نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د خپلواکۍ د کلیزي د لمانځلو حق يې هم را نه واخيست
نيلی
15.08.2008
'' ۸۹ کليزه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لمانځل کېږي''
پخوا به هر کال دغه دستوره د زرگونو وگړو په گډون په غازي لوبغالي کې جوړېده .
15.08.2008 بی بی سی BBC
دفاع وزارت وايي سږ کال ځکه د خپلواکۍ ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لمانځي چې د لارو سړکونو د تړلو او بندېدلو مخه ونيسي.
د دغه وزارت وياند دا نه مني چې گواکې د امنيتي انديښنو له کبله دا چاره تر سره کوي. خو ډير خلک ددې گام تر شاه امنيتي لاملونه ويني .
د افغانستان د خپلواکۍ ورځې ته ايله پنځه ورځې پاتې دي، دغه ورځ به هر کال د کابل په غازي لوبغالي کې لمانځله چې زرگونو خلکو به په کې برخه اخسته،سربېره پر لوړ پوړو دولتي چارواکو، پوځيانو، زده کوونکو، بزگرانو او د ټولنې نورو پوړونو هم په دغه دستوره کې گډون کاوۀ .
خو د افغانستان ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي چې ښايي سږ کال د خپلواکۍ ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولمانځل شي.
وياند وايي چې سږ کال به پوځي پريډ او د لوبو نندارې د لمانځنغونډې برخې نه وي، بلکې يوازې د خپلواکۍ څلي ته گلونه يوړل شي او بس، پر دغه څلي د ځينو داسې افغان وگړو نومونه ليکلي دي چې د ازادۍ په جگړه کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى .
پوښتنه داده چې ولې د خپلواکۍ ورځ د غازي لوبغالي پر ځاى د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لمانځل کيږي،ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي ځکه داسې کوي چې سړوکونه ونه تړل شي،خو ډېر خلک ددې گام تر شاه امنيتي انيښنې ويني.
شاوخوا درې مياشتې مخکې د مجاهدينو د بري د ١٦ کليزې د لمانځلو پر مهال، وسلوالو پر غازي لوبغالي بريد وکړ،ولسمشر حامد کرزى د بريد له سيمې روغ رمټ ووت خو د ولسي جرگې د يوۀ تن غړي فضل الرحمن څمکني په گډون درې کسه ووژل شول او يوولس نور ټپيان شول.

خو ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي دا نه مني چې گواکې سږکال د خپلواکۍ مراسم د امنيتي انديښنو له کبله په ارگ کې تر سره کيږي چې ولسمشر کرزي ته تر ټولو خوندي ځاى دى:
ډېر ځله پر دغسې لويو ناستو يوه پيښه شوې ده، دا په دې مانا نه ده چې ستاسو امنيتي ځواکونه توان نه لري،موږ هڅه کوو چې دغه راز ملي ورځو لمانځل خلکو ته وليږدو،موږ او تاسو به يو اعلان کوو چې نن زموږ ملي ورځ ده،خلک دې جشن وکړي او پروگرامونه دې جوړ کړي، يوازېنى لامل همدا و، د يوې وړې سيمې امنيت تامينول دومره لويه ستونزه نه ده ،او هغه ناوړه او شرمناکه پيښه چې شوې وه دامانا نه لري چې هره ورځ به تکراريږي .''
افغانستان له نن څخه ٨٩ کاله مخکې د زمري پر اته ويشتمه نيټه د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال خپله خپلواکي له بريتانيې نه اخستې وه،خو نن دبريتانيي يو شمير سرتيري د افغانستان په سويل کې د امنيت د ټينگښت په موخه دندې تر سره کوي.

