نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سلګونه پښتنې ميرمني اوماشومان بنديان شول
pattang
24.08.2008
تخار: سلګونه پښتنې ميرمني اوماشومان بنديان شول
عنايت الله کاکړ
٣ / ٦ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-08-24 19:47:00 م
دافغانستان دتخارولايت دخواجه بهاوالدين په ولسوالۍ کي دپخواني والي قاضي کبيرپه مشرۍ په لسګونو وسله والوځايي خلکو هیواد ته دبېرته راستنیدونکو پښتنوپریوه کاروان بريدوکړاوپه سلګونه سپين ږيري،تورسري اوماشومان يی له ځانه سره برمته یوړل.
دتفصيلاتوترمخه دتخارولايت دخواجه بهاالدين ولسوالۍ دلالاګذر اوشېرتوغي دسيمو اوسيدونکي پښتانه چي تراوسه دبلوچستان په ژوب کي اوسيدل دملګروملتونو دکډوالو دبیاستنولو دپروګرام ترچترلاندي هیوادته بیاستانه شول.خومخکي لدې چي هغوي خپل پلرني کلي ته ورسيږي دقاضي کبير او اوسني والي لطيف ابراهيمي وسله والوورباندي دولسوالۍ په سيمه کي بريدوکړ.هغوي يي ونيول اوټول يی له ځانه سره برمته یوړل.
ددغوکډوالو یوه تن استازي مولوي عبدالحکيم ټول افغان ته دټیليفون پرکرښه وويل چي دغه کډوال ۸۲ کورنۍ اودغړوشمېره يی نژدې دری سوه تنه وه.هغوي غوښتل چي دلالاګذراوشيرتوغ کلیوته لاړ اوپخپلو پلرنیو مېنو واړوي خو ځايي اوزبکانو يی نه یواځي داچي مخه ونیوله بلکي هغوي يی سخت سپک کړل. په سلګونه ماشومان اوتورسري يی په یوه کلاکي بندکړل اوشاوخوايی وسله والي پیرې ورباندي ودرولې.
دکډوالو دغه قافله دارباب محمدولي خان اوارباب محمدظاهرخان په مشرۍ خپل هیواد ته روانه وه او ویل کیږي چي دغه دواړه مشران هم دبنديانو په ډله کي شامل دي.
له بلي خوا عيني شاهدانو ټول افغان ته وويل چي قاضي کبيردپښتنو استازوته دخبروپرمهال څرګنده کړه چي هغوي دنادرشاه اوظاهرشاه دحکومت له لوري شوی دشمال دځمکو ویش نه مني اوهرڅوک چي دناقل په بڼه دلته راغلي موږ يی باسو. ځمکه اوجايداديی دځايي اوزبکانو حق دی اوپښتانه بايدچي خپلو سيموته لاړشي.
کله چي ټول افغان له والي لطيف ابراهيمي سره دتماس هڅه وکړه نوهغه پدې اړه له خبري کولو سکوټ انکاروکړ.یوتن چي خپل نوم يی جوره بېګ ښود اوځان يی دوالي صيب انډیوال معرفي کاوه وويل چي دغه خلک ځکه هلته بندساتل شوي چي په سيمه کي دیوه توکميزفساد وېره ترې کېدله.
ديادولو وړه ده چي دجنوبي اولويديځ افغانستان پښتنوته نیغ په نیغه دباندنیو ځواکونو له لوري دهغوي دميړاني اوسرزورۍ سزا ورکول کيږي اوپه شمال کي بیادځايي سردارانو له لوري په یوه اوبل نامه ځورول کيږي.
که څه هم افغان حکومت تردې دمه پدې اړه څه ندي ويلي خو دورته پېښوپه اړه دهغه تېردريځ ته په کتلو سره داسي نه ښکاري چي هغه دي داځل هم دپښتنو دشړلو په اړه کومه توره وکړي
و.افغان
28.08.2008
دادی نن يي دغه خوارو پښتنو ته دوژلو تهدید هم ورکړ.
سره له دې چې دخپلو ځمکو لپاره رسمي قبالي لري،
اوس دټولو پښتنو لپاره ددې خبرې دهیڅ شک ځاي پاته نه دې چې دا
دڅلويښت دولتونو ښکیلاګر دلته یواځې او یواځې دپښتون دوژلو، ځپلو، او له مينځه وړلو لپاره راغلې دی.
دامريکا دولت چې دطالبانو غوندې یو منظم قوي حکومت له مینځه یوړ، نو آیا نشي
کولاي چې ددې لنډغرو جنګسالارو بدکردارو مخه ونیسي، او خالي سلاح يي کړي؟؟؟
دوي دخپلو مصالحو لپاره دغه جنايتګاران او مجرمان په لاسونو کې نیولي، او ځمونږ دوژلو او ځپلو لپاره ترې کار اخلي.
او دکرزي صیب رژیم هم په دې ټولو جرمونو کې پوره پوره ونډه لري، او ان شاء الله
یوه ورځ له ورځو نه به دعدالت میز ته را کشول کيږي.
و.افغان
05.09.2008
دشمالي ولایتونو تاجکو او ازبکو ته پکار ده چی لږ دتعقل
څخه کار واخلي، او نن ورځ داسي کار ونه کړي چې سبا يي له همرنګه مماثل کار
څخه چيغي پورته شي.
هي الأیام کما شاهدتها دول
من سره زمن ساءته أزمان
تاسو ته پکار دي چې نن له پښتنو سره هغه څه وکړۍ چې صبا يي
تاسو تحمل او تاب راوړلاي شۍ
همیشه به دا امریکا او دا ښکیلاګر نه وي، کومو ته چې تاسو په غیږه کې څملاستلي ياست.
یو قندزي دوست مې راته ويل، چې یو وخت يو تاجک په قندز کومه منطقه
دکوم پښتون په ځمکه ګیډه اچولي وه، چې دا خو زما ده، او که ستا وي نو شاهدان
راوله، نو هغه پښتون ورپسې سمت کلۍ بوتلو، چې ټول پښتانه وو،
نو هغه تاجیک ورته کړل چې: برو بابا ته خو کلشه القاعدة وطالبها اوردي
نو ده ته دا دټول کلې پښتانه القاعده او طالب ښکاریده چې باید شاهدي يي ونه منل شي.
لا حول ولا قوة الا بالله