نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کرزي لالا دشینډنډ دتلف شوو بې ګناه ملکي خلکو لپاره یو ځل بیا دپلټنې ټیم وټاکه
پښتون زلمی
23.08.2008
کرزي لالا دشینډنډ دتلف شوو بې ګناه ملکي خلکو لپاره یو ځل بیا دپلټنې ټیم وټاکه
دا نه لمړي ځل دی، نه دوهم ځل دی، نه دریم او نه څلورم، او نه به وروستي ځل وي، چې
دښکیلاګرو په بمباریو کې عام ملکي خلک قرباني کيږي، چې ډیري يي ښځي، ماشومان، او سپینګيري وي،
دکابل دقطاع طریقو حکومت
له هرې ړندې بمبارۍ څخه وروسته دپلټنې ټیم وټاکي ، او بیا خبره ختمه شي،
لکه هيڅ چې هم نه وي پيښ شوي
دهرات دشینډنډ دولسوالۍ دملکي خلکو دشهیدکيدلو څخه وروسته کرزي
لالا یو ځل بیا دپلټنې کمیسون وټاکه
آخر ددې کمیسون ټاکلو څه مانا او دڅه لپاره؟
ددې لپاره چې دخلکو دزړونو څخه پاریدلي اور باندې اوبه واړوي، او دهغوي چيغي خاموشي کړي.
لومړۍ کوم قانون او کوم دستور افغانستان ته دښکیلاګرو دراتګ اجازه ورکوي،
او بیا کوم قانون هغوي ته دداسې ړندې بمباريو حق ورکوي، تر دې چې ګوډاګۍ افغان حکومت ترې هم خبر نه وي.
آیا دکرزي حکومت څه مانا لري؟
آیا دکرزي حکومت په خپله خاوره سیادت لري؟
آیا کرزي او دهغه ګوډاګې ملګرو کې دومره غیرت نشته ، چې جهرا په نړیوالو غږ وکړي، چې
اوس افغان حکومت شته، ټولو نړیوالو په رسمیت پیژندلې دی، اردو يي اوس له یو لکو څخه اوړي.
دلته باید دخارجي قواتو شتون، او خوزښت ټول دافغان حکومت لاندي او دافغان
حکومت په اجازه وي.
خو داسي ښکاري چې کرزي لالا او دهغه ګوډاګې ملګرو څخه شنو ډالرو یو ذره غیرت هم نه دي پریښي.
نو چې کرزۍ او دهغه حکومت دښکیلاګرو قواتو په وړاندې دداسې خبري کولو جرآت نه لري، نو بيا دې له مينځه ووځي، او دافغان ولس مخه دی نه نیسي، تر څو ددغو
ښکیلاګرو په وړاندې مبارزه شروع کړي، او له خپل ځان څخه دفاع وکړي
پښتون زلمی
23.08.2008
چې داخلي منافقین دومره په بې باکۍ او بې پروايۍ سره افغان وژني، ان تر دي
چې په تش لاسه مظاهره چیانوهم ډزي کوي، نو دبهرنیو کافرو به ولې سترګي نه سري کیږي:
بینوا
هرات:په شينډنډ کې په لاریون کونکو ډزي شوي، مرگ ژوبله شوي
هرات ولایت د شينډنډ ولسوالۍ د وروستۍ خونړۍ پيښي وروسته د شنبې پر مهال گڼ شمیر قهرجن شينډنډیان لارو کوڅو ته را ووتل او د کندهار هرات لویه لاره ېې د ترافیکو پر مخ وتړله . لاریون کونکي وايي چې د هغه پلاوي ساتونکوو پر دوي ډزي کړي چې د ولسمشر په دستور سیمی ته ور روان وو .عینی شاهدان په دې ډزو کې د یو کس د وژل کیدو او یو بل د ژوبل کیدو خبر ورکړ. لاریون کونکووویل چې دوی به تر هغو خپلواعتراضاتو ته دوام ورکوي تر څو چې نړیوال برید کونکي نه وي محاکمه شوي . د ایتلافی ځواکونو په دې برید کې 92 تنه ولسي شينډنډيان وژل شوي وو.
