د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولې هر وخت پاکستان او ولي ايران نه :

pattang
22.07.2008

ولې هر وخت پاکستان او ولي ايران نه :
پاکستان ، پاکستان ولې له ايرانه څوک خبرې نکوي ، حال داچې اوس ايران
غټې مالي او نورې مرستې له طالبانو سره کوي او ټولو ته دا مالومه ده چې ايران
دپښتنوبنيادي دښمن ده ولې د افغانستان حکومت او ځينې پښتانه پاکستان رټي
او ايران دوست بولې او يا يې خوله پټه نيولې ده، حتا تر دې حده پورې چې سر
شمېرنه هم په ايرانيانو کوي٠
نوپه داسې حال کې کې خو زه افغانستان يو ملت نشم بللی څکه چې ايرا ن او د ايران کلتور په افغنستان کې يوه کلکه کلتوري او سياسي هسته جوړوي او جوړه کړې ده


و.افغان
22.07.2008

دروند پتنګ صاحب !
بیخي صحیح خبره مو کړې، ایران مونږ ته تر هر چا زیات خطرناک دې
او ځمونږ تاریخي دښمن دې، ځمونږ دهیواد په ضد يي دهیڅ رنګه توطئو څخه
دریغ نه دې راوړې، ایران له ډیره پخوا څخه دافغانستان دتجزيي لپاره کار شروع
کړې دی، او ددې لپاره يي دشمال لنډغر په خپله غیږه کې نیولي دي،
پر دې سربیره ایران ځمونږ عقیدوي او کلتوري دښمن هم دې، ایراني سړې چې
افغان ته کومه دښمني په زړه کې لري ، بل څوک يي نه لري،
او دا خبره زه په یقين زه کوم، چې زه ددې ایرانیانو دمختلفو اوساطو خلکو سره
غږیدلې یم، ناست یم، دهغوي خبرې مې اورېدلي.

دایران باره کې دښاغلې حکمتیار یو څو جملې رانقلوم:

[color=white:5e6e402b57]پوښتنه : تاسو څو ځل ويلي چې ايران په افغانستان کې لاس وهنه کوي دا لاس وهنه څه ډول ده ؟ آيا وسله برابروي او که بل ډول مداخله کوي؟

ځواب : تاسو پوهيږئ چې د روسي فوځونو له وتلو نه وروسته تر نن پوري ايراني چارواکو د افغانستان په اړه ډير مضر، خطرناک او د اسلامي اصولو او ښه گاونډيتوب د غوښتنو خلاف سياست غوره کړي، دوى په افغانستان کې د جگړو د دوام لپاره هم له مسکو سره لاس يو کړ او هم له واشنگټن سره شمالي ټلواله د مسکو په امر او د تهران په وساطت جوړه شوه د دې جبهې د مالي او نظامي اکمالاتو لويه برخه د ايران له لوري وه دا ډله د تهران په وينا له امريکايانو سره يو ځاى شوه او د دوى تر قومندې لاندي له افغان ولس سره وجنگيده، په دغي مودې کې دوى د کابل د حکومت له ضعف نه په استفادې سره له سرحدي پولو دې خوا رااوښتي ،د افغانستان د خاوري په حساسو ځايونو کې ئې نوې سرحدي پوستې جوړي کړې اوس چې د امريکايانو د وتلو خبره کيږي يو ځل بيا ئې شمالي ټلواله وخوځوله او د پيسو او وسلو په ليږلو سره غواړي له دې ډلي همغه کار واخلي چې د روسي فوځونو له وتلو وروسته ئې ترې واخيست.[/color:5e6e402b57]

[color=yellow:5e6e402b57]پوښتنه:آيا تاسو فکر نه کوئ، که چيرې ټول بهرني ځواکونه ووځي نو ستاسې په هيواد کې به ګډوډي او بې ثباتي رامنځ ته شي؟

ځواب: د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به د بحران يو اساسي عامل پاى ته ورسېږي، افغانانو ته به دا موقع ورکړى شي چي خپلي ستونزي په پخله او د پرديو له وسايت او قيموميت نه پرته حل کړي، دا د اروپا او امريکا دنده او مسئوليت نه دئ چي د سيمي د ژاندارم په توګه موږ ته د امنيت راوستلو خبره وکړي، دوى دي په خپلو هېوادو کي امنيت راولي، که له افغانانو سره د جګړي په خاتمې کي مرسته کوي نو له بهر نه زموږ په کورنيو چارو کي د لاسوهنو مخه دي ونيسي، جګړه نن هم او پرون هم د بهرنيو ځواکونو زموږ پر هېواد مسلطه کړې، د روسي فوځونو د وتلو پر مهال واشنګټن او مسکو دا پرېکړه وکړه چې په ګډه به په افغانستان کي د مجاهدينو په لاس د اسلامي حکومت د جوړېدو مخه نيسي، د دوى په امر او د تهران په وساطت د جبل السراج ائتلاف جوړ شو، دغه ائتلاف ته د مخکنۍ جګړي د دوام ماموريت وسپارل شو، مسکو وسلې ورکولې، ايران پيسې او واشنګټن ئې سياسي مرسته کوله، د افغانستان ټول سفارتونه، په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د کرسۍ په شمول دې ائتلاف ته ورکړى شول، اوس هم امريکايانو همغه ائتلاف قدرت ته ورسولو، په حقيقت کي دوى افغانستان د ايران او روسيې لپاره فتحه کړى[/color:5e6e402b57]

په درنښت


Temor lang
05.08.2008

نو ستاسو دوستان ځوک دې؟


pattang
05.08.2008

که وي او که نوي ته خو ولا که دوست شې د لستوڼي ماره !

[quote:f1b11d407b="Temor lang"]نو ستاسو دوستان ځوک دې؟[/quote:f1b11d407b]


باتور
05.08.2008

د ګران وطن د ښکليو منطقو د منظرو د ليدلو نه وروسته د پاس له خوا ديارلسم انځور ته ښه ځير شۍ ، او که مو وخت درلود يو څه د دې انځور په هکله دلته خپلي څرګندوني وکړۍ . .

http://www.afghanistanonlineforums.com/cgi-bin/yabb2/YaBB.pl?num=1172099815/40

په درنښت


pattang
07.08.2008

باتوره ! په دې لينک کې خو ډېر د زړو ستميانو او ملحدينو نومونه شته خو هغه يې
په هر حال، دهېواددمنظرو لپاره داځای يو غلط ځای ندی ??

[quote:3264f29940="باتور"]د ګران وطن د ښکليو منطقو د منظرو د ليدلو نه وروسته د پاس له خوا ديارلسم انځور ته ښه ځير شۍ ، او که مو وخت درلود يو څه د دې انځور په هکله دلته خپلي څرګندوني وکړۍ . .

http://www.afghanistanonlineforums.com/cgi-bin/yabb2/YaBB.pl?num=1172099815/40

په درنښت[/quote:3264f29940]


باتور
07.08.2008

پتنګ خانه !

زما مطلب د دي لينک له وړاندي کولو نه د ديارلسم انځور نه وو . . هلته د تالقان د ولايت په مرکز کي د ايران بيرغ لګول شوی او د بيرغ په منځ کي د زمردو د غله د انځور تر څنګ د سرک نوم ليکلی ده . .

زما مطلب صرف د هغه انځور نه دی . د وطن ښکلي منظري خو نور ځای هم شته.

په درنښت


باتور
17.08.2008

خراسان خواهانو!

