د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

افت ولی نازلیږی ؟

خیریوسی
18.08.2008

محترمو ورڼو تر سلام وروسته یوه پوښتنه لرم
افتونه لکه ږلۍ ، توفان ، زلز له ، ګرانی ، وچکالی ، تسلط د حاکم ظالم ، بی اتفاقې ،وبا ، دکفر غلبه، زراعتی افتونه ، ......... ولی نازلیږی ؟

په درناوی



ع کريم حليمي
26.08.2008

مکرم او محترم ajaza صاحب او درنو لوستونکو ، سلام عليکم 

وروره ،طلايي پښنه ده 
هرڅه په خپل ځان کښي هم افت او هم رحمت لري يا وايو موږ به ئې رحمت ګنو 
هغه به افت وي او يا موږ به ئې افت ګنو خو هغه به رحمت وي 
او يو خو هغه اسماني  آفتونه دي ، لکه  د نوح ع دعصر  ، سماوي  آفتونه 
خو د ګوتو په تعدا دي ، هر افت ته خو سماوي نه ويل کيږي 
اتفاق او نفاق  هم بعصي وخت افت وي او بعضي وخت رحمت 

هر تاوان افت دی او هره ګټه رحمت ، 

زما په فکر په دا زر کاله خو پر ځمکه سماوي افت ندي نازل شوې ، هر څه 
عمل او عکس العمل وينو ، سماوي افتونه ډېر عظيم وي ،ذوالجلال والاکرم  المنان   دي موږ دسماوي افت څخه وساتي   په روی د محمد صلی الله
 عليه وسلم -  امين يا رب العالمين 

په درنښت 


باتور
28.08.2008

آفتونه ټول سماوي دي. . لېکن د ajaza خان مطلب له هغوسماوي آفتونو نه نه وو چي په زرو کلونو کي يو وار را نازلېږي، بلکه : [color=brown:3b97297cf5]ږلۍ ، توفان ، زلز له ، ګرانی ، وچکالی ، تسلط د حاکم ظالم ، بی اتفاقې ،وبا ، دکفر غلبه، زراعتی افتونه [/color:3b97297cf5]

په درنښت


باتور
28.08.2008

او بل داچي ajaza خان دا پوښتلي ول، چي آفتونه ولي نازلېږي؟ نه دا چي ډولونه يې کوم دي . .

په درنښت



ع کريم حليمي
29.08.2008

مکرم او محترم باتور صاحب ، السلام عليکم ورحمه الله 
مسلمانان يو پر بل د رب  السلام وايي په دې سبب چه له هر افة او عيب څه 
په امان سي 

تاسو چه د څو ورځو راهيسي له السلام ويلو څخه يو لاس پر سر اوبل 
دا هم د دين افت ، ضرر ، عيب  دی  ، سماوي نه دی 
دا افت ما او تا منځ ته راوړی ، ممکن ده چه  العكس بالعكس به وي،  والله اعلم‏

بسمه تعالی -نِعْمَتَهُ عَلَيْكمْ لَعَلَّكُمْ تُسلِمُونَ ٠ نحل ٨١ 
په کتابونو کښي ئې راوړي چه (‏اسلم ،تسلم‏) کښي بشارت سته 
څوک چه اسلام راوړي نو هغه خلاص سو له  الآفات
دا معنی نه چه ژلۍ ، او باران ،زلزله، او مريضي سماوي  الآفات  سوه 
خو د تجارتي معاملو لپاره باران ، ژلۍ په سماوي افه کښي حسابيږي 
کله چه باغ اجاره کړي او ژلۍ پر وشي او خساره پېښه کړي ، نو داجارې  فقهي 
په اساس ئې سماوي افة ګڼلی دی ، ولی چه مخه ئې نه نيول کېدونکې ده 

ږلۍ ، توفان ، زلز له ، وچکالي دغه ټول سماوي افتونه دي ، بعقل قوم ته خورا 
لوړي خسارې پېښي کړي ٠ او افت ئې ګڼم ، خو په دا زر کاله کښي داسي 
افت ندی راغلی ، چه د رب قهر ئې وګڼو 
تسلط د حاکم ظالم ، -افت نشي ورته ويل کېداي ،يو نوعه قيامت دي 
بی اتفاقې ,وبا ، زراعتی افتونه ، دغوته افت ويل کيږي ، اما غربي نړۍ تر 
ډېر حده پر داسي افتونو، او خسارو باندي کاميابي لري 
دکفر غلبه- چه ايمان ئې کمزوری سي نو دغه نتيجه وي چه د کفر پر غلبه سي 
افت ورته ويل کيږي او دا معنی زه نه سم ځيني اخستلای چه سماوي افت 

