اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دطب په علمي طريقوکښي دانقلابونوپلټل ،دشريعت له نظره
rehan khan
07.07.2008
assalamualaikum,i am completely sorry not to be able to ask my question in pashto as all do,but everything apart i wóuld like to ask my question direct.there is a new technology called genetic engineering through which a human being can change his genes for some benefits related to his health.for example a person who is completely bald can have his hair back by changing his genes ,is it prohibited in islam .i certainly would be waiting for the answer from my dear brothers.
wassalam.
ع کريم حليمي
07.07.2008
dear rehan khan,
Salaam Alaikum. Thank you for your question. It was a very good question and the answer is that one can have surgery as long as it is not for the purposes of beautification. According to hadith nabawi during the times of the prophet women filed a gap in the middle of their teeth for beautification and the Rasul ( saw) condemned it. Any surgery for health ramifications is permissible. And one more thing I have to mention if you ask a question in english, thats alright, however, we must answer in Pashto. If you can not read pashto you can email me directly, click my email icon and send me an email.
[color=cyan:610edf6a77]Sahih Al-Bukhari Hadith
Allah has cursed those women who practise tattooing and those who get it done for themselves, and those who remove hair from their faces, and those who artificially create spaces between their teeth to look beautiful, such women as alter the features created by Allah. Why should I not then curse those whom Allah's Apostle has cursed and that is in Allah's Book?[/color:610edf6a77]
په درنښت
ع کريم حليمي
08.07.2008
ډېر محترم او مکرم rehan khan صاحب ، زمونږ سلامونه هم ومنه
ستاسو و راتګ ته، ښه راغلې وايو ، راتګ مو خدای نېکمرغه کړه لمړی
پر مونږلوستوونکو ، او همدا رنګه د ټول افغان په اسلامي او ملي پاڼي پوري
وروره ، مبارک عليه السلام مسلکي ښووني نه کولې ، خوږ نبي د اخلاقو معلم وو، وي به تر اخرنيو زلزلو پوري
خو داسي وايو چه هر مسلک ،او هر ژوندی و اخلاقو ته اشد ضرورت لري
او ډاکتر ته بيا اخلاق بېخي ضرور دي ، دا مسلک د ګټي او وټي په نيت لويه
بد اخلاقي ده ، خو هغه مسلکي مېخانيک چه د موټرانو ترميم کوي نو بيا ورته
ضرورده چه نيت به ئې ګټه وي که ئې نيت د ګټي نه وي نو لېونی به ضرور
وي ، اما داسي اخلاق ورته ضروردي چه د ١٠٠ رپويو پر ځاي ٢٠٠ له
له چا وانخلي ، که داسي وکړي ، نو داسي مسلکي سړی ته مسلکي غل هم
ويل کيږي
او راځم بيا ستاسو د سوال اصلي هدف ته ، چهgenetic engineering
هر انجنير بايد چه په ژونديو هستو کښي لاس وهنه وکړي چه د سرطان د
مريضۍ مخه ونيسي ، د بورې د مريضۍ او داسي ډيري نوري مريضۍ
له ژوندۍ هستې څخه وکاږي
اما دا د هستې انجينر ته اخلاقا دا اجازه نسته چه د سترګو رنګ ، د پوست
رنګ ، يا د ورېښتانو رنګونه واړوي ، يعني تور سترګي شين سترګي کړي
هو !که دا انجينران غواړي چه په هسته کښي لاس وهنه وکړي او نور تجربې
تراسه کړي ، نو کولی سي چه د موږک په هسته کښي لاس وهي او زدکړه
او تجريبه تر لاسه کړي ، د انسان په طبيعت کښي لاس وهنه ډېر غټ مسؤليت
دی ، ولي چه ممکن ضرر ئې ١٠٠ کاله ورسته ښکاره سي ، چه مخه نيول به ئې ناممکن وي ، ولي چه په خلقت کښي لاس وهل دخالق کار دۍ ،او خالق دا پوهه
لري ، انسان به هيڅ وخت طبيعت تسخر نه کړای سي يعني مکمل تسخر
نوکه په DNAکښي مشکل پېداسي ،نو دوژني حق يې راسره نسته ،چه دغه ئې لوی ترين مشکل دی
که د موږک په ژوندۍ هسته کي لاس ووهل سي او ضرر ئې ښکاره سو
نو د موږک وژنه کوم لوی جرم نه دي .