د ايرانيانو خواخوږي له افغاني مهاجرو سره وګورۍ :

http://www.agit-center.com/DocLib2/Forms/slidshow.aspx?ViewStyle=slideshow

په درنښت


و.افغان
04.10.2008

درنو ورونو !

له ډیره وخته راهیسي دالعربیي ټلويژن ویبپاڼی کوم چې په ملیونونو کتونکي لري، په خپلی
ویبپاڼه کې فارسي او اردو بخش هم لري، او فکر کوم چې ډیر زیات ایراني لوستونکي او تبصره لیکونکي هم لري،
تاسو کولاي شۍ چې په فارسي ژبه خپل افغاني آواز د ایرانیانو تر غوږونو ورسوۍ:

http://www.alarabiya.net/persian/

دا لاندی یوه مقاله ده، چې دیهودو او امریکایانو په وړاندی دایران ددوه مخیزه منافق
سیاست پټ اړخ (دوستي) ښکاره کوي، او دیته نږدی یوه بله لیکنه هم مخکی شوې وه:
http://www.alarabiya.net/articles/2008/10/02/57571.html

http://www.alarabiya.net/articles/2008/10/04/57629.html
این سخنان را "تحولی ریشه ای" در مواضع احمدی نژاد دانست
اظهار تعجب گاردین از سانسور اظهارات احمدی نژاد درباره قبول إسرائيل

"من از احمدی نژاد دفاع نمی کنم"


دبي- سعود الزاهد

یکی از روزنامه های بزرگ بریتانیا نسبت به نادیده گرفتن اظهارات رسانیه ای پرزیدنت احمدی نژاد از سوی رسانه های غربی طی مصاحبه وی با روزنامه آمریکایی نیویورک دیلی نیوز در تاریخ 24 سپتامبر 2008 در مورد شرایط قبول موجودیت اسراییل اظهار شگفتی کرد ،آقای احمدی نژاد در سخنان خود بطور قابل ملاحظه ای قبول موجودیت اسراییل را مورد اشاره قرار داده است وگفته است " در صورتی که رهبران فلسطین با راه حل دو دولت موافقت کنند ممکن است ایران همزیستی با دولت اسراییل را بپذیرد"

نویسنده مقاله که یکی از روزنامه نگار معروف بریتانیا به نام پیتر تاچل می باشد در وبلاگ اظهار" نظرآزاد" روزنامه گاردین می نویسد: "چرا رسانه های بین المللی روی گفته های احمدی نژاد مبنی بر به رسمیت شناختن اسراییل مانور ندادند ؟" وی در ادامه گفت احمدي نژاد در 24 سپتامبر بطور "شگفت انگیزی" در پاسخ به سؤال خوان گنزالس ،خبرنگار روزنامه نيويورك ديلي نيوز وخانم ایمی گودمن گزارشگر برنامه تلویزیون "دمکراسی هم اکنون" در خصوص احتمال به رسمیت شناختن موجودیت اسراییل گفته است : "اگر آنها (فلسطینیها ) خواهان ماندن صهیونیستها هستند ،پس می توانند بمانند ،ما به تصمیم ملت فلسطین احترام می گذاریم ".

پیتر تاچل از سخنان پرزیدنت احمدی نژاد چنین برداشت کرده است که وی در حقیقت وجود دو دولت را پذیرفته است وبدین ترتیب "با توجه به این که اکثریت ملت فلسطین پذیرای راه حل تشکیل دو دولت هستند لذا " احمدی نژاد راه را برای تایید گفت وگوهای صلح خاورمیانه هموار ساخته است .

نگارنده مقاله ضمن اظهار تعجب از موضع رسانه های بین المللی که اظهارات احمدی نژاد درمورد احتمال به رسمیت شناختن اسراییل از سوی ایران را نادیده گرفته اند می نویسند : "آنچه که به اندازه (سخنان احمدی نژاد) شگفت آور است ،عدم انتشار این رویداد از طریق رسانه های بین المللی است .درحالی که سالها از پرزیدنت احمدی نژاد بدگویی می شد و (علل) این مساله قابل درک است ،ولیكن الان که وی حرف‌های سازنده و مثبتی زده ،رسانه‌ها وی را سانسور می‌کنند. آیا به خاطر برخی مسایل ضد ایرانی است ویا (دلیل آن)مسایل حمایت از اسراییل است ؟ ".

پیتر تاچل سپس علل عدم بازتاب سخنان آقای احمدی نژاد در رسانه ها را از منظر سیاسی ومطبوعاتی زیر سؤال برد وآن را به عنوان چرخشی ریشه ای نسبت به مواضع تند گذشته وی نسبت به اسراییل دانست وافزود : "همین یک هفته پیش در تهران می گفت اسراییل باقی نخواهد ماند ".
بالاى صفحه

"من از احمدی نژاد دفاع نمی کنم"

نویسنده مقاله در ادامه می گوید : "من از احمدی نژاد دفاع نمی کنم وبهیچوجه مورد تایید من نیست وپیشتر ده ها بار مقابل سفارت ایران در لندن دست به اعتراض زدم وده ها مقاله دارم که در آنها فشار به اعضای سندیکا ها ،دنشجویان ،روزنامه نگاران ،مدافعین زنان ،همجنس گرایان ،مسلمانان سنی اقلیت های ملی مانند عرب ها ،کردها ،آذربایجانی ها وبلوچ ها در ايران را محکوم کردم".

وی در ادامه به شرح مواضع خود نسبت به دولت ایران که در برنامه های تلویزیونی اش روی اینترنت منعکس شده است پرداخت و من جمله به آنچه که "برخورد نژادپرستانه رژیم ایران با شهروندان عربش وافزایش مقاومت مردمی در برابر شیوه های پلیسی " دانست اشاره کرد ، در همین حال به گفته او "امیدوارم که شخصی با اندیشه باز ومنصف باشم" تا این که "بتوانم گواه آن باشم که چه بسا احمدي نژاد تغییر موضع داده وچنین بر می آید که اکنون حاضر است – با موافقت فلسطینی ها – همزیستی دو دولت اسراییل وفلسطین را در کنار یکدیگر بپذیرد ".

پيتر تاچل در ادامه افزود : "من به اندازه یک سر انگشت از موضع خود در محکومیت حکومت احمدی نژاد به خاطر داشتن اتاقهای مخوف شکنجه و اعدام نوجوانان زیر سن قانونی وستم نو استعماری به قومیتها عقب نشینی نمی کنم ، اما در عین حال خود را تا اندازه زیادی موافق با اظهارات رییس جمهور ایران در مورد دلایل شکست روند صلح در خاورمیانه می یابم ".

نویسنده ضمن محکومیت ایران ،موضع احمدی نژاد نسبت به اسراییل را تایید کرد وتصریح نمود :"امتیازاتی که اشغالگران خواهند داد کلید صلح در خاورمیانه خواهد بود لذا اسراییل ملزم است که زمام ابتکار عمل را در دست بگیرد وبا عقب نشینی یک جانبه از کلیه سرزمین هایی که به طور غیر قانونی (طبق قطعنامه های شورای امنیت) در جنگ 1967 اشغال کرده است ،برقراری صلح را آغاز کند، یعنی اینکه از کرانه باختری ونوار غزه کاملا عقب نشینی کند وکلیه شهرک هایی غیر قانونی اسراییلی را برچیند ومی بایست دولت مستقلی که برخوردار از حاکمیت باشد در سرزمین فلسطین ایجاد شود".

نویسنده ،مقاله خود را با این سؤال به پایان رساند :"لعنت باد ! رهبران اسراییل چه وقت بیدار خواهند شد ودرک خواهند کرد که صلح عادلانه وفراگیر تنها راهی است که می تواند امنیت دایمی را برای ملتشان به ارمغان بیآورد ؟".