Re: د خپلواکۍ د کلیزي د لمانځلو حق يې هم را نه واخيست
pattang
15.08.2008
دا ټوله سيناريو يوه لو دګي په طاقت دڅلورو ده که دپرون ورځې نيمچه ازادي
او دنن ورځي اشغال او غلا مي ته يو ځای په غازي لوبغالي کې وژاړي نو منم
يې ، له داسې يو حرکت څخه به او لس خوشاله او حقيت به تکراري څرګند شي ،
بيابه وېره او ډار هم نوي ، بې لدي څخه يې دا پرده ده چې د دوهم ځل لپاره خپل
پر توګونه ډک نکړي ٠ دايې لويه پرده ده چې له اشغالګرو سره پټ خپل جامونه
واخلي ، دا مالوميږي چې اشغالګر او مفعول ګوډاګی رژيم په کابل کې هم واک او
اختيار نلري.٠
[quote:ac5641ecae="نيلی"]'' ۸۹ کليزه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لمانځل کېږي''
پخوا به هر کال دغه دستوره د زرگونو وگړو په گډون په غازي لوبغالي کې جوړېده .
15.08.2008 بی بی سی BBC
دفاع وزارت وايي سږ کال ځکه د خپلواکۍ ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لمانځي چې د لارو سړکونو د تړلو او بندېدلو مخه ونيسي.
د دغه وزارت وياند دا نه مني چې گواکې د امنيتي انديښنو له کبله دا چاره تر سره کوي. خو ډير خلک ددې گام تر شاه امنيتي لاملونه ويني .
د افغانستان د خپلواکۍ ورځې ته ايله پنځه ورځې پاتې دي، دغه ورځ به هر کال د کابل په غازي لوبغالي کې لمانځله چې زرگونو خلکو به په کې برخه اخسته،سربېره پر لوړ پوړو دولتي چارواکو، پوځيانو، زده کوونکو، بزگرانو او د ټولنې نورو پوړونو هم په دغه دستوره کې گډون کاوۀ .
خو د افغانستان ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي چې ښايي سږ کال د خپلواکۍ ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولمانځل شي.
وياند وايي چې سږ کال به پوځي پريډ او د لوبو نندارې د لمانځنغونډې برخې نه وي، بلکې يوازې د خپلواکۍ څلي ته گلونه يوړل شي او بس، پر دغه څلي د ځينو داسې افغان وگړو نومونه ليکلي دي چې د ازادۍ په جگړه کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى .
پوښتنه داده چې ولې د خپلواکۍ ورځ د غازي لوبغالي پر ځاى د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لمانځل کيږي،ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي ځکه داسې کوي چې سړوکونه ونه تړل شي،خو ډېر خلک ددې گام تر شاه امنيتي انيښنې ويني.
شاوخوا درې مياشتې مخکې د مجاهدينو د بري د ١٦ کليزې د لمانځلو پر مهال، وسلوالو پر غازي لوبغالي بريد وکړ،ولسمشر حامد کرزى د بريد له سيمې روغ رمټ ووت خو د ولسي جرگې د يوۀ تن غړي فضل الرحمن څمکني په گډون درې کسه ووژل شول او يوولس نور ټپيان شول.
شاوخوا درې مياشتې مخکې د مجاهدينو د بري د ١٦ کليزې د لمانځلو پر مهال، وسلوالو پر غازي لوبغالي بريد وکړ،ولسمشر حامد کرزى د بريد له سيمې روغ رمټ ووت خو د ولسي جرگې د يوۀ تن غړي فضل الرحمن څمکني په گډون درې کسه ووژل شول او يوولس نور ټپيان شول.
خو ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي دا نه مني چې گواکې سږکال د خپلواکۍ مراسم د امنيتي انديښنو له کبله په ارگ کې تر سره کيږي چې ولسمشر کرزي ته تر ټولو خوندي ځاى دى:
ډېر ځله پر دغسې لويو ناستو يوه پيښه شوې ده، دا په دې مانا نه ده چې ستاسو امنيتي ځواکونه توان نه لري،موږ هڅه کوو چې دغه راز ملي ورځو لمانځل خلکو ته وليږدو،موږ او تاسو به يو اعلان کوو چې نن زموږ ملي ورځ ده،خلک دې جشن وکړي او پروگرامونه دې جوړ کړي، يوازېنى لامل همدا و، د يوې وړې سيمې امنيت تامينول دومره لويه ستونزه نه ده ،او هغه ناوړه او شرمناکه پيښه چې شوې وه دامانا نه لري چې هره ورځ به تکراريږي .''