په ډېر درنښت [/url][/b]
rehan khan
08.07.2008
السلام علیکم و رحمت الله,
ډېره مننه ښاغلې حليمي صېب ستاسي د جواب نه.
ډير خوشحاله او مطمئن شوم ستاسي له جواب نه.
په درنښت.
ع کريم حليمي
08.07.2008
ګران زما د سترګو توره rehan khan جانه ، زما د مني ډک سلامونه ومنه
سهار وختي چه زماد تليفون الارم له خوب نه رابېدارکړم ، نو ستاسو E mail
مي وليدلی ٠
Rehan Khan ،او د سبا ورځي ډکتر صاحب
ستاسو له مهربانۍ او د مني ډک E mail څخه يوه نړۍ مننه ، موفق او سرلوړی
اوسې ٠
ټول افغان ته سر راښکاره کوه ، ټول افغان تاسوته ضرورت لري !
ستاسو له پوښتنو نه موږ زدکړه کوو ، کوښښ وکړه چه زموږ سره يو نقاد
(critic)و اوسېږې ، ستاسو په پوښتنو او انتقاداتو ټول افغان نور ښايست
پيدا کوي او ستاسو به پښتو زده سي
په درنښت
ع کريم حليمي
10.07.2008
د اسلامي او اسماني اخلاقو څخه يو اخلاق دا دي چه رحم او همدردي پر
حيواناتو ٠
کوم وخت چه د اسماني اخلاقو معلم دا ښووني کولي ، ددې ښوونو اهميت
د عصر خلکو ته چنداني نه معلومېدۍ او يوازي ئې داسي فکر کاوه چه نبي
ډېر زړه سوانده نبي دی ، خو نبي عليه السلام يوه ورځي داسي وفرمايل چه
چه زما پېغام ورسوۍ هغوته چه نن په دغه صحنه کښي زموږ سره ندي حاضر
او راتلونکي نسل به ډير ښه پوهيږي په دغه پېغامونو
رشتيا ده ! چه نن ټول او هر مهندس پوهيږي چه پر حيواناتو ظلم ډېر بد عمل
دی ، يعني انسان ته ضرور ده چه د هر حيوان او حشرې د ژوند صحنه تنګه
نکړي او بېځايه او بې ضرورته پر حيواناتو ظلم ونکړي يعني نسل ئې ورک
نه کړي ، نن د بعضو حيواناتو نسل کميږي او متوازن محيط ئې له خطره سره
مخامخ کړي ، نن وپوهېدو چه نبي عليه السلام فرمايل چه دحيواناتو نسل ورک
نه سي ٠
نن ورځ د نسل ،ژوند او بيالوجي مهندسين اخته دي چه په طبيعت کښي
لاس ووهي او ددغه لاس ووهي څنګه لاس وهنه ؟
داسي لاس وهنه ،د Organism په ترکيب لاس وهي ، او Organism په خپل
ځان کښي يو دومره لوی نظام دی لکه دا ټول يونيورسل
په Organism کښي خالق ډېر مرکزونه ځاي پر ځای کړي چه يو تعداد
مرکزونه دي چه اورګنيزم جوړه وي او هر مرکز ته جلا جلا تخصيص او وظيفه
ورکړه سوې ده او هر حياتي مرکز يعني د پوست د رنګ مرکز ،د سترګو د رنګ
د ورېښتانو د رنګ مرکز او د ورېښتانو د ساختمان مرکز ٠٠٠٠٠٠٠٠٠
او د وراثت مرکز يعني نسل پر نسل د پلار قداوقامت ،خوۍ او بوۍ انتقالول
و اولاد ته او همدا رنګه امراض انتقالول و او لاد ته
نن ورځ دغه مهندسين دا کوښښونه کوي چه هغه مريضي چه پلار يي و اولاد
په ارثي ډول ورانتقالوي (د قلب مرضي يا سکته قلب ) د دې او داسي نورو
مريضيو مخه ونيسي ظاهرا ډير ښه اواز ،احساس ، منلی کار معلوميږي
خو اصلا خبره داسي نده ، لکه دانړۍ چه يو ecosystem (ټول عالم يوې واحدي وظيفې ته کار کول )سسټم دي او نر نن ورځي موږ نه
