نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
CIA او ISI دیوې سیکې دوه مخونه دي، افغانان به کله پوهیږۍ؟؟؟
پښتون زلمی
27.06.2008
قارې یوسف احمدي صیب، خو په طالبانو کې درنګارنګ ډلو شتون په ډیره کلکه ردوي، او وايي چې: طالبان یوه ډله ده، یو هدف
او یو مرام لري، او ورځ تر ورځه منسجم کیږي، او دملا صیب په امر کارونه کوي،
او نورې جاسوسي شبکې يي منځ کې وجود نه لري.
خو حقیقت داسې نه دې، په طالبانو کې او دطالبانو په نوم رنګا رنګ ډلې دي،
زه دلته یواځې په هغه ډلې خبرې کول غواړم، کوم چې افغانستان ته یواځې او یواځې
دتخریبکارۍ لپاره راځې، هر اقدام د آي اس آي په رهنمایۍ سره تر سره کوي،
او دغو خلکو سره امریکايي حمایت هم موجود دې.
دغه خلک هیڅکله دا جرأت نه لري، چې په نړیوالو ځواکونو یا امریکانو حمله وکړي،
دوي یواځې دافغانستان دهر رنګه دولت سره دازلي دښمنۍ په تکل راځي،
دکنړ په هکله غږیږم،
دا مرتزقه دآي اس اي اولاده دکنړ دسیند دهغې غاړې نه دعام خلکو
په کورونو باندې راکټې وروې، ړانده توغندي توغوي،
په څوکۍ ولسوالۍ کې دامریکایانو کوم مرکز چې دې، یوه ورځ هم دغه مرکز ته په دوه سوه مترۍ توغندی نه پریوزې، ځکه چې دتوغندې توغوونکې نه غواړي چې
دا توغندې دې په امریکايي مرکز ورشي، بلکه قصدا يي په عامو وګړو ورخوشي کوي، څه وخت مخکې دڅوکۍ ولسوالۍ په یو کور دغه توغندې لګیدلې وو
چې په نتیجه يي ددغه کور شپاړلس کسه له منځه یوړل، چې ښځې اوماشومان هم په
کې وو، او دا لوبه همداسې روانه ده، نن يي بیا توغندې ویشتلې او عام خلک
يي وژلې دي، څه وخت مخکې يي په څوکۍ ولسوالۍ کې یو ښوونځې په نښه
کړې وو، چې واړه کوچنیان يي په کی وژلې وو،
دغه خلک چې دا ړانده توغندې توغوي، دپاکستان دجاسوسي شبکې آي اس آي پورې تړلې
دلشکر طیبې خلک دي، چې ځانته سلفیان هم وايي، او اوس يي دخپل تنظیم نوم
به مرکز الدعوة والارشاد بدل کړۍ، خو سلفیت له دې خلکو بیزاره دې،
دغه اجرتي مرتزقه دې.
څه وخت مخکې زه کونړ ته تللې وو، دڅوکۍ ولسوالۍ ته می هم سر
ورښکاره کړ، خلکو له دغو توغندیو ډیر شکایت کاوه،
بیا يي وویل، چې مونږ ټول دامریکایانو مرکز ته ورغلو، او ورته ومو ویل:
چې دخداي لپاره دغه مرکز مو له دې ځایه څخه انتقال کړۍ، ځکه چې ستاسو
له لاسه په مونږ توغندې راوریږې،
[color=white:0a6fdde342]نو هغوي په ځواب کې وویل: چې نه ، دغه خلک چې دا توغندې راتوغوي،
دا نه غواړي، چې مونږه وولې، بلکه همدا تاسو يي هدف يۍ، [/color:0a6fdde342]
او داخبره حقیقت دې، ځکه چې که په امریکایانو یو راکټ وولې،
نو امریکایان يي بیا داسې ځواب و رکوې، لکه څو ورځې مخکې چې يي ورکړ.
په ځوابې حمله کي يي یوولس پاکستاني فوځیان مردار کړل، چې یو په کې
میجر هم وو، او بیا يي ددغې حملې ویدیي کیسټه هم خوره کړه.
بینوا
[color=cyan:0a6fdde342]له پاکستان څخه په کنړ بريد مرگ ژوبله واړوله
د پاکستان له خاورې څخه د کونړ پر اسعد آباد او اسمار توغول شوي توغنديو ، يوه کوچنۍ نجلۍ ووژله او ١١ نور يې ژوبل کړل . دغه توغندي وړمه شپه شاوخوا يوولس بجې توغول شوي ، يو يې د اسعدآباد په مرکزي کلي يار ګل او ١٥ نور يې په اسمار ولسوالۍ کې پر يوه کلي لګېدلي دي . د يار ګل په کلي کې لګېدلي توغندي پنځه ماشومان چې د ٦ او ١٢ کلونو ترمنځ يې عمرونه وو ، ټپيان کړل چې له دې ډلې يوې اوه کلنې نجلې څو شيبې وړاندې ( ١١:٢٥ ) د اسعداباد په روغتون کې ساه ورکړه او نور تر عملياتو لاندې دي . د اسعد آباد د روغتون مشر ډاکټر احسان الله فضليوويل چې پاتې ټپيان د عملياتو په خونه کې دي او روغتيايي حالت يې نه دى معلوم . [/color:0a6fdde342]