د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ښکنځل

هلمند
04.08.2008

يارانو نن مي په ( يو ټوب ) کي يوه ويډيو پيدا کړه چي يو کس ناست دى او د خپل ځان سره يوازي يې دا ويډيو ثبت کړې ده او پر يوه موضوع بحث کوي او کله ناکله ډير کلک ښکنځل هم کوي خو زه ورته ځير سوم وروسته مي تر هغه ويډيو لاندي يوه بله ويډيو پيدا کړه هغه چي مي وليدل ددې په مطلب پوه سوم يو کس چي په دري ږغيږي څيره يې نسته خو پر ځاى يې بيلابيل عکسونه ويډيو ته ورکړي دي خو په ږغ کي يې تر ښکنځلو تيره بل څه ندي ويلي او ډير بې ادبه يې کړي دي خاص يې پښتانه ښکنځلي دي
وروسته بيا دغه کس چي مايې لومړى خبره وکړه دا ويډيو پورته کړې ده او هغه ته يې ډير ښکنځل هم کړي دي او ښه دليلونه يې هم ورته وړاندي کړي دي
نو ستاسو نظر څه دى په دې اړه
هغه لينک ما ځکه دلته ناراوړى چي ډيره بې ادبي وه
تاسو هم خپل نظر راکړى
چي دا ښکنځل کول او پښتنو ته په دومره سپکه سترګه کتل دا څنګه دى او په دې اړه بايد د پښتنو غبرګون څه وي [color=darkred][/color]


hotak
16.09.2008

هلمندجانه سلامونه!
ګرانه پښتون دومره خوارندی چي دیوه سپي دزوی په ښکنځلودي خوارشي.پښتون پښتون دی. پښتون یانی غيرت اوغرور.اسلام اومېړانه. له خدایه رانيولي ترټولوبندګانوپوري پدې حقيقت آګاه دي.په یوټیوب باندي دبې ناموسانو له لوري ورکړل شوي ښکنځل دهغوي دفردي اوټولنيزآندزيږنده ده.په هغوپسې سرمه خوږوه.ددې په ځای چي موږهغوي ته له ځوابي ښکنځلوډکي ويډيوګاني اپلوډکړو،موږته پکاردي چي په هلمند،تخاراوهرات کي پرپښتنودکيدونکوظلمونو ويډيوګاني جوړي اونړۍ ته يی وړاندي کړو. مينه اومننه


ښکنځل

hamid khan
25.11.2008

هلمند وروره السلام عليکم........

وروره مونږ او تاسې [پښتانه، هزاره، ازبک، تاجک، بلوڅ...]ټول افغانان يو، بله دا چې د يوې کليمې ورورنه [مسلمانان] يو.
ښکنځلې کول دمنافق يوه نښه ده. په ښکنځلو کولو په خپله انسان بد برېښي هغه که خپل ورور ته ښکنځل کوي يا بل چاته.
مونږ او تاسې بايد دا ناوړه او دمنافقت عمل ونه کړو، ګوم بې عقل چې په [يوټوب ] کښې پښتانو ته ښکنځلې کوي مونږ بايد دغه بې عقل پوه کړو او نصيحت ورته وکړو، مونږ بايد هغه ته د ښکنځلو کولو څخه ډډه وکړو، که مونږ د هغه په مقابل کې ښکنځلې وکړو نو زمونږه او دهغه بې عقل تر منخ به څه توپير وي..! که چېرې سم نه شو نو لګيا دې اوسي په خپله به بد بريښي .

رسول الله[ص] فرمايلي دي:
:" واذا خاتم الجاهلون فقالو سلاما ".


نو مونږ بايدجاهل ته سلام واچوؤ بس خلاص.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more