نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالب او ملا د شرف او فساد اصلي منبع
ihtesham
12.09.2008
عبدالحليم اثر
٢١ / ٦ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-09-11 11:58:00 م
د فرانسوي فېلسفوف والټېر يوه خبره ډېره مشهوره ده چې ويلي يې دي ((تر څو چې د نړۍ د اخري پادري (زمونږ په سيمه کې ملا) د کُولمو نه د اخري بادشاه مرۍ ته زندۍ نه وي جوړه شوې په نړۍ کې امن نشي راتللاى)).
والټېر چې په کومه زمانه (١٦٩٤ نه تر ١٧٧٨ ميلادي) کې په فرانسه کې ژوند کاوه هغه وخت په فرانسوي ټولنه کې پاچاهي نظام و او د عيسوي مذهب پادريانو د مذهبي واک د درلودلو له امله همدا کانې کولې لکه نن سبا چې يې زمونږ په ټولنه کې ملايان او طالبان کوي.
پادريانو د دين نه د فساد او ناپوهۍ لويه واسطه جوړه کړې وه؛ په معمولي معمولي خبرو خلک وژل کېدل؛ د بيان او فکر د ازادۍ هيڅ لاره نه وه؛ او دين د تروريزم يو صورت گرځېدلى و. او فرانسه په حقيقي معنو کې د پادريانو د لاسه يو داسې دوزخ جوړ شوى و لکه نن چې د ملايانو او په دې وروستيو کې د طالبانو او القاعده د لاسه زمونږ خوږ وطن دى.
والټېر او د هغه د زمانې روښانفکره ليکوالو او فېلسوفانو د دې فساد پر ضد يوه ستره او نه ستړې کېدونکې مبارزه په لاره واچوله؛ خلکو ته يې د علم او بېدارۍ شعور ورکړ؛ او بالاخر د فرانسې د تاريخي انقلاب لپاره لاره هواره شوه.
د فرانسې انقلاب چې بنسټ يې د والټېر او يو بل فرانسوي فېلسوف روسو په فکر و فلسفه و او د والټېر د مرگ څخه يواځې يوولس کاله وروسته (په ١٧٨٩ ميلادي کې) راغى ريښتيا هم د پادريانو د کُولمو نه د ظالمو واکمنو د غاړو لپاره زندۍ جوړې کړې او په گرده اروپا يې اغېز وکړ.
د ملايانو او طالبانو په برکت زمونږ د بدبختې ټولنې حالت هم د انقلاب څخه د وړاندې فرانسې نه بل ډول نه دى. دلته هم ملا او طالب د جهالت او وحشت يو سمبول گرځېدلى دى چې ټولنې ته يې بې له فساد او ناامنۍ هيڅ ندي راوړي او هغه هم د مذهب او دين په نامه. دې کار زمونږ ټولنه يو مخ د سياسي، اخلاقي، اقتصادي او ټولنيزې تباهۍ په لور روانه کړې ده.
يواځې دا يو ټکى که چا وپېژانده چې ملا او طالب زمونږ د ټولنې د جهالت، نا امنۍ، وحشت او فساد يواځينۍ منبع ده او د دې منبع له منځه وړل کېدو وروسته چې د فرانسې په څېر يو انقلاب ته اړتيا لري به هر څه سم شي نو کېداى شي چې مونږ د نورې تباهۍ څخه بچ پاتې شو.
ډېر ناپوهه خلک نن نارې وهي چې که امريکايان او ناټو د افغانستانه وځي او يا پاکستان په افغانستان کې له مداخلې لاس واخلي او يا دا او يا دا نو امنيت به راشي خو دا ټولې پوچې خبرې دي. ايا امريکايان له ٢٠٠١ وړاندې په افغانستان کې وو؟ نه وو، نو بيا امن ولې نه و؟ ايا د حکمتيار او سياف او رباني مجاهدينو د لېونو سپو په څېر افغانان نه وو خوړلي؟ ايا طالبانو د افغانستان نه هديره نه وه جوړه کړې؟ ايا په باجوړ او سوات کې امريکايي پوځونه شته چې هلته هم په لکونو خلک مهاجر او په زرگونو مړه شول؟ ايا په کورمه او خېبر ايجنسيو کې ناټو پرته ده چې هره ورځ شاوخوا سل تنه مړه کېږي؟
ځواب يې دا دى چې نه. د فساد اصلي منبع ملا او طالب دى. همدې ملايانو او جهاديانو په يو پړاو کې د روسانو په پېسو او وسلو په دې سيمه کې د انگرېزانو پر ضد جهاد وکړ خو بيا يې خپل وطن او خلک د امريکا د سياسي گټو لپاره د روسانو پر ضد قرباني کړل او هغې ته يې هم د جهاد نوم ورکړ او همدا خلک چې نن امريکايانو ته اشغالگر وايي پرون يې داسې اياتونه او حديثونه لټول چې امريکايان او مسلمانان اصلي او ازلي ورونه ثابت کړي. ايا همدې طالبانو پخپله د يو عربي لعنت د سر نه ټول افغانستان قربان نه کړ او په لوى لاس يې امريکا ته دا جواز په لاس ورنکړ چې زمونږ وطن اشغال کړي. امريکا زمونږ يو نسل د روسانو پر ضد جگړه کې ايره کړ او بل نسل يې دا دى د طالبانو سره په جگړه کې د اور خوراک کېږي. او طالبان چې نور نومونه يې جهاديان، ملايان، اي ايس اي... دي کله د يو ځواک او کله د بل ځواک د سياسي اهدافو لپاره زمونږ وطن او خلک د وچو خشاکو په څېر په اور پسې ږدي.
