د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د امريکې ګواښ يوه سادګي نده ?

pattang
09.07.2008

د امريکې ګواښ يوه سادګي نده ?

ټورنټو سن ورځپاڼه ( کاناډا )
یکشنبه ، د جولای ۶مه ، ۲۰۰۸
لیکوال : اریک مارګولیس

د نوي جګړې سرښته

جنیو - امریکا ، اسراییل او ایران یوه داسی له خطره ډکه ماشومانه لوبه مخته بیایی چی ښایی ژر د منځني ختیځ په یوې نوې جګړه سره ختمه سی .
امریکایی استخباراتو نتیجه اخیستې چی ایران اوس اوس پر اټومی وسلو کار کوي . خو د بوش اداره او اسراییل چی فرانسه هم دا ده ورسره درېدلې ، پر ایران باندی د پوځی عملیاتو ډیریدونکیً بوج اچوي تر څو هغه وبیروي چی خپل غني کونکیً اټومی پروګرام تم کړی . خو ایران ټینګار کوی چی د هغه اټومی پروګرام صرف او صرف د غیر پوځي کارونو لپاره دﺉ . تهران د دلاسا کولو او تهدیدولو دواړو تر منځ ویناوي صادروی او وایی چی د هر ډول برید په مقابل کی به داسی انتقام واخلی چی په هغه سره به پر نړیوال اقتصاد باندی یوه سپماییزه ګډوډي وترپی . اروپا د دې څخه بیریږی چی د ایران پر ضد به دغسی یو جنګ آن د ایران تر اټومی پروګرام لا هم ډیر اقتصادی زیان پېښ کړي .
اسراییلی چارواکي په ښکاره سره تهدید کوي چی د ولسمشر بوش د مودې تر ختمېدو مخکی به د ایران پر اټومی تأسیساتو حمله وکړي . همدا میاشت څه وړاندی اسراییلو د امریکې په موافقه لوی پوځی تمرینات وکړل چی په هغه کی یی ایف ۱۵ ، او ایف ۱۶ نومي الوتکی استعمال کړې چی کولای سی په ۹۰۰ میله واټن کی چی هماغه د ایران تر اټومی تأسیساتو پوری واټن هم دﺉ ، عملیات وکړي .
خورا معزز امریکایی خبریال ، سیمور هرش همدا اوس دا تایید کړې چی د امریکا کانګریس د یو ۴۰۰ ملیونه ډالریزه پلان صلاحیت منظور کړﺉ چی د هغه له مخی به د ایران حکومت ونړوي او قومی یا توکمیزه ناکرارۍ به راوپاروي . ما یو کال مخکی راپور ورکړﺉ و چی د امریکا او انګلستان خاص ځواکونه په ایران کی عملیات کوی او هلته د یو ستر هوایی برید لپاره لاره صافوي . په تیر مني کی د اسراییلو پواسطه د سوریې د ادعا وړ اټومی بټۍ تباه کول ایرا ن ته یو اخطار و .
همدا اوونۍ د پنتاګون یو لوړچاري مامور ادعا وکړه چی د همدې کال تر ختمېدو مخکی به اسراییل پر ایران حمله وکړي . د پنتاګون او سی آی اې نور منابع وایی چی پر ایران باندی د امریکا حمله پېښېدونکې ده ، چی کیدای سی هغه د اسراییلو په ملګرتیا او یا هم په یوازی سر اجرأ سی . د بوش اداره د ایران پر هغو هدفونو باندی چی تر مځکي خورا لاندی واقع دي ، آن د تاکتیکی اټومی وسلو د استعمال په فکر کی ده .
لوړ امریکایی افسران یعنی بحری قوماندان ویلیم فالن او د هوایی ځواکونو قوماندان مایکل موزلی پدې وروستیو کی ځکه له دندي وشړل سول چی پر ایران یی د حملې سره مخالفت کاوه . د اسراییلی خپرونو له مخی ولسمشر بوش د اسراییلو صدراعظم ایهود اولمارت ته ویلي چی دﺉ حتی د امریکا پر استخباراتی شبکو هم باور نلری او پر اسراییلی استخباراتو باندی خپل اعتماد ته لومړیتوب ورکوی .

