نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
حج که شیطانت
مختار
24.08.2008
او حاجيانو د خدای دپاره !
په دغه د چور، د غلا، د قاچاق او د دروهرګرۍ په پيسو چي تاسو لاسته را وړي دي حج نه کيږي ، نه کيږي او نه کيږي ،
خوشي چټي هلته د شیطانانو په ډله کي ځانونه مه را باندي حسابۍ ، او ددې ځايه د افغانانو په تيګو په موږ ځان مه ولی .
حج نن ورځ د خدای د فرض دادايني په عوض و سعودی دولت ته يو بزنس دئ او په نام حاجي ته دشیطنت يو تظاهر هم دئ . دا فرض ندئ او د خدای په لحاظ دا فرض ندئ، موږ مه په غولوۍ !
او شیطانانو ، غلو، قاچاقبرواو لټمارانو، حاجیانو !
په وطن کي مو خلک د لوږي په خاطر خپل اولادونه خرڅوي،
د فقر په خاطر يې پر ناموس باندي سوداوي کيږي ،
تنکي ځوانان او پېغلي یې د بې کارۍ په خاطر ځان و هر ذلت ته ورکوي،
د امريکا د بمباریو په ناورین کي مو طن په وینو کي لمبیږي ،
او حاجیانو
تاسوچي دومره پیسې د ځان ښودني يا دخدای د فرض د ادا کېدو په نامه د سعودي په جېبو کي اچوي نو د خپل وطن و بد حالت ته هم يوه کتنه وکړی ، دغه مفتي د چور او د غلا پيسې چي تاسو پر ځان باندي حج ورباندي فرض کړی دئ، نو راشۍ په دغو بېوزلو افغانانو يې مصرف کړۍ چي حج اکبر مو په نصیب شي .
او خدای ناترسو حاجيانو، حج دلته دئ، تاسوپه سعودي کي کونه مه پسې څيرئ !
راشئ دلته په دې در پدره وطن کي ،
دل بدست آوريد که حج اکبر است ، از هزاران کعبه يک دل بهتر است !
او دوه مخي شیطانانو حاجیانو!
تاسو چي په دغسي شرايطو کي د خپلو ناروا پيسو دومره برخه روپۍ په حج مصرفوۍ ، نو خدای پاک مو دغه حج مه قبلوه ، او د شیطانانو په ډله کي مو خدای د سیافه اورباني سره يو ځای بې له شکه حساب کړه .
آمين یا رب العالمين!
مړه دي وي افغاني حاجيان چي په وطن کي يې ماشومان او ميندي د لوږي مري او دوی حج ته ځي!!
دا سي فرض زه نه منم، نه منم او نه يې منم !
که ئې پتنګ او و هاج مني نو په هغه زه د خپل وطن د یتيم متیازی کوم !
م اخلاص
Re: حج که شیطانت
pattang
24.08.2008
انډيواله داخبره دڅنګه او ولې منځ ته را واچوله ? دا خو له يوې خوا د خلقيانو
زوړ شعار وو چې 40 کاله مخ کې دپتنګ غوږو ته رسېدلی دی او ډېر وارې يې
اورېدلی دی٠ حج په هر مسلمان فرض دی خو چې شرائط يې برابر وي٠
ماته دا سوال پيدا کيږي چې اصلا خو ستا هدف ددين په ضد پرو پا ګنده ده!
خوهسې دې د پلمې په دود وطنپالنه ، يتيمان او لوږه ورسر مل کړي دي ٠
که په مغزو کې دې يو څه لرلی نو ته بايد پوه شوی وی چې اولس ته دکار اوکسب
ضمينه برابرول ددولت په غاړه وي او نه دشخصي افرادو په غاړه٠
[color=brown:eb7cb8a48e]دغه خپل ليک دې دافغانستان د رياست جمهوري مفعولې اومذدورې ادارې ته ولېګه ٠ [/color:eb7cb8a48e]
هو په هغه ټولنه کې چې سياسي کلتور ولري ، علم او پوهه په خپل واقعي ډول
سره دفرهنګ د ملا تير جوړوي ،نو هلته بيا هېواد پالنه او اولس پالنه په داسې
يوه حالت کې لکه نن چې په افغانستان کې ده اول حق لري ځکه په جنګ کې او
او يا داچې خپلوان يې وږي وي سم له لاسه حج فرض ندی ، حج فرض دی
په شرا ئطو، يووار په ژوند کې نه اوس سم له لاسه او نه بل کال ، بلکې يو وار
په ژوند کې٠
[quote:eb7cb8a48e="مختار"]او حاجيانو د خدای دپاره !