راځئ دا يو حقيقت وپېژنو او په رڼو سترگو يې ومنو چې ملايان او طالبان د فساد اصلي جرړه او منبع ده. د والټېر خبره به په لږ بدلون سره وکړو چې ((تر څو پورې د اخري ملا او طالب د کولمو نه د اخري قوماندان او ټوپکسالار غاړې ته زندۍ نه وي جوړه شوې نه زمونږ په ټولنه کې امن راتلاى شي، نه د امريکا او پاکستان نه ازادي گټلاى شو او نه ښه ورځ ليدلاى شو)).
که مونږ په دې وتوانېدو چې د خپل کور نه د فساد او شر دا منبع (ملا او طالب) ختم کړو نو هيڅ بهرنى يرغلگر او اشغالگر به دا جواز پېدا نکړي چې زمونږ خلک ووژني او وطن مو راوران کړي. او که مونږ د دې حقيقت نه سترگې پټې کړې نو ټولنيزه تباهي زمونږ په خپل لاس ټاکل شوى تقدير دى.
و.افغان
12.09.2008
د فرانسوي فېلسفوف والټېر يوه خبره ډېره مشهوره ده چې ويلي يې دي ((تر څو چې د نړۍ د اخري پادري (زمونږ په سيمه کې ملا) د کُولمو نه د اخري بادشاه مرۍ ته زندۍ نه وي جوړه شوې په نړۍ کې امن نشي راتللاى)).
پورتنۍ مقوله کې ډیره نیمګړتیا لیدل کیږي، ځکه ددغه ښاغلې لیکنه کې هم ډیره
نیمګړتیا لیدل کیږي، کوم چې خپله ټوله لیکنه په دغی مقولی بنا کړی ده.
دپورتنۍ مقولی او دمقالی والا دواړو ددی کوښښ نه دی کړی چې دخپلی ټولنی
ستونځې له مینځه يوسي.
بلکه دواړو دملا او طالب له جوهر سره دشخصي عقدی له مخې په هغوي باندې
دغضب جام تش کړی دی.
ځکه چې مونږ تر ننه ګورو چې په هماغه ټولنه کې پادشاهي شته ده، لکه بریطانیا، ډنمارک، او سويډن، او داسي نور.
او تر اوسه هلته پادریان هم شته دي، چې دخلکو اودولت دواړو له خوا ښه عزت ورکول
کیږي، او په ټولنه کې پوره تاثیر لري، او ښه په احترام سره ورته کتل کیږي، ډیر صلاحیات په لاس کي لري، دهمدې پاچاهانو او خلکو له خوا ورته دخپل دیني تبلیغ لپاره په
ملیاردونو ډالر ورکول کیږي، او دخپلو دولتونو سره اوږه په اوږه دغیره دولتونو په
لاندی کولو او راپرځولو کې پوره پوره ونډه اخلي.
لکه بوش چې دترهګرۍ په ضد دجګړي تجویز دیوه غټ راهب یا پادري ابراهام څخه
واخیست، او په سر يي ورته لاس کش کړ، او دبرکت دعا يي ورته وکړه.
لنډا دا چې ځمونږ دافغانستان دکشالی حل دا نه دی چې ملا او طالب پسې راواخلو،
دا کار به ځمونږې ستونځې نورې هم پيچیده کړي، او دحل لاري څخه به مو نور هم لیري
کړي.
دملا او طالب سره دښمني دخپل ځان او وطن سره دښمني ده، ځمونږ دوطن طالب او ملا
همیش ددی وطن دخپلواکۍ او استقلال لپاره قرباني ورکړي، له دی خاوري څخه يي دفاع کړی، او نور ملت يي هم دفاع ته هڅولي دی، او دافغانستان تاریخ په دی ګواه دی.
پاتی هغه نیمګړتیاوي چې هغوي په سیاسي جانب کې لري، او یا کله داسی کوښښ کوي
چې له خپل هغه لوړ مقام څخه خداي وربخښلي دی، راښکته شي، او په داسي لوبه کې
ځان ورګډوي چې نه پری پوهیږي، او دټولو دتاوان سبب کیږي، نو په دی لړ کی باید
ځمونږ وطندوسته، او ملتپاله سیاستپوهان دهغوي دپوهیدو کوښښ وکړي، نه دا چی
دښمني ورسره وکړي.
تاسو وګورۍ دایران اخوندانو ته چې خپلو سیاست پوهانو ورته لاس ورکړی دی، او په ګډه سره يي خپل وطن کوم حد ته ورساوه، څومره ترقي يي وکړه، سره له دې چی په ایراني
اخوندانو کې ډیر داسی متخلف معتقدات شته چې دهغوي دتخلف او وروسته پاتی کیدو سبب ګرځي، که چیرته هغه نه واي، نو ایران په ترقۍ کې داوروپايي دولتونو په قتار
کې اوس ولاړ واي.
په همدی بسنه کوم.
باتور
13.09.2008
د سلام د عرض نه وروسته !
ساپي خانه، ښه معقول، له منطق نه ډک او معتدل ځواب دي ورکړی. . کور دي ودان.
