د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پدرام سپکي سپوري

هلمند
04.08.2008

سلام ملګرو
څرنګه چي تاسو ته معلومه ده چي د پدرام سپکو سپورو چي غازي امان الله خان ته يې کړي وې د پښتنو احساسات را و پارول
نو تاسو په دې اړه څه واياست ايا دا مهمه موضوع نده ؟ ايا لاريونونه ښه دي ؟ ايا هغه بايد محاکمه سي ؟ که نور څه راځئ په دې بحث کي راسره ګډون وکړئ
په درنښت
هلمند


رښتینی
04.08.2008

څه موده مخکی د پکتیا په زرمت ولسوالی کی د ابراهیم کاریز په
نامه په یوه کلی بمباری نه بلکی امریکایان له هیلوکاپترونو نه کوز
شول او په کورونو به ننوتل ماشومان او میرمنی به یی وژلی ا و شاوخوا
څلوښت کسان یی ووژل په سبا یی مظاهره راووتله چی ولی داسی ناروا
کارونه کیږی هغه و چی دملی اردو بړیڅو په مظاهره چیانوباړونه وچلول
او دپرون ورځی په څلویښتو مړیو یی دری نور ور زیات کړل

نو دامان الله خان په اړه لاریونونو ته اړتیا نشته دژوندیو غم وخورئ
مړی دی خدای وبښی

او هلمند صیب خپه هم نشی

په مینه


هلمند
04.08.2008

مننه کوم
زه پخپله هم ددې اند پلوى يم لاريونونه ددې پر ځاى چي يوه موضوع حل کړي نوره يې هم سره لړي او زياتوي يې لکه اور ته چي پوکى ورکوې اوس خو يوه بله خبره هم ده هغه دا چي زموږ لاريونونه هم لاريونونه ندي کاشکي د نورو هيوادونو په څير پر امنه لار يون وسي او خپلي غوښتني مطرح سي
دلته خو يوه ډله خلک دې ته تيار ناست دي چي خلک لاريون جوړ کړي اودوى ښه ګډوډى جوړ کړي
نو مننه ستا څخه چي داسي ده نو بيا ولي لار يو نونه کيږي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more