تونده او تیزه هوایی حمله ـ
په اروپا او خلیج کی د امریکایی اډو په دننه کی د خوځښت خورا ډیرښت په سترګو لیدل کیږی چی هدف یی ممکن د یوې داسی توندی او خورا ګړندۍ هوایی حملې کول وی چی په ایران کی به پر ۳۱۰۰ هدفونو باندی څو څو واره یعنی مکرر بریدونه په بر کی ولري . نوری منابع وایی چی د ایران انقلابی ګارډ به د کروز توغندیو تر باران لاندی راسی .
په واشنګټن کی کانګریس د اسراییلی تبلیغډلی د فشار په نتیجه کی د یو داسی پریکړه لیک په درشل کی دﺉ چی د هغه له مخی به ایران د سمندری ځواک تر محاصرې لاندی راځی ، یعنی د جنګ یو باالکل بربنډ عمل .
اسراییل پلوه ډلی داسی ټلویژیونی پروګرامونه خپروي چی په هغو کی ادعا کوي چی ایران په عراق کی پر امریکایی پوځیانو حملې کوي او هغوی امریکا تهدیدوي .
د بوش د ادارې وروستیً نامینده کونکی اقدام ، یعنی « ګوتردامرنګ » ، ښایی د ایران سره د جګړې په مطلب وی .
د ملګرو ملتونو د وسلو پلټونکی هیأت د امریکایی استخباراتی ټولنی سره همږغی دی چی وایی داسی شواهد نسته چی وښیً ایران پر اټومی وسلو باندی کار کوي ، خو په واشنګټن کی جنګ پلوه نوو محافظه کارانو تصمیم نیولی چی پر ایران باندی په حمله سره د « پارتیانو» وروستۍ پایه هم پسی ولړزوي .
اسراییل غواړی په سیمه کی د ټولو انشقاقی اټومی بټیو په تباه کولو سره په منځني ختیځ کی د اټومی وسلو پر انحصار باندی خپل یوازینی حق خوندی کړي . ایران قسم کړﺉ چی په انتقام کی به اسراییل په خپلوغیردقیق شهاب توغندیو سره وولی ، د هورموز تنګی به وتړي ، په خلیج کی به ماینونه وشیندی ، نړۍ شموله مالی ستره بېره او د تیلو شدید کمښت به پیښ کړی چی تیل به یو بیرل په ۴۰۰ـ ۵۰۰ ډالره سی . ښایی ایران په افغانستان ، عراق او کویټ کی پر امریکایی ځواکونو حملې وکړی ، او هم د سعودی او کویټ نفتی تأسیسات تر برید لاندی راولی . ښایی په افغانستان کی کاناډایی پوځیان هم د هغوی تر هدف لاندی راسی .

ستر زیان -
د بوش جنګ ته چمتو ادارې پوچ ذهنیت خبره یوې داسی جګړې ته بیایی چی په هغه سره به په منځني ختیځ کی د امریکا د اوږدې مودې ګټی د زیان سره مخامخ کړی . که د ایران صرف یو راکټ د اسراییلو په اټومی بټۍ کی ولګیږی ، نو په هغه سره به د یهودو دولت د هغسی یو عظیم ضرر سره مخامخ سی چی په خپلو ټولو پخوانیو جګړو کی به یی نه وي لیدلی . لدې نه علاوه ، اسراییل د ایران اټومی تأسیسات له منځه وړای هم نسی . پر ایران به د امریکا یا اسراییلو برید ایران ته د دې تصمیم ضمانت ورکړی چی نور نو باید اټومی وسلې جوړي کړي . اسراییل او ایران خپلی سیمه ییزه سیالۍ یو بل ته داسی مخامخ درولي چی په هغو سره ټول تهدیدوي .
د ایران لوی مشر ، علی خامنیً د هغه د باټک ولسمشر محمود احمدی نژاد پر خلاف د دې هیواد پوځ کنټرولوي او پدې ټینګار کوی چی ایران به اټومی وسلې جوړی نکړی . هلته بیا اسراییل ادعا کوی چی هغه د دوهم هولوکاسټ ( یهود وژني ) سره مخامخ دﺉ . خو ایران بیا وایی چی د اسراییلو اټومی ځواک د دې هیواد موجودیت تهدیدوی .
هو ، پدې ډول د جنګ سپي میدان ته راخوشی سوي دي . پای