په دغه د چور، د غلا، د قاچاق او د دروهرګرۍ په پيسو چي تاسو لاسته را وړي دي حج نه کيږي ، نه کيږي او نه کيږي ،
خوشي چټي هلته د شیطانانو په ډله کي ځانونه مه را باندي حسابۍ ، او ددې ځايه د افغانانو په تيګو په موږ ځان مه ولی .
حج نن ورځ د خدای د فرض دادايني په عوض و سعودی دولت ته يو بزنس دئ او په نام حاجي ته دشیطنت يو تظاهر هم دئ . دا فرض ندئ او د خدای په لحاظ دا فرض ندئ، موږ مه په غولوۍ !
او شیطانانو ، غلو، قاچاقبرواو لټمارانو، حاجیانو !
په وطن کي مو خلک د لوږي په خاطر خپل اولادونه خرڅوي،
د فقر په خاطر يې پر ناموس باندي سوداوي کيږي ،
تنکي ځوانان او پېغلي یې د بې کارۍ په خاطر ځان و هر ذلت ته ورکوي،
د امريکا د بمباریو په ناورین کي مو طن په وینو کي لمبیږي ،
او حاجیانو
تاسوچي دومره پیسې د ځان ښودني يا دخدای د فرض د ادا کېدو په نامه د سعودي په جېبو کي اچوي نو د خپل وطن و بد حالت ته هم يوه کتنه وکړی ، دغه مفتي د چور او د غلا پيسې چي تاسو پر ځان باندي حج ورباندي فرض کړی دئ، نو راشۍ په دغو بېوزلو افغانانو يې مصرف کړۍ چي حج اکبر مو په نصیب شي .
او خدای ناترسو حاجيانو، حج دلته دئ، تاسوپه سعودي کي کونه مه پسې څيرئ !
راشئ دلته په دې در پدره وطن کي ،
دل بدست آوريد که حج اکبر است ، از هزاران کعبه يک دل بهتر است !
او دوه مخي شیطانانو حاجیانو!
تاسو چي په دغسي شرايطو کي د خپلو ناروا پيسو دومره برخه روپۍ په حج مصرفوۍ ، نو خدای پاک مو دغه حج مه قبلوه ، او د شیطانانو په ډله کي مو خدای د سیافه اورباني سره يو ځای بې له شکه حساب کړه .
آمين یا رب العالمين!
مړه دي وي افغاني حاجيان چي په وطن کي يې ماشومان او ميندي د لوږي مري او دوی حج ته ځي!!
دا سي فرض زه نه منم، نه منم او نه يې منم !
که ئې پتنګ او و هاج مني نو په هغه زه د خپل وطن د یتيم متیازی کوم !
م اخلاص[/quote:eb7cb8a48e]
مختار
25.08.2008
پتنګ صاحبه دغه لیکنه ما ديوې بلي پاڼي نه دلته را نقل کړه او هدف مي هم داوو چي يو معقول غبرګون ورباندي وشي . موږ او تاسو ډېر په ظواهرو پسې روان يو چي هم مو د ځان دواړه خطا کړي دي او هم مو د اسلام .
نن سبا د اسلام دفاع په دغه شاني ظواهرو سره اصلاً نشي کېدلای، دغه واقعیت ته باید تاسو او ستاسو ټوله سرغنه ورته متوجه شي . زه پوه يم چې اولس ته دکار اوکسب
ضمينه برابرول ددولت په غاړه دئ ، نه دشخصي افرادو په غاړه٠ خو که دغه دواړه غله او لوټماران شي لکه دا دېرش کاله چي وه نوبيا .....
زما په اند حج په هغه چا خدای تعالی په ژوند کي يو ځل فرض کړی دئ چي حق وحلال هستي ئې ودې حد ته را رسېدلې وي تر څو د خدای په کعبه کي ئې هم شکران ادا کړي او هم پر لعین شيطان باندي لعنت و وايي .
خو راشه يو ځل تاسو پر ما نه د خلقی، نه د پرچمي، نه د خاد او نه د بل کوستېزن ټاپه و لګوۍ، ته پتنګ او وهاج يو ځل خپل خدای حضورحاضر او دخپل وجدان په حکم ماته دغه خبره روښانه کړئ، چي دافغانستان په دغه د ېرشو کالو وران او ګډوډحالت کي چی پورته ياد شوه، داچي لس، پنځلس يا شل زره تنه د دېرش میلیونو افغانانو د جملې نه پر ځان باندي حج فرض ګڼي، نو آیا دغه حج واقعاً پر هغوی باندي فرض شوی دئ؟!