عبدالله عبد
24.08.2008
سلامونه ګرانو!
تر هر ځه نه مخکی د شینډنډ د شهیدانو کورنی ته د لوی الله پاک نه صبر جمیل او شهیدانو ته یی جنت فردوس غواړم. او الله پاک د دغو پاکو شهیدانو په برکت زمونږ دردیدلی ملت ته سوله او ارامی راولی او الله پاک د دغه شین سترګی زمونږ له هیواده ورک کړی .ایا دوی زمونږ امنیت ته پدی خاطر راغلی چی زمونږ په جرګو٬ودونو٬کورونو او کلیو، باندی بمبار وکړی .ایا دا ددوی امنیت راوستل دی .ایا دا هغه د سولی ساتو ځواکونو تحفه دی،ایا د دوی مرستی له دی خاطر دی چی زمونږ ماشومان ،ښځی ،زاړه ووژنی.ایا دوی مونږ ته سړک په دی خاطر جوړ کړی چی د دوی ټانګون پری لاړ شی او زنونږ کلی کورنه او باغونه پری ړنګ کړی ،آیا دوی مونږ ته له دی خطره هوایی ډګرونه جوړوی چی د دوی الوتکی زمونږ ماشومانان ووژنی .
نه نه مونږ تاسو نه غواړو،مونږ داسی امنیت نه غواړو،مونږ داسی مرستی نه غواړو.مونږ داسی هوایی ډګرونه نه غواړو چی خپل بچیان په بمبار کړو
که تیر وتنه وی یو ځل،دوه ځله نه په وار وار.دا ځنګه تکنالوجی ده چی تاسو ښځی ،ماشومان، سپین زیری ټول وژنی او بیا د طالب نوم ورپوری کړی هو که دغه شین سترګی مسلمانانو ته طالبان وایی نو الحمدالله مونږ ټول د افغانستان خلک مسلمان یو که هغه ازبک ٬ترکمن ٫او یا تاجک دی.بیا خو دا ټول طالبان دی باید ټول بمبار شی.
په پلټنو نو سرته نه رسیږی مونږ باید دوی ته وښیو چی مونږ ځوک یو.دغه شین سترګو د خپلو پلرونو تاریخ نه دی لوستی زما مشوره دوی ته داده چی یو وار دی د خپلو پلرونو تاریخ ولولی چی د دوی وینی چیرته تویی شوی دی .او بیا د له افغانانو سره سر وجنګوی.
وسلام [/b]
پښتون زلمی
24.08.2008
tolafghan.com
د جرمني په بایرن ایالت کې د افغانانو اعلاميه
د جرمني په بایرن ایالت کې د افغانانو کولتوري ټولنـــــــــــــــــــه ٣ / ٦ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-08-24 12:09:00 م
د جرمني په بایرن ایالت کې د مېشتو پردېسو افغانانو کولتوري ټولنه په کلکه زموږ د بېنوا اوبېګناه ولس د قتل عام تر څنګ د کرزي، ملګروملتونواود بشري حقوقو عوام فرېبه غندنې محکوي غندنه، غندنه اوبیاهم غندنه ترڅوبه ستاسو د غندنو نندارې کوو؟