و.افغان
09.07.2008

دا خبرې له ډیره وخته راهیسې خپریږي، خو زما زړه يي هیڅکله نه مني،
زه دا ګمان نشم کولاي، چې ایران او اسرائيل دې خپلو منځو کې سره ښکیل شي.
ځکه چې دواړه له یوه ځايه څخه سرچینه اخلي،
تاسو داسلامي نړۍ لوي اوږد تاریخ کې یو مثال راکولاي شۍ، چې په کې یوې شیعه ډلې یا حکومت دبهرني کافرو پر ضد جنګ کړي وي،
داسلامي تاریخ په اوږدو کې چې شیعه ګانو څه جنګونه کړي، ټول يي دمسلمانانو
په ضد کړي، او دهمیش لپاره يي دانګریزانو او یهودیانو لپاره مخبري کړې.

هو که دا برید رښتیا شو، او دا جنګ شروع شو، نو زه لس ورځې نذرانه روژې ونیسم، خو ما ته دا جنګ دبسوګۍ واده ښکاري او بس.
په دې برېد کې هم دمسلمانانو ګټه ده، او هم دافغانستان.
زه به يي په ډیرې خوشالۍ سره ولمانځم، چې ځمونږ یو لوي تاریخي دښمن راوپرځیږي.


ډوکتر څپاند
11.07.2008

محترم وهاج صاحب!
اول خو دجنګ د پيښيدو په خاطر دعا کول او نذرانی روژی يو ښه عمل نه دی٠

دويم دا چه ،سره ددی چه زه يو سنی مسلمان يم،مګر په اوسنی عصر کی شيعيه
تر سنی زيات د يهودو په ضد مبارزه کړی اوکوی یی٠
همدا شعيه ګان ول چه اسرايلوته يي په لبنان کی سابه په مالګه کړه او عقب 
نشينی ته يی اړ باستل٠په سوريه کی شعيه ګان په کلکه د اسرايلو په ضد په
مجادله اخته دی،په عراق کی هم اوس اوس شعيه ګان په ټينګه سره دوطن دفاع
کوی٠له بلی خوا په سعودی عربستان کی سنی فاصده شاهی کورنی د امریکی
دنظامی قواؤ په زورحکومت کوی٠عربستان ته امريکايان ،د خدای بښلی صدام
حسين د احتمالی حملی ددفاع په خاطر ځای پر ځای شوه،مګر اوس چه هيڅ ډول
خارجی خطر نشته،امرکایی عسکر لا هم په پراخه پيمانه هلته ځای پر ځای دی
او ستاسو په شمول،ټول سنيان ورته په پټه خوله ناست دی٠
دغه راز د مصر،اردن،ترکیی،مراکش ،پاکستان،افغانستان،اندونیزيا،ماليزيا
او په لسګونو نور سنی حکومتونه د انګريز،يهود او امريکی د ګټو 
ساتندوی دی٠
په اخره کی غواړم زياته کړم چه ټول سنيان او يا ټول شعيګان د هغو دحکومتونو
د کړنلاری په خاطر ملامت ندی٠ډيرداسی سنی او شعيه شته چه کفاروته
جاسوسی او غوړه مالی کوی،مګر اکثريت ،سمه لاره پیژنی٠
"په پاده کی يو ريخ وهی او دټولو نوم پی بد دی"

په در ناوی،


و.افغان
11.07.2008

دروند ورور فرید بیصدا صاحب !
لومړۍ خو په خیرونو له اوږدې مودې وروسته،
بیا به ووایم، چې پورتنۍ لیکنه دتاریخي مطالعې له مخې ځما شخصي قناعتونه دي، او ضرور نه ده چې څوک دې راسره پرې متفق شي.
په هر حال، دخپلو مخکنیو خبرو په تړاو لیکم چې:

۱- په ایران کې دآخوندانو شیعه دولت دپخواني صفوي دولت امتداد دې، چې په سیمه کي يي خلک په وچ زور، دلکونو په حلالولو او وژلو، او په زور دټولو خلکو دشیعه کولو باندې خپل حکومت جوړ کړ، او دخپل حکومت په اوږدو کې يي تر ننۍ ورځې له هیڅ رنګ شکنجې او تعذیبولو څخه دریغ نه دې راوړې، او دا هغه حقیقت دې، چې له سنیانو څخه مخکې پرې شیعه منصف لیکوالان شاهدي وايي، او تصدیقوي يي، تاسو که دفارس پخوانۍ تاریخ ولولۍ، او بیا دصفویانو راتګ ولولۍ، نو خپله به تاسو خبره روښانه شي، چې شیعیتوب دغلته څنګه منځ ته راغۍ، ایران یو شیعه هم نه لرلو.

۲- تاسو به ځما د مخکنۍ خبرې هیڅ یو نقضوونکې مثال پیدا نه کړۍ، چې وایم: په تاریخ کې داسې مثال نشته، چې په کې شیعه ګان یا شیعي دولت دې دبهرنیو کافرو سره جنګیدلې وي، بلکه ټول جنګونه يي دمسلمانانو پر ضد دي، او همیش يي دبهرني دښمن لپاره جاسوسي کړې ده.
په دغه سکالو کې دماسټرۍ یوه رساله لیکلې شوې، او په دې موضوع کې دماسټرې درسالې لیکل ددې معنا ورکوي، چې دغو خلکو دومره خیانتونه داسلامي امت سره کړي دي، چې یو پنځه سوه مخیز کتاب پرې لیکل کیدې شي.

۳- که چیرې په منطقه کې دایران، یهودو، او امریکا تر منځ څه سیاسي اختلاف راځي، نو هغه به یواځې ددې لپاره وي، چې ایران په منطقه کې سیاسي، اقتصادي، او استراتیجې نفوذ غواړي، او دا کار کولاي شي چې غربي ټولنه له اقتصادي مشکلاتو سره مخ کړي، نو له دې کبله کیداي شي ایران ته دتوسعه طلبې سیاست اجازه ورنه کړي.

۴- داسې ډیر اسناد شته، چې په کې اوسنې اخوندې ایراني دولت له یهودو سره پټې تجارتي او اقتصادي اړیکې لرلې دي.

۵- داسې اسناد شته چې چې ایراني آخوندانو له اسرائيل څخه وسلې اخیستي دي، او دې کې خو هیڅ شک نشته دې، چې له خمیني مخکې په ایران کې یهودي پیلوټان او ملیشې تربیه کیدلې، دا چې اوس په ظاهره په دې کړنلاره کې لږ تغییر راغۍ، نو دا دایران دمنافقې ادارې دوه مخیزه سیاست دې.

۶- ایران له امریکا سره دافغانستان په راپرځولو کې پراخه مرسته وکړه، چې دبهرنیو چارو وزیر يي وویل: که چېرې مونږ نه وايي، نو امریکا په یواځې سر افغانستان نه شو لاندې کولاي.

۷- ایران هزاره ګان مسلح کړل، او تر شا يي تر ننه ولاړ دې، او دهزارګانو په لاس يي هغه ناکوبې وکړې، چې دیوه انسان بدن يي له یادولو څخه بوږنیږي.

۸- دایران توسعه طلبه سیاست غواړي چې افغانستان لاندې کړي، آو همدارنګه تر مصره پورې دآسیا نور ملکونه هم لاندې کړي، او فې الحال په افغانستان کې پوره قوي حضور لري، او په افغانستان باندې پوره سیاسي، دیني، مذهبي، او کلتورې اغیزي لري، لنډه دا چې ایران دپخواني پارس خوبونه ویني.