آيا دغه تعداد افغانان واقعاً د حلالو لارو نه د هستۍ او دولت و دغه حالت ته را رسېدلي او خاوندان شوي دي چي اوس هم حج پر فرض شوی دی او که په لوټ شوي او تالان شوي دیتیم، کونډو او د بیت المال د مال په چورېدو ي د داسي هستيو خاوندان شوي دي چي د اسلام دين پر هغوی باندي حج فرضوي ؟!
پتنګه او وهاجه او نورو ښاغلو!
تاسو سیاست مه کوی خدای حضور کړی چي نن سبا هغه څوک چي په افغانستان کي هستمن شوي دي نو آیا دهغوی څو سلنه د مشروعه لارو نه هستمن شوي دي ؟ ایا په داسي د غلا او لوټ په پيسو حج کول د ځان غټولو د پاره يوه شیطاني عمل او ډرامه نه ده ؟
زه خو د پلار او نيکه نه مسلمان يم زه چي په خپل جانب فکر کوم نو ددغو ا شخاصونه يوه سلنه هم مشروعه او حلالي روپۍ نه دي ترلاسه کړي چي حج دي ور باندي فرض شي ! ددې څخه دغه خبره راوزي چي آیا شېطانان هم تلاښ نه کوي چي د مسلمانانو د بدنامولو د پاره اسلامي سپيني جامې واغوندي او د نني حاجيانو په توګه حج ته ځان را مخته کړي ؟!
زه خو په دې باور هم یم چي ددې دېرشو کلو په اړو دوړ کي يو نفر هم و مشروعه هستۍ ته نه دی رسېدلی .
زموږ دوطن ټوله حاجيان سم دم غله دي، د یتیمانو اوکونډو او دبیت المال پر هستيو يې لکه فهیم، لکه دوستم، لکه ربانی، لکه مجددی، لکه قانوني، او لکه ديوه سره ټوله غله ان لکه د سعودي د پاچاهي د کورنۍ غړو په څير پر دغه ملي هستیو باندي ډډه لګولې ده او هغه ئې بیا و ځان ته دخدای داد هم ګڼلی دئ ! آيا دا په رشتيا د غسي ده ؟!
پتنګه، و هاجه او نورو ، زه بر الا ډګه وهم په داسي د خدای په دادکي چي هغه سمه دمه عامه غلا خو ته ئې ماته د اسلام د داد په نامه را پېژنې !!!
هیله ده چي تبلیغ مو سم ، انساني او اسلامي کړی .
زه هم درسره ولاړ يم .
کنه زه خو په داسي اسلام کي چي په عمل کي يې وینم د شيطانانو اعمال پکې را وزي . نو زه څه چي هيڅوک به هم په داسي اسلام باندي باور و نلري او ددې پسته به لا نوره هم خبره غړکه شي .
په درناوي
pattang
25.08.2008
انډيواله مونږ ، زه خو هميشه نارې او چيغې وهو چې جنايتکاره ، غله ، بې ناموسان
بايد د قانون منګلو ته ولويږي او محاکمه شي ٠
خو نن دغه جنايتکاران دکرزي په دولت کې شامل او دغه مفعول اوفاسد رژيم يې
د صليبي اشغالګروپه مرسته حمايه کوي اوساتي٠
راځۍ چې په سړه سينه فکر وکړو ، د افغانستان دتبايې ، لوږې ، تندي ، بې عزتي
علت هغه سياسي واکمنه طبقه ده چې د نورو له خوا اداره کيږي اود اجنټي په ټال کې زانګي او زنګېدلې ده ٠ کومو ټکيو ته چې تا اشاره کړې ده په خپله سميږي که چېرې مونږ يو اولس پالونکی زړه سواندی د ملي ګټو ساتونکی دولت جوړکړو٠
اوس تاته او نوروته :
که ته او نور دې داندړو داتڼ شوقي اتڼچيان نه ياست او خپل وخت خوشې نه تېره
وی نو راځی چې داسې شروع وکړو(لنډ) :
يوه ټولنه د ازاد افغانستان په نامه بيله نژادي ، ژبني او منطقوي توپيره او بيا
داروپا لويو ښارو کې مظاهرې او دژورنالستانو سره مرکې ترڅو چې داشغالګرو
دولتونو ، اولسونه به هغو مرداريو خبر شي کومې چې په افغانستان کې نن ورڅ
راوني دي او راتلونکې بدبخي به يې کابو و نلري ٠
[quote:feeed6bf0a="مختار"]پتنګ صاحبه دغه لیکنه ما ديوې بلي پاڼي نه دلته را نقل کړه او هدف مي هم داوو چي يو معقول غبرګون ورباندي وشي . موږ او تاسو ډېر په ظواهرو پسې روان يو چي هم مو د ځان دواړه خطا کړي دي او هم مو د اسلام .
