د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو د بیا واکمنۍ د وړتیا معیارونه

Ghairat
11.09.2008

[color=indigo:b36e98da58]دوستانو!

فرض کړئ لکه څنګه چې مشرف انګیرلې وه امریکایان ستړي شي او واک لکه په ویتنام کې ویتکانګیانو ته دلته هم بیرته طالبانو ته پریږدي، نو تاسې له طالبانو څخه په هغه حالت کې څه غواړئ چې باید په پام کې یې ونیسي، کوم لوی او مهم تغیرات په ځان او خپل سیاست کې راولي، چې ستاسو په اند خلکو ته د منلو وړ وګرځي ؟
هیله ده هر تن دې لومړی د هغو ڼکو نوملړ وړاندې کړي چې طالبان باید څه ونکړي او بیا د هغو ټکو نوملړ چې څه څه باید وکړي۰

زما په اند:
۱- د پاکستان سره دې خپلې سازماني اړیکې پرېکړي او د هغوی ګوډاګیتوب دې
نه کوي

۲- په سیاسي رهبرۍ او اداري چارو کې دې په ټولو سطحو ورونو قامونو ته په متناسب ډول برخه ورکړي

۳- ملي یعنې افغاني او اسلامي ولسواکي دې رامنځته کړي

که له دې درې تلسټیزو ټکو څخه چیرې یو نه مني ، پر ضد یې باید کلکه مبارزه وغزیږي۰[/color:b36e98da58]


باتور
11.09.2008

Ghairat خانه !

امريکايان به هغه وخت ستړي شي، چي افغانان په يوه غږ او آواز شي. غوښتني او سنګرونه يې يو شي. .
تر هغو چي افغانان يو بل ته په کمين کي ناست او د نکريزو په ځای د يوبل په وينو خپل لاسونه سره کوي، تر هغو به امريکايان اود هغو مزدوران خپلي چړچې کوي، او په ډاډه زړه سره به خپلي غلاوي کوي..

تاسو ليکلي چي طالبان دي:

[color=darkblue:1eac6b17e3]۱- د پاکستان سره دې خپلې سازماني اړیکې پرېکړي او د هغوی ګوډاګیتوب دې
نه کوي [/color:1eac6b17e3]

له چا سره دي خپلي اړيکي پيل کړي؟ او د چا ګوډاګيتوب بايد وکړي؟

[color=darkblue:1eac6b17e3]۲- په سیاسي رهبرۍ او اداري چارو کې دې په ټولو سطحو ورونو قامونو ته په متناسب ډول برخه ورکړي [/color:1eac6b17e3]

دا کار سترګک کاکو په پراخه توګه وکړ. . نتېجه يې ټولو ته معلومه ده. ( تخار، بهسود، پدرام. . . . . . . او داسي نور).

[color=darkblue:1eac6b17e3]٣- ملي یعنې افغاني او اسلامي ولسواکي دې رامنځته کړي [/color:1eac6b17e3]

دا کار طالبانو يو وار وکړ، لېکن ډېر کسان، په شمول د تاسو، راضي نه ول.

په درنښت


Ghairat
11.09.2008

باتور خانه له ځواب نه دې مننه!

[quote:9a792b6896]امريکايان به هغه وخت ستړي شي، چي افغانان په يوه غږ او آواز شي. غوښتني او سنګرونه يې يو شي. تر هغو چي افغانان يو بل ته په کمين کي ناست او د نکريزو په ځای د يوبل په وينو خپل لاسونه سره کوي، تر هغو به امريکايان اود هغو مزدوران خپلي چړچې کوي، او په ډاډه زړه سره به خپلي غلاوي کوي.. [/quote:9a792b6896]
ځکه خو ما لیکلي جې فرض کړئ، یعنې دا فرضیه تصور کړئ ، ځکه چې واقعیت یې ګران دی، د فرضیې معنې همدغه ده چې تاسو لیکلې او تایید کړې ده۰
تاسو ليکلي چي طالبان
[quote:9a792b6896]له چا سره دي خپلي اړيکي پيل کړي؟ او د چا ګوډاګيتوب بايد وکړي؟ [/quote:9a792b6896]
زما دغوښتنې دغه ځواب نه دی، خکه زما او ټولو افغان ولس غوښتنه ملي واکمني ده، نه ګوډاګیتوب، او ملي واکمني ده چې د بل هیواد ګوډ‌اګیتوب نقضوي او له منځه یې وړي، نه د کوم ګاونډي هیواد او نه د کوم ستر ابرقدرت ګوډاګیتوب ، او اړیکې دې په بیطرفۍ ولاړې وي!
[quote:9a792b6896]
دا کار سترګک کاکو په پراخه توګه وکړ. . نتېجه يې ټولو ته معلومه ده. ( تخار، بهسود، پدرام. . . . . . . او داسي نور). [/quote:9a792b6896]

نه ، دا د ورونو قامونو د متناسب ګډون نتیجې نه، بلکې د نامتناسب، یو اړخیز، نا ولسواکه دیکتاتوريز ، بلواکه او غیر قانوني ګډون نتیجې دي ۰

[quote:9a792b6896]دا کار طالبانو يو وار وکړ، لېکن ډېر کسان، په شمول د تاسو، راضي نه ول. [/quote:9a792b6896]
ایا طالبان هم ولسواکي پیژني؟ غیر لیبراله ملي افغاني دموکراسي مني؟ هغوی دموکراتیک اصول چې اسلام نه نقضوي زغملی شي؟
آیا طالبانو ټولګړي ، آزاد او سري انتخابات چې د اسلامي بیعت یوه پراختیا موندلې بڼه ده منلې وه او آیا همدا اوس یې هم ګنې مني؟
په ډاګه ده چې ددغو څخه یوې پوښتنې ته هم طالبان مثبت ځواب نه ویلی او نه یې ویلی شي او په همدې یې خپلې پښې پخپله په تبرګي وهلي او لا وهي یې ، ځکه نه خو سیاست ترکاڼي ده او نه ترکاڼي د بیزو کار!
په مینه!


باتور
12.09.2008

ښاغلي Ghairat ته د سلام له عرض نه وروسته :

د ګوډاګيتوب لغت تاسو په کار اچولی وو. . .
زه د دولتونو او سازمانونو اړيکي له يو بل سره ګوډاګيتوب نه بلکه دوستي، مرسته او راکړه ورکړه يا تجارت بولم . . همدا دوستي يا ستاسو په لفظ ګوډاګيتوب د مثال په توګه د اروپا ټول دولتونه له امريکا سره لري .

له دې نه چي تېر شو د متناسب او نامتناسب دحق د توزيع په اړه بايد ووايم چي، هزاره ره که سلام بتي، بوی دامادي ازش ميايه.
د دې خلکو سترګي نه ترکي، نه کارمل نه نجيب او نه هم د دوی تر ټولو مشر ګوډاګي سترګک کاکو وکولای شول چي ور مړې کړي. . هر څومره چي ورکوې، وايې چي کم است دګام بتې. او بهانه به هم درته عبدالرحمن خان يا نادر خان کړي، چي هغه له موږ سره ظلم کړی. . او يا که اهميت لږ ورکړې بيا به مو امان الله خان ته پدرلعنت وايي. . هغه طالبان د دوی په دين ښه پوهېدل او ښه متناسب له حده زيات ګډون يې وربښلی وو. .