هو ! د الله له قهره دي موږ او تاسي پخپله الله وساتي ،لا حول و لاقوة الا بالله
حاصل ئې دا چه هر څه په خساره کښي دي ، او له منځه به ځي ، که کوم شئ په 
سبب سره مرګ ونه څکي ، د مرګ د خسارې سره مخ نشو ، نو په بالأجل سره به خامخا مري  ، معجزه هغه فعل ته ويل کيږي چه يو خارق العاده  وي 
او سماوي  افة هغه وخت وي چه دالله د قهر علامې په کښې وي ، لکه د نوح 
د عصر افت ، او نور هر څه  الآفات  چه ليدل کيږي ، دا په نړۍ کښي د
action and reaction قانون دی ، د Newton's  د حرکت دريم قانون بلل کيږي 

او د اوبو او بادونو طوفانونه چه پېښيږي ، دا په بحرونو کښي په دوبي  
د حرارت اينرجي پيدا کيږي ،طوفانونه ئې reaction  دی 

او زلزلي هم يو عکس العمل ، انفعال دی  مځکه طبقې لري  يوه طبقه ئې 
فلېټ يا صفحه  ده چه پنډوالۍ ئې له ٨٠  څخه تر ٤٠٠ کېلو متره ته رسيږي 
دا صفحې يوه حصه ئې پسته او بله حصه ئې کلکه وي ، او دغه صفحې بعضي 
وخت حرکت کوي هم عمودي او هم افقي ، غرونه  ترې پيدا کيږي او زلزلې
ئې عکس العمل دي ، او د مځکي په مرکز کښي مايع مواد سته او حرارت او 
تود والۍ ئې ١٣٠٠٠ درجې د F ته رسيږي يعني چه تر لمر هم ګرمه ده او قطر 
ئې تقريبا ٧٥٠ مايله کيږي ، له دغه مايع څخه هم اينرجي راوزي او په هر ځای 
کښي چه مجرا ورته وي ،چه اکثره وخت دغه مجرا وي په غرونو کښي وي 
ولي چه غرونه د مځکي له هغه صفخو څه منځته راغلي دي او مجرا وي لري 
او اينرجي تر راوځي ، اتشفشان غرونه ، دغه د اتشفشان له غرونو چه اينرجي 
خارجيږي ، نو هم زلزلې ترې پيدا کيږي 


باتور
29.08.2008

محترم او قدرمن حليمی ته د سلام او احترام د عرض نه وروسته :

هغه آفتونه چي انسان منځ ته راوړي، د هغو د له منځه وړلو توان هم د انسان په لاس کي دی . .

که د سماوي آفتونو د له منځه وړلو توان نه لرو، نو لږ تر لږه بايد د انساني آفتونو د ډېرېدا مخنيوی وکړو .

ستاسو نيوکه په ځای ده. . بنده شرمنده .. له دې نه وروسته به د لازمو آدابو پيروي ته زيادتره پاملرنه وکړم . .

په درنښت



ع کريم حليمي
30.08.2008

ډېر محترم او قدرمن ورور باتور صاحب ، السلام عليکم 
زه ستاسو له جوابي ليکني په واسط ډېر خوښ سوم ، خدای دي ښاد او اباد 
لره ، که چيري زما له طرفه کوم غفلت ،قصور احساس کړي ، نو بيا توصيه 
مه هېره وۍ ، ممنون او متشکربه دي يم !

[quote:0b71e6d007]که د سماوي آفتونو د له منځه وړلو توان نه لرو، نو لږ تر لږه بايد د انساني آفتونو د ډېرېدا مخنيوی وکړو . [/quote:0b71e6d007]
هو ! همداسي ضرور ده ،او په کل کښي فرض ده ،او کله چه انسان په افة او عيب  او دا مرض اخته سي ، نو بيا واجبيږي  چه د افت يا مرض مخنيوی وکړو

په جهان کښي بد اخلاقي اوله درجه افت دی ، متل ئې کړی چه : د يوې بلا سل 
پاڅي 

اخلاق په دوو طريقو سره په انسان کښي ريښې څغلوي ،آمَنُواْ وَعَمِلُواْ
دلته د امنو مطلب يعني اخلاقيات به و ټولني ته تدريس کيږي ، او مدرس 
به پخپله باخلاقه وي ، نه داسي چه دئ يوازي ښوونکی وي ،  متعلم 
هغه وخت ښه زده کړه کولی سي چه نظري او عملي ور وښودل سي 

نه داسي چه له کتابه و متعلم ته اخلاق تدرس کيږي ، او کله چه د مدرسې 
څخه کورته راروان وي ، او اکثره ليدل او کتل ئې بد اخلاقۍ وي 
او په کور کښي ئې هم داخلاقو اثر نوي ،  تربيه يعني عملي او تدرسي 