عبد السلام
04.10.2008

15:10 گرينويچ - شنبه 04 اکتبر 2008 - 13 مهر 1387

احمد زیدآبادی
تحلیلگر مسائل ایران

طرح بحرین؛ پیشنهادی بدون زمینه عینی
منوچهر متکی وزیر خارجه ایران، پیشنهاد همتای بحرینی خود را درباره تشکیل سازمانی منطقه‌ای که اعراب، ترکیه، ایران و اسراییل را در برگیرد، رد کرده است.

آقای متکی ضمن ادای احترام به شیخ خالد بن احمد آل خلیفه وزیر خارجه بحرین تاکید کرده است که پیشنهاد وی زمینه عملی شدن ندارد زیرا اسراییل علاوه بر آنکه مشروعیت ندارد، قابل اعتماد هم نیست.

شیخ خالد وزیر خارجه بحرین چهارشنبه گذشته در گفتگو با روزنامه عرب زبان الحیات چاپ لندن گفته بود: خاورمیانه نیازمند حل مشکلات خود از طریق یک سازمان منطقه‌ای با حضور اسراییل، ترکیه، ایران و کشورهای عرب است.

شیخ خالد تاکید کرده بود: اجازه دهیم همه در یک گروه دور هم جمع شوند، این تنها راه حل مشکلاتمان است.

تردیدی وجود نداشت که ایران این پیشنهاد را رد خواهد کرد، چرا که این طرح متضمن شناسایی دوفاکتوی اسراییل و پذیرش آن به عنوان عضوی از کشورهای خاورمیانه است.

از این رو، انتظار می‌رفت که اسراییل از پیشنهاد شیخ خالد استقبال کند، اما این کشور، نسبت به پیشنهاد مذکور واکنش رسمی نشان نداده، و فقط یک مقام ناشناس اسراییلی به روزنامه جروزالم پست گفته است که پیشنهاد وزیر خارجه بحرین ایده بسیار جالبی است.

به گزارش این روزنامه مقام اسراییلی در عین حال اضافه کرده است که «هنوز بسیار زود است که اسراییل سوار ارابه شود چرا که هنوز نه ارابه‌ای وجود دارد، نه چرخی و نه اسبی، فقط یک مصاحبه مطبوعاتی است.»

با آنکه مقام اسراییلی، پیشنهاد شیخ خالد را بسیار جذاب دانسته، اما از نقطه نظر امکان عملی شدن آن، شبیه آقای متکی موضع گرفته است.

به نظر می‌رسد اسراییل نیز همچون ایران، تشکیل سازمانی متشکل از تمام کشورهای خاورمیانه را در حال حاضر عملی نمی‌داند و این مساله نه فقط به علت درخواست برای حضور ایران در این سازمان بلکه، به دلیل عدم آمادگی اعراب برای گردهم آمدن در کنار اسراییل در یک سازمان منطقه‌ای است.

گفته می‌شود شیمون پرز رئیس جمهور کنونی اسراییل در جریان مذاکرات اسلو در اوایل دهه ۱۹۹۰ خواستار پیوستن اسراییل به اتحادیه عرب شده بود، اما بی میلی اعراب به این پیشنهاد سبب عدم تکرار آن از سوی رهبران اسراییل شد.

البته اتحادیه عرب راه عادی سازی روابط تمام کشورهای عرب با اسراییل را نبسته و آن را مشروط به پذیرش طرح صلح عربی از سوی دولت عبری دانسته است.

طبق طرح صلح عربی که به ابتکار ملک عبدالله پادشاه عربستان سعودی تهیه شده و دوبار به تصویب سران عرب رسیده است، در صورت بازگشت اسراییل به مرزهای جنگ شش روزه چهارم ژوئن ۱۹۶۷ و حل عادلانه مشکل آوارگان فلسطینی، تمام کشورهای عرب روابط خود را با دولت یهود عادی خواهند کرد.

اسراییل اما هنوز شروط کشورهای عرب را برآورده نکرده و همچنان مشغول مذاکره با دولت خودگردان فلسطین برای حل نهایی بحران خاورمیانه است، بدون آنکه نتیجه نهایی این مذاکرات مشخص باشد.

از این رو، حتی از نگاه کشوری مانند عربستان که خواهان حل نهایی مناقشه اعراب و اسراییل است، پیشنهاد وزیر خارجه بحرین بعید است جز یک پیشنهاد زودهنگام تلقی شود.

البته شاید هیچکدام از کشورهای عرب، با تشکیل سازمانی منطقه‌ای در خاورمیانه که افزون بر اعراب، ترکیه و ایران و اسراییل را هم در برگیرد، در چشم‌اندازی بلند مدت مخالف نباشند، چرا که چنین چشم‌اندازی در مرکز طرح خاورمیانه جدید آمریکا قرار دارد.

با این حال، روشن است که تا هنگامی که ایران آماده پذیرش قطعنامه‌های شورای امنیت سازمان ملل برای تعلیق غنی سازی اورانیوم نباشد و به نحوی با موجودیت اسراییل در خاورمیانه کنار نیاید و در عین حال، اسراییل نیز تا هنگامی که به توافق نهایی با فلسطینی‌ها و سوریه دست نیابد، حضور همزمان این دو کشور در کنار اعراب در یک سازمان منطقه‌ای، اگر محال نباشد، بسیار بعید خواهد بود.

با این حساب، شیخ خالد بر اساس کدام واقعیات، پیشنهاد خود را مطرح کرده است؟

با توجه به نگرانی بحرین از هر نوع تشنج در منطقه، احتمالا شیخ خالد خواسته است با پیشنهاد تشکیل سازمان منطقه‌ای، برخی از سدهای روانی پیش روی همگرایی کشورهای منطقه را بشکند و راه طرح چنین موضوعاتی را برای آینده بگشاید.


باتور
17.10.2008

عبدالسلام خانه سلامونه درته وړاندي کوم .

دا د ايران د بهرنيو چارو د وزير او د اسرائيلو په حساب او کتاب دي پوه نه شوم. . که امکان لري لږکي رڼا په دې موضوع واچوه .

په درنښت


عبد السلام
17.10.2008

باتور خانه !وعلیکم السلام، روغ اوجوړوسي،
وروره! دا موضوع یوڅه تړاو دښاغلی وهاج صاحب درا نقلې شوې کیسې سره لري،هغه داسې چې یوڅو مده دمخه داسې اوازې وي چې ایران غواړی خپل دریز داسرایلوپه مقابل کې یو څنا څه نرم کړي، اوکه وشی د خپل منځې مثایلو په اړه سره خبرې وکړی. او دا نظر هم دخلکو سره دا حمدی نژاد دهغې مرکې نه چې وهاج صاحب دلته را نقل کړی ده پیدا شوﺉ وو.

ستاسو اندیښنه راته په ځای ښکاري چې دا دواړه رانقل شوی مضامین داصلې بحث سره تړاو نلري.


Helmand.M
31.10.2008

http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/raoof_ekhpelwak_de_eslam_din_au_afg_sara_de_pak_khianat.pdf


و.افغان
31.10.2008

[quote="عبد السلام"]باتور خانه !وعلیکم السلام، روغ اوجوړوسي،
وروره! دا موضوع یوڅه تړاو دښاغلی وهاج صاحب درا نقلې شوې کیسې سره لري،هغه داسې چې یوڅو مده دمخه داسې اوازې وي چې ایران غواړی خپل دریز داسرایلوپه مقابل کې یو څنا څه نرم کړي، اوکه وشی د خپل منځې مثایلو په اړه سره خبرې وکړی. او دا نظر هم دخلکو سره دا حمدی نژاد دهغې مرکې نه چې وهاج صاحب دلته را نقل کړی ده پیدا شوﺉ وو.