او دا چي ستاسو په نظر طالبانو ولسواکي نه پېژندله. . دا در سره منم. . په رښتيا هم چي د هزاره، ازبک او خراسانيانو ولسواکي يې نقض کړي وه او په عوض کي يې خپل پښتانه ولس واک ور ډېر کړی وو، د سترګک کاکو غوندي د درواغو انتخابات يې نه کول او که يې ځپلي پښې په تبرګي وهلي وي نو علت به يې دا وو چي هغه پښو به سرطان درلود، د سرطان د انتشار د مخنيوي لپاره د اعضاوو پرېکول ضروري وي. .

. . . اوکه سياست د ترکاڼانو کار نه وای، بيا نو ولي دا نيمايې دنيا له ترکاڼانو سره د جنګ ميدان ته راوتلي؟ او دا اوس هم په زوره زوره چيغي وهي چي ترکاڼان دومره زورور شوي چي موږ بايد په زرهاوو نور عسکر د مقابلې لپاره ورولېږو؟

زما په فکرخو دا نننی سياست ترکاڼي ده او داسی ترکاڼي چي صرف بيزو ګان يې په مخ بيايي.

په درنښت


Ghairat
12.09.2008

ښاغلي باتور ته سلامونه!

[quote:c516e28f29] د ګوډاګيتوب لغت تاسو په کار اچولی وو. . .
زه د دولتونو او سازمانونو اړيکي له يو بل سره ګوډاګيتوب نه بلکه دوستي، مرسته او راکړه ورکړه يا تجارت بولم . . همدا دوستي يا ستاسو په لفظ ګوډاګيتوب د مثال په توګه د اروپا ټول دولتونه له امريکا سره لري [/quote:c516e28f29].
د ملي او مستقلو هیوادونو په اړیکوکې د ګوډاګي اصطلاخ نه کارول کیږي۰
د طالب حکومت لومړی ملي او بیا مستقل نه و، بلکې ڼول غورځنګ یې له اوله څخه تر پایه پورې او دغه روان مقاومت یې تر اوسه پورې په مستثیمه توګه IAI رهبري کړی او کوي يې، نو دداسې یو دوښمن هیواد سره چې په نیم افغانستان یې خېټه اچولې، څنګه کیدای شي په خودسرانه توګه دومره دوستانه اړیکې پیل شي چې د ټول سیاسي واک تنابونه په لاس کې ورکړي۰ دا کار څوک پخپله نشی کولی،مګر داچې موجودیت اوټول واک او قدرت یې د هغه د لاس مرهون وي، لکه
څنګه چې خلک او پرچم د کی جي بي ګوډاکیان وو دغسې طالب هم د آی۰ اس۰ آی ګوډاګیان دي خو په دې توپیر چې پاکستان زمونږ خاوره لاندې کړې نو زمونږ د سر او خاورې جلاد او مدعي دی اوله دې کبله مونږ ځواکمنتیا او پرمختګ ته نه پریږدي ۰
[quote:c516e28f29]له دې نه چي تېر شو د متناسب او نامتناسب دحق د توزيع په اړه بايد ووايم چي، هزاره ره که سلام بتي، بوی دامادي ازش ميايه. د دې خلکو سترګي نه تره کي، نه کارمل نه نجيب او نه هم د دوی تر ټولو مشر ګوډاګي سترګک کاکو وکولای شول چي ور مَړې یې کړي. . هر څومره چي ورکوې، وايې چي کم است دګام بتې. [/quote:c516e28f29]

نه وروره، د سترګو مړول حق نه دی او نه دا غوښتنه د چا پوره کیدای شي، دا ذهنګیري ده چې حد نه لري، خو حق حق دي او حق عیني معیارونه لري او په کمّي او عددي شمیر ټاکل کیدای شي، چې منکر یې پړ اوکه واکمن وي مجرم هم ګڼل کیږي!
که یو قوم لکه هزاره ورونه ۱، ۲، ۳، ۱۰، ۲۰ ،۳۰ ... فیصده وي باید په قدرت او اداره کې هم کټ مټ همغومره ۱ ،۲، ۳،۱۰. ۱۰ ،۲۰ ،۳۰ ... فیصده ونډه ولر ي۰
[quote:c516e28f29]هغه طالبان د دوی په دين ښه پوهېدل او ښه متناسب له حده زيات ګډون يې وربښلی وو. . [/quote:c516e28f29]
وروره دا ډول خبرې چې د هر چا وي غلطې دي، هیڅوک د هیچا په ایمان نه پوهیږي۰
بد په بدو، ظلم په ظلم او خرګري په خرګرۍ ځوابول به هیڅوک یو سم اصل، لار او طریقه ونه بولي، ایا همداسې نه ده(؟ ) او بیا د واکمنۍ له پاره خو په سوال کې هم نشي راتلای۰ د زیاتي غړښتنو ښه ځواب اول د حق برخه تامینول دي او بیا د زیاتي غوښتنو بی ځوابه پریښودل او د زور زیاتیو یې مخه نیول دي او بس ، نور یو د بل په ایمان ښه پوهیدل د ځنګل قانون دي ، د هر یو چې په بل زور ورسي، بل ته خپل ځنګلي ایمان او وحشت وښيي۰
[quote:c516e28f29]او دا چي ستاسو په نظر طالبانو ولسواکي نه پېژندله. . دا در سره منم. . په رښتيا هم چي د هزاره، ازبک او خراسانيانو ولسواکي يې نقض کړي وه او په عوض کي يې خپل پښتانه ولس واک ور ډېر کړی وو،[/quote:c516e28f29]
وروره ولسواکي خو دموکراسۍ ته وايي، نه په واکمنۍ کې د یو قوم له حق نه کمې یا زیاتې ونډې ته، او ولس د ټول هیواد وګړي یوولس دی، ولس په سیمو، قومونو او نژادونو نه ویشل کیږي، خکه نو د یو یا بل قوم نامتوازنه ونډه په واک کې دیکتاتوري، د حکومت نامشروعیت ، ظلم او ستم بلل کیږي۰ د شمالي ټلوالې له حق نه زیاته ونډه که مونږ په ټول افغان ولس ظلم او زیاتی بولو، نو طالبسالاري هم همدغسې په ټول افغان ولس زور ظلم او زیاتی و۰ زور زیاتی ظلم او دیکتاتوري هم عیني معیارونه لري او په دې یې ماهیت نه بدلیږي چې هغه د خلق، پرچم، مجاهدینو، شمالي ټلوالې ، طالب او که د شوروي یا امریکا زور ظلم زیاتی او
تیری دی۰ زمونږ حکم (قضاوت) باید تل د معیار له مخې وي، نه د ‌هنګیرۍ په بنسټ ولاړ اوسی، آیا همداسې نه ده؟
[quote:c516e28f29]اوکه سياست د ترکاڼانو کار نه وای، بيا نو ولي دا نيمايې دنيا له ترکاڼانو سره د جنګ ميدان ته راوتلي؟ او دا اوس هم په زوره زوره چيغي وهي چي ترکاڼان دومره زورور شوي چي موږ بايد په زرهاوو نور عسکر د مقابلې لپاره ورولېږو؟ [/quote:c516e28f29]
وروره میرویس خان لویه جرګه راوغوښته او ګرګین یې راوپرځاوه، احمد شاه لویه جرګه راوغوښته او خپل بیل دولت یې اعلام کړ، امان الله خان لویه جرګه راوغوښته او د انګلیس پر ضد یې خپل استقلال اعلام کړ او د خاورې ۳ تر نیمی زیاته برخه یې آزاده کړه۰
طالب خو نه لومړی ځل او نه هم اوس کومه ملي لویه جرګه راوغوښته چې خوځښت
یا پاڅون یې ملي بڼه اوملي مشروعیت موندلی وای، دوی خو دواړه وارې صرف د ISI سره چوغیدلي او بیا یې د پاکستان یوه پروژه روانه کړې ده، چې هدف یې ISI
ور ټاکلی او هغه د لومړی ځل په څیر په هیواد باندې د غلام غلامي تپل دي او بس۰
نو ږروره ځکه وایم چې طالبان دې ځان لومړی د ISI څخه آزاد کړي، بیا دې افغان ولس ته رجوع وکړي او د امریکا څخه د هیواد د خلاصولو له پاره دې یوه رښتینې لویه جرګه راوغواړي او دهغې د پریکړو سره سم چلند دې غوره کړي!
په پای کې یوه یادونه:
تاسې بحٍث پیل کړی خواصل موضوع مو پریښودلې ده ، چې:
[color=darkblue:c516e28f29]له طالبانو څخه څه غوښتنه لرې چې څه باید ونکړي او څه باید وکړي؟[/color:c516e28f29]