[color=white:0b71e6d007]ښه تربيه : د هر افة او عيب او مرض مخنيوی کوي ، او اخلاقي پوه هغه پوهنه
ده چه نوري پوهي زېږوي [/color:0b71e6d007]

[color=red:0b71e6d007]بد اخلاقي هغه ناپوهي ده چه :هر افت ترې زيږي [/color:0b71e6d007]

په درنښت 


خیریوسی
30.08.2008

محترم حلیمی صاحب سلام ته دی وعلیکم السلام وایم
یوې خبری ته تاسو اشاره کړې ده ممکن چې ټول کار په عمل او عکس کې وې اوبل داچې که سلام نه اچول دینی افت دی نو ضرور ده چې دمال ذکات نه ورکول ، رشوت خوړل ، زنا ، لواطت ، دبل حق په ناحقه خوړل، ... دافت سبب دی
يقول الرسول صلى الله عليه وسلم: "ما منع قوم الزكاة إلا ابتلاهم الله بالسنين -المجاعة والقحط-" رواه الطبراني في الأوسط ورواته ثقات، ومنها: "ولم يمنعوا زكاة أموالهم إلا منعوا القطر من السماء، ولولا البهائم لم يمطروا" رواه ابن ماجه و البزار وغيرهما.
له پورتنی حديث شريف څخه له ورایه ښکاری چې ذکات نه ورکول د لوږې ، قحطې ، او وچکالي شبب دی
زموږ سپینږېر به کیسه کوله چې یوکال ډیره سخته ږلۍ واورېدله و باغو اوکښتوته ډیر زیان ورسيدي
خو دحاجی لالا پر باغ باندی نه ږلۍ سوی وه اونه يې مېوې خرابی سوي وې صرف دومره وه چې دده وباغ ته دنورو باغو څخه اوبو لږ څه ږلۍ راوړې وې
حاجی لالا دا عادت درلودي چې یو ځل به يې دلندې مېوې ذکات ورکوي
او بیا چې به یې مېوه خرڅه کړه د نغدو پيسو ذکات به يې ورکاوه

لم تظهر الفاحشة في قوم حتى يعلنوا بها إلا فشا فيهم الطاعون والأوجاع التي لم تكن مضت في أسلافهم الذين مضوا } [رواه ابن ماجة] وصدق رسول الله
فعن ابن عباس أن رسول الله قال: { إذا ظهر الزنا والربا في قوم فقد أحلوا بأنفسهم عذاب الله [رواه الحاكم وقال صحيح الإسناد].
ددی حدیث شریف څخه بیا ښکاری چې زنا او سود خوړل دناروغيو او دعذاب دنزول سبب دی

په درناوی



ع کريم حليمي
30.08.2008

ډېر ګران او مکرم  عجزه(ajaza) وروره ، السلام عليکم 

[quote:f76f31adf9] یوې خبری ته تاسو اشاره کړې ده ممکن چې ټول کار په عمل او عکس
کې وې اوبل داچې که سلام نه اچول دینی افت دی نو ضرور ده چې دمال ذکات نه ورکول ، رشوت خوړل ، زنا ، لواطت ، دبل حق په ناحقه خوړل، ... دافت سبب
دی [/quote:f76f31adf9]

هو ! ساينس او پوه مونږ ته دا راښو وي چه هر عمل عکس العمل لري ، او يو 
طبعي قانون دی ، د دې قانون غندل او رد به د لېونتوب لمړي علامه وګڼم 

او دوهمه خبره د سلام تاسو  ذِکر کړېده 
هو ! هر څه پر دې نړۍ که مادي دي که معنوي ، مرض او افت پيدا کوي 
د دين مرض او افت دادی چه البِدْعة او ابتکارات په راګډ شي ، نو بيا 
دا د دين مرض سوو اومونږ انسانانو ته  مصِيبت سي ، او د مصيبت سره 
هره بلاوي او ابتلاوي تړلی دي ، که چا له سلام څه لاس واخستۍ 
په مصيبت اخته سو ،که احمد پر محمود سلام نه وائې ، د دښمنۍ اعلام او 
اعلان ورته کوي ، او که سلام پر وايي ، هغه بيا پر ده سلام وايي نو مصيبت 
نه راځي منځ ته ! حتی چه په زړه کښي خيره پيدا سي ، د ورور روح په هغه 
لحظه خبر سي چه د ورور زړه راته خيرن سوو 

[quote:f76f31adf9]دمال ذکات نه ورکول ، رشوت خوړل ، زنا ، لواطت ، دبل حق په ناحقه خوړل، ... دافت سبب دی[/quote:f76f31adf9]
هو ! طبعا 
زنا او ناروا وطي طبي افت راوړي ،رشوت او دبل حق  په ناحقه خوړل، اجتماعي افتونه راوړي ٠ دا زموږ تحليل او له تجربو څه ږغېږو 

