نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اوس دا دا میلمه پالی سوه که سيالی
خیریوسی
09.08.2008
وروڼو السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
میلمه پالی حق ده عرب وایې جود فی الموجود
( سخا په هغه څه کی چې دسړی سره وی )
نن سباخو په خوړو ، کالو ، ودو ، میلمستیاو.... کی یو دبل سره زیاته سیالی روانه ده که یو په واده کی دری لکه افغانی مصرفوی نو هغه بل بیا شپږ لکه افغانی حال دادی چې پیسی په پور اخلی او واده په کوی
یاره کم سی کم دومره خووکړه یوبل ناتوانه کلیوال ، دوست .. چې لکونه نه لری او ددی سیالیو توان هم لری نو هغه خو په اوږه کی درسره واخله مصرف به یو وی ودونه به دوه دری پر ټولو به مصرف تقسم سی ځوانان به ودونه وکړی خوشحالی به مو یو په دوه
اوبل دا چې که حاجی دحج څخه راسی نو کلچې ، شېدې ، څو ډوله وچی میوې ، ...
زما ښه پیاد دی چې حاجی په دحج څخه راستون شو نو تسپی ، خورما ، دزمزم اوبه یې وټولو ته ورکولی اوس خو په ساعت او فرانسوی بوټو هم څوک غاړه نه باسی بلکی موبایل نوکیا 70 که ورنه کړی نو وایې دپلانی حج نه دی قبول سوی
که دمیانه روی څخه کار واخستل دوستی ، اشنایې به دوام وکړی که نه نو سبا به داشنای دموبایل شماره وینی موبایل به درته ګرنګیږی او جواب به نه شی ورکوی
زه چې کوچنی وم دکوچیانو واده ته ولاړم ډیر دخوشحالی واده و ډیر می ساعت هم تیر سو لاکن دناوی خوا دزوم په مشر ورور پوری داسی مصرۍ ویلی:
[color=yellow:e396248ebb]سور اوښ مو پر اڼډی اڼډی بار کړی دی
(.... )مو لکه سپی ورته تړلی دی [/color:e396248ebb]
او دزوم خوا بیا دناوی پر خپلوانو داسی مصرۍ زما یې دغه یوه پیاد ده
زه یې ډیر خوابدی کړم ما ویل دا څه کوی هغه خوشحالی به اوس په ډیر خوابدی بدله سی حال دادی چې کوچیان پر ما ډیر ګران دی لاکن دایو شي می نه خوښیږی
نوټ : ورڼو زه بخیل نه یم لاکن دا ډول سیالی او داډول دخوشالی مصرۍ می هم نه خوښیږی
داډول لګښت
رښتینی
10.08.2008
داډول لګښت
د یوه ملاصیب کیسه ده چی په یوه تصنیفی اداره کی یی کار کاوی ده ډیر ساده ژوند تیراوه او ډیره محدوده تنخوا یی لرله خو له دی کمي تنخوا نه به یی هم یو څو روپۍ بچت کیښودلی ده یواځی یوه لور لرله او هغه یی هم واده کړه خو په واده کی یی په لور باندی یوه روپۍ هم ونه لګوله بس کوم ځوان ته یی چی لور کوژده کړی وه هغه یی را وغوښت ، نکاح یی وتړله او دواړه یی رخصت کړل خو درخصت کولو په مهال یی خپلی لور او زوم ته یو چیک ورکړ او دا دلسو زرو روپیو چیک و او دوی دواړوته یی وویل : دا لس زره روپۍ زما د ټول ژوند پانګه ده چی په بانک کی می جمعه کړی وه ما کولی شوی چی دا روپۍ می ستاسو د واده په سامان او نورو مصرفونو کی لګولی وی خو هغه کار ماته خوند نه راکاوه ما دا ښه وبلله چی دا لس زره روپۍ تاسو ته نغدی درکړم تاسو دا روپۍ واخلئ او خپل ژوند پری برابر کړئ !
د ملا صیب لور او زوم یی په خپلو کی مشوره وکړه او دا یی ښه وبلله چی په دی روپیو ځان ته کاروبار پیل کړی او همداسی یی وکړل په پیل کی هغوی ډیری ستونزی وګاللی ځینی وختونه له سختو حالاتو سره مخامخ کیدل خو خپل کاروبار یی په زړه ورتوب سره روان لاره بلاخر حالات بدل شول په دی لسو زرو روپیو کی برکت ولویده او دی خلکو څو کاله وروسته ښه ترقی وکړه اوس هغه دواړه ډیرد عزت او خوند ژوند تیروی .
واده د انسان په ژوند کی یو خورا مهم بدلون ده او دا کار خورا زیاتی بیداری ته اړتیا لری د واده ورځ د تش شور او غوغا ورځ نه ده بلکی دا هغه ورځ ده چی باید دیوه لوی مسؤلیت احساس په ځان کی پیدا کړل شی په دی ورځ میړه او اورته دټول ژوند په ګډه تیرولو معاهده سره لاس لیک کوی دی درانه مسؤلیت ته دلومړی ځل غاړی کیښودلو لومړۍ ورځ دا غوښتنه کوی چی باید دواده مراسم ساده او له تکلفاتو پاک وی او له هرډول بیځایه لګښتونونه باید ډډه وشی او که څوک د کوم ضروری لګښت نیت لری هغه یی باید په داسی غوره او معقوله توګه وکړی دهغه له پاره ددی ملا صیب بیلګه تر ټولو غوره بیلګه ده
که موږ په خپل منځ کی دا ډول ودونه رواج کړو نو ودونه به مو د ملی تعمیر د پروګرام یوه مهمه برخه وګرځی او په هر کور کی به په پټه توګه د پرمختګ لړۍ پیل شی د ملت په سلهاو میلیونه روپۍ (چی د یو د وو ورځو په تشو تماشو او بیځایه مزو چړچو کی ضایع کیږی ) به د ملت د ودانی له پاره یوه مهمه زریعه وګرځی او د ملی اقتصاد دپلانونو مهمه برخه به وګرځی دملی ودی بهیر به ورسره ګړندۍ شی او دا ګټه بلکل یو غنیمت ده ځکه په دی سره به د ډیر و شتمنیو د ضیاع مخه و نیول شی او په رغوونکو لارو چارو کی به وکارول شی
ع کريم حليمي
10.08.2008
ډېر ګران او محترم حامد صاحب ، تر سلام او احترام ورسته تاسو ته عرض کوم
[quote:0c492a8daa]که موږ په خپل منځ کی دا ډول ودونه رواج کړو نو ودونه به مو د ملی تعمیر د پروګرام یوه مهمه برخه وګرځی او په هر کور کی به په پټه توګه د پرمختګ لړۍ پیل شی د ملت په سلهاو میلیونه روپۍ (چی د یو د وو ورځو په تشو تماشو او بیځایه مزو چړچو کی ضایع کیږی ) به د ملت د ودانی له پاره یوه مهمه زریعه وګرځی او د ملی اقتصاد دپلانونو مهمه برخه به وګرځی دملی ودی بهیر به ورسره ګړندۍ شی [/quote:0c492a8daa]
حامد صاحب !