۹- ایران له امریکي سره دصدام حسین رحمة الله علیه په راپرځولو کې خورا زیاته مرسته وکړه، او دعراق شیعه ګان يي مسلط کړل، او خپلې ملیشي دسنیانو دذبحه کولو لپاره هلته ولیږلي، چې هم يي ماشومان حلالول، هم ښځې او هم سپین ګیري، داسې قیصي واقع شوي دي، چې انسان يي هیڅ تصور نشي کولاي.
۱۰- په عراق کې دامریکایانو په ضد مبارزه یواځې سنیان تر سره کوي، شیعه ګانو خو ورسره ائتلاف وکړ، ا وسنیان يي و ځپل.
۱۱- په لبنان کې دحزب الله جګړې، ټولې ډرامي دې، چې یوې لويي بلې لیکنې ته ضرورت لري، چې خبرې پرې وشي، اسرائيل چې په یو ځل دامریکي په مرسته ټولو عربي دولتونو ته شکست ورکړ، نو حزب الله څه شې چې ختم يي نه کړي.
۱۲- زه ګمان نه کوم، چې امریکا او اسرائيل دې په ایران حمله وکړي، ځکه چې ټول سره دوستان دي، او که چیري دا کار وشي،نو په دې دمسلمانان او خصوصا دافغانستان ډیرې ګټې دي:

لومړۍ ګټه: ځمونږ په لوي دښمن ښکیلاګرې امریکې باندې به جنګې جبهي لا پسې ډیري شي، او کیداي شي چې ددې سبب شي چې ځمونږ دښمن له پښو وغورځوي.

دویمه ګټه : ځمونږ تاریخي دښمن ایران به هم ورسره ویجاړ شي، ایران ځمونږ کلتوري دښمن او ډیر سخت رقیب دې، او دخپلې وسعې په اندازه يي دپاک افغان جهاد دناکامولو لپاره ډیر کوښښونه کړي، داخلي جنګونو کې يي ډیر رول لوبولې دې، دافغانستان دتخریب لپاره يي له هیڅ رنګ وسیلې څخه دریغ نه دې راوړې، هزارګان يي مسلح کړل، او هغه کاني يي په نورو افغانانو تر سره کړې، چې انسان يي په خولې نشي یادولاي، پر دې سربیره يي دطالبانو دحکومت په ختمولو کې له امریکا سره پوره ونډه لرله، او اوس افغانانو ته پیغورونه ورکوي چې امریکایان تاسو څه او څه کوي.

ته خو په اسټرالیا کې ناست يي، ددې خلکو سره نه يي مخ شوې، زه خو ددې خلکو سره همیشه مخ کیږم، ددولتي چارواکو او مختلفو ملکي خلکو سره مې لیدلي دي، دوي چې له افغانانو سره کومه کینه او دښمني لري، نو حد يي نشته دې، او داسې په سپکه يي یادوي لکه بیخي چې افغانان انسانان نه وي، نو اوس په داسې خلکو تاسو څنګه زړه خوږوۍ، او دفاع ترې کوۍ، کومې ایرانۍ جلکۍ سره خو به دې صیغه میغه نه وي کړي (ټوکه :lol: ).

دریمه ګټه: دایران توسعه طلبي سیاست به له ناکامۍ سره مخ شي، ایران اوس تر فلسطینه لاسرسۍ لري، خو عین وخت کې له یهودو سره سازش هم لري، دسعودي او کویټ شیعه ګان يي هم راپاڅولي، عراق يي خپل دې، سوریه کې هم خپل شیعه ګان تحریکوي، او لبنان خو يي دحزب الشیطان په مټ له وخته خپل کړې دې.
او داسې نورې ډیر سیاسي او اقتصادي ګټې به يي افغانستان ته ورسیږي.

خو باور مې نه شي چې امریکا ا وایران دې سره جګړه شروع کړي، ځکه چې امریکي ایران دخلیجي ملکونو لپاره ساتلې دې، ځکه چې اوس صدام نشته دې، مخکي يي په صدام ویرول، او اوس يي پر ایران ویروي، عربي ملکونه له اسرائيل نه ویریږي، خو دامریکي له ویرې په اسرائیل حمله نه کوي، خو خپله داسرائیل په وړاندې دجګړې توان لري، تاسو ته دمصر دسینا جګړه یاده وي، چې مصر یواځې په خپل سر له یهودو سره څه او څه وکړل.