اما چه راسو د  ذالجلال والاكرام  سنت ته ، دا نه سم ويلی چې ذکات نه ورکول د لوږې ، قحطې ، او وچکالي سبب دی  ، هو ! ذالجلال والاكرام  کولی سي 
اوخوشکي  ، لوږه ،قحطي راولي ، نه ئې راولی ولي چه دئ رب دی 
دا دمخلوق چمونه رب نه کوي دئ خالق دي ، داسي نه ده چه نن رب خوشحاله 
دۍ او پرون خوابدی وو 

يو سړی به سهار او ماښام کفر کفارې کوي ، تر زرو پرهېزګارانو به ئې کار 
سم وي ، او بل سړی به ټوله شپې خدای ته رسۍ په غاړه کښي اچولې وي 
او د بيمايي د شپې عبادت به کوي ، هم ناجوړه وي هم ئې ټوخی کيږي 
 د بې پروا رب به هيڅ پروا نه پکيږي 
امته ! زکات ورکوه ، زنا مه کوه ، ښه کوه ، بد مه کوه په دې سبب نه چه 
چه د رب سره تجارت کوي ، په دې نيت ئې کوو چه امر ئې د قدرت په 
اندازه پر ځای کړو ٠ 

[quote:f76f31adf9]"ما منع قوم الزكاة إلا ابتلاهم الله بالسنين -المجاعة والقحط-" رواه الطبراني في الأوسط ورواته ثقات، ومنها: "ولم يمنعوا زكاة أموالهم إلا منعوا
القطر من السماء، ولولا البهائم لم يمطروا" رواه ابن ماجه و البزار وغيرهما. [/quote:f76f31adf9]
که دا پورته حديث صحيح وي ، نو هغه وخت چه محمد صلی الله عليه وسلم 
حاضر وو ، او باران به نه کېدلی او مبارک به  استسقى  کوله او دعا به ئې 
وکړه باران به وشو ، نو تاسو فکرکوۍ ؟ چه هغه وخت نو يعني بعضو اصحابو 
زکات نه ور کاوه ؟  په قران شريف کښي هيڅ داسي ايه نسته چه پورته 
حديث دي ئې تفسير يا ترجمه و بلل سي 

داهغه ليکوال  څو حديثه سره مړوړلي دي ، زړه ته مي لار نه پيدا کوي 
 

قال تعالى (وأقيموا الصلاة وآتوا الزكاة وأطيعوا الله ورسوله لعلكم ترحمون)
وقال تعالى (الذين يُنفقون أموالهم بالليل والنهار سراً وعلانية فلهم أجرهم عند
ربهم ولا خوف عليهم ولاهم يحزنون)
دا رحم او  أجر ئې نه دی معلوم چه په دې دنيا به وي که په دوهم ژوند 
هو ! ايمان پر دې لرم چه زمونږ خالق ضايع کوونکی نه دۍ حتی د زرې 

هو ! هو له تجربې له رويه پوهيږو چه هره نېکي او عمل صالح خپل 
عکس العمل لري ، او د دغه عکس العمل خالق هم رب دۍ ، خو کله 
چه اراده وکړي چه پر 
احمد ئې داسي نه ، نو بيا ته به پورته سې کښته سې ، عکس العمل به بيا 
هغسي نه وي ولي چه خير اوشر اندازه په رب اړه لري 
 أصول  د ايمان شپږ دي يو ئې دا دۍ چه( تؤمن بالقدر خيره وشره )

[quote:f76f31adf9]خو دحاجی لالا پر باغ باندی نه ږلۍ سوی وه اونه يې مېوې خرابی سوي وې صرف دومره وه چې دده وباغ ته دنورو باغو څخه اوبو لږ څه ږلۍ راوړې وې [/quote:f76f31adf9]
که ئې د خدای حکمت و ګڼو ، هم حق خبره ده ، او که ئې يو إستثنآ ئې حالت 
وګڼو ، نو بياهم ځان ګرم نه ګڼم 

په درنښت 


رښتینی
31.08.2008

حلیمی صیب لیکی :
[code:1:36c1433f09]په قران شريف کښي هيڅ داسي ايه نسته چه پورته
حديث دي ئې تفسير يا ترجمه و بلل سي[/code:1:36c1433f09]

نو که یو حدیث د کوم ایت تفسیر نشی کوم مشکل پیدا کوی ؟

په مینه
-------------------------------------------------------------------
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم -...وَإِذَا أَتَى عَلَى قَوْمٍ[color=blue:36c1433f09] فَسَلَّمَ عَلَيْهِمْ [/color:36c1433f09]سَلَّمَ عَلَيْهِمْ ثَلاَثًا‏

نسيت ؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more