ستاسو اندیښنه راته په ځای ښکاري چې دا دواړه رانقل شوی مضامین داصلې بحث سره تړاو نلري.[/qute]

عبد السلام خانه وروره!

زما لیکنه بې تړاوه نه وه، سکالو دافغانانو او مسلمانانو سره دایران ددښمنۍ باره
کې ده، او دغه لیکنه ښه اړخ ورسره لګوي، دوي په ښکاره یو څه سره وايي، خو په
پټه ډیرې قوي خپلوۍ سره لري، تجارتي معاملې سره کوي، اسرائیل او امریکا پرې متطوره وسله پلوري، دولتونه سره ويشي،
لنډا دا چې دامريکا
دیرغل څخه ایران ډیره لويه ګټه واخیسته،
ایران پرته له چې پوزه يي ويني شي، ټول سیمييز دښمنان يي راوپرځیدل، له افغانستان څخه نيولي دعراق په شمول تر فلسطيڼ
او مغربي افریقا پورې یی سياسي او کلتوري نفوذ پيدا کړ.
البته ستاسو منقوله ليکنه دایران په ګټه یوه تبلیغاتي بڼه لري، چې تر یوې اندازي
پوري کیداي شي رښتيا په کې ويل شوي وي، خو بیا هم دیوه فرد خبره ده، خو ایران غواړي په دارنګه خبرو، تبلیغاتو
او شعارونو سره خپله اسلام ضده او مسلمان دښمنه څیره، او ديهودو او امریکي سره يي پټه خوږه دوستي، او مشترک المنافع خپلوي دمسلمانانو له سترګو پټه کړي.
په درنښت.


Helmand.M
07.11.2008

دانګرېزي استعمار په دوران كې انګرېزانو د ديورند كرښه د پښتنو تر مينځ وښكله.٠زما ياديږي چې انګريزانو په پكتيا كې حتى پښتانه قامونه په تور ګوند او سپين ګوند د يو بل څخه بيل او

ديوه بل سره دښمن كړي وو٠ دديورند كرښې مقصد د افغانستان د خاورې د 
مسلمانو پښتنو له يو بل څخه بېلول او له دى سيمې څخه تر وتلو وروسته هم ديوې تلپاتې هډې په توګه كار اخستل وو٠دا كرښه هغه وخت هم افغانانو نه وه منلي او په ۱۸۹۷ كال كې خو د هغې پر ضد د پښتنو ستر پاڅون وشو چې پښتانو پېښور ته نېږدې تر شبقدر پورې سيمې تر لاسه كړې ٠خو انګرېزانو د شپېتو تر اويا زرو تنو پورې وسله وال پوځ په زور دغه پاڅون مات كړ(۱)


دپښتنو ستر لارښود خان عبدالغفار خان د انګرېزانو پر ضد د شلمې پېړۍ د لسمو كلونو راهيسې د كانګرس ګوند، د خلافت تحريك په ۱۹۱۹ کال کې، د خدايي خد متګارو او سرخپوشانو ډلې په ۱۹۲۹ او داسې نورو لكه د غني خان پښتون زلمى خوځښتونو له لارې د پښتنو د خپلواكۍ لپاره مبارزه كوله او څو څو ځلې د انګرېزانو په جېلونو كې بندي شوي وو٠

پاچا خان په ۱۹۳۰ كال كې د انګرېزانو پر ضد د ګاندي د عدم اطاعت تحريك سره همغږى شو او د هند له نيمې وچې څخه يې د انګريزانو وتل وغوښتل٠


دانګرېزانو پر ضد د پښتنو بل ستر مبارز شخصيت حاجي ميرزاعلي خان و چې په ايپي فقير 
يې شهرت ميندلى واو د“ چې ګواره „ غوندې د ازاد ۍ پتنګ وه اونوموړى په رښتيا هم د استعمار پر ضد جګړو كې د پښتنو 
"چې ګواره" بلل کيدلی شي٠ 
حاجي ميرزاعلي خان د پاكستان د جوړيدلو د مخه يا خو د هندوستان د وېشل كيدو د مخه د بريتانيې له حكومت څخه وغوښتل چې پښتنو او بلوڅو ته دې خپلواكي يا خو د افغانستان سره د يو ځاى كيدو د انتخاب حق وركړل شي او ملتپال پاچا خان هم د پاكستان په نوي دولت كې شا مليدل نه غوښتل.٠ هغه له افغان حكومت نه دمخه د ټولو پښتنو د خپلواكۍ غږ جګ كړ٠

خان عبدالغفارخان او حاجي ميرزاعليخان د ۱۹۴۷ كال د جون په يوويشتمه نېټه د سرحد كانګرس غړي، د خدايي خدمتګار او پښتون زلمي قوماندانان او نور په بنو كې سره جرګه كړل او د جرګې پرېكړه داشوه چې“د ټولو پښتنو خپلواك حكومت دې جوړ شي، چې اساسي قانون به يې د دموكراسۍ په اصولو ، برابرۍ او عدالت بنا وي.. تردې وروسته خان عبدالفار خان څرګنده كړه چې د پاكستان د پاره ريفرندم كې به برخه وانه خلي٠“ (۲)

د ۱۹۴۸ كال د مۍ په دوولسمه حاجي ميرزاعلي خان له خپل مركز ګرويك څخه څرګنده كړه چې“ پاكستان د بريتانيې مخلوق او محمد علي جناح د بريتانيې اجنټ دى.“ (۳) ٠

په رښتيا هم پاکستان د اسراييلي دولت په شان د انګرېزانو په لاس په پردۍ خاوره کې د انګرېزی استعماري اهدافو د تر لاسه کولو او پاللو دپاره جوړشو٠

له پښتنو سره په جګړه كې انګرېزانو له هر چل ول څخه كار واخستلو خو دوى ته تر هر بل څه او هر بل 
تحريك زياته ګټه د اسلام له دين څخه ناوړه ګټې اخيستل وه چې سترې برياوې ور په برخه كړې..
 اوپه رښتيا هم د „دېوبند مد رسه“ هغه وسيله وه چې دوى ته يې د لوى پوځ څخه هم زيات برياليتوبونه ور په برخه كړل٠

د ساري په توګه كله چې انګريزان د پاچا خان او د حاجي ميرزاعلي خان سره په ستونزو 
كې ناكامۍ ته نېږدې وو، نو انګريزانو په ۱۹۳۹ كال كې د پښتني سيمو د روحانيونو ډېره پټه نوي شبكه د قلي خان په مشرى جوړه كړه او د پښتنو ملايانو ، په ځانګړى توګه د „ جميعت العلما اسلام“ د غړو په اجيرولو يې پيل وكړ٠

دوى يوازې په پيښور كې د ساري په توګه د پښتنو د غورځنګ پر ضد ۵۹ „ نه پنځوس „ تنه ملايان په پيسو واخستل.٠ دو ى يوازې مخبران نه وو ، بلكې د انګريزانو په ګټه به يې تبليغ هم كولو( ۴)٠


همدغو انګريزانو همدغه ملايان په ۱۹۲۱ كال كې د امان الله خان پرضد راپورته كړل او د پكتيا له لارې يې لومړى د ګوډ ملا پاڅون او بيا ورپسې د افغانستان دنسبي روحانيونو په ګډون د امان الله خان پر ضد د كفر فتوى صادره او نوموړى د هېواد د خپلواكۍ

محصل يې د هېوادپرېښودلو ته مجبور كړ ،تر څوچې د انګرېزانو پلويان واك ته ورسوي٠.


