اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
مځکه ګردۍ ده ؟
hewad
09.09.2008
ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
کۀ څوک د دې سکالو پۀ اړه نور معلومات ولري هيله ده چې زموږ سره يې شريکړي٠
پۀ درنښت هېواد
راټولونکی او ژباړن :پوهنمل محمودنظری
د مځکې ګردیوالی:
په لومړي وختونو کې خلکو دا عقیده درلوده چې مځکه اواره ده او ویریدل چې د هغه نه ونه لویږي.
(فرانسیز درایک )لومړی سړی وو چې هغه په کال(۱۵۹۷ )که د بحري سفر وروسته وویل چې مځکه ګردۍ ده.
خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي
۳۱:۲۹«آیا نه وینئ چې بېشکه الله ننباسي[یولج] شپه په ورځ کښې او ننباسي ورځ په شپه کې او مسخر کړی دي تاسو ته لمر او سپوږمۍ هر یو روان دی تر ټاکلي مودې پورې»
یولج (ننباسي) مانا لري ،کرار او په تدریج سره ننیستل .
نو که مځکه اواره وای نو شپه په ورځ او ورځ په شپه به یو وار دفعتاً اوښتله نو دامبارک ایات دا مانا لري چې مځکه ګردۍ ده.
خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي
۳۶:۴۰«نه دئ لمر لایق دغه لره چې لاندې کړي سپوږمۍ ونه شپه ړومبۍ کیدونکي ده له ورځي او دغه ټول( فلکي اجرام) په اسمان کې چورلیدونکی [یسبحون] دی»
د یسبحون چې له (سباحه )نه اخیستل شوې ده لغوي مانا یې(حرکت، څلورو خواووته ګام (قدم )واهل او وضعي حرکت دئ)
(taymiyah )ابن تایمیحا ه چې (۱۳۲۸ )کي يې وفات کړی دې یو مشهورمفسیر ووهغه په مجموع الفتوا ه شپږم ټوک( ۵۶۶-۵۶۷) پاڼه کې لیکي : فلک چې جمع یې( الفلوه )ریښه یې فلکان ده ګردي شي ته وایي
هغه وایي: آسماني اجرام ټول ګردي دي نو لمر او سپوږمۍ هم فلک یعنی ګردي دي
ابن عباس وایی فلک څرخیدونکي ارغړۍ ته وایي
خلیفه رشید وایي «دحها »د شتر مرغ هګۍ ته وایي
خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۷۹:۳۰«.. او مځکه وروسته له دغه صافه [دحها]وغوروله»
(دحها) مانا په هکله ( ا. یوسف علی) وایي دحها یوه معنی وسیع او پراخه او بله معنی یې د شتر مرِغ هګۍ ده نوځکه مځکه د شتر مرغ د هګۍ سره ورته بڼه لري.
د مځکې د ګردیوالي یو ثبوت د دوو ختیزو او دوو لویدیزو ذکر دئ:
الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:
۵۵:۱۷«رب د دواړو مشرقینو او دواړو مغربینو دی »
دا دا مانا لري چې لمر په نیمه کره د ځمکې کې را پورته کیږی او بلي خوا ته غروب کوي دا یې یو ختیځ او یو لویدیځ او په بله نیمه کره کې بیا لمر دبل ځایه را خیژی او بل چیری لویږی دا یې دوېم ختیځ او لویدیځ که مځکه اواره وای نو یو ختیځ او یو لودیځ به ویل شوی وایي همدا علت دی چې په نیمه کره کې ورځ او عین وخت کې په بله نیمه کره کې شپه ده او د دواړو مغرب او مشرق سره توپیر لری.
همدا علت دی چې دلته د دوو ختیزو یا دوو لویدیزو فاصله نسبت له لویدیزه تر ختیزه واټن نه زیاته ښوول شوی ده ځکه دیوې نیم کرې د لمر ختلو ځای د بلي نیم کرې دلمر لوېدولو ځای دی
۴۳:۳۸«...کاشکی چې وي په منځ زما اوستا کښې لری والۍ لکه د مشرقینو...»
