د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اسلام خارجي پاليسي او د امريکا خارجي پاليسي head on collision ده


ع کريم حليمي
16.08.2008

بسم الله ! 
 اکثره اقتصادي نظامونه داخلي او خارجي پاليسۍ لري 
داسلام دين يو اقتصادي نظام دی ، او خارجي پاليسي ئې داده چه اسلام به 
رسوي د ځمکي هر ګوټ ته !

عيسويانو هم يو اقتصادي نظام جوړ کړی او خارجي پاليسي ئې جوړه کړې ده 
چه عيسويت او ازادي به د ځمکي هر ګوټ ته رسوي !

اسلام د خپل خارجي سياست د تطبيق او عملي کولو له پاره ، د ”لا اکراه فی الدین” اخلاق ئې ور ته انتخاب کړي دي ، اوهم "ما استطعتم من قوة "

او د عيسويت علماوو هم  خارجي او داخلي پاليسۍ دسياست تر چطر 
لاندي ،د مينې، محبت پالسي غوره کړې ده ، او  might 

يو وخت وو چه د ځمکي پر مخ درې اقتصادي قدرتونه وه ، چه درو واړو 
يو ډول خارجي پاليسۍ مخته بېولې ، خو يوه ئې اسماني اخلاق  نه منل
او يوازي تکيه ئې پر mightکړې وه ،   له منځه ولاړ تر دغه ګړيه پوري  ، او يا ويل کيږي چه 
 عيسويانو او مسلمانانو لاس سره ورکړۍ او سور اورس ئې غرق کړی 

کله چه روس يو قوي او عظيم اقتصادي نظام بلل کېدۍ او هم وو 
روسيه يا د روس حکومت و امريکاته ډېر لوی ګواښ وو ، نو د امريکا 
په سل کښي تقريبا اتيا في صده متوجه وه ، او دائې لمړی تلاښ وو چه 
د روس اقتصادي نظام ړنګ کړي بېله مستقمي جګړې  ، نو ډېر اينرژي ئې 
د روس سره په  غير مستقيم جنګ په مصرف رسېده، نو دغه سبب وو چه 
د دواړو قدرتنو  خارجي پاليسۍ د ګواښونو سره مخ وې 

هر عمل عکس العمل لري ، دا که کيمياوي وي او که اجتماعي وي 
کله چه امريکا د روس سره په غيري مستقيم جنګ لګياه وه ، نو غيري 
مستقيم ئې د اسلام خارجي پاليسۍ ته قوت ور وباخښه ، ايران ،سعودي 
پاکستان سوډان ٠٠٠٠ او امت مسلمه ، مسلمة ٠   دعوت او تبلغ ته ؤ جوړېدله او اسلامي خارجي 
پاليسۍ ئې مخته بېولې ، پاکستان د دې جنګ په عايداتو اتوم جوړ کړۍ 
چه تر روس لوی ګواښ شو د امريکا له پاره ، نه داچه پاکستان به اټومي 
جنګ وکړي له امريکا سره ! بلکي امريکا نه سي کولی چه له پاکستان سره 
جنګ وکړي ، که چيري امريکا  ډير لوی مشکل پيدا کړي له پاکستان سره 
نو امريکا نه سي کولی چه b52 دي ور واستوي ، او عسکري قشلې دي 
په نخښه کړي ، ولي چه امريکا نه پوهيږي چه اټوم بمونه چيرته  دي ، 
نو معنی دا چه پاکستان د ابد لپاره د هر هوايي ګواښ څخه په امان دی 
کله چه له b52 څخه کار وانخستل سي امريکا يعني صفر 

ايران يو حيرت انګېزه ملک دي ، او يوه خاصه خارجي پاليسي لري ، او هم 
د مرجع له اصولو کار اخلي ، ايران په دې سبب حيرت انګزه ملک دي ولي 
چه اسلامي خارجي پاليسۍ ئې د دولت په لاس مخ په وړاندي وړي 
پاکستان د اسلام د خارجي پاليسۍ له پاره مرجع نه لري ، د اسلام خارجي 
پاليسۍ افراد پر مخ بيايي 
ايران يو امپراتور ملک دۍ او پخوا ئې هم په خړپ دامپراتوري وختي 
تېري کړي 
او غواړي چه داسلام خارجي پاليسي تر يو ځايه ورسوي ، او پوهيږي چه 
داسلام خارجي پالسي بېله د اټوم له قدرته هيځ ځاي ته نه شي رسېدلی 
نو دغه سبب دۍ چه ايران کوښښ کوي چه اتوم لاس ته راوړي او د هر 
ابرقدرته له هوايي حملې څخه ځان په امان کړي ، هو ! که  ايران اتوم ونه لري 
هر ابرقدرته ملک ايران بمباري کولی شي ، او کورنۍ جنک په کښي 
شروع کولی سي ، خو که ئې اټوم ترلاسه کړ  ، نو د ابد له پاره به د b52 له 
هوايي حملې په امان وي او له داخلي جګړې٠ 

