، او د توبي طلب ئي ورڅخه وكه ، او دري ورځي وخت ئي ورته وركه ، چي توبه وباسه تا پوري شيطان خندلي دي ، ته ئي د سيده لاري څخه ګمراه كړي ئي ، خو هغه توبه ونكړه ، نو چي بيا ورسره څه وشوه ؟ ددي خبري په ځواب كښي ځينى كتابونه د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) وائى : بيا ئى په اور باندى وسوزوه ، لكه دا خبره په كتاب معرفة أخبار الرجال للكشي الرافضي ( ص 70 ـ 71 ) كښي ، او په كتاب تنقيح المقال في علم الرجال للمامقاني الرافضي ( ج 2 / ص 183ـ 184 ) كښي ذكر ده ، او ځينى نور ملايان د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) وائى : چي هغه ئي مدائن په نامه كلى ته وشړه – لكه څنګه چي دا خبره لږ مخكي بيانه شوه – او دا خبره په كتاب الأنوار النعمانية لنعمة الله الجزائري الرافضي ( ج 2 / ص 234 ) كښي ، او په فِرَق الشيعة للنوبختي الرافضي ( ص 32- 44 ) كښي ذكر ده . خو ددي دواړو خبرو جوړخت ممكن دي : كيديشي چي لومړي ئي مدائن كلي ته شړلي وي په صحابه كرامو  كښي د طعن د وجهي ، او بيا به ئي وروسته سوزولي وي په علي  كښي د الله توب د دعوي او عقيدي د وجهي . والله أعلم .

د سريزي څلورمه برخه :
په هر حال كه دا يهودي رافضي په اور سوزولي شوي وي ، او كه بل ځاي ته شړلي شوي وي .
اوس پوښتنه دا ده چي ايا د هغه عقيده او فكره او نظريه هم وركه او نابوده شوه او كنه ؟ .
نو ځواب دا دي چي نه ، د هغه عقيده او فكره او نظريه ختمه او نابوده نه شوه ، بل كښي په ناپوه خلكو كښي پاتى شوه ؛ ځكه چي يوه ورځ علي رضي الله عنه  د خپل كور څخه راووته ، نو دي عقيدى والا ورته په سجده شوه ، نو هغه په دوي باندى انكار وكړ چي دا څه كوي ؟ او دا عمل ئي بد وګڼه ، او د هغوي څخه ئى د توبي طلب وكړ ، چي توبه وباسي ، تاسي پوري شيطان خندلي دي ، تاسي ئي د سيده لاري څخه ګمراه كړي يي ، او دري ورځي وخت ئي ورته وركه ، خو هغو توبه ونه باسله ، نو بيا ئى په اور باندى وسوزول .
نو اوس بيا بوښتنه دا ده چي ايا د هغوي عقيده او فكره او نظريه هم ختمه او نابوده شوه او كنه ؟ .
نو ځواب دا دي چي نه ، د هغوي عقيده او فكره او نظريه ختمه او نابوده نه شوه ، بل كښي تردي وخته پوري په ځينو ناپوه خلكو كښي چي د ايران په ځينو كليو كښي اوسيږي شته او موجوده ده ، خو عموما دغه باطله شركي او كفري عقيده په شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) كښي پاتى ده ، بلكه هغوي ورباندى فخر كوى ، او هغي طرف ته خلك دعوت كوى ، او د هغوي د دين يوه غټه برخه ګرزيدلى ده خو په بله جامه او لباس كښي ، هغه دا چي دوي علي رضي الله عنه  ته او د هغه د كورني ځينو نورو إمامانو ته په ښكاره الله نه وائى ، خو د ربوبيت ، او ألوهيت او الله توب صفات ـ كوم چي الله – جل جلاله – پوري خاص دي ـ هغوي ته وركوي ، د هغوي عبادت كوي ، د هغوي نه خپل حاجتونه غواړي ، د هغوي قبرونو ته سجدي لږوي ، او هغوي پورى پناهي نيسى ، او د هغوي څخه مرستي او كومكونه غواړي ، او د هغوي باره كښي دا وائى : چي هغوى په ټولو پټو څيزونو باند علم لرى ، او د هغوي نه هيڅ څيز هم بټ ندي ، او په حقيقت كښي دا ټولى د كفر او شرك عقيدي دي ، چي اسلام ورڅخه بيزاره او بريء دي .
عزتمندو : ددي يهودي او د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) د استاذي او شاګردي تعلق او دوستي تر وسه پوري پاتي ده ، او دوي دغه دوستي ښه په اخلاص سره د مسلمانانو په مقابله كښي پالي ، او ددي خبري لپاره غوره مثال دغه لاندني عكسونه دي چي د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) مشران د يهودو سره په يو مجلس كښي ناست او د مسلمانانو پر خلاف پروګرامونه جوړوي .
محترمو مسلمانانو : هر كله چي مونږه پدي پوه شو چي د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) اصل د يهودو څخه دي ، نو پدي هم پوهيدل پكار دي چي دوي د مسلمانانو د چل او دوكي وركولو لپاره د يهودو سره خپله دښمني ښكاره كوي ، او دا چغي وهي چي إسرائيل زمونږه دښمن دي ، او يهود زمونږه دښمنان دي ، خو په حقيقت كښي د يهودو ډير كارونه او پروګرامونه د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) د لارو پر مخ وړاندى روان دي ، دوي د يهودو ښي لاسونه دي ، يهود چي څه ورته ووائي دوي ئي ډير ښه په اخلاص سره تطبيقوي ؛ ځكه چي د دواړو ډلو مقصد د إسلام د مقدس دين ورانول دي .

