د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغان طالبانو ! دخداي لپاره دپاکستاني منافقې دوه مخې تورې جاسوسي شيطاني شبکې څخه خپله لار بیله کړۍ:

wazirafghan
07.07.2008

افغان طالبانو ! دخداي لپاره دپاکستاني منافقې دوه مخې تورې جاسوسي شيطاني شبکې څخه خپله لار بیله کړۍ:
نه پوهیږم، چې څه ولیکم، او څه ووایم، هک پک یم، زړه مې نږدې چې له خفګان څخه پړک وچوي ..
دا څه حالت په مونږ روان دې، دهیچا هم په مونږ زړه نه خوږوي، هر یو مو دخپلې وسعې تر بریده بربادوې، وژنې مو، کورونه راته ورانوي، نه مو لوي پیژنې، نه کوچنۍ، نه مو تورسرې پیژنې، او نه سپینګیري،
تاسو څه فکر کوۍ چې دغه کار دغه کرغیړنه چاودنه دې یو داسې چا تر سره کړې وي، چې یو ذره رحم يي په زړه کې لرلو ؟؟ !!
زما خو دا یقین نه راځې ، چې دا دې ځانمرګې برید وي، ځکه چې د ځانمرګې برید والا خو داسې یو برید
کوي چې داخروي ثواب په انتظار او تکل دا کار کوي، نو آیا څوک چې دیوه اخروي ثواب په تمه وي، نو هغه داسې یو ظالم برید ترسره کولاي شي، چې مسلمانان په کې وژنې، ماشومان، او ښځې په کې وژنې؟؟؟
هو داسې برید تر سره کولاي شي، ځکه چې آي اس آي دخپلو موخو ته درسیدلو لپاره ډیر مولایان له ځانه سره دډیرو پیسو په بدل کې په دندو ګمارلي دي، چې همدا يي دنده ده، چې دځینې بې علمه جاهله او ناپوهه ځوانانو دماغ تشوي، او خپل مردارې په کې ورواچوي،
هو زه دا ډیر علماء پیژنم، چې دوي دغسې دندې تر سره کوي، ورسره ورسره دننه په استخباراتي دفترونو کې ګیري خریلې آي اس آي والا داسې انټرويانې له خلکو اخلي، ته واي چې زه دلويو لويو علماوو سره ناست یم، دهرې علمي مصطلح سره بلد وي، او له تانه دا غواړي، چې دډیورنډ کرښې نه هغې غاړي ټولو خلکو ته حلال الدم ووايي، ټولو ته کافر ووايي، حتی دا خرڅ شوي بې ضمیره مولایان دغه ځوانان په دې تربیه کوي ، چې دډیورنډ کرښې نه اخوا، دعام سړک جاروکش هم کافر دې، وژل يي فرض دې، حلال الدم دې.
هو زه ډیر داسې ملایان او په تش په نوم پاکستاني طالبان پیژنم، چې له کرښې اخو ا ټولو ته کافر وايي، هر چا سره چې افغانې پاسپورټ وي، هغه ته کافر او حلال الدم وايي، هر هغه څوک چې حج ته دکابل له اړخه ځي، کافر يي بولي، ځکه چې دهغه پاسپورټ لرونکې له لاسه دکابل کافر دولت ته ګټه رسیږي.
دغه خرڅ شوي ملایان، دا د آي اس آي کارمندان پر دې پوهیږي، چې تر څو يي ځوانانو ته دغسې تربیه نه وي و رکړي، نو هغوي هیڅ په داسې یو ځانمرګي برید چې دهغوي په کې سیاسي مفاد وي، اقدام نه کوي.
دهغوي سیاسي مفاد څه دې، ؟؟
دآزاد افغان په ځمکه خیټه اچول، خپله ځمکه غټول،
زه ټولو افغاني طالبانو ته دا سوال کوم، چې دخداي لپاره دخپل جهاد او مقاومت لیاره ددغو خرڅ شوو بې ضمیره مولایانو څخه بیله کړۍ، او که وسعه مو رسیږي، له امریکایانو مخکې ددغو خرڅ شوو ملایانو په مریو چړې را کش کړۍ، آخر مونږ هم انسانان يو، په دې نړۍ کې دژوند حق لرو، له هرې خوا بیګناه حلالیږو، آخر مونږه څه کړي، دا ګناه مو کړې، چې دچا غلامي نه قبلوو، نو آزاد ژوند خو دهر انسان مسلم حق ګڼل کیږي.

http://www.benawa.com/details.php?id=19493
کابل- په کابل کې د هند پرسفارت د ننني ځانمرګي بريد له امله د يوه هندي ديپلوماټ او درې نورو هندي وګړو په ګډون ٤٠ تنه وژل شوي او تر ١٠٠ ډېر نور ټپيان دي.
[color=white:6a06f1d559]دغه بريد نن سهار اته نيمې بجې د يوه سرف ډوله موټر له خوا د هند سفارت د لويې دروازې پر وړاندې پر هغو کسانو شوى، چې د ويزې لپاره راغونډ شوي وو. د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، په پېښه کې طالبان ککړ دي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد اې اېف پي خبري اژانس ته وويل، چې دوى په پېښه کې لاس نه لري. [/color:6a06f1d559]په کابل کې د هند سفير جايان پرشاد په بريد کې د څلورو هندي وګړو وژل کېدا منلې ده. دغه راز د هند بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په بريد کې ددوى د سفارت دوه ساتونکي هندي سرتېري، يو پوځي اتشه او يو ډيپلوماټ وژل شويدي.
د کورنيو چارو وزارت يو تن وياند نجيب نېکزاد فرانس پرېس خبري اژانس ته وويل، چې د ٤٠ په شاوخوا کې کسان وژل شوي ، چې ډېرى يې ملکي وګړي دي.دغه راز د سفارت ١٠ تنه افغان ساتونکي هم په پېښه کې مړه يا ټپيان شويدي.
د روغتيا وزارت وياند عبدالله فهيم هم دا منلې ، چې دوى ته له بېلابېلو روغتونونو را رسېدلي رپوټونه دا ثابتوي، چې په پېښه کې ٤٠ تنه وژل شوي او ١٤١ تنه نور ټپيان دي. په وژل شويو کسانو کې څو دوکانداران هم شامل دي.
رپوټونه وايي، د هند سفير او د هغه مرستيال د بريد پرمهال په سفارت کې نه وو، خو ويل کيږي د بريد هدف په کابل کې د هند سفير و. د هند بهرنيو چارو وزارت د پېښې د غندنې ترڅنګ ويلي، چې دا ډول بريدونه به دوى له افغانستان سره په مرستو کې ټکني نه کړي.
تر پېښې وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر رنګين دادفر سپنتا د هند سفارت ته لاړ او پر پېښه يې خواشيني وښوده. د ياد شوي وزارت وياند سلطان احمد بهين دغه پېښه په کلکه وغندله او ويې ويل، چې د افغانستان او هند دښمنان د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه اړيکي نه غواړي.


باتور
07.07.2008

sadoozy خانه !

په کوم حساب له طالبانو نه دا غوښتنه کوې چي د پاکستان له شبکو نه لاره بېله کي . . طالبان د جنګ په حالت کي دي . . هره اردو يا ملېشه چي د جنګ په حالت کي وي ، د امداداتو د رسولو لپاره او د په شا تګ لپاره يوې پناهګاه ته ضرورت لري . . او د طالبانو لپاره د سرحد هاخوا چي خپل پښتانه يې دي او خپله خاوره يې ده، تر هري بلي خوا ارزښتناکه او د اهميت وړ ده . .

ته طالبانو ته کومه بله دحل لاره لرې؟

آيا دا امکان لري چي طالبان د تاجکستان يا ازبکستان يا د ترکمنستان او يا هم د ايران له خاوري نه د ګوډاګيانو سره مقابلې ته دوام ورکړي ؟؟؟؟

په درنښت


باتور ورور ته!