نن سبا د اسلام دفاع په دغه شاني ظواهرو سره اصلاً نشي کېدلای، دغه واقعیت ته باید تاسو او ستاسو ټوله سرغنه ورته متوجه شي . زه پوه يم چې اولس ته دکار اوکسب
ضمينه برابرول ددولت په غاړه دئ ، نه دشخصي افرادو په غاړه٠ خو که دغه دواړه غله او لوټماران شي لکه دا دېرش کاله چي وه نوبيا .....
زما په اند حج په هغه چا خدای تعالی په ژوند کي يو ځل فرض کړی دئ چي حق وحلال هستي ئې ودې حد ته را رسېدلې وي تر څو د خدای په کعبه کي ئې هم شکران ادا کړي او هم پر لعین شيطان باندي لعنت و وايي .
خو راشه يو ځل تاسو پر ما نه د خلقی، نه د پرچمي، نه د خاد او نه د بل کوستېزن ټاپه و لګوۍ، ته پتنګ او وهاج يو ځل خپل خدای حضورحاضر او دخپل وجدان په حکم ماته دغه خبره روښانه کړئ، چي دافغانستان په دغه د ېرشو کالو وران او ګډوډحالت کي چی پورته ياد شوه، داچي لس، پنځلس يا شل زره تنه د دېرش میلیونو افغانانو د جملې نه پر ځان باندي حج فرض ګڼي، نو آیا دغه حج واقعاً پر هغوی باندي فرض شوی دئ؟!
آيا دغه تعداد افغانان واقعاً د حلالو لارو نه د هستۍ او دولت و دغه حالت ته را رسېدلي او خاوندان شوي دي چي اوس هم حج پر فرض شوی دی او که په لوټ شوي او تالان شوي دیتیم، کونډو او د بیت المال د مال په چورېدو ي د داسي هستيو خاوندان شوي دي چي د اسلام دين پر هغوی باندي حج فرضوي ؟!
پتنګه او وهاجه او نورو ښاغلو!
تاسو سیاست مه کوی خدای حضور کړی چي نن سبا هغه څوک چي په افغانستان کي هستمن شوي دي نو آیا دهغوی څو سلنه د مشروعه لارو نه هستمن شوي دي ؟ ایا په داسي د غلا او لوټ په پيسو حج کول د ځان غټولو د پاره يوه شیطاني عمل او ډرامه نه ده ؟
زه خو د پلار او نيکه نه مسلمان يم زه چي په خپل جانب فکر کوم نو ددغو ا شخاصونه يوه سلنه هم مشروعه او حلالي روپۍ نه دي ترلاسه کړي چي حج دي ور باندي فرض شي ! ددې څخه دغه خبره راوزي چي آیا شېطانان هم تلاښ نه کوي چي د مسلمانانو د بدنامولو د پاره اسلامي سپيني جامې واغوندي او د نني حاجيانو په توګه حج ته ځان را مخته کړي ؟!
زه خو په دې باور هم یم چي ددې دېرشو کلو په اړو دوړ کي يو نفر هم و مشروعه هستۍ ته نه دی رسېدلی .
زموږ دوطن ټوله حاجيان سم دم غله دي، د یتیمانو اوکونډو او دبیت المال پر هستيو يې لکه فهیم، لکه دوستم، لکه ربانی، لکه مجددی، لکه قانوني، او لکه ديوه سره ټوله غله ان لکه د سعودي د پاچاهي د کورنۍ غړو په څير پر دغه ملي هستیو باندي ډډه لګولې ده او هغه ئې بیا و ځان ته دخدای داد هم ګڼلی دئ ! آيا دا په رشتيا د غسي ده ؟!
پتنګه، و هاجه او نورو ، زه بر الا ډګه وهم په داسي د خدای په دادکي چي هغه سمه دمه عامه غلا خو ته ئې ماته د اسلام د داد په نامه را پېژنې !!!
