د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دسپتمبردیولسمی په هکله دافغانستان داسلامی امارت اعلامیه

pattang
11.09.2008

بسم الله الرحمن الرحیم
د سپتمبرديولسمې له پيښې وروسته بوش او صليبي ايتلاف يې اټکل کړى وو چې دترهګرى اوتروريزم په جوړه شوې بی اساسه ناره اوعنوان به ټوله اسلامي نړۍ هضم کړي ، داسلام دمقدس دین پيروان به دجهاد، غيرت اوشهامت له هوډاومسيره وګرزوي ، اقتصاد، ملي شتمنۍ اوزيرمې به يې نورې لوټ او په بډه کړي ، لوړسپيڅلى فرهنګ او معتقدات به يې دفاسدې اوفاحشې ديمکراسى په تيغ اوبرچې له صحنې او چلندنه وغورځوي اوباالاخره څه چې یی زړه غواړي هغه به داسلامي امت برخليک اوسرنوشت ګرزي
خو بوش او متحدينويې داهيره کړې وه چې ، په هردوراوزمانې کې داسلام دلارې دومره سپاهيان تل موجودوي چې دخداى ( ج) ددين اوالهي شعايرو ساتنه وکړي اوداسلام پرحريم هربلوسګرته دسرپه کاسه کې اوبه ورکړي
بوش اودغلتی لارې لارويان دې ديولسم سپتمبردپيښې دنمانځنې په مراسموکې سوچ اوفکروکړي چې له دغې پلمې اوبهانې نه دوى په نړۍ کې دځان لپاره په فوځي ، سياسي ، اوټولنيزه برخه کې څه ترلاسه کړل ، کوم بري اوبرياوې ترګوتو کړې اودمګړۍ امريکا دزوال اوپرځيدودکوم پاڼ پرڅنډه ولاړه ده
اياد٢٠٠١ کال له ستامبرنه د٢٠٠٨ ترسپتمبرپورې په افغانستان اوعراق کې دامریکا لسګونه زره عسکرمړه اوټپيان شوي ندی، اياله تيرواووکلونوراهيسې امريکا تربيلونه ډالر زيان اوتاوان ونه ليد ، ايا امريکايي اقتصادهرکال ( ٤٥٠) مليارده ډالره اقتصادي کسرنه ويني ،ايا په اقتصادي اوفوځي ډګرونوکې دامريکا لوى رقيبان دبرتري اوپرمختګ په لورندى روان اوپه نړيواله سطحه يې دنفوذاواغيزله سيالى سترګې پټيداى شي ، ايا روسې په جورجياله يرغل نه وروسته ثابته نکړه چې اوس په نړۍ کې امريکايي پاوراوبيم له صفرسره سم ضرب شوى، اياله عراقه دامريکايي عسکرو وتل دامريکاپه زوال اوديولسم ستامبر دمنحسوس امريکايي تکل په نابودى دتاييدمهرنه لګوي ، اياپه افغانستان کې امريکايي غرور له خاوروسره خاورې او دتاريخي ماتې په درشل ندى ولاړ، ايادناټولښکرې په افغانستان کې قدم په قدم مجاهدينو په شاګرځ اوکوکاروندي راوستي اوايا خپله غربي سرچينې په وازکومې دانه مني چې له پلازمينې پرته نورټول افغانستان دطالبانو ترسلطې اوچترلاندې شپې اوورځې سباکوي اوافغانان طالبان يوځل بیا دنجات اوراڼه سباوون پريښتې بولي
ديولسم ستامبرله پيښې اودبوش له بلوسګرې منډې ورسته نړۍ اوپه خاصه توګه اسلامي امت دامريکا اوغرب ټول سياستونه اودديمکراسى اوجمهوريت ګرد شعارونه له نيږدې ښه وپيژندل چې دبشردحقوقو اوانسان دوستى په اړه يې ورکول ، دملګروملتونودريم ګړي ، انصاف داري ، بشري قوانين ، نړيوال قوانين ، دبشراعلاميه اونورې معاهدې يې هم وکتلې چې څنګه، ترکومه ځايه اودچالپاره عمل پرې کيږي او هلته دمظلومواوځپل شووپرګنوڅومره غږ اوفرياداوريدل کيږي
عاليقدراميرالمومين ملامحمدعمرمجاهدحفظه الله ، اووه کاله وړاندې چې بوش جنون او صليبي بدماشى له چتې ايستى وواوپه افغانستان يې بريدته ځان چمتوکاوه داغږ کړى ووچې په افغانستان مويرغل اوتجاوز ناروا، بې موجبه اوسراسرظلم دى ،يواځې به له څوښارونوڅخه داسلامي امارت غړي اوسپاهيان وباسى ، خوله ټول افغانستان څخه دهغوى ويستل اودجهاداوپاڅون خاموشه کول اودغربي نظام دټينګښت سوچ مويوه ستره تيروتنه ده چې بيابه پښيمانه اونادمين ياست، چې هماغسې وشول ، لوى اوتواناخداى ( ج ) داسلام دريښتيني خادم تخمين اوبرداشت رښتيااواوس وينوچې يرغلګرپه داسې دام اولوموکې راګيردى چې دخلاصون لاراوګودريې نه له امريکا سره شته ، نه له ناټو اونه هم له بل کوم نيواک ګربلاک سره
دافغانستان اسلامي امارت اوس هم په امريکااوناټوغږ کوي چې دافغانستان داشغال اوپرهغوى دې دبادارى خيال له سره وباسي ، دافغانانو له قتل عام ، زولانه کولو اويوتربله په نژادې ، ژبني ، اوسمتي توپيرونوله غورځوولودې لاس واخلي ، ځکه افغانان هيڅکله خارجي جبراو پرديولاسوهنوته ندى تسليم شوى اواخيرپه يوه ټغرسره راټول اودکفراوتجاوزپه وړاندې متحدپاتې شوي اواشغالګريې په يولاس له هيواده شړلي دي ښه به داوی چی ټول نړیوال سازمانونه دنړۍحکومتونه او ولسونه دامریکادسر چپه اومظلوم ځپونکی سیاست په مقابل کې دمحکوموولسونواواشغال شویوهیوادونوپه ازادۍکی خپل اخلاقی اوبین المللی مسؤلیت اداکړی اونړۍ دبی امنۍ،جګړواوبی انصافۍپرځای دسولی اوعدالت په لور روانه کړی


دافغانستان اسلامی امارت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more