زموږ خلګ چي يو دوه کتابونه ولولي، نو ډېر ژر احساساتي شي اوتر هر څه د مخه يې په ملا او بېچاره طالب پسې راواخلي. . پخوا به يې د روسي پروفيسرانو ليکني او مقالې د دليل په حيث وړاندي کولې او اوس بيا د غربي فيلسوفانو خبري او اندونه د ثبوت لپاره را مخ ته کوي. .
ihtesam خانه،د دې په ځای چي د کوم ملا يا طالب له کولمو نه د کوم پاچا د زېندی کولو لپاره رسۍ جوړه کړې، ورشه د هغه چا چي ستا له زېږېدني نه وروسته يې ستا په غوږ کي يې د الله اکبر آذان کړی ده، د هغه له کولمو نه رسۍ جوړه کړه او د ګوډاګي، فاسد، بېغيرت او وطنپلورونکي پاچا ( سترګک کاکو ) په غاړه کي يې ورواچوه.. . هم به يې موږ له شره خلاص شو او هم به ته ..
په درنښت
ihtesham
14.09.2008
[quote:2dc0a75c11="وهاج ساپی"]
دپورتنۍ مقولی او دمقالی والا دواړو ددی کوښښ نه دی کړی چې دخپلی ټولنی
ستونځې له مینځه يوسي.
[/quote:2dc0a75c11]
زما په نظر خو د دواړو خبره صحي ده ځکه چي د دواړو ستونځه معلومه ده چي هغه پادري او ملا دي او د ټولني پاکوالي د دغه دواړو په ختميدو کي دي.
[quote:2dc0a75c11="وهاج ساپی"] ځکه چې مونږ تر ننه ګورو چې په هماغه ټولنه کې پادشاهي شته ده، لکه بریطانیا، ډنمارک، او سويډن، او داسي نور.
[/quote:2dc0a75c11]
سمه ده هلته پادري هم شته او پادشاهي هم خو په ډير توپير سره. د فرانسې د انقلاب څخه د مخه په فرانسه کي يو سړي صرف په دي تور لومړى د خلکو مخکي ذبح او بيا يي جسد وسوزول شو چي شک و پري خپله لور يي د پروټسټنټ عقيدي نه کيتولک عقيدي ته د اوښتو نه منع کړي ده. په کومه سيمه کي چي دا پيښه شوي هلته د کيتولک عقيدي خلک په اکثريت کي وو او په پروټسټنټ باندي به يي ظلمونه کول. بالکل همداسي لکه په مسلمانانو کي چي سني او شيعه دي او کوم ځاى کي چي سنيان اکثريت کي دي نو شيعه ګانو سره دغه وضعه کوي او چيرته چي شيعه گان اکثريت دي نو سنيانو سره دغه عمل کوي.
خو د انقلاب نه وروسته په پاريس کي يو پادري ته چا د مسلمانيدو دعوت ورکړ نو هغه ورپوري وخندل او ورته وي ويل (مذهب او عقيده د شخصي خوښي خبره ده او ټول مذهبونه يو شان اصول او عقيدي لري نو څوک چي خلک د يو نه بل مذهب ته دعوتوي هغه د څو پيړۍ پخواني جهالت ښکار دي).
د فرانسي د انقلاب نه وړاندي چي په فرانسه او نورو اروپايي هيوادونو کې د نورو دينونو سره خو پريده د کيتهولک او پروټسټنټ ترمنځ کومه شخړه روانه وه هغه په هماغه صورت تراوسه پوري په اسلامي هيوادونو او سيمو کې موجوده ده. سنيان او شيعه گان د پاکستان په کورمه کي د يو بل کورونه سوځوي، خلک وژني او په ښځو يې نکاح تړي.
او دا سمه ده چي بوش او نور دولتونه عيسويانو ته پيسي ورکوي او کار تري اخلي خو پخوا عيسوي مذهب دولت د خپلي ګټو لپاره استعمالوه او اوس بوش او نور دولتونه مذهب د خپلو ګټو لپاره استعمالوي. دولتونه د خپلو سياسي ګټو لپاره هيڅ يو مذهب هم په خپل پام کي نه راولي. هغوى د خپلو سياسي ګټو لپاره د هر مذهب، هرې عقيدې او هرې پاليسۍ نه کار اخلي لکه د روسانو خلاف چې امريکا اسلام استعمال کړ. څومره پيسي چې په پينځو کلونو کي د عيسويانو مرکز ويټيکن ته ځي د هغي برابر په يو کال کي د افغانستان او پاکستان جهادي مشرانو او تنظيمونو ته ورتللي. او همدا د دي موضوع دليل دي چي پادري دي که ملا دي خو تل يي د خپلي خيټي د ډکولو لپاره خپل ولس د مذهب په سپيڅلي نامه د سياسي جګړو اور ته وراچولي دي.
[quote:2dc0a75c11="وهاج ساپی"] تاسو وګورۍ دایران اخوندانو ته چې خپلو سیاست پوهانو ورته لاس ورکړی دی، او په ګډه سره يي خپل وطن کوم حد ته ورساوه، څومره ترقي يي وکړه، سره له دې چی په ایراني
اخوندانو کې ډیر داسی متخلف معتقدات شته چې دهغوي دتخلف او وروسته پاتی کیدو سبب ګرځي، که چیرته هغه نه واي، نو ایران په ترقۍ کې داوروپايي دولتونو په قتار
کې اوس ولاړ واي.
