نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د نړیوال قانون ټیکدران دجګړو قوانین تر پښو لاندې کوي.
و.افغان
03.07.2008
د نړیوال قانون ساتندویان دجګړو قوانین تر پښو لاندې کوي.
دنړیوال قانون ټیکدارانو ددوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته دنړیوال قانون يوې لويي نیمګړتیا ته پام راوګرځید، دغه نیمګړتیا دجګړو پر مهال دولسي بیګناه وګړو دوژل کیدو نیمګړتیا وه.
په جنګ جګړو کې ډیر کرته بیګناه ولسي وګړو ته ډیره درنه مرګ ژوبله او لوي لوي زیانونه اوښتلي دي، ددوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته پیوسته نړیوالو ددې لويي نیمګړتیا دمنځه وړلو لپاره هلې ځلې شروع کړې، او ددې هلو ځلو په نتیجه کې دژنیوا د۱۹۴۹ ځیګیز کال معاهده منځ ته راغله، دغه معاهده لمړنۍ نړیواله معاهده شمیرل کیږې چې دجګړو پر مهال دملکې وګړو دژغورنې لپاره دډیرو دولتونو په اتفاق منځ ته راغله.
خو سره له دې ډیرو نړیوالو کوښښونو چې ددغې معاهدې په منځ ته راوړلو کې تر سره شو، چې نږدې ۱۶۵ دولتونو ورباندې لاسلیک هم وکړ، دهغې راپدیخوا وخت نا وخت دملکې وګړو په وړاندې رنګا رنګ جنایتونه ترسره کیږي، او ډیر زیات کرته دښکیلو ډلو هدف ګرځېدلي دي، او لا ګرځې.
داندیښنې وړ خبره داده، چې هغه څوک چې ځانونه دنړیوال قانون ټیکدران بولي، او ځانونو ته دنړۍ په سطحه ددغو قوانینو دساتنې دمسؤولیت حق ورکوي، له نورو ټولو څخه دمخه همدغه دنړیوال قانون ساتندویان او ټیکداران دغه قوانین تر پښو لاندې کوي، او دا ټول هغه خلک دي چې په ملګرو ملتونو کې دامن دشوری دائمي غړیتوب هم لري.
افغانستان باندې دامریکايي یرغل څخه اووه کاله تیریږي، او دیرغل له لمړۍ ورځې نه تر اوسه پورې دملکې خلکو وژنه دوام لري، او ورځ په ورځ دملکي وګړو دوژنې شمیر مخ په زیاتیدو روان دې.
دملګرو ملتونو راپور وايي چې تیر کال دوژل شویو افغانانو شمیر شپږ سوو ته رسیږي، چې په دې شپږ سوه کې ملګري ملتونه نژدې دڅلور سوو کسانو پړه دطالبانو پر غاړه وراچوې، او نژدې ددوه سوه نورو پړه دنړیوالو ځواکونو پر غاړه وراچوي، خو دا چې حقیقت څه دې، نو روښانه ده چې دقربان شویو لوړه شمیره دنړیوالو ځواکونو په لاس منځ ته راغلې، اګر که دوي په ځینو پیښو کې پړه دطالبانو په اوږو وراچوې، ځکه چې دهغوي پر وینا طالبانو پر دوي باندې دملکي وګړو دهستوګنځایونو څخه بریدونه کړي وي، او یا هلته پټ شوي وي، نو دوي بیا ځانته حق ورکوي چې پر هغوي حمله وکړي، او دولسې وګړو دتلفاتو پړه دطالبانو پر غاړه ورواچوي.
په هر حال، خو که چېري مونږ دنړیوالو ځواکونو عملیات تر نظر لاندې ونیسو، نو وبه وینو چې دوي په عملیاتو کې له ډیرې بې پروايۍ څخه کار اخلي، خپلسرانه عملیات کوي، له افغان حکومت سره هیڅ ډول مشوره او همغږي نه لري، دیوه کوچني شک او حدس له وجهې په ملکي وګړو حملي کوي، ځکه چې دافغان وینه هغوي ته هیڅ ارزښت نه لري، دا که له دې تیر شو چې ددغې جګړې اور همدوي بل کړې دې، او همدوي ورباندې تیل شیندې، چې دوي په کې خپلو استراتجیکو او اقتصادي موخو ته ورسیږي، ځکه چې دوي دهغې اقتصادي تیوري په تکل راغلي دي چې وايي: په ټولې نړۍ به هغه څوک حکومت کوي، څوک چې دتیلو په زیرمو تسلط ولري.