ملي اقتصاد هغه وخت خرابيږي يا کيږي چه ملت ئې د پيسو له خرڅېدو څخه
لاس واخلي او په تېره بيا هغه خلک چه متوسط عايدات لري ، او هغه وخت
ملت د پرمختګ څخه لويږي چه د لوري سرمايې خاوندان له سرمايګزارۍ
څه لاس واخلي ، دغه دواړه حالته قحطي راولي او قحطي راوستل ګناه ده
قحطي لوږه راولي ،او لوږه راتلل ، معنی فقر او فقر ايمان ته خطر پېښوي
په واده کښي اشپز راوستل ، ورجي رانيول ،کالي رانيول ،د واده ځای
په کراهه اخستل ، لېموزين کراهه کول ،مېوې رانيول
دغه پيسې خرڅول پخپله ملي اقتصاد تقويه کول دي او ډوډي په خلکو خوړل
يعني اسلام - [color=white:0c492a8daa] أَىُّ الإِسْلاَمِ خَيْرٌ قَالَ " تُطْعِمُ الطَّعَامَ.........[/color:0c492a8daa]
هر څوک چه نقدي پيسې ساتي او نه خرڅوي ، او د لوړي سرمايې خلګ چه
سرمايه ګزاري نه کوي ، همدغه خلګ تر سود خور بد تره دي ، د لوټونو
قحطي راوستل ناروا کار دی ، پرېږده چه خلک پېسي خرڅي کړي ، او
او کار او بار خلکو ته پيدا سي ،
هو ! کوښښ وکړۍ چه ملي تولدات رانيول سي، چه وس مو کيږي خارجي او
وارد سوی مالونه مه رانيسۍ ، اول خپل DC مواد اخلۍ
د عايداتو څخه ٢٥ % ساتل او ٧٥ % خرڅول ملي اقتصاد پر پښو دروي
مبارک د نن ورځي عايدات سباته نه ساتل ، داچه زموږ ايمانونه دومره
قوي ندي ، نو ٢٥ % ساتل راته حق دي
رښتینی
11.08.2008
حلیمی صیب خبره مو بده نده خوزموږ دخلکو حالت داسی نده
ځوک چی پیسی لری هغه یی باید ولګوی او دا لګښت یی داقتصاد
دودی له پاره ګټور دی خوچی یوکس هیڅ پیسی نلری او دواده له پاره
یی په سود یا پور را اخلی نو دهغه لګښت خو به ولسی اقتصاد ته یو
څه ګټه ورسوی خو دی به له پورونو لاند وی او په دی پور کی به بیا
شپیته کلن لالا ته خپله څوارلس کلنه لور ورکو ی اوداسی ډیر ځایه
لیدل شوی دی
اوبل په یوه حدیث کی د واده په اړه د [color=darkred:1dece15d5e]ایسره مؤنة [/color:1dece15d5e]توری راغلی چی دحدیث ماخذ رانه هیر شوی خو د صحاح سته و کوم کتاب
روایت کړی
په مینه
خیریوسی
11.08.2008
محترمو استاذ حلیمی ، حامد صاحب السلام علیکم ورحمة الله
حلیمی صاحب تاسو دشتمن خلګو خبره کوی او زما خبره ټوله پر اوسط او ادنی ده دودو سیالی او زیات مصرف داوسط او ادنی خلګو دپاره اسراف نه دی
بل داچې زما په فکر په واده کی تر حد زیات مصرف او سازنده وغیره .... به داقتصاد په وده کی کوم زیاته فایده ونه کړی ورجې ، غوړی ،دبهر نه واردیږی او واده کونکی دزیاتی مودی دپاره پوروړی کیږی یا به باغ او کور ګرویې چې وروسته هغه هم دلاسه ورکوی او بیا ډیر افغانان دهیواد نه بهر دی مصرف یې په خارج کی دبل وجیب ته ولیږی
زما یو نژدی دوست دی چې اوه کاله کیږی چې تر اوسه یې هم پورونه نه ادا کړی
اقتصاد به هلته وده وکړی چې موږ خپلی اړتیاوی دداخل څخه پوره کړو
زه به یوډیر کوچنی مثال درته ولیکم :
موږ تورانی وڅکی او ژړ باغلی لرو په ډیره وړیه بیه وموږ ته پلاس راځی او داکثره میرمنی دوینی او کلسیم دکمښت څخه شکایت لری که 21 دانی تورانی او څو دانی ژړ باغلی د ورځی وخوری دبدن اړتیا به پوره کړی ، صحت به روغ سی، او خپل خوراکی توکی به مو په مصرف ورسیږی ،د ناروغی علاج به په ډیر کم لګښت راته تمام سی
په درناوی
باتور
11.08.2008
محترم ajaza خان ته !
زه له تاسو سره موافق نظر لرم. .
هر څوک بايد د خپلي ګيلمچي په اندازه خپلي پښې وغزوي . . بې ځايه مصرف او له نورو سره د سيالۍ په خاطر د خپل کور د اقتصاد ملا ماتول ښه کار نه دی .
د مثال په طور زموږ په وطنوالو کي ډېر داسي کسان شته چي عربي ملکوته لکه سعودي، قطر . . .د خواری لپاره لاړ شي او هغلته د وړ وړ سختۍ اوسوځوونکي ګرمۍ د تحمل تر څنګ د شاقه کارونو د کولو له لاري د يو څو پيسو خاوندان شي . . چي وطن ته راشي نود هغو ټولو خواريو محصول يې د واده په ولور او ساز او آواز ولاړ شي، خلاصه دا چي د سياليو او دودونو قرباني شي. . له واده نه وروسته هک حيران وي چي اوس به څه کم.