د سريزي پنځمه برخه :
دا مخكښي ددي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) د شركيياتو او كفريياتو ځيني مثالونه ذكر شوه ، چي دوي د الله – جل جلاله – خصوصي صفات نورو كسانو ته وركوي ، او د دوي نور كفري عقائد هم شته دى ، لكه دوي د قرآن كريم د بدلون او تغير عقيده لري ، او زمونږه سره موجوده قرآن شريف ته محرّف وائي ، او همدارنګه ځيني نيكان خلك چي دوي ورته خپل إمامان وائي په رسولانو او أنبياءُ ( پيامبرانو ) - عليهم السلام - باندي اوچت او پورته ګڼي ، او د صحابه كرامو  باره كښي دا وائي : چي هغوى د دين إسلام څخه اوړيدلي وه ، او د نبي  د محبوبي او ګراني بي بي ، او د مومنانو د مور بي بي عائشه - رضي الله تعالى عنها ـ په باره كښي بي ځايه خبري كوي ، او هغي ته كافره وائي ، او د هغي نسبت بي حيائى ته كوي ، اوهمدارنګه هغي ته د أم المؤمنين ( د مؤمنانو مور ) په ځاي أم المنافقين او أم الشرور ( د منافقانو او شرونو مور ) وائي ،- او حال دا دي چي الله - جل جلاله - په قرآن شريف كښي هغي ته او د هغي پشان د نبي صلى الله عليه وسلم  نورو ببيانو ته د مؤمنانو ميندي ( مورګاني ) ويلي دي ،- الله - جلّ جلاله ـ فرمائي :
((النبي أولى بالمؤمنين من أنفسهم وأزواجه أمهاتهم)) سورة أحزاب .
ترجمه : نبي صلى الله عليه وسلم  ډير حق دار دي په مؤمنانو باندي د ځانونو د دوي څخه ، او د هغه ښځي د دوي ميندي ( مورګاني ) دي .
محترمو مسلمانانو هر كله چي مونږه وليده چي دغه شيعه ګان ( رافضه ) صحابه كرامو  پسي بدي ردي وائي ، او د قرآن شريف د ښكاره آياتونو مخالفت كوي ، نو اوس دلته دوه پوښتني ځانونه مطرح كوي .
لومړي پوښتنه : د صحابه كرامو  څخه بغير په نورو مسلمانانو كښي ددي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) څه عقيده ده ؟ .
دوهمه پوښتنه : دا څه چي تا بيان كړه ، او يا ئي ورسته بيانوي ؛ كيديشي چي دا به د مخكنيو شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) عقيده وه ، اُوسَني معاصرين شيعه ګان به داسي نوي ؟ .
د لومړي پوښتني په ځواب كښي به ووايم : چي د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) عقيده د نورو مسلمانانو باره كښي څه نا څه بيانه شوه ، او ورسته به هم راشي ، او هغه دا ده : چي هغوي ته مخالفين ، او نواصب ، او كافران وائي .
د دوهمي پوښتني ځواب دا دي : چي د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) د مخكنيو او اوسنيو همدغه يوه عقيده ده ، هيڅ قسمه بد لون په كښي ندي راغلي ، خو د دوي د حال څخه عموما دا فرق ښكاره كيږي چي كله دوي كمزوي وي ، نو د منافقت څخه ډير كار اخلي ، او خپلي غلطي عقيدي نه ښكاره كوي ، او كله چي څه نا څه طاقت پيدا كړي ، نو بيا خپل كفر او د صحابه كرامو  سره دښمني ، او نوري خپلي باطلي عقيدي ښكاره كوي، خو عموما د موجوده ؤ شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) خباثت ډير زيات دي په نسبت سره مخكنو ته .
ددي دواړو ځوابونو د پوره وضاحت لپاره به د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) د يو اوسني معاصر غټ ملا سيد أبو القاسم الخوئي رافضي تقرير را نقل كړم چي په كتاب مصباح الفقاهة في المعاملات تقرير أبحاث الخوئي بقلم الميرزا محمد علي التوحيدي ( ج 2 / ص 11 ) كښي ذكر ده ، د غيبت د حرمت او جواز په لړ كښي وائي :" ومن أنكر واحداً منهم ( الأئمة الاثني عشرية ) جازت غيبته لوجوه : الوجه الأول : أنه ثبت في الروايات والأدعية والزيارات جواز لعن المخالفين ( المسلمين )، ووجوب البراءة منهم ، وإكثار السب عليهم ، واتهامهم ، والوقيعة فيهم : أي غيبتهم لأنهم من أهل البدع والريب . بل لا شبهة في كفرهم " .
ترجمه : او چا چي ونه منه يو د دوي ( دولس إمامان د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) څخه غيبت ئي جائز دي ، له څو وجهو : لومړي وجه : خاماخا جائز والي د لعنت د مخالفينو ( مسلمانانو )، او بيزاري واجبيدل د هغوي څخه ، او ډير والي د كنځلو هغوي ته ، او تهمتونه لګول په هغوي باندي ، او واقع كيدل په هغوي كښي ، يعني غيبت كول د هغوي ، په رواياتو او دوعاګانو او زيارتونو كښي ثابت شوي دي ؛ ځكه چي دوي د بدعتيانو او شك والا ؤ څخه دي ، بلكه د دوي په كفر كښي هيڅ شك او شبه نشته .
ګرانو مسلمانانو : اوس به مو د مسلمانانو حكم ددي وروستنيو شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) په نزد ښه پيژندلي وي .
او كه تاسي ښه متوجه اوسي نو دي رافضي ملا هم مسلمانان په مخالفينو سره ياد كړل ، او بيا ئي هغوي ته كافران هم وويلي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more