W.Wardak
08.07.2008

ګرانه تا ډیر ښه دلیل وړاندی کړ، خو ولې باید پاکستانې طالبان تشویق نه شی، چې، له کراچۍ څخه چې کوم اکمالات یرغلګرو پوځونو ته کیږی، تر بریدونو لاندی راولولی، ولې د کراچې او پنجاب طالبان د یوه قوی اسلامی ملک لپاره جهاد نه شروع کوی.
خو فکر نه کوم چې دوی به داسی وکړی.
ځکه دوی خپل ملک کې هر کار غواړی د خبرو له لاری حل کړی.
نو بهتره لار داده چې طالبان د کرزی له دولت سره خبری پیل کړی، په ټولو موضوعاتو سره خبری وکړی، د یوه منظم پلان له مخی بحرنیو ځواکونو ته بیرته وتلو مهال ویش وټاکې، په انتخاباتو کی برخه واخلی، ډیر باور دی، چې خلک به طالبانوته رایه ورکړی.
بحرنیان د هیچا هم نه خوښیږی، خو لږ باید د چل او ول نه کار واخیستل شی، پاکستان ته ګوره، هم امریکا سره یاری کوی، هم دښمنی، ددوی دښمنی د اسلام په خاطر نه ده، دوی غواړی چی له یوا خوا افغانستان جوړ نه شی ځکه بیا به د ډیورند دعوه وکړی، او دوستی، یی د ډالرو لپاره ده، او تر اوسه خو ښه کامیاب هم دی. اوس خو بش هم په دی اعتراف وکړ، چې پاکستان هم دوستی کوی هم یی نه کوی.


Temor lang
08.07.2008

وردک،
یک متل داریم که میگوید: تا احمق در جهان است، مفلس در نمی ماند. در افغانستان هم تا طالب و افکار طالبانی باشد دیگران به راحتی می توانند اوضاع مملکت را بر هم بزنند. طالب پلید ترین پدیده است. افغانستان زمانی آرام خواهد شد که پشتون ها دست از جهالت و افکار طالبانی بردارند. کشتن ده ها انسان بیگناه نه نه اسلامی است و نه هم انسانی. طالب یعنی کی؟ طالب یعنی یک مشت فرومایه و کثیف و تاریک و جاهل که توسط ارگان های استخباراتی بیگانه تمویل و تجهیز شده اند تا اوضاع افغانستان را تا زمانی که خود می خواهند نابسمان نگه دارند. طالب نه مسلمان است و نه هم انسان. مرگ به طالب و هر کسی که همفکر ایشان هستند!


pattang
08.07.2008

انډيوالانو سلام عليکم !
هند هم دمسلمان زوی ندی او نه دافغانستان سکنی ورور دی ، هغوی هم په خپلو
ګټو پسې ګرزي او دپښتنو ملګري ندي يواځې هدف يې د پاکستان سره رقابت دی
او بس ٠ کله چې طالبانو په افغانستان کې له شمالي بي کلچره ټګانو سره جګړه لرله
همدغه هند وو چې دې جنګي جنايتکارانو ته يې پيسې ، اصلحه او ډېر طبي او
عسکري خلک يې له مسودوف سره په مرسته کې لګيا وو٠
اوس هم هند دپاکستان سره رقابت کوي او تر اوسه پورې يې دې ګوډاګيانو او
رشوتخورو اجنټانو ته 96 مليونه ډالر ورکړي دي٠
په هر حال زه ډېر خوشاله يم چې دا کار طالبانو ندی کړی .
دا کار cia+ISI ګډ سره کړی دی پا افغانستان کې ډېر دISI اجنټان په مختلفو
نومونو کښته پورت ګرزي ٠
خبره دلته ده چې ددې کار مخنيوی ولې د cia او پنجشير يانوله خوا ندی شوی،
دوی په کليوکې ،دپښتنوپه علاقو کې دومره دقيق مالومات لري چې هر شکمن
کور ګوري حتی په واده حملې کوي او بې ګناه خلک هم پکشې وژني
نو د کابل په ښار کې څرنګ بې تلاشي يو موټر د دهند سفارت ته نيږدې کيږي ??
دوی بايد سفرتو ته نږدې هيڅ موټر نوی پرې ئيښی خوخبره جوړه شوي ده ٠

باتوره !
خبرې دې نورې سمې دي خو زه به يو ټکی پرې علاوه کړم او هغه دادی
چې که د پاکستان دولت له طالبانو سره مرسته کوي نوکوم شرائط به پرې
ږدي ? ايا دا شرائط به يواځې دپاکستان په ګټه وي او که دې دواړو هېوادونو
په ګټه ??
اوس خو يو شمېر پښتانه داسې عقيده لري چې طالبان د isi يو غرځنګ دی ....
په خپله زه يې په عامه توګه مخالفت کوم ، خوزما نيږدې خپلوان په ټل کې په يوه
مدرسه کې طالبان وو ، کومې خبرې چې سدوزي صېب ليکلې هغه حقيقت لري .
دا پردې مانا چې طالبان په دوه ډوله دي زه خبر نيم چې کومه ډله به واکمنه شي .


Temor lang
08.07.2008

در رابطه به طالبان پاکستانی باید گفت که جلو ایشان در دست جنرالان پنجابی است. طالبان پاکستانی بدون اجازه جنرالان پنجابی هیچ گوهی خورده نمی توانند. این نظامیان پاکستانی است که تصمیم میگیرند تا کدام طالب خر را به کدام جهت سوق دهد. طالبان پاکستانی و افغانی به اشاره مستقیم دولت پاکستان عمل می کنند. طالب از همان ابتدا ساخته پاکستان بود و هنوز هم است. هر که طالب را تحریک اسلامی می نامد یا کاملآ احمق و خر است و یا هم یک منافق و جاسوس. طالب دشمن افغانستان. طالب دشمن هر افغان است. طالب دشمن آرامش و ترقی در افغانستان است.


باتور
08.07.2008

W. Wardak خان ته !!

ستا دليل هم ښه ده، ليکن . . دلته د تشويق خبره يو خوا او د سياست خبره بله خوا ده . . په سياست کي ګوتي وهل آسانه کار نه دی . .

را به شو ستا د (بهتري لاري) خبري ته . .

تا ليکلي چي : نو بهتره لار داده چې طالبان د کرزی له دولت سره خبری پيل کړی، په ټولو موضوعاتو سره خبری وکړي . . .

خبري ؟؟ د کرزي له دولت سره ؟ ؟ ؟ کرزي دا دولت له کومه کړ ؟؟؟؟

راځۍ د يوي شېبې لپاره به دا سوچ وکړو چي کرزی د انتخاباتواو يا د کودتاه او يا د کوم انقلاب په واسطه د دولت خاوند شو . . .په دي حالت کي له کرزي سره خبري کول کومه بدي نه لري . . . ليکن دا د سوچ شېبه چي ختمه شي، بيا به نو هر هغه عقل چي په منطق هم يو څه بر وي، دې نتېجې ته ورسېږي چي د طالبانو مذاکره له کرزي سره بې معنا څه چي ناممکنه ده. .

دا ځکه چي کرزی نه حکومت لري نه دولت. . دا صرف د غلو يوه اتحاديه ده چي د يوه غټ غله په مرسته زموږ د وطن دلوټولو او زموږ د مېړنو پښتنو د سپکولو لپاره په کار اچول شوي ده. . او په دې اتحاديه کي ټول هغه ظالمان چي زموږ د لوڼو، خويندو او ميندو په ناموسونو پسې يې را اخيستي وه، شامل دي . .

په درنښت


باتور
08.07.2008

پتنګ خانه !!

دا صرف دافسانو خبري دي چي کوم څوک ، کوم چا ته وايې چي ( به خال هندويش بخشم سمرقند و بخارا را )

ستا تر خبري پوري . . . . چې که د پاکستان دولت له طالبانو سره مرسته کوي نوکوم شرائط به پرې
ږدي ? ايا دا شرائط به يواځې دپاکستان په ګټه وي او که دې دواړو هېوادونو
په ګټه ??