باتور
12.09.2008

ښاغلي Ghairat خان ته يو وار بيا سلام:

[color=brown:bf52c861c0]تاسوليکلي:[/color:bf52c861c0]

[color=brown:bf52c861c0]د طالب حکومت لومړی ملي او بیا مستقل نه و[/color:bf52c861c0]

زما لپاره ملت يو ملت دی، او هغه هم افغان ملت. . هزاره، ازبک او تاجک ځانونه افغان نه بولي او وايي چي افغان صرف پښتانه دي. . نو دا چي طالبان پښتانه دي، نو د دوی حکومت ملي وو. . عام او تام استقلاليت د افغانستان د هيڅ کوم يوه حکومت په برخه نه وو او نه به شي. . نو دا چي طالبان هم مستقل نه ول، معذور دي.

[color=brown:bf52c861c0]نو دداسې یو دوښمن هیواد سره چې په نیم افغانستان یې خېټه اچولې، څنګه کیدای شي په خودسرانه توګه دومره دوستانه اړیکې پیل شي چې د ټول سیاسي واک تنابونه په لاس کې ورکړي۰ دا کار څوک پخپله نشی کولی،مګر داچې موجودیت اوټول واک او قدرت یې د هغه د لاس مرهون وي، [/color:bf52c861c0]

کوم هيواد دښمن او کوم هيواد دوست دی؟ دا صرف په مختلفو ايديالوژيو او ګټو پوري اړه لري. کمونستانو به ويل چي زموږ يواځنی او حقيقي دوست ستر شوروي اتحاد او د هغه هملاسي دي او دا نور ټول زموږ دښمنان دي. سترګک کاکا بيا وايي چي زموږ اصلي دوستان صرف امريکايان او د هغو هملاسي دي او بس.

[color=brown:bf52c861c0]پاکستان زمونږ خاوره لاندې کړې نو زمونږ د سر او خاورې جلاد او مدعي دی اوله دې کبله مونږ ځواکمنتیا او پرمختګ ته نه پریږدي [/color:bf52c861c0]

پاکستان چېري زموږ خاوره لاندي کړي؟ پاکستان په خپله د نړیوال سياست يوه وړه نانځکه ده. . د پرون، نن او سبا ټول اختيارات يې د انګرېز او امريکا په لاس کي دي. د هغوی امدادونه چي پې ودرېږي، په ظرف د دوو مياشتو کي به تری تم شي.
زموږ خاوره خو امريکا او انګرېز لاندي کړي او د ځواکمنتيا او پرمختګ لاري مو هغو بندي کړي.

[color=brown:bf52c861c0]که یو قوم لکه هزاره ورونه ۱، ۲، ۳، ۱۰، ۲۰ ،۳۰ ... فیصده وي باید په قدرت او اداره کې هم کټ مټ همغومره ۱ ،۲، ۳،۱۰. ۱۰ ،۲۰ ،۳۰ ... فیصده ونډه ولر ي۰ [/color:bf52c861c0]

هو، ودې لري، له معيني فيصدي نه دې زيات هم ولري، خو که هغه وړوکی قوم په هغه اقتناع ولري او د مشر قوم مشرتوب او ښه او بد ته په ښه سترګه وګوري. . نه دا چي ته د نوک ځای ورکړې او دی د سوک ځای غواړي. . دا کار په افغانستان کي څو څو ځله تجربه سوی. . او هر وار چي دې اقليتونو ته يو څه امکانات برابر شوي، د پښتنو په څټ کي ورسپاره شوي. زه بيا هم وايم چي طالبانو دا نمکحرامان ښه پېژندل او د دوی په دين (خوی او خاصيت) ښه بلد ول او له دوی ته يې د دوی د استحقاق په اندازه خای او حق ورکړی وو.

[color=brown:bf52c861c0]وروره ولسواکي خو دموکراسۍ ته وايي، نه په واکمنۍ کې د یو قوم له حق نه کمې یا زیاتې ونډې ته، او ولس د ټول هیواد وګړي یوولس دی، ولس په سیمو، قومونو او نژادونو نه ویشل کیږي، خکه نو د یو یا بل قوم نامتوازنه ونډه په واک کې دیکتاتوري، د حکومت نامشروعیت ، ظلم او ستم بلل کیږي۰[/color:bf52c861c0]

زه پوهېږم چي دموکراسي څه ته وايي. . دموکراسي دې ته وايي چي د يوه بې وځلي، خوار، فقير، ناتوان، جنګ ځپلي هيواد په ښه او بد، دين او مذهب، رسم او رواج باندي بې له کوم منطقي دليل نه يرغل وکړه او ټول هغه څوګ چي مخالف نظر لري، هغه د ترهګر، متشدد مسلمان، غيرروشنفکراو . . . . . . . په نومونو تر تېغ تېر کړه، د دولت په چارواکيو کي غله، لوټمار، بې کفايته او تجزيه طلبه استاځي ورته کېنوه. . او ورته ووايه چي دا اوس ستاسو ولسواکۍ شوه.

