نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ديوه ملی لارښود په لټه کی؟
ډوکتر څپاند
27.07.2008
ديوه ملی لارښود په لټه کی؟
دګران هيواد افغانستان دابادی او افغان ملت ته دخدمت لپاره موږ ته تر ټولو
عمده اوبنسټيز هدف به داوی چه يو پياوړی او ملی لارښود(دلارښوونکو يوه
ډله)پیدا کړو،ویی پيژنو او ټول ورپسی روان شو٠
داسی شخص يا اشخاص به څنګه را څرګند کړی شی؟
دداسی اشخاصو د پيژندلو لپاره معيارونوته ضرورت دی،زه پخپل نوبت يو څو
معیارونه ستاسو درانده حضور ته وړاندی کوم٠هيله ده چه په غور سره یی
ارزيابی کړی٠
اول ديو رهبر اساسی صفت دهغه پوهه ده ،چه دا معیار ډیر واضح او زما په عقيدهدجر اوبحث وړندی٠
دويم رهبر بايد دسازمان ورکولو توان ،انرژی اوپياوړی اراده ولری٠که پوهه
هر څومره زياته وی ،مګر که دهغی دعملی کولو اودوخت او زمان سره
مطابق عيارولو کفايت موجود نه وی،نوداسی پوهه ددرد دوا نشی موندلی٠
دريم داچه لارښود بايد دصداقت،تقوی،وطن دوستی او ملتپالنی نمونه او مثال
وی او نوموړی صفات یی دخپل سياسی اواجتماعی ژوند په تاريخ کی ثابت
کړی وی٠
دقدروړلوستونکی کولای شی چه يو څو نور صفات علاوه کړی،مګر په پام کی
وساتی چه هر انسان دخپل ژوند په کاروان کی د سهوی او خطا نه خالی ندی٠
دارنګه پياوړی او داعتماد وړ اشخاص،کيدی شی چه دهرقوم اوقبيلی نه وی٠
مرحوم ملنګ جان وييلی:
چه یی مور وی پدی خاوره زيږولی چه پر ژبه ګوياوی خو افغان دی
نن سبا د هند نفوس د زر ميليونو وګړو نه اوښتی مګر صدراعظم يي د يوی
کوچني قبيلی يعني" سک" دی٠
زه پخپله دپښتنو او نورو قومونو نه داسی اشخاص نومولی شم چه دپورتنيو
ذکر شویو صفاتو لرونکی دی،مګر ښه به داوی چه نور محترم هيوادوال په
حوصله مندی او سړه سينه زما عرايض مطالعه او تکميل کاندی٠
په درناوی،
باتور
27.07.2008
محترم Farhad خانه !
خبري دي ښکلي دي، لېکن د هغي ځواني نجلۍ خوب ته ورته دي چي له وړکتوبه يې د يوه ښکلي، خوش اندامه ، با اخلاقه ، هوښيار او هستمن ځوان سره د واده کولو لپاره خپلي شپي پرې سبا کولې . . نو کله چي بلوغ ته ورسېده، مور يې ورته وويل چي بابا دي د واده خبري له فلاني خان سره خلاصي کړی . . او نن سبا به دي ور ودوو. .
د واده په شپه چي دې نجلۍ هغه فلانۍ خان ولېد. . نه په رنګ، نه په قد او اندام له هغه چا سره چي دي به يې همېش خوبونه ليدل برابر وو، نه يې اخلاق درلودل او د پوهي او هوښيارۍ خبري خو لا پرېږده . . خلاصه يوه خاشه هم هغه چاته چي دې يې کلونه کلونه خوبونه ليدل ورته نه وو . . .
نو وروره زموږ د ولس اوسني شرايط هم د هغې ځواني پېغلي خوبونو ته ورته دي . .
په درنښت
اور- بل
28.07.2008
ملي لار ښود له ملي وحدت پرته او ملي وحدت له ملي ـ قامي بشپړتیا پرته؟
ملي لارښود هغه وخت منځته راځي چې ملت جوړ شوی وي ۰
کله چې ملي ټولنه جوړه شي نو بیا په هغه کې قامونه سره مدغم وي، پښتون تاجک او هزاره ، ترکمن ، ازبک او بلوڅ هیڅ رول نه لري، ملي وحدت په عیني توګه حاکم
او مسلط وي ، نو په یوه ملي لار ښود چې هر څوک وي سره را ټولیدای شي، خو که ملت جوړ نه وي د ملي وحدت او ملي لار ښود هڅې هم بری نه لري۰
خو قامي وحدت ممکن وی، ځو که یو ډیر ستر قام یې په منځ کې نه وي چې ټول نور قامونه هم پرزې راټول شي، نو بیا هم یو سراسري مشترک لار ښود منځته نشي ۰ په دې کې شک نشته چې پښتانه یو ستر قام لري، خو ددې له پاره چې قامي وحدت یې رامنځته نشي ، هم پخپله او هم نور قومونه د پیر روښان، شیرخان، میرویس او احمدشاه په شان په ځان راټول نکړي استعمار دغه ستر قام او ددوی ځمکه سره په څلورو ټوټو ویشلې ده :
د افغانستان پښتانه، دآزادو قبایلو پښتانه، د بلوچستان پښتانه او د صوبه سرحد پښتانه ټول یو له بل څخه د همدې هدف له پاره انګلیسي استعمار سره په ۴ برخو بیل بیل کړی دي(!)۰
د ټولو پښتنو قامي وحدت د هغوی له ځمکني وحدت پرته نه جوړیږي، او که جوړیږي نو ددغو څلورو ټوټو د وحدت غوښتو له پاره غورځنګ کې رامنځته کیدای اوپه غورځنګ کې پخپله قامي( او ملي مشر) رامنځته کیدای شي ۰
په درنښت
باتور
28.07.2008
خلاصه دا چي د ملي لارښود په اړه هغه وخت ملت غږېدا، مشوره او جرګه کوي چي ملت آزاد او خپلواک وي . . نه د استعمار او د اشغال تر بيرغ لاندي . .
په درنښت
ډوکتر څپاند
29.07.2008
محترمی اوربل!
دملی رهبر په هکله ستاسوليکنه يو فلسفی نظر دی٠
په پراتيک کی ليدل شوی چه هر ملت زر يا زنډ خپل لارښود يا دلارښونوکو يوه
ډله موندلی او د خپل وخت او زمان مشکلات یی حل او فصل کړی٠
افغانانو هم په هر زمان کی داسی سياسی شخصيتونه لرل چه ملت يي د مطلقی
نابوی نه بچ کړی٠دافغنستان په معاصر تاريخ کی امان الله خان(او ورسره دوطنپالونکو ډله)،داود خان او حتی ډاکترنجيب ددی مثالونه دی٠
که موږ صبر وکړو څو لوی افغانستان ايجاد شی،اوپه فلسفی توګه ملت جوړشی(بايدجامعه دپانګوالی تاريخی مرحلی ته وسږی)نود ننی نسل تاريخی رسالت څه دی؟٠
که د بحث د اوږدولو نه ډډه وشی نو بايد عرض کړم چه ددموکراسی په لسیزه کی
افغانی جامعی يو څو تنه با دانشه،وطنپاله او پاک کادرونه لرل چه متاسفانه
ددیرشو کالوراهيسی ،وهغو ته دا زمينه نه ده مساعده شوی چه خپلی خاوری ته
خدمت وکړی ٠دانسل اکثرا ډير سپينږيری او يا وفات شوی، مګريو څو تنه يي لاهم ژوندی دی٠مخکی لدی
چه هغوی هم دفانی دنيا نه رحلت وکړی،زما په اند داوسنی ځوان او روښان ضمیره نسل تاريخی رسالت دی چه هغوی په ګوته او د اوسنی فاصد او دغلبازه حکومت په ځای یی انتخاب کړی٠سره ددی چه افغان ولس اوس اوس يو محکوم ملت
دی چه واک اختيار یی دپردو سره دی،مګر اقلا اشغالګرو ته باید دا ښکاره کړی
شی چه زموږ خلک دا دغلو رژيم نه منی او يو بهتره الترناتيف وجود لری٠
باتور
29.07.2008
محترم Besada خانه !
هغه څوک چي په رښتيا د افغان ولس غمخور وي، هغه له هر څه نه د مخه د وطن آزادي غواړي . . او هر هغه څوک چي د وطن د آزادي خبري په خوله راوړي هغه شخص ته اشغالګر د کانديدېدو اجازه نه ورکوي . .
که تاسو ته داسي کوم څوک معلوم وي چي د آزادۍ لپاره يې هڅي کړي او کوي يې او اشغالګر يې د کانديد سره ممانعت نه لري . . نو موږ ته يې هم راوښيه . . ټول به دي کورودانۍ وکړو. .
په درنښت
momtaz
29.07.2008
[quote:cffa687155="باتور pattang alias"]محترم Besada خانه !
هغه څوک چي په رښتيا د افغان ولس غمخور وي، هغه له هر څه نه د مخه د وطن آزادي غواړي . . او هر هغه څوک چي د وطن د آزادي خبري په خوله راوړي هغه شخص ته اشغالګر د کانديدېدو اجازه نه ورکوي . .
که تاسو ته داسي کوم څوک معلوم وي چي د آزادۍ لپاره يې هڅي کړي او کوي يې او اشغالګر يې د کانديد سره ممانعت نه لري . . نو موږ ته يې هم راوښيه . . ټول به دي کورودانۍ وکړو. .
[/quote:cffa687155]
پتنګه زه فکر نه کوم چې څوک ستا په چل وغولېږي او کوم افغان شخصیت در و ښییي او ستا په ګیر کې درکړي !
تا خو پرته د ملا عمر د احمد شاه بابا او د درانی له کورنۍ څخه نیولي تر موجودو سیاسی شخصیتونو پورې ټولو ته په ډول ډول پلمو بد او رد ویلي دي .
د تا د بدو ردو ویلو لپاره آن همدا هم کفایت کوی چې څوک په پښتو و نه غږېږي !
باتور
29.07.2008
Momtaz خانه !!
لومړی خو دا پورتنۍ خبري پتنګ خان نه بلکه ما کړي، لېکن دا دومره مهمه نه ده ځګه چي ده به هم په همدا شان ليکلي ول . .
دوهمه دا چي دا به څنګه افغان غيرتمن په آزادۍ مين پښتون وي چي تا او يا بل چا به تر کوت ( تخر ) لاندي پټ کړی وي او پتنګ خان ته به يې نه ورښکاروۍ، د دي له ډاره چي مه که خدای دي نه کړي چي پتنک يې بې لاري نه کړي . . .
بعضي ټوکي په رښتيا هم د خندا وړ نه وي ..
په درنښت
pattang
29.07.2008
[quote:f71b564c6f="momtaz"][quote:f71b564c6f="باتور pattang alias"]محترم Besada خانه !
هغه څوک چي په رښتيا د افغان ولس غمخور وي، هغه له هر څه نه د مخه د وطن آزادي غواړي . . او هر هغه څوک چي د وطن د آزادي خبري په خوله راوړي هغه شخص ته اشغالګر د کانديدېدو اجازه نه ورکوي . .
که تاسو ته داسي کوم څوک معلوم وي چي د آزادۍ لپاره يې هڅي کړي او کوي يې او اشغالګر يې د کانديد سره ممانعت نه لري . . نو موږ ته يې هم راوښيه . . ټول به دي کورودانۍ وکړو. .
[/quote:f71b564c6f]
پتنګه زه فکر نه کوم چې څوک ستا په چل وغولېږي او کوم افغان شخصیت در و ښییي او ستا په ګیر کې درکړي !
تا خو پرته د ملا عمر د احمد شاه بابا او د درانی له کورنۍ څخه نیولي تر موجودو سیاسی شخصیتونو پورې ټولو ته په ډول ډول پلمو بد او رد ویلي دي .
د تا د بدو ردو ویلو لپاره آن همدا هم کفایت کوی چې څوک په پښتو و نه غږېږي ![/quote:f71b564c6f]
[quote:f71b564c6f]پتنګه زه فکر نه کوم چې څوک ستا په چل وغولېږي او کوم افغان شخصیت در و ښییي او ستا په ګیر کې درکړي ![/quote:f71b564c6f]
له کومه پو هيږې چې زه باتوريم ، ګوره کنه !
لکه کرزيخېل په سپينو ستر ګو دروغ وايې ،هغوی اولس غلطوي اوته دټول افغان لوستونکي ٠
چېټي اپلتې مه ليکه !
باتور خو حقيقت ليکلی دی،سر بېره پر دې ستاپه کر زيخيلو کې خوهرڅوک شته :
جنګي جنايتکاران ،غله ، بې مسلکه ، رشوتخواره ، قاچاقبر ، لاسپوڅي ، مخبران
اواجنټان ، خوپه ډېر افسوس سره وايم چې د مهمو خلکو شخصيت يې نه يواځې
داپورته ، بلکي دمفعول خواص او عملونه هم لري چې 95% اولس لدې چټلې طبقې
څخه بېزاره او په ژړا دی .
اوس به څه کوې ممتازه ??
ستا rationality/analytical way of thinking له محوره وتلي او يا خدای پاک
هم داسې معيوب پېدا کړی يې ٠
اور- بل
30.07.2008
بیصدا ورور ته سلام او نیکې هیلې!
ښايي ما خپل مقصد ښه نه وي څرګند کړی . مطلب دادی چې:
۱ــ ملت ، ملي وحدت او ملي لار ښود موندل سره د تاریخ له پلوه لازم او ملزوم دي. نو که مونږ ملي ټولنه درلودای ،ملي وحدت او ملي لار ښود لرل هم بیا کوم ستونزمن کار نه وه.
۲ــ په اوس وخت کې قومي وحدت او قومي لار ښود تاریخي شونتیا لري، له پښتنو پرته نوز قومونه خپل مشران او لار ښودان لري، خو هغوی د لږکیتوب له امله
ملي وحدت او ملي لار ښود نه رامنځته کولی شي او نه ور ته اړتیا او مینه لري ۰
۳ــ یو قوم چې د نفوس په سلو کې له ۸۰ زیات وګړي لري نور قامونه هم په ځان راټولولی، قامي وحدت د «ملي وحدت » او ملي لار ښود په بڼه له ملي ټولنې څخه مخکې هم رامنځته کولی شي! میرویس خان، احمد شاه او شیر خان سوري د پښتنو دغسې یو قامي وحدت رامنځته کړی و
.
۴ــ د پښتنو قامي وحدت د نوموړو سترو تاریخي لار ښودانو په وخت کې ټول قام په یو یو ډول شرایطو او ګډه ځمکه یوځای سره ژوند کاوه، خو اوس پښتانه په څلور ټوټو ځمکو یو له بیل نه بیل ساتل شوي دي۰
۵ـ په دغسې شرایطو کې قامي وحدت د قامي یووالي یا ملي آزادۍ په غورزنګ
کې منځته راتلای شي ، په دې شرط چې دا غوزرنګ سراسري وي او د خدايي خدمتګارانو په څیر یواځې په یوه صوبه یا یو ښار راټول شوی نه وي او هم څرګند ملي هدفونه ولري!
که د طالبانو غورځنګ ملي وای او د اسلام د پردې لاندې د پاکستان په ګوډاګیتوب کې ښکېل نه وای، بلکې د پاکستان څخه یې هم د پښتنو آزادي غوښتلای نو ښایي دغسې سترغورځنګ به ملي لارښودان رامنځته کړي وای اونه یواځې پښتانه بلکې ټول افغانان یې په ځان راټول کړي وای۰خو تر څو چې یو شخص، ډله یا غورڅنګ پخپله آزاد نه وي، لکه کرزی، کمونستان او طالبان ، نو هغه هیڅکله ملي آزادي ، ملي وحدت او ملي لار ښود رامنځته نکړي د رهبرۍ او غورځنګ لومړی شرط مطلقآ آزادي ده۰
نو تر څو چې یو آزاد ملي غورځنګ ونه لرو ملي لار ښود بّه څنګه ، د څه له پاره اړین او ممکن وبریښي؟
د شوروي پر ضد جهاد که د پاکستان په ولکه کې ښکیل نه وای او رهبري یې د
اي۰ اس ۰ آی په لاس کې نه وای پرته ضرو ر به په یوۀ سراسري ملي لار ښود راټول او متحد شوی وای ، د حکمتیار په سویه استعداد به هم بیا ورته کفایت کاوه چې د ملي آزادۍ پاڅون رهبري کړي ، بی له دې چې اخوانیزم ، افراطیزم او یا د بل کوم انحرافي ایزم میزم لاره خپله کړي ۰
بیشکه چې د افغانستان اوسنی حالت د دآزادۍ یو ملي غورځنګ غواړي، خو مخکې له دی چې یو غورځنګ رامنځته کیږي شرط دادی جې اړونده افکار باید خپله بوده او تنسته وځغلوي او آن د دغو راټوکیدونکو ازادیغوښتونکو افکارو هیڅډول تړاو باید له بهرنیو سرچینو سره نه وي . اخوانیزم، طالبیزم، کمونیزم او
او د شمال اتلافیزم ټول د بهرني تړاو له امله هیواد ته د پرديو ناتارونه راوړل، ځکه چې ملي رنجه یې نه درلودله!
په درنښت
ع کريم حليمي
31.07.2008
درنې قدرمني او پتمني په دين مي خور غوټۍ وربل ،او د بحث ګډونوالو
سلامونه مي ومنۍ
يو ريالټي ده او بل دا د پوښيارانو د کتابونو خبري دي ، اشپزي له کتابه زده
کېدای سي ،خو دامعنی نه چه سړی په اشپز کېدای هم سي ، هغه څوک اشپز
کېدای سي چه استعداد ئې ولری
ملت جوړېدل د يوه بااستعداده مشر کار دۍ ، هغه بااستعداده سړي چه صاحب
د کتابي پوهي وي او د سياست استعداد هم ولري ، دغه ځوان ملت جوړولی سي په سياست کښي :ياست وال اصول جوړوي ، طرف معلوموي ، بندي لاري
خلاصوي ٠
يوازي او يوازي معلمين دا مسؤليت لري چه د کتاب اصول تر پښو لاندي نه کړي
ملي رهبر بايد دا احساس کړي چه ٩٠ % ازادي لرم ، مړي کوم ،قانون تغيروم،
دکتاتوري کوم ، زور چلوم ،محبسونه ډک کوم
نو کله چه ملت جوړ کړم ،بيا نو يو ملايمه او نرمه طريقې ته لاره هواريږي
ملت غوښتني پېدا کوي ، چه غوښتني ئې پيدا کړي نو يوپه بل پسې ټول
ملي او اجتماعي کتابي اصول منځ ته راوزي ٠