په درنښت
خیریوسی
12.08.2008
باتور صاحب جوړ روغ او بریالۍ اوسی
کورومو ودان تاسو ډیره ښه خبره کړی ده
که خلګ په واده او ولور کی لږ څه نرمی وکړی ځوانان به مو ودونه وکړی
او زامن به یې دناوړه ناروغیو څخه په امان سی
په درناوی
ع کريم حليمي
12.08.2008
ډېر مکرمو او محترمو ،ajaza صاحب ،باتور صاحب ،او حامد صاحب
السلام عليکم و رحمه الله
حامد صاحب ، زه ستاسو سره موافق يم ،خو ښه پوره نه ، ولي چه مهر ته
قيد نسته ، او دا د ښځي حق دی ،چه څومره مهر غواړي ، دا خبره چه مهر
لږ اخلۍ ، يوه صحابي کړې وه په خپله خطابه کښي ، په هغه وخت کښي ښځو
غوغاوي وګړې چه داخبره په کتاب الله کښي نسته ،
هو! تاسو چه کوم حديث شريف ته اشاره کړې وه چه :
عَنْ عَائِشَةَ، اَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ اِنَّ اَعْظَمَ النِّكَاحِ بَرَكَةً اَيْسَرُهُ مُؤْنَةً.
خو ندی متفق عليه حديث
اصلاخبره د سيالۍ ده !
او ناسياله انسان دي ورک سي او پوزه دې په خاورو سپېره سي
خدای دي موږ د ناسيال له دوستۍ او اشنايي څخه وساتي
ليکوالان دي و ملت ته سيالي ور وښووي ، او سيالۍ ته بايد
خلک تشويق کړي ، نه چه سيالي وغندي
سيالي يعني څه ؟؟؟ چاته سيال ويل کيږي ؟؟، او چاته ناسياله ؟؟
خیریوسی
13.08.2008
محترم ډیر ګران حلیمی صاحب السلام علیکم ورحمةالله
حلمی صاحب سیالی به کوو ولی به یې نه کو
باید تر هرچا ښه ذده کړه وکړو
باید تر هر چا مو اقتصاد پاوړی کړو
باید تر هر چا په امن کی وواسو
باید تر هر چا په عبادت کی مخته سو
باید تر هر چا تقوا داره واوسو
باید تر هر چا وخپل هیواد ته مخلص واوسو
باید تر هر چا اقتصاد پیاوړی کړو
باید تر هر چا صحتمند واوسو.............................................................................
خو نه په اسراف کی
په درناوی
باتور
13.08.2008
ټولو ته د سلام او احترام دعرض نه وروسته:
د محترم حليمي د سيالي خبره درسته او په ځای ده، انسان بي سيالۍ انسان نه ده .
سيالي يا رقابت د انسانانو (خدای ورکړی) جوهري خاصيت دی. له سيالي نه پرته به د انسانانو ژوند لکه د مېږو او غواوو په شان په بدائي حالت پاته وو. . سيالي ښه ده، که د خدای پاک د عبادت په لار کي وي. .که د وطن او ملت نه د دفاع په لار کي وي . .که په علمي، تخنيکي،تجارتي، ورزشي او نورو هرو لارو کي وي چي د انسانانو په کي خير وي .
د واده او د ژوند جوړو په مسائلو کي هم سيالي ښه ده . څوک چي مالي توان لري هغه دي د سلو نفرو په ځای زر نفره خپل واده ته ور دعوت کي، د ولور اندازه دي هم له غوښتل شوي مبلغ نه ور دوه برابره کي، هنرمنداو سازوهونکي دي هم د يوه په ځای پنځه يا لس د خلکو د خوښۍ لپاره ودروي، په خوراکونو کي دي هم تعدد او ډېروالی وکړي . . هم به مېلمانه خوشحاله وي او هم به يې د اقتصاد څرخ ته ښه حرکت ورکړی وي . .
لېکن زموږ د خلکو اکثريت په سيالي کي دوکه کوي. سيالي چي په دوکه ولاړه وي، په هره لار کي چي وي، د فايدې په ځای په تاوان بدلېږي . . هغه څوک چي مالي توان يې لږ وي، او صرف د سيالي په خاطر، خپله ټوله هستي د يوې شپې د خوشحالۍ لپاره بېځايه تباه کوي . .هغه زما په نظر د سيالي په معنی او مفهوم نه پوهېږي، دا سيالي نه ده، دا له خپل ځان سره دوکه، او د خپل ژوند او آيندې سره خيانت دی.
د واده په شپه د سلهاوو خلکو نسونه په سرو او سپينو غوښو ور ډکول، او له واده نه وروسته خپل اولادونه، کلونه کلونه په تش نس خوب ته لېږل. . د واده نه مخکي د مهر او ولور هره اندازه په درناوي منل ، او له واده نه وروسته خپلي ښځي ته د يو جوړ نويو بوټونو د رانيولو په سر، هر وخت جګړه کول . .
زموږ خلکو ته په کار ده چي له بېځايه سيالۍ، درواغ ويلو او ځان پړسولو نه ډډه وکړي. . زموږ يو متل دی وايي.
اوړه يو موټ نه لري، تنور يې پر بام جوړ کړی.
که موږ د ژوند په کارونو کي يو څه له رښتيا ويلو نه کار واخلو، نو ډېر کارونه به ساده شي. .
په درنښت
ع کريم حليمي
13.08.2008
مکرم او محترم ajaza صاحب ، السلام علیکم ورحمةالله
مکرمه وروره !
[quote:ef3fb1e352]باید تر هر چا تقوا داره واوسو [/quote:ef3fb1e352]
ايا شرعا دا صحيح ده چه دينداري په سيالي سره وګړو ؟
[quote:ef3fb1e352]باید تر هر چا صحتمند واوسو[/quote:ef3fb1e352]
ايا صحتمندي په سيالۍ کښي ده ، څرنګه ؟
مکرم ajaza صاحب که تاسو ته مشکله نه وي ، که يو کوچنی تعريف د سيالۍ
و درنو لوستوونکو ته وليکۍ ٠
که د مطلب يعني دسيالۍ تعريف لمړی کړو او ورسته ئې مثالونه راوړه سي
ښه به وي
داچه تاسو د سيالۍ تعريف ندی ليکلی ،کوم مثالونه چه تاسو راوړي ،
غيري مقنع دي ، ستاسو فکر دې ته راګرځوم چه رقابت ،حسد
بعضي وخت منفور فکر او فعل کېدی سي ، او سيالي به همېشه ښه عمل وي
داسي ډېر خلګ سته چه ډېر لوړي زدکړي لري ،لوړ منصب به لري ، حتی ډېر
هستمند به وي ، خو ډېر ناسياله به وي ، خو زه داسي دوستان لرم چه لوړي
زده کړي نه لري ،لمانه سې سنونه هم کم دي ، زه ئې د ځان سيالان ګڼم
لنډه ئې دا چه په تعليم او زدکړه او سرمايه انسان نه سيال کيږي
ع کريم حليمي
13.08.2008
مکرم او محترم باتور باتور صاحب ، زمونږ احترامات او سلامونه هم ومنه ،
او تر سلام ورسته زموږ هم يو عرض لرو چه
[quote:fb06286937]سيالي يا رقابت د انسانانو (خدای ورکړی) جوهري خاصيت دی[/quote:fb06286937]
وروره ! سيالي يو شئ ده او رقابت ځان ته بل شئ او يا جوهر ، اما دغه سيالي
يو طبعي جوهر ندي يعني سيالي له انسانه سره نه زيږي مطلب داچه انسان
بايد سيال تربيه سي ،سربېره پر دې چه ئې تربيه کړو ، که په طبعت کښي
چلوس نه وو ، نو سيال سړی به شي
له مکرمي او دانشمندي غوټۍ وربل څخه خواهش کوم چه د سيالي يو لنډ
تعريف راته وليکي ٠
خیریوسی
14.08.2008
باتور صاحب زما مطلب هم دادی لکه تاسو چې اشاره ورته کړی ده
اقتباس :
هغه څوک چي مالي توان يې لږ وي، او صرف د سيالي په خاطر، خپله ټوله هستي د يوې شپې د خوشحالۍ لپاره بېځايه تباه کوي . .هغه زما په نظر د سيالي په معنی او مفهوم نه پوهېږي، دا سيالي نه ده، دا له خپل ځان سره دوکه، او د خپل ژوند او آيندې سره خيانت دی.
