نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ګران وطن د دښمنانو يوازنی دښمن
باتور
27.07.2008
درنو پښتنو وګوری او قضاوت وکړۍ !
زموږ د پاکي خاوري ساتندويان څوک دي ؟؟؟ دا زموږ خپل واړه زمريان دي !!!
http://www.youtube.com/watch?v=P6UaRtjFsmU&feature=related
په درنښت
ډاکتر څپاند
27.07.2008
باتورخانه!
اتڼ دپښتنو دکلچر(دودونه اورواجونه)يو تاريخی ميراث دی٠
افغانانو دتاريخ په لړ کی دجنګونوپه ډګرونو،په ودونو اودخوښی په نورو
مجلسونو کی، دملی اټن په اجرا کولو سره یی ،دخپلوپاکواحساسات اظهار کړی٠مګر دا وديو چه تا پدی سايت کی پښتانه د هغه و لیدو ته تشويق کړی،زما په
عقيده يونامناسب عمل ګڼل کيږی٠اوداځکه چه پدی وديد کی ديوه تنکی ځوان
اتڼ نمايش ته ايښودل شوی،چه دا عمل د يوه ماشوم نه بده استفاده(child abuse)ښکاره کونکی ده٠دا ماشوم چه ممکن د ١٤-١٥کلونو عمر به ولری،بالغ
شوی ندی٠يو نابالغ ماشوم داسلامی او مدنی قوانينو پر بنياد ،ددی کفايت او حق نلری چه
خپل هنر"دګډا پحال کی"په انترنټ کی و ښودنی يا نمايش ته عرضه کړی٠
هر هغه چا چه دا وديو ريکارد او بيا په انترنټ کی نشر ته سپارلی دقانون له مخی ګنهګار ګڼلکيدایشی٠
باتور
28.07.2008
Sepand خانه !!!
د ګوډ تېمورغوندي د موضوع ګډوډول مه کوه . .
د ا د پښتون زوی د خپل بابا په موجوديت سره دې ميدان ته ور ګډ شوی ده!!
او د پښتون د زوی لپاره اتڼ ته ور ګډېد ا عيب نه بلکه افتخار دی . .
په درنښت
ډاکتر څپاند
28.07.2008
باتورخانه!
ددی تنکی زلمی بابا(نيکه)په ويديو نه پيژندل کيږی،معلوميږی چه ته پخپله
هلته حاضر وی٠بيا هم دقانون پر بنياد حتی دهغه نيکه هم داحق نلری چه دارنګه
ويديو په انترنټ کی نشر ته وسپاری٠
باتور
28.07.2008
هغه هنر چي نمايش ته وړاندي نه شي هغه هنر له تشويقيدو نه محروم پاته کيږي او پرمختګ نه کوي . . دا هلک په خپل کور کي نه ده ګډ شوی او نه يې کوم بد کار کړی چي د هغه ښکارول کوم ممنوعيت ولري . . زه نه پوهېږم چي زموږ خلک ولي په هر شي کي منفي اړخونه ويني . .
د دې غيرتي پښتانه هلک نه اتڼ زده کړی . . خپلو زامنو ته يې هم ور ښکاره کړی چي هغه يې هم ورنه زده کړي . .
اتڼ زموږ غرور ده . . زموږ د غيرت نښانه ده . . اتڼ کومه بازاري لوبه نه ده . .
د وږي سترګي وای هميشه په ګوله کي وي . .
د هغه چا دي سترګي ړندې شي چي د دې هلک له اتڼ نه پرته يې په نورو خواوو کي فکر وي . .
په درنښت
باتور
28.07.2008
او ستا د ( قانون په بنياد) تر خبري !!
د کوم قانون ؟ ؟
د امريکايانو د قانون او که د پښتنو د قانون ؟؟
که دي مطلب د امريکايانو قانون وي، نو هغه دي په تا مبارک وي . . او که د پښتنو قانون، هغه نو بيا پښتنو ته قضاوت ور پرېږده . .
په درنښت
ډاکتر څپاند
29.07.2008
ښاغلی باتور،
زه نه پوهيږم چه ته به څو کلن یی،خوزما په يادښت پخپلو ګنهکارو سترګو
ليدلی چه پښتنی خانانو او سرمايدارانو، پخپلو ودونو اودښادی اوساعت تيری په مراسمو کی به يي تنکی ځوانانو ته زنانه لباس ترغاړه کړ او بيابه یی په
ميدانوکی ګډول٠
زه دااحساس کوم چه تاسو دپښتنو د ملی کلتور،اتڼ سره خاصه مينه لری چه
دقدر وړ ګڼل کيږی٠مګرکه زما نظر در ته سم نه ښکاری،نوصبر وکړه چه نور پښتانه هم پدی هکله
نظر ورکړی٠
نن سبا پښتانه ،په لر او بر کی د پرديو تر اداری لاندی ژوند تیروی٠دغه راز
پښتانه د نورو قومونو سره مخلوط شوی٠نوزه چه ګورم،ديوه ماشوم اتڼ په انترنت کی ښه نه رابريښی٠که تاته ښه در ښکاری نو بريا دی غواړم٠
pattang
29.07.2008
[quote:b8ecca349f="Sapand Safi"]ښاغلی باتور،
زه نه پوهيږم چه ته به څو کلن یی،خوزما په يادښت پخپلو ګنهکارو سترګو
ليدلی چه پښتنی خانانو او سرمايدارانو، پخپلو ودونو اودښادی اوساعت تيری په مراسمو کی به يي تنکی ځوانانو ته زنانه لباس ترغاړه کړ او بيابه یی په
ميدانوکی ګډول٠
زه دااحساس کوم چه تاسو دپښتنو د ملی کلتور،اتڼ سره خاصه مينه لری چه
دقدر وړ ګڼل کيږی٠مګرکه زما نظر در ته سم نه ښکاری،نوصبر وکړه چه نور پښتانه هم پدی هکله
نظر ورکړی٠
نن سبا پښتانه ،په لر او بر کی د پرديو تر اداری لاندی ژوند تیروی٠دغه راز
پښتانه د نورو قومونو سره مخلوط شوی٠نوزه چه ګورم،ديوه ماشوم اتڼ په انترنت کی ښه نه رابريښی٠که تاته ښه در ښکاری نو بريا دی غواړم٠[/quote:b8ecca349f]
ولې دې نه خوښېږي ، علت يې څه دی ?
ډاکتر څپاند
29.07.2008
علت واضح دی !
په جرمنی کی دا عمل جرم ګڼل کيږی،مګر داسی نده؟
په افغانستان کی خصوصا د ټلوالو تر کنترول لاندی سيمو کی د بچه خوش او
بچه باز تر نامه لاندی،جنايت کاران کوچنی ماشومان دموسيقی نه په غلطی استفادی سره استعمالوی٠زما په فکر دا داسلامی شريعت خلاف دی،هيله ده چه اسلام پوهان پدی هکله نظر ورکږی٠
باتور
30.07.2008
Safi خانه !!
تا ليکلي :
په جرمني کي دا عمل جرم ګڼل کېږي . او زما په فکر دا د اسلامي شريعت خلاف ده. .
کېدای شي چي د جرمني قانون به د شريعت په اصولو بنا وي . . .
دومره خبره بې ځايه مه کشاله کوه . . بښنه غواړم صرف هغه څوک چي بچه باز وي او يا بچه بازي پرې تېره شوي وي د يوه هلک په ګډېدا کي به خپل سرګذشت ويني . . او هر هغه څوک چي له خپل کلتور او د پښتنو له رسم او رواج او په خاصه توګه له اتڼ سره مينه لري . . هغه په دي ويديو کي فقط او فقط اتڼ ويني او بس .
د بچه بازانو لپاره د رقصونو او زنګونو ويديووي ډېري دي. . انترنت پي ډک دی . . د اتڼ سپېڅلی نوم له
بازاري رقص او بازي سره مه برابروی . .
په درنښت
.
ډاکتر څپاند
31.07.2008
ښاغلی باتورخانه
زمازړه راته ويل چه ته به بالاخره ښکنځلی شروع کړی،زه به قضاوت نورو
محترمو دوستانوته پريږدم،زه نه غواړم چه دهغه چاسره بحث ته دوام ورکړم
چه پاي کی دمنطق په ځای سپکی اوسپوری وليکي٠
ته پوشه اوستااتڼ اوګډا٠ځه چه ترځو ژوندی يم دپښتنو اونوروماشومانودروا
اواسلامی حقوقونه به دفاع اوطرفداری کوم٠حتی که پدی لاره کی ستاپه شان
خلک راته ښکنځل وکړی،اوسپکی اوناوړه جملی راته وليکی٠
وایی چه تربيه په زانګوکی زده کيږې٠
باتور
31.07.2008
ما چاته ښکنځلي نه دي کړي . .
که څوک زما دا پورتنی خبري بېځايه خپل ځان ته راجع کوي، هغه د هغه خپل کار ده . .
په درنښت