سعودي هم د اسلام خارجي پاليسۍ مخ په وړاندي وړي ، په دوه ډوله !
يو ئې افراد کوښښ کوي چه اسلام د ځمکي هر ګوټ ته ورسوي ، او بل 
د سعود دي حکومت هم د اسلام خارجي پاليسي مخ په وړاندي وړي 
د سعودي  حکومت دا پاليسۍ د يوفرض عمل له نظر نه ګوري ، دسعودي 
حکومت د اټوم د جوړولو بيچ په ځان کښي نه ويني ، يعني چه اټوم جوړ کړي 
نو لوی کوښښ ئې دا دۍ چه د حرمينو خادمين پاته سي ، او په اسلامي نړۍ 
کښي منلې کورنۍ وي او دغه د مکې مکرمې او مدينې منورې سياسي 
قدرت وساتي او ترڅو چه دغه سياسي قدرت ورسره وي ،او د سعودي  
حکومت کوښښ کوي چه د اسلام خارجي پاليسي يوازي په اسلامي ملکونو
تمامه کړي ، يوازي او يوازي دقوي ايمان تبلغ کوي او هر څه يعني قوي ايمان 
دسعودي د حکومت له دې پاليسۍ سره چه (د قوي ايمان  تبلغ) ، د امريکا 
له خارجي پاليسۍ سره کوم ټکر او اختلاف نه لري ، اما هغه سعوديان چه 
په مخفي ډول د اخوان المسلمين ،   خلافت اسلامی  غوښتونکو
سره اړېکي لري  د امريکا د خارجي پاليسۍ سره په ټکر او اشد اخلاف 
کښي سره واقع دي ٠ 
خلافت عوښتونکي داسي يوحرکت دي چه ظاهرا نه معلوميږي ، لکه د 
ديخي ټوټه چه په اوبو کښي وي ، يوه کوچنۍ څوکه ئې معلوميږي 
خو کمزوري ئې داده چه سياسي قدرت نه لري ٠ 

نن چه کوم خطر متوجه دۍ د امريکا و خارجي پاليسۍ ته! دا ملک ايران دی 
دواړه ملکه مشابه خارجي پاليسۍ مخته  وړي او دواړه مشابه قانون اساسي 
لري 

د ايران خارجي پاليسي داده چه اسلام به صادره وي نړۍ ته او سرحدات نه مني 
او امريکا په عيني شکل غواړي چه ډيموکراسي صادره کړي نړۍ ته او 
سرحدات نه مني  
ايران د اسلام د خپرېدو له پاره کوښښونه کوي چه د نړي په هر کوټ کښي 
سياسي مورې جوړي کړي ، چه تر ډير حده کاميابه روان دي ، که چيري 
داسي پېښه سي چه اتوم په لاس ورسي ، په لس کاله کښي به ټول عرب 
افغانستان ،پاکستان ته ايرانئ اسلام صادر کړي ، او سعودي ټول سياسي 
قدرت به په صفر کښي ضرب کړي 

نن  د سر په سترګو ليدل کيږي چه په عراق او افغانستان ،لبنان کښي دواړه 
امريکا او ايران مخامخ سره جنګيږي ، او زما له نظره ايران مخ په وړاندي 
ترې روان دۍ  

 نوربيا


Nazar
18.08.2008

محترم  ع کريم حليمي
 سلام 

رحمت اله (روان)

دافغا نستان په باب دامریکا ومطبو عا تو ته کتنه !