افغانستان له نن څخه ٨٩ کاله مخکې د زمري پر اته ويشتمه نيټه د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال خپله خپلواکي له بريتانيې نه اخستې وه،خو نن دبريتانيي يو شمير سرتيري د افغانستان په سويل کې د امنيت د ټينگښت په موخه دندې تر سره کوي.
خو ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي دا نه مني چې گواکې سږکال د خپلواکۍ مراسم د امنيتي انديښنو له کبله په ارگ کې تر سره کيږي چې ولسمشر کرزي ته تر ټولو خوندي ځاى دى:
ډېر ځله پر دغسې لويو ناستو يوه پيښه شوې ده، دا په دې مانا نه ده چې ستاسو امنيتي ځواکونه توان نه لري،موږ هڅه کوو چې دغه راز ملي ورځو لمانځل خلکو ته وليږدو،موږ او تاسو به يو اعلان کوو چې نن زموږ ملي ورځ ده،خلک دې جشن وکړي او پروگرامونه دې جوړ کړي، يوازېنى لامل همدا و، د يوې وړې سيمې امنيت تامينول دومره لويه ستونزه نه ده ،او هغه ناوړه او شرمناکه پيښه چې شوې وه دامانا نه لري چې هره ورځ به تکراريږي .''
افغانستان له نن څخه ٨٩ کاله مخکې د زمري پر اته ويشتمه نيټه د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال خپله خپلواکي له بريتانيې نه اخستې وه،خو نن دبريتانيي يو شمير سرتيري د افغانستان په سويل کې د امنيت د ټينگښت په موخه دندې تر سره کوي.[/quote:ac5641ecae]
بابړ
16.08.2008
د خپلواکۍ جشن دکوټې بنديوان شو
http://larawbar.com/
د نړيوالۍ ټولني په مالي او ځاني ملاتړ سره له اوو کلونو لګښتونو او هڅو وروسته حکومت په دې ايله وتوانېده ، چې د هېواد د خپلواکۍ جشن ، چې د ټول ملت د وياړ او سرښندنې پايله ده له ازادې فضا( غازي لوبغالي ) څخه کومې کوټې ( ارګ ، اماني لېسې او يا استقلال لېسې ته را ولېږدوي .
ددې پرځاى چي د جشن سيمه نوره هم پراخه شي له بده مرغه د جشن چمن او لوبغالى د امنيتي ملحوظاتو له امله په کوټې بدليږي او د يوې عادي غونډي بڼه غوره کوي .
اوس پوښتنه دلته ده ، چي په ارګ ، اماني لېسې او يا په استقلال لېسې کښي به د ټانکونو، درنو اوسپکو وسلو، بېلابېلو موټرو او د لسګونو زرو پوځونو نمايش څنګه ترسره شي او که دا ونه شي ، نو د جشن مانا څه شوه او عام وګړي به څه ډول ددې جشن ننداره وکړي ؟
ډيره د افسوس خبره ده، چي د هېواد د خپلواکۍ جشن په کومه کوټه کښي نمانځل کيږي هغه هم دداسي هېواد، چي تل يي د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په موخه د سرونو په بيه دا هېواد ساتلى ، ګټلى او له پرديو څخه پاک ساتلى ، خو اوس داسي حالت ته رسېدلى ، چي د نمانځلو ورځ يي دکوټې بنديوانه کيږى .
دغه ډول پرېکړه وروسته له هغه وشوه ، چي کله د مجاهدينو د ١٦ کليزي د برياليتوب په ورځ (د غويي په ٨ مي ) د کابل ښـار غازي لوبغالي ته څېرمه د جشن پر مراسمو له پنځه سوه مترۍ څخه د وسلوالو طالبانو له خوا بريد وشو ، چي د ولسي جرګې د يوه غړي په ګډون پنځه تنه په کښي ووژل شول او لس نور ټپيان شول .