[/quote:2dc0a75c11]
ايران يو ډير پخواني متمدن هيواد دي او اخوندان يي که هر څو د مذهبي کرکي او تعصب نه ډک دي خو ځيني اصول او قوانين په دغه هيواد کي اوس هم موجود دي چي اخونان د جهالت او وحشت نه منع ساتي. دولت په اخونانو کنټرول لري. هلته ته د يو ښوونځي او سرک د سوځولو او ورانولو مثال نشي راوړي. خو د اخونانو د جهالت اغېز بيا هم شته. که چيري په ايران کي اخونان په حکومت کي نه واي نو د ايران دولت به اوس د سويزرلينډ برابر واي. اخونانانو ايران ته پرمختګ ندي ورکړي بلکي د ايران د پخواني متمدن تاريخ څيره يې مرداره کړي او د دغه هيواد د بااستعداده خلکو د پرمختګ مخه يي نيولي ده.
طالب خان
14.09.2008
محترم احتشام صېب اونورو وروڼو په تېره بیامحترم اودروند وهاج ساپی صېب!
سلامونه اونيکي هيلي درته وړاندي کوم.
دښاغلي احتشام آنداونظرته داحترام په لرلوسره عرض کوم چي فرانسه اوافغانستان له جغرافيايي،سياسي،ټولنیز اوديني پلوه دوه متباين ملتونه دي چي هيڅکله يی سرنشي سره ورتلای. په اروپااوپه تېره بياپه فرانسه کي دسيکولرازم دپلويانو له لوري دانقلاب دبرياليتوب اصل رازپدې کي دی چي فاسدپادريان دهیواد په سياسي جوړښت کي داسي ننوتلي ووچي ديني آرونه يی ترشاپرې ايښي وو اوپاچايان يی دخپلوذاتي ګټولپاره سره پرله څرخول.کوموپيښوته چي تاسي نغوته کړيده هغه دمفسدوپادريانو ځاني چاري وې.هرپاچاچي به دپادريانو له حُکمه سرغړونه وکړه پرهغه به يی دالحادټاپه ولګوله اونسکوربه يی کړ.که تاسي له رنسانس نه دمخکي اروپاتاريخ په غورسره وګورﺉ نودرته څرګنده به شي چي پادريان دټولني ترټولو شتمن خلک وو.هغوي به څوڅو مېرمني،مينځي اوهلکان ساتلي وو.یوپادري چي به دپاريس په ښارکي تېريده نوکتاربه يی دپاچاترهغې اوږد وو.هغوي به خلک له شرابوڅښلومنع کول خوپخپله يی دشرابوجوړولوفابريکې لرلې. پادريانوکومي ټولنیزي ريښې نه لرلې بلکي دیوه متبادل اشرافيه پاړکي Alternative Elite Class بڼه يی غوره کړي وه.
ترکومه چي په افغانستان کي دمُلااوطالب خبره ده نوکه تاريخ ته ځيرشودفرانسې له پادريانوسره يی توپیرښکاره دی.
پدې لړکي ترټولو مهمه خبره داده چي دافغاني ټولني معاصرجوړښت په حقيقت کي ددين په بنسټ رامنځته شوی.فرانسه له مسيحيته یوه سيکولره پيژندنه یاتشخص لري خوافغانستان له دينه پرته بله هيڅ پیژندنه اوتشخص نلري. په فرانسه کي دروڼ آندودهڅوپه پايله کي سیکولرازم بريالی اوبېساری انقلاب رامنځته شو خوپه افغانستان کي بياله دينه دتيښتي هرډول هڅي له ناکامۍ سره مخامخ شويدي.په معاصرتاريخ کي دخدای بښلي غازي امان الله خان هڅي اودهغوپايلي زموږپه وړاندي پرتې دي. دامان الله خان اودهغه دفکر ماتي پخپله داپه ډاګه کوي چي دلته دين دیوه بنسټيزټولنيزعنصرپه بڼه بنسټیزنقش لري اوملااوطالب دديني عنصرداستازوپه بڼه تل په ټولنه کي اغيزمن نقش لرونکي پاتي شويدي.
نوربيا
ihtesham
15.09.2008
[quote:92e40f8758="طالب خان"] کوموپيښوته چي تاسي نغوته کړيده هغه دمفسدوپادريانو ځاني چاري وې.هرپاچاچي به دپادريانو له حُکمه سرغړونه وکړه پرهغه به يی دالحادټاپه ولګوله اونسکوربه يی کړ.[/quote:92e40f8758]
واجب الاحترام طالب خان صيب هيله ده چي سلامونه مي ومنئ.
زما په اند خو انسانان که د فرانسي دي او که د افغانستان د خير او شر په وړاندي يو ډول وضعيت څرګندوي او د ژوند د بنسټيزو اړتياو لپاره يو ډول فکر لري. اما کومو مفسدو پادريانو او د هغوي اعمالو ته چي تاسو اشاره کړي ده نو زه هم دا خبره کوم چي دغه فساد زمونږ په اوسنئ ټولنه کي په ملايانو او طالبانو کي خپلي اخري درجي ته رسيدلي دي چي يو څو بيلګي يي په لاندي ډول دي:
١+ د جنسي تيري تر ټولو زياتي پيښي په مدرسو او جوماتو کي رامنځته کيږي.
٢+ جومات، مدرسه او فتوه يو لوي کاروبار جوړ شوي او هر ملا په دي کاروبار کي په هره جايزه او ناجايزه لاره ځان ککړ کړي دي. په ناجايزو ځمکو قبضي کول او د خپلو خيټو د ډکولو لپاره پري جوماتونه جوړول د هر ملا او طالب روزګار دي.
