د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان شریعه تطبیق كوی یا كوكنار خوندی كوی؟

De Islam Shagird
23.07.2008

طالبان همیشه ویلی دی چه د اسلام په لاړه روان دی او د اسلام دفاع كوی. كله چه دوی په قدرت راغله نو د كوكنار كرلو منع وكړل او د څو كوكنار بزگرو مځكه وسوځول. په اول كښی داسی ښكاریده چه دوی په رښتیا د كوكنارو كرونده له مینځه یوسی. مگر وروسته دا حقیقت څرگنده شو چه دا منع كول او د مځكی سوځول یوازی د نړیوالو د غولولو د پاره وو. حقیقت دا دی چه طالبان د كوكنارو د مالیه او د تریاك د تجارت څخه ډیر پیسه لاس ته راوړی
اوس طالبان وایی چه دوی دا تریاك د امریكا په ضد جهاد كښی استعمالوی. مگر دوی ته دا خبر نشته چه څومره مسلمانان په هیرویین كښی اخته كیږی؟ هم هغه هیرویین چه د دغه تریاك څخه جوړ شوی دی. الله تعالی په قرآن كښی ویلی دی
يَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلۡخَمۡرِ وَٱلۡمَيۡسِرِ‌ۖ قُلۡ فِيهِمَآ إِثۡمٌ۬ ڪَبِيرٌ۬ وَمَنَـٰفِعُ لِلنَّاسِ وَإِثۡمُهُمَآ أَڪۡبَرُ مِن نَّفۡعِهِمَا‌ۗ
پوښتنه كوی دوی له تا نه (ای محمده!) (له حكمه د څښلو) د شرابو (له كولو د) قمار نه ووایه (ای محمده! دوی ته) په دی دواړو كښی گناه لویه ده او گتی دی له پاره د خلكو او گناه د دی دواړو ډیره لویه ده له گتی د دی دواړو نه ۲ ـ ۲۱۹
او حضرت محمد (ص) فرمایلی دی
الخمر ما خمار العقل و كلو مسكرین خمر ۶۴ ـ ۶۰
هر شی چه نشه ور دی خمر گنل كیږی
دغه حدیث دا څرگندوی چه شراب یوازی په اسلام كښی منع نه دی بلكه مخدره مواد هم په اسلام كښی حرام دی. د مخدره مواد د استعمالولو نه خورا بد د هغه معامله دی چه طالبان په ښكاره ډول یی كوی. نو زما پوښتنه دا دی: دا څه رنگه شریعت دی چه طالبان تطبیق كوی؟


باتور
23.07.2008

د امکاناتود محدوديت له کبله اوس طالبان ستا دغه آرزو نه شي در پوره کولای . . د ګوډاګي دولت سره د حساب د تصفيي نه وروسته به د شريعت همدغه حکم هم تطبيق کړي . .

په درنښت


wazirafghan
24.07.2008

د اسلام شاګرده !
دې خبر ته اوس پرتوګ پیدا کړه:

کرزی د سیاسي موخو دپاره د مخدره توکو قاچاق کونکي ساتي
حمزه مومند ٣ / ٥ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-24 12:04:00 م

د مخدره توکو د مخنیوۍ یو ماهر چې د روان کال د جون تر میاشتې پورې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مخدره توکو د مخنیوۍ د ادارې یو مهم چارواکی ؤ ولسمشر کرزی تورن کړی دی چې د سیاسي موخو دپاره د مخدره توکو قاچاق کونکي ساتي.

نوموړي چارواکي - چې توماس سکیویچ نومېږي - په یوه لیکنه کې چې په نیویارک ټایمز کې خپره شوې ده ویلي دي چې پخپله ولسمشر کرزی د مخدره توکو د مخنیوۍ په لاره کې خنډ دی.

توماس دا هم لیکلي دي چې د مخدره توکو په قاچاق کې اوس د افغان دولت لوړپوړي چارواکي ککړ دي. نوموړي لیکلي دي "د مخدره توکو فساد اوس د افغان حکومت سرته رسېدلی دی". له دې خبرو داسې معلومېږي چې توماس پخپله په ولسمشر کرزي د مخدره توکو د فساد تور لګوي.

توماس لیکي چې ولسمشر کرزی زړه نه کوي چې د افغانستان په سوېل کې د مخدره توکو قاچاق کونکي وپوښتي. نوموړی وایي چې مهمو امریکایي چارواکو او د افغانستان پخواني څارنوال عبدالجبار ثابت (هغه مهال چې څارنوال ؤ) ویلي دي چې د داسې ۲۰ کسانو لیست ورسره دی چې د مخدره توکو قاچاق کوي او په دولت کې په لوړو څوکیو ګمارل شوي هم دي.

توماس زیاتوي چې عبدالجبار ثابت ورته ویلي دي چې ولسمشر کرزي ورڅخه غوښتي دي چې دغه کسان د سیاسي وجوهاتو له امله محاکمه نه کړي.

توماس پخپله لیکنه کې د عبدالجبار ثابت ګوښه کولو ته هم اشاره کوي او د ثابت دا خبره یې لیکلې ده چې ولسمشر کرزی دا نشي زغملی چې سیالان ولري.

توماس دا هم وایي چې د مخدره توکو د مخنیوۍ پخواني افغان وزیر حبیب الله قادري ورته په یو کنفرانس کې پټ په غوږ کې ویلي ؤ چې "زه پوهېږم چې ستاسو پلان سم دی او ښې طرحې لرﺉ، خو ولسمشر کرزي راته ویلي دي چې په کنفرانسونو کې خلکو ته وایه چې خلک د غریبۍ له وجې کوکنار کري. زه پوهېږم چې غریبي د کوکنار کرلو سره هیڅ تړاو نه لري."


Habib Mashaal
27.07.2008

Lala Ham da kawee ham da!!!!!
Shariat ka kooknar????


باتور
27.07.2008

هو Mashaal خانه . . هغه زور چي په Lala کي دی، هغه په Baba کي هم نه شته !!


De Islam Shagird
19.08.2008

[quote:3d1fd2d032="باتور"]د امکاناتود محدوديت له کبله اوس طالبان ستا دغه آرزو نه شي در پوره کولای . . د ګوډاګي دولت سره د حساب د تصفيي نه وروسته به د شريعت همدغه حکم هم تطبيق کړي . .

په درنښت[/quote:3d1fd2d032]

نه باتو صاحب، ده خبره بايد طالبان په اوسنی وخت کی سپينه کړی ځکه چی په يوه لاس دوی وايی چی د اسلام په لاړه روان دی او د اسلام دفاع كوی او په بل لاس   دوی د ناوړی او ناروا پيسو په ګټه جنګيګی او دو ته هم جهاد وايی٠


باتور
19.08.2008

د islam محترم Shagird ته !

د افغانستان د دولت چارواکي د طالبانو په لاس کي نه دي . . د طالبانو تر څنګ د نړۍ څلوېښت دولتونه او د هغو نظامي قواوي نه دي ولاړي . . طالبان د وطن کلي او ښارونه په موقته توګه له اشغالګرو او د هغو له سپيانو نه آزاد کړي، او يو څه موده وروسته هغه ځايونه بېرته له لاسه ورکړي. . په داسي شرايطو کي طالبان نه شي کولای چي په لاسنيولي منطقو کي خپل حکم په دوامداره توګه تطبيق کړي. .

او بل دا چي طالبان د همدغو بزګرانو او د هغو د پناهځايونو په مرسته خپل عمليات تر سره کوي. . . نو په دې لحاظ، په اوسنيو شرايطو کي د ټولو تګلاريو پلي کول آسانه کار نه دی . .

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more