د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
لرغونى لاروى
larghonay1
02.07.2008
ځينې اوازې دي چې د كندهار والي اسدالله خالد له خپلې اوسنۍ دندې ګوښه شوى او د ملي امنيت مرستيال شوى دى. پر ځاى يې د ننګرهار والي ګل اغا شيرزى ټاكل شوى دى خو د ننگرهار برخليك لا معلوم نه دى چې څوك به د رشوت وركولو بولۍ وګټي.
همدا راز د باميانو والۍ هم له دندې ليرې شوې او پر ځاى يې ډاكټر شاجهان له بهر نه راغلى هزاره ټاكل شوى دى.
دا چې ولې دا ټاكنې رسمي نه اعلانېږي نه يم خبر او د كرزي په ټاكنه او ګومارنه هم ډېر باور نشته . يوه ورځ يو څه بله بل څه وي . په هر صورت . څه فكر كوئ چې ننګرهار بيا د حاجي صيب دين محمد مافيايي كورنۍ ته وسپاري او كه كوم په د سړيو دې قحطۍ وهلي هيواد كې بل څوك هم شته ؟
ستاسو نظر