اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
شيعه ګان وپيژنۍ (أوله برخه)
كابل جان
12.09.2008
بسم الله الرحمن الرحيم
سريزه
دسريزي لومړي برخه :
إن الحمد لله نحمده و نستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا وسيئات أعمالنا من يهد ه الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هدي له واشهد أن لا إله إلا الله و حد ه لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله
أي مسلمانانو وروڼو او خويندو : إمام مسلم - رحمه الله تعالى - په خپل صحيح كښي (194) لمبر حديث د تميم بن أوس الداري رضي الله عنه څخه روايت كوي چي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمائيل : (( الدين النصيحة )) قلنا لمن ؟ قال : (( لله و لكتابه و لرسوله ولأئمة المسلمين وعامتهم )) .
ترجمه : دين نصيحت دې ، مونږه وويل د چا لپاره ؟ هغه وه فرمائيل : الله او د هغه د كتاب او د هغه د رسول او د مسلمانانو د إمامانو او عوامو لپاره .
نو ددي ديني نصيحت او خير خواهي د وجهي غواړم محترمو مسلمانانو وروڼو او خويندو ته يو كتاب وړاندي كړم ، چي د يوي بي لاري او منافقي ډلي باره كښي معلومات وركوي ، او دا ښكاره كوي چي دا ډله بغير د نوم څخه د اسلام سره هيڅ قسمه نوري اړيكښي نه لري ؛ ځكه چي هغه په اصل كښي د يهودو په لاس جوړه شوي ډله ده ، او هر مسلمان پدي پوهيږي چه يهود د مسلمانانو سرسخته دښمنان دي ، د نبي صلى الله عليه وسلم د زماني نه شروع تر حاضر وخته پوري ، نو همدارنګه دغه ډله ئي هم دښمنه ده خو د اسلام په جامه كښي ، بلكه ددي منافقي ډلي - چي هغه د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) ډله ده - دښمني ډيره سخته ده په نسبت سره د يهودو ډلي ته ؛ ( ځكه چي دى شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) په خپلو كتابونو كښي دا خبره ليكلي ده چي سني ( مسلمان ) كافر دي ، لكه د دوي يو غټ ملا يوسف البحراني رافضي په خپل كتاب الحدائق الناضرة في أحكام العترة الطاهرة ( ص 136 ) كښي وائي :" أنك قد عرفت أن المخالف كافر لا حظ له في الإسلام " .
ترجمه : يقينا ته پوه شوي چي مخالف ( سُنّي ) كافر دي ، او هيڅ برخه په اسلام كښي نه لري .
او مراد د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) د مخالف څخه سني دې , لكه څنګه چي مراد د دوې د ناصبي ( ) څخه هم سني دې ، او مراد د دوي د ناصبي څخه هر هغه څوك دي چي د ابو بكر صديق او عمر فاروق - رضي الله عنهما - سره مينه كوي ، او د هغوي احترام كوي ، او هغوي په علي او په نورو صحابه كرامو باندي وړاندي كوي ، او د هغوي د خلافت اعتقاد لري ، او زه هيڅ قسمه شك نه كوم چي ټول مسلمانان دي دواړو ( ابو بكر صديق او عمر فاروق - رضي الله عنهما - ) سره ډيره مينه لري ، او د هغه دواړو د إسلام لپاره خدمتونه په دوي پټ ندي .
خو شيعه ګان ( رافضه ) دي ټولو مسلمانانو ته د كافرانو په څير ګوري ، او د هغوي مشران لكه ابو بكر صديق او عمر فاروق - رضي الله عنهما - ته كافران وائي ، او هغوي ته جبت او طاغوت هم وائي .
د مثال په ډول د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) يو بل غټ ملا نعمت الله الجزائري الرافضي په خپل كتاب نور البراهين ( ج 1 / ص 57 ) كښي د خپلو دوؤ ملايانو څخه دا خبره نقلوي چي يو د بل څخه د ناصبي د نښي پوښتنه كړي ده :" كتبت إليه أسأله عن الناصب هل أحتاج في امتحانه الى أكثر من تقديمه الجبت والطاغوت واعتقاد إمامتهما ؟ فرجع الجواب : من كان على هذا فهو ناصب " .