د متحده ايالاتو په دوو مهمو او معتبرو ورځپانو کي، د افغانستان په اړه دوې تحليلي مقالې خپرې سوي دي چي دلته يې اجمال وړاندي کېږي. په دواړو مقالو کي د افغانستان او عراق حالات سره مقايسه سوي دي او هم دا څېړل سوې ده چي ايا امريکا کولاى سي چي په عين زمان کي په دوو جبهو کي وجنګېږي او کنه؟ دغه راز ايا ددې امکان سته چي امريکا په عراق او هم په افغانستان کي کاميابه سي؟ او که د يوه گټل دبل پرېښودل غواړي؟

په داسي حال چي په متحده ايالاتو کي د جمهوري رياست لپاره انتخابات په شرپ روان دي، غالبا به پدې انتخاباتو کي لدې لمړى پړاو څخه را وروسته د عراق او افغانستان اشغال او تباه کونکي جنګونه او کمزورى اقتصاد زياته توجه ور جلبه کړي. ځکه د يوې خوا، په جنگونو کي هيڅ ډول محسوس پرمختگ ندى راغلى، او دبلي خوا، دننه په امريکا کي اکثره اقتصادي سکتورونه کمزورى کېږي. د ژوندانه د لمړني شيانو بيې ورځ په ورځ گرانېږي؛ د تيلو، غذايي موادو، کرايو، او صحي او نورو بيمو قيمتونه په محسوس ډول جگ سوي دي. بلخوا، د کورونو د نرخونو بېسارى راکښته کېدل د امريکا د پراخي او زوروري مينځنۍ طبقې بېخ وايست. په عين زمان کي، پر له پسې نظامي خارجي مداخلو او زيربنايي اقتصادي ستونزو دامريکا راتلونکې ته جدي چلنچونه مخامخ کړي دي. ايا راتلونکى جمهورريس يا جمهورريسه به وکړاى سي چي د بش ماما سياسي مرادرۍ پاکي او بې شماره غلطي پاليسۍ يې اصلاح کړي؟ دا د راتلونکې خبره ده، او اوس به ډېر وختي وي چي پدې باب قضاوت وسي. مگر څه چي روښانه او واضح دي هغه دادي چي د امريکا پر داخلي او خارجي پاليسيو باندي يو عمومي او هراړخيز تجديد نظر ته محسوسه اړتيا سته. په بل عبارت، بين المللي شرايط، جهاني سوله، او د امريکا ملي منافع په خارج او داخل کي د عمومي سياسي اواقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوي.

لمړى به ددې مقالو اجمال وگورو او وروسته به پر دغه او د مقالو پر نور اړخونو باندي د ضرورت سره سم لنډي تبصرې هم ملگرې کړو.

هيلن کوپر د فبرووري پر ٢٤ باندي د نيوکارک ټايمز په ورځپاڼه کي " کوم جنگ بايد انتخاب سي" تر عنوان لاندي ليکي: دوې اونۍ پخوا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، کانډا ليزارايس، ناببره افغانستان ته سفر وکړ. دا سفر دونه سري او پټ وو چي حتى هغه خبريالان چي د ميرمن رايس سره په الوتکي کي سپاره وو دلندن څخه د پرواز تر وخته پوري نوو خبر چي چيري ځي. کابل ته د رسېدو سره سم، مېرمن رايس د کندهار په لور وخوځېده. وروسته له دريو ساعتونو څخه مېرمن رايس بېرته په کابل کي وه او د ښاغلي حامد کرزي سره يې د ارگ په ماڼۍ چي يوې جنګي کلا ته ورته ده د غرمې ډوډۍ وخوړه. بالاخره، وروسته له اتو ساعتونو څخه د مېرمن رايس الوتکه د راکټونو له ډاره په څو دقيقو کي اسمان کنګرو ته وخته، او له افغانستان څخه ووته.

د متحده ايالاتو د جمهوري رياست د انتخاباتو په جريان کي، د مېرمن رايس د سفر د مخفي کارۍ او امنيتي اقداماتو مسله يوه اساسي پوښتنه را پورته کوي. هغه دا چي شپږ کاله کېږي چي امريکا افغانستان د طالبانو او القاعده د تباه کولو په غرض اشغال کړى دى، خو بيا هم افغانستان د امريکايانو لپاره د کال ٢٠٠٢ په پرتله لا زيات خطرناکه سوى دى.

اوس نو، سوال دا دى چي ايا افغانستان د متحده ايالاتو د امنيت لپاره تر عراق لا زيات خطرناکه دى اوکنه؟

د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتو کي، دريو واړو کانديدانود افغانستان په ارتباط کاملا مخالف نظرونه وړاندي کړي دي. درې واړه وايي چي افغانستان يو مهم امنيتي گواښ دى چي بايد چاره يې وسي. مگر جمهوري غوښتونکي کانديد، سناتور جان مکېن، عقيده لري چي عراق د امريکا د امنيت لپاره تر بل هر ځاى خورا زيات اهميت لري. په مقابل کي، ديموکرات کانديدان، هېلري کلنټن او براک اوباما، د افغانستان د اهميت په باب ټينگار کوي. دواړه عقيده لري چي پر عراق باندي تمرکز د افغانستان څخه توجه کمه کړې ده. حال دا چي اصلي تهديد د افغانستان څخه متوجه دى.