له نیمې لسیزې څخه زیات وخت وشو چي، کرزي خپلې غندنې په مود بدلې کړې دي، موږ دخپل مظلوم ولس ترڅنګ ولاړ او د افغان په پاکــه خاوره نور د یو بام او دوو هواوو زغم نه لرو، د حیرانتیاځای دی چي، د بام په یوه برخه کې پینځوس ناوې اوپینځوس زومان په ډولو اوسازو تخت ته پورته کیږي خو د بام په بله برخه زموږ ملالـۍ رنګــه درنې ناوه کۍ په سرووینو کې د ظالمانه بمباریو له وجې څخه سـا ورکوي، تر څوبه زموږ په ودونو، محفلونو، جنازو، کلیو او بانډو باندې دا ړندې بمبارۍ روانې وي؟
موږ هغه څوک محکومو چي، نه تنها د بن د کنفـــرانس پرېکړې یې عملي نه کړې بلکې نوري یې هم د اور لمبې پسې پورته کړې هم یې د دموکراسي سپېڅلــیې جامې په محکمو، کرغېړنو اوجنګي جنایتکارانو ناولې کړې او هم یې خپل تاریخي رقیب (روس) ته ډېرې پلمې په لاس ورکړې چي د ګورجستان پېښه یې یوه وړه بېلګه ګڼلای شو که د نړیوالې ټولنې په خاص ډول د نظامیانوچلـن یې په همدې ډول دوام وکړي دا به د یو داسې ناورین او ملي پاڅون سبب وګرزي چي، د جبران وس به یې بیا هیڅوک ونه لري اوس خوهرڅوک پوهېږي چي د وسلوالو مخالیفینو ډېره کی په شعوري ډول نه دي رامینځ ته شوي بلکې د کرغېړنوجنګي ستراتیژیو په تیارو کې په مـــخ راون دي، په یوجېب کې یې لوټونه
او په بل کې یې بمونه ورږدي لازمه ګڼو چي، د یوشمېرهغو المانانو دخولې خبرې تاسوته ولیکو کومو چي، تېره اونۍ د مونشن په ښار کې زموږ د ګران هېواد دخپلــواکي د۸۹ یمې کلـــیزې د لمانڅنې په مټینګ او لاریون کې له موږ سره ګــډون درلود هغوی په ډېر جدي ډول سره دا ووېل چي، نن موږ په افغانسـتان کې یو څه جوړ کړو خو په سبا یې کــوم چا دطالب په نوم څوک ګومارلي وي او زموږ پروژه راته ونړوي دا یې هم ووېل چي، جګړه په لوی لاس برابره شوې او ښه پوهېږو چي، چا دا د مکر جال خپور کړی دی وېل مالې موږ ورکوو خو نور یې راته سـوځوي په پای کې هغوی زموږ د سولې د طـرحې چي سرلیک یې ( د ګران افغانستان ناامنه ولایتونه دې غیرپوځي اعلان شي ) په کلکــه مـلاتړ وکړاوموږ یې په خپل ګډون ډېرزیات خوښ کړو دامثال موځکه تاسوته ولیکه چي، شنې په غلا نه چیچلې کیږي کرزی دې نور د غندلو په پلمه د ولس په زخمنومالګې نه دوړوی یا دې د نړیوالو دخپل سرو او ړندو بمباریو په غبرګون کې اســتعفا ورکړي یا دې زموږ د ســــولې طــرحه په نړیوالو ومني او یا دې اضطــراري حالت اعلان کړي تر څو له ټولو جنایتکارانو څخه کور په کور وسله راټوله او ولسي محکمې ته راکش کړل شي .