همدا شان همدغو په اصطلاح روحاني ډلو وروسته د انګريزانو دځايناستي يعنې پاكستان په تحريك د افغانستان د يوه بل ستر ملي شخصيت شهيد محمد داؤد خان پر ضد هم دده د جمهوريت د اعلان وروسته پاڅون پيل كړ٠ 
د پاكستان جنرال نصيرالله بابر په څرګنده وايي:

چې ده په ۱۹۷۳ كې دافغاني اخوانيانو د مشر انجينر حبيب الرحمن سره د پيښور په بالا حصار كې وكتل او د اسلامي نهضت نورو غړو لكه حكمتيار، احمد شاه مسعود ، استاذ رباني او نورو ته يې پاكستان ته د هجرت لاره هواره كړه٠

بابر زياتوي : „چې مونږ د داؤد خان له راتګ سره سم ......د اسلامي نهضت غړوته تريننګ 
پيل كړ..... بابر داهم په څرګنده توګه مني چې په كال ۱۹۴۸ كې يعنې د پاكستان د جوړيدلو

په دويم كال ، زه كشمير ته جنګ ته ولاړم.له ما سره د وزيرو، مسعودو لښكرې وې٠ 
او حقيقت دادى چې دكشمير كومه علاقه چې اوس له پاكستان سره ده، داد همدې قبايلو او افغانانو فتح كړي ده٠.هغه وخت پوځ نه و.٠ نو پاكستان د قبايلو او د افغانستان د خلكو
(ځدراڼو، وزيرو، سليمان خېلو، مسعودو او....) د مرستو منتبار دى. „ ( ۵)


ما د خپلې ماشومتيا د وخت دا خبرې لږې لږې ياديږي چې د خوست د سيمې خلك به د هندوانو سره جګړې ته تلل٠ ددوى په جګړه كې د ګډون لپاره د هغه وخت د ملايانو د تبليغاتو پر بنسټ لومړۍ هدف دهندوانو د مال او شتمنۍ د لوټولو لپاره تشويق او د هغه جواز او بل فرعي هدف يې جهاد و٠ نود هغه وخت د وږو او نيستمنو خلكو لپاره د هندوانو د شتمنيو لوټول او هغه هم د جهاد تر نامه لاندې ډېر په زړه پورې وو چې په مينه په دغه ګټور جهاد كې ګډون وكړي٠. خو داهم همغه د ملايانو په مرسته د انګريزانو د پاليسۍ دوام و.٠


كله چې شوروي اتحاد پر افغانستان ير غل وكړ،نو پاكستان هڅه كوله چې „ د شوروي اتحاد وروسته افغانستان كې به په اسلامي بڼه يو لاسپوڅى حكومت په پښو ودروي“٠

جنرال ضياء الحق په همغه وخت كې مؤ لف سيليك هريسن ته ويلي وو چې“ مونږ ددې حق تر لاسه كړى دى چې هلته يعنې په افغانستان كې به يو دوست حكومت ولرو.٠


مونږ د مخكې كرښې دولت په شان خطر ومانه او مونږ به پرې نه ږدو چې وضعه د پخوا په شان وي، چې هلته به د شوروي او هند نفوذ او زمونږ په خاوره باندې ادعاوې وي.٠ 
دا به يو رښتينى اسلامي دولت وي٠

د پان اسلاميزم يوه برخه چې يوه ورځ به د شوروي اتحاد مسلمانان ځان ته جذب كړي „ ...

د پيتر تامسن په نظر آى اس آى اوس هم په افغانستان كې لاسپوڅى حكومت غواړي..... „امريكا په افغانستان كې تر ډېرې مودې نه پاتې كيږي.٠ او كله چې له افغانستان نه ووځي بيا به پاكستان د ننه په افغانستان كې اسلامستي غورځنګ په واك راولي او هلته به په خپله هغسې نفوذ ولري چې د طالبانو په وخت كې يې لاره. „ (۶) 


په همدغه مضمون كې ډاکتر حسن كاكړدهمدغه مضمون په ۶۳ مخ كې ليكي: „ آى اس آى د اسلامستانو په پياوړي كولو، او سياسي واك ته د هغوی رسولو او د پښتنو په ناتوان كولو كې تر يوه حده بريالى شوى ... خو نتيجه كې يې د القاعدې هسكيدل او بې سارى ورانى د افغانانو هغه روغنيتي د پاكستان په اړه له مينځه لاړه ، چې د مقاومت په وخت كې يې ورته لرله.“(۷)٠

دا رښتياده چې پاكستان د شوروي اتحاد د باسلو وروسته د افغانستان سره د ښه نيت له لارې هغه څه په آسانه تر لاسه كولى شول،چې اوس يې وبايلل.٠


پاكستان لومړى د مجاهدينو لا قانوني يا انارشي پر افغانستان واكمنه كړه او بيا يې نو طالبان په كندهار او افغانستان كې واك ته ورسول او هغوى ته يې په لاندې ډول نسخې وركولې:

دا نسخه نه بلكې ديوه ګاونډي اسلامې هېواد پر ضد داسې توطئه وه چې پاكستان خپل ځان او افغانستان ډېر تاواني كړل.٠دا لويه دسيسه هم په پاكستان كې په ۲۷٠۱۲٠۱۹۹۴ يا 
(۶٠۱۰٠۱۳۷۳)كال كې په اصطلاح „د اتحاد علماء افغانستان شرعي فتوى „ وه چې نېټه يې همغه افغانستان ته د شوروي د سرو لښكرود ننوتلو ورځ وه٠


د ا د آى اس آى له خوا د افغانسان د برخليك له پاره ۳۶x٢٣ سانتي متره تبليغاتي لويه پاڼه 
چې زه يې همدا او س هم لرم، پر پاكستاني مدرسو او دوى ته نورو لازمو خلكو باندې وېشل شوى وه.
٠ نو ځكه ما حدس وهلي شو چې پاكستان په افغانستان كې د بل

پړاود پيل كولو څخه څه 
مطلب لري او اراده يې څه ده٠


پاكستان ددغې پروګرام له مخې غوښتل چې افغانستان د نړۍ پر مخ كوم دوست هېواد ونه لري او د اسلامي هېوادو په شمول له هېچا سره سياسي ، اقتصادي او كلتوري اړيكې ونه ساتي.


ددغې تبليغاتي پاڼې لنډيز داسې كيدلاى شي :


ددغې پاڼې په سريزه كې راغلي دي : „د اسلامي ملت لپاره بايد د رئيس ټاكل ... يواځې او يواځې د شريعت په رڼا كې د يوې لو يې اسلامي شورى په توسط مينځته 
راسي......نو

مخلوط حكومت جوړول يا عمومي انتخابات كول يا ښځو ته ګډون وركول غير شرعي او شديد ناروا كارونه دي....

د بين الملل د ادارې د يو خاص نماينده ..... كه څه هم مسلمان وي خو هغه مقيد وي چه د هغې ادارې كفري مفكورې او باطل اصول په 
اسلامي دولت كې تطبيق او عملي كړي، لكه موږيې چه وينو دارنګه نماينده ګانو مثلاٱ په افغانستان كې هر يوه په خپل وار سره په اسلامي حكومت كې د كمونستانو د بقاياوو او يا نورو بې دينانو په رسمي او جدي توګه د شموليت غوښتنه او اصرار كړى دى او هميشه د ښځو ګډون او عمومي انتخابات كول د بشر د حقه حقوقو څخه بولي، چې دا كارونه اسلامي شريعت او دينداره با غيرته اولس ته د قبول وړ نه دي 
.....