هيڅ کومه مرسته بې له مصلحته څوک له چا سره نه کوي . .د پاکستان د مرستو شرايط له افغانستان سره په تجارت پوري اړه لري . . د پاکستان يوي خوا ته هندوستان او بلي خوا ته ايران پروت دی . . دا دواړه ملکونه هم همدغه شرايط لري . . نور داسي کوم خاص شرايط د نړی هيڅ مرسته کوونکي دولت هم مرسته رانيونکي ډلي، حزب يا غورځنګ ته نه دي وړاندي کړي . .

او بله دا چي ډير له سياست نه بې خبره خلک دا وايې چي پاکستان د دې لپاره له طالبانو سره مرسته کوي چي د ډيورند دکرښي منلو ته يې اړ باسي . . . هغو ته بايد وويل شي چي د ډيورند د کرښي تعديل نه د پاکستانيانو او نه د افغانستان د کوم پخواني او يا راتلونکي دولت په وس کي ده . . دا کرښه د نړيوال سياست يوه غټه لوبه ده چي په داسي آساني څوک لاس نه شي په کي وهلی . او نه دا کرښه د طالبانو يا د کرزي يوې ساده امضا ته ضرورت لري . .

او بله دا چي بعضي څوک دا فکر کاندي چي طالبان په دوو ډلو دي . . . د طالبانو د حکومت په دوره کي هم ډېرو خلکو دا فکرونه کول چي په طالبانو کي يوه بله د ميانه روانو ډله را پيدا شوي، او له متشددينو نه به د دولت چاري په لاس کي ونيسي . . . دا ټولي هماغه د کابل د پشمک او لشمک اوازې دي چي ښکته او پورته کېږي . . د طالبانو غورځنګ که په دوو لارو شي، هغه ورځ به يې د غورځنګ د ختم پيل وي . .

اور او اوبه نه سره يو کيږي.

په درنښت


momtaz
09.07.2008

[quote:1792a63129="pattang"]داخو جنايت دی مهمانه ، هر چا چې دا کار کړی وي بايد محاکمه شي٠ [/quote:1792a63129]
په دومره باندې چې پوهېږې نو لېونیه بیا دا څه چټیات دي چې لیکې:
[quote:1792a63129]تګماري يانې څه ? زه اوته بل پرابلم لرو هغه دادی :
[color=red:1792a63129]چې ته تاجک / پاړسي ژبی او زه پښتون يم خو ته پر دې خبره نه پوهيږې .[/color:1792a63129][/quote:1792a63129][/quote]


pattang
09.07.2008

کوچنيه هلکه !
په هغې پوهې چې ته پوهيږې خدای پاک دې ماته نه راکوي !
زماد کرښې په مانا او څټ نه يې پوه شوی ، يواځې حروف او کلمې کفايت
نکوي٠

[quote:f98d026fac="momtaz"][quote:f98d026fac="pattang"]داخو جنايت دی مهمانه ، هر چا چې دا کار کړی وي بايد محاکمه شي٠ [/quote:f98d026fac]
په دومره باندې چې پوهېږې نو لېونیه بیا دا څه چټیات دي چې لیکې:
[quote:f98d026fac]تګماري يانې څه ? زه اوته بل پرابلم لرو هغه دادی :
[color=red:f98d026fac]چې ته تاجک / پاړسي ژبی او زه پښتون يم خو ته پر دې خبره نه پوهيږې .[/color:f98d026fac][/quote:f98d026fac][/quote:f98d026fac][/quote]


wazirafghan
10.07.2008

باتور صیب:
وردګ صیب درته ښه ځواب در کړې دې، که چیرې پاکستاني طالبان مخلص وي، او افغانستان ته دتخریبکارۍ لپاره نه ځي، او لله فی الله جهاد غواړي نو په پاکستان کې دې دامریکایانو دکاروانونو په وړاندې شروع کړي، او همدارنګه دهغه چا په وړاندې دی جهاد شروع کړي، چې دامریکايي کاروانونو ساتنه کوي.
پاتې شوه په طالبانو کې دمختلفو ډلو وجود، چې ځيني يي دپاکستاني شبکي پورې تړلي دي، نو دا خو له لمر څخه ښکاره خبره ده، کیداي شو تاسو ته معلومه نه شي، له صحنې به لیرې هستې، زه اوضاع او حالات له نږدې څارم.
ملا صیب عبد السلام ضعیف بیچاره دهغه یوه کتاب په سر له همدي پاکستانی طالبانو څخه دومره ویره احساسوي چې پوښتنه مه کوه، هغه بیچارګي بیګناه څومره لوي زندان تیر کړل، سختي يي تیرې کړي، دخپلې سفارت تر وروستۍ لمحي يي دامارت خبرونه له خپل ځآي څخه وټول جهان ته نشرول، پاکستان ورسره څه وکړل، هغه بیچاره ته هر وخت دغه دآي اس آي طالبانو دوژلو تهدیدونه ورکوي، او په دې يي متهموي چې دحکومت سره ملګري شوې دې، خو حقیقت داسې نه دې، دحکومت په ضد او داشغالګرو په ضد هغه اوس هم په خپل پخواني دریځ ولاړ دې، خو چون چې دۍ نظر بند دې، په کور يي عسکر ولاړ وي، نشي خوځیدلې، څو میاشتې مخکې له ما سره کور کې میلمه وو، هغه له حکومت څخه دومره ډار نه احساسوه څومره يي چې له دغو آي اس آي والا څخه احساساوه، کوښښ يي کوه چې دیو بهرني دولت سیاسي پناه لاس ته راوړي، خو متاسفانه چې کامیاب نه شو.
نو هغه څوک چې دملا ضعیف غوندې سړي ته هم تهدیدونه ورکوي، نو ته اوس هغه ته څه وايي؟؟


Akram
10.07.2008

د كابل خونړي پيښي د هيواد په ګوټ ګوټ كي د خلكو پر زړونو داغ ولګاوه دا د نورو پيښو په شان چه دومره مړه او دومره تپيان شوه اوس دا مرګو نه دولت او طالبانو ته عادي ګرځيدلي دي ولي خو نه د طالبانو د كورني غړي دي او نه د دولت د چارواكو((هغه غله او ډاړه ماران چه دوي هم په خپل وارپه زرهاوو خلك په وينو ورنګول او اوس د دولت پر لوړو چوكيو ناست دي او د صلح ناري وهي څوك نسته چه ورته ووايي چه تا هم دغسي په يوه راكټ باندي په لسګونو كورني د غم پر تغر كښنولي دي )) د كورني غړي دي دا ټول چه مري هغه خوار او غريب خلك دي چه د ماښام ډوډوي نه لري . دبشر د حقونو دفترونه چه غټ معاشونه اخلي د وي څه كړي دي كه يو مجرم نيول كيږي او د اعدام حكم پر صادريږي وايي دا د حقوق بشر خلاف كار دي او هغه چه په يوه حمله كي په لسګونو تنه په وينو رنګيږي د هغو لپاره يي څه كړي دي كه هغه بشر ندي ؟ دولت پدي نه شرميږي ټوله ورځ په راديو ګانو كي د مړو او د ټپيانو خبرونه خپروي. ولي د خپلو لاسته راوړنو څخه خلك نه خبروي چه په فلاني ځاي كي مو دومره فابريكي جوړي كړي او دومره بيكاره خلكو ته مو كار پيدا كړي دلسي نوري ډيري لاسته راوړني په لكهاوو ډالرونه د مرستي په نامه راځي او خلكو ته يوه ګوني غنم او يو ټيمكي غوړي او يا يو كيلو دال وركوي .خلكو ته څه مه وركوي خو وژني يي مه، مونږ نه پوهيږو چه دا څوك يي وژني دولت دي ،امريكايان د ي كه طالبان دي دغه دري واړه يو قوت د خلكو د تباهي لپاره دي.امريكايان طالبانو ته سلاح وركوي طالبان بيا امريكايان نه وژني دوي دواړه بيا افغانان وژني دغه دري پوړي سياست دي چه د افغانانو كور يي خراب كړي دي .