او داچي ميرويس نيکه، احمدشاه بابا، امان الله خان او نورو جرګې را غوښتې او د جرګو په ذريعه يې د وطن مشکلونه حل کول. . هغه جرګې او مرکې له هغو وختونو سره لږيدې. . په دې عصر کي ډېرو د اشغال تر بيرغ لاندي د جرګو په خبرو خلګ د خپلو اهدافو د تحقق لپاره تر دې حده وغولول او لا غولوي يې چي د خلګو له جرګو او د جرګې له نوم نه زړه تور شو.

[color=brown:bf52c861c0]نو وروره ځکه وایم چې طالبان دې ځان لومړی د ISI څخه آزاد کړي،[/color:bf52c861c0]

هغه وخت چي isi ځان له cia نه آزاد کړي او يا منحل شي، بيا به حتما طالبان ستاسو مشوره عملي کړي او له cia سره به مستقيم ارتباط برقرار کړي.

ترکاڼي په رښتيا هم چي د بيزو کار نه دی.

په درنښت


عبد السلام
15.09.2008

[quote:1aa3321023]
دوستانو!

فرض کړئ لکه څنګه چې مشرف انګیرلې وه امریکایان ستړي شي او واک لکه په ویتنام کې ویتکانګیانو ته دلته هم بیرته طالبانو ته پریږدي، نو تاسې له طالبانو څخه په هغه حالت کې څه غواړئ چې باید په پام کې یې ونیسي، کوم لوی او مهم تغیرات په ځان او خپل سیاست کې راولي، چې ستاسو په اند خلکو ته د منلو وړ وګرځي ؟
هیله ده هر تن دې لومړی د هغو ڼکو نوملړ وړاندې کړي چې طالبان باید څه ونکړي او بیا د هغو ټکو نوملړ چې څه څه باید وکړي۰

زما په اند:
۱- د پاکستان سره دې خپلې سازماني اړیکې پرېکړي او د هغوی ګوډاګیتوب دې
نه کوي

۲- په سیاسي رهبرۍ او اداري چارو کې دې په ټولو سطحو ورونو قامونو ته په متناسب ډول برخه ورکړي

۳- ملي یعنې افغاني او اسلامي ولسواکي دې رامنځته کړي

که له دې درې تلسټیزو ټکو څخه چیرې یو نه مني ، پر ضد یې باید کلکه مبارزه وغزیږي۰
[/quote:1aa3321023]

غيرت صاحب سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم٠
په زړه پورې غوښتنې اوسوالونه مو مطرح کړي. چې طالبان او یا دهغوي رسمی استازی باید خپل نظر پرې څرګند ګړي. زه داسې فکر کوم چې دطالبانو په نو م کوم سياسی خوځښت چې دبهرنيانو دغوښتنو په مقتضا اود کو مې زړې اوافراطی فکری کړنلارې پر بناء رامنځته شوي ، نړيوالې ټولنې ته د زغم او منلو نه دئ٠ طالبان د دوه و مهمو ننګونو سره مخامخ دي : يو دځان او داخلی افغانی ټولنې سره سازش اؤ بل دنړوالې ټولنې سره ٠
زه دطالبانو دسیاسی خوځښت د وږد مهالې بقا امکان حتی ديوې مخالفې جنګې ډلې په توګه هم نشم تصور ولائ٠ ولو که ددوی فعلی دريځ داشغالګرو او ګوډاګيانو په وړاندې په حقه هم وي ،دوي دخپلو پخوانيو دريځونو له امله هم ملت ته دويرې او ګواښ سبب دي ٠ زما په فکرهغو افغانی بيوځلو طالبانو او ځوانانو چې د دې حرکت تر نامه لاند ې سرونه ځار کړل او ځاروي ،ستره ګټه يې لا تر اوسه هم دهيوا دد بهرني دښمنو نصيب ده.
په اخر کې خپله خبره بیا تکراروم چې طالب باید دخپل سیاسی وړ ښت اويا وړتياځواب په خپله ووایی.
ماسره ددوي د درد درمل نشته ، بله حيرانونکې خبره دا ده که دوي دخپلو کړوړو څخه په لاس  هم شي، اشغال ګر راباندې مسلط دي  !چې دهغوي عمل او وجود هم   په هيواد  زمونږ په تباهﺉ دﺉ . زه نه پوهیږم!!!ښايي مونږ  به په خپله ديوملت په توګه  دخپلواکه ادارې او ازاد ولسواک  هيواد دلرلو وړ نه يو !!! 


عبد السلام
07.10.2008

د ټول افغان درنو یارانو! السلام علیکم ورحمه الله:
دتیرې هفتې (سندی ټایم اونيزې ) په کابل کې دانګلستان دسفیر خصوصی څرګندونې دفرانسې دسفیر سره نشر ګړې چې مطلب یې دا وو چې دامریکا په مشرﺉ مونږ ـ غربی ایتلاف په افغانستان کې د مخالفو طالبانو څخه جګره په زور نشوګټلای ،اوخپل امریکایی متحدین هم باید د هغو تیر وتنو ته متوجې کړو چې په افغانستان کې دقواوو په زیاتولو یواځې جګړې ته پرختیا ورکوو. عین نظر پرون په کابل کې دانګریزانو د قواوو مشر څرګند کړ. دبلې خوا جرمنان خپل سل تنه سرتیرې دهیواد دسهیلی سیمو څخه په دې پلمه باسی چې دوی ته دامریکایانو تیرﺉ دافغان بولو هخوا په باکستان دمنلو وړ ندﺉ. دبل لورې دسعودی عربستان په منځګړتوب دطالبانو او افغان حکومت تر منځه خبرې روانې دي ، اوداسې اوریدل کیږي چې طالبانود القاعدې سره داړیکو لرلو څخه انکار کړﺉ وي.
سربیره پر دې ټولو امریکایانو دملا عمر، ګلبدین، اویوبل کس چې نوم یې رانه هیر دﺉ په سر (ژوندي او یا مړه) دخپلې جایزې تآ کید کړﺉ دﺉ.

زه نه پوهيږم؛؛؛

ورونو! تاسو په دې مغلقه اوپیچلې لوبه کې څه وایﺉ؟


ډاکتر څپاند
11.10.2008

مصاحبۀ با حامد جان کرزی
سوال:
ښاغلی جمهور ريس،تاسو ته ولی د ولسمشر لقب در کړی شوی٠
ځواب:
دا افتخار ي نوم د BBCراډیو لخوا راکړی شو٠او داځکه چه دجمهور ريس کلمه
په ترکيه،عربی اواکثر اسيایی هيوادونو کی مروجه ده،داچه زه دنړی د ډیرو
 سترو قدرتونو په مفاهمه او وچ زور و دی مقام ته رسیدلی يم،نو هماغه وه چه
دBBC راډیو دانوی لقب اختراع او زه يي پری مفتخر کړم(ډير شکرونه).