هغه مهال ټولي نړۍ په ژوندۍ بڼه وليدل، چي د افغانستان د حکومت او نړيوالي ټولني قوت څومره په دې هېواد کښي د ډاډ وړ دى .
له دې اعلان سره چي سږکال به د هېواد د ٨٩ مي د خپلواکۍ د کليزي جشن په کوم تالار کښي ترسره شي ، عام ولس ته يو ډول ذهني نا ارمتيا پيدا شوي او داسي انګري ، چي نور هېواد خو پرېږده ، چي دوى له دومره امنيتي تدابيرو سره سره په پلازمېنه کابل کښي هم خوندي نه دي ، چي د خپل هېواد دخپلواکۍ مراسم په ازداه فضا کښي تر سره او هغه وويني ، چي دې اعلان زياتر خلک د حکومت په حاکميت شکمن کړي دي .
د حکومت يوه چارواکي په يوه خبري کنفرانس کښي دومره غټ دورغ وويل ، چي له ځان څخه يې څو چنده غوښن او زيات وو، دغه چارواکي خبريالانو ته وويل چي دغه جشن ځکه د يادو شويو ځايونو په کوم تالار کښي ترسره کوي ، چي د غازي لوبغالي د رغوني کار پيل شوى دى او نه شي کولاى چي تېر په څېر هلته ترسره شي ، خو که تاسو لوستونکي غازي لوبغالي ته لاړ شئ ، نو هلته د هيڅ کار د پيل څرک به ونه وينئ او دغه لوبغالى په خپل حال ده .
خو اصلي خبره داده ، چي اوس حکومت په دې باور دى ، چي که په کومه کوټه کښي ددې جشن مراسم ترسره شي ، نو بيابه هغه ډول وېرونکې پېښـه نه رامنځته کيږي او په دې کښي به د حکومت پرده پرځاى وي ، خو ملت چي هر څه وايي هغه پروا نلري ، چي نړيوال څه ونه وايي .
خو د حکومت واکدارانو ! دا جشن ستاسو نه ، بلکي د ملت دى او ملت ته تاسو داسي ډاډمنه فضا برابره کړئ ، چي دغه له وياړونو ډکه ورځ د هېواد په ټولو لويوښارونو، ولايتونو او ولسواليو کښي په خورا خوښۍ سره ونمانځي، خو له هغوى څخه دغه د خوښۍ ورځ په کوټه مه ننباسئ ، چي بله ورځ به بيا په کوټه کښي هم د نمانځلو چانس درته نه وي .
بشارت
باتور
16.08.2008
د خپلواکۍ جشن د اشغال تر بيرغ لاندي؟
د خپلواکۍ جشن له خپلواکو ملتونو سره ښايي. . هر چېري چي يې لمانځي، ودي لمانځي. . دا جشنونه د کارمل د دولت جشنو ته ورته دي، چي د شورويانو تر سره بيرغ لاندي به يې د خپلواکۍ د جشن د لمانخلو ټوکي او مسخرې کولې. .
پرېږده چي دوی هم د امريکا تر بيرغ ا و د هغو د عسکرو تر پيرې لاندي د خپــــــــــــــــــــــــــلـــــــــــواکــــۍ جشن ولمانځي. . جشن به د لطيف پدرام په ښکلي وينا پيل کړي او د جشن په ختم کي به ټول د لوی غازي احمد شاه مسعود (دخپلواکۍ د لاري شهيد) قبر ته د ګلانو ګېډی وروړي.
څه عظيم الشان جشن به وی او ملت به څومره خوند ورنه واخلي.