باتور
10.07.2008

د قدرمنو افغانانو په اجازه !!

در رابطه به تاجکان و هزاره ګان خراسانی باید گفت که جلو ايشان در دست جنرالان ايرانی است. تاجکان و هزاره ګان خراسانی خواه، بدون اجازه جنرالان ايرانی هيچ گوهی خورده نمی توانند. اين نظاميان ايراني است که تصميم ميگيرند تا کدام خراسانی خر را به کدام جهت سوق دهد. خراسان خواهان خر به اشاره مستقيم دولت ايران عمل می کنند.
خراسان طلب از همان ابتدا ساخته ايران بود و هنوز هم است.. هر که خراسانی را عضو ملت افغان می نامد يا کاملاٌ احمق و خر است و يا هم يک منافق و جاسوس.

خراسانی دشمن افغانستان است .
خراسانی دشمن هر افغان است.
خراسانی دشمن آرامش و ترقی در افغانستان است.

ای خراسانيان وخراسان خواهان !!!

غرق بودن شما در مرداب جهالت راستي هم که حد و اندازه ندارد.

لعنت به بی دينی شما. . لعنت به افغاندشمنی شما. .

لعنت به خريت شما . .

خداوند خانه آن مردم بی دين و بی منطق را بريزاند که شما ها را به آن وحشت و ويرانی و وطنفروشي تشويق کرد . .

خانه تو تيمور لنګ را هم خدا تکه تکه وپارچه و پارچه کند، تا که بفهمی که آرزوی ويرانی خانه ديګران يعنی چی ؟؟؟ هر تاجګ و يا هزاره ايکه از افکار خراسانيان پشتيبانی ميکند، احمقتر و بيشعور تر ازاو در دنيا پيدا نميشود. .

خراسان خواه نه تنها جاهل است بلکه مزدور هم است . .

افغان اصيل آن است که غم آزادی، آرامی وطن عزيز ما را بخورد و متعاقباً در فکر علم و دانش مردم خود باشد . . وطن عزيز ما به بی دينی ضرورت ندارد. . به بی اتفاقی بين الاقوام ضرورت ندارد . . به خراسانی ها نياز ندارد

شما ها هر کی که استيد.. تاجک خراسان خواه يا هزاره خراسان خواه و يا کدام خــــــــــــــــــــــــــــــــــــــر يا ګـــــــــــــــــــــــــــــاو و يا کدام ســــــــــــــــــــــــــــــګ ديګر. . بايد بدانيد که برای ما

انسان بودن، مسلمان بودن و افغان بودم مهم است و بــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــس. .

و از همه اولتر انسان بودن. .

به خر ها، ګاو ها و سګ های تان. هر وقتی که بخواهند اجازه رفتن به خراسان و تاجکستان و مغو لستان داده خواهد شــــــــــــــــــــد. . .

مرغ کم ګويش کم

په درنښت


larghonay1
16.07.2008

فكر كوم خبره له موضوع بېخي وتلې او شخصي شوې ده او دا زمونږ د ځينو دوستانو پخوانى عادت دى. كاشكې يې بدل كړي.
سدوزي ښه موضوع پيل كړې وه چې افغان طالبان دې د پاكستاني جاسوسۍ منګولو ځان خلاص كړي. خو كله يې خلاصولى شي څوك چې چا روزلى او جوړ كړى وي هغه د خپل روزونكي له ولقې نه شي وتلى. اصلا دحكومت دغه طرز او طريقه چې طالبانو راپيل كړى په هيڅ هيواد كې نشته. دا له همغه پيل نه د هيواد د ورانۍ له پاره وه.
د تيمور لنګ په نامه چې هر څوك دى لومړى يې په دې موضوع كې چټيات ليكل پيل كړل او موضوع يې ګډه وډه كړه . دى نه دى د ټولو پاړسيوانو نماينده دى او نه طالبان د ټولو پښتنو استازي دي. د طالبانو او نظاريانو توپير همدا دى چې طالبانو يوازې په پاكستاني اى ايس اى ځان خرڅ كړى او نظاريان كه د هر چا سره څه خاورې ايرې وويني نو بې پوښتنې په تله كې ناست وي. دوى له روس، پاكستان، ايران، فرانسې، تاجكستان، ازبكستان، تركمنستان او .....ټولو سره د ځان او هيواد معاملې كوي او په راتلونكې كې هم دې كار ته چمتو دي. تاسو وليدل چې له امريكې سره هم لومړى دوى معاملې ته خپلې سينې وډبولې، احمدشاه مسعوديې په خدمت كې د پنځلس زره ځمكني پوځ چمتو والى وښود. رباني وويل بمباري كمزورې ده. په افغانستان كې د لومړي ځل له پاره د شمال ټلوالې او څارويو يې امريكايي خواړه او واښه وخوړل.
همدا راز پاكستان تر اوسه د انګريز تر اغېز لاندې دى او امريكې ته هم د هر ډول خدمت سينه ډبوي. تر افغانستان زياته مرسته امريكې له پاكستان سره وكړه، هغه انجوګانې او ګسټ هاوسونه چې اوس نوي نوي كابل كې كار كوي دا دېرش كاله په پاكستان كې وو او اوس هم مركزي دفترونه په پاكستان كې لري. امريكې په افغانستان د لومړي ځل له پاره د پاكستان له خاورې، سمندر او هوا وارونه وكړل او اوس هم په افغانستان كې مېشت بهرنيان ټول د پاكستان له لارې اكمالېږي او اكثره ټانكرونه او غټې لارۍ چې دوى ته د خوراكي موادو كارټينرونه راكاږي دا ټول د پاكستانيانو او د پښتونخوا د قبايلو دي خو بيا هم دوى ټول په ډېره بې شرمۍ افغانانو ته د پېغور ګوته ورلكوي او خپل ځانونه يې هېر كړي دي. دا بل څه نه بلكې يوازې د افغان طالبانو بې عقلي، بې منطقي او وحشي توب دى چې وړاندې وروسته فكر نه كوي . عرب هم همداسې درواخله ټول د افغان طالبانو له بې عقلۍ او وحشي توبه ګټه اخلي چې د ښاغلي وردك او ځينو نورې خبرې ورته ښې دي بايد نور نو پوه شي.
په درنښت
لرغونى


باتور
16.07.2008

د ګوډ تيمور منظور د چټياټو د وړاندي کولو نه صرف په پښتنو باندي تمسخر او ريشخند وهل دي . .

د ده او امثاله لپاره کله ناکله همداسي سوټی ضروري ده . . هغه چي وخوري بيا يو څو ورځي راحت وي . .

رابه شو د طالبانو او د پاکستاني شبکو په اړه ستاسو نظريو ته :

محترم Larghony ستاسو خبري سمي دي . . زه هم همدا نارې وهم چي. .

په خپله له يوي خوا واياست چي :

طالبان د ISI په مرسته تجهيزېږي او د هغو په لارښوونه او رهبري زموږ وطن ته د جنګ لپاره استول کېږي . .
او داهم واياست چي: د ISI او پاکستان رهبري د انګرېزانو او امريکايانو په لاس کي ده او هر کار د هغو په خوښه او لارښوونه کوي . . .

زه يو وار بيا دا پوښتنه کوم چي :
په کوم حساب د دي تقاضا لرۍ او غوښتنه کوی چي طالبان دي د پاکستانيو شبکو نه ځانونه ليري کړي ؟؟

او تر دې خبري پوري چي :

( اصلا دحكومت دغه طرز او طريقه چې طالبانو راپيل كړى په هيڅ هيواد كې نشته. دا له همغه پيل نه د هيواد د ورانۍ له پاره وه)

دا سمه ده چي د طالبانو د حکومت طرز او طريقه د نړی په هېڅ کوم هيواد کي نه شته . . د دي علت دا دی چي د نړی په هيڅ کوم هيواد کي هغه شرايط چي د طالبانو د حکومت نه مخکي په ګران وطن کي موجود ول نه شته . . .