ترجمه : ما ورته وليكل د ناصبي باره كښي پوښتنه كوم ، ايا زه د هغه په آزمايښت كښي ددي څخه ډير حاجت لرم چي هغه جبت او طاغوت ( ابو بكر او عمر ) وړاندي كوي ، او د هغوي د إمامت عقيده لري ؟ نو ځواب واپس شو : هغه څوك چي په دي حال باندي وي هغه ناصبي دي .
محترمو مسلمانانو : ددي شيعي رافضي د خبري معنى ښكاره ده هغه دا : چي هر څوك ابو بكر صديق او عمر فاروق - رضي الله عنهما ـ په نورو خلكو وړاندي كوي ، د هغوي احترام كوي ، او د هغوي د امامت او خلافت د صحت عقيده لري ، هغه ددي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) په نزد ناصبي دي . او زه په يقين سره ويلي شم چي اوس هيڅ مسلمان داسي نشته چي د دى دواړه سره ئي مينه نوي ، او يا د دي دواړو احترام نكوي . ولي به مسلمان هغه دواړو سره مينه نكوي حال دا دي چي نبي اكرم به هغوي رسره مينه كوله .
د سريزي دوهمه برخه :
او دوه كرښي وروسته همدغه رافضي ملا په همدغه كتاب او همدغه صفحه كښي وائي چي ناصبي ( مسلمان ) كافر دي :" وتواترت الأخبار وانعقد الاجماع على أن الناصب ( المسلم ) كافر في أحكام الدنيا والآخرة " .
ترجمه : روايات متواتر راغلي دي او اجماع هم شوي ده چي ناصبي ( مسلمان ) كافر دي د دنيا او آخرت په أحكامو كښي .
او ددي خبرو وضاحت به وروسته په تفصيل سره - إن شاء الله تعالى ـ راشي .
نو أيا زمونږه مسلمانان وروڼه او خويندي اوس هم دا وائي : چي دا خلك زمونږه دوستان دي ؟ او د دوي په نرمو ژبو او دروغو باندي دوكه كيږي ؟ ) .
او فرق د دواړو دښمنانو او دښمنيو دا دي ، چي د يهودو دښمني ښكاره او په ډاګه ده ، او مسلمانان ورڅخه خبر دي ، او هغوي ښه پيژني ؛ نو ځانونه ورڅخه ساتي .
او د شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) دښمني پټه ده - او پټ دښمن ډير زيات د خطر څخه ډك وي - او په پټه خپل كار كوي ، خو چي كله فرصت د ظلم، يا زور او طاقت پيدا كړي ، نو بيا پر مسلمانانو باندي هر ډوله بي رحمانه ظلمونه كوي ، او كه چيرته كفارو ( يهودو ، نصارى ؤ ، دهريانو ) طرف ته د څه تړون لاره پيدا كړي ، نو د هغوي سره د مسلمانانو پر خلاف باندي لاسونه وركوي ، او د مسلمانانو د وژني لپاره ډيري منډى ترړي وهي ، او مسلمانانو ته د ضرر او تكليف رسوګلو ډير زيات كوښښ كوي - ځكه چي دوي دي ظلمونو ته خپل دِين وائي - لكه په افغانستان كښي ئي د كابل په دشت برچي كلي او داسي نورو علاقو او كلو كښي - چي د دوي په كښي طاقت وه - هر ډول ظلمونه وكړل ، تر دي چي د مسلمانانو د ښځو څخه ئي سيني ( تيونه ) هم پريك كړل ، او همدارنګه په عراق او ايران كښي ئي دا ظلمونه كړي دي ، او تر وسه پوري دوام لري ، او ډير زيات مسلمانان د دوي په لاسونو ووژل شول ، او څه نورو مسلمانانو خپل كورونه او جايدادونه د لاسه وركړل ، او په 1407هـ ق كال كښي ، دي شيعه ګانو ( رافضه ؤ ) ظالمانو په مكه مكرمه كښي د حج په ورځو كښي فساد او خرابي شروع كه ، لاري ئي بندي كړي ، موټر ئي وسوزول ، او ځيني مسلمانان حجاج كرام ئي په چړو او لرګو او كوتكونو ووهل ، چي هلته ددي وهلو او بيروبار او رش د وجهي په سلونو انسانان ووژل شول ، او په سلونو په كښي زخميان شول ، او ځينو مسلمانانو ته مالي ځيان هم ورسيده ، تردي چي بيا د عربستان مملكت په هغه وخت كښي څه لازم تدابير ونيول ، او دغه فتنه او فساد ئي ختم كړ .
د هغو حالاتو فيلمونه ډك شوي دي ، كه څوك ئي كتل غواړي نو ودي لټوي - إن شاء الله تعالى - د انټرنټ په پاڼو كښي به ئي پيدا كړي .
مسلمانانو وروڼو : دا او داسي نور ډير ظلمونه چي دي ظالمانو كړي دي ، او د تاريخ په پاڼو كښي ثبت شوي دي . - إن شاء الله تعالى - زه به ورته پدي كتاب كښي پوره كتنه كوم . خو د هغي څخه د مخكښي :ۍ
و.افغان
12.09.2008
کابل جانه وروره
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
په خیر راغلی
په لاسونو مو برکت شه ، ډیره ښه موضوع مو شروع کړی ده.
هیله ده چې ښه په موضوعي ډول دی بحث ته ادامه ورکړي ، او که دغه بحث یو خالص دیني بحث شي، او په افغانستان
کی شوو ناخوالو باندی ککړ نه شي نو ښه به وي.
او زما غوندی جذباتي ونه وسيږي، (ټوکه)
یو بله خبره چی می له یاده ونه ووځې ، چې تاسو په لیکنه کې د رضی الله عنه او صلی الله علیه وسلم پر ځاي نښاني کارولي دي، اوکیداي شي چې دغه نښاني دسایټ له ژبي
څخه توپير ولري ، نو که چیري رضي الله عنه او صلی الله علیه وسلم پوره پوره ولیکل شي،
نو ښه به وي.
موفقیت مو غواړم.
روغ جوړ او آباد اوسۍ
كابل جان
12.09.2008
محترم ورور وهاج صاحب ډيره زياته مننه كوم دتاسونه، أو الله دي وكړي چه زما دا كار د إخلاص په بنياد وي، أو تاسو نه هم ډيره زياته مننه كوم چه لوستونكوته ډير خكلي أو صحيح معلومات ور كوي، الله دي أوكړي چه هميشه داسي ژوندي ليكنو باندي مونګه مشرف كړي. والسلام.
ع کريم حليمي
04.11.2008
إن الحمد لله نحمده و نستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا وسيئات أعمالنا من يهد ه الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هدي له واشهد أن لا إله إلا الله
و حد ه لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله ، اما بعد
قال الله تعالی- قُلِ الحَْمْدُ للَّهِ وَ سلَمٌ عَلى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصطفَى ءَاللَّهُ خَيرٌ أَمَّا يُشرِكُونَ
و قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم
" اُوصِيكُمْ بِتَقْوَى اللَّهِ وَالسَّمْعِ وَالطَّاعَةِ وَاِنْ عَبْدٌ حَبَشِيٌّ فَاِنَّهُ مَنْ يَعِشْ مِنْكُمْ يَرَى اخْتِلاَفًا كَثِيرًا وَاِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الاُمُورِ فَاِنَّهَا ضَلاَلَةٌ فَمَنْ اَدْرَكَ ذَلِكَ مِنْكُمْ فَعَلَيْهِ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ عَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ "
،ډېر ګران ،مکرم استاد قاري صاحب او منلي کابل جان وروره
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
رافضي يعني ردکوونکي ، هغه خلکو چه فرعون رد کړ ، او موسي عليه السلام
ئې ؤ منئ هغوی خلکو ته هم رافضي ويل شوي ، او څوک چه د خدای خوږ نبي
صلی الله عليه وسلم رد کړي نو کافر سوو ، نه ده ضرور چه رافضي وه بلل سي
زه د کابل جان په ليکنو کښي شننه نه کوم ، اوپه رافضي خلکو هم خبري نه کوم
زما خبره په اهل تشيع کښي ده
ايا مونږ ته د نبي شريعت دا اجازه راکوي چه و شيعه ته کفار ووايو
زموږ خوږ نبي عليه السلام فرمايلي چه ;مَنْ شَهِدَ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَاسْتَقْبَلَ قِبْلَتَنَا، وَصَلَّى صَلاَتَنَا، وَأَكَلَ ذَبِيحَتَنَا، فَهُوَ الْمُسْلِمُ، لَهُ مَا لِلْمُسْلِمِ، وَعَلَيْهِ مَا عَلَى الْمُسْلِمِ.
په درنښت