نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالب مشرانو، او وياندويانو ته نه! (افغان)
نني
20.08.2008
طالب مشرانو، او وياندويانو ته نه! (افغان)
ليکوال او را ليږونکی:افغان
د افغانستان دطالبانو داسلامي تحريك عالي رتبه چارواكو او وياندويان هريو ښاغلي ذبيح الله مجاهد او قاري صاحب يوسف دپام وړ غواړم ديومسلمان افغان وګړي په توګه ستاسو او ستاسو دلاري دتحريك دعالي رتبه چارواكو ترغوږه ور ورسوم.
د څه مودي را پديخوا په افغانستان كي په ډيرو سيمو كي ښوونځى سوځل كيږي ، پلونه او پلچكونه په بمونو الوزول كيږي ، سړكونه په بمونه الوزول كيږي، كلينيكونه سوځول كيږي او ډاكټران وژل كيږي ،واكسين نه پريښودل كيږي او داسي څه نور كارونه ترسره كيږي.
زه غواړم پوه سم چي ايا دغه جهاد چي تاسي يي ترسره كوى او غواړي چي بهرني ځواكونه دافغانستان و ژړى او خپل هيواد خپلواك كړي او هيوادوالو ته سوكالي راولي.
په دغه پورته ليكلي كارو سره، ايا تاسي خپل هدف ته رسيدلاى سي؟
ايا اسلام ددي اجازه وركوي چي د غسي كړني ترسره سي؟
ايا دخپل هيواد پلونه،پلچكونه، سړكونه، كلينكونه، ښوونځي له منځه وړل دخپل هيواد په ګټه كاردي؟
ايا دابه تاسو د اولس او نړى مسلمانانو ته بدنامه نه كړي چي طآلبان څه كارونه ترسره كوي؟
ايا په ښوونځيو كي دقران كريم او نورو ديني كتابونو سوځول شريعي جوازلري په داسي حال كي چي بهرني هيوادو كي چي كله قران كريم ته سپكاوي كيږي مسلمانان سخت غبرګون ښئي خو دلته په اكثره ښوونځيو كي ماليدلي دي چي قران كريم او نور ديني كتابونه سوځول سوي دي ؟
واكسين چي زموږ ټول هيوادوال كوچنيان د ګوزڼ دناروغى څخه ژغوري او دا يوډيره خطرناكه ناروغي ده خو هغه ته هم اجازه نه ده وركول سوي او ستاسي لخوا هيڅ داسي څه نه دي ويل سوي چي په واكسين دي كار نه درولودل كيږي.
دخلكو حلالول چي ډير مخكي د تحريك درهبرملامحمد عمر لخوا ديوخاص فرمان له مخي بند كړل سوي وه خو تراوسه خلك حلاليږي او فرمان ته هيڅوك غوږ نه نيسي.
ډاكټران چي دخلكو دعلاج لپاره خپله سپيڅلي دنده ترسره كوي په دي نامه چي دى هلته دلته كاركوي وژل سوي او وژل كيږي.
په كليو او ښآرو كي بي ګناه مسلمانان دپه يوه اوبل نامه بي عزته كول، دشپي دكوره ايستل او وژل كيږي ، ايا دا به ددغه هيوادوالو په زړو كي ستاسو په مقابل كي نفرت زيات نه كړي.
زه ديومسلمان افغان په توګه دغه درته وايم چي دغه كارونه چي ستاسو ترنامه لاندي ترسره كيږي او ډير يي تاسو منلي هم دي چي هو دا زموږ لخوا ترسره كيږي ټوله ستاسو او ستاسو دتحريك او تګلاري د بدنامي لپاره ترسره كيږي او ستاسو نامه ته په نړيواله او كورني سطح سخت زيان رسوي او نړي ته تاسو ډير په بدنامه معرفي كوي.
هغه كارونه چي دجهاد ترعنوان لاندي ستاسو په نامه ستاسو سره يوځآى خلك يي ترسره كوي بايد دجدي څارني لاندي ونيول سي، دا واضح ده چي نظامي حالت دي او پوره كنترول نه سي كيداى خو څه چي كيداى سي هغه بايد وسي او هغه كارونه چي د اسلامي شريعت په رڼاكي جواز نه لري او ستاسو د منشور سره هم برابرنه وي بايد په سختي سره ستاسو لخوا رد سي او وويل سي چي دا كارونه چي هرڅوك ترسره كوي په تحريك پوري اړه نه لري او موږ يي مخالفه يو.
كه نو ستاسو محبوبيت به په كورني او بهرني سطح ډيرزيانمن سي ، ستاسو سره به د خپل اولس ا و نړى مسلمانانو مرسته ، همكاري او زړه سوي كم سي ، او هغه خبري چي دسپيڅلي جهاد دبريا لپاره كيږي په هغوبآندي به دخلكو شك پيداسي ، ستاسو دمخاليفينو هغه ادعاوي چي وايي چي تاسو دنورو په خوله دهيواد او هيوادوالو د وراني لپاره كاركوى خداى مكړه رشتيا ثابتي نه سي.
نورنو اختيار ستاسو ، مسئوليت ستاسي ، او اجرات ستاسو په لاس كي دي چي څه كوى.
نني
21.08.2008
په هوايي بريد کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
شيراحمد حيدر - Aug 21, 2008 - 12:19
وسلوالو طالبانو تېره شپه ناوخته غزني ښار ته څېرمه سيمه کې يوه پول الوځولى چې له امله يې د کابل کندهار لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده .
له پژواك خبري اژانس نه په مننه
باتور
27.08.2008
محترم نني ته !
د طالبانو وياند ذبېح الله مجاهد د هغې اعلاميې په ترڅ کې ، چې ټول افغان ته يې رالېږلې ويلي دي ، چې طالبان په هېواد کې د هرې تعليمي موسسې د له منځه وړلو سره مخالف دي . ځکه چې زده کوونکي يې ددې هېواد بچيان دي او دوى نه غواړي ،چې د هېواد بچيان دې له زده کړو محروم شي.
نوموړي زياته کړې ده چې د ښوونيزو موسسو، سوزول ، بمونه ورغورځول او يا اخطارونه ورکول د دوى د دښمنانو کار دى او غواړي ،چې په دې کار سره طالبان بد نام کړي . مجاهد زياته کړه ،چې طالبانو د خپل مقاومت له پيله تر اوسه هېڅ مکتب نه دى سوزولى او نه يې کومه تعليمي موسسه له منځه وړې ده او نه به يې له منځه يوسي . نوموړي زياته کړه ،چې دافغانستان بچي زمونږ بچي دي او هېڅوک خپل بچى له تعليم څخه نه محروموي .
مجاهد وويل ،چې طالبانو پخوا هم څو ځل اعلاميې خپرې کړي دي ، چې دوى نه مکتبونه سوزوي او نه ښوونکيو او تعليمي کسانو ته اخطارونه ورکوي.
هغه وويل ،چې تېره ورځ ، چې د کابل – کندهار په لويه لاره کوم کتابونه سوزول شوي و هغه هم د افغانستان د دښمنانو لخوا تر جوړ شوي پلان لاندې کار و خو پړه يې پر طالبانو اچول کېده ،چې طالبانو له يادې شوې پېښې سره هېڅ اړيکې نه لرلې.
عبدالرزاق حبیبي ( ټول افغان )
٦ / ٦ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-08-27 14:21:00 م
په درنښت