د وطن ( په خاصه توګه د کابل ) ورانۍ مو هېره شوله . . طالبان چي کابل ته راننوتل کابل په څه حالت وو ؟؟

د وطن هغه شرايط مو له ياده ووتل چي نه دخلکو ځان، نه يې مال او نه يې ناموس په امان کي وو ؟؟

هغه ملنډي او مسخرې چي مسلحو ډلو په افغانانو وهلې . . هغه مو له ياده ووتلې ؟؟

هغه څوک چي له وطن نه لري د نړی په کوم راحت ملک کي يې هوسا او آرامه ژوند درلود. . او د وطن د هغو ورځو له شرايطو نه خبر نه وو او که خبر هم وو خپل ځانونه او ناموسونه يې د خطر سره مخامخ نه ول . . هغه به خود طالبانو ته وحشي او د هغو حکومت ته تور دوران وايي . .

تاسو يو وار راشۍ د وطن له خلکو نه پوښتنه وکړۍ . . چي د طالبانو په راتګ څوک وو چي رضايت يې نه درلود . . څوک وو چي د غلو، لوټمارانو، ستميانو، دوستميانو او پيتپزيو په ورکيدا راضي نه وو . .

په درنښت


Ghairat
17.07.2008

[quote:be971fb8bd]ډير له سياست نه بې خبره خلک دا وايې چي پاکستان د دې لپاره له طالبانو سره مرسته کوي چي د ډيورند دکرښي منلو ته يې اړ باسي . . . هغو ته بايد وويل شي چي د ډيورند د کرښي تعديل نه د پاکستانيانو او نه د افغانستان د کوم پخواني او يا راتلونکي دولت په وس کي ده . . دا کرښه د نړيوال سياست يوه غټه لوبه ده چي په داسي آساني څوک لاس نه شي په کي وهلی . او نه دا کرښه د طالبانو يا د کرزي يوې ساده امضا ته ضرورت لري . . [/quote:be971fb8bd]
باتور خانه وروره دا ته څه وايې؟؟؟
له یوې خوا وایې دا یوه نړیواله لوبه ده، له بلی خوا د نړیوالې لوبې له لوبغاړو څخه منکریږې، آخر ددې نړیوالې لوبې ډګر کوم ځای دی؟ آیا لر او بره پښتونخوا نه ده ؟ افغانستان او پاکستان نه دی؟ او لوبغاړي یې که هر څومره د سترو قدرتونو تر اغیز لاندې روان دي، بیا هم په اسلام اباد او کابل کې ناست سیاستوال نه وو او نه دي؟ او ستر قدرتونه دا لوبه ولې د اسلام اباد او کابل په سیاستوالو ګرموي او دوی یې ولې د خریفو ټیمونو لوبغاړي ټاکلي دي؟ ځکه چې د لوبې ډګر او موضوع
پښتونخوا او بشتانه دي او کابل او اسلام اباد مستقیمأ ددې لوبې سره مخ دي او ددوی علایق او ګټې ددې لوبې په وړولو او بایللو سره نښتې دي! نو وروره تر کومه ځایه دا یوه لوبه ده ، که څه هم سیاسي وي، نو د نړیوالو قدرتونوسیاسي لوبه به وي ، خو تر کومه ځایه چې دا لوبه نه، بلکې د ژوند حیاتي موضوع ده نو د افغانستان او پاکستان حیاتي مسله ده اویوه تشه سیاسي لوبه ورته ویل بیا سوچه کفر دی! له دې کبله هغه سیاستوال چې ددې مسلې حقوقي حل غواړي کوشش یې دادی چې دا موضوع له نړیوالتوب څخه راوباسي، د بهرنيو قدرتونو له منګولو، د هغوی دپلوي او مخالفت له منګولو څخه یې وژغوري !
خو څوک یې چې د حقوقي حل مخالفت کوي هغوی دا مسله نړیواله کوي، نړیواله لوبه ترې جوړوي، د قدرتونو بزکشۍ ته یې غورځوي او هغوی په کې خپلې ګټې لټوي۰ په دې صورت کې هره ګډوډي بیا د مخالف لوري له پآره په زړه پورې چانس دي چې د عادلانه او حقوقي حل مخه پرې نیول کیږي او آن د تل له باره دغسې یوحل ناممکنه کرځول غواړی : نو په دې صورت کې د ورانکارۍ له پاره لومړی مجاهدین دپاکستان لوبغاړي وو او بیا طالبان شول، او که د شمالي ټلوالې استازي او له هغوی سره د پښتنو ځینې کوټه سپي هم د ې ملي خیانت ته چمتو شي او د پاکستان ډبل رشوتونو ته تن کیږدي پاکستان به پرې صرفه ونکړي لوبه به د یوه ملي خاین په امضا اخیستلو سره ختمه او دهیواد نیمه برخه به پاکستان ته ورقباله کړي! ددې خیانت له پاره طالب رژیم تر هر بل واکمن تر ټولو ښه بدیل او د پاکوستان له پاره حیاتي اهمیت لري او په هیڅ قیمت ترې لاس اخیستلو ته نشي حاضرېدای !
نو څومره چې پاکستان د ډیورت د کرسې په رسمیت پيزندلو ټینګار کوي، هومره دا موضوع کړکیجنه او نړیواله کیږي، او څومره چې تر اټکه پورې حق په حقدار سپارلو ته نږدې کیږي هومره په کې د نړیوالې لوبې او بهرنیو قدرتونو لاسلرنه له منځه ځي! ددې تړاو خړ پړ کول د نړیوالې سیاسي لوبې په یادولو سره په شعوري با غیر شعوري توګه هم له ځان ، قام اووطن سره او هم له ټول افغان ملت سره جفا ده !


ihtesham
17.07.2008

روره زه بى درته مختصره وويم.
تاسو د نړئ ټول تاريخونه چاڼ کړئ هيچرته به داسي وحشيان ونه وينئ چې د بې ګناه او ملکي خلکو د وژلو لپاره يې بهانې او تاکتيکونه جوړ کړي وي لکه طالبانو چې جوړ کړي دي.
د بېغيرتۍ ژوندۍ نمونه طالبان د جګړې په ځاى يا خو داسې چاودنې کوي چې بېګناه خلک پکې مړه شي او يا داسې کارونه کوي چې نړيوال ځواکونه د بېګناه خلکو وژلو ته اړ کړي. دا د وحشت او بې غېرتۍ يوه داسې نمونه ده چې د نړۍ په هيڅ يو تاريخ او څنډه کې به يې مثال پيدا نکړئ.
او پاکستان چې د طالبانو نه لرې کړې نو پاتې څه شو؟
دا خبره يو جاهل سړى کولى شي چې افغاني طالبان او دا او دا. افغانستان سره د دغه وحشت تړل د افغانستان د نوم او تاريخ سپکاوى دى. دا يو خالص پاکستانى او پنجابي وحشت دي چې زمونږ د افغانانو او افغانستان د ورکولو لپاره په مونږ مسلط شوى دى.


pattang
17.07.2008

په سترګو ړوند شې دا دې افغانستان دتاريخ او دپښتنو سپکاوی او تېری ندی
چې ملک مو صليبي اشغالګرو اشغالکړی ، په دالرو يې ټول اخيستي له کرزي نه
نيولې تر چپړاسي پورې cia دالر ورکوي ٠ بې وجدانه او بې اخلاقه امريکايان د پښتنوکورونه تلاشي کوي ښځې او نر يې سپکوي ٠ طالبان او هر افغان مسئوليت لري چې داشغالګرو په ضد خپله جګړه وکړي او خپل ملک لدې چټلي څخه خلاص کړي. ته که دومره دانسان يې نو هغه امريکايان چې بې ګناه خلک وژني ولې نه يادوي ، لکه چې کورنۍد NGO ګانې لري ?٠

ihtesam ! څرنګه لکه چې شين سترګی نسل د خوښېږي !
مرګ په اشغالګرو او دکرزي په چټل رژيم.