د واده په شپه د سلهاوو خلکو نسونه په سرو او سپينو غوښو ور ډکول، او له واده نه وروسته خپل اولادونه، کلونه کلونه په تش نس خوب ته لېږل. . د واده نه مخکي د مهر او ولور هره اندازه په درناوي منل ، او له واده نه وروسته خپلي ښځي ته د يو جوړ نويو بوټونو د رانيولو په سر، هر وخت جګړه کول . .
په درناوی
خیریوسی
14.08.2008
باتور صاحب یوه بله هم واره
بی ادبی دی معاف وی
وای مور یې په رښکۍ اوبه راکاږی زوي یې وسپی ته خاګینی ورکوی
مینه
خیریوسی
14.08.2008
ډیر ګران محترم حليمی صاحب
تاسو الحمدلله باخبره عالم ياست تاسو ته پکار دی چې خلګ دناوړو دود او بایده څخه منع کړی او سمه لار وروښیاست چې په هغه کی ثواب وی او دراتلونکی اجتماعی ناخوالو جنګ جکړو دربدری .... ښکار نه سی تاسو ته ښه معلومه چې اکثره دوستان په پر خوښۍ باندی سره خوابدی سول او دا هم نه وایم چې هیڅ دی نه کوی بلکی اسراف دی نه کوی
هغه کار به کوو چې نه سیخ وسوځی اونه کباب
زه په یوه واده کی حاضر وم ددرو غټو پسو غوښی دورجو سره چې کم سی کم د210 نفرو خورک وو تر واده تر مراسمو وروسته یې په کچره کی وغورځولی نن سبا په ودو کی اسراف کوی او ډیر وروڼه ماشومان په تش نس بیده کوی
ځکه چې مسکینان خو په واده ډیر لږ یا بلکل نه وی ولی چې غوړ پر غوړ تویږی او یا هم ددواده ځای داستوکنځی څخه لیری وی او یا دزوم دوستان دزوم په بدرګه لیګا سی مشره کیسی ټوله دنفس پر تقاضی ولاړی دی نفوسونه مو دونه چاغسوی دی چې علاج یې ډیر سخت کار دی تاسو موضوع بلی خوا ته مه کشوی که موضوع په دقت سره وګوری او خپلی ارزښناکه لیکنی پر وکړی نو به هم خورما او هم ثواب وی
او خوشحالی به مو یو په دوه
په درناوی
باتور
14.08.2008
محترم او قدرمن حليمی، او نورو محترمو بحثوالو ته سلامونه وړاندي کوم.
سيالي ته په فارسي کي رقابت او همچشمي وايي، په عربي کي تنافس او مسابقه، په انګلېسي کي competition او rivalry ، په آلماني کي Konkurrenz او Rivalität .
سيالي يا رقابت د ژونديو موجوداتو ( انسان، حيوان، نبات) تر منځ، هغو اړيکو ته وايي چي د طبيعي موادو د کمښت په وخت کي را منځ ته کيږي.
د مثال په توګه وني او بوټي د لمر د وړانګو او د اوبو د را جذبولو لپاره د يو بل سره سيالي کوي او همدغه سيالي يي د څانګو او د رېښو د اوږدېدلو سبب ګرځي. . حيوانات هم په همدغه شان د خوراک او يا د څښاک د موادو د کمښت په وخت کي له يو بل سره سيالي کوي او هر يو هڅي، چي تر بل ځان مخ ته کړي، د دي له ډاره چي که زه وروستی شوم، نو بيا به وږی يا تږی پاته شم.
په انسانانو کي بيا نو د سيالۍ انواع او اقسام ډېر دي، ځکه چي انسان نه يواځي خوراک او څښاک ته، بلکه نورو شيانو لکه پوښاک، مسکن، تفرېحي او آسايشي لوازم . . . . او داسي ډيرو نورو شيانو ته اړتيا لري. .پر هغه برسېره په انسانانو کي د غرور،حسد، حقد او کينې او د داسي نورو صفاتو موجوديت، د هغو تر منځ د سيالۍ خاصيت لا ډېروي. . چي يو ښه مثال يې همدغه د واده د مراسمو ده. . په دې خبرو کي زموږ خلک د سيالۍ د موضوع تر څنګ له بېځايه غروراو ځانپړسوني نه کار اخلي. . او د ښاغلي ajaza مطلب همدا وو، چي څنګه کولای شو چي دي بېځايه سيالۍ او غلطو خويونو ته تغير ورکړو.
په درنښت.