سناتور جان مکېن باور لري چي افغانستان او عراق ديوې سيکې دوه مخه دي. د هغه په گومان د عراق څخه د امريکايي عسکرو را ايستل به په اوږدې مودې کي د متحده ايالاتو د امنيت لپاره ډېر گران تمام سي. ځکه همدا کار به القاعده نوره هم زړوره او گستاخه کړي، د امريکا منافع به په مينځني ختيځ کي د خطرونو سره مخامخ سي، او همدا ناکراره سيمه به لا بې ثباته سي.

په مقابل کي، سناتور اوباما او مېرمن کلنټن بل ډول استدلال کوي. ښاغلي اوباما د ټکساس په مناظرې کي وويل: " د عراق روان جنگ، په افغانستان کي موږ د القاعدې پر خلاف له جگړې څخه را گرځولي يو. القاعدې درې زره امريکايان وژلي دي." هغه زياته کړه که چيري انتخاب سي،افغانستان ته به لږترلږه دوه اضافه غونډه واستوي.

سناتوره هېلري کلنټن د ښاغلي اوباما غوندي نظر لري، خو د افغانستان او پاکستان د سرحدونو د څارني لپاره د يوه خاص استازي د مقررولو خبره هم کوي.

ديموکراتان د عراق څخه د خپلو عسکرو د راايستلو مسله د افغانستان سره تړلي، او دا استدلال د دوى سياسي مشکل څه اسانوي. ځکه د امريکا پوځ په دوو جبهو کي جنگېږي او دې مسلې پر پوځ باندي ډېر زيات فشار او بوج اچولى دى. بلخوا، اروپايان هم نه غواړي چي افغانستان ته اضافه عسکر ولېږي. هغوى وايي ولي بايد د متحده ايالاتو سره مرسته وکړو؟ حال داچي امريکا کولاى سي چي له عراق څخه خپل عسکر راوباسي او افغانستان ته يې واستوى .

بلخوا، د پاکستان شرايطو ځيني سياسي مبصرين اندېښمن کړي دي. هغوى باور لري چي دپاکستان حالات نېغه په نېغه پر افغانستان باندي اغېزه ښندي. د جورج ټاوان د پوهنتون پروفسور، بروس هافمن، وايي: "د افغانستان ماتې به د عراق د ناکامۍ په پرتله ډېر بد عواقب ولري. که چيري دپاکستان سرحدي سيمي له لاسه ووځي او کامله انارشي پکې حاکمه سي،د افغانستان د حکومت او خاوري بشپړتيا به دجدي خطرونو سره مخامخه سي، او همدا حالت به زموږ د امنيت لپاره ډېر گران تمام سي."

بلخوا، د واشنگټن پوست په اخبار کي د فبرورۍ د مياشتي پر ٢٤ باندي د ستراتيژيکي او بين المللي مطالعاتو د مرکز غړي، انتوني کورډزمن، د عراق او افغانستان د روانو جنګونو په باب ليکي: په عراق او افغانستان کي د جنگ د ډگرونو له عيني لېدو څخه وروسته زه اوس پدې نظر يم چي دواړه جنگونه اوس هم گټل کېداي سي. مگر په عين زمان کي ددې امکان هم سته چي په دواړو جگړو کي مو ناکامي په برخه سي.

په عراق او افغانستان کي د القاعده او طالبانو پر خلاف مجادله يوازي نظامي اړخ نلري، بلکي نور اړخونه يې لا زيات اهميت لري. رښيتنه او واقعي سوبه به يوازي هله ترلاسه کېداى سي چي تاکتيکي نظامي برياليتوبونه ايديولوژيکي او سياسي کاميابيو او دغه راز ښه او باکفايته حکومتونو او هراړخيز اقتصادي رشد او انکشاف ته لاره يوسي. ډالر او پيسې د توپ او توپک په شان اغزمن دي. همدا راز، سياسي تطابق او د نورو ډلو جذب او را جلبول، اغېزمن او موثر حکومت ، مقدماتي اجتماعي خدمات، او د يوه داسي روښانه سبا زيرى چي مذهبي افراطيان يې د جوړولو توان ونه لري.

