د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د قيامت نه مخکښي د مسلمان د روح سرنوشت

rehan khan
02.08.2008

السلام علېکم و رحمت الله ,
اېا د قېامت په ورځ ټول ارواح  جنت ېا دوزخ  ته تقسيميږې او که نه د قيامت نه مخکښي د جنت والا جنت ته او دوزخ والا دوزخ ته ليږل کيږي؟

والسلام.
په درنښت.


رښتینی
04.08.2008

[code:1:5742b5b089]السلام علېکم و رحمت الله ,
اېا د قېامت په ورځ ټول ارواح جنت ېا دوزخ ته تقسيميږې او که نه د قيامت نه مخکښي د جنت والا جنت ته او دوزخ والا دوزخ ته ليږل کيږي؟ [/code:1:5742b5b089]

رهین خانه ! علیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

په روایاتو کی راځی : من مات فقد قامت قیامته څوک چی ومړ نو قیامت یی
پیل شو او داهم په روایت کی راغلی چی قبر دمړی له پاره د هغه دعمل په اساس
یا دجهنم کنده ده او یا د جنت باغچه ده

او داراز دنیکانو روحونه به علیین لوړځای ته خیږی او دبدو خلکو روحونه به سجین ټیټ ځای ته لویږی مطلب داسو چی قیامت په قبر کی پیل شی او نوره
خبر روښانه ده خو اساسی ټکی دادی چی هغی ورځی ته باید ځانونه تیار کړل شی
دقیامت د ورځی په اړه قرانکریم وایی :

[color=red:5742b5b089]بل الساعة موعدهم والساعة ادهی وامر[/color:5742b5b089]

په مینه



ع کريم حليمي
05.08.2008

ډېر ګران ورور حامد صاحب ، مکرم رهين صاحب 
السلام عليکم و رحمه الله 
کوردي ودان خدای دي اجرونه درکړي ، زه فکر کوم چه پوښتنه به برزخ ته دريږي 
که ستاسو خوښه وي چه ړنا پر واچوئ ،او استاد قاري صاحب څخه به هم  
داپوښتنه وکم چه دا برزخ عائق او حائل دي او که مکان اومحل دي ؟؟؟
په کلام  الله کښي  برزخ له اوبوسره استعمال سوی او زمان يا د زمانې سره استعمال سوی 

بَيْنهُمَا بَرْزَخٌ لا يَبْغِيَانِ(20)
لَعَلى أَعْمَلُ صلِحاً فِيمَا تَرَكْتَكلا إِنَّهَا كلِمَةٌ هُوَ قَائلُهَا وَ مِن وَرَائهِم بَرْزَخٌ إِلى يَوْمِ يُبْعَثُونَ(100)

درنښت


رښتینی
06.08.2008

ښاغلی حلیمی صیب سلام
دبرزخ توری د دووڅیزونو په منځ کی پردی او حاجز ته ویل کیږی او دا په
قرانکریم کی څو ځایه راغلی دی دووه ځایونه هغه چی حلیمی صیب یاد کړی
دی او یو دا : { و جعل بينهما برزخاً و حجراً محجوراً }

دقرانکریم له ایتونو داسی مالومیږی چی برزخ ددنیا او اخرت په منځ کی یوبیل
دور ده چی هغه دانسان په قبر کی له کیښودلونه پیل کیږی او تر قیامته به دوام مومی لکه قرانکریم چی وایی : ومن ورائهم برزخ الی یوم الدین
او دا هم ثابته ده چی په برزخ کی به د منکرینو له پاره عذابونه وی او دمسلمانانو له پاره راحتونه دعذاب په اړه قران کریم د فرعون په اړه وایی :
{ النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذَابِ }

اوداراز دخدای په لاره کی دشهیدانو په اړه وایی :

{ فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُواْ بِهِم مِّنْ خَلْفِهِمْ أَلاَّ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ }

اوپه حدیثو کی هم په دی اړه داسی راځی :

أن النبي- صلى الله عليه وسلم- مرَّ على قبرين فقال: "إنهما ليعذبان وما يُعذَّبان في كبير، أما أحدهما فكان لا يستبرئ أو لا يستتر من بوله، وأما الآخر فكان يمشي بالنميمة، ثم أخذ جريدة رطبة فشقها نصفين، ثم غرز في كل قبر واحدة"، قالوا: يا رسول الله، لم صنعت هذا؟ فقال: "لعله أن يخفف عنهما ما لم ييبسا" (رواه البخاري)، وقال أيضًا: "إن أحدكم إذا مات عُرِض عليه مقعدُه بالغداةِ والعشي، إن كان من أهل الجنة فمن أهل الجنة، وإن كان من أهل النار فمن أهل النار، فيُقال: هذا مقعدُك حتى يبعثك الله- عز وجل- إليه يوم القيامة" (رواه البخاري).

د(بینهما برزخ لایبغیان)په اړه به دومره ووایم چی هغه یوه بیله موضوع ده او
د بحر داوبو په اړه دقرانکریم له یوه داسی حقیقت نه پرده پورته کړی چی هغه
نن ساینسی حقائقو هم مالومه کړه او داد قرانکریم اعجاز بلل کیږی

وهو الذی مرج البحرین هذا عزب فرات وهذا ملح اجاج وجعل بینهما برزخا

اوپاته شوه دا خبره چی برزخ عائق او حائل دی او که مکان او محل
زما په اند خو نه حائل او عائق ده او نه محل ځکه په برزخ کی خو پاته کیدل نشته
ټول انسانان به اخرت ته رایوځای کیږی لکه په قرانکریم کی چی وویل شول ک ویوم تقوم الساعة ادخلوا ال فرعون اشد العذاب

نور خو دبرزخ حالت له امور غیبیه و نه ده له نقلیاتو پرته عقلیات کار نه پکی کوی
او که ځوک په عقلیلتو پسی ولاړ شی هغه به له هغو ستونزو سره مخامخ شی لکه
په لومړیو پیړیو کی چی مععترله ورسره مخ شوی دی

نعوذ بالله من عذاب القبر ومن فتنة مسیح الدجال

په مینه


rehan khan
06.08.2008

السلام علېکم ښاغلې حامد او حلېمې صېب.
ډيره بښنه غواړم خو ځه په ستاسي لېکنو باندې هېڅ پوه نه شوم.