د شینډنډ اوزموږ د نورو ټولو ګلګون کفنو شهیدانو روح دې ښاد وي
http://www.tolafghan.com/detail/10756
pattang
24.08.2008
دا ټوله ارتجاعي له منافقت ډکه داربازي او دهلهکانو او يا د نه غوښتونکو خبرې
دي ، داسې منافقان زه ډېر پېژنم ، خوشې ځان په غلط ځای کې له حماقت نه ډک
شکاره کوي ، دغه ټول دورغ دي چې ځای يې راشي بيا به يو هم نه مالوميږي٠
دوی که دانسان زامن وي ولې لويې مظاهرې نه جوړوي او ولې خبريالا ن نه راغواړي
اوپه دغه ظلم او بربريت دنړۍ اولسونه نه خبروي او په هر څو مياشتو کې په مختلفو
ښارو کې مظاهرې نکوي ٠ په کوټه کې ناست اپلتې وليکل شوې ، څو پاڼو ته
ولېګل شوې اوبس٠ په دا ډول مبارزه نکيږي او داخلک يې غواړي هم نه څکه
افغانستان خو هم دغو خلکو براباداو خراب کړ .... نوره به خوله پټه ونيسم٠
[quote:b9a851e8ea="افغان پښتون"]tolafghan.com
د جرمني په بایرن ایالت کې د افغانانو اعلاميه
د جرمني په بایرن ایالت کې د افغانانو کولتوري ټولنـــــــــــــــــــه ٣ / ٦ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-08-24 12:09:00 م
د جرمني په بایرن ایالت کې د مېشتو پردېسو افغانانو کولتوري ټولنه په کلکه زموږ د بېنوا اوبېګناه ولس د قتل عام تر څنګ د کرزي، ملګروملتونواود بشري حقوقو عوام فرېبه غندنې محکوي غندنه، غندنه اوبیاهم غندنه ترڅوبه ستاسو د غندنو نندارې کوو؟
له نیمې لسیزې څخه زیات وخت وشو چي، کرزي خپلې غندنې په مود بدلې کړې دي، موږ دخپل مظلوم ولس ترڅنګ ولاړ او د افغان په پاکــه خاوره نور د یو بام او دوو هواوو زغم نه لرو، د حیرانتیاځای دی چي، د بام په یوه برخه کې پینځوس ناوې اوپینځوس زومان په ډولو اوسازو تخت ته پورته کیږي خو د بام په بله برخه زموږ ملالـۍ رنګــه درنې ناوه کۍ په سرووینو کې د ظالمانه بمباریو له وجې څخه سـا ورکوي، تر څوبه زموږ په ودونو، محفلونو، جنازو، کلیو او بانډو باندې دا ړندې بمبارۍ روانې وي؟
موږ هغه څوک محکومو چي، نه تنها د بن د کنفـــرانس پرېکړې یې عملي نه کړې بلکې نوري یې هم د اور لمبې پسې پورته کړې هم یې د دموکراسي سپېڅلــیې جامې په محکمو، کرغېړنو اوجنګي جنایتکارانو ناولې کړې او هم یې خپل تاریخي رقیب (روس) ته ډېرې پلمې په لاس ورکړې چي د ګورجستان پېښه یې یوه وړه بېلګه ګڼلای شو که د نړیوالې ټولنې په خاص ډول د نظامیانوچلـن یې په همدې ډول دوام وکړي دا به د یو داسې ناورین او ملي پاڅون سبب وګرزي چي، د جبران وس به یې بیا هیڅوک ونه لري اوس خوهرڅوک پوهېږي چي د وسلوالو مخالیفینو ډېره کی په شعوري ډول نه دي رامینځ ته شوي بلکې د کرغېړنوجنګي ستراتیژیو په تیارو کې په مـــخ راون دي، په یوجېب کې یې لوټونه
او په بل کې یې بمونه ورږدي لازمه ګڼو چي، د یوشمېرهغو المانانو دخولې خبرې تاسوته ولیکو کومو چي، تېره اونۍ د مونشن په ښار کې زموږ د ګران هېواد دخپلــواکي د۸۹ یمې کلـــیزې د لمانڅنې په مټینګ او لاریون کې له موږ سره ګــډون درلود هغوی په ډېر جدي ډول سره دا ووېل چي، نن موږ په افغانسـتان کې یو څه جوړ کړو خو په سبا یې کــوم چا دطالب په نوم څوک ګومارلي وي او زموږ پروژه راته ونړوي دا یې هم ووېل چي، جګړه په لوی لاس برابره شوې او ښه پوهېږو چي، چا دا د مکر جال خپور کړی دی وېل مالې موږ ورکوو خو نور یې راته سـوځوي په پای کې هغوی زموږ د سولې د طـرحې چي سرلیک یې ( د ګران افغانستان ناامنه ولایتونه دې غیرپوځي اعلان شي ) په کلکــه مـلاتړ وکړاوموږ یې په خپل ګډون ډېرزیات خوښ کړو دامثال موځکه تاسوته ولیکه چي، شنې په غلا نه چیچلې کیږي کرزی دې نور د غندلو په پلمه د ولس په زخمنومالګې نه دوړوی یا دې د نړیوالو دخپل سرو او ړندو بمباریو په غبرګون کې اســتعفا ورکړي یا دې زموږ د ســــولې طــرحه په نړیوالو ومني او یا دې اضطــراري حالت اعلان کړي تر څو له ټولو جنایتکارانو څخه کور په کور وسله راټوله او ولسي محکمې ته راکش کړل شي .