[color=white:27e348467d]په هر حال دغه پورتنۍ خبرې خو ځما خپل شخصي قناعات دې،

که په دې سره بحث وکړو، چې آیا په ایران حمله دافغانستان په ګټه ده، اوکه په تاوان؟؟؟؟ که ټول وروڼه په دې کې برخه واخلي، نو فکر کوم ښه ګټور بحث دې؟؟

نو ستاسو وروڼو څه نظر دې؟؟؟[/color:27e348467d]


منلی
11.07.2008

ټولو وروڼو سلامونه اونیکی هیلی
محترم وهاج ساپی صاحب دومره تنګ نظری ښه نه وی لکه تاسو یی چې دشیعه حضراتو په مقابل کې لری داسمه ده چې په هغوی کې به بد خلک وی او دغه ایرانی خلک به یی په زور شیعه مسلمان کړی وی خو که ته لږ دعربو تاریخ وګوری هغوی هم له دغه شیعګانو څخه په ظلم کې کم نه وو .........تاریخ به تاریخ ته پریږدو اوس ایران یو اسلامی حکومت دی خلک یی مسلمانان دی په توحید ،رسالت ، او اخرت عقیده او ایمان لری نو زمونو اسلامی وروڼه دی او هر کافر چې زمونږ په مسلمانانو حمله کوی زمونږ فرض جوړیږی چې دهغه په مقابل کې دخپل وس پوری ردعمل وښیو یا کم از کم دکافر دغه عمل وغندوو.
او یوه بله خبره خفه پری نشی اکثره خلک چې عربی هیوادنو کې اوسیږی دشیعه ګانو په مقابل کې ډیر سخت تذات دځان سره لری شاید دعربو دسیاسی دښمنی وجه وی؟


و.افغان
11.07.2008

[quote:17f4cf3474]او یوه بله خبره خفه پری نشی اکثره خلک چې عربی هیوادنو کې اوسیږی دشیعه ګانو په مقابل کې ډیر سخت تذات دځان سره لری شاید دعربو دسیاسی دښمنی وجه وی؟[/quote:17f4cf3474]

ولې به خفه کیږم ګران منلې صاحب، دا خو ستاسو نظر دې، او زه ورته ډیر احترام لرم، لکه تاسو ته چې څومره احترام لرم.
خو یوه خبره باید واضحه کړم، چې زه مطلقا دیوه عربي هیواد پلوې هم نه کوم، دهغه څه پلوې کوم ، په کوم کې چې دمسلمانانو او اسلام ګټه وي.
همدارنګه که ستاسو دا فکر وي، چې په ما به عربي میډیاګانو تأثیر کړې وې، نو دا باید ووایم، چې زه هیڅ یو عربي اخبار نه ګورم، او نه کوم عربي ټلويژن ګورم، پرته له الجزیري څخه ، او هغه هم دایرانیانو سره خواخوږۍ دې نه مخالف.
دایران په اړه زما قناعات ځما په تاریخي او سیاسي مطالعي ولاړ دې او بس.

[color=white:17f4cf3474]ماته په دې نړۍ کې له هر څه مخکې اسلام مهم دې، او له اسلام څخه وروسته ځما ټاټوبۍ چې ځما هویت جوړوي، نو څوک چې ځما ددې دواړو دښمن وي، نو هغه ځما سخت ترین دښمن دې، او ایران ځما ددین او ټاټوبې دواړو کلک دښمن دې.[/color:17f4cf3474]