سوال:
دطالبانو سره ګپ شپ څنګه دی؟
والله که رښتياووايم زه خو له اوله دجنګ مخالف وم اوغوښتل می چه طالبان
هم راشی او زما تر رهبری لاندی دټولومجاهدينو سره يو ځای زموږ دمخالفينو
په مقابل کی وجنګيږی٠لکه چه تاسوته مالومه ده،زموږ(مجاهدين)اوطالبان تر منځ
هيڅ تفاوت نشته،موږ او دوی سره يو ځای دکمونيزم په مقابل کی جهاد وکړ،
او زموږ د غربی دوستانو په سلا او هدايت سره سم مو، دکمونيزم ټول اثار لکه 
مکتبونه،پلونه،سړکونه،فابريکی،موزيم،ملی ارشيف او نور  سره دړی وړی
کړه٠ددوستوهيوادو کومکونه مو سره وويشل او واپس مو په غربی بانکونوکی
زیرمه کړل،څو ددوستوهيوادو اقتصاد لا هم پياوړی شی٠
مګر د پردی تر شا زموږ ډيرنږدی اودقدر وړغربی 
دولتونو، دسعودی باچا او ISI ,طالبان و سمی لاری ته نه پريښودل٠

سوال:
نو چه داسی وه،دB52 په ذريعهدهيوادبمباری،دسلګونوزرو بيګناه خلکو وژل،دميلينونو
خلکو مهاجرت اد دومره جرم او جنايت د څه لپاره سرته و رسيدل؟
[size=9:60cff5cf16][size=12]
جواب:([size=9]ماته يي ويلی چه د پښتو او دری توازن به ساتی[/size:60cff5cf16])
شما ژورنالستان بهتر ميدانيد که ما کجا واين مقامات و چوکی ها کجا!
هوش کو بکس ديګری نګویی،همی دولتها و رهبران کشورهاي
دوست وعزیز غربی(الله صدبار صدقه نام شان شوم)بمن و ساير رهبران جهادیون
وطالبيون چنين ه
دايت فرموده بودند،وماهم که مردم با پاس هستم،همۀ
فرمايشات شانرا لبيک ګفتيم٠[/size][/size]
سوال:
تغیرات اخير در کابينه چه انګيزۀ داشت؟
بخدا انګيزه انرا قومندان حاحب عمومی نيروهای نظامی کشورهاي دوست
تا هنوز بمن نګفته است،ولی همی مادر اولادها شو در سر ميز نان عوامل انرا
چنين تلقی کرد:
اقای حنيف جان اتمر که جديدا به وزارت داخله توظيف شده است يکه شخص
وفادار بشخص بنده و نيروهای کشور هاي دوست است،اګر چه ضرار احمد جان
نيز وفادار ترين شخص در تامين منافع کشورهای دوست محسوب ميشود٠
حنيف جان سابق افسر نظامی بود،ازعمر ١٧ سالګی،نسبت علاقه خاصی که
به جنګ و ادمکشی داشت،مکتب را از صنف دهم ترک وبه نيروهای مسلح در خاد
پيوست،وپايش در جنګ جلال اباد شهيد شد٠اوبه زبانهای انګليسی،پشتو و دری صحبت نموده مشکل مکالمه بادوستان غربی و طالب در ميان نيست٠
ضرار جان سه ترجمان داشت:ترجمان
انګليسی،پشتو و حتی دری،زيرا زبانيرا که او در قشلاق اموخته بود با زبان
ادبی دری در کابل فرق داشت٠
اقاي فاروق وردک باداشتن تحصيلات بالاتر از حنيف جان،مستحق وزارت
معارف شناخته شد٠(واللهالعلم).
سوال:
اينده کشور،شخص خود،مردم بيچاره،وضع پاکستان و منطقه را چګونه ارزيابی
ميکنيد؟
جواب:
بيخی بيادر مه خوفالبين نيستم،از ايتو سوالا ايچ خوش نمی ايد٠

سوال:اقای ولسمشر:
مسوليت شما در برابر خدا،وطن و مردم چيست؟
سوالی بسيار خوبی کردی ،من همين امشب به جلالتمااب بوش تيلفون کرده
جوابانرا پيدا ميکنم٠
سوال:اقای کرزی٠٠٠٠
بانی ما بيادر يقه سوال نکو،باش که مه قومندان صاحب را ملاقات کنم
 وعلم اوریکنم باز بياسوالایته پرسان کو!