٣+ مدرسو او جوماتونو ته د ديني زده کړي لپاره استول شوي ماشومان که د جنسي تيري نه بچ شي نو په ترورستانو باندي خرڅول کيږي تر څو په ځانمرګي بريدونو کي پکار راشي. داسي دغه ماشومان د يوي سياسي لوبي په اور کي سوځول کيږي.
٤+ هر ملا مفتي او قاضي دي او په هر ځاي کي چي د چا سره په څه خبره لږ وران شو نو فتوه وباسي او په مخ يي ورته ورولي. هماغلته يي په خلاف د جهاد اعلان هم کوي. دي وضعي زمونږ ټولنه د يو ډير ناوړه حالت سره مخ کړي ده.
٥+ ملايان او طالبان د خپلو خيټو د دوزخونو د ډکولو لپاره د مختلفو ملکونو او ډلو ټپلو د سياسي ګټو لپاره کار کوي او د هغوي د ګټو په پام کي نيولو سره د قران او حديث تشريح کوي.
٦+ په ملايانو کي په سلګونو ډلي پيدا شوي دي او هره ډله بلي ته کافره وايي. جومات په جومات د کفر او اسلام جنګ دي، څوک د اوداسه په شرطونو وران دي، څوک د تراويحو د رکعتونو په شمار، څوک د پټکي په تړلو او نه تړلو، څوک په شيعه او سني، څوک په دعا بالجمع او مفرد، او نور نور، او دا کومه وړه جګړه نده بلکي د يو ملا که وس بر شي نو د ملا بلا ملګري وژني او په ښځو يي نکاح تړي.
7+ بعينه د مفسدو پادريانو په څير مفسد ملايان هم هغه ټول جنايات او ناوړه کارونه په خپله کوي چي نور خلک تري منع کوي. طالبانو په خپله وحشي واکمنئ کي خلک د موسيقۍ په اوريدلو وژل او ټکول خو پخپله يي لواطتونه کول، نشي کولي، لغړ فلمونه کتل او پخپله د خلکو وژل يوه داسي ګناه ده چي بله لويه ګناه تري نشي کيداي.
او داسي نوري هم ډيري خبري شته.
نو زما په فکر خو ملايان د پادريانو نه زيات مفسد شوي دي او همدا وجه ده چي د دي ځواک له منځه تلل پکار دي.
يادونه پکار ده چي د ملا د شر او فساد له منځه وړلو نه افراد نه بلکي هغه نظام له منځه وړل دي چي ملا ته يي دا ځواک په لاس ورکړي دي چي په خلکو باندي مذهب د يو وحشت په توګه مسلط کړي او د شر او فساد منبع وګرځي.
طالب خان
15.09.2008
محترم احتشام صېب او نورو درنو وروڼو اوخويندو! السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
ګومان مي کاوه چي ښاغلي احتشام صېب دښاغلي اثرصېب دليکني په نقلولو سره دیوه ډېرپه زړه پوري اوجدي بحث پیل وکړ.دښاغلي وهاج ساپي صېب دخورا درانه اوتللي ځواب په لوستلوسره مي له بحث سره تلوسه نوره هم زياته شوه. دمعاصرو سياسي سسټمونو دیوه پیليز زده کونکي په بڼه له دې سره ډېره علاقه لرم چي په بیلابیلو ځمکو اوټولنوکي دبېلابېلو سياسي نظامونو اغيزي وګورم اودهغوپه اړه پلټنه وکړم. دفرانسې انقلاب لکه څنګه چي جوته ده داروپاسياسي-ديني جهت بيخي په بله واړاوه اوهغه يی دیوې متحجري،جامدي اوساذجي ټولني پرځای په یوه خوراپرمخ تللي اومتمدنه ټولنه واړوله،ځکه نوهغه زمااوزماپه څیر دنوروزده کونکولپاره خورا دپام وړه اومهمه موضوع ده.څنګه چي ښاغلي اثردخپل بحث پیل دوالټیېر له ويناکړی وواوهغه يی له بده مرغه پرته لدې چي زموږټولنیزجوړښت په پام کي ونيسي له افغاني ټولني سره منطبقه کړي وه،ځکه ماوغوښتل چي دخپلي مطالعې اومشاهدې تربريده دخپلي رايي څرګندونه وکړم.
که تاسي زمالومړي ځواب ته ځيرشﺉ ښايي وګورﺉ چي تربريده مي دسکالوله منځپانګي سره دانصاف هڅه کړيده.که تاسي پام کړی وي مادخپلي ليکني په پای کي نوربياليکلي وو.زماهڅه داوه چي نن له روژه ماتي وروسته هغه پسې پوره کړم.تېره ورځ مي دیوه اوږده سفرله امله دځواب دوهمه برخه ونه ليکلای شوه.
خوترڅوچي مادخپل ځواب دوهمي برخي ته وزرڅنډل،ښاغلي ورور احتشام ورته بل ځواب ويلی وو.
دښاغلي احتشام دوروستي ځواب په لوستلوسره دموضوع اودهغې دمشترکينوپه اړه زماټول نېک ګومان له بده مرغه په اوبولاهوشو.