په افغانستان او عراق کي نظامي شرايط کاملا توپير لري. متحده ايالات او ملګري يې په دواړو هيوادنو کي په تاکيتکي لحاظ هر جنگ گټي. په عراق کي، القاعده په هر ولايت کي له ماتي سره مخامخه ده. خو په افغانستان کي کاميابي څه پيکه غوندي ښکاري. ناټو او بين المللي قوه په تاکتيکي لحاظ هر جنګ گټي، مگر په عين زمان کي طالبان هم ورځ په ورځ پرمختگونه کوي او دخپل نفوذ ساحه پراخوي. طالبانو په پاکستان کي هم پرمختگ کړى دى. د القاعدې لپاره پاکستان خورا زيات اهميت لري. امريکايي قومندانان په خصوصي ناستو کي خبردارى ور کوي او وايي چي پرته له نورو اضافه عسکرو څخه برى تر لاسه کېداى نسي، او پرته لدې چي د ناټو ټول غړي هيوادونه په جنګونو برخه وا نه خلي، کاميابي به ناممکنه وي. دغه راز، ددې کاميابي د لاسته راوړلو لپاره د پاکستان پوځ هم بايد په قبايلي سيمو کي لا نور کوښښ وکړي.

څه چي د عراق او افغانستان د جنگونو په مينځ کي شريک دي، هغه دا چي لږ تر لږه د يوه جنگ د گټلو لپاره متحده ايالات مجبوره دي چي د راتلونکي جمهورريس په ټوله دوره کي دوامداره او هر اړخيز کوښښ وکړي. هر هغه استدلال چي لدې واقعيت څخه انکار کوي چي دا جنگونه به اوږده وي، رشتين او صادق ندي. بلکي زموږ ماتې را مسلمه کوي. په عراق او افغانستان کي به موثره ملي امنيتي قوه او حکومتي اداره تر کال ٢٠١٢ پوري جوړه نه سي او ښايي څه نور هم وځندېږي. دا ددې مانا نلري چي د وخت په تېرېدو سره به امريکا و نه کړاى سي چي خپله قوه کمه کړي، خو د امريکا د پوځي شتون لپاره به کمه تر کمه همدونه کلونه پکار وي.

تر ټولو مهمي او جدي ستونزي د ښه او باکفايته حکومت جوړول او د اقتصادي انکشاف را وستل دي. په دواړو هيوادنو کي مزمني داخلي تفرقې سته؛ فقر او د بېکارانو شمېر هم زيات دى، او ددې مشکلاتو حلول پراخه حوصله غواړي. دا ستونزي حلېداى سي، خو کلونه کلونه غواړي. د افغانستان او عراق مرکزي حکومتونه فاسد او غير موثر دى. پرته له نورو اضافه مالي مرستو څخه يو حکومت هم ددې قدرت نلري چي اقتصادي وده راولي او يا خپلو خلکو ته مقدماتي اجتماعي خدمات برابر کاندي.

هر هغه امريکايي سياسي مشر چي دغه واقعيتونه نسي منلاى، هغه به ضرور هم په عراق او هم په افغانستان کي مات سي. هر هغه کانگرس چي پر اني او سمدستي کاميابۍ باندي ټينگار کوي هغه به هم ناکامه سي. موږ هم د اوږدې مودې تعهد ته اړتيا لرو، هم ستراتيژيکي حوصلې ته، او هم د اوږدې مودې منابعو ته. په بل صورت کي موږ د ماتي لپاره دښمنانو ته ضرورت نلرو. موږ به پخپله ځانونه مات کړو.

تبصره:

ټول سياسي شواهد او قراين دا ښي چي د امريکا په جمهوري رياست کي به دا ځل يو ديموکرات کاميابه سي. د عامه افکارو ټولي سروې ګاني ښي چي عامه امريکايان له عراق څخه د امريکايي عسکرو سمدستي را وتل غواړي. بلخوا، د عراق جنگ په بين المللي او منطقوي ساحه کي هم ملاتړ نلري ځکه دا جنگ له اساسه غير عادلانه او متجاوز جنگ دى. په هر صورت، د کم بخت بش امپرياليستي تخيلاتو د عراق فاجعه ايجاده کړه چي په هر لحاظ د غندلو وړ عمل دى. ځکه د عراق د اشغالو لپاره هيڅ ډول موجه دليل نه وو او نه هم سته. خو دا کار اوسو، او اوس يې يوه چاره پکار ده.

