اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
حرام او که حلال
rehan khan
10.08.2008
السلام علېکم,
ما داسي اورېدلې چي ېو ځل چا د امام ابو حنېفه صېب نه د کور
جوړولو له پاره پېسي اغښتې .
نو امام صېب فکر اوکړ چې ېا الله داځما پېسې حرامې وې چې
په کور جوړولو کښې مصرف شوې؟
شپه پرې ډېره نا ارامه تېره شوه او سبا هغه شخص پېسې ورته
راوړې او ويل چې د کور جوړول اوس پاتې شو نو امام صېب
خوشحاله شو .
نو پښتنه دا ده چي په دې صورت کومې پيسي سړې په خټو ولږې او ابادې پرې وکړې
والسلام.
په درنښت
و.افغان
18.08.2008
ریحان صاحب:
السلام علیکم
ګرانه وروره!
دا قیصه خو ماته معلومه نه ده چې صحي او که غلطه ،
خوکه چیري صحي وخیږي ، نو دا به دامام صاحب دډیرې تواضع او د زیاتې پرهیزګارۍ ښکارندوي وي.
ګرانه وروره! عبادت، تقوی، پرهیزګاري، مال، دولت، او دنیا دا ټول ارزاق دي،
چې دلوي خداي جل جلاله له اړخه په بندګانو دهغه دحکمت مطابق ویشل شوي دي،
دنیا او آخرت یو له بل لپاره پیدا شوي دي، او دا دواړه څیزونه په خپل منځ کې
سره کوم تضاد نه لري، نو سړۍ کولاي شي چې په خپل ژوند کې ددنیا لپاره هم هلې او ځلي وکړي، او دآخرت لپاره هم.
بلکه ځمونږ اسلامي دين په دې اساس ولاړ دی، چې:
ددنیا لپاره دې دومره کار و کړه
لکه ته چې دهمیش لپاره ژوند کوي، او دآخرت لپاره دې دومره کار وکړه چې ته چې سبا مړ کيږي.
اعمل لدنیاک کأنک تعیش أبدا
واعمل لآخرتک کأنک تموت غدا.
نو که انسان په دغی لوړ قانون خپل ژوند برابر کړي نو ان شاء الله چې هم به يي
دنیا ګټلې وي، او هم به يي آخرت ګټلې وي.
په درنښت.