په درنښت
pattang
18.08.2008
بسم الله الرحمن الرحيم
دافغانستان داستقلال د۸۹ وم تلین په مناسبت
دافغانستان داسلامی امارت اعلامیه
دازادی جشن؟؟؟؟؟؟؟؟؟
پرته له شکه چې (٨٩)کاله وړاندې دزمري په (٢٨) نيټه،زمونږ مجاهدونيکونو د خپلو تلپاتو اتلوليواونه هيريدونکوقربانيوپه بدله اوپايله کې له پيرنګي ښکيلاکه، دهيواد دسياسي استقلال دګټلوناره په داسې حال کې پورته کړه چې له دې وړاندې انګريزي استعمارزمونږ په ګران هيواددرى ځله يرغلونه کړي اوننګياليوافغانانوورته هرځل دخپلوسرونوپه نذرانوکلکې اوتاريخي ماتې ورکړې وي ،نوځکه دزمري (٢٨) نيټه زمونږ دولس اوهيوادپه تاريخ کې له وياړونوهغه ډکه ورځ اوله خوښيو برخمنې شيبې دي چې مونږ افغانان بايدهرکال په همدغه نيټه دخپلوپلرونواونيکونوپه ميړانواوقهرمانيو فخراو افتخاروکړواودتل لپاره يې دعبرت اوالهام اخستنې سرچينې وګرځوو.
داستقلال دجشن له تجلیل څخه موخه اومقصد دادی چی ۸۹کاله وړاندی زمونږنیکونو په خپل غیرت ،زړورتیااودوینی په بیه، انګریزان له ملک څخه وشړل اودهیواداستقلال یی تامین کړ،نوځکه یی هغه تجلیلاوه .
خواوس دهغوی وطن پلورونکوزامنو په داسی حال کی چی دانګریزانو اونوروصلیبیانوځمکنی اوهوایی ځواکونه یی ساتنه کوی، هغوی له استقلال څخه باټي وهی ،خو ددوی دا عمل دپلرونواونیکونو داستقلال سپکاوی دی .
ټولو متدینو،زړورو اوازادی خوښو افغانانوته معلومه ده چی زمونږ هیوادله ۲۰۰۱ میلادی کال څخه راپه دی خوادجابروصلیبیانوله خوانیول شوی دى اویوه غیره متجانسه ډلګۍ يي چی له افغانی الاصله امریکایانواواروپایانوچی دمتخصصینوپه بڼه ،یوشمیردبنسټ پالو په څهره ،دمخدره موادوقاچاقبران اودپخوانیووطن پلورونکوبقایا(کمونستان)اودهغوی نوردلالان چی دB52 الوتکو اونیمه اتومی وسلوپه زوریی قدرت ته ورسول، نن ورځ زمونږهیوادپه سیاسی،اقتصادی ،فرهنګی اونظامی لحاظ دیوویشتمی پیړۍ دوینه بهوونکوپه اشغال کی دی اوداخبره له چانه پټه هم نه ده .
داډیردشرم ځای دی چی داغیرمتجانس جوړښت ،په داسی حال کی چی امنیت یی همدی اشغالګرو په توپ اوټانګ نیولی اوپه میلیاردونوروپۍ ددی په ځای چی دهیوادد شهیدانو،کوم چی دهمدی اشغالګروله خواشهیدان شویدی،په کونډواویتیمانوا وویشی اویایی دهیواپه نوروبیوزلومصرف کړی ،یايي دهیواددبچیانوه په سالمه روزنه ولګوی ،داستقلال دجشن په نوم یی خپلوجیبونواوحسابونوته اچوی اوزمونږساده زړی خلک غولوی .
دافغانستان اسلامی امارت له ټولوافغانانوڅخه غواړی چی داستقلال د۸۹ وم کال دتلین په مناسبت وعده وکړي ، لکه څرنګه چی زمونږنیکونوله خپل دین،حیثیت اوناموس څخه دفاع کړی وه اوانګریزانوته یی دعبرت درس ورکړی ؤ،بایدهمداوینی څښونکی صلیبیانو چی هیڅ ډول ارزښتونواوقانون ته ګروهمن نه دی ،خوځانونه دبشردحقوقو ددفاع اتلان ګڼی ،په زرګونومظلوم مسلمانان یی دعلماوو،سپین روبو،ځوانانو،ښځینه اوماشومانوپه شمول په ډیروځایونولکه کندهار،بګرام اوګوانتاناموکی پرته له کوم برخلیک څخه دځنګله دقانون په چوکاټ کی ساتلی دي، هم دعبرت درس ورکړی .
راځی پرته له دی چی قوم ،ژبی ،سمت اوسیمی ته نظروکړو؛ټول دمال،سر،ژبی اوقلم په واسطه جهاد وکړو،ترڅوداددین اوهیواددښمنان اودهغوی چوپړان یاختم کړواویایی له هیوادڅخه وشړواوداستقلال جشن په رښتینی توګه تجلیل کړو.
دافغانستان د اسلامي امارت
و.افغان
18.08.2008
دخپلواکۍ دجشن لمانځل دهغه چا حق دې چې خپلواک وي، او یا دخپلواکۍ
لپاره مبارزه کوي، نه دغلامانو او دښکیلاګرو دلاسپوڅو لپاره.
مبارزه یواځې دټوپک جنګ نه دی، بلکه ډیر نور صورتونه هم لري،
په داخل د افغانستان کې د ټولو وطنپالو او دوطن دریښتینو بچو دا فرض دي،
چې دوطن څخه دښکیلاګ دختمولو لپاره یو بله ته سره لاسونه ورکړي، او په اوسنۍ مرحله کم نه کم دخارجي قوتونو وجود او خوزښت دسوچه افغاني اداري لاندې تنظیم او دعاجل او سریع وتلو لپاره يي دنږدې او عاجل مهالویش ټاکلو لپاره
مضبوط ګامونه اوچت کړي.
ډوکتر څپاند
19.08.2008
درنو هيوادوالو
پداسی حال کی چه زموږ دهيواد ځمک او اسمان،دبيګانوو ټوپکيانو تر سيوری
لاندی سلګی وهی،دزمری ٢٨ د هيواد دازادی دورځی په نامه لمانځل ،يو ځان
غولونکی عمل دی٠
مګر پدی ورځ دهيوادد دازادی دستر لارښوداوپه وطن مين پاچا ،غازی امان الله
يادونه او لمانځنه د هر افغان وياړدی٠
داخاوره داوسنی حالت نه دبچ کيد پخاطر يوه بل امان الله خان ته ضرورت لری
ايا دسی نده??
باتور
19.08.2008
بلکل همداسي ده !
هماغه وخت به د خپلواکۍ د ډول غږ زموږ زړونه يو وار بيا ورپوي .
په درنښت
لرغونى لاروى
larghonay1
20.08.2008
د ازادۍ ورځ بايد هغه قومونه ولمانځي چې ازادي تر ګټلو وروسته وساتلى شي .
د ازادۍ د ساتلو وسيله د وخت د علومو زده كړه ده.
نن سبا په افغانستان كې دوه قوته سره ښكر په ښكر دي چې يو كرزى او ملاتړي يې او بل ملا عمر او د هغه ملاتړي چې دواړو د پښتنو وهلو او وژلو ته مټې رانغښتي دي. يو يې ښوونځي سوزوي او بندوي او بل پرې بمباري كوي چې د دې ملت ګانده يوه توره تياره ده چې هم به سياسي خپلواكي ونه لري او هم اقتصادي . په دې لمانځنه غور په كار دى . اوس مونږ د ازادۍ ډول نه لرو نو بې ډوله ګډا د ناپوهو خلكو كار دى.
كرزى خو به يې له وېرې د سهار پر ځاى مازديګر او هغه هم په ارګ كې د ننه لمانځي خو ملت بايد د يو شي په لمانځلو او غندلو يو څه فكر وكړي.
له هغو شاعرانو هيڅ ګيله ونه كړئ چې د هيوادمل په غوړه مالۍ ارګ ته تللي وي او كرزي ته يې هلته دبړه ماري كړې وي. دوى ته بايد بې شعوره شاعران وويل شي .