د شینډنډ اوزموږ د نورو ټولو ګلګون کفنو شهیدانو روح دې ښاد وي
http://www.tolafghan.com/detail/10756[/quote:b9a851e8ea]
باتور
24.08.2008
[color=red:ff1673acc3]کرزي لالا دشینډنډ دتلف شوو بې ګناه ملکي خلکو لپاره یو ځل بیا دپلټنې ټیم وټاکه [/color:ff1673acc3]
دې بېشعوره افغاندښمن ګوډاګي ته بايد ووايو، چي د پلټني يو ټيم د خپلي مور کره ورولېږي، چي د پلار او نيکه اصليت يې معلوم کړي . .
د بېګناهو خلکو د وژلو نه وروسته د ده ټيم د خلکو په څه درد خوړل کېږي ؟
پورته شی خلکو! د دې ظالمانو د اعمالو مخنيوی وکړی . . که مو نور څه له لاسه نه کېږي، سرکونو ته را ووځی او يو څو ښکنځلي او ښېراوي ورته وکۍ . .
تر څو به پټه خوله ناست يو او د بېغيرته مرګ انتظار به کوو.
په درنښت
ع کريم حليمي
24.08.2008
باتور صاحب ته !
راغورځېدل ، پاڅېدل خو يو مخکښ ته ضرورت لري ، بېله يوه معلوم مخکښ
څخه به نور [url] مُغرضين په مثل د شياطين [/url]ګټه ترې پورته کړي
،ملازمان به څوک وي ؟؟؟
یا مالک الملک یا ذالجلال و لاکرام افغانانو ته هغه پوهه او فکر ورکړې چه
مخکښ په کښي پيدا سي
[quote:a4cedfe39b]پورته شی خلکو! د دې ظالمانو د اعمالو مخنيوی وکړی . . که مو نور څه له لاسه نه کېږي، سرکونو ته را ووځی او يو څو ښکنځلي او ښېراوي ورته وکۍ . . [/quote:a4cedfe39b]
باتور
24.08.2008
هغه څوک چي ويده وي، د هغه را ويښول او پاڅول ډېر آسانه کار ده. . لېکن هغه څوک چي ځان يې په ويدو وهلی وي، د هغه راويښول ډير مشکل کار ده..
پرته له هغو نه چي په دې مرداريو کي لاس لري او ګټه ورنه پورته کوي، هيڅوک هم د وطن په اشغال او په دې بد بختيو او بې ناموسيو راضي نه دي. .
که يو ځوان کوڅي او سړک ته راووځي او د ( مرګ په ګوډاګي حکومت باندي) ناره وکړي، په ظرف د څو دقيقو کي به په زرهاوو نفر د ده تر شا شې، او خپلي نارې به ورسره کړي. . دا کار چي يو څو ځله تکرار شي، مخکښ به هم په کي پيدا شي او نظم او ترتيب هم. . اشغالګر او ګوډاګيان به هم خپلو احمقانه او انساندښمنه تګلاريو ته يو څه تغير ورکړي. . او د بېګناهو خلکو له وژني نه به لاس واخلي.