[quote:d7d566ec78="ihtesham"]روره زه بى درته مختصره وويم.
تاسو د نړئ ټول تاريخونه چاڼ کړئ هيچرته به داسي وحشيان ونه وينئ چې د بې ګناه او ملکي خلکو د وژلو لپاره يې بهانې او تاکتيکونه جوړ کړي وي لکه طالبانو چې جوړ کړي دي.
د بېغيرتۍ ژوندۍ نمونه طالبان د جګړې په ځاى يا خو داسې چاودنې کوي چې بېګناه خلک پکې مړه شي او يا داسې کارونه کوي چې نړيوال ځواکونه د بېګناه خلکو وژلو ته اړ کړي. دا د وحشت او بې غېرتۍ يوه داسې نمونه ده چې د نړۍ په هيڅ يو تاريخ او څنډه کې به يې مثال پيدا نکړئ.
او پاکستان چې د طالبانو نه لرې کړې نو پاتې څه شو؟
دا خبره يو جاهل سړى کولى شي چې افغاني طالبان او دا او دا. افغانستان سره د دغه وحشت تړل د افغانستان د نوم او تاريخ سپکاوى دى. دا يو خالص پاکستانى او پنجابي وحشت دي چې زمونږ د افغانانو او افغانستان د ورکولو لپاره په مونږ مسلط شوى دى.[/quote:d7d566ec78]


ډوکتر څپاند
17.07.2008

مرګ په اشغالګرو او دکرزي په چټل رژيم.
مرګ،مرګ،مرګ!
امريکاییها از افغانستان خارج شويد!


منلی
18.07.2008

[quote:bb34ccd5ec] د بېغيرتۍ ژوندۍ نمونه طالبان د جګړې په ځاى يا خو داسې چاودنې کوي چې بېګناه خلک پکې مړه شي او يا داسې کارونه کوي چې[color=red:bb34ccd5ec] نړيوال ځواکونه د بېګناه خلکو وژلو ته اړ کړي[/color:bb34ccd5ec][/quote:bb34ccd5ec]

ihteshamصیب دلاندی راپور ولوله بیا به درته معلوم شی چې وحشی څنګه اوڅوک دي

لومړي ځل لپاره په گوانټانامو کې د يوه ١٦ کلن کاناډايي زنداني عمر خضر د پوښتنوگروېږنو ويديويي پټه خپره شوه .

کاناډايي رسنيو ويلي چې په دغه ويديويي پټه کې عمرخضر، چې ١٦ کاله عمر لري، له کاناډايي مسوولينو سره خبرې کوي، او له ده څخه په ٢٠٠٣ کال کې د امريکايي پوځيانو له خوا د بندي کېدا په اړه پوښتي .

ښاغلي خضر په ٢٠٠٢ کال کې په افغانستان کې پر يوه امريکايي پوځي د گرنېټ ويشتلو او د سرتېري د وژلو په تور نيول شوى دى .

ښاغلى خضر له ورايه ښکاري چې حالت يې ښه نه دى او په زندان کې بېلابېلو شکنجې ورکړل شوې دي .

د دغو ١٠ دقيقه ييزې ويديو د ثبتولو پرمهال دغه کاناډايي زنداني له کړاوونو سر ټکوي او په ژړغوني غږ همدا تکراروي چې : '' مرسته راسره وکړئ مرسته راسره وکړئ . ''

د کاناډا د بهرنيو چارو او استخباراتو مامورينو ته ښاغلى خضر وايي چې په افغانستان کې د امريکايانو له خوا نه د زندان پر وخت له بېلابېلو شنجو سره مخامخ شوى دى .

دى له له خپله ځانه نارنجي کميس وباسي چې کاناډايي څېړونو ته د شکنجو داغونه وروښيي، دوى ته وايي : '' وگورئ ! تاسې دا نه وينئ ايا دغه داغونه تاسې ته د اهميت وړ نه دي .''

ده ته يو مامور وايي : '' گوره، زه ډاکټر نه يم، خو خو فکر کوم چې ستا روغتيا ته ښه پاملرنه شوې ده .''

د يادونې وړ ده چې ښاغلى خضر ١٥ کلن و چې د امريکايي پوځيانو او وسله والو ترمنځ د جگړې پرمهال ونيول شو .

ښاغلى عمر په ژړا ژړا وايي چې د سترگو ليد يې له لاسه ورکړى او په پښو شل دى .
دغه ويديويي پټه اووه ساعته دوام لري، چې د څلورو ورځو په اوږدو کې ثبت کړاى شوې ده .

د دنيس په نامۀ د خضر يوه مدافع وکيل ويلي دى تمه لري چې د دغې کسټ په ليدو سره به د دغه کاناډايي ټولنه د ده د خوشي کېدا غوښتنه وکړي او د کاناډا لومړي وزير سټيفن هارپر به پر امريکايانو فشار راوړي چې د خضر مدافع وکيل محاکمه نه کړي .

خو د ښاغلي هارپر تېره اوونۍ ويلي وو چې د ښاغلي خضر په محاکمه کولو کې، چې ټاکل شوې په گوانتانامو کې د اکتوبر پر اتمه ترسره شي، لاس وهنه نه کوي .

ښاغلى خضر چې اوس ٢١ کلونه عمر لري، په يو شمېر ترهگريزو بريدونو تورن دى، چې تر ټولو جدي يې د امريکايي پوځي وژل دي .

که چېرې پر دغه کاناډايي زنداني جرم ثابت شي، ښايي چې په ابدي بند محکوم کړاى شي .


باتور
19.07.2008

محترم Ghairat ته !!

تا ليکلي :

باتور خانه وروره دا ته څه وايې؟؟؟
له یوې خوا وایې دا یوه نړیواله لوبه ده، له بلی خوا د نړیوالې لوبې له لوبغاړو څخه منکریږې، آخر ددې نړیوالې لوبې ډګر کوم ځای دی؟ آیا لر او بره پښتونخوا نه ده ؟ افغانستان او پاکستان نه دی؟ او لوبغاړي یې که هر څومره د سترو قدرتونو تر اغیز لاندې روان دي، بیا هم په اسلام اباد او کابل کې ناست سیاستوال نه وو او نه دي؟ او ستر قدرتونه دا لوبه ولې د اسلام اباد او کابل په سیاستوالو ګرموي او دوی یې ولې د خریفو ټیمونو لوبغاړي ټاکلي دي؟ ځکه چې د لوبې ډګر او موضوع
پښتونخوا او بشتانه دي او کابل او اسلام اباد مستقیمأ ددې لوبې سره مخ دي او ددوی علایق او ګټې ددې لوبې په وړولو او بایللو سره نښتې دي! نو وروره تر کومه ځایه دا یوه لوبه ده ، که څه هم سیاسي وي، نو د نړیوالو قدرتونوسیاسي لوبه به وي ، خو تر کومه ځایه چې دا لوبه نه، بلکې د ژوند حیاتي موضوع ده نو د افغانستان او پاکستان حیاتي مسله ده اویوه تشه سیاسي لوبه ورته ویل بیا سوچه کفر دی! له دې کبله هغه سیاستوال چې ددې مسلې حقوقي حل غواړي کوشش یې دادی چې دا موضوع له نړیوالتوب څخه راوباسي، د بهرنيو قدرتونو له منګولو، د هغوی دپلوي او مخالفت له منګولو څخه یې وژغوري !

هو! دا د نړيوال سياست د لوبي يوه برخه ده. . د دي لوبي له لوبغاړو نه څوک نه شي منکرېدای . . د نړيوال سياست د لوبي ډګر ټوله نړۍ ده . . لر او بر پښتونځواه هم د دې ډګر يوه برخه وه او ده. . د افغانستان او پاکستان سياستوال د دې لوبي واړه لوبغاړي دي. .