د دوي غوښتنې په لاندې ډول لنډوم:


۱ " ـ د كافرو مشر توب او آمريت او د مسلمانانو په خاصو امورو كې خذمتګذار ګرځول روا كار نه دي......د مسلمانانو په امورو كې د كافر تصرف او تولى او په مهمو دولتي چارو كې 
عامل ګرځول روا كار نه دى، كه څه هم پلار او داسې بل څوك وي..

.
۲ـ د كافرانو او منافقانو څخه د مسلمانانو لپاره په ديني كارونو كې د مشورې طلب جائز نه دى....


۳ ـ كافرانو ته په مهمو دولتي چارو كې وظيفه وركول، دوى د مسلمانانو د پټو اسرارو لپاره امينان ګرځول او د زړه دوستي ورسره درلودل جواز نه لري.
.... هغه مسلمانان چې

ددغو كافرانو سره د زړه د اخلاصه دوستي كوي او په مدارسو او پوهنتونو نو كې يې تعليمات كوي....نو ددوى فاسد عادات او باطل افكار په خپلو ځانونو كې تطبيق او جاري ګرځوي......


۴ـ په متنا زع فيها مسائلو كې تحكم او فيصله كول په مقدس شريعت سره د مؤ منانو لپاره فرض عمل دى.........د مقدس اسلام د احكامو پر پريښولو هميشه غمونه، كاختى، 
جنګونه، مرضونه او داسې نور تكاليف مينځته راځى.......

يو ځاى د چنګېز خان د „باسق „ كتاب مثال راوړي چې د يهوديت، نصرانيت ، ملت

اسلامى وغيره او خپل مجرد نظريات او نفساني خواهشات يې هم په كې ليكلى وو او د هغه اولادې پر ې عمل كولو..... نو هر څوك چه دارنګه فعل كوي هغه كافر او قتل و قتال يې واجب دى


۵ ـ دداسې قانون متابعت قطعي حرام او مبارزه ورسره فرض ده چې په هغه كې د الله تعالى حكم او د طاغوت وهوى حكم جمع سوى وى ـ 
ځكه چه دا هم ښكاره كفر او ضلالت دى........... نو نظر په فوق شرعى فتوى د ملګرو ملتو د ادارې لخوا حكم منل او د هغوى د قانون اطاعت كول ښكاره

ګمراهى ده.... 
دغه مشتركه اداره د كافرانو او مسلمانانو د دولتو د نماينده ګانو ځخه تشكيل ده، اما اساسا ددغې ادارې پنځه دائمى غړى كافران د ى چه په سر كې يې امريكا ده....

په اسلام كې حدود، تعزيرات، قصاص، جهاد، حجاب و غيره اعم احكام دى خو ددوى په قانون كې بربريت، سبوعيت، ظلم او د بشر د حقوقو پيمالول دى.... 
اوس استعماري كافران غواړي چه دغه مخلوط او نجس قانون .....په ټول جهان كې دستورالعمل او د تطبيق وړ وګرځوى..... 
نو بيا هيله كيږي چې د خپل شرعى قيادت او اسلامى حكومت د تشكيل لپاره اسلامى 
لويه شورى را وغواړى چې په نتيجه كې سوچه اسلامى حكومت مينځته راشى“ 


دغه پورتنى ليك كابو پنځوسو تنو لاسليك كړى دى. (وګورى د دغې فتوى متن په ضميمه كې)


د آى ا س آى په دغه لورونو كې د افغانستان راتلونكي حكومت ته د اسلامي شورى

سپارښتنې داسې لنډيدلى شي:


۱ـ افغانستان بايد د ملګرو ملتو سره ټولې اړيكې قطع كړي،


۲ـ افغا نستان بايد د بشر د حقوقو او ژنيو كنوانسيون ته پاملرنه ونه كړي،

۳ـ په افغانستان كې بايد هېڅكله عمومي انتخابات ونه شى،


۴ـ د افغانستان حكومت به يوه لويه اسلامي شورى ټاكې خو د اسلامي شورى د غړو د

ټاكنې لپاره هم كوم معيار په نظر كې نه دى نيول شوى،


۵ـ ښځې په انتخاباتو كې د كانديدلو او حتى د رايې وركولو حق نه لري،


۶ـ افغانستان بايد د نامسلمانو هېوادو ( چې ددوى په تعريف اوسني اسلامي هېوادونه هم د مسلمانو هېوادو شرايط نه پوره كوي نو ځكه دوى هم په نامسلمانو كې راځي )
 سره سياسي، اقتصادي، كلتوري او داسې نور ې اړيكې ونه ساتي،


۷ـ افغانان بايد د پوهې او زده كړې له پاره نورو هېوادو ته ولاړ نه شي،


 ۸ـ افغانستان بايد خپلې ټولې كتابخانې د غير اسلامي كتابو څخه خالي كړي چې افغانان ګمراه نه شى،


۹ـ افغانستان بايد د نورو هېوادو د عامه اړيكو د وسايلو لكه راډيو، تلويزيون ، ورځپاڼو، مجلو 
څخه ګټه وانخلي،او ويې نه لولي،


١٠ـ په لنډه توګه افغانان بايد ټول نور انسانان خپل د ښمن وګڼي،


۱۱ـ افغانستان بايد كابو زر كاله پخوا حالت ته پر شا ولاړ شى او د ورسره آشنا شوى تمدن سره خداى پاماني وكړي٠

.
ما بيا وروسته په كندهار كې د ځېنو افغاني طالبانو څخه په چل كې پوښتنه وكړه چې ايا دوي ددغو په اصطلاح لاسليك كوونكو اسلامي علماو د شورا كوم يو غړي پيژني او كنه؟


ماته داسې څرګنده شوه چې ددغو علماو څخه يو هم چا نه پيژندلو او په بل عبارت دوى ټول يا پاكستانيان اويا خو جعلي لاسليكونه وو.٠
دغو لاسليك كوونكو علماو د امريكايي ـ انګريزي اهدافو لپاره په افغانستان كې د اسلام مقدس دين په جاهليزم او انتي اسلاميزم بدلول غواړي.٠


 ټوله نړې او افغانان په خپلو سترګو ويني چې كه د افغانستان لپاره د پاكستان پاليسي

په رښتيا سره اسلامي واي ، نو دو ى بايددا پاليسي لومړى په خپله پاكستان كې عملى

كړي واى٠.

لكه څنګه چې شورويانو تر خپل سقوط پورې خپلې غوښتنې د نړۍ د زياركښانو او كارګرانو په نوم وړاندې او دكمو نيزم استازيتوب يې انحصار كړى و ، همدغه شان پاكستان د خپل

مصنوعي جوړښت راهيسې د نړې د مسلمانانو په نوم او استازيتو ب د پريكړو كول

غواړي ٠خو ددوى توپير په دې كې دى چې شوروي دا پريكړې په خپل زوراو د دوى د خپل هيواد په ګټه وې او پاكستان يې د امريكې او انګستان په زور ا و د هغوى د ګټو لپاره كوي او فكر نه كوي چې ناروا او منافقت زوال لري او دا بلاګانې به يوه ورځ ددوى لپاره هم زهر قاتل شي لكه چې اوس د لال جومات شخړه،دبينطير بوټو وژنه او داسې نور٠


پاكستان په خپله راډيو ، تلويزيون، ورځپاڼې ، د نړۍ په ټولو ژبو ليكل شوي كتابونه، د نړۍ دټولو هېوادوسره سياسي ، اقتصادي ، كلتوري او داسې نورې اړيكې ساتي او ټينګوي، خو افغانوته د اسلام تر نامه لاندې دا هرڅه منع كوي.
٠

ددوى په خپلو ښارونو لكه اسلام آباد، لاهور ، كراچي او نورو كې د نړۍ د نورو هېوادو په شان كړه وړه جايز دي خو افغاني مسلمانانو ته جوازنه لري.٠


په پاكستان كې د تمد ن او پر مختګ پلوه ګوندونو مشران لكه د مسلم ليګ نواز شريف او د پيپلز پارټي مېرمن بينظير بوټو غوندې كسان له پنجاب او سند څخه دي .