Ghairat
12.10.2008

باتور خان ته بیا بیا سلامونه!
[quote:da311c819a]زما لپاره ملت يو ملت دی، او هغه هم افغان ملت. . هزاره، ازبک او تاجک ځانونه افغان نه بولي او وايي چي افغان صرف پښتانه دي. . نو دا چي طالبان پښتانه دي، نو د دوی حکومت ملي وو. . عام او تام استقلاليت د افغانستان د هيڅ کوم يوه حکومت په برخه نه وو او نه به شي. . نو دا چي طالبان هم مستقل نه ول، معذور دي. [/quote:da311c819a]
ملت په بللو او نه بللو نه، بلکې یو عیني ساختار دی او تر هغې چې تسکل یې نه وي موندلی منکرین، مخالفین او پلویان به لري۰ افغان ملت هم لا جوړ نه دیډ بلکې د ملت (= ملي ټولنې) د جوړیدو په بهیر کې واقع دی۰ که مونږ بښتانه ملت غواړو نو د نورو ورونو قومونو سره به وروري کوو او ورورۍ ته به یې رابولو، بی له دې چې له خپلو حقونو څخه چاته تیر شو، هو مونږ د ټولو ورونو قومونو حقوق هم غواړو، د کرزي تیروتنه او جرم دادی چې د پښتنو حقونه تر پښو لاندې کوي او له نورو سره پرې معامله ګري کوي ، همدارنګه کرزی باید د بهرنیانو امرونه او مشورې ونهه مني، بلکې په داخلي جارو کې هغوی ته امر او مشورې ورکړي، نه برعکس!
په دې روان انارشیزم وطن ته هیڅ خدمت نشي کیدای۰
[quote:da311c819a]
نو دداسې یو دوښمن هیواد سره چې په نیم افغانستان یې خېټه اچولې، څنګه کیدای شي په خودسرانه توګه دومره دوستانه اړیکې پیل شي چې د ټول سیاسي واک تنابونه په لاس کې ورکړي۰ دا کار څوک پخپله نشی کولی،مګر داچې موجودیت اوټول واک او قدرت یې د هغه د لاس مرهون وي، [/quote:da311c819a]
دا خبره دې سمه او نه یواځې د طالبانو او پاکستان په برخه کې واقعیت لري چې :
[quote:da311c819a]دا کار څوک پخپله نشی کولی،مګر داچې موجودیت اوټول واک او قدرت یې د هغه د لاس مرهون وي،[/quote:da311c819a]، بلکې د کمونستانو او شوروي په اړه هم ټیک ختلې ده، خو که د ا تریخ واقعیت د طالبانو په اړه هم تایې خپل او هضم کړئ ۰
[quote:da311c819a]کوم هيواد دښمن او کوم هيواد دوست دی؟ دا صرف په مختلفو ايديالوژيو او ګټو پوري اړه لري. کمونستانو به ويل چي زموږ يواځنی او حقيقي دوست ستر شوروي اتحاد او د هغه هملاسي دي او دا نور ټول زموږ دښمنان دي. سترګک کاکا بيا وايي چي زموږ اصلي دوستان صرف امريکايان او د هغو هملاسي دي او بس. [/quote:da311c819a]
زه ددې لیدتوګې سره اړخ نه لګوم، خو د یوې شېبې له پاره به فرض کړو چې دوستي په ایدیالوژیو کیږي، نو که داسي وي، بیا نو ملي ایدیالوژي یواځینۍ ایدیالوژي ده چې سږی له هرډول زیان څخه ژغوري، څوک چې ستا ملي ګټې او ارزښتونه په پام کې نیسي ستا ملت ته زیان نشي اړولی او ته هم ترې داسې غوښتنې نشې کولای چې د هغه د ملي ګټو په زیان وي۰ په هغه برخه کې چې د یو ملي ګټې د بل د ملي ګټو سره په ټکر کې راځي، نو ملتپالنې یې پاتې کیږی خو دوستي یې بیا نه چلیږي، ځکه چې اساس (ملپالنې) یې هلته یو دبل په ضد وي۰
له دې کبله خو مونږ هم له کرزي او هم طالبانو څخه غواړو ددوست او دوښمن دواړو
سره ملتپال سیاست مخکې کړي۰
[quote:da311c819a]پاکستان زمونږ خاوره لاندې کړې نو زمونږ د سر او خاورې جلاد او مدعي دی اوله دې کبله مونږ ځواکمنتیا او پرمختګ ته نه پریږدي [/quote:da311c819a]
د ډیورن له منخوسې فرضي کرښې څخه تر آباسینه پورې دا خاوره د پنجابیانو د پلار ده ؟
دا خبره بیله ده چې
[quote:da311c819a]پاکستان په خپله د نړیوال سياست يوه وړه نانځکه ده. . د پرون، نن او سبا ټول اختيارات يې د انګرېز او امريکا په لاس کي دي. د هغوی امدادونه چي پې ودرېږي، په ظرف د دوو مياشتو کي به تری تم شي. [/quote:da311c819a]
لویدیځ به پرې ولې او د څه له پاره خپلې مرستې دروي؟ تا له پاره؟ ستا د طالب له پاره ؟ او که د حق له پاره؟ او که نه، ددې یو له پاره هم نه، بلکې د خپلو ملي ګټو له پاره! که وروستی بدیل سم وي نوبیا باید مونږ یوداسې ملي حکومت رامنځته کړو چې لویدځ ته هم دا ثابته کړي چې د لوی افغانستان په آزادۍ کې د لودیځ هم ګټې شته اود پاکستان له ساتنې څخه په لاس اخیستو کې ددوی ګټې ډیرې دي۰
[quote:da311c819a]که یو قوم لکه هزاره ورونه ۱، ۲، ۳، ۱۰، ۲۰ ،۳۰ ... فیصده وي باید په قدرت او اداره کې هم کټ مټ همغومره ۱ ،۲، ۳،۱۰. ۱۰ ،۲۰ ،۳۰ ... فیصده ونډه ولر ي۰
هو، ودې لري، له معيني فيصدي نه دې زيات هم ولري، خو که هغه وړوکی قوم په هغه اقتناع ولري او د مشر قوم مشرتوب او ښه او بد ته په ښه سترګه وګوري. . نه دا چي ته د نوک ځای ورکړې او دی د سوک ځای غواړي. . دا کار په افغانستان کي څو څو ځله تجربه سوی. . او هر وار چي دې اقليتونو ته يو څه امکانات برابر شوي، د پښتنو په څټ کي ورسپاره شوي. زه بيا هم وايم چي طالبانو دا نمکحرامان ښه پېژندل او د دوی په دين (خوی او خاصيت) ښه بلد ول او له دوی ته يې د دوی د استحقاق په اندازه خای او حق ورکړی وو. [/quote:da311c819a]
دا کار په ولسواکۍ ټأمینیږي، ولسواکي دا میکاتیزم هم لري چې د زیاتي او زیاتیو مخه هم په پارلمان کې نیول کیږي، خو طالب چیرې او ولسواکي چیرې؟ هو له ولسواکۍ پرته د یوه اکثریت حکومت هم په زورتکیه کوي او نامشروع دی۰
[quote:da311c819a]
زه پوهېږم چي دموکراسي څه ته وايي. . دموکراسي دې ته وايي چي د يوه بې وځلي، خوار، فقير، ناتوان، جنګ ځپلي هيواد په ښه او بد، دين او مذهب، رسم او رواج باندي بې له کوم منطقي دليل نه يرغل وکړه او ټول هغه څوګ چي مخالف نظر لري، هغه د ترهګر، متشدد مسلمان، غيرروشنفکراو . . . . . . . په نومونو تر تېغ تېر کړه، د دولت په چارواکيو کي غله، لوټمار، بې کفايته او تجزيه طلبه استاځي ورته کېنوه. . او ورته ووايه چي دا اوس ستاسو ولسواکۍ شوه. [/quote:da311c819a]
دا خبره دې د دوه حرفونو(ن+ه) په زیاتولو بالکل سمه او د منلو و د حقیقت ګرځي:
نو تر هغی پورې ته [color=white:da311c819a]کله [/color:da311c819a]پوهیږې پوهېږې چي دموکراسي څه ته وايي. .[color=blue:da311c819a] دموکراسي دې ته [/color:da311c819a][color=red:da311c819a]نه[/color:da311c819a] [color=blue:da311c819a]وايي چي د يوه بې وځلي، خوار، فقير، ناتوان، جنګ ځپلي هيواد په ښه او بد، دين او مذهب، رسم او رواج باندي بې له کوم منطقي دليل نه يرغل وکړه او ټول هغه څوګ چي مخالف نظر لري، هغه د ترهګر، متشدد مسلمان، غيرروشنفکراو . . . . . . . په نومونو تر تېغ تېر کړه، د دولت په چارواکيو کي غله، لوټمار، بې کفايته او تجزيه طلبه استاځي ورته کېنوه. . او ورته ووايه چي دا اوس ستاسو ولسواکۍ شوه.[/color:da311c819a]
[quote:da311c819a]او داچي ميرويس نيکه، احمدشاه بابا، امان الله خان او نورو جرګې را غوښتې او د جرګو په ذريعه يې د وطن مشکلونه حل کول. . هغه جرګې او مرکې له هغو وختونو سره لږيدې. . په دې عصر کي ډېرو د اشغال تر بيرغ لاندي د جرګو په خبرو خلګ د خپلو اهدافو د تحقق لپاره تر دې حده وغولول او لا غولوي يې چي د خلګو له جرګو او د جرګې له نوم نه زړه تور شو. [/quote:da311c819a]
ګناه په جرګه کې نه، بلکې په هدف کې ده چې جرګه څوک او د څه له پاره راغواړي۰
فرق دادی چې زمونږ نیکونو قدرت ته له رسیدو مخکې جرګې راغوښتلې او د قام په زور قدرت ته پرې رسیدل، خو د آی۰ اس۰ آی لاسپوځی طالب رژیم د جرګې له ملي ځانګړتیا څخه ویریده، نو د قدرت وروسته یې هم نشوه راغوښتلی۰
نو وروره ځکه نکراروم چې طالبان دې ځان لومړی د ISI څخه آزاد کړي۰
[quote:da311c819a]هغه وخت چي isi ځان له cia نه آزاد کړي او يا منحل شي، بيا به حتما طالبان ستاسو مشوره عملي کړي او له cia سره به مستقيم ارتباط برقرار کړي. [/quote:da311c819a]
که زه او ته د ډیرو ونو له لاسه ځنګل نشو لیدای نو حکم او قضاوت به مو همداسې وي لکه تاسې چې کړی، خو داسې نه ده:
د طالب، کمونست، شمالي ټلوالې، امریکا، پاکستان، روسیې، عربو، ایران او نورو ټولو پردیو قدرتونو او استخباراتو په وړاندې مونږ یوبل شی هم لرو او هغه
زمونږ د سترګوتور او د زړه ټکور ، ګران او خوږ افغانستان او افغا ملت دی! که له دې دواړو څخه څوک یو هم د یوې شېبې له پاره هیر کړي، هغه هیڅ دی، یا هیڅ هم نه دی او هیڅ مثبت کار نشي کولی۰ طالب، کمونست، جنګي تنظیمونوخپل وطن او ملت نه پیژنده، د تاریخ دد نفرین وړ وګرځېدل، کرزی او عمله فعله یې چې د وطن او ملت له ګټو او مليواکمنۍ څخه څومره لیرې دي او لیرې کیږي، په همغومره چټکتیا سره به دوی هم خپل سر وخوري!
نو د ملي سیاست ترکاڼي په رښتيا هم چي د بيزو کار نه دی.