پوهيږو څه څومره عالم و دې سسټم ته کارکوي حتا موږ تر نن ورځي د جازبې
قوه هم سمه نه پېږنو او داسي نور عالميان
نو لکه د يوه حيوان لمنځه تلل چه تاثر لري او ټول ecosystem چه خرابوي
پسله مليون کاله وپوهېدلو ، نو په يو زوندي Organism په هسته کښي لاس
وهنه داسي عمل دی چه ريورس کېدای نسي ، نو کوم خپل عمل چه ريورس
کولی نسو ، نو د دې عمل اجازه له انسانه سره نسته ، نو رب العزت فرمايلي
د هغه څه چه نه پوهېږي پېروي ئې مه کوۍ ولي چه سترګه ،غوږ، زړونه مسؤل
دي ، [u:de70d0e463]هر هغه ښه عمل ته اجازه لرو په پوهيږو [/u:de70d0e463]
ټول د طب مهندسين دا اقرار کوي ، چه نه پوهيږي چه ژوند يعني څه
يوه Organism بې له روح ژوند کوي او انسان بيا بېله روح ژوند نه لري
هو ! د يو مهندس له پاره دا ډېر اخلاقي عمل دۍ چه داسي genetic يعني
توليدي ،دواوي جوړي کړي عصبي رشتې سره وصل کړي ، د سرطان علاج
وکړي،
دا لويه بد اخلاقي ده چه د يو ارثي مرض مخه په داسي شکل ونيسي
چه DNA ته تغير ورکړي ٠
rehan khan
10.07.2008
السلام ؤعليکم و رحمتالله,
الله تعالۍ د په ټولو مسلمانانو خپل رحمتونه نازل کړې.
ښاغلي حليمي صېب ستاسي خبره بالکل پر ځاي ده. که د ماشوم له پېدا کښيدو څخه مخکښي يي جينز کښ تغېر راوستلي شې،اېا د ا سي کول جائز دې اؤ که نه.
واسلام.
ع کريم حليمي
10.07.2008
مکرمه rehan khan جانه ، السلام عليکم
زه پوهېدلم چه ستاسو به و" ټول افغان "ته ډېر ګټور تمام سۍ ، ستاسو په
دوهمه پوښتنه بېخي يقيني سوم ، نو خدای دي کاميابه او سر لوړی لره ، لمړي
دي خدای غم مه راکوه ، ستاسو مور او پلار دي وياړ کوي چه داسي اولاد لري
قدرمن rehan khan جانه
تر دې لمخه چه تاسوته د سوال جواب وليکم لمړی به يو دوې درې خبري تاسو
ته وليکم ، ستاسو په اجازه
د عربي ژبي مثال د الجبرې دي ، يعني داسي اصولي ګرامر لري لکه د
الجبر اصول
او اسلامي اخلاق طبيعي دي، او قانون ئې هم د طبيعت غوښتنه ده
اسلام درې اصول لري ، دا اصول په دې اندازه صحيح او کلک دي لکه
د رياضي اصول چه ١+٢ =په ٣ ، او يا لکه دغه هندسي فورمول a + b)2)
تر څو چه دغه نړي وي نو همدا به ئې فورملاوي وي او تغير کېدای نه سي
اسلامي اصول داسي دي
امريه ،نهي ،او معروف: دټولي نړي او دټول عمر لپاره به دغه درې اصله وي
امرکول ، او نهي کول ئې قاطع دي ، او خبره چه د امر او نهي وتلې وي
هغه که فردي عمل وي نو دفرد په خپل قضاوت اړه پېداکوي ، او وځان او
خدای ته د خپلي پوهي په اندازه مسؤل دي
او که عمل اجتماعي وي نو بيا يو فرد حق نه لري چه کوم عمل ته معروفfamous شکل ورکړي او يامنفور detestedئې وګڼي ،
معروف اجتماعي:
يوه اجماعconsensus د راسخو اوثابتواو مضبوطو علماوو
دا حق لري چه يو عمل منفور وګڼي او يا معروف
په ساينسي تجربو او کړونو کښي ديني علما ډېر لږ رول لري
دلته رول درلودل د ساينس د پوهانو دي د مذهب او اخلاقو تر نظارت لاندي