پوهنمل محمودنظری
عبد السلام
09.09.2008
سلامو نه وړاندې کوم،
داسې ښکاري چې پو هنمل نظری دې دصديق افغان دغښتلو شاګردانو څخه وي!!! ماشا الله په علم او پوه یی برکت!!!
http://www.youtube.com/watch?v=0MPeOZCEuaI&feature=related
رښتینی
09.09.2008
(1)" الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً ..." (البقرة:22) .
(2)" الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ مَهْداً وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلاً ..." (طه:53) .
(3)" الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ مَهْداً وَجَعَلَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلاً لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ " (الزخرف:10) .
(4)"وَالأَرْضَ فَرَشْنَاهَا فَنِعْمَ المَاهِدُونَ " (الذاريات ۴۸ .
(5)" هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ "
(الملك:15) .
(6)"وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ بِسَاطاً . لِتَسْلُكُوا مِنْهَا سُبُلاً فِجَاجاً " (نوح:20,19) .
(7)" أَلَمْ نَجْعَلِ الأَرْضَ مِهَاداً . وَالْجِبَالَ أَوْتَاداً " (النبأ:7,6) .
(۸)" وَالأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا . أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءَهَاوَمَرْعَاهَا . وَالْجِبَالَ أَرْسَاهَا . مَتَاعاً لَّكُمْ وَلأَنْعَامِكُمْ " (النازعات:33,30) .
(9)" أَفَلاَ يَنظُرُونَ إِلَى الإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ . وَإِلَى السَّمَاءِ كَيْفَ رُفِعَتْ . وَإِلَى الجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ . وَإِلَى الأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ " (الغاشية:20,17) .
(10)" وَالأَرْضِ وَمَا طَحَاهَا " (الشمس:6) .
دا لس هغه ایتونه دی چی داپه کی ویل شوی چی ځمکه څرنګه
دانسانانو دژوند له پاره چمتوشوی ده
نور تفصیل سره له مالوماتو وروسته
Ghairat
24.09.2008
[quote:8482b38ec9]دا دا مانا لري چې لمر په نیمه کره د ځمکې کې را پورته کیږی او بلي خوا ته غروب کوي دا یې یو ختیځ او یو لویدیځ او په بله نیمه کره کې بیا لمر دبل ځایه را خیژی او بل چیری لویږی دا یې دوېم ختیځ او لویدیځ [/quote:8482b38ec9]
که مځکه اواره وای نو هم به ههمدغه حال به و، خو په يومخ به هر ځای يو برابر ټوله ورځ او په بل مخ شپه راتلۀ ، ځکه چې ځمکې به بياهم ډير ضخامت ، پيل او پای درلود ، اودهرختيځ شاته به لوېديځ ، اودهر لوېديځ شاته دبل مخ پېل به ختیځ وای،
نو ديو سر دلوېديځ اوختيځ ترمنځ به صرف د ضخامت هومره فاصله واي او په بل سر کې هم همداسې !
نو دا حکم سم نه دی چې :
[quote:8482b38ec9]که مځکه اواره وای نو یو ختیځ او یو لودیځ به ویل شوی وایي همدا علت دی چې په نیمه کره کې ورځ او عین وخت کې په بله نیمه کره کې شپه ده او د دواړو مغرب او مشرق سره توپیر لری. [/quote:8482b38ec9]
خو په ( رب المشارق والمغارب ) کې بيا ډېر ختيځونه او ډير لوېديځونو په ګوته شوي، چې دا بيا يواځې د ځمکې په غونډاريتوب پورې اړه نيسي، بيا نو د هر طول البلد ګردۍ په ٢٤ ساعتوکې ضرور يو ځل ختيځ او يو ځل لويديځ ، بلکې ختيځ او لوېديځ دواړه جوړوي ٠ او دا د قران کريم اعجاز ثابتوي چې د ځمکې نسبي کورويت يې تر جغرافيې ډېر وړاندې
تثبيت کړي دی .
هيلمن يم چې نوره رڼا به پرې حامد صيب وغورځوي!