هیله ده چي تبلیغ مو سم ، انساني او اسلامي کړی .
زه هم درسره ولاړ يم .
کنه زه خو په داسي اسلام کي چي په عمل کي يې وینم د شيطانانو اعمال پکې را وزي . نو زه څه چي هيڅوک به هم په داسي اسلام باندي باور و نلري او ددې پسته به لا نوره هم خبره غړکه شي .
په درناوي[/quote:feeed6bf0a]
عبد السلام
25.08.2008
درنو دوستانو سلامونه وړاندې کوم،
مختاره ملګريه!!!
دا عاميانه مثال چې وایي ګیره زما او واک يې دملا نن ورځ په رسينو کې دلته او هلته ډير تکراريږ ي،اوګرچې اساسي مفهوم يې دسوال لاندې دئ ولې
په عامه توګه دا مفهوم ورځينې اخيستل کيږي (چې دملا يې زما په ګيره څه؟)
يعنی داسلامی اخلاقو په چوکاټ کې دننه دچا په شخصی کړو وړو دچا کار نشته، په
دې معنی : که چيرته زه په خپل لګښت حج ته ځم دچايې پرې څه ؟ دا زما او زما دخالق تر منځه موضوع ده، نه زما او دبل چا تر منځه چې څوک را ته حاجی ووايي او زما لاسونه را ښکول کړی .
مختار صيب !
دا مو دکومه او ريدلي چې ټولو حاجيانو خپلې پيسې په غلا موندلی ؟
هغو کسانو چې پيسې په غلا موندلی، په فحشاو يې وهي٠!!!
په اسلامی فقه کې دانسان ظاهری عمل شرط دئ نه دهغه باطن ځکه باطن دبنده
او خدای تر منځه موضوع ده٠
Re: حج که شیطانت
و.افغان
26.08.2008
[quote:6790f3becc] د چور، د غلا، د قاچاق او د دروهرګرۍ په پيسو چي تاسو لاسته را وړي دي حج نه کيږي ، نه کيږي او نه کيږي ،[/quote:6790f3becc]
صحي خبره ده
[quote:6790f3becc]حج نن ورځ د خدای د فرض دادايني په عوض و سعودی دولت ته يو بزنس دئ او په نام حاجي ته دشیطنت يو تظاهر هم دئ . دا فرض ندئ او د خدای په لحاظ دا فرض ندئ، موږ مه په غولوۍ ![/quote:6790f3becc]
حج پرون هم فرض وو، نن هم فرض دی ، سبا به هم فرض وي.
حج یو داسي عبادت دې چې بزنس ورسره هم کیږي، اوجواز هم لري چې سړې دحج تر څنګ بزنس وکړي، تنها سعودیان بزنس نه کوي، بلکه اکثره بهرني خلک دحج په وخت بزنس کوي، دا چې افغانان تر اوسه له دې موسمه پوره ګټه نه شي اخیستلې، ددوي خپله کمزوري ده.
[quote:6790f3becc]او شیطانانو ، غلو، قاچاقبرواو لټمارانو، حاجیانو ! [/quote:6790f3becc]
هر تلونکې حاجي غل، او قاچاقبر نه دی، هو قاچاقبر او غله په کې شته دي،
چې هغه هم دلته دغلا لپاره راځي ،
تر څو دنورو دولتونو دحاجیانو ته پيسي
او نور څه غلا کړي، څو کاله وړاندې حکومت یو لوي کسیزه افغان ازبکه ډله دغلا په تور ونیوله، او ځينې خو سیاسي عمرې او حجونه کوي، لکه ځينې چارواکې لنډغر چې بیا خیرات هم ټولوي.
[quote:6790f3becc]
په وطن کي مو خلک د لوږي په خاطر خپل اولادونه خرڅوي،
د فقر په خاطر يې پر ناموس باندي سوداوي کيږي ،
تنکي ځوانان او پېغلي یې د بې کارۍ په خاطر ځان و هر ذلت ته ورکوي،
د امريکا د بمباریو په ناورین کي مو طن په وینو کي لمبیږي ،[/quote:6790f3becc]
صحي خبره ده، خو دا مسؤولیت له حاجیانو څخه مخکې دکرزي او دکرز ي دکابيني په سټ دی، کومو چې داسي خلک شته چې ټول ډالر په خیټه ننباسي.