د حقوقو او حقوقي حل خبري د کمونستانو د زوال نه وروسته په نړۍ کي ختمي شوې. . هغه وختونه لاړل چي کمونستانو به د خلکو د حقوقو نه د دفاع په پلمه خپل کلاشينکوفونه خرڅول او د نړۍ تر نيمايي زيات وګړي يې لوڅ لغړ او وږي تږي د خپل امپرياليزم د توسعې لپاره په يوه او بله پلمه له يو بل سره جنګول. . او هغه مهال چي نور يې له انګرېزي امپرياليزم سره د مقابلې توان له لاسه ورکړ نو د دوستۍ لاس يې ور وړاندي کړ او ټول هغه ملکونه چي په کلونو کلونو يې په يوه او بله بهانه له ځان سره درولي ول د ننواتي په حساب انګرېزانو او امريکايانو ته لاس تړلي وروسپارل. . . هغو هم چي د دي ورځي د راتلو په انتظار يې ډېري شپې ناقراره سبا کړي وې، په ډېره چټکۍ سره د ټولي نړۍ د نيولو لپاره خپل تحرکات پيل کړل او د خپلي پخوانۍ نړبوالي سياسي لوبي پرمخوړل يې له هغه ځايه بېرته شروع کړل چي د دوهمي نړيوالي جګړې په علت يې پر مخ نه شوای بيولای . .

هغه ځای منځنۍ آسيا او په خاصه توګه زمونږ ټاټوبۍ او د دوی د سترګو خار افغانستان ( پښتونخواه ) ده. .

د پښتونخواه دغه منحوسه او له عقل او منطق نه لري کرښه، او په همدا شان د پاکستان د دولت پيدايښت د دوی د بيا راتګ او په منځنۍ آسيا کي د دوی د هغه پخواني سياست د پرمخوړلو د تضمين لپاره دوی ته حياتي جنبه لري . . نو په دې لحاط د ډېورند د ظاهري کرښي له منځه وړل او نه وړل فقط او فقط په نړيوال سياست پوري اړه لري، نه د کرزي يا د داود خان يا د کوم بل افغاني سياستمدار د درداغو په پروپاګند پوري . .

تاسو دې ته پام وکړی چي د پاکستان د سياستمداريانو تګ او راتګ ، ژوند او مړبنه چي د انګرېزانو په خوښه کېږي، نو بيا به د پاکستان کوم يو سياستمدار د دې توان ولري چي د ډيورنډ د کرښي د منلو لپاره به له طالبانو يا کوم بل چا سره خپلي مرستي کوي . .

زه يو وار بيا وايم چي د ډېورند د کرښي منل او يا يې ردول نه د طالبانو نه د پاکستان د دولت او نه هم د افغانستان د ګوډاکي حکومت په توان کي دي . . .

د کابل د ستميانو او ګوډاګيانو د حکومت په پروپاګندو مه غولېږی، هغه صرف د دې لپاره دي چي د خلکو پام بلي خواته واړوي، تر څو چي دوی خپلي غلاوي په راحت سره وکړای شي . .

افغانستان يې ټول نمره نمره کړ . . د پښتنو مځکي په زور غصبېږي، د لاجورو او زمردو د غلا په پيسو اخيستل کېږي او په غير پښتنو بېرته خرڅېږي . .

کوچيان له خپلو استوګنځيونه شړل کېږي . . پيتپزي د پښتنو مځکي غصبوي . . او هغو ته هره ورځ نوي نوي کرښي باسي او ورته وايې چي از اينجه دګه پېش نبيايي. .

ورشۍ يو وار په شمال کي د پښتنو د ژوندون حال وګورۍ !

راځۍ چي د دي مسئلي په حقوقي حل پسې وګرځو. .

مونږ پښتانه په خپل وطن کي د پرديو په شان ژوند کوو . . د ها خوا پښتنو غمه به څنګه خورو ؟

په درنښت



ع کريم حليمي
19.07.2008

ټول کتوونکو،لوستونکو ، ليکونکوته  سلام وايم پسله د سلام څخه 
ياره باتور وروره ، چه درنژدې وای نو په غېږ کي مي نيولې او په مبارک تندي 
مي موچولې ، بې اندازي ښه ليکنه او نظر دي ليکلی 
مرحوم داود خان دا فکر کاوه چه زه دا وطن اباده وم ، او ډاکتر نجيب الله 
دا فکر کاوه چه په اشتي ملي سره خبر خلاصيږي ، او نن حامد کرزی هم هلي 
ځلي کوي دئ فکر کوي هلي ځلي ئې يو ځای نيسي ، او په دې نه پوهيږي 
چه دئ ، د دې لوبي خورا ډېر کوچنی او وړوکی لوبغاړي دی ٠ 

ظاهر بابا ته مي دعا پر خوله راسي 
په دې سبب ، فکر کوم هغه ډير ښه پوهېدلی ، چه هيځ نه سمه کولی    
 يعني يوځای ئې نيولی وو، اوبس 

يعني کار ټول د امريکا ،روس ،انګلس ،او عربو په لاس کي دی ، 
که افغانان مشران دا پوهه ولري لکه ظاهر بابا چه درلوده 

لاس دي واخلي ارام دي کښېني ، چه دوی ارام کښېني ، ټول جنجال به ختم سي 
 افغانستان د سګوانۍ ميدان دي ، چه جنګيالي له جنګ څخه لاس واخلي 
بيا والله که سړی  پر دې ميدان وويني ، چه دوربين پسي راواخلي 


pattang
19.07.2008

باتوره !
خبرې د ې ټولې واقعت دي ، دپښتنو د ټکولو لپاره يو بانډ جوړ شوی دی چې
سيستيماتيک پښتانه له منځه وړي ٠ له شماله شړل شويو پښتنو ته بېرته خپلې
مځکې څوک نه ورکوي او هم کو چيان له ناوره منې شول٠ په افغانستان کې پښتانه
بايدخپل حق وغواړي ، سره يو شي اوله هوښياري نه کار واخلي٠
پښتانه په خپل کورکې پردي دي، تاجک ،اوزبکاوهزاره ملنډې پرې وهي
او ظلم پرې کوي اونه دانسان په سترګو ورته ګوري٠
په روانې لحاظ دا وايم چې دپښتنومخکې لارې،کړنې اوروزنې ډېره غلطې
تېرېشوې او اوس هم دوام لري٠
مايو خبره ځوروي هغه دادی چې دمونږ خلکو، زه او ته ...... کوم رول لوبه وو ?
او څه وکړو ? ايا خپل مسئوليت مو اجرا کړی ? اوکه خوشې د زړه باد باسو??

[quote:fc44ffb8cf="باتور"]محترم Ghairat ته !!

تا ليکلي :

باتور خانه وروره دا ته څه وايې؟؟؟
له یوې خوا وایې دا یوه نړیواله لوبه ده، له بلی خوا د نړیوالې لوبې له لوبغاړو څخه منکریږې، آخر ددې نړیوالې لوبې ډګر کوم ځای دی؟ آیا لر او بره پښتونخوا نه ده ؟ افغانستان او پاکستان نه دی؟ او لوبغاړي یې که هر څومره د سترو قدرتونو تر اغیز لاندې روان دي، بیا هم په اسلام اباد او کابل کې ناست سیاستوال نه وو او نه دي؟ او ستر قدرتونه دا لوبه ولې د اسلام اباد او کابل په سیاستوالو ګرموي او دوی یې ولې د خریفو ټیمونو لوبغاړي ټاکلي دي؟ ځکه چې د لوبې ډګر او موضوع
پښتونخوا او بشتانه دي او کابل او اسلام اباد مستقیمأ ددې لوبې سره مخ دي او ددوی علایق او ګټې ددې لوبې په وړولو او بایللو سره نښتې دي! نو وروره تر کومه ځایه دا یوه لوبه ده ، که څه هم سیاسي وي، نو د نړیوالو قدرتونوسیاسي لوبه به وي ، خو تر کومه ځایه چې دا لوبه نه، بلکې د ژوند حیاتي موضوع ده نو د افغانستان او پاکستان حیاتي مسله ده اویوه تشه سیاسي لوبه ورته ویل بیا سوچه کفر دی! له دې کبله هغه سیاستوال چې ددې مسلې حقوقي حل غواړي کوشش یې دادی چې دا موضوع له نړیوالتوب څخه راوباسي، د بهرنيو قدرتونو له منګولو، د هغوی دپلوي او مخالفت له منګولو څخه یې وژغوري !