د ۲۰۰۷ دجون د میاشتی په وروستیو شپو کې دناټو ځواکونو دړندو (بلکه رسا) بمباریو په ترځ کې داروزګان په ولایت کې سل بیګناه ولسي وګړې په شهادت ورسول، چې ډیر يي ماشومان، ښځې، او سپین ګیري وو، او نور په سلګونو يي ټپیان کړل، دغه کرغیړنې بمبارۍ دنورو سلګونو بمباریو یوه کرغیړنه کړۍ شمیرل کیږي، دکومې تسلسل چې په افغانستان باندې دامریکانو دیرغل څخه وروسته پیل شوې دې، او تر نن ورځې دوام لري.
له دغې بمبارۍ څخه یوه هفته وړاندې دناټو کرغیړنو ځواکونو د پکتيکا ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ د زرغون شاه پر يوې ديني مدرسې د هوايي بريد پرمهال اووه تنه ماشومان زده کوونکي شهیدان کړل، نوموړي ماشومان، چې عمرونه يې ١٨ کلنى ته نه وو رسيدلي په يوه ديني مدرسه کې په ديني زده کړو بوخت وو.
دهمدغې میاشتې په ۲۲ مې ورځې د مبارکې جمعي په ورځ دناټو کرغیړنو ځواکونو د بم غورځونكو الوتكو په مټ دهلمند ولایت کې پرملكي وګړيو بمونو و ورول چې،په كې دښځو او ماشومانو په ګډون شاخوا څلويښتو تنو خپل ژوند له لاسه وركړ.
دناټو ځواکونو مشر ومنله چې دغه کار له دوي څخه دخطا په نتیجه کې شوۍ، او دبیا لپاره يي پړه په طالبانو ورواچوله چې دولسي خلکو منځ کې پټیږي.
دولسي وګړو عکس العمل او مظاهراتو کرزي صیب دېته اړ کړ چې دافغانانو دوژلو په تړاو دناټو ځواکونو په بې پروايۍ کلکه نیوکه وکړي، او له هغوي څخه وغواړي چې له افغان دولت سره همغږي شي، خو داسې ښکاري چې د ولسمشر کرزي صیب بیچاره په خوله څوک پیاز هم نه خوري، ناټو ځواکونه پر ځاي پریږده، په خپلو افغاني جنایتکارانو يي هم زور نه رسیږي، او په ښکاره دخپل عجز اعلان کوي.
دافغان ولسي وګړو په اړه دنړیوالو ځواکونو بې پروايي څه نوې خبره نه ده، بلکه دغه لړۍ له ۲۰۰۱ کال څخه پیل شوي، او داسې دوام لري، په دغو بې پروا بمباریو کې دوي جماتونه، کورونه، روغتونونه له خاورو سره خاورې کړل، بلکه یو ځل داسې هم شوي دي چې دمصنوعي سپوږمۍ په مټ يي ځینې راټول خلک لیدلي دي، چې لويي لويي ګیرې لري، نو هغوي پرې دیوه چاغ ښکار (طالبان او القاعده) ګمان وکړ، په وینو کې يي لت پت کړل، بیا وروسته معلومه شوه چې هغه دیوې بدبختې افغانې کورنۍ واده وو.
دتیر کال دوژل شویو افغانانو شمیر له نورو ټولو کلونو څخه ډیر لوړ په ګوته شوې دې، او دا لویه شمیره ددې لپاره بس ده چې دناټو ځواکونه د ولسي عامو وګړو دډلییزي وژني تر جرم لاندې راشي، کوم چې په نړیوال قانون کې دجنګونو په جرمونو کې تر ټولو لوي جرم بلل کیږي.
خو ددې هر څه سره سره بیا بیا امریکايي او ترڅنګ يي دناټو ځواکونو ادعا بدلون ونه خوړ، د ۲۰۰۱ ز کال په اوړې کې چې کله امریکايي ځواکونو یو ولسي روغتون دتوغندیو په مټ په نښه کړ، نو دامریکا رسمي موقف دا وو چې مونږ له خپل ځان څخه دفاع کوو، او ددغې دفاع حق مونږ ته دملګرو ملتونو دمیثاق ۵۱ مادې راکړې دې، سره له دې چې دژنیوا معاهدې په ډیر ښکاره ډول په صراحت سره ویلي دي ، چې ((په هیڅ حال کې په ولسي روغتونونو باندې حمله جائزه نه ده)) مګر دامریکي ددفاع وزیر دونالډ رامسفیلډ دخپلو ځواکونو دهجوم توجیه داسې وکړه چې : ((دا خو ځمونږ ګناه نه ده، چې دغه دهشت ګر په روغتونونو کې پټیږي)).