خو بيينظير بوټو هم د يوې مترقي ميرمنې په توګه د خپل حكومت په دوران كې يوازې د پښتني سيمو لپاره د شريعت قانون او دنور پاكستان لپاره د كامنويلت قانون نافذ بللو٠او طالبان يې پر افغانستان باندې نازل کړل“ يو بام ، دوه هواوې“ ٠


هو بله خو دا چې د پاكستان د اسلامي ګوندونو ټول مشران پښتانه دي او هغوى ته دافغانانو او پښتني سيمو د ګمراه كولو دنده ورسپارلي شوې ده٠.
د جماعت اسلامي پاكستان مشر قاضي حسين احمد، د جمعيت اسلامي پاكستان 
مشر مولانا سميع الحق، د جمعيت العماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ، دوى دري واړه پښتانه دي چې د افغانستان اسلامي ګوندونه يې جوړ، ټريننګ، تمويل، تسليح او افغانستان ته استولى دې چې افغانستان او د افغانانو د اسلام مقدس دين بدنومه او وران كړي.
٠

دوي ولې په پاكستان كې هغه څه نه غواړي چې يوازې د پښتني سيمو او افغانستان لپاره

يې غواړي؟
ولې دوى هېروي چې اسلام خو دوى ته افغانانو ور رسولى دى يعنې ترپاكستان، هندوستان ، بنګله ديش آن تر ملاييزيا پورې خلك افغانانو مسلمان كړي دي٠ اوس دو ى په كوم حق زمونږ اصلى اسلام بدلول غواړي او د انګرېزي اسلام ټينګول؟


په بل عبارت افغانستان د پاكستان د مسلمانانو معنوي پلار دى٠څوك چې د خپل معنوي 
پلار درناوى نه كوي ، بد يې غواړي او يا خو ورته د سيسې جوړوي، نو پاك خداى هغه كس 
نه بخښي او ورباندې قهر نازلوي٠.

بله خو داچې د خپل پلار پر ضد هغه زوى داشان بد كارونه كوي چې حرام زاده وي.٠ نو ځكه ځېنې خلك لكه حاجي ميرزاعلي خان پاكستان د انګريز بچى او مخلوق بولي..


د پاكستان په اسلامي ډلو كې يوازې د تبليغيانوډله په پنجاب كې خپل مركز لري او علت يې هم شايد دا وي چې دوي نه يوازې د پاكستان او افغانستان بلكې د ټولې نړۍ د مسلمانو ډلو او افرادو د لار ښوونې يا لار كږونې ډېره اوچته دنده په غاړه لري او هغوى ځانګړي تشكيلات لري چې شبكې يې د انګريزانو او امريكايانو په مرسته ټول اسلامې هېوادونه او مسلمانان څاري.٠ 


خو ددغو ټولو نمايشي اسلامي اكټونو سره سره د اسلام مقدس دين دغو لاندينيو ارشاداتو ته پاكستانيانو شا ور اړولي او پخپله د اسلاميت رعايت نه كوي.٠

زه ډاريږم چې كه د پاك خداى قهر پر پاكستان نازل شي نو څړيكې به يې بيا هم د افغانستان بې ګناه خلكو ته راورسيږي او هلته په پاكستان كې به هم بې ګناه او مظلوم خلك وځوريږي او اصلي جنايتكاران به انګلستان او امريكې ته وتښتي ، هغه ځای ته ، کوم کې چې دوی همد ااوس ډيرې پانګې لري ..


د اسلام د مقدس دين ارشادات داسې دي::


-په اسلام كې ټول انسانان اشرف المخلوقات دي „الانسان اكرم المخلوقات „،

_په اسلام كې شرافت په پوهه او ادب كې دى نه په شتمني او نسب كې“ شرافة الانسان باعلم والادب لا با لمال والنسب. „،

_ د پاك څښتن په نزد تر ټولو ښه انسان هغه څوك دى چې نورو انسانانوته يې ګټه رسيږي


 „ خيرالناس ما ينفع الناس „،

_ د پاك څښتن لپاره تر ټولو بد انسان هغه څوك دى چې نور انسانان ورڅخه وېريږي“ ان

شرن الناس منزلة عندالله يوم القيامتة من يحاف الناس من شره „.،


_بل ځاى ويل كيږي چې د مظلوموانسانانو د ښېرو (بد دعاو)څخه وډار شى ، سره ددې كه هغوى مسلمان هم نه وي" „التقو دعوة المظلوم وان كان كافرا فانه ليس دونها حجاب „،

_په پوهې پسې ځغاسته حتى تر چين پورې د اسلام امر بلل كيږي لكه چې وايې 
“ اطلب العلم ولو كان فى السين „،

_ او پوهه په نر او ښځه باندې يو شان فرض ده
"“ العلم فرضا فى المؤ منين والمؤ منات „،_

_.تر ټولو بد كار وژنه ده او قاتل د خدای دښمن دی، لكه چې ويل كېږي: 
 „ القاتل عد وه

الله “،

_يوبل ځاي فرمايي „عسي الله ان يجعل بينكم و بين الذين عاديتم منهم مودة والله قديرط والله غفورالرحيم ط“،.شايد چې الله ستاسو او هغو كافرانو تر مينځ چې اوس ورسره دښمني لرى، دوستى پيدا كړى.الله قادردى او الله مغفرت كوونكى او رحم والا دى،

_.
بل ځاى ويل كيږي،څوك چې تفرقه اچوي هغه زمونږ څخه نه دى.“ من فرق فليس منا“،

_يو بل ځاي وايي „: غيرالدجال اخوف على امتى من الدجال الا ئمة المضلين ط“
حديث شريف كې راغلي دى چې زه د خپل امت په هكله د دجال څخه دومره نه ډاريږم لكه د ګمراه كوونكي امام څخه چې ويريږم،

_.
“كل مؤذ فى النار.“ ،هر اذيت وركوونكى به جهنم ته ځي،

_.
 څوك چې په چا رحم ونه كړي، رحم به ورباندې ونه شي“.من يرحم ط لا يرحم ط.“
 ٠

اوس نو مونږ پاكستان ته وايو چې د انګريز چلونه نه افغانستان اونه پاكستان ته ګټه رسولى شي.٠ زمونږ افغانانو دا دېرش كاله جګړه بس ده.٠ مونږ سخت سولې سوكالۍ او د ښه ګاونډيتوب مينې او دوستۍ ته لېوال يو.٠ 
 پاكستان ته اوس لازم دي چې هغه څه چې پخپله يې كرلي دي ،پخپله يې وريبي٠.
 پاكستان بايد ومني چې غلطي ورڅخه شوي ده.٠