ع کريم حليمي
14.08.2008
ډېر محترمو او مکرمو، باتور صاحب ، حامد صاحب
اسلام عليکم و رحمه الله ، او ښي هيلي مي هم ومنۍ ، او د خوښۍ احساس
کوم ،چه له تاسو سره دغه بحث کوم
سيالي هغه با شهامته او روانو اونرمو اړيکو ته ويل کيږي چه له رقابته څخه
پاکه او پر شجاعت او مړانه تکيه ولري ، دسيالۍ په اړېکو کښي غالب او
مغلوب نسته
رقابت د انسانانو ترمنځ هغو اړيکوته ويل کيږي چه طرف مقابل تر ځان کښته
کولو ته ئې تودې هڅي ، يا سړې هڅي رواني وي ، چه يو غالب سي او بل
مغلوب ، او اخره ئې پر دښمني وي ، البته يوازي د سپورټ په مسابقو کښي
دښمني نسته ، اود تجارتي رقابتونو اخره هم پر تودو هڅو دريږي چه اکثره
وخت عسکري قواوي د يوه تاجر و همکارۍ ته ور ډانګي ، تاريخ ګوا ٠٠٠٠
احمد او محمود يو دبل سيالان دي ، احمد مسکن او محمود سرمايه دار دی
دوي دواړه باغروره ځوانان دي ، احمد هيڅ همچشمي نه لري له محمود سره
او محمود احمد نه کږي په غريبي ، کله چه احمد مېلمه کيږي له محمود کره
سره کړي جرګان دسترخوان ته راړل کيږي ، خو محمود چه د احمد کره مېلمه
کيږي پياز په ناز ورته ايښودل کيږي
سيالي هغه وخت له منځه ځي ، چه محمود تر خپل اقتصادي قدرت تر اندازې
کښته غذا او مېلمستيا و احمد ته ورکړي ، او احمد تر خپل اقتصادي قدرت
لوړه غذا او مېلمستيا ورکړي يعني يو وبل ته په کښته سترګه کتل ، او بل
ځان په کښي رقابت روزي
ښځو فکري خلقت- منحني او قوسي او يا مائل دی و رقابت ته
، يعني خټه ئې د رقابت به اوبو اخښل سوېده
، ښځنه وو اړېکي همېشه پر رقابت ولاړي دي ، او د رقابت له
لفظ څه کار نه اخلي ،ولي چه رقابت د دوستي په اړيکو کښي منفور فکر دي
نو رقابت ئې عوض ،بدل کړی په سيال سره (يوو خوري ته خو زماسياله يي )
يعني رقابت نه درسره کوم
که چا وه غوښته چه د خپل سيال سره برابر سي ، سيالي ولاړه ، ځان ئې
د رقابت په مسابقه کښي و دراوه ، له هري سياسي ،اقتصادي ،اسلحې به
کار اخلي تر څو چه خپل رقابت تر سره کړي
که چا رقابت کاوه داسي مثال لري ، لکه اسمان ته چه ځنه ايږدي ، او په هره
پټه کښي ئې يو يو رقيب سته ، چه نه اسمان ته څوک ختلی شي او نه رقيبان
خلاسيږي ، ولي چه اسمان ته د ځينو پټې تر حساب تيري دي او انسانان
٦ بليونه دي او عمر ډير لنډ دۍ ، چه درې رقيبه له پښو اچوې عمر دي تمام سو
هو ! حسد وکه له هغه چا سره چه علم لري او قضاوت په کوي
او حسد ولره له هغه چا سره چه مال کټي او د خدای په لار کښي ئې مصرف کوي
خبره د ودونو پر مصرف وه
ګرانو دوستانو د اولاد سره مينه د خان او مسکن يو شئ ده ، دواړه والدين
غواړي چه خپل اولاد ته عظيم ودونه ور وکړي ، او دائې حق دی
که سرمايدار سازنده راولي ، او اشپزان راولي او پنځه رقمه سالن ورکوي
مېلمنو ته ،
دغه ټول کارونه د متوسط عايداتو خاوند هم کولی سي په ډېر کم مصرف
که سرمايداره سازنده راولي د يوې شپې له پاره په ٢٠ زره روپۍ
د متوسط عايداتو خاوندي دي اماتوارن يا زموږ کندهاريانو خبر شوقيان
دي راولي ولي چه اماتوران پيسي نه اخلي ، ولي چه اماتوران ځانونه سازنده
نه وائې ، او داچه سرمايدار لوړ اشپزان راولي ، د متوسط عايداتو خاوندي
اشپزي په يارانو او دوستانو وکړي ،
او داچه خلک پورونه اخلي او ودونه کوي ، خو زړونه د عوښو دي ، د هر
انسان زړه دا غواړي چه عظيم واده وکړي او حق ئې دۍ
اصلا خبره داده چه ولي افغانان دومره غريبان دي ، د دې غريبۍ مسؤل څوک دي
زه خو هيڅ وخت داخبره چاته نسم کولی چه وروه واده کوچنی که نه کار لرې او نه
بار
راسۍ چه حکومت ته غوغا وکړو چه په ملک کښي د کار اوبار پراختيا
راولي ، او خلک عايدات پيدا کړي
دا خو د محمد عليه السلام عصر نه دي ، نن خو دتېلو اخراج شروع دي ،اوسپنه
رااستل کيږي ، پابريکې جوړيږي ،او په يوه ماشين خانه کښي لس زره خلکوته
کار پيدا کيږي ، موږ نه غواړو چه داسي د غريبۍ ژوند تېر کړو لکه اصحابو
چه کاوه ، موږ په کورو کښي برق غواړو او حکومت دا مسؤليت لري
چه زما ملت ته د عايداتو لاري ولټوي
او خبره تاسو د اسراف او بدخرڅۍ کړي ، که په واده کښي ډوډي پاته سي
طبعا بايد وغورځول سي ، او که په غابونو کښي پاته سوې وي هغه خو
بېله شکه بايد وغورځول سي ، نن خو موږ پوهيږي چه امراض ساري سته
له يوه انسانه و بل انسان انتقاليږي ، هره هغه سالن چه په اشپز خانه کښي
پاته کيږي او هلته يخچاله نه وي که داسالنونه د ٣٠ دقيقو لپاره ساړه پاته سي
باکټرياوي په کښي زيږي او او ٣٨ درجې F ئې ډير خطرناکه درجه ده چه
يوه باکټريا ٢وې کيږي ٢ بيا ٤ کيږي او ٤ بيا ٨ کيږي ٠ زړه ډوډي د خوړلو نده
که په بيچال کښي نوي ساتل سوي
امريکا او يورپ خورک ټوکي بحر ته غورځوي ، ولي چه هر طبيعي شئ
تر يو تاريخه او وخته د خوړو وړ دي او ورسته د خوړلو ندي وړ ، نن په هوا
کښي ډيري بدي باکټرياوي سته
کومه ډوډۍ چه پاته کيږي بايد چه لويو ويالوته يوو وړل سي او ماهيانو ته
واچول سي او هلته چه ماهيان عادت سي ، نو بياهلته ماهي ګير هم په اساني
ماهيان نيولی سي
خبره په په دې کښي نه ده چه ولي خلک ډير مصرفونه کوي
اصلا بايد دا خبره ياده سي چه ولي افغانانو په ملک کښي کارنسته ، ولي
ټول ملک پېکاره خلکو پر سر اخستي ، حکومت مسؤليت لري چه سرمايداران
په زور وګما ري چه په ملک کښي سر مايه ګزاري وکړي ، او که خلکو ته
کار نسي پيدا کولی نور دي نو له دې چوکۍ ولاړ سي ، بل نفر ته دي دا ځای
پريږي اصلي خبره د بېکارۍ ده نه د بېځايه خرڅ
!