که دایرانیانو په اړه مو ځما په څیر مطالعه ولرله، نو ځما څخه څو ګوتې اوچت لاړ شۍ، تاسو له خیره سره لږ زړه وکړۍ، دا څه وخت ځمونږ دلته دې، دیوې عمرې اراده له خیره سره اوکړۍ، په ملاقات به مو مشرف شم، بیا درباندې دا خلک ووینم، چې دمسجد نبوي تر څنګ په ابوبکر او عمر سهار او ماښام لعنت وايي، دواړو ته کافر او صنمي قریش وايي، عائشي رضي الله عنها ته زناکاره وايي، هر سني نجس بولي، قرآن ته دې ناقص او محرف وايي، له تا سره لمونځ یواځې دخمیني دمنافقې فتوا له خاطره کوي، او بیرته يي راګرځوي، ټولو صحابه وو ته کفار او فساق وايي، نو له دې وروسته ستا څنګه زړه کیږي، چې دورورۍ لاس وراوږد کړې؟؟
که وسعه يي درباندې ورسیږي، نو په مرۍ درته چاړه ږدې، او حلالوي دې؟
په دې وروستیو کې دهغوي یو لوي عالم دا خبره کړې وه، چې تاسو اهل سنت کې ډیره ځوانې ده، که مونږ په تاسو داسې بر شو، لکه تاسو چې په مونږ بر شوې وي، نو ستاسو یو کس به هم ژوندې پرینږدو.


منلی
12.07.2008

ټولو وروڼو سلامونه اونیکی هیلی .
ساپی صاحب یو ه دنیا مننه ستاسو له پیرزوینو او احترمونو
دا زه منم چې شیعه حضراتو کې به داسی خلک وی چې داسی کنده خوله لری خو دښه خلکو کمی هم پکې نشته تاسو خو به دملا صدرا شیرازی نوم اودیدلی وی داسلام په تاریخ کې څومره لوی فلسفی پاتی شوی دی همداسی نهج البلاغه کتاب چې شیعګان یی حضرت علی (ک) ته منسوب وی ځما په نظر دقرآنکریم او حدیثو نه وروسته که کوم ښه کتاب کیدی شی هغه همدغه نهج البلاغه ده ...........
زه چې څومره معلومات لرم دښه او بد مسلمان دامتیاذ مسله دهغه خلکو لپاره یی بنیادی اهمیت درلود چې داقتدار په معامله کې یی قریبی تعلق وو
په هرصورت دبنده اندیښنه داده که چیری مونږ دهغه مسلمانانو په خلاف شوو چې مونږ سره دښه مسلمان په تعریف کې اختلاف لری نوبیا زمونږ دکلی ملامحمدالدین نظر شوو هغه وایی شیعه ،بریلوی ،پنج پیری ،وهابی ،داټول کافران دی همداسی څوک چې غیری اسلامی هیوادونو ته تللی هغه هم په کافرو کې حسابیږی ،نوی ځوانان هم ټول خرابه دی ولی چې سرتور کرزی ،ږیره خری ،جومات ته دلمانځه لپاره نه راځی ،یواځی ملایان پاتی شوو په ملایانو کې ځنی سیاست خراب کړی ځنی ډالرو خراب کړی صرف یوه محدوده ډله ده چې ښه دی او جنت ته به ځی اوملاح صیب ځان هم په همغه جنتیانو کې حسابوی .
په درنښت


وطندوست
15.07.2008

دوه تبصري چي د پورتنئ موضوع سره تړاو لري:
د ټول افغان له لومړي مخ نه:

http://www.tolafghan.com/home/detail/10397

[color=yellow:becdb4c01c]مسا فر

٢٥ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-15 08:21:55 م
ډیر ښه

شخصا زه خو د دا سی وخت لپاره ډ یر بی صبرانه انتظا رکووم

د ا به می د زړه پولی جوړی کړی

که د ا کاروشی زه به په هغه سا عت د شکرانی لمونځ او خیرات وکړم

د ا به شیعه ګانو ته چه په ا فغانستان او عراق کی د امریکا د ګټو لپا ره کارکوی یو ښه ګزا روی
ځکه په افغانستان او عراق کی ایران د امریکا دګټو سا تلو لپاره خپل ګواډ اګیان امریکا ته په واک کی ورکړی

مننه[/color:becdb4c01c]

[color=white:becdb4c01c]وردګ ژڼی

٢٥ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-15 12:49:15 م
ګرانو لوستونکو!