ددغې تېروتنې د اصلاح لاره داده چې خپل ځان ، مونږ او نړۍ د „ د ېو بند „ د بند څخه آزادكړي.٠

د پورتنيو او په سلګونو نورو آيتونو او حديثونو څخه څرګنديږي چې دا پورتنی په پاکستان

کې ليکل شوې په اصطلاح“ دعلماو فتوى“ يوه اړخيزه او د افغانانو او مسلمانانو په ضرر اود اسلام مقدس دين د ارشاداتو سره اړخ نه لګوى او پاكستان خوشى زمونږ افغانو مسلمانانو ته فريب وركوي.٠


مونږ افغانان به تير هير كړو او هر وخت دې ته چمتو يو چې په ښه نيت دښه ګاونډي په توګه د پاكستان د هر ښه نيت هركلى وكړو٠ 
كله چې ښه نيت شته شي نو بيا د سرحدونو او ديورند كرښې خبره اصلاٱ نه طرحه كيږي.٠

مونږ همدا اوس په اروپا كې داسې هېوادونه وينو چې د خاورې يوه يا ډېرې برخې يې د ګاونډيانو د سرحدونو د ننه پرتې دي.٠ خو څنګه چې اروپا كې اوس د تګ او راتګ په وخت كې سرحدونه نه ليدل كيږي نو دا موضوع د خلكو ياد ته نه ورځي او ددوى تر مينځ اړيكو باندې هم كومه اغېزه نه لري..

لكه مونږ چې پاكستان ته وايو ، هغه اسلام چې ځانله غواړي ،مونږ ته يې هم وغواړي..

نو پاكستان هم بايد امريكې او بريتانيې ته ووايي، هغه څه چې دوي يې خپلو ځانو ته يعنې اروپا او امريكې ته غواړي ، پاكستان او افغانستان ته هم بايد همغه څه ورولوروي.

كه پاكستان خپل متحدين په دغې پورتنۍ خبرې قانع كړي نوپه هغه ورځ به زموږ په سيمه كې خوشبختي پيل كېږي او ولسونه به مو د ښو او رښتينو مسلمانانو نوم ګټونكي وي او د اسلام وياړ به هم بيرته را ژوندى شي٠

ومن الله توفيق

اخځونه :

۱ـ محمد حسن کاکړ،لپه،دويمه ګڼه،شپږمه پرلپسې ګڼه،۱۳۸۵یا۲۰۰۷کال،۲-۳مخونه
۲ـ پورتنی اثر،۶ـ۷ مخونه
۳ـ پورتنی اثر،۷مخ
۴ـ تيخونوف،ژباړن محمد طاهر کاڼی،وجرمن امپراتوري افغاني جګړه،۱۳۸۳ یا ۲۰۰۴کال،ددانش خپرندويه ټولنه ،۱۲۵مخ
۵ـ جنرال نصيرالله بابر،دوطن جريدې سره مرکهد طالبانو دنسکورولو وروسته
۶ـ پورتنی لپه،۶۳مخ
۷ـپورتنی اثر،۷۷مخ

پوهندوی عبدالرؤف خپلواک - دکابل پوهنتو ن پخوانی استاد


pattang
07.11.2008

منافقه دروغجنه ستا دمخ دې ١١ وارې تور شي هغه خبرې د لته کومې چې
cia اوس د قامونو دپورته کولو لپاره مخ ته اچولې دي ا و اوس قامي جنګونو
منځ ته را ولي ٠ په ډېرو شيانو کې خو زه پخپله شاهد يم چې داسې نه و او نه
چا داغوشتل داپروپاګنده دجاهلو افغان ملتيانوده٠ يو څه شرم او حيا خو بايد
ولرۍ تاسې زاړه منافقين په داسې خبرو څوک نشی تېر باسلی ٠


۱ـ افغانستان بايد د ملګرو ملتو سره ټولې اړيكې قطع كړي،

[color=white:9e646de8da]مخ دې تور شه مجاهد په نيويارک کې دطالبانو استازی نه و ?
[/color:9e646de8da]

۲ـ افغا نستان بايد د بشر د حقوقو او ژنيو كنوانسيون ته پاملرنه ونه كړي،

[color=red:9e646de8da]تور د شه مخ شريعت خپله د بشر حقوق ندی٠ [/color:9e646de8da]

۳ـ په افغانستان كې بايد هېڅكله عمومي انتخابات ونه شى،

[color=white:9e646de8da]په مخ کې له طالبانو چا درست انتخابات کړي دي ? او کله دا کلتور موجود و٠[/color:9e646de8da]


۴ـ د افغانستان حكومت به يوه لويه اسلامي شورى ټاكې خو د اسلامي شورى
د غړو د ټاكنې لپاره هم كوم معيار په نظر كې نه دى نيول شوى،

[color=brown:9e646de8da]هم هغه اسلامي شوراوه چې فيصلې به يې کولې نور نو څه غواړې[/color:9e646de8da]٠


۵ـ ښځې په انتخاباتو كې د كانديدلو او حتى د رايې وركولو حق نه لري،

[color=white:9e646de8da]هو طالبان اطرافي خلک وو خو داسې چټل نوه لکه ستاسو ملګري چې اوس
ښځې خرڅوي٠[/color:9e646de8da]


۶ـ افغانستان بايد د نامسلمانو هېوادو ( چې ددوى په تعريف اوسني اسلامي هېوادونه هم د مسلمانو هېوادو شرايط نه پوره كوي نو ځكه دوى هم په نامسلمانو كې راځي )
 سره سياسي، اقتصادي، كلتوري او داسې نور ې اړيكې ونه ساتي،

[color=brown:9e646de8da]مخ دې تور شه منا فقه بل شی مې په خوله نه راځي٠ [/color:9e646de8da]


۷ـ افغانان بايد د پوهې او زده كړې له پاره نورو هېوادو ته ولاړ نه شي،

[color=white:9e646de8da]بيا دمختور شه دطالبانو په وخت کې ډېر خلک عربو ته لاړل د درس لپاره.[/color:9e646de8da]


 ۸ـ افغانستان بايد خپلې ټولې كتابخانې د غير اسلامي كتابو څخه خالي كړي چې افغانان ګمراه نه شى،

[color=brown:9e646de8da]اتم ځل دې مخ تور شه په افغانستان کې کله غيرې اسلامي کتابونه شته او و.[/color:9e646de8da]


۹ـ افغانستان بايد د نورو هېوادو د عامه اړيكو د وسايلو لكه راډيو، تلويزيون ، ورځپاڼو، مجلو 
څخه ګټه وانخلي،او ويې نه لولي،

[color=white:9e646de8da]منافقه داسي نوه ، يوازې غيرې شريعي شيان بند و٠ [/color:9e646de8da]


١٠ـ په لنډه توګه افغانان بايد ټول نور انسانان خپل د ښمن وګڼي،

[color=brown:9e646de8da]لس واره دمخ تور شه داخبرې cia درکړې دي٠[/color:9e646de8da]


۱۱ـ افغانستان بايد كابو زر كاله پخوا حالت ته پر شا ولاړ شى او د ورسره آشنا شوى تمدن سره خداى پاماني وكړي٠

[color=brown:9e646de8da]مخ د تورشه جاهله طالبنو دتخنيک سره ډېره علاقه لرله وزير خارجه يې څو وارې د غرنۍ محلي راديو ګانو سيستم لکه په المان کې چې دی پوښتني کولي اوغوښت يې چې په افغانستان کې يې رواج کړي او هم په وزارت خارجه کې انترنت و چې ماخپله کار ترې اخيستی دی٠ [/color:9e646de8da]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more