باتور
14.08.2008
حليمي خانه !
دا ستا پورتنۍ خبري والله که يوه هم د ويلو او يانورو ته د پوهېدلو وړ وي . . زما په نظر خو دي يوه خبره هم له موضوع سره نه سر خوري او نه د چا په درد . .بېځايه دي خپل ځان په عذاب کړی.
د ajaza خان دلته را وړاندي کړي موضوع چيري، او ستا خبري اتري چېري.
په درنښت
ع کريم حليمي
14.08.2008
باتور خانه
هيڅ زغ بېځايه نځي ، ته ګروم مه کوه
چه ګروم ئې کاوه داسي وچ سوه لکه ټانټه
درنښت
pattang
14.08.2008
قدرمند حليمي صيب سلامونه !
د سيال او سيال د اري په برخه کې مو يو څه مالومات ورکړی ، زه به له خپل نيکه
سره مرکو( کوچنۍ جرګه ) ته تلم نو ځانته اجازه دڅو کرښو ورکوم :
- او ل دا خبره :
څوک سيال دی او څوک سيال ندی ،بايد مالوم شي ، سيالي يواځې په اقتصادي
فکتورونو نوي ولاړه ، اساس يې په پښتنولي کې کېښودل شوی دی، سيالي له
سيال سره کيږي سيالي ډېر اړخونه لري خودا ټول اړخونه يې دپښتنولي په مانا
کې پټ دي ياني پښتونولي يې رواجي بازس او مور ده ٠
مقصد مې ستاسو اخرنۍ کرښې دي :
تاسو ليکلي دي :
[color=white:aed2cb312f]اصلا بايد دا خبره ياده سي چه ولي افغانانو په ملک کښي
کارنسته ، ولي ټول ملک پېکاره خلکو پر سر اخستي ، حکومت مسؤليت لري چه سرمايداران په زور وګما ري چه په ملک کښي سر مايه ګزاري وکړي ، او که خلکو ته کار نسي پيدا کولی نور دي نو له دې چوکۍ ولاړ سي ، بل نفر ته دي دا ځای
پريږي اصلي خبره د بېکارۍ ده نه د بېځايه خرڅ[/color:aed2cb312f]
نه داسې نده :
- اولين شرط د پانګې داچولو لپاره امنيت او حقوقيت دي ٠
- دولت بايد پانګه والوته داسې قانوني شرائط برابر کړي
چې هغوی په نړۍ واله کچه دخپلو محصولاتو رقابت وکولی
شي ، چې د کارا بيا په خپله دنوروډېرو پارا مترونو طابع دی ٠
خبره او ږديږي :
دپانګه والو مجبورول غلط کاردی !
که شرائط برابر شي سرمايه به داسې ريښې کوي لکه دسرطان مرض .
********
خو دا هلته چې انسانان حکومت کوي اونه داسې دون همته ،بيکاره، مذدوره
مفعوله، جنايتکاره دغلو بانډ لکه کرزيخيل په افغانستان کې ٠
دا دې ناپوهه زامن، غله، کله دسيستم په جوړولو پو هيږي ،٧ کاله يې حکومت وکړ
په کابل کې يې ټټۍ جوړې نکړې ، ښار يې له غلو ډک دی، ښځينه طائفه په ښارکې
له ډاره ډوډۍ نشي خوړی او هم اوبه نشي څشلی ،کابل اوس په نړۍ کې دغلو دښار
په نامه مشهور دی ٠ چې باران وشي دادې څلورو ميلونو انسانانو مرداري کوڅو
ته راشي نو کله چې لمر شي دامرداري وچه شي ، نو بيا کله چې د ټکسيانو تګ اوراتګ او داشغالګرو کاروانونه شروع شي نو دغه مرداري د موټر ونو د ګاډيو
په واسطه په زره زره بدليږي او په هوا کې تيتيږي، په ګرد بدليګي او دسړي په
خوله اوپه پوزه ورننوزي ٠
[color=brown:aed2cb312f]دې ته تاسو څه جواب ور کوۍ ?[/color:aed2cb312f]
محترم حليمي صيب معذرت غواړم ما کنځ لوستلی دی بې ادبي دې معاف وي
خو حقيقت به وايو٠
[quote:aed2cb312f="ع کريم حليمي"]ډېر محترمو او مکرمو، باتور صاحب ، حامد صاحب
اسلام عليکم و رحمه الله ، او ښي هيلي مي هم ومنۍ ، او د خوښۍ احساس
کوم ،چه له تاسو سره دغه بحث کوم
سيالي هغه با شهامته او روانو اونرمو اړيکو ته ويل کيږي چه له رقابته څخه
پاکه او پر شجاعت او مړانه تکيه ولري ، دسيالۍ په اړېکو کښي غالب او
مغلوب نسته
رقابت د انسانانو ترمنځ هغو اړيکوته ويل کيږي چه طرف مقابل تر ځان کښته
کولو ته ئې تودې هڅي ، يا سړې هڅي رواني وي ، چه يو غالب سي او بل
مغلوب ، او اخره ئې پر دښمني وي ، البته يوازي د سپورټ په مسابقو کښي
دښمني نسته ، اود تجارتي رقابتونو اخره هم پر تودو هڅو دريږي چه اکثره
وخت عسکري قواوي د يوه تاجر و همکارۍ ته ور ډانګي ، تاريخ ګوا ٠٠٠٠
احمد او محمود يو دبل سيالان دي ، احمد مسکن او محمود سرمايه دار دی
دوي دواړه باغروره ځوانان دي ، احمد هيڅ همچشمي نه لري له محمود سره
او محمود احمد نه کږي په غريبي ، کله چه احمد مېلمه کيږي له محمود کره
سره کړي جرګان دسترخوان ته راړل کيږي ، خو محمود چه د احمد کره مېلمه
کيږي پياز په ناز ورته ايښودل کيږي
سيالي هغه وخت له منځه ځي ، چه محمود تر خپل اقتصادي قدرت تر اندازې
کښته غذا او مېلمستيا و احمد ته ورکړي ، او احمد تر خپل اقتصادي قدرت
