نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
باجوړۍ غوا او که مهاجره غوا ؟؟؟
پښتون زلمی
06.09.2008
ګرانو وروڼو سلامونه مې ومنۍ
هسې دلوي، سترواک خداي عجیب شان ته ګورۍ چې کله کله له ظالم څخه
ډیر ژر انتقام اخلي، او کله کله مهلت ورکوي، خو دآخرت دورځي دحساب
او کتاب څخه هيڅوک بچ نشي پاتی کیداي
ګرانو وروڼو
مونږ افغانانو په تیرو دریو لسیزو کې ډیری نادوي او ناسازي ولیدلې، چې له دغو
سختیو څخه یوه دمهاجرت شپې او ورځي او دهغی دسختو ګالل وو.
مونږ ډیرو افغانانو چې دخلقیانو او پرچمیانو او دهغوي د بادرانو روسانو دستم
له لاسه ښکته کوزي پښتونخوا ته راواوښتلو، نو په دغه پښتنو وروڼو کې خداي
شته ځینو يي دافغانانو عزت کړې دی، او پښتونولي يي ورسره پاللی ده، خو ډیرو
نورو ورته په خپل وطن کې ډیر په سپکه کتلي دي، سره له دی چې دهمدغو مهاجرو
له وجهی دوي ډیر آباد شو، ډیر څه لاس ته ورغلل، ځمکې او شاړي يي ورته آبادي کړی، بلکه ډیرو يي مهاجر کارتونه جوړ کړي وو، او دمهاجرو راشنې به يي خوړلې، خو
یو افغان مهاجر هم دوي ته لاس نه دی نیولي، او نه يي ددوي له جیب څخه ویستلي،
بلکه هر یو دخپل مټ په هاند او کوښښ خپله ګوډه ماته زندګې روانه کړی ده، او
په هیچا يي تنګه کړی نه ده، دپاکستان حکومت خو به نه یادوو چې هغه زمونږ
په وینو ایټم جوړ کړ، او شپیته کاله مخکې ولاړ.
تیر کال دباجوړ په مهاجرو باندې دپاکستان حکومت ډیره بده ورځ جوړه کړه، او
ویستلو امر يي ورته ورکړ، مهاجر حیران وو چې چیرته لاړ شي، په هر حال هغو ي
مجبور شو چې دخپل کور توکي او کالې خرڅ کړي، تر څو خپل ځان لپاره دکرايي
موټر ونیسي، او بره وطن ته ولاړ شي، دباجوړ کیمپ کې دمختلفو ولایتونو خلک
اوسیدل.
دی وخت باجوړیانو په افغانانو ډیره بده ورځ جوړه کړه، روزانه به دافغانانو په پنډغالی او کورونو
راخوشي وو، چې دا توکي مو په مونږ را خرڅ کړې، او هر یو توکې يي له هغو نه
په لسمه برخه بیه هم نه اخیستلو،
په بازار کې چې به چا غوا خرڅوله نو غږ به يي پرې وکړ، چې دا باجوړۍ غوا ده
او که مهاجره غوا ده، په دې سخت حالت کې هغوي دی افغان مهاجرو ته ډیر
سپکاوۍ کاوه.
یو ملګري مې راته وویل چې هره ورځ به مې دکور دروازه ټکیده چې څه خو نه خرڅوۍ،
آخر مې ورته یو ورځ خپل پنځه واړه بچي ورویستل چې دا خرڅوم که اخلی يي؟
نو سړۍ ایله په مخه روان شو.
په بازار او په عامو لارو کې به يي افغان مهاجرو پسې چیغي وهلی چې دا خو ډیر
ښه کار شوی دی چې ویستل کیږۍ، چې دا ملک درنه پاک شي.
خو نن ګوره ددغه باجوړیانو نه دا خپل ملک پاک شو، له خپلو ځمکو وشړل شو،
عامو باجوړیانو او غټو غټو
خانانو خپل کورونه پریښي دي، او اوس دمهاجرو په پنډغالو کې اوسیږي،
هغه خلک چې دوي خپل ګڼل ، هماغه خلک پرې راپاڅیدل او بمباري پرې
کوي، شپه او ورځ يي وژني، او ټولو ته يي وویل چې په دی باجوړ به بمباري
کیږي، نو که تاسو ځان سلامت غواړۍ نو باجوړ به ضرور پریږدۍ.
باجوړ سیمه اوس ټوله دپاکستان دڅارګرې اداري او آي اس آي په فوځي چوڼۍ بدلې شوي ده.
بل اړخ ته دجلوزو کیمپ چې استاد سیاف يي ځمکه په ډيرو زیاتو پیسو په ملکیت افغان مهاجرو ته رانیولي وه، دوطن دسختو حالاتو له امله هغوي نه غوښتل چې دا کیمپ پریږدي، خو پاکستان هغوي په زوره وویستل، دټولو خلکو زړونه ورته ښیراوي او آزار کول، دافغان مهاجرو له برکته شاوخوا ټول ځايي
خلک آباد وو، او دټولو ځايي خلکو دپټو سبزيجات او میوه جات به دی افغانانو
تري ښه په لوړه بیه اخیستل.
خو نن هغه هیڅ هم نشته، هغه ځايي خلک اوس په چیغو مړه شول، یو کس راته وویل
چې مونږ ته یو کريټ ټماټر په پنځه سوه روپۍ غورځیږي، دوه سوه روپۍ پرې نوره خرچه دکرايي وغیره راځي، چې اوه سوه روپۍ برابریږي، خو بیا مونږ ته هغه کريټ ټماټر بیرته پنځه سوه روپۍ کوي، یاني دوه سوه روپۍ تاوان.
له بله اړخه افغان مهاجرو سره دټيشن نه نیولي تر چراټه پورې ټوله سیمه پر امنه وه،
خو اوس هلته هيڅ امنیت نشته، ځما یاديږي چې مونږ به ماخوستن لس بجې هم په دغه
لاره تیریدلو، خو نن له مازدیګر نه وروسته څوک په دغه لاره نشي تیریدلاي، او له مازدیګر نه مخکې که څوک ځي هم، نو دموټرانو یو لوي قتار برابر شي، چې بیا روان شي، اوس ځايي خلک چیغي وهي، چې دغه کمپ ته مهاجر راولۍ چې په کې واوسیږي.
په دغه علاقه کې که اوس موټر لري نو موټر پرې تاوان دی، که څوک فلاینکوچ لري
نو هغه پری تاوان دی، ټول تاوان تاوان دی.
ډاکتر څپاند
07.09.2008
ددی مطلب په لوستو سره ماته يوه ټوکه راپياد شوه٠وی چه يوه مهاجر په پيښور
کی دخری(مونث) په سر ترکاری خرڅوله چه يوه پاکستانی پوليس پری
ور غږ کړ:مهاجره دا ډاکټر نجيب دی وله،مهاجر ژر د خری لکی ور پورته کړه
او پوليس ته کړه چه دا ډاکتر نجيب نه بلکه بينظيره ده٠
باتور
07.09.2008
افغان پښتونه وروره !
ډېره ښه موضوع دي را منځ ته کړي . . خدای دي ستا افغان پښتون کور همېشه ودان لري.
غـــــــــــــــــــــــــوا توره او شــــــــــــــــــــــــــــيدې يې ســــــــــــــــــــــــــــپيني دي.
په درنښت