و من الله التوفیق۰


Ghairat
12.10.2008

باتور خان ته بیا بیا سلامونه!
[quote:c06bdbe403]زما لپاره ملت يو ملت دی، او هغه هم افغان ملت. . هزاره، ازبک او تاجک ځانونه افغان نه بولي او وايي چي افغان صرف پښتانه دي. . نو دا چي طالبان پښتانه دي، نو د دوی حکومت ملي وو. . عام او تام استقلاليت د افغانستان د هيڅ کوم يوه حکومت په برخه نه وو او نه به شي. . نو دا چي طالبان هم مستقل نه ول، معذور دي. [/quote:c06bdbe403]
ملت په بللو او نه بللو نه، بلکې یو عیني ساختار دی او تر هغې چې تشکل یې نه وي موندلی منکرین، مخالفین او پلویان به لري۰ افغان ملت هم لا جوړ نه دیډ بلکې د ملت (= ملي ټولنې) د جوړیدو په بهیر کې واقع دی۰ که مونږ بښتانه ملت غواړو نو د نورو ورونو قومونو سره به وروري کوو او ورورۍ ته به یې رابولو، بی له دې چې له خپلو حقونو څخه چاته تیر شو، هو مونږ د ټولو ورونو قومونو حقوق هم غواړو، د کرزي تیروتنه او جرم دادی چې د پښتنو حقونه تر پښو لاندې کوي او له نورو سره پرې معامله ګري کوي ، همدارنګه کرزی باید د بهرنیانو امرونه او مشورې ونه مني، بلکې د خپا هیواد په چارو کې هغوی ته امر او مشورې ورکړي، نه برعکس!
په دې روان انارشیزم وطن ته هیڅ خدمت نشي کیدای۰
[quote:c06bdbe403]
نو دداسې یو دوښمن هیواد سره چې په نیم افغانستان یې خېټه اچولې، څنګه کیدای شي په خودسرانه توګه دومره دوستانه اړیکې پیل شي چې د ټول سیاسي واک تنابونه په لاس کې ورکړي۰ دا کار څوک پخپله نشی کولی،مګر داچې موجودیت اوټول واک او قدرت یې د هغه د لاس مرهون وي، [/quote:c06bdbe403]
دا خبره دې سمه او نه یواځې د طالبانو او پاکستان په برخه کې واقعیت لري چې :
[quote:c06bdbe403]دا کار څوک پخپله نشی کولی،مګر داچې موجودیت اوټول واک او قدرت یې د هغه د لاس مرهون وي،[/quote:c06bdbe403]، بلکې د کمونستانو او شوروي په اړه هم ټیک ختلې ده، خو که د ا تریخ واقعیت د طالبانو په اړه هم تاسې خپل کړی او هضم یې کړئ ۰
[quote:c06bdbe403]کوم هيواد دښمن او کوم هيواد دوست دی؟ دا صرف په مختلفو ايديالوژيو او ګټو پوري اړه لري. کمونستانو به ويل چي زموږ يواځنی او حقيقي دوست ستر شوروي اتحاد او د هغه هملاسي دي او دا نور ټول زموږ دښمنان دي. سترګک کاکا بيا وايي چي زموږ اصلي دوستان صرف امريکايان او د هغو هملاسي دي او بس. [/quote:c06bdbe403]
زه ددې لیدتوګې سره اړخ نه لګوم، خو د یوې شېبې له پاره به فرض کړو چې دوستي په ایدیالوژیو کیږي، نو که داسي وي، بیا نو ملي ایدیالوژي یواځینۍ ایدیالوژي ده چې سړی له هرډول زیان څخه ژغوري، څوک چې ستا ملي ګټې او ارزښتونه په پام کې نیسي ستا ملت ته زیان نشي اړولی او ته هم ترې داسې غوښتنې نشې کولای چې د هغه د ملي ګټو په زیان وي۰ په هغه برخه کې چې د یو ملي ګټې د بل د ملي ګټو سره په ټکر کې راځي، نو ملتپالنې یې پاتې کیږی خو دوستي یې بیا نه چلیږي، ځکه چې اساس (ملپالنې) یې هلته یو دبل په ضد وي۰
له دې کبله خو مونږ هم له کرزي او هم طالبانو څخه غواړو ددوست او دوښمن دواړو
سره ملتپال سیاست مخکې کړي۰
[quote:c06bdbe403]پاکستان زمونږ خاوره لاندې کړې نو زمونږ د سر او خاورې جلاد او مدعي دی اوله دې کبله مونږ ځواکمنتیا او پرمختګ ته نه پریږدي [/quote:c06bdbe403]
د ډیورن له منخوسې فرضي کرښې څخه تر آباسینه پورې دا خاوره د پنجابیانو د پلار ده ؟
دا خبره بیله ده چې
[quote:c06bdbe403]پاکستان په خپله د نړیوال سياست يوه وړه نانځکه ده. . د پرون، نن او سبا ټول اختيارات يې د انګرېز او امريکا په لاس کي دي. د هغوی امدادونه چي پې ودرېږي، په ظرف د دوو مياشتو کي به تری تم شي. [/quote:c06bdbe403]
لویدیځ به پرې ولې او د څه له پاره خپلې مرستې دروي؟ تا له پاره؟ ستا د طالب له پاره ؟ او که د حق له پاره؟ او که نه، ددې یو له پاره هم نه، بلکې د خپلو ملي ګټو له پاره! که وروستی بدیل سم وي نوبیا باید مونږ یوداسې ملي حکومت رامنځته کړو چې لویدځ ته هم دا ثابته کړي چې د لوی افغانستان په آزادۍ کې د لودیځ هم ګټې شته اود پاکستان له ساتنې څخه په لاس اخیستو کې ددوی ګټې ډیرې دي۰
[quote:c06bdbe403]که یو قوم لکه هزاره ورونه ۱، ۲، ۳، ۱۰، ۲۰ ،۳۰ ... فیصده وي باید په قدرت او اداره کې هم کټ مټ همغومره ۱ ،۲، ۳،۱۰. ۱۰ ،۲۰ ،۳۰ ... فیصده ونډه ولر ي۰