لوړه غذا او مېلمستيا ورکړي يعني يو وبل ته په کښته سترګه کتل ، او بل
ځان په کښي رقابت روزي
ښځو فکري خلقت- منحني او قوسي او يا مائل دی و رقابت ته
، يعني خټه ئې د رقابت به اوبو اخښل سوېده
، ښځنه وو اړېکي همېشه پر رقابت ولاړي دي ، او د رقابت له
لفظ څه کار نه اخلي ،ولي چه رقابت د دوستي په اړيکو کښي منفور فکر دي
نو رقابت ئې عوض ،بدل کړی په سيال سره (يوو خوري ته خو زماسياله يي )
يعني رقابت نه درسره کوم
که چا وه غوښته چه د خپل سيال سره برابر سي ، سيالي ولاړه ، ځان ئې
د رقابت په مسابقه کښي و دراوه ، له هري سياسي ،اقتصادي ،اسلحې به
کار اخلي تر څو چه خپل رقابت تر سره کړي
که چا رقابت کاوه داسي مثال لري ، لکه اسمان ته چه ځنه ايږدي ، او په هره
پټه کښي ئې يو يو رقيب سته ، چه نه اسمان ته څوک ختلی شي او نه رقيبان
خلاسيږي ، ولي چه اسمان ته د ځينو پټې تر حساب تيري دي او انسانان
٦ بليونه دي او عمر ډير لنډ دۍ ، چه درې رقيبه له پښو اچوې عمر دي تمام سو
هو ! حسد وکه له هغه چا سره چه علم لري او قضاوت په کوي
او حسد ولره له هغه چا سره چه مال کټي او د خدای په لار کښي ئې مصرف کوي
خبره د ودونو پر مصرف وه
ګرانو دوستانو د اولاد سره مينه د خان او مسکن يو شئ ده ، دواړه والدين
غواړي چه خپل اولاد ته عظيم ودونه ور وکړي ، او دائې حق دی
که سرمايدار سازنده راولي ، او اشپزان راولي او پنځه رقمه سالن ورکوي
مېلمنو ته ،
دغه ټول کارونه د متوسط عايداتو خاوند هم کولی سي په ډېر کم مصرف
که سرمايداره سازنده راولي د يوې شپې له پاره په ٢٠ زره روپۍ
د متوسط عايداتو خاوندي دي اماتوارن يا زموږ کندهاريانو خبر شوقيان
دي راولي ولي چه اماتوران پيسي نه اخلي ، ولي چه اماتوران ځانونه سازنده
نه وائې ، او داچه سرمايدار لوړ اشپزان راولي ، د متوسط عايداتو خاوندي
اشپزي په يارانو او دوستانو وکړي ،
او داچه خلک پورونه اخلي او ودونه کوي ، خو زړونه د عوښو دي ، د هر
انسان زړه دا غواړي چه عظيم واده وکړي او حق ئې دۍ
اصلا خبره داده چه ولي افغانان دومره غريبان دي ، د دې غريبۍ مسؤل څوک دي
زه خو هيڅ وخت داخبره چاته نسم کولی چه وروه واده کوچنی که نه کار لرې او نه
بار
راسۍ چه حکومت ته غوغا وکړو چه په ملک کښي د کار اوبار پراختيا
راولي ، او خلک عايدات پيدا کړي
دا خو د محمد عليه السلام عصر نه دي ، نن خو دتېلو اخراج شروع دي ،اوسپنه
رااستل کيږي ، پابريکې جوړيږي ،او په يوه ماشين خانه کښي لس زره خلکوته
کار پيدا کيږي ، موږ نه غواړو چه داسي د غريبۍ ژوند تېر کړو لکه اصحابو
چه کاوه ، موږ په کورو کښي برق غواړو او حکومت دا مسؤليت لري
چه زما ملت ته د عايداتو لاري ولټوي
او خبره تاسو د اسراف او بدخرڅۍ کړي ، که په واده کښي ډوډي پاته سي
طبعا بايد وغورځول سي ، او که په غابونو کښي پاته سوې وي هغه خو
بېله شکه بايد وغورځول سي ، نن خو موږ پوهيږي چه امراض ساري سته
له يوه انسانه و بل انسان انتقاليږي ، هره هغه سالن چه په اشپز خانه کښي
پاته کيږي او هلته يخچاله نه وي که داسالنونه د ٣٠ دقيقو لپاره ساړه پاته سي
باکټرياوي په کښي زيږي او او ٣٨ درجې F ئې ډير خطرناکه درجه ده چه
يوه باکټريا ٢وې کيږي ٢ بيا ٤ کيږي او ٤ بيا ٨ کيږي ٠ زړه ډوډي د خوړلو نده
که په بيچال کښي نوي ساتل سوي
امريکا او يورپ خورک ټوکي بحر ته غورځوي ، ولي چه هر طبيعي شئ
تر يو تاريخه او وخته د خوړو وړ دي او ورسته د خوړلو ندي وړ ، نن په هوا
کښي ډيري بدي باکټرياوي سته
کومه ډوډۍ چه پاته کيږي بايد چه لويو ويالوته يوو وړل سي او ماهيانو ته
واچول سي او هلته چه ماهيان عادت سي ، نو بياهلته ماهي ګير هم په اساني
ماهيان نيولی سي
خبره په په دې کښي نه ده چه ولي خلک ډير مصرفونه کوي
اصلا بايد دا خبره ياده سي چه ولي افغانانو په ملک کښي کارنسته ، ولي
ټول ملک پېکاره خلکو پر سر اخستي ، حکومت مسؤليت لري چه سرمايداران
په زور وګما ري چه په ملک کښي سر مايه ګزاري وکړي ، او که خلکو ته
کار نسي پيدا کولی نور دي نو له دې چوکۍ ولاړ سي ، بل نفر ته دي دا ځای
پريږي اصلي خبره د بېکارۍ ده نه د بېځايه خرڅ
[/quote:aed2cb312f]
ع کريم حليمي
15.08.2008
مکرم پتنګ صاحب تر دا اسماني دين دي جارسم ، ګل اوسې عمر دي د ګل مه
سه ،زما سلامونه او ښې هيلي ومنه !
