نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملا عمر د منديرا په رول كې
larghonay1
06.07.2008
ملا عمر د منديرا په رول كې
په دې ورځو كې په كابل كې د (كله چې خواښې هم نږور وه) تر سرليك لاندې يوهندي سريال د طلوع تلويزيون نه خپرېږي چې ځينې خلك ورته ښه او ځينې بد وايي خو ښه او بد يې ټول ښه په ځـير ګوري.
په دغه سريال كې پر ډېرو سربېره دوه لوبغاړي دي چې يو مير او بله منديرا دي. منديرا غواړي له مير سره واده وكړي خو مير بله مېرمن لري او نه غواړي داسې وكړي نو له همدې كبله منديرا كله ځان روحي مريض كړي او كله جسمي څو مير پرې زړه وسوزوي او د ژوند ملګرې يې كړي. خو په دې ټولو ونه شوه اخر منديرا پلاستيكي جراحي وكړه او د دوستۍ پر ځاى يې د مير د ټولې كورنۍ سره دښمني شروع كړه. د مير د يو دووس ورور سره يې واده وكړ او په كورنۍ كې يې پټ تخريب شروع كړ. بالاخره رسوا شوه او د مير كورنۍ ترې وژغورل شوه.
تېره ورځ د كابل رسنيو هم يوه ډنډوره خوره كړه چې څومره به رښتيا وي خو ويل يې چې ملاعمر پلاستيكي جراحي كړې او د كوټې په كوم جومات كې ملا دى. دا خبره د ده يو نژدې ملګري كړې . دا چې څومره به رښتيا وي خو كه وي نو ايا د منديرا غوندې به رسوا شي او كه د كرزي نه به د هغه ملا وزه جوړه كړي چې په سرفه مير يې ليونۍ كړى وه؟
Re: ملا عمر د منديرا په رول كې
pattang
06.07.2008
لرغونۍ صېب !
دپلا ستيکي جراحي ځخه دکليو ښځې هم خبرې کوي خو په سياست يې ولاکه
سر خلاص وي او ولاکه به خپل دوست اود وښمن وپېژني٠
[quote:ec8d7942e6="larghonay1"]ملا عمر د منديرا په رول كې
په دې ورځو كې په كابل كې د (كله چې خواښې هم نږور وه) تر سرليك لاندې يوهندي سريال د طلوع تلويزيون نه خپرېږي چې ځينې خلك ورته ښه او ځينې بد وايي خو ښه او بد يې ټول ښه په ځـير ګوري.
په دغه سريال كې پر ډېرو سربېره دوه لوبغاړي دي چې يو مير او بله منديرا دي. منديرا غواړي له مير سره واده وكړي خو مير بله مېرمن لري او نه غواړي داسې وكړي نو له همدې كبله منديرا كله ځان روحي مريض كړي او كله جسمي څو مير پرې زړه وسوزوي او د ژوند ملګرې يې كړي. خو په دې ټولو ونه شوه اخر منديرا پلاستيكي جراحي وكړه او د دوستۍ پر ځاى يې د مير د ټولې كورنۍ سره دښمني شروع كړه. د مير د يو دووس ورور سره يې واده وكړ او په كورنۍ كې يې پټ تخريب شروع كړ. بالاخره رسوا شوه او د مير كورنۍ ترې وژغورل شوه.
تېره ورځ د كابل رسنيو هم يوه ډنډوره خوره كړه چې څومره به رښتيا وي خو ويل يې چې ملاعمر پلاستيكي جراحي كړې او د كوټې په كوم جومات كې ملا دى. دا خبره د ده يو نژدې ملګري كړې . دا چې څومره به رښتيا وي خو كه وي نو ايا د منديرا غوندې به رسوا شي او كه د كرزي نه به د هغه ملا وزه جوړه كړي چې په سرفه مير يې ليونۍ كړى وه؟[/quote:ec8d7942e6]