ؤالسلام.
په درنښت.


رښتینی
06.08.2008

[code:1:4bc6dfbb9d]په روایاتو کی راځی : من مات فقد قامت قیامته څوک چی ومړ نو قیامت یی
پیل شو او داهم په روایت کی راغلی چی قبر دمړی له پاره د هغه دعمل په اساس
یا دجهنم کنده ده او یا د جنت باغچه ده

او داراز دنیکانو روحونه به علیین لوړځای ته خیږی او دبدو خلکو روحونه به سجین ټیټ ځای ته لویږی مطلب داسو چی قیامت په قبر کی پیل شی او نوره
خبر روښانه ده خو اساسی ټکی دادی چی هغی ورځی ته باید ځانونه تیار کړل شی
دقیامت د ورځی په اړه قرانکریم وایی : [/code:1:4bc6dfbb9d]

ښاغلی رهین داخو سپینه پښتو ده !!
او تاسودانه دی ویلی چی ولی پوهه نشوئ ؟

په مینه


Ghairat
18.01.2009

درنواسلامپوهانو السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
د برزخ حالت یوڅه له دې نه هم تصور کیدای شي چې تش روحي حالت دی،چې د انسان بدن د لومړي ځل له پاره د قیامت په پیلیدو سره یا د اسرافیل په دوهمه شپیلۍ سره په قبرونو اوهر چیرې چې پراته وي سره راټولیږي او انسان راژوندي کیږي،نوتر هغه وخته پورې له روح نه طبعأ بیل پاتې وي اومونږ تاسې هم وينوګوروچې د انسان په زرګونوکلونواو پیړیو زاړه سکلټونه او س هم راوځي ، چې تر اوسه نه برزخ ته او نه کوم بل ځی ته له روح سره تللي دي ! فلهذا برزخ یوخالص روحي حالت دی۰ داچې روح له هرڅه څخه تیریږي او په هیڅ مادي ستونزه بندو واز نه دی،نو که روح خدای بخښلی نه وي نو تر اسفل لسافلین پورې کښته په مځکه ننوتلی شي او که بخښلی شوي وي تر اسمانونو رسیدلی شي۰
ددوزخ اوجنت دورو څارنه بیا د ملایکو په لاس کې ده ، چې کولی شي د ارواحانو مخه ونیسي نوکه د قیامت له سوال ځواب مخکې جنت ته تلل نه وي،نو ملایک به یې تر هغه پورې جنت ته د داخلیدو مخه نیسي او په برزخ کې به د جنت په تمه خوشاله وخت تیروي اوکه دوزخي وي ددغه روح حالت به په برزخ کې هم له اندېښنې ډک وي!
خوداچې ملایان صاحبان وايي ارواحان دا انسان له بدني دنیوي ژوند څخه ډیر پخواپیدا شوي خو د ځمکې په مخ د انسان تر پیدابښت پورې د انتظار وخت په خوب ویده تیروي، آپا هغې ته برزخ ویلی شو؟
سربیره به دې کیدای شي له مرګه وروسته هم تر بیا بدني راژوندی کیدو پورې ارواحان هم دغه په برزخ کې د انتظار موده په خوب تیروي؟ په دې تو پیر سره چې مغفور روح ښايي دا ځل ښه خوبونه او مغضوب یې بد خوبونه ويني ؟
هو :
[color=white:58c1151037]له بدن پرته روح ویده پاتې شي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ که بدن نه وی روح کې څه پاتې شي ؟[/color:58c1151037]
خو یو بل توپیر هم ضرور شته ،ولې هغه  د يو اړ په توګه تاسې حل کړئ او معلومه کړئ چې  هغه توپير به څشی  وي ؟ 
که ځواب مو ونه موند ، بیايې مجبور يم  هغه هم  تاسوته وروسته  بيا زه ووایم !


ډاکتر څپاند
18.01.2009

غيرت صيب :roll: :
[quote:2c696cefaa]خو یو بل توپیر هم ضرور شته ،خوهغه بیا تاسوته وروسته وایم ![/quote:2c696cefaa]
:lol: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:


rehan khan
23.02.2009

خو یو بل توپیر هم ضرور شته ،خوهغه بیا تاسوته وروسته وایم
:roll: :roll: :roll: [/quote]


Ghairat
24.02.2009

ښاغلی سپاند صیب او منلی ریحان صیب ښې چارې !
تاسوزما یوه جمله په تنزي ډول سره له تبصرې پرته رااقتباس کړې ، نودادی د روښانتیا له پاره مې هغه جمله یوڅه وغځوله چې دلته یې تاسې ته رااخلم :
[quote:807763b0a6]خو یو بل توپیر هم ضرور شته ،خوهغه به د يو اړ په توګه تاسې حل کړئ او معلومه کړئ چې هغه توپير به څشی وي ؟
که ځواب مو ونه موند ، بیا مجبور يم چې هغه هم وروسته بيا زه درته ووایم ![/quote:807763b0a6]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more