اوس نو، د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ کانديد، سناتور جان مکېن، ددغه ټولو واقعيتونو سره سره، د عراق د جنگ دفاع کوي. ښاغلي جان مکېن به د امريکا په عامه خلکو کي د اعتبار او حيثيت خاوند وي، خو همدا غلط دريځ او سرټمبه ګي به يې ضرور د ناکامۍ سبب سي. اوس نو فرضا، که چيري يو ديموکرات کاميابه سي، او هغه د عراق څخه د امريکايي عسکرو د راايستلو کار پيل کړي او په ضمن کي د افغانستان مسلې ته توجه وکړي، ايا دا به د افغانستان اوسنۍ نه ختمېدونکې سياسي او نظامي ستونزه حل کاندي؟

په هر حال، د يوه ديموکرات کاميابه کېدل د افغانستان په ګټه دي. مگر تر هغه وخت پوري چي د افغانستان په اوسني شډل حکومت کي هراړخير سياسي اصلاحات نوي را وستل سوي، د نورو اضافه عسکرو استول به گټه و نه کړي. ځکه د افغانستان مشکل نظامي نه بلکي سياسي دي. په بل عبارت، په افغانستان کي د پوځي عملياتو مخکښ بايد ديوه باکفايته حکومت د راوستلو او ټينګولو جدي او پراخي هلي ځلي وي.

يو شمېر افغاني او خارجي سياسي مبصرين مدام د زياتو عسکرو د استولو مسله مطرح کوي. دوى فکر کوي چي کېداى سي چي طالبان په نظامي توګه مات سي او هر څه سم سي. مگر دا نظريه جدي کمزروۍ لري.

افغانستان ته د ډېرو عسکر استول د افغانستان ستونزه نسي حلولاي، بلکي څه چي د افغانستان مشکل حلولاي سي هغه په افغاني حکومت کي هر اړخېز سياسي اصلاحات، پاک او ښه حکومت، موثره اداره، اغزمن موسسات او باکفايته مامورين دي. د افغانستان اساسي ضرورت د يوه سالم او مشروع حکومت نشته والى دى، نه د خارجي عسکرو کموالى. همدا اوس، په افغانستان کي په کافي اندازه زيات خارجي عسکر پراته دي، مګر د افغانستان ستونزه نده فيصله سوې. ددې کمزروۍ اساسي علت د يوې باکفايته او خواخوږي ادارې نشته والى دى او بس. موږ افغانانو ته پکار ده چي همدا تريخ واقعيت ومنو، او پدې باب بحث او خبري وکړو.

د طالبانو بيا را پورته کېدل خپله ددې مانا لر ي چي حکومت بې کفايته دى. کنې نو څرنگه دا تريخ سياسي واقعيت تشريح کېداى سي چي د کرزي حکومت د ملي او بين المللي ملاتړ سره سره ورو ورو د جنګ ميدان بايلي. څرنګه دا امکان لري چي يو حکومت چي هم پوليس ولري، هم پوځ ولري، هم يې خارجي عسکر تر شا ولاړ وي، هم راډيو ، تيلويزون، او اخبار ولري ، بياهم يو څو کسه چي پرته له وچو غرونو څخه بل د سېب ځان نلري، د جنګ ميدان ترې وگټي؟ ايا همدا د اوسني حکومت بې کفايتي نه ښيي؟

د پشتو د معتبرو خبری رسا نیو په استفا ده .


باتور
19.08.2008

دا يو په مشرق روان دی او دا بل په مغرب !

په درنښت



ع کريم حليمي
19.08.2008

[quote:8b7b277211]دا يو په مشرق روان دی او دا بل په مغرب ! [/quote:8b7b277211]
دابل پرسر روان دۍ !!!؟؟؟
تاسوڅرنګه پوۍ شوې ؟؟؟ چه يو په مشرق روان ، او دا بل په مغرب
درنښت 


باتور
29.08.2008

محترم حليمی ته سلامونه وړاندي کوم !

تاسو ليکلي :

[color=brown:0dc51ca209]دابل پرسر روان دۍ !!!؟؟؟
تاسوڅرنګه پوۍ شوې ؟؟؟ چه يو په مشرق روان ، او دا بل په مغرب
درنښت [/color:0dc51ca209]

که ديموکرات دي او که جمهوريخواه . . که بارک اوباما دی او که جان مکين . . دواړه د هغي مرداري فاسدي ادارې تابع دي، چي د نړی په مشرق او مغرب يې خېټي اچولو ته ملا تړلي . .

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more