[quote:0e13e4ac45]دادې څلورو ميلونو انسانانو مرداري کوڅو
ته راشي نو کله چې لمر شي دامرداري وچه شي ، نو بيا کله چې د ټکسيانو تګ اوراتګ او دامريکايي کاروانونه شروع شي نو دغه مرداري د موټر ونو د ګاډيو
په واسطه په زره زره بدليږي او په هوا کې تيتيږي، په ګرد بدليګي او دسړي په
خوله اوپه پوزه ورننوزي ٠ [/quote:0e13e4ac45]
دغه اساسي خبري دي ، طالب به يو څو نفره مړه کړي او خارجي عسکر به
زر مړه کړي اما داچه په ښارونه کثافت او چټلۍ پر سر اخستي ، دغه په
تدريجي ډول په لکهاوو خلک وژني او تدريجي مرګ ډير د عذاب مرګ دی
او داسي مرګ دۍ چه قاتل ئې په سترګو نه ليدل کيږي ، او په مطبعاتو کښي
چنداني ليکني نه پر کيږي ، ولي چه په داسي مقالو سره اخبار بازار نه
پيدا کوي ، انسانان خونخواره دي ، هغه خبرونه او مقالې ئې خوښيږي
چه د وينو بوی ترې راولاړيږي ، نه چه افغانان په وينو لړلي خبرنه په شوق
اوري بلکي اکثره انسانان هغه اخبار ډېر ژر رانيسي چه په وينو لړلي عکسونه
ولري ٠
خو الحمدالله بيا هم يو في صدي خلګ سته چه د انسانانو پر silent killer
باندي خبري کوي او دغه کار او خبري همېشه هغه خلک کوي چه دوۍ پوهيږي
چه افغانان په تېغ نه تماميږي ، چه تماميږي ، دغه کثيف تنفس چه کوي
په تماميږي ، او داسي د عذابه ډک چه که سړی انسان وي نو زړه به ئې د ګرومه
وچووي ، هر څوک چه په حکومت کښي کارکوي له ډاکتره رانيولې بيا تر
رئيس جمهوره دا مسؤليت لري چه اول ملت د تدريجي مرګه راوګرځوي
او دغه د هوا ميکروبونه د ترهګرۍ او اشغالګري څخه بد تره دي ،
دوهمه درجه بد حالت د بېکاري دي ، چه خلګ مجبوره کوي چه ځانونه
مړه کړي هم او لادونه او وړې نجوني خرڅي کړي او هم مخه ونشو ته کي
که په ښارنو کښي د کثافت مخه ونيول سي ، نو جسمي امراض به ورک سي
او که خلکو ته کار پېدا سي نو اخلاقي امراض به هم ورک سي
که ددغه دوو مرضو مخه ونيول سي ، امن هم ورسره راځي ،
کله چه امن راسي ، خلک به ارامه ساه وکاږي نو بيابه د هر فرد د بشري
حقوقو غوښتونکي هم سي ، “عقل سالم در بدن سالم است “
دغه سبب دۍ چه په ژوند کښي او شئ صحت دي ،نور هر څه په دوهمه درجه
کښي دريږي
باتور
15.08.2008
محترم اوقدرمن حليمی ته !
وروره، پرون مي خبره يو څه په تلوار وليکله، بښنه غواړم. . خداي دي نه کړي چي رانه خفه شوی نه يې . .
زه د بحث ټولو په وطن مينو ګډونکونکو ته، او په خاصه توګه ستاسو شخصيت او پوهي ته ډېر زيات احترام لرم.
په درنښت
رښتینی
17.08.2008
ټولوته سلامونه اونیکی هیلی !
خبره مو دواده له بیځایه لګښتونو راپیا کړی وه او دبیکاری اود
ګرداوغبار تراضراروپوری راورسیده ګورو به چی له دی وروسته
به کوم لورته مخه کوی ؟؟!!
خو یوه ټکی ته اشاره په کار ده چی هغه خلک چی په هیواد کی نه اوسی
او دهیواد له هره ګوټه خبر ندی او دخلکو له ټولنیز صفر اقتصادی حالت
سره بلد نه دی هغوی دی خوا نه بدوی دوی کولی شی په اقتصادی ریفور
مونوخبری وکړی او یاد ګرد او غبار په اضرارووګړیږی !!
اویا هم په هغو څیزونو وګړیږی چی دوی silent killer ورته وایی !!
خو ره تاسو ته د خپاو سترګو لیدلی حال وایم ما په پکتیا غزنی زابل او
لوګر کی داسی خلک لیدلی چی د ونو دپاڼو او دغره دوښو خوراک ته اړ
شوی دی او د وښو په خوراک یی شپی سبا کړی دی !!
ښه دی چی هغوی له انټرنیټ سره اړیکی نلری که نه خدای خبر څه به یی
درته لیکای و ما خو ډیره پسته لهجه وکاروله :oops: :twisted:
او بښنه هم غواړم
په مینه
باتور
18.08.2008
په دې شان هم د ځوانانو ودونه کېږي، حتمي نه ده چي له بېځايه سيالۍ او اسراف نه کار واخيستل شي. . .
[size=18:a128b23653]په بلخ کې په یوه ځل ۵۰ ودونه تر سره شول[/size:a128b23653]
د هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ۵۰ ودونه یو ځای تر سره شول. دا کار د هیواد د خپلواکۍ دورځي په مناسبت په بلخ ولایت کې تر سره شوی دی.د ودونو د دې یو ځایي مراسمو سمابلونکی سید حیدر هاشمي وایې چې دوي تمه لري دا فرهنګ په سیمه کې حاکم کړي تر څو د ناوړه او بي ځایه لګښتونو مخه ونیسي. نوموړي تمه څّرګنده کړه چې د راتلونکي اختر ورځي لپاره یې هم په همدې شمیري د یوځایي ودونو د تر سره کولو لپاره تابیا نیولي ده.د ولسمشر کرزي د حکومت له جوړیدو سره سم په افغانستان کې د نورو توکو تر څنګ د ودونو لګښتونه هم په بي ساري ډول لوړ شوي او په زرګونو تنه ځوانان د ودونو په تمه د ژوند توري شپي سبا کوي.
[size=9:a128b23653] د بينوا ويبپاڼه، دخپریدو نیټه 2008-08-19 م[/size:a128b23653]
په درنښت
و.افغان
18.08.2008
ټولو درنو ښاغلو ته نرم او ګرم سلامونه !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ګران او دروند حامد صاحب
کله کله دخپل مزاج برعکس په پسته او نرمه لهجه کې سخته غوسه ونغاړې :o :o
کیداي شي د محترم او معزز حلیمي صاحب موخه هغه خلک نه وی کومو ته چې تاسو
اشاره کړې
دهغه موخه به داسی خلک وي، چې دۍ ورسره د نړیوال جال له لیاري بحث کوي لكه تاسو،
ددغه جال آسانتیاوي خو په تحسیناتو کې راځي ، نه په ضروریاتو او کمالیاتو کې.
نو چې دغه آسانتیا ورته حاصله وي، نو دا معنی چې سیالي هم کولاي شي.
ستاسو ټولې خبری هم بیخي پر ځاي دي.
په مینې او مننی :lol: