د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د حسن شرق سره مرکه وارزوئ

اور- بل
23.07.2008

ګرانو لوستونکو خویندو او ورونو!
تاسو په لاندینۍ مرکه کې د حسن شرق ځوابونه څنګه ارزوئ ؟

ډاکټر حسن شرق دسردار محمد داود خان په اړه خبرې کوي

عبدالمالک عاصم
له کابله



پخوانى ډيپلوماټ اولومړين افغان ولسمشر سردارمحمد داود خان ته نژدې کس ډاکټر حسن شرق وايي داود خان د هر هغه چا نظر مانه چې وړ به وبلل شه
له نن نه ٣٥ کاله وړاندې پر همدې ورځ د افغانستان په تاريخ کې يو ستر اوښتون منځ ته راغلى و او هغه په دې توگه چې يوه شهزاده محمد داود خان د يوې سپينې کودتا په ترڅ کې شاهي نظام پر جمهوري بدل کړ، چې دا چاره د جدي بدلونونو او او له يوې کورنۍ څخه د افغانستان خلکو ته د واکمنۍ د اړولو لامل وگرځېده.
د کودتاه د په کړۍ کې د داود خان نژدې ملگرې او همکار حسن شرق و ،چې د جمهوريت تر راتلو وروسته يې هم له هغه سره په لوړه چوکۍ کار کاوه.

ښاغلى شرق د فراه ولايت د انار درې ولسوالۍ وسيدونکى دى او لکه خپله چې په خپل کتاب د جمهوريت تاسيس او تخريب کې وايي له يوې بې وزلې کورنۍ سره يې تړاو درلود چې د يوه تصادف له مخه کابل ته زده کړو ته تللى و.

داچې له مبارزې ډکه روحيه يې درلوده او د کابل پوهنتون د محصلينو د ټولنې فعال غړې و،نو په پاى کې يې له داود خان سره راشه درشه پيدا شوه.

زموږ همکار اصف معروف د امريکې په لاس انجلس کې تيره مياشت له ښاغلي شرق سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلى دى چې څنگه په دې وتوانيده چې د شاهي کورنۍ يو غړى يې د نظام بدلولو ته وهڅوه؟

د مرکې پښتو بڼه زموږ همکاران عبدالمالک عاصم او ارش پاکطين وړاندې کوي:

زه فکر کوم د محمد داود سياسي جنجالي ورځې په ځانگړې توگه د ديرش او دوه پنځوسمو لمريزو کلونو ترمنځ چې د يوه کلک او هم فکره ملگري په توگه يې په خواکې وم کيدى شي پر ما يې باور کړى وي .

چې د نظام د بدلون په اړه له ما سره خبرې وکړي او نظرونه مو سره نژدې شي .

خداى بښلى داودخان ډيره هيله درلوده يو شمير پوهو او په هېواد مينو کسانو سره په ځانگړي توگه له هغو سره چې د شا هي کورنۍ ، وزيرانو او هغو چې د سلطنتي کورنۍ اړوند نه وي ملگرتيا ولري .

زه فکر کوم چې دې موضوع يې چې کلونه کلونه يې زه په خواکې وم هم ډير پام جلب کړى وو .

پ : لکه څرنگه چې تاسو واياست داودخان ته نژدې وى او ډير کلونه ورسره نژدې پاتې شوي ياست څو مره به يې ستاسو نظرونو ته غوږ نيو او ستاسو نظر به ورته دومره مهم وو چې عمل پرې وکړي ؟

ج: زه فکر کوم چې داودخان نه يوازې زما بلکه د هر هغه چا چې ښه او مستند نظر به يې درلود هغه به تل مانه .

پ ښه نو طبيعي ده چې د دواود خان په خواکې يوه ډله وه چې تاسو يې هم يو غړى وى په دغه ډله کې ډير کوم کسان وو؟ او ولې داسې فکر کيده چې ډير يې چپې عناصر دي .

ستاسو په اړه هم دغه ډول فکر کيده دا خبره څه ډول وه ؟

ج : تاسو پوهيږى چې د دوهم نړيوال جنگ او د زبر ځواکونو ترمنځ له سړې جگړې وروسته به چې د هر چا گټو ته زيان و رسېد نو فکر به يې کاوو چې بل هيواد دا کار کړى .

د بيلگې په توگه چې کله چکسلواکيا پا څون وکړ روسانو دوى وځپل چې گواکې دوى د امپرياليزم گوډاگيان دي .

کله چې ډاکټر مصدق په ايران ، ډاکټرسکارنو په اندونيزيا ،جمالدين ناصر په مصر اوداسې نو رچې کله د لويديځوالو د گټو پر ضد راپورته شول په دوى يې د کمونيست ټاپه لگوله او د روسانو گوډاگيان يې بللل چې تاريخ وښوله دا واقيعت نه لري .

تاسو پوهيږى چې د سلطنت اړيکې د لويدځوالو سره ډيرې نژدې وي کله چې دا اړيکې له منځه ولاړې ، سمدلاسه دهمدغه فورمول پر بنسټ يې د سرطان د ٢٦ له سهاره موږ هم وځپلو چې ان زموږ ملگري يې هم نه پيژندل دوى وويل چې يوه کمونيستي کودتا ده .

نو زه فکر کوم چې دوخت په تيريدو سره به مالومه شوي وي چې دا له اوازو پرته نور څه نه وو.

پ : يانې په رښتيا هغه وخت شوروي اتحاد يا روسانو له داود خان سره نژدې اړيکې درلودې بغير له دې چې په دې گودتا کې يې رول درلود که نه ؟

ج : په ډاډ سره تاسو ته زه وايم چې داود خان داسې څو ک نه وو چې هغه ولاړ شي له روسيې سره سلا وکړي چې زه په پخپل هيواد څه وکړم .

پ : ولې د داود خان اود ښې اړخو اسلامي گوندونو ترمنځ له همغه لومړيو د هغه د صدارت او بيا وروسته د هغه جمهوري نظام پر مهال تل يو کشمکش موجود وو او دوى هيڅکله داود خان ونه مانه او ان د کودتا هڅې يې وکړي ؟

ج : زه بايد ووايم چې داود خان دخپل صدارت له وخته او له هغه وړاندې يو کلک مسلمان وو ، او له هغو ديني عالمانو او روحانيونو سره چې په سيا سي مسلو کې يې لاس نه واهه او خپله دنده يې د د يني عالم او ملا په توگه تر سره کوله هيڅکله داود خان ور سره کومه ستونزه نه درلوده .

خو په نورو پورې تړلو ملايانو په ځانگړي توگه له هغو سره چې د پا کستان او سعودي پورې تړلي وو سخت مخالفت درلود ، هغه يو نشنليست وو او نه يې غوښتل چې ديني عالمان له دينه ناوړه گټه پورته کړي ، دافغانستان په گټو سترگې پټې کړي او د نورو گټو ته يې پام وي .

او س دا ويلى شم خو که تاسو لس کاله وړاندې دا پوښتنه کړې وايي کيدى شي چا باور نه واى کړى .

اوس چې تاسو په عملي توگه دغه ملايان په ډگر کې وليدل نو باور لرم چې تاسو به داودخان ته دا حق ورکړى چې له دوى سره مخالفت درلود.

پ: له جمهوريت وروسته په کوردننه او سيمه کې او لکه چې تاسو وايي د لويديځو هيوادونو لخوا پر داود خان زياتې تبليغاتي حملې وشوې ځکه چې د چپيانو د کودتا ټاپه پرې ولگېده .

خو وروسته حالات داسې شوو چې د دواود خان او چپي گوندونو يا د خلق ډيموکراتيک گوند ترمنځ اړيکې، دارنگه د داود خان اودوخت د شوروي اتحاد يا روسانو ترمنځ اړيکې خړې پړې شوې .

داسې فکر کيده چې د دواود خان په خواکې هغه ته داسې نژدې کړۍ شته چې ما لومات له کابله هغوى ته رسوي او ددغو اړيکو په خرابوالي کې رول لري .په دې اړه تاسو څه مالومات لرى ؟

ج : زه به تاسو ته دا ووايم چې له چپيانو او يا اخوانيانو سره د دواودخان مخالفت کوم شخصي مخالفت نه وو اوان هغه ددوى د مفکورې مخالف نه وو.

هغه به ويل هر ډول عقيده چې انسان لري ودې لري ، خوپه دې شرط چې دافغانانو ملي گټي او ملي غرور ته پام وکړي .

له بده مرغه هغه مهال چې کم خلک پوهېدل او نن د خلقيانو او ملايانو د حکومتونو له راتلو وروسته خلک داود خان په حقه بولي چې له دغو سره يې بايد مبارزه کړې واى .

خو داچې له کا بينې څخه يې چا نورو ته مالومات ورکول نه پوهيږم چې دڅه په اړه به يې مالومات ورکول .

دا څه پټ رازونه وو چې داود خان به هغه په کابينه کې ويل او هغه به نورو ته ورکول ، تر اوسه داسې سند نشته چې تابته کړي دغه اسناد پخواني شوروي اتحاد ته ورکول کيده.

يوازې دومره ويل کيږي چې پټ رازونه ورکول کيده. په داسې حال کې چې د دا وود خان سيا ست دومره روښانه وو چې دمالوماتو ورکولو ته يې هيڅ اړتيا نه وه .

هغه په ډاگه ويل هر څوک چې په پردې هېواد پورې تړلى زه يې مخالف يم.

پ : تاسو په خپلو خاطرو کې ليکلي چې له داود خان سره په همکارى کې لږ تر لږه په يوه برخه کې ويريدلى او دا مو ان ورسره شريکه کړې وه چې د جمهوريت له راتلو وروسته داسې نه شي چې دشاهي کورنۍ غړي بيرته پر داود خان را وڅر خيږي او حالاتو ته په خپله گټه بدلون ورکړي ايا داسې وشو ؟

ج : تاسوته بايد ووايم چې زما دا انديښنې د تاريخي مطالعو پربنسټ وې .

له بده مرغه چې د سردارپاينده خان د کورنۍ د زامنو او لمسيانو تر منځ تل د واک پر سر شخړې او جنگونه وو او کله به چې واک ته رسېدل مقابل لورى به يې باښه او هغه کسان به چې ددوى په خوا کې وو هغه به يې ځپل او محکومول .

د دادوخان شخصيت ته په کتو سره داسې فکر نشو کولى ، خو پوهيږى چې انساني عواطف اوشخصي اړيکې دانسانانو په ژوند کې بې اغيزې نه وي . خو د داود خان موخه د واک تر لاسه کول نه بلکې دافغانستان خلکو ته دواک ليږدول وو .

هو له بده مرغه د شاهي کورنۍ يو شمير غړو وکولى شو د داودخان او دهغه د ملگرو ترمنځ يو لړ ناوړه پوهاوى پيدا کړي .

پ : اوس دادى پنځه ديرش کاله جمهوريت ته د شاهي نظام د بدليدو له نيټې تيريږي که تاسو تير مهال ته وگورى څه عيبونه کيدى شي په گوته کړى .

په خپله جمهوري نظام متبت او منفي اړخونه درلودل. ښه والى دادى چې اوس گڼ افغانان له جمهوري نظامه ډير خوښ دي او له هغه ملاتړ کوي او حتى غواړي تر وروستۍ سلگيو پورې له هغه نه دفاع وکړي .

خو عيب په خپله موږ کې وو چې له بده مرغه ونه توانيدو خپل وحدت او يوالى وساتو او له يوه عمومي حکومته ملاتړ وکړو.

پوښتنه: ځينې وايي هغه څه چه ښايي وروسته په هيواد کې د کورنيو جگړو لامل شو په هماغه حرکت ريښې او سرچينې وې، ستاسو په آند ځينې کسان چې دغه خبره مطرح کوي د تاريخې پلوه څومره سمه ده؟

ځواب: تاسو پوهيږې چې د سلطنت پلويانو او د جمهوري نظام مخالفينو داډول څرگندونې ډيرې لري خو هيڅ داسې څه نه شته چې وښيي جمهوري نظام د اوسنيو بدمرغيو لامل شوى دى.

هغه جمهوريت چې نورو ړنگ کړ د جمهوريت له موخو سره هيڅ اړيکې نه لري چې په خپله د جمهوريت د ړنگيدو لامل شوى وي.

پوښتنه: په جمهوري نظام کې چې تاسو له محمد داوود سره د جمهوري نظام په جوړولو کې همکار وې ډير ژر ړنگ شو يا موده يې ډيره لنډه وه ، په کوردننه او بهر څه لاملونه ول چې دغه نظام له سقوط سره مخامخ شو؟

ځواب: له بدمرغه يو لوى لامل يې د جمهوريت غوښتونکو ترمنځ هغه بې اتفاقي وه چې پيدا شوه، بل د جمهوري غوښتونکو موخه داوه هغه عناصر چې په کور دننه او بهر لاسوهنې کوي يا له بهر سره اړيکې لري بايد څنگ ته ووهل شي.

څنگه چې تاسو ورته وړاندې هم اشاره وکړه ځينې کسانو له پاکستان سره اړيکې درلودې او ځينې چپيان شوروي پلوي ول چې هغوى په شاهي دوره کې فعاليت کاوه خو په جمهورې دورې کې يې فعاليتونه په ټپه ودريدل

او د دواړو لويو ځواکونو گټې په افغانستان کې په پام کې ونه نيول شوې نو گومان کوم چې هريو په يوه نه يوه ډول د دغه نظام په ړنگولو کې برخه درلوده.

پوښتنه: دا چې خداى بښلى داوود خان ونه توانيد د افغانستان سنتي انډول چې دلويديځ او ختيځ ترمنځ و وساتي آيا دغې مسلې هم څه اغيزه درلوده؟

: څنگه چې تاسو پوهيږې له بده مرغه د جمهوريت په وروستيو کې زه جاپان ته ولاړم.

تر هغه مهال چې زه له محمد داوود خان سره په کابينې کې وم په عملي ډول داسې څه نه و چې د دواړو هيوادونو ترمنځ انډول يا اړيکو ته پکې زيان واوړي
خو له بدغه مرغه په کابينې کې ځينې کسان و چې د شوروي او امريکا پر ضد يې تبليغات کول.

پوښتنه: يو ډول جديت چې داوود خان ته نسبت ورکول کيږي آيا د دې لامل شو چې

د ده پر ضد ځينو تحريکاتو ته لمن ووهي. لکه د شوروي له ولسمشر بريژنيف سره
د ليدنې پر مهال؟

د نورو پر خلاف به زه تاسو ته ووايم چې داوود خان يو تند مزاجه کس نه و.

خو د نورو هيوادونو د لاسوهنې پر وړاندې یی هيڅ زغم نه درلود. که چا به لاس وهنه کوله هغه به سخت غبرگون ښوده .

خو له بده مرغه کله چې داوود خان مسکو ته تللى و او بيرته هيواد ته ستون شو زه په افغانستان کې نه وم او له نورو يې نه يم خبر.

پوښتنه: تاسو د داوود خان د نژدې ملگري په توگه که د نوموړي د شخصيت په اړه

را ته څه ووايي څنگه چې تاسو وويل داوود خان تند مزاجه نه و له نوموړي سره د خپلو څو خاطرو په اړه ووايي؟

زه تاسو ته وايم چې داوود خان د نورو په څير له هر راز سهوې، اشتبا او خود خواهۍ نه پاک نه و.

خو زما شخصي نظر دادى چې ما په خپل ژوند کې د هغه په څير پاک، پرهيزگاره ، په افغانستان او افغانانو مين کس نه و ليدلى. او د دغه حقانيت د تبوتولو لپاره داوود خان وتوانيد چې په ميړانه شهيد شي.

او د چا بنده او غلام پاتې نه شي. يوه ورځ د وزيرانو غونډه وه ،ډاکټر نبي چې د اطلاعاتو او کلتور وزير و له غونډې بهر ولاړ او کله چې بيرته راستون شو نو داوود خان ځينې وپوښتل چې خيرت و؟

نوموړي وويل په بنگله ديش کې کودتاه شوې مجيب الرحمن له خپل ټولې کورنۍ سره وژل شوې دي.

هلته هرچا له دغې خبرې يو ډول تفسير او مانا واخيسته خو داوود خان وويل زه له خدايه داسې مرگ غواړم چې ټول يوځاىي له دنيا ولاړ شي.

تاسو باور وکړى په هغې خونۍ کې چې داوود خان دغه دعا کړى و په هماغې کوټې کې دى او د ده کورنۍ د جنايت کارانو له لوري ووژل شول.

پوښتنه: بله موضوع د داوود خان او دهغه د کورنۍ د ډله ايز قبر په اړه دى ،کله چې تاسو د ډاکټر نجيب الله په رژيم کې لومړى وزير شوې آيا تاسو د هغه قبر د موندنې لپاره هڅې وکړې؟

په هغې لنډې مودې کې چې څومياشتې په صدارت کې وم زمينه مساعده شوه چې زه ملگرو ملتونو ته د استازي په توگه ولاړ شم خو ما له عزيز نعيم نه غوښتنه وکړه چې په دې اړه له هغه سره خبرې اترې وکړم.

له هغه سره مې د همدې او ځينې نورو مسايلو په اړه خبرې وکړې او له هغه مې غوښتنه وکړه که دهغه قبر
د موندې لپاره راته اجازه راکړي .

هغه په ښکاره راته وويل تر هغه چې د خلقيانو حکومت وي او د شوروي سرتير په افغانستان کې وي زه له تا هيله کوم چې زما د تره په اړه څه پلټنې ونه کړې. که نه زه چمتو وم چې دغه کار و کړم..


ّ

باتور
24.07.2008

محترمي خور اوربل ته !

د حسن شرق سره دغه مصاحبه دومره د ارزښت وړ نه ده . . زموږ يو متل دی وايي :

چي ژوندی يم ښه مي غواړه، چي مړ شمه بيا مه را پسي ژاړه.

د داود خان ښه او بد موږ ټولو ته معلوم دي او هغه وختونه او هغه سازونه زموږ د وطن د اوسنيو شرايطو سره نه سمون خوري او نه زموږ په درد . .

بهتره به وه چي له هغه نه مو د نورو پوښتنو تر څنګ يو څو پوښتني د دا اوسني ګوډاګي رژيم، د وطن د اشغال او د ولس ددې اوسنيو بدبختيو په هکله هم کړي وي . .

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more