په حلوا حلوا ويلو خوله نه خوږېږي، او يواځي د مهدي آخرالزمان د راتګ په تمه کښېناستل هم داوسنيو دردونو دوا نه ده. .
په درنښت
باتور
25.08.2008
هر وخت چي کرزی بهر ته په سفر ځي، نو د ده د ښځي د ساتلو عهده د امريکايي باډيګاردانو په غاړه ده . . موږ بايد يو د پلټني ټيم د کرزي کره ورولېږو، چي د دې کوچني اصلي پلار معلوم کړي. .
په درنښت
Re: کرزي لالا دشینډنډ دتلف شوو بې ګناه ملکي خلکو لپاره یو ځل بیا دپلټنې ټیم وټاکه
و.افغان
28.08.2008
درنو وروڼو!
السلام علیکم
په دې وروستیو کې چې ښکیلاګرو په افغانانو کوم بد حال پیل کړې دی، دهیڅ
انسان او دهیڅ افغان دزغم وړ نه دی.
دانسانانو ډلییزه وژنه دوي ددې لپاره شروع کړي چې په ولسي او مشرانو جرګو کې
او حکومت کې نور ګوډاګي دبهرنیو ځواکونو دقانوني کیدو غږ پورته کړي، کومه چې
امریکا په آسمان غواړي، خو دوي يي ورته په آسانه پرته له کومي ستونځي په ځمکه داوطلبانه ورکوي.
په نړۍ کې هيڅ يوه قانوني ماده نشي کولاي چې په افغانستان کې دامریکايي ښکیلاګرو شتون ته قانون رنګ ورکړي، او هغه دبهانو، دروغو، او ټاپو زور يي هم نور چورلټه له منځه تللې دی.
ځکه خو دا ددوي لپاره ښه فرصت دي چې ګوډاګې حکومت هغوي ته رسمي قباله ورکړي،
په دې سره به یوځل بیا دهغوي د اوړو پوزه جوړه شي، او ځمونږ دافغانانو دبياوژنې
لپاره به يي ملاګانې نورې هم ځواکمني شي، دولسي وګړو په وژنه او بې امنۍ به لا نور زیاتوالې هم راشي، اوږدمهاله هډې به ورسره لاسلیک کړاي شي، او اصلي موخو ته درسیدو لپاره به ورته دا ګوډاګۍ حکومت افغانان نور
کلک پلک وتړي.
نو په وطن مین هر افغان ته پکار دي، چې ددې ګنده پلان دپلې کیدو مخه ونیسي،
او ټولو ښکیلاګرو سره دبې قیده او بې شرطه عاجل وتلو پرته بله لاره خپله نه کړي.
ډاکتر وطنمل
12.10.2008
دسپاند ساپي یوه تنزیه لیکنه دلته رالیږدوم :
مصاحبۀ با حامد جان کرزی
سوال:
ښاغلی جمهور ريس،تاسو ته ولی د ولسمشر لقب در کړی شوی٠
ځواب:
دا افتخار ي نوم د BBCراډیو لخوا راکړی شو٠او داځکه چه دجمهور ريس کلمه
په ترکيه،عربی اواکثر اسيایی هيوادونو کی مروجه ده،داچه زه دنړی د ډیرو
سترو قدرتونو په مفاهمه او وچ زور و دی مقام ته رسیدلی يم،نو هماغه وه چه
دBBC راډیو دانوی لقب اختراع او زه يي پری مفتخر کړم(ډير شکرونه).