هو، ودې لري، له معيني فيصدي نه دې زيات هم ولري، خو که هغه وړوکی قوم په هغه اقتناع ولري او د مشر قوم مشرتوب او ښه او بد ته په ښه سترګه وګوري. . نه دا چي ته د نوک ځای ورکړې او دی د سوک ځای غواړي. . دا کار په افغانستان کي څو څو ځله تجربه سوی. . او هر وار چي دې اقليتونو ته يو څه امکانات برابر شوي، د پښتنو په څټ کي ورسپاره شوي. زه بيا هم وايم چي طالبانو دا نمکحرامان ښه پېژندل او د دوی په دين (خوی او خاصيت) ښه بلد ول او له دوی ته يې د دوی د استحقاق په اندازه خای او حق ورکړی وو. [/quote:c06bdbe403]
دا کار په ولسواکۍ ټأمینیږي، ولسواکي دا میکاتیزم هم لري چې د زیاتي او زیاتیو مخه هم په پارلمان کې نیول کیږي، خو طالب چیرې او ولسواکي چیرې؟ هو له ولسواکۍ پرته د یوه اکثریت حکومت هم په زورتکیه کوي او نامشروع دی۰
[quote:c06bdbe403]
زه پوهېږم چي دموکراسي څه ته وايي. . دموکراسي دې ته وايي چي د يوه بې وځلي، خوار، فقير، ناتوان، جنګ ځپلي هيواد په ښه او بد، دين او مذهب، رسم او رواج باندي بې له کوم منطقي دليل نه يرغل وکړه او ټول هغه څوګ چي مخالف نظر لري، هغه د ترهګر، متشدد مسلمان، غيرروشنفکراو . . . . . . . په نومونو تر تېغ تېر کړه، د دولت په چارواکيو کي غله، لوټمار، بې کفايته او تجزيه طلبه استاځي ورته کېنوه. . او ورته ووايه چي دا اوس ستاسو ولسواکۍ شوه. [/quote:c06bdbe403]
دا خبره دې د دوه حرفونو(ن+ه) په زیاتولو بالکل سمه او د منلو و د حقیقت ګرځي:
نو تر هغی پورې ته [color=white:c06bdbe403]کله [/color:c06bdbe403]پوهیږې پوهېږې چي دموکراسي څه ته وايي. .[color=blue:c06bdbe403] دموکراسي دې ته [/color:c06bdbe403][color=red:c06bdbe403]نه[/color:c06bdbe403] [color=blue:c06bdbe403]وايي چي د يوه بې وځلي، خوار، فقير، ناتوان، جنګ ځپلي هيواد په ښه او بد، دين او مذهب، رسم او رواج باندي بې له کوم منطقي دليل نه يرغل وکړه او ټول هغه څوګ چي مخالف نظر لري، هغه د ترهګر، متشدد مسلمان، غيرروشنفکراو . . . . . . . په نومونو تر تېغ تېر کړه، د دولت په چارواکيو کي غله، لوټمار، بې کفايته او تجزيه طلبه استاځي ورته کېنوه. . او ورته ووايه چي دا اوس ستاسو ولسواکۍ شوه.[/color:c06bdbe403]
[quote:c06bdbe403]او داچي ميرويس نيکه، احمدشاه بابا، امان الله خان او نورو جرګې را غوښتې او د جرګو په ذريعه يې د وطن مشکلونه حل کول. . هغه جرګې او مرکې له هغو وختونو سره لږيدې. . په دې عصر کي ډېرو د اشغال تر بيرغ لاندي د جرګو په خبرو خلګ د خپلو اهدافو د تحقق لپاره تر دې حده وغولول او لا غولوي يې چي د خلګو له جرګو او د جرګې له نوم نه زړه تور شو. [/quote:c06bdbe403]
ګناه په جرګه کې نه، بلکې په هدف کې ده چې جرګه څوک او د څه له پاره راغواړي۰
فرق دادی چې زمونږ نیکونو قدرت ته له رسیدو مخکې جرګې راغوښتلې او د قام په زور قدرت ته پرې رسیدل، خو د آی۰ اس۰ آی لاسپوځی طالب رژیم د جرګې له ملي ځانګړتیا څخه ویریده، نو د قدرت وروسته یې هم نشوه راغوښتلی۰
نو وروره ځکه نکراروم چې طالبان دې ځان لومړی د ISI څخه آزاد کړي۰
[quote:c06bdbe403]هغه وخت چي isi ځان له cia نه آزاد کړي او يا منحل شي، بيا به حتما طالبان ستاسو مشوره عملي کړي او له cia سره به مستقيم ارتباط برقرار کړي. [/quote:c06bdbe403]
که زه او ته د ډیرو ونو له لاسه ځنګل نشو لیدای نو حکم او قضاوت به مو همداسې وي لکه تاسې چې کړی، خو داسې نه ده:
د طالب، کمونست، شمالي ټلوالې، امریکا، پاکستان، روسیې، عربو، ایران او نورو ټولو پردیو قدرتونو او استخباراتو په وړاندې مونږ یوبل شی هم لرو او هغه
زمونږ د سترګوتور او د زړه ټکور ، ګران او خوږ افغانستان او افغا ملت دی! که له دې دواړو څخه څوک یو هم د یوې شېبې له پاره هیر کړي، هغه هیڅ دی، یا هیڅ هم نه دی او هیڅ مثبت کار نشي کولی۰ طالب، کمونست، جنګي تنظیمونوخپل وطن او ملت نه پیژنده، د تاریخ دد نفرین وړ وګرځېدل، کرزی او عمله فعله یې چې د وطن او ملت له ګټو او مليواکمنۍ څخه څومره لیرې دي او لیرې کیږي، په همغومره چټکتیا سره به دوی هم خپل سر وخوري!
نو باتوره وروره ته دا په حقه وايې چې :
د ملي سیاست ترکاڼي او انجنیري په رښتيا هم چي د بيزو کار نه دی.

و من الله التوفیق۰


ډاکتر څپاند
12.10.2008

مصاحبۀ با حامد جان کرزی
دا لیکنه دغه سرلیک ته ولیږدول شوه:
کرزي لالا دشینډنډ دتلف شوو بې ګناه ملکي خلکو لپاره یو ځل بیا
هلته یې وګورئ۰
وطنمل


باتور
15.10.2008

Ghairat خانه !!

زما او ستا قصه اوږده شوه . . ځواب دي را باندي پور . . يار زنده و صحبت باقي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more