اوس نو خبره دې سرحد رارسيږي او دوې پوښتني ډيري مهمي دي
ايا د دغه مهندسين په دې پوهيږي چه side effect ئې څه شي دي ؟ زه فکر
کوم چه side effect به ئې ١٠٠٠ کاله ورسته ممکن ښکاره سي
دوهمه پوښتنه ، دغه کوچنی چه سبا نړۍ ته راځي ، دغه کوچني
دا غواړي چه دده په DNA موږ لاوهنه وکړو؟ ، ايا دا عمل به ده خوښ وي ؟که يا
دا چه دئ لا جهان ته نه دۍ راغلي ، داد ده پر ځای څوک خبري کوي؟ او څوک
داحق لري چه دده په غياب کي تصميم ونيسي ؟، زه وځان ته داحق نه ور کوم
چه هغه چا په باب تصميمونه ونيسم چه دئ لا جهان ته ندۍ راغلی
هو ! که زما د سترګو تور په شفاخانه کښي وي ، او خبري ونه کولی سي
زه دده لپاره تصميم نيسمه ولي چه څو کاله ئې په دې جهان کښي زما سره
تيري کړي ، زه فکر کولی سم چه دغه شخص د څنګه تفکر او نظر خاوند دي
څومره چه ما دئ پېږندلی نو هم هغسي به تصميم نيسم
د حيات مهندسيونوته د اجازه ورکول او نه ورکول
د هر ملک شورا د اجازې او ممانعت صلاحيت ، هغه کومېټه چه
وزارت صحتي عامه ئی نظارت لاندي ده
دا وظيفه لري چه ، لمړي له دې مهندسينو څخه پوښتني وکړي ،بيا له هغه
خلکو څخه پښتني ګروېږني وکړي چه د مهندسيو د نظر او عمل مخالف دي
او بيا له ديني علماوو سره خبري وکړي ، او ورسته د دې عمل لپاره قانون
وليکي
نوټ ; نن ورځ له طب څخه تجارت جوړ سوي ، که پيسې وې او يا چه
که چا پيسې درلودې نو دقلب عمليات ئې کيږي او که چا پيسي نه درلودې
د قلب عمليات ئې نه کيږي ،
تاسو به تر نن ورځي نه وي اورېدلي چه د حيوانانو ډکتر د يو اس د قلب
عمليات ور وکړه ، ولي چه په ٧٠ زره ډالره څوک نه خرځوي
نو که داکار ته اجازه وسوه چه د نه پيداشوي کوچني په DNA کښي دي
لاس هنه وسي ، ايا دا کار به هر غريب له وسه وي ، او که به يوازي او يوازي
و سرمايدارو ته وي ، په دې کار سره به ډېري سؤاستفادې وشي ؟؟
خپل او اولادونه به ښايسته کړي ،ځيرک به ئې کړي
حال داچه داټول لابتوارونه له بيت المال او ملي عايداتو په روپو تجربې کوي
دلته يوازي د جينز خبره نه ده ، بلکه د ټولني پر کلتور رأساً اثر اچوي ، دا موضع
ضرور ده چه له هر طرفه مطالعه سي ، د دې لاس وهني مثال داسي دۍ لکه
اټوم بم ، ګټي ډيري پر بنا دي او خطر ئې هم تر تصور زيات دۍ ، نن ورځ چه
په غرب کښي ،روميان، اويا باڼجڼ رانيسو او په DNA کښي ئې لاس وهنه
سوې ، نه پوهېږو چه دابه زموږ په جسم کښي څه وخت خپل side effect
شکاره کړي ٠
دغه د جهان ټول نظام عالي ترين ،کمال ته رسېدلی او بې عيبه نظام دی
هو ! perfect نه سو ورته ويلی ، ولي چه خالق ئې هم فرمايي چه ښايسته
خلقت مي کړي يعني داجهان ئې له لوړه سره perfect نه دي جوړکړی
هو ! خالق پخپله perfect ذات دی
خداي دي وکړي چه داسي جواب مي تاسوته ويلي وي چه ارزښت درته ولري
د نوري راکړي ورکړي په هيله
په درنښت