نن په افغانستان باندې دامریکايي یرغل څخه د اووه کاله تیریدو وروسته چې په کي دنړیوالو ځواکونو له خوا دنړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کیدل ښه په زور دوام موندلې دې، دناټو مشران او جنرالان وايي، چې دوي خو له خپل ځان څخه دفاع کوي، او ولسي وګړو ته چې څه رسیږي، دهغې پړه په هغو طالب قومندانانو ده چې دولسي وګړو هستوګنځایونو کې پټيږي.
مګر دناټو جنرالان او اړونده هیوادونه دې پر دې پوه شي ((ښه پوهیږي خو افغانان هغوي ته مباح الدم ښکاري)) که چیري ددوي دغه پورتنۍ ادعاوې رښتیا هم وي، نو سره له دې هم بیا دوي حق نه لري چې په ولسي وګړو بمبارۍ وکړي.
نړیوال جنايي قانون دهغو ولسي وګړو وژل یا ویشتل ناروا بللي دي، کوم چې ددښمن دډلې په لاس کي دانساني سپرونو په ټوګه کارول کیږي، په نړیوال قانون کې هیڅ جواز نه لري چې څوک دې دولسي وګړو په هستوګنځایونو حملې وکړي، په دې دلیل چې ځان خپل دښمن ته ورسوي، دژنیوا څلورمي معاهدې ښه په واضح ډول دا خبره بیان کړې ده.
مګر هغه خبره چې نن ورځ هیڅ راز نه بلل کیږي، او مونږ تاسو ټول پرې پوهیږو، چې په افغانستان دړندو بمباریو امر دامریکايي ځواکونو دلوړ پوړو جنګي جنرالانو له خوا ورکول کیږي، او دغه خبره څو څو واري نړیوالو خبري رپوټونو، او مؤسسو ښکاره کړې ده.
د۲۰۰۷ ز دجون دمیاشتې دحملو څخه وروسته په لسګونو ځايي او نړیوالو مؤسسو او شبکو دامریکايي ځواکونو پر غاړو ملامتیا واچوله چې خپلسرانه علمیات تر سره کوي، او دناټو دځواکونو دمشرۍ سره هیڅ مشوره نه کوي، بلکه دناټو ځواکونه دیوه ماشین په څیر په خپلو لاسونو کې کاروي، او افغاني اداره خو ما یادوه، دهغي سره خو بیخي هیڅ مشوره نه کیږي، پاتې لا دا چې نړیوالو ځواکونو ته کوم وړاندیز یا حل لاري وړاندې کړي.
ولسمشر کرزي صیب په همدغه وخت کې په خپلې بیکسۍ او بیوسۍ اعتراف وکړ، او دغوسي څخه ډکو څرګندونو کې يي وویل، چې ډیر کرته مونږ خپلو امریکايي متحدینو ته نصیحت وړاندې کړې دې، خو هغوي ځمونږ خبرو ته غوږ نه نیسي.
په ځینو مامولي قضیو کې دکرزي صیب داداري دبیوسۍ یو بل مثال: کله چې د طالب قومندان ملا داد الله دمړي دتسلیمولو په وخت افغان حکومت غوښتل چې دهغه دمړي په بدل کې دطالبانو له خوا ځیني دولتي تښتول شوي کسان راخلاص کړي، دکرزي صیب حکومت دا کار تر هغو ونشو کړاي، تر څو چې ورته امریکايي ځواکونو اجازه ورکړه، کومو چې تر ډیرو ورځو پورې دداد الله مړې له ځانه سره ساتلي وو، او دغه کار دژنیوا د څلورمې معاهدې (۱۹۴۹ز) د ۱۳۰ مادي سره ښکاره تضاد لري، کومې په ښکاره تورو کاږلي دي، چې ((دمړو جسدونه باید ژر تر ژره خپلو خپلوانو ته ورسول شي)).
دامریکا دمتحده ایالاتو له اړخه دانساني قوانینو تر پښو لاندې کول ددوهمې نړیوالې جګړې څخه دمخه حالت یو وار بیاټولو نړیوالو ته راپه یادوي، او یو وار بیا ښکاره کوي چې دغه قوانین یواځې او یواځې دزورورو په لاسونو کې هغه تیزي چړي دي چې دکمزوري خلکودحلالو لپاره يي جوړي کړي دي، او ټول انسانیت ته ښودي چې د انساني قوانینو دعواګرو اوټیکدارانو څخه څومره وحشيان جوړیدلاي شي.
مآخذ:
بینوا ویبپاڼه
تاند ویبپاڼه
العربیة نت
الجزیرة نت
آشنا غږ ټلویژن.
دملکي وګړو په اړه دژنیوا معاهدې
وهاج ساپې.