په حاجیانو باندې دشرعي فردي مسؤوليت شته دی، چې هغه زکات دی، بې وزلو ته به يي ورکوي، او نور داسي صدقات پرې هم شرعا لازم دي چې په هغوي باندې يي دهغوي ضمیر هم فرضوي، البته دکرزي داداري دقانون لاندي پرې هیڅ هم نشته.
[quote:6790f3becc]او حاجیانو
تاسوچي دومره پیسې د ځان ښودني[/quote:6790f3becc]
دځان ښودونکې حج نه صحي کیږي.
[quote:6790f3becc]يا دخدای د فرض د ادا کېدو په نامه[/quote:6790f3becc]
دا حج واجب دی، او واجب به وي.
[quote:6790f3becc]د سعودي په جېبو کي اچوي نو د خپل وطن و بد حالت ته هم يوه کتنه وکړی ،[/quote:6790f3becc]
دسعودي دولت جیب ته هیڅ هم نه ځي، او دا ما ته ښه معلومه ده، خو سعودي ملت په کې تجارتي ګټه کوي، آو نور حاجیان يي هم کوي، او دخداي جل جلاله فرض هم ادا کوي، نوش جان يي.
[quote:6790f3becc]
دغه مفتي د چور او د غلا پيسې چي تاسو پر ځان باندي حج ورباندي فرض کړی دئ، نو راشۍ په دغو بېوزلو افغانانو يې مصرف کړۍ چي حج اکبر مو په نصیب شي .[/quote:6790f3becc]
دچور غلا پیسو باندې نه حج کیږي، او نه صدقه کیږي، البته غله او چورچپاولیان
دخپلو شهوتونو، مزو او چړچو لپاره خرچه کوي.
[quote:6790f3becc] او خدای ناترسو حاجيانو، حج دلته دئ، تاسوپه سعودي کي کونه مه پسې څيرئ ![/quote:6790f3becc]
ادب ښه څیز دی، او دا رانګه الفاظ هغه څوک په کاروړي، چې په کور يي مور او پلار په کار وړي.
[quote:6790f3becc]
راشئ دلته په دې در پدره وطن کي ،
دل بدست آوريد که حج اکبر است ، از هزاران کعبه يک دل بهتر است ![/quote:6790f3becc]
هسې یوه پلمه ده، هغه حاجي چې غل، چپاولګر، او قاچاقبر وي، نو هغه بيا دکوم
خیر تمه ترې کوي، چې چیغي ورپسې وهي، هغه که دلته هم راشي، نو د لته هم غلا کوي، لکه پورته چې یادونه وشوه، نو هغه خلک دحج په نیت نه دغلا په نیت راځي.
[quote:6790f3becc]او دوه مخي شیطانانو حاجیانو!
تاسو چي په دغسي شرايطو کي د خپلو ناروا پيسو دومره برخه روپۍ په حج مصرفوۍ ، نو خدای پاک مو دغه حج مه قبلوه ، او د شیطانانو په ډله کي مو خدای د سیافه اورباني سره يو ځای بې له شکه حساب کړه .[/quote:6790f3becc]
دغه چیغي دلنډغرو حکومت لنډغرو غړو ته ووهه، دهر چا عبادت دهغه نیت او دمال
صفايۍ پورې تړلی دی، دکوم شي چې ته مسؤول نه يي.
[quote:6790f3becc]آمين یا رب العالمين![/quote:6790f3becc]
دعا کې مسلمان ښکنځل نه کوي.
[quote:6790f3becc]
که ئې پتنګ او و هاج مني نو په هغه زه د خپل وطن د یتيم متیازی کوم ![/quote:6790f3becc]
کاش چې دومره جرأت دې لرلاي؟ او میدان ته راتلاي شواي؟
خیریوسی
26.08.2008
محترم مختار صاحب تر سلام وروسته
حج یو داسی نیک سفر دی الله ( ج) څخه غواړم چې دهر مسلمان په نصیب شی زموږ او تاسو سره هر عبادت ځان ته شرطونه لری كه دحج په مفهوم ښه وپوهیږو او شرطونه يې پر ځای کړو داهم دولس دپاره یوه ډېره لویه نیکبختې ده چې په یوځل 30000ـ 40000 کسان په اخلاص توبه وکاږي او په تیرو کړونو پښېمانه شي داچې تاسو يې غواړی داسی کسان به ډېر لږ پیداسي چې دحج لګښت وخوار او غریب ته ورکړی
په درناوی