ښايي ځینې به دافکر کوي چې ایران یو اسلامي حکومت دی او د اسلام لپاره یې د اسلام د دښمنانو (اسرائیل او امریکا) سره دښمني پیل کړې ده، خو زه د دې خلاف فکر کوم چې ایران اسلام ته داسې ضربه ورکړې چې امریکې او اسرائیلو په ګډه نه ده ورکړې، ایران اسلامي نړۍ د شیعه او سني ترةنځ د جګړې په ډګر اړولې ده، په عراق کې د شیعه او سني تر منځ تاوتریخوالی، په لبنان کې کورنۍ جګړه، په فلسطین کې د الفتح او حماس ترمنځ جګړه او داسې نور ټول د ایران شیطانتونه دي، ایران د مسلمانانو په وینو سره د خپل هېواد ګټې ساتي، تر ټولو مهمه دا چې مونږ او تاسو ته ښه معلومه ده چې ایران د شمالي ټلوالې ننګه کوله هغه ته یې پیسې او وسلې را لېږلې او کله کله خو به مستقیما طالبانو ته غوړمبېدلو او مانورې به یې کولې، خو اوس د کومو دلایلو په اسا بیا د افغانستان لویدیځ او جنوب لویدیځ ته د موجوده منتخب حکومت مخالفینوته وسلې رالېږي، آیا اوس د دوی طالبان ډېر خوښ دي او که نه اوس یې خپلې ګټې دا غواړي چې دا لوبه پیل کړي او د افغانانو په وینو سره خپلې ګټې خوندي کړي، په پاکستان کې د شیعه او سني تر منځ تاوتریخوالي او د یوبل په جوماتونو باندې حملې هم د ایران لاسوهنه ده غواړي له دې لارې ځان ته په پاکستان کې خواخوږي پیدا کړي او خپل نفوذ زیات کړي.
نو زه به ایران ته داسې دعا وکړم چې ته زما په وینو تجارت کوې او زما په وینو خپلې ګټې ساتې الله د یهود درباندې مسلط کړي چې هره ورځ دې ۱۰۰ نفره وژني چې په دې پوه شي چې د وینو توئیدل څومره زور غواړي او د افغانستان کړېدلی ولس دې له شر څخه خلاص شي.

په درنښت[/color:becdb4c01c]


گارډين:((امريکا په ايران کی ديپلوماتيکه څانکه پرانيزي))

و.افغان
18.07.2008

[color=white:3911f3e03b]گارډين:((امريکا په ايران کی ديپلوماتيکه څانکه پرانيزي))[/color:3911f3e03b]

امريکايي گارډين ورځپاڼي نن له نوم پټو امريکايي چارواکو په حواله نن د پنجشنبې په سهار وليکل چې امريکا غواړي له ديرشو کلونو پس په ايران کې خپله ديپلوماتيکه څانگه پرانيزي . که څه هم دا خبر تر اوسه ندی تايد شوی خو دا احتمال د دې څرگندوې کوي چی د ایران او امريکې تر منځ د اتومی لانجی د هوارۍ پر سر مخامخ خبرو ته چينلونه پرانيستل کيږي .د ايران جمهور رئيس محمود احمدی نژاد هم د سې شنبې په ورځ وویل چی امکان ېې شته چې ډير ژر له امريکې سره د تهران مخامخ خبري اتري پيل شي .گارډين ليکلي چې دا مرکز به په تهران کې د امريکې د ګټو ساتونکی دفتر وي چې د سفارت نيمايي چاري پر مخ بيولای شي. ورځپاڼي د ليکوال په باور چی ښايي دا مرکز تر يوې بلي مياشتي په تهران کې پرانيستل شي خو دا چې دا خبر له چا نه په حواله ويل غواړي په اړه ېې څه نه واېې .گارډين د ايران پر وړاندي د جورج ډبليو بوش دا سیاست هغه نرم کردار ته ورته بولي چې هيڅ کله ېې هم د ولسمشرۍ څوکۍ ته له رسيدو سره د ايران په اړه نه ووغوره کړی .

http://www.benawa.com/fullstory.php?id=19678


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more