سوال:
دطالبانو سره ګپ شپ څنګه دی؟
والله که رښتياووايم زه خو له اوله دجنګ مخالف وم اوغوښتل می چه طالبان
هم راشی او زما تر رهبری لاندی دټولومجاهدينو سره يو ځای زموږ دمخالفينو
په مقابل کی وجنګيږی٠لکه چه تاسوته مالومه ده،زموږ(مجاهدين)اوطالبان تر منځ
هيڅ تفاوت نشته،موږ او دوی سره يو ځای دکمونيزم په مقابل کی جهاد وکړ،
او زموږ د غربی دوستانو په سلا او هدايت سره سم مو، دکمونيزم ټول اثار لکه
مکتبونه،پلونه،سړکونه،فابريکی،موزيم،ملی ارشيف او نور سره دړی وړی
کړه٠ددوستوهيوادو کومکونه مو سره وويشل او واپس مو په غربی بانکونوکی
زیرمه کړل،څو ددوستوهيوادو اقتصاد لا هم پياوړی شی٠
مګر د پردی تر شا زموږ ډيرنږدی اودقدر وړغربی
دولتونو، دسعودی باچا او ISI ,طالبان و سمی لاری ته نه پريښودل٠
سوال:
نو چه داسی وه،دB52 په ذريعهدهيوادبمباری،دسلګونوزرو بيګناه خلکو وژل،دميلينونو
خلکو مهاجرت اد دومره جرم او جنايت د څه لپاره سرته و رسيدل؟
جواب[size=9:04eda82ff7]ماته يي ويلی چه د پښتو او دری توازن به ساتی)
شما ژورنالستان بهتر ميدانيد که ما کجا واين مقامات و چوکی ها کجا!
هوش کو بکس ديګری نګویی،همی دولتها و رهبران کشورهاي
دوست وعزیز غربی(الله صدبار صدقه نام شان شوم)بمن و ساير رهبران جهادیون
وطالبيون چنين ه
دايت فرموده بودند،وماهم که مردم با پاس هستم،همۀ
فرمايشات شانرا لبيک ګفتيم٠[/size:04eda82ff7]
سوال:
تغیرات اخير در کابينه چه انګيزۀ داشت؟
بخدا انګيزه انرا قومندان حاحب عمومی نيروهای نظامی کشورهاي دوست
تا هنوز بمن نګفته است،ولی همی مادر اولادها شو در سر ميز نان عوامل انرا
چنين تلقی کرد:
اقای حنيف جان اتمر که جديدا به وزارت داخله توظيف شده است يکه شخص
وفادار بشخص بنده و نيروهای کشور هاي دوست است،اګر چه ضرار احمد جان
نيز وفادار ترين شخص در تامين منافع کشورهای دوست محسوب ميشود٠
حنيف جان سابق افسر نظامی بود،ازعمر ١٧ سالګی،نسبت علاقه خاصی که
به جنګ و ادمکشی داشت،مکتب را از صنف دهم ترک وبه نيروهای مسلح در خاد
پيوست،وپايش در جنګ جلال اباد شهيد شد٠اوبه زبانهای انګليسی،پشتو و دری صحبت نموده مشکل مکالمه بادوستان غربی و طالب در ميان نيست٠
ضرار جان سه ترجمان داشت:ترجمان
انګليسی،پشتو و حتی دری،زيرا زبانيرا که او در قشلاق اموخته بود با زبان
ادبی دری در کابل فرق داشت٠
اقاي فاروق وردک باداشتن تحصيلات بالاتر از حنيف جان،مستحق وزارت
معارف شناخته شد٠(واللهالعلم).
سوال:
اينده کشور،شخص خود،مردم بيچاره،وضع پاکستان و منطقه را چګونه ارزيابی
ميکنيد؟
جواب:
بيخی بيادر مه خوفالبين نيستم،از ايتو سوالا ايچ خوشم نمی ايد٠
سوال:اقای ولسمشر:
مسوليت شما در برابر خدا،وطن و مردم چيست؟
سوالی بسيار خوبی کردی ،من همين امشب به جلالتمااب بوش تيلفون کرده
جوابانرا پيدا ميکنم٠
سوال:اقای کرزی٠٠٠٠
بانی ما بيادر يقه سوال نکو،باش که مه قومندان صاحب را ملاقات کنم
وعلم اوریکنم باز بياسوالایته پرسان کو!
_________________
_________________
افغانانو!
که سره يو نشو تباکيږو!