هو! دا د نړيوال سياست د لوبي يوه برخه ده. . د دي لوبي له لوبغاړو نه څوک نه شي منکرېدای . . د نړيوال سياست د لوبي ډګر ټوله نړۍ ده . . لر او بر پښتونځواه هم د دې ډګر يوه برخه وه او ده. . د افغانستان او پاکستان سياستوال د دې لوبي واړه لوبغاړي دي. .

د حقوقو او حقوقي حل خبري د کمونستانو د زوال نه وروسته په نړۍ کي ختمي شوې. . هغه وختونه لاړل چي کمونستانو به د خلکو د حقوقو نه د دفاع په پلمه خپل کلاشينکوفونه خرڅول او د نړۍ تر نيمايي زيات وګړي يې لوڅ لغړ او وږي تږي د خپل امپرياليزم د توسعې لپاره په يوه او بله پلمه له يو بل سره جنګول. . او هغه مهال چي نور يې له انګرېزي امپرياليزم سره د مقابلې توان له لاسه ورکړ نو د دوستۍ لاس يې ور وړاندي کړ او ټول هغه ملکونه چي په کلونو کلونو يې په يوه او بله بهانه له ځان سره درولي ول د ننواتي په حساب انګرېزانو او امريکايانو ته لاس تړلي وروسپارل. . . هغو هم چي د دي ورځي د راتلو په انتظار يې ډېري شپې ناقراره سبا کړي وې، په ډېره چټکۍ سره د ټولي نړۍ د نيولو لپاره خپل تحرکات پيل کړل او د خپلي پخوانۍ نړبوالي سياسي لوبي پرمخوړل يې له هغه ځايه بېرته شروع کړل چي د دوهمي نړيوالي جګړې په علت يې پر مخ نه شوای بيولای . .

هغه ځای منځنۍ آسيا او په خاصه توګه زمونږ ټاټوبۍ او د دوی د سترګو خار افغانستان ( پښتونخواه ) ده. .

د پښتونخواه دغه منحوسه او له عقل او منطق نه لري کرښه، او په همدا شان د پاکستان د دولت پيدايښت د دوی د بيا راتګ او په منځنۍ آسيا کي د دوی د هغه پخواني سياست د پرمخوړلو د تضمين لپاره دوی ته حياتي جنبه لري . . نو په دې لحاط د ډېورند د ظاهري کرښي له منځه وړل او نه وړل فقط او فقط په نړيوال سياست پوري اړه لري، نه د کرزي يا د داود خان يا د کوم بل افغاني سياستمدار د درداغو په پروپاګند پوري . .

تاسو دې ته پام وکړی چي د پاکستان د سياستمداريانو تګ او راتګ ، ژوند او مړبنه چي د انګرېزانو په خوښه کېږي، نو بيا به د پاکستان کوم يو سياستمدار د دې توان ولري چي د ډيورنډ د کرښي د منلو لپاره به له طالبانو يا کوم بل چا سره خپلي مرستي کوي . .

زه يو وار بيا وايم چي د ډېورند د کرښي منل او يا يې ردول نه د طالبانو نه د پاکستان د دولت او نه هم د افغانستان د ګوډاکي حکومت په توان کي دي . . .

د کابل د ستميانو او ګوډاګيانو د حکومت په پروپاګندو مه غولېږی، هغه صرف د دې لپاره دي چي د خلکو پام بلي خواته واړوي، تر څو چي دوی خپلي غلاوي په راحت سره وکړای شي . .

افغانستان يې ټول نمره نمره کړ . . د پښتنو مځکي په زور غصبېږي، د لاجورو او زمردو د غلا په پيسو اخيستل کېږي او په غير پښتنو بېرته خرڅېږي . .

کوچيان له خپلو استوګنځيونه شړل کېږي . . پيتپزي د پښتنو مځکي غصبوي . . او هغو ته هره ورځ نوي نوي کرښي باسي او ورته وايې چي از اينجه دګه پېش نبيايي. .

ورشۍ يو وار په شمال کي د پښتنو د ژوندون حال وګورۍ !

راځۍ چي د دي مسئلي په حقوقي حل پسې وګرځو. .

مونږ پښتانه په خپل وطن کي د پرديو په شان ژوند کوو . . د ها خوا پښتنو غمه به څنګه خورو ؟

په درنښت[/quote:fc44ffb8cf]


ihtesham
20.07.2008

[quote:bf104194c8="منلی"]
ihteshamصیب دلاندی راپور ولوله بیا به درته معلوم شی چې وحشی څنګه اوڅوک دي

[/quote:bf104194c8]

دا مي ولوسته او راته معلومه شوه چي ترورستان يواځي وحشي نه ډير بيغيرته هم دي ځکه يو ماشوم ته د کتاب په ځاي وسلي او باروت ورکول او بيا پري جنګونه کول د ډيرو وحشي او بيغيرته خلکو کار کيداي شي. که وحشي او بيغيرته ترورستانو دغو ماشومانو ته وسلي نه ورکولي او د باروتو واسکټونه يي نه وراغوستلي او د جنګ درس يي نه ورکولاي ولي به په چاودنو او جنګونو کي مړه کيدل او ولي به د امريکايانوپه لاسونو ځورول کيدل؟


momtaz
20.07.2008

[quote:fa7dc1fb71="ihtesham"][quote:fa7dc1fb71="منلی"]
ihteshamصیب دلاندی راپور ولوله بیا به درته معلوم شی چې وحشی څنګه اوڅوک دي

[/quote:fa7dc1fb71]

دا مي ولوسته او راته معلومه شوه چي ترورستان يواځي وحشي نه ډير بيغيرته هم دي ځکه يو ماشوم ته د کتاب په ځاي وسلي او باروت ورکول او بيا پري جنګونه کول د ډيرو وحشي او بيغيرته خلکو کار کيداي شي. که وحشي او بيغيرته ترورستانو دغو ماشومانو ته وسلي نه ورکولي او د باروتو واسکټونه يي نه وراغوستلي او د جنګ درس يي نه ورکولاي ولي به په چاودنو او جنګونو کي مړه کيدل او ولي به د امريکايانوپه لاسونو ځورول کيدل؟[/quote:fa7dc1fb71]

ihtesham وروره دا هم وگوره او ولوله چې څنګه یو 12 کلن معصوم هلک د طالبانو په امر خلک حلالوي :

http://www.tolafghan.com/home/detail/10439

خپلمنځۍ نښته کې دوه طالب مشران وژل شوي
حمزه مومند ٣٠ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-20 11:53:00 م

د عمر خالد په نامه د طالبانو یوې ډلې په مومند ایجنسۍ کې د شنبې یا خالي په ورځ د یوې مخالفې طالب ډلې دوه مهم مشران وژلي دي.

د پاکستان د جیو تلویزیون د خبر له مخې د عمر خالد د ډلې ویاند ډاکټر اسد ویلي دي چې د شاه ډلې دوه مشران مسلم خان او مولوي عبیدالله یې پس له هغې ووژل چې د طالبانو محکمې په مرګ محکوم کړل.

د همدې خبر له مخې بیت الله مسید د طالبانو د شورا بېړنۍ غونډه راغوښتي ده تر څو د عمر خالد د دې کړنې په هکله فیصله وکړي. داسې ښکاري چې عمر خالد دا کار په خپل سر کړی وي او د مسید د ډلې څخه یې په کې مشوره نه وي اخستي.

ډېری شنونکي په دې باور دي چې طالبان پخپل منځ کې همغږي نه لري او د ملوک الطوائفۍ په ډول هر مشر پخپله سیمه کې واکمن دی او پخپله خوښه فیصلې کوي.

طالبان وخت ناوخته ځینې کسان د جاسوسۍ په تور وژني چې کله یې خپل نږدې کسان هم په کې شامل وي. دا لا معلومه نه ده چې د عمر خالد ډلې ولې مسلم خان او مولوي عبیدالله وژلي دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more