یوې خوراجدي سياسي-ديني اوټولنيزي موضوع ته دومره سطحي کتل لکه چي احتشام صېب ورته کتلي دي بيخي له پامه وتلی کاردی. دنوموړي ورورله ځوابه داسي ښکاري چي هغه له ځانه سره پدې موضوع دليکلولپاره لدې پرته هيڅ نلري چي دیوه محترم قشرپه وړاندي دي دشخصي عقدې ډک لوښی داسي خالي کړي چي دسبالپاره پکي هيڅ پرې نږدي. زه ګومان کوم له ښاغلي احتشام سره به پدې اړه نوربحث کول بيځایه کارځکه وي چي هغه ښايي زموږدجدي خبروپه ځواب کي یوځل بیاداسي څه وليکي لکه په تېرځواب کي يی چي ليکلي دي!!!
البته که ښاغلي عبدالحليم اثرصېب )که ژوندی وي اوريښتياهم پدې نامه کوم دانشمند وي( پخپله نېغ په نېغه له موږسره ددغه ښکلي اوپه زړه پوري بحث په وړاندي بيولوکي برخه اخستي وای نوخورا خوند به يی کړی وو.
په هرصورت! اوس چي ښاغلي احتشام یوڅه ليکلي دي زه هم ددوي نظرته داحترام په لرلو سره لاندي ټکي ليکم: نوربيا
طالب خان
15.09.2008
ښاغلي احتشام صېب ليکلي:
[quote:5dd82a2e56]+ د جنسي تيري تر ټولو زياتي پيښي په مدرسو او جوماتو کي رامنځته کيږي. [/quote:5dd82a2e56]
تاسي دکومي احصايې له مخي دا ادعاکوﺉ؟ آياتراوسه پدې اړه کومه مستنده احصايیه خپره شويده؟ګومان کوم نه!
لومړی خوداخبره سمه نده اوکه چيري بالفرض والمحال سمه هم وي نوپه سلوکي کیدای شي په یوه مدرسه کي دیوه کس له لوري په ځاني ډول په خورا شاذ اونادرډول داکارشوی وي. اوشاذاونادر هيڅ اعتبارنلري.
مدرسې دديني زده کړو مرکزونه اوجوماتونه دالله تعالی کورونه دي.هلته دپاکۍ،تقوا،پاک لمنۍ اوتزکيې درس ورکول کيږي.پدغسي پاک چاپیریال کي که بياهم څوک داسي کارکوي نوجوته ده چي هغه له لوړوانساني اقداروبرخه نلري.
[quote:5dd82a2e56]٢+ جومات، مدرسه او فتوه يو لوي کاروبار جوړ شوي او هر ملا په دي کاروبار کي په هره جايزه او ناجايزه لاره ځان ککړ کړي دي. په ناجايزو ځمکو قبضي کول او د خپلو خيټو د ډکولو لپاره پري جوماتونه جوړول د هر ملا او طالب روزګار دي. [/quote:5dd82a2e56]
داخبره هم په قطعي ډول غلطه ده اویوازي له شخصي عُقدې سرچينه اخلي. په آفغانستان کي په تېرو سلوکلونوکي یوداسي جومات په ګوته کړﺉ چي امام يی دچاپرخلاف په کتبي ډول فتوا ورکړي وي. پاتي شوه په ناجايزوځمکو دقبضې کولوخبره نو وروره په ځکمه کي جايزاوناجايزله کومه راغلل؟
لطفاً راته په ډاګه کړﺉ چي جايزه ځمکه کومه اوناجايزه کومه ده؟ موږخوتراوسه ندي اوريدلي اونه موهم ليدلي چي کوم مُلادي دچادکور،باغ اودکان په ځمکه پدې نيامت خېټه اچولي وي چي ګواکي دی هلته پرې دخدای جل جلاله کورجوړوي.
که تاسي ته مالومه وي لطفاًيی له اسنادو سره په زبات ورسوﺉ چي دټول افغان لوستونکي هم پرې خبرشي.
[quote:5dd82a2e56]+ مدرسو او جوماتونو ته د ديني زده کړي لپاره استول شوي ماشومان که د جنسي تيري نه بچ شي نو په ترورستانو باندي خرڅول کيږي تر څو په ځانمرګي بريدونو کي پکار راشي. داسي دغه ماشومان د يوي سياسي لوبي په اور کي سوځول کيږي. [/quote:5dd82a2e56]
انالله وانااليه راجعون! څومره بې سراوپښوبُهتان ؟؟؟ آياداسي آسنادشته چي دا ادعادي ترې ثابته شي؟؟؟ له کوم جوماته کوم ماشوم کله دچاله لوري چيري دجنسي تشددښکار اوياهم دجګړې ډګرته واستول شو؟
ربنالاتوأخذنابمافعل اوقال السفهأ منا
[quote:5dd82a2e56]+ هر ملا مفتي او قاضي دي او په هر ځاي کي چي د چا سره په څه خبره لږ وران شو نو فتوه وباسي او په مخ يي ورته ورولي. هماغلته يي په خلاف د جهاد اعلان هم کوي. دي وضعي زمونږ ټولنه د يو ډير ناوړه حالت سره مخ کړي ده.[/quote:5dd82a2e56]
لطفاً مثال يی راکړﺉ. کوم قاضي،ملایامفتي چيري دچاپرخلاف په نه خبره دکُفرفتواايستلي اوهغه يی پرمخ پرې ويشتلی اويايی هم دهغه پرضددجهاداعلان کړی؟ دپام وړخبره داده چي زموږپه افغاني ټولنه کي دغه لعنت له سره شته نه!
پاتي شوه دآمريکايانوپرضددعُلماو له لوري دجهادفتوا،نوهغه زموږله موضوع سره اوس اړخ نه لګوي.هغه یوبېل بحث دی چي پخپل ځای به خبري پرې وکړو،انشاالله
[quote:5dd82a2e56]٥+ ملايان او طالبان د خپلو خيټو د دوزخونو د ډکولو لپاره د مختلفو ملکونو او ډلو ټپلو د سياسي ګټو لپاره کار کوي او د هغوي د ګټو په پام کي نيولو سره د قران او حديث تشريح کوي.
٦+ په ملايانو کي په سلګونو ډلي پيدا شوي دي او هره ډله بلي ته کافره وايي. جومات په جومات د کفر او اسلام جنګ دي، څوک د اوداسه په شرطونو وران دي، څوک د تراويحو د رکعتونو په شمار، څوک د پټکي په تړلو او نه تړلو، څوک په شيعه او سني، څوک په دعا بالجمع او مفرد، او نور نور، او دا کومه وړه جګړه نده بلکي د يو ملا که وس بر شي نو د ملا بلا ملګري وژني او په ښځو يي نکاح تړي.
[/quote:5dd82a2e56]
یوه خبره ده.هسي دي تکليف کړی چي دوه ځایه دي ليکلي. موږخوپه مُلايانواوطالبانوکي هيڅکله هم له یوې پورته ډلي ندي ليدلي.اوکه چيري ترسل ډيري ډلي يی وای نوداخوستاسي لپاره دخوښۍ خبره وه.تاسي ته پکاروه چي پردې خبره موخوښۍ کړي وای.هغوي دي په یوه بل نامه پخپلوکي سره وژلای.موږتاسي به يی له غمه بېغمه وو. خوحقيقت دادی چي دغسي نده. ملايان اوطالبان کومه سياسي ډله نده بلکي دیوه اکيډميک جوړښت برخه ده چي په هره خبره تربلي هري ډلي سره یوه خوله دي.
[quote:5dd82a2e56]7+ بعينه د مفسدو پادريانو په څير مفسد ملايان هم هغه ټول جنايات او ناوړه کارونه په خپله کوي چي نور خلک تري منع کوي. طالبانو په خپله وحشي واکمنئ کي خلک د موسيقۍ په اوريدلو وژل او ټکول خو پخپله يي لواطتونه کول، نشي کولي، لغړ فلمونه کتل او پخپله د خلکو وژل يوه داسي ګناه ده چي بله لويه ګناه تري نشي کيداي.
او داسي نوري هم ډيري خبري شته.
نو زما په فکر خو ملايان د پادريانو نه زيات مفسد شوي دي او همدا وجه ده چي د دي ځواک له منځه تلل پکار دي.
يادونه پکار ده چي د ملا د شر او فساد له منځه وړلو نه افراد نه بلکي هغه نظام له منځه وړل دي چي ملا ته يي دا ځواک په لاس ورکړي دي چي په خلکو باندي مذهب د يو وحشت په توګه مسلط کړي او د شر او فساد منبع وګرځي.[/quote:5dd82a2e56]
داسي ښکاري چي تاسي پخپله هم دطالبانو اومُلايانوپه ليکوکي وخت تېرکړی ځکه موداسي څه ته اشاره کړي چي موږلانه یوپرې خبر.
که هغوي لواطتونه کړي وي اويايی هم لغړفلمونه کتلي وي نوکيدای شي دابه دطالبانو اوياهم ملايانو هغه ډله وه چي تاسي ورسره اوږه په اوږه په دغه کارکي شريک وﺉ.که چيري تاسي پخپلوسترګونه وي ليدلي اوياموپدغوکارونوکي برخه نه وي ورسره اخستي نوبیاموخبره سکوټ درواغ ده.هيڅ حقيقت نلري.
دطالبانو دحکومت له ختميدا وروسته آمريکااوملګروملتونو په ګډه هڅي وکړې چي دطالبانو درژيم درجالو اومنسوبينوپرخلاف داخلاقي جراﺉمو ثبوتونه لاس ته راوړي خوداتوکالو په تېرېدوسره هغوي بياهم پدې کارونه توانيدل اوپه پای کي يی پخپله اعلان وکړچي طالبان په فردي ژوندکي خوراژمن اوپاک خلک وو.
دهغوي پرخلاف داخلاقي فساد،اداري فساد،رشوت،غبن اوځاني ګټوپه اړه یوه دوسيه هم نده جوړه شوي. والله اعلم بالصواب
pattang
15.09.2008
انډيواله , دانور خو اخلاقي درسره ځي خو داخلاقو په مانا هغوی پو هيږي
چې اولسي پښتني او اسلامي اخلاق ولري ، څرنګه چې زه دستا کارو ته ګورم ،
ښکاري چې ته لدې شيانو څخه محروم يې ، له ادې د خبر نيم خو د انۍ نکاح
د حتما ملا تړلې ده٠ دومره شيان دي ليکلي چې له هغه څخه ستا ،دننه دردونه
مالوميږي , او زه دې پرېکړې ته راغلم :
لکه چې د هغه وخت پاخه خلقي اويا پرچمي تيوريسن دملا په نوم ستا سره
داپلن کار کړی وي ٠
ستادصليبي بادارانوچټل تاريخ داسلامي تاريخ او لارښوونې سره د مقايسې
وړ نده . که نه يې خبر نو د ادې ستا خپله کمي ده ٠
اوس هم ستا صليبي وروڼه هغه د منځنويو پېړويولارې په بل ډول مخ ته بيايې ٠
خو مسلمانان لکه هغه وخت نن هم د سولې نارې وهي٠
زه نه پوهيږم چې دغه موضع تاته څه ګټه رسوي اوولې دمنڅ ته راچولې ده ??
[quote:2712723fe4="ihtesham"][quote:2712723fe4="طالب خان"] کوموپيښوته چي تاسي نغوته کړيده هغه دمفسدوپادريانو ځاني چاري وې.هرپاچاچي به دپادريانو له حُکمه سرغړونه وکړه پرهغه به يی دالحادټاپه ولګوله اونسکوربه يی کړ.[/quote:2712723fe4]
واجب الاحترام طالب خان صيب هيله ده چي سلامونه مي ومنئ.
زما په اند خو انسانان که د فرانسي دي او که د افغانستان د خير او شر په وړاندي يو ډول وضعيت څرګندوي او د ژوند د بنسټيزو اړتياو لپاره يو ډول فکر لري. اما کومو مفسدو پادريانو او د هغوي اعمالو ته چي تاسو اشاره کړي ده نو زه هم دا خبره کوم چي دغه فساد زمونږ په اوسنئ ټولنه کي په ملايانو او طالبانو کي خپلي اخري درجي ته رسيدلي دي چي يو څو بيلګي يي په لاندي ډول دي:
١+ د جنسي تيري تر ټولو زياتي پيښي په مدرسو او جوماتو کي رامنځته کيږي.
٢+ جومات، مدرسه او فتوه يو لوي کاروبار جوړ شوي او هر ملا په دي کاروبار کي په هره جايزه او ناجايزه لاره ځان ککړ کړي دي. په ناجايزو ځمکو قبضي کول او د خپلو خيټو د ډکولو لپاره پري جوماتونه جوړول د هر ملا او طالب روزګار دي.
٣+ مدرسو او جوماتونو ته د ديني زده کړي لپاره استول شوي ماشومان که د جنسي تيري نه بچ شي نو په ترورستانو باندي خرڅول کيږي تر څو په ځانمرګي بريدونو کي پکار راشي. داسي دغه ماشومان د يوي سياسي لوبي په اور کي سوځول کيږي.
٤+ هر ملا مفتي او قاضي دي او په هر ځاي کي چي د چا سره په څه خبره لږ وران شو نو فتوه وباسي او په مخ يي ورته ورولي. هماغلته يي په خلاف د جهاد اعلان هم کوي. دي وضعي زمونږ ټولنه د يو ډير ناوړه حالت سره مخ کړي ده.
٥+ ملايان او طالبان د خپلو خيټو د دوزخونو د ډکولو لپاره د مختلفو ملکونو او ډلو ټپلو د سياسي ګټو لپاره کار کوي او د هغوي د ګټو په پام کي نيولو سره د قران او حديث تشريح کوي.
٦+ په ملايانو کي په سلګونو ډلي پيدا شوي دي او هره ډله بلي ته کافره وايي. جومات په جومات د کفر او اسلام جنګ دي، څوک د اوداسه په شرطونو وران دي، څوک د تراويحو د رکعتونو په شمار، څوک د پټکي په تړلو او نه تړلو، څوک په شيعه او سني، څوک په دعا بالجمع او مفرد، او نور نور، او دا کومه وړه جګړه نده بلکي د يو ملا که وس بر شي نو د ملا بلا ملګري وژني او په ښځو يي نکاح تړي.
7+ بعينه د مفسدو پادريانو په څير مفسد ملايان هم هغه ټول جنايات او ناوړه کارونه په خپله کوي چي نور خلک تري منع کوي. طالبانو په خپله وحشي واکمنئ کي خلک د موسيقۍ په اوريدلو وژل او ټکول خو پخپله يي لواطتونه کول، نشي کولي، لغړ فلمونه کتل او پخپله د خلکو وژل يوه داسي ګناه ده چي بله لويه ګناه تري نشي کيداي.
او داسي نوري هم ډيري خبري شته.
نو زما په فکر خو ملايان د پادريانو نه زيات مفسد شوي دي او همدا وجه ده چي د دي ځواک له منځه تلل پکار دي.
يادونه پکار ده چي د ملا د شر او فساد له منځه وړلو نه افراد نه بلکي هغه نظام له منځه وړل دي چي ملا ته يي دا ځواک په لاس ورکړي دي چي په خلکو باندي مذهب د يو وحشت په توګه مسلط کړي او د شر او فساد منبع وګرځي.[/quote:2712723fe4]
باتور
15.09.2008
طالب خانه سلامونه وړاندي کوم. .
سيماهم في وجوههم . . و افکارهم في کتاباتهم
د خولې خوند دي په داسي خلکو او د هغو په بېځايه او نامعقولو بابولالو مه خراپوه. . دوی دوه پښې په يوه څپلۍ کي منډلي، هر څه چي ورته وايې هغه نه اوري، صرف د ځان اوري او مني. .
چي منطقي خبره او دلايل ورته وليکې، ځواب ورنه ورک شي بيا يو څو ورځي وروسته مخونه را ښکاره کي او په کومه نوي موضوع پيل کړي . .
اکثريت يې يو شخص دی، کله په يو نوم راځي او کله په بل.
په درنښت
عبد السلام
15.09.2008
...
mahboob
16.09.2008
هلکه اهتشامه ; طالب خان ته يي اوس